د یمن په کورنۍ جګړه کې له بشري حقوقو سرغړونه (2014-تر اوسه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په جګړه کې د ښکېلو ټولو خواوو له خوا د يمن په ټوله کورنۍ جګړه کې له بشري حقوقو پراخه سرغړونې شوي. په دې کې دوه مرکزي ډلې شاملې دي چې په روانه جګړه کې ښکېلې دي: د يمن اوسني ولسمشر عبد ربه منصور هادي (چې د سعودي عربستان په مشرۍ ايتلاف له ملاتړه برخمن دی) ته وفادار ځواکونه، او حوثيان او نور ځواکونه چې د يمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح څخه ملاتړ کوي. په عربي ټاپووزمه کې القاعده او په عراق او شام  کې اسلامي دولت هم په يمن کې بريدونه تر سره کړي دي. د متحده ايالاتو او نورو هېوادونو له ملاتړ څخه برخمن د سعودي په مشرۍ ايتلاف جنګي جرمونه هم د بشري حقوقو څخه په سرغړونه او نړيوال قانون په ماتولو تورن شوي دي، په ځانګړي ډول د هغو هوايي بريدونو په اړوند چې په تکراري ډول يې ملکيان په نښه کړي.[۱][۲][۳][۴]

د دې ډلو له خوا د ځواک استعمال په يمن کې د انساني بشري بحران وضعيت نور هم سخت کړی، ځکه چې په بريدونو کې مهمې زېربناوې يا زیانمنې او يا ویجاړې شوې دي. پر بريدونو سربېره، د سعودي عربستان له خوا په يمن کې د تېلو په څېر مهمو سرچينو بندېدلو په يمن کې د خوراکونو د لېږد او د هغو ملکيانو د سفر په مخ کې خنډ پيدا کړی، چې غواړي د پوره اسانتيا لرونکو سيمو ته ولاړ شي.[۵][۶]

د 2018ز کال د اګست په مياشت کې، د ملګرو ملتونو د ماهرانو په يو راپور کې وويل شول چې د يمن د حکومتونو، متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان او حوثيانو په ګډون، د جګړې ټولو خواوو جنګي جنايتونه کړي دي. ملګرو ملتونو دا جګړه د نړۍ د تر ټولو ناوړه بشري بحران په توګه تشريح کړې ده. په دې راپور کې په جګړه کې 6,475 مړينې مسندې کړای شوي دي، خو اټکل شوی چې کره شمېر له دې خورا زيات دی. په راپور کې همدا راز د سعودي په مشرۍ شويو هوايي بريدونو هم نيوکې شوې، او ټولې خواوې يې د ژوند له حق څخه پر محروميت، خپلسرو نيولو، جنسي تيريو، شکنجو، جبري ورکېدلو او د ماشومانو د استخدام په څېر په غېر قانوني سرغړونو تورنې کړي. د 2020ز کال د سپتمبر په مياشت کې، د ملګرو ملتونو يو بل راپور وويل چې په يمن کې جګړه مارې خواوې نړیوال قانون ته پاملرنه نه کوي او بشري حقوق ډېر کم په پام کې نيسي. دې راپور په برتانيې، کاناډا، فرانسې، ايران، متحده عرب اماراتو، سعودي عربستان او متحده ايالاتو دې هېواد ته د وسلو په مهيا کولو سره د جګړې د اوږدولو تور پورې کړ. د یمن لپاره د ملګرو ملتونو د بشرپاله مرستو همغږي کونکي د يمن وضعيت د نړۍ د تر ټولو ناوړه حالتونو څخه يو بللی دی.[۷][۸][۹]

حقوقي چوکاټ[سمول]

يمن د جينوا د کنوانسيون او غېر نړيوالو وسله والو شخړو د قربانيانو د خونديتوب اړوند د يو اضافي پروټوکول برخه دی، کوم چې په يوه جګړه کې پر ښکېلو ټولو ډلو خواوو لازمي دی، او هڅه کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چې ځواکونو د ملکيانو د وژلو د مخنيوي لپاره احتياطي تدابير غوره کړي. د غېر نړيوالو وسله والو شخړو څخه د اغېزمنو شويو د خونديتوب د پروټوکول تر مخې، د جګړې اړخونه بايد ملکي وګړي، ملکيان، او ملکي شيانو د خوندي کولو لپاره پوره پاملرنه وکړي. دوديز نړيوال بشرپال قانون همدا راز په نړيوالو او غېر نړيوالو جګړو کې هم غېر توپيري بريدونه منع کوي. يمن يې هم برخه ده، له همدې امله د ځينو بشري حقوقو د تړونونو پابند دی: د مدني او سياسي حقوقو په اړه نړيواله معاهده، د اقتصادي، ټولنيزو او کلتوري حقوقو په اړه نړيواله معاهده، او د ماشوم د حقوقو په اړه معاهده.[۱۰][۱۱][۱۲]

د سيمه ييزو ډلو له خوا جنګي جنايتونه[سمول]

سيمه ييزې ډلې په بې توپیره بريدونو تورنې شوي، چې له امله يې ډېر ځله ملکيان وژل شوي، او کله کله يې د ملکيانو دا وړتیا محدوده کړې چې توکي وارد کړي، او لاريونوال يې په خپلسري ډول نيولي دي. د يو شخص د ژوند او امنيت حق، په خپلسري ډول د يو چا ملکيت څخه نه محرومول، او په خپلسري ډول نه بندي کول، د بشري حقوقو د نړيوالې اعلاميې په مټ خوندي شوي دي، او استدلال کېدای شي چې دې سیمه ييزو ډلو ورڅخه سرغړونه کړې.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]

حوثيان[سمول]

2015-2016[سمول]

د بښنې نړيوال سازمان په وينا، د هادي او حوثي ډلو د پلويانو غړو ډېر ځله په يو بل د استوګنيزو سيمو څخه بريدونه کړي دي، کوم چې ملکيان د ډزو په تبادله کې د ايسارېدو له ګواښ سره مخ کوي. د دې بريدونو ځينې قربانيان ماشومان دي، څوک چې په عدن کې د جګړې په منځ کې ايسار شوي دي، د ځواکونو له خوا د دې ډاډ نه تر لاسه کولو په پايله کې چې ملکيانو ته به کوم زيان ونه رسېږي، او د غېر رهبري شويو راکټونو په څېر وسلو د کارولو له امله، کوم چې شونې ده دقيق نه وي، په ځانګړي ډول په استوګنيزو سيمو کې. ويل کېږي چې په دې بريدونو کې له نړيوال قانون سرغړونه شوې، ځکه چې ډېر ځله ځواکونو له پوره احتياطه کار نه دی اخيستی، تر څو د ملکيانو خونديتوب ډاډمن کړي، په ځانګړي ډول په استوګنيزو سیمو کې. د راکټونو پر کارولو سربېره، په حوثيانو د ماينونو ځای پر ځای کولو تور دی، کوم چې ملکيان له سخت خطر سره مخ کولای شي. د دې ماينونو استعمال د بشري حقوقو ډلې اندېښمنې کړي دي، د ماينونو د بنديز د تړون په پايله کې په يمن کې د فرد ضد ماينونو کارول ممنوع شوي وو. د بشري حقوقو سيمه ييزو ډلو نږدې په يوه مياشت کې د 1170 ماينونو د تر لاسه کولو خبر ورکړی دی. د بشري حقوقو د څار ادارې ويلي، شونې ده چې د حوثيانو پلويو جنګياليو هغه مهال جنګي جنايتونه تر سره کړي وي، کله چې په يمن کې دوه ښځې وژل شوې وې، او مرستندوه کارمندان د دوه اونيو لپاره بنديان شوي وو.[۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د بښنې نړيوالې ادارې د کلني راپور 2015–2016 تر مخې، حوثيانو او پخواني ولسمشر صالح ته ژمنو اتحادي ځواکونو، د حکومتي ملاتړو، فعالينو او بشري حقوقو مدافعينو خپلسرې نيونې، بندي کول او تښتول زيات کړي دي. دې نړيوالې ادارې ويلي چې ډېر نيول شوي کسان په يو غېر مناسب او غېر رسمي توقيف ځای کې ساتل شوي وو. د اکتوبر په مياشت کې، د حوثي مليشو اړوند وسله والو کسانو لږ تر لږه پنځه ويشت نارينه هغه مهال ونيول، کله يې چې په Ibb هوټل کې په يوه ناسته کې ګډون کاوه. ډيری يې له شکنجو وروسته په ځنډ سره خوشې شول.[۲۳]

د لاريونوالو او فعالينو د خپلسرو نيولو د راپورونو له خپرېدو وروسته، د حوثيانو تر واک لاندې سيمو کې د بيان د ازادۍ په اړه اندېښنې موجودې دي. حوثيانو او نورو ځواکونو ژورنالستان هم تښتولي، او د ژورنالستانو خونديتابه کميټې په يمن کې د ژورنالستانو سره د چلند په اړه د پلټنو غوښتنه کړې.[۲۴][۲۵]

په ملکي يمنيانو د بې توپيره ډزو پر تورونو سربېره، د سعودي عرب پر ملکيانو هم بريدونه حوثيانو ته منسوب شوي دي. د 2016ز کال په وروستيو کې د هغو توغندويزو بريدونو له امله دوه سعودي انجونې ووژل شوې، چې ويل کېږي حوثيانو توغولي وو، او پنځه نور يې ټپيان کړل. د سعودي عربستان ځينې سيمه ييز خلک په دې اند دي چې شونې ده دا بريدونه د حوثيانو له خوا د سعودي عربستان پر حکومت د جګړې د پای ته رسولو لپاره د فشار اچولو په موخه شوي وي.[۲۶]

2017-2019[سمول]

د 2017ز کال د مارچ په اولسمه نېټه، حوثي ځواکونو پر يو مسجد توغندی وويشت، د کوم په پايله کې چې دوه ويشت دولت پلوي لمونځ کونکي ووژل شول. په همدې مياشت کې، د بشري حقوقو څار ادارې د اتحاديانو له خوا دوه شپېته غېر قانوني هوايي بريدونه مستند کړي دي، چې شونې ده جنګي جنايتونه وبلل شي، د کوم په پايله کې چې نږدې 900 ملکيان وژل شوي، او په عدن او تعز کې يې د حوثيانو-صالح د ځواکونو له خوا اوه بې توپيره بريدونه مستند کړي، د کوم له امله چې د لږ تر لږه اتو ماشومانو په ګډون، 139 تنه وژل شوي دي.[۲۷][۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite report
  2. کينډۍ:Cite interview
  3. (په 25 March 2015 باندې). Arab League to discuss Yemen intervention plea on Thursday. Reuters
  4. (په 18 March 2016 باندې). Yemen War, Saudi Coalition 'causing the most civilian casualties'. BBC News.
  5. (په 15 December 2015 باندې). Yemen Crisis: How bad is the humanitarian situation?. BBC News.
  6. Sharif Abdel Kouddous (په 22 December 2015 باندې). Yemen is now the world's worst humanitarian crisis. GlobalPost. Public Radio International
  7. . UN experts: Possible war crimes by all parties in Yemen. Associated Press.
  8. "More than half of Yemen's population now food insecure – UN". UN News (په انګلیسي ژبه کي). 2016-06-21. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (په September 9, 2020 باندې). UN: Houthi rebels in Yemen recruited teenage girls. Al Jazeera.
  10. Protocol Additional to the Geneva Conventions of 12 August 1949, and relating to the Protection of Victims of Non-International Armed Conflicts (Protocol II), 8 June 1977 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Protocol II, Article 13(1)
  12. Customary IHL, International Association of the Red Cross, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اپرېل ۲۰۱۶ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite report
  14. "Yemen: Houthis Block Vital Goods into Taizz" (Press release). Human Rights Watch. 31 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Yemen: Arbitrarily Held by the Houthis" (Press release). Human Rights Watch. 10 January 2016. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Article 3", Universal Declaration of Human Rights الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Article 17(2)", Universal Declaration of Human Rights الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Article 9", Universal Declaration of Human Rights الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. ""Nowhere is safe for civilians": Airstrikes and Ground Attacks in Yemen" (Press release). Amnesty International. 18 August 2015. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. (په 21 August 2015 باندې). Fearing landmines, displaced Yemenis wary of return. Al Jazeera
  21. (په 19 August 2015 باندې). Yemeni rebels "mining civilian areas". IRIN
  22. "Yemen: Pro-Houthi Forces Attack, Detain Civilians". Human Rights Watch. 2015-05-07. مؤرشف من الأصل في ۰۹ مې ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Yemen 2015/2016". www.amnesty.org. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "CPJ urges full, independent investigation into killing of journalists in Yemen" (Press release). Committee to Protect Journalists. 2 February 2016. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. کينډۍ:Cite report
  26. (په 2016-08-28 باندې). Yemen Houthi Rocket Attack Kills Two Girls in Saudi Arabia. Wall Street Journal.
  27. "Yemen: Attack on Refugee Boat Likely War Crime". Human Rights Watch. 26 March 2017.
  28. "Houthi missile attack kills dozens in Yemen mosque". www.aljazeera.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مارچ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)