د ښځو وژل (د کرکې په بنسټ د ښځو وژل)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو وژل يا ښځوژنه د کرکجن جرم يوه اصطلاح ده، تعريف يې په دې ډول شوی چې «ښځې يا نجونې په قصدي ډول له دې امله وژل چې دوی ښځينه دي»، خو په کلتوري معنا کې د دې اصطلاح تعريفونه توپير لري. د ښځمنپالنې (د ښځو د حقوقو مدافعه یا د ښځو او نارينه وو د حقوقو د برابرۍ پلوی) لیکواله «ډيانا اي.ايچ. رسل» په اوسني وخت کې لومړۍ هغه څوک وه چې په ۱۹۸۶ز کال کې يې دا اصطلاح تعريف او خپره کړه. نوموړې دا ټکی په دې ډول تعريفوي چې: «د نارينه وو له خوا د ښځو له دې امله وژل چې دوی ښځمنې دي». نور ښځمنپالان په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د دې کار موخه او نيت هم مهم بولي، د دوی په باور نيت او موخه يې له دې امله ده چې دوی ښځې دي. ځينې نور بيا په دې کار کې د ښځو په لاس د ښځو وژل هم شامل بولي.[۱][۲]

په لسو کې درې ښځې د ژوند په اوږدو کې د ډېر نژدې (صميمي) ملګري له تاوتريخوالي اغېزمنې شوي، د اټکل له مخې په نړيواله کچه د وژنو په  ديارلس اعشاريه پنځه سلنه پېښو کې نژدې ملګری ککړ وي چې دا سلنه په جنسيتي وژنو کې ده. مخالفين استدلال کوي، له دې امله چې د وژنو له اتيا څخه زيات سلنه نارينه دي، دا اصطلاح ښځو ته زيات اهميت ورکوي، د چا وژنې چې کمې خپرې دي. خو په کومو پېښو کې ښځې قرباني شوې وي، په هغو پېښو کې د څلوېښت سلنه مسئول يې د قرباني شوې شريک(ملګري) وي، د دې په پرتله په هغو وژنو کې چې نارينه قرباني شوی وي، شپږ سلنه په کې يو شريک ښکېل وي. سربېره پر دې، د ښځو د وژلو مطالعه يو ټولنيزګواښ دی.[۳][۴][۵]

«جنسيت وژنه» يې د يوې بديلې اصطلاح په توګه وړانديز شوی ټکی دی، کومه اصطلاح چې ډېره ناکره او جامع ده، خو ځينې ښځمنپالان استدلال کوي چې جنسيت وژنه اصطلاح د ښځو د وژنو د موضوع مخنیوي تلپاتې کوي او په ټولنه کې د غالب نارينه جوړښتونو پرله پسې چوپونکی ځواک ثابتوي. ښځمنپالان دليل راوړي چې، د ښځو د وژلو محرکات د «اينډروسايډ» (په منظم ډول بې توپیره د ښځو، نارينه او هلکانو وژل) څخه ډېر توپیر لري. په سړکونو پر رامنځ ته کېدونکي تاوتریخوالي د تمرکز پر ځای، د ښځو زياتې وژنې په کورونو کې کېږي، لکه د کورني تاوتریخوالي تر څنګ په خپله ټاکنه د حمل اسقاط.[۶][۷]

تاريخچه[سمول]

د دې اصطلاح جوړېدل[سمول]

د ښځوژنې اصطلاح په لومړي ځل په انګلستان کې په په ۱۸۰۱ز کال کې د ښځې د وژلو لپاره وکارول شوه. په ۱۸۴۸ز کال کې، دا اصطلاح د قانون په «وارټون» قاموس کې خپره شوه. بله کارول شوې اصطلاح ښځمنوژنه ده، کومه اصطلاح چې په سم ډول د لاتيني ژبې له «فيمينا» څخه اخستل شوې او معنا يې ده «مېرمنه» (يعنې د ښځمنوژنې ټکی يې کوچنی کړی) دی.[۸][۹]

د دې اصطلاح اوسنی کارېدل په ۱۹۷۰ز لسيزه کې د ښځو د حقوقو د خوځښتونو سره پيل شو، د کومو موخه چې د ښځو د پوهاوي لوړول او د جنسيتي ظلم په وړاندې مبارزه کول و. دا اصطلاح همدا راز، د ښځو د حقوقو سخت دريځو مدافعينو په دې موخه جوړه کړه چې د ښځو په وړاندې تاوتریخوالی تر سياسي نظر لاندې راولي. په دې معنا سره د دې اصطلاح د کارولو د پيل کولو امتياز تر ډېره بريده امريکايي ليکوالې «کيرول اورلاک»  ته ورکول کېږي، چا چې د ښځو د وژلو په اړوند په خپله نا خپره شوې ټولګه کې د دې يادونه کړې. ډيانا رسل په ۱۹۷۶ز کال کې د ښځو په وړاندې د جرمونو په محکمه کې دا اصطلاح هغه مهال عامه کړه، کله چې هغې په بلجيم کې د ښځو په وړاندې د جرمونو په لومړۍ نړيواله محکمه کې شاهدي ورکړه. د هغې محکمې د جريان لپاره د هغې د ليکنې یوه برخه په دې ډول ده: «موږ بايد وپوهېږو چې ډېرې وژنې د ښځو وژنې دي. موږ بايد د وژنې جنسي سياستونه ومنو. په ماضي کې د کوډګرو ښځو له سوځولو را نيولې، په ډېرو ټولنو کې د ښځو د کوچنيانو د وژلو تر پراخ اوسني دود او رواج پورې، او بيا د ناموس پر بنسټ د ښځو تر وژلو، موږ وينو چې د ښځو وژل له اوږدې مودې روان دي، خو له دې امله چې په دې پېښو کې تر ډېره بريده ښځې ښکېل وې، د دې لپاره هيڅ نوم نه و، تر دې چې «کيرول اورلوک» د «ښځوژنې» ټکی جوړ کړ». تر دې وروستیو پورې، ښځوژنه په ډېرو علمي ادبياتو کې نه لیدل کېده. د نژدې ملګري له خوا د ښځو وژل «د سخت تاوتريخوالي، لکه وسلې ته لاسرسی او په وسله ګواښل، جبري جنسي عمل کول، په مرګ ګواښل او د مرۍ خپه کولو» سره پېژندل کېدای شي، تر څو معلومه شي چې ايا دا قضيه د ښځوژنې وبلل شي که نه. د ښځو د وژلو تعريف همدا راز «د زده کړې، اقتصادي کچې او کارموندنې» په نظر کې نيولو سره هم کېدای شي.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

د ښځمنپالو له خوا اوسنی تعريف[سمول]

د ښځو د حقوقو مدافعې ليکوالې «ډيانا رسل» د ښځوژنې تعريف ډېر محدود کړی، هغه وايي: ښځوژنه يواځې په دې دليل د ښځو وژل دي، چې دوی ښځې دي. رسل په دې اند ټينګار کوي چې: نارينه د جنسي محرک له امله د ښځو وژنې تر سره کوي. هغه د ښځې ټکی په مېرمنه اړوي، تر څو وښيي چې د ښځوژنه هم د نجونو او هم د ماشومانو په وړاندې تر سره کېږي. رسل باور لري چې: د ښځوژنې تعريف په هر ډول جنسي وژنه عملي کېدای شي، که د هغې محرک (انګېزه) له ښځو څخه نفرت وي (له ښځو کرکه) چې غواړي، په ښځو برلاسي و اوسي، که محرک يې جنسي خوند وي، يا يې محرک د ښځې ملکيت وي. د رسل له خوا د ښځوژنې پراخه تعريف په دې ډول دی: «ښځوژنه د مېرمنو د مخالف تاوتریخوالي د لړۍ په وروستي سر کې ځای کې لري، په کوم کې چې د جنسي تيري په څېر پراخه لفظي او جسماني ځورل، شکنجې، جنسي مریيتوب (په ځانګړي ډول په جسم فروشۍ کې)، له محارمو سره جنسي اړيکې نيول او له کورنۍ څخه بهر له کوچنيانو ناوړه جنسي ګټه اخستل، جسمي او عاطفي ناوړه چلند (وهل دربول)، جنسي ځورول، (په تیلفون، په کوڅو کې، په دفتر کې او په ټولګي کې)، د تناسلي الې سنتول (د ښځو سنتول، سنتول، او د ښځو د تناسي الې جراحي عمليات)، د ښځو د نااړينو ناروغيو جراحي عمليات، (د رحم نااړين جراحي عمليات)، جبري همجنس پرستي، جبري شنډول، جبري بچی پيدا کول (د جرم په ډول اميدواره کول يا د حمل ضايع کول)، رواني عمليات، په ځینو دودونو کې ښځو ته د خوراک له ورکولو انکار، د ښکلا جراحي عمليات او د ښکلا په ګډون نور زيان رسول شامل دي. کله چې هم دا ډول وېرول، د مرګ لامل وګرځي، دا بيا ښځوژنه بلل کېږي.[۱۵][۱۶]

په پټه د ښځو وژل هم په کې شامل دي، لکه په هندوستان او چين کې د نارينه بچي د خوښولو په دودونو کې په ډله ييز ډول د نويو زېږېدلو ښځينه بچيانو وژل، همدا راز د ټولنيزو ادارو د ناکامۍ له امله منځ ته راغلي مرګونه، لکه د حمل د اسقاط جرم ګرځول يا د ښځو د جنسي غړيو مسخ کول (د ښځو سنتول).[۱۷]

نور تعريفونه[سمول]

ټولو پوهانو د ډيانا رسل تعریف د ښځوژنې لپاره د يوه معياري تعريف په توګه نه دی منلی. «جيکولين کمپبل» او «کارول رونيان» د ښځوژنې تعريف په دې ډول کوي:«محرک يا جرمي حيثيت ته له کتنې پرته د ښځو ټولې وژنې ښځوژنه بلل کېږي». دا ليکوالان استدلال کوي چې د تجربې له مخې د تل لپاره د محرک معلومول شوني نه دي، نو په همدې بنسټ د ښځوژنې لپاره د معلوماتو راټولولو په برخه کې بايد محرک لازمي شرط ونه شمېرل شي.[۱۸]

له بلې خوا، ليکوالانو هر يو «ډيسمونډ اليس» او «والټر ډيکيسيري» د ښځوژنې تعريف د «د نارينه وو له خوا په قصدي ډول د ښځو وژل» بولي او يو جلا اند غوره کوي. د دې ښځمنپالانو غوښتنه دا ده چې ښځوژنه بايد د تل لپاره په قصدي ډول وي، په داسې حال کې چې د دوی په خلاف د «ډيانا رسل» په تعريف کې پټه وژنه هم شامله کړای شوې ده. ښځوژنکي هم د ځواک د تر لاسه کولو په هڅه کې «تېروتونکي» پېژندل شوي دي، په کوم کې چې نارينه هڅه کوي چې ښځې په خپل واک کې واخلي او هغوی له خپلې ازادۍ بې برخې کړي، خو ښځې بيا د خپلواکۍ لپاره هڅه کوي.[۱۹]

د ډېرو دې تعريفونو مطلب دا دی چې د ښځوژنې مرتکب نارينه دی. بيا هم د سويلي اسيا د ښځو د حقوقو مدافعينو تعريف بدل دی، دوی وايي چې:«په قصدي ډول د سړي له خوا د يوې ښځې وژل کېدل يا د يوه سړي په ګټه د يوې ښځې له خوا د بلې ښځې وژل» ښځوژنه بلل کېږي. د دې په بېلګو کې د نارينه د خوښولو له امله ښځينه ماشومانو ته نه پاملرنه کول، همدا راز د مهر (جهيز/ولور) اړوند وژنه، په کوم کې چې د ښځې خسرګنۍ يوه ښځه د مهر په لانجه کې وژني. سربېره پر دې، « COST Action 1206 »  د ښځوژنې تعريفونه وړاندې کوي.[۲۰][۲۱]

سرچینې[سمول]

  1. "COST Action 1206 - Femicide". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Corradi, Consuelo; Marcuello-Servós, Chaime; Boira, Santiago; Weil, Shalva (9 July 2016). "Theories of femicide and their significance for social research". Current Sociology. 64 (7): 975–995. doi:10.1177/0011392115622256. S2CID 147080753. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Johnson, Holly; Eriksson, Li; Mazerolle, Paul; Wortley, Richard (2017-04-07). "Intimate Femicide: The Role of Coercive Control" (PDF). Feminist Criminology (په انګلیسي ژبه کي). 14 (1): 3–23. doi:10.1177/1557085117701574. hdl:10072/340081. ISSN 1557-0851. S2CID 152075981. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Stockl, H., Devries, K., Rotstein, A., Abrahams, M., Campbell, J., Watts, C., & Garcia Moreno, C. (2013). The global prevalence of intimate partner homicide: A systematic review. The Lancet, 382, 859-865. accessed 14 September 2019
  5. Marcuello-Servós, Chaime; Corradi, Consuelo; Weil, Shalva; Boira, Santiago (8 July 2016). "Femicide: A social challenge". Current Sociology. 64 (7): 967–974. doi:10.1177/0011392116639358. S2CID 147975338. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. "Femicide | Sciences Po Violence de masse et Résistance - Réseau de recherche". femicide.html (په فرانسیسی ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)[مړه لينکونه]
  7. . How China's One-Child Policy Led To Forced Abortions, 30 Million Bachelors. NPR.org.
  8. "The history of the term 'femicide' | Femicide in Canada". femicideincanada.ca. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. The Oxford English Dictionary, 2nd ed. (1989) p. 285
  10. Josie Kaye, Femicide, Online Encyclopedia of Mass Violence, [online], ISSN 1961-9898, published 3 November 2007, accessed 18 March 2013.
  11. García-Del Moral, Paulina (2018-05-11). "The Murders of Indigenous Women in Canada as Feminicides: Toward a Decolonial Intersectional Reconceptualization of Femicide". Signs: Journal of Women in Culture and Society. 43 (4): 929–954. doi:10.1086/696692. ISSN 0097-9740. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Russell, Diana. "Femicide." Crimes Against Women: Proceedings of the International Tribunal. Ed. Diana Russell and Nicole Van de Ven. www.dianarussell.com, Berkeley, California: Russell Publications, 1990. 104-108. Web. 18 Mar. 2013..
  13. Weil, Shalva (9 July 2016). "Making femicide visible". Current Sociology. 64 (7): 1124–1137. doi:10.1177/0011392115623602. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Palma-Solis, Marco; Vives-Cases, Carmen; Álvarez-Dardet, Carlos (2008). "Gender Progress and Government Expenditure as Determinants of Femicide". Annals of Epidemiology. 18 (4): 322–329. doi:10.1016/j.annepidem.2007.11.007. PMID 18374280. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Russell, Diana E.H. and Harmes, Roberta A, (Eds.), Femicide in Global Perspective New York: Teachers College Press, 2001, Ch. 2, p. 13-14
  16. Russell, Diana E.H. "The Origin and the Importance of the Term Femicide" Dec 2011 www.dianarussell.com, Accessed Mar 2013.
  17. Russell, Diana E.H. and Harmes, Roberta A, (Eds.), Femicide in Global Perspective New York: Teachers College Press, 2001, Ch. 2, p. 13-14
  18. Campbell, Jacquelyn; Runyan, Carol W. (24 July 2016). "Femicide". Homicide Studies. 2 (4): 347–352. doi:10.1177/1088767998002004001. S2CID 220196887. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ellis, Desmond and Walter Dekesedery. (1996). The wrong stuff: An introduction to the sociological study of deviance. Scaborough, Ontario: Allyn and Bacon.
  20. Russell, Diana E.H. and Harmes, Roberta A, (Eds.), Femicide in Global Perspective New York: Teachers College Press, 2001, Ch. 2, p. 13-14
  21. "COST Action 1206 - Femicide". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۹ مې ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ جولای ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)