د کمپیوټر سختغالی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د کمپیوټر سختغالی (hardware) نه مخ گرځېدلی)
سی پی یو بورډ

د کمپیوټر ساختغالی کې د کمپیوټر ټولې فزیکي برخې اوپرځې دي، لکه مرکزي د پروسیس کولو واحد (central processing unit) مراقب (monitor)، لیکدړه (keyboard)، د کمپیوټر د خامو معلوماتو زیرمه (computer data storage)، ګرافیک کارډ، د غږ کارډ (sound card)، غږن (speaker)، مادربور‌ډ (motherboard)، په څه توپیر سره پوستغالی (software) هغه لارښوونې دي چې د ساختغالي په واسطه زیرمخهو پرمخ وړل کیږي.ساختغالي په دې خاطر پدې نوم نومول شوی چې د تغیراتو او تعدیلاتو پر وړاندې سخت او ثابت دی؛ او پوستغالی پوست دی ځکه چې په اسانی سره تغیر او اوسمهالنۍ کېدلی شي۔ د پوستغالی او ساختغالي تر منځ عامل سیستم (firmware) واقع دی دا یو پوستغالی دی چې د کمپیوټر سیستم د مشخص ساختغالي سره کلک نښتی وي نو په همدې خاطر ډېره سخته ده چې تغیر شي لیکن همداسې بیا دبرسیر (interface) دثبات په اساس ډېر پایېدونکی دی 

ساختغالی په عمومي توګه د پوستغالي پواسطه اداره کیږي چې کوم یو کمانډ یا لارښوونه سرته ورسوي. د پوستغالي او سختغالي ترکیب یو ګټور د محاسبې سیستم جوړوي، پداسې حال کې چې نور سیستمونه یواځې  د ساختفغالي د پرزو سره وجود لريږ

وون نیومان جوړښت [سمول]

وون نیومان جوړښت پلان 
د عصري شخصي کمپیوټر اساسي سختغالي پرزې چې په هغو کې مونیټور(monitor )، مادربورډ، یو پروسیس کولو واحد، یو رېم RAM، دوه د پراخېدنې کاتونه(expansion cards)، یو پاور سپلای،یو نوري ډسک ډرایو، یو هارډسک ډرایو،یو لیکدړه او یو موږک
د یو په لاس جوړ شوي کمپیوټر پاور سپلای چې په تل کې د سړولو خپله  پکه لري  

شخصي کمپیوټر چې پی سي هم ورته ویل کیږي د هغه کمې بیې او استحکام په اساس د کمپیوټر د یو عامو ډولونو څخه دی، لپټاپونه په عموم کې ډېر ورته دي، که څه هم دوی شاید کمه برښنا وکاروي یا کوچني اندازه پرزې ولري خو لږ فعالیت لري. 

دبرېښنا زېرمه[سمول]

د برېښنا زېرمې واحد