د متحدینو لخوا اشغال شوې جرمني

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په دوهمه نړیواله جګړه کې د نازي جرمني د سقوط او ماتې څخه وروسته، بریالیو متحدینو د یوه ټول واک په توګه په جرمني باندې په ګډ واک او حاکمیت ټینګار وکړ، چې په ټوله کې د متحدینو لخوا اشغال شوې جرمني په توګه پېژندل کېده، د اودر-نایسه لیکې په لوېدیځ کې د پخوانۍ جرمني رایش ټولو سیمو په توګه تعریفېږي چې د نازي جرمني له منځه تلل یې د آډولف هېټلر په مرګ کې اعلان کړی دی (د برلین د ۱۹۴۵م کال اعلامیه). څلورو قدرتونو، «په ټوله کې جرمني» د اداري موخو لپاره د درې لوېدیځو متحدینو (متحده ایالتونه، برتانیا او فرانسه) او د شوروي اتحاد تر واک لاندې په څلورو اشغال شویو زونونو ووېشله. دا وېش د ۱۹۴۵م کال د آګسټ میاشت کې د پوتسډام په کنفرانس کې تصویب شو. د متحده ایالتونه، برتانیا او شوروي اتحاد لخوا د ۱۹۴۵م کال د فبروري کې د یالټا په کنفرانس کې دې څلور سیمو باندې توافق وشو او په ۱۹۴۴م کال په سپټامبر کې د لندن په پروټوکول کې سپارښت شوی د درې سیمو (له فرانسې پرته) مخکېنی ویش یې یوې خوا ته پرېښود.[۱]

ټولې سیمې چې له جګړې څخه مخکې د جرمني لخوا له اتریش او چکسلواکي څخه ضمیمه شوې وې بېرته هغو هېوادونه ته ور وګرځول شوې. د مېمل سیمه چې له جګړې څخه مخکې د جرمني له لورې له لیتوانیا څخه ضمیمه شوه، په ۱۹۴۵م کال کې د شوروي اتحاد له لورې ضمیمه شوه او لیتوانیایي SSR ته ولېږدول شوه. ټولې هغه سیمې چې له بلجیم، فرانسې، ایټالیا، لوګزامبورګ، پولنډ او یوګوسلاویا څخه د جرمني لخوا ضمیمه شوې وې بېرته هغو هېوادونو ته وروګرځول شوې.

په پوتسدام کې، په ۱۹۴۴م کال کې د لندن پروټوکول په اساس د پلان شویو اشغال شویو زونونو له انحراف سره، متحده ایالتونه، انګلستان او د شوروي اتحاد د آلمان د سولې په وروستني تړون کې دا تصویب کړه چې له جرمني څخه دې د اودر-نایس لیکې ختیځې سیمې د پولې له دقیقې لیکې سره جلا شي. تمه کېده چې دا تړون به ختیځې خوا ته د پولنډ پولې بدلون تایید کړي،‌ ځکه چې برتانیا او متحده ایالتونو ځانونه ژمن کړل ترڅو ختیځ آلمان به په دایمي توګه پولنډ او د شوروي اتحاد کې له شاملیدو‌ څخه ملاتړ وکړي. د ۱۹۴۵م کال له مارچ‌ څخه د ۱۹۴۵م کال تر جولای پورې، د جرمني دا پخوانۍ ختیځې سیمې د شوروي د اشغالګرو پوځي چارواکو ترنظر لاندې اداره کېدې، خو د پوتسدام له کنفرانس څخه وروسته هغه سیمې د پولنډ او شوروي غیر نظامي دولتونو ته وسپارل شوې او نور یې د متحدینو لخوا اشغال شوې جرمني برخه نه جوړوله.

په اروپا کې د جګړې په وروستیو اونیو کې، د متحده ایالتونو ځواکونه د راتلونکو اشغالي سیمو لپاره له موافقه شویو سرحدونو څخه، په ځینو سیمو کې تر ۳۲۰ کیلومټره (۲۰۰ مایله) پورې وړاندې لاړل. د دښمنیو په پای کې د متحده ایالتونو او شوروي ځواکونو ترمنځ رامنځته شوې تش په نامه د تماس کرښه، چې په عمده توګه د ۱۹۴۵م کال جولای کې د آلمان د داخلي مرز ختیځ کې جوړه شوې وه، موقتي وه. دوه میاشتې پس له هغه چې هغوی هغه سیمې چې شوروي ته ځانګړې شوې وې په واک کې لرلې، د متحده ایالتونو ځواکونه د ۱۹۴۵م کال د جولای په لومړیو ورځو کې شاته تګ وکړ. ځینې دې پایلې ته ورسېدل چې دا یو مهم حرکت وو چې د شوروي اتحاد یې قانع کړ چې آمریکایي، برتانوي او فرانسوي ځواکونو ته اجازه ورکړي ترڅو په برلین کې خپلو ځانګړو شویو برخو ته د ننه شي، چې کابو په هماغه وخت کې دا کار ترسره شو، که څه هم د اطلاعاتو راټولونې (د کاغذ نیووني عملیات) ته هم اړتیا یو فکټور کېدای شي. په ۱۹۴۹م کال کې د آلمان دوه ختیځ او لوېدیځ ایالتونه راڅرګند شول.[۲][۳]

د اشغال زونونه[سمول]

آمریکایي زون[سمول]

«د آمریکایي اشغال زون» دلته خپل مسیر بدلوي. په اتریش کې د زون لپاره، د متحدینو لخوا اشغال شوی اتریش وګورئ.

آمریکایي زون د آلمان په سویل کې د باواریا (د راین پالاتینات سیمې او د لینداو ناحیې پرته، چې دواړه د فرانسوي زون برخې دي) او هېسه (د رنیش هېسه او مونتاباور سیمو پرته، چې دواړه د فرانسوي زون برخې دي) په ویس بادن کې له یوې نوې پلازمینې سره، او د وورتمبرګ او بادن شمالي برخې شاملې وې. هغوی وورتمبرګ-بادن جوړ کړ او د اوسنۍ جرمني بادن-وورتمبرګ په شمالي برخو بدل شول چې په ۱۹۵۲م کال کې تاسیس شو.

د برمن (د وېزر سیند لاندې) او برمرهاون (د شمال سمندر په وېزر ساحل کې) بندرونه هم د متحده ایالتونو په غوښتنه د متحده ایالتونو تر کنټرول لاندې راغلل ترڅو په شمالي جرمني کې ځانګړی ځای ولري. د ۱۹۴۶م کال د اکټوبر په پای کې، آمریکایي زون په لاندې ډول نفوس درلود:

  • باواریا ۸.۷ میلیونه
  • هېسه ۳.۹۷ میلیونه
  • وورتمبرګ-بادن ۳.۶ میلیونه
  • برېمن ۰.۴۸ میلیونه[۴]

د آمریکا د پوځي دولت مرکزي دفتر د فرانکفورټ آم ماین کې د IG Farben پخوانۍ ودانۍ کې وو.

د نازي جرمنۍ رسنیو له بشپړ تړل کېدو وروسته، د ورځپاڼو کاملاً نویو سرلیکونو فعالیت او خپرېدو پیل وکړ چې د فعالیت اجازه په دقیقه توګه ټاکل شویو جرمني خپروونکو ته ورکول کېده. د دې ورځپاڼو جواز هغو جرمني وګړو ته ورکړل شو چې د نازيانو په تبلیغاتو کې ښکېل نه وو، لکه فرانکفورتر روندشاو (د ۱۹۴۵م کال آګسټ)، دېر تاګېشپیګل (برلین، د ۱۹۴۵م کال سپټمبر) او سودېچه زیتونګ (مونیخ، د ۱۹۴۵م کال اوکټوبر). د راډیو سټېشنونه د پوځي دولت لخوا اداره کېدلې. وروسته، د فرانکفورټ راډیو، د مونشن (مونیخ) راډیو او د اشټوټګارټ راډیو په ترتیب سره خپل ځایونه د هسیشر روندفونک، بایرایشر روندفونک او سودېچر روندفونک ته ورکړل. RIAS په لویدیځ برلین کې د متحده ایالتونو تر کنټرول لاندې راډیویي سټېشن پاتې شو.

برتانوي زون[سمول]

د ۱۹۴۵م کال په مې میاشت کې د برتانیا او کاناډا پوځ هالنډ آزاد کړ او شمالي جرمني یې فتح کړه. کاناډایي ځواکونه د جرمني له تسلیمېدو وروسته خپلو کورونه ته لاړل او شمالي جرمني یې پرېښوده ترڅو د برتانیا له لورې اشغال شي.

په راین کې د برتانیا پوځ د ۱۹۴۵م کال د آګسټ په ۲۵مه د برتانیا د ازادۍ پوځ څخه جوړ شو.[۵]

په جولای کې برتانیا له شوېرین، د مکلنبورګ پلازمینې، څخه چې څو اونۍ مخکې یې له آمریکایانو څخه نیولی وو، ووتل،‌ ځکه چې پخوا موافقه شوې وه چې باید د شوروي پوځ له لورې اشغال شي. د جرمني لپاره د د کنټرول کمیسون (برتانوي عنصر) (CCG/BE) د خپلې اشغال شوې سیمې ډېری برخې شوروي اتحاد ته وسپارلې – په ځانګړې توګه د هانوفر آمت نیوهاوس او د برانزویک ځینې سیمې او برخې، د بېلګې په توګه د بلانکنبورګ ښارګوټی، او د باربر-لیاشچینکو تړون له مخې یې د برتانوي هالشټین او شوروي مکلنبورګ ترمنځ ځیني کلي تبادله کړل.

د برتانیا اشغال شوي زون کې، CCG/BE د هامبورګ ښار د یو جرمني ایالت په توګه، خو له هغو پولو سره چې په ۱۹۳۷م کال کې د نازي دولت لخوا کښل شوې وې، بیاځلي تاسیس کړ. برتانویانو همدارنګه نوي جرمني ایالتونه هم جوړ کړل لکه:

  • شلسویګ-هالشټین – په ۱۹۴۶م کال کې د شلسویګ-هالشټین پروشیایي ولایت څخه راڅرګند شو؛
  • ښکته ساکسوني – په ۱۹۴۶م کال کې د هانوفر ایالت سره یوځای د برونسویک، اولدنبورګ او شوامبورګ-لیپه راڅرګندوونکی؛ او
  • شمالي راین-ویسټ فالیا – د لیپه او پروشیایي ولایتونو لکه راین لنډ (شمالي برخه) او ویسټ فالیا راڅرګندوونکی – ۱۹۴۶-۴۷ کالونو په اوږدو کې.

همدارنګه په ۱۹۴۷م کال کې، د آمریکا لخوا اشغال شوي زون چې په وچه کې وو او هیڅ بندري آسانتیاوې یې نه لرلې – له همدې کبله د برېمن آزاد هانسیتیک ښار او برېمرهاون د برتانیې تر اشغال لاندې سیمو باندې بدلې شوې.

د ۱۹۴۶م کال د اوکټوبر په پای کې، برتانوي زون په لاندې ډول نفوس درلود:

  • شمالي راین-ویسټ فالیا ۱۱.۷ میلیونه
  • ښکته ساکسوني ۶.۲ میلیونه
  • شلیسویګ-هالشټاین ۲.۶ میلیونه
  • هامبورګ ۱.۴ میلیونه[۶]

د برتانیا مرکزي دفتر په اصل کې له ۱۹۴۶م کال راهیسې په باد اوینهاوزن کې مېشت وو، خو په ۱۹۵۴م کال کې مونشن ګلادباخ ته ولېږدول شو چېرته چې د JHQ رینډاهلن په نوم پېژندل کېده.

سرچينې[سمول]

  1. States, United (1968). Treaties and Other International Agreements of the United States of America, 1776-1949: Multilateral, 1931-1945 (په انګلیسي ژبه کي). Department of State. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 9 July 1945 باندې). What Is to Be Done?. Time
  3. Knowles, Chris (29 January 2014). "Germany 1945–1949: a case study in post-conflict reconstruction". History & Policy. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "I. Gebiet und Bevölkerung". Statistisches Bundesamt. Wiesbaden.
  5. "I. Gebiet und Bevölkerung". Statistisches Bundesamt. Wiesbaden.
  6. "I. Gebiet und Bevölkerung". Statistisches Bundesamt. Wiesbaden.