د ستورو بیولوژي یا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ستورو بیولوژي، چې د Exobiology په نامه هم پیژندل کېږي، یوه ګڼ رشته اې علمي څانګه ده، چې په کاییناتو کې د ژوند پیل، ابتدايي تکامل، وېش او د ژوند راتلونکې مطالعه کوي. د ستورو بیولوژي څو اړخیزه ساحه ده، چې یو شمېر هغه ټاکونکي شرایط او احتمالي پېښې ارزوي، چې د هغو په وسیله ژوند رامنځته کېږي، وېشل کېږي او په نړۍ کې وده مومي. دا موضوع دا پوښتنه په پام کې نیسي، چې ایا له ځمکې نه بهر ژوند شته که نه، او که وي، نو څنګه انسانان کولای شي هغه کشف کړي.[۱][۲][۳]

د ستورو بیولوژي له مالیکولي بیولوژۍ، بیوفزیک، بیوکیمیا، کیمیا، ستورپوهنې، د نړۍ فزیکي پېژندنې، له لمر پورته سیارې یا exoplanetology، جیولوژي یا ځمکپوهنه، پیلونټولوژي یا لرغونپوهنه او اکنولوژي نه کار اخلي، ترڅو په نورې نړۍ کې د ژوند امکان وڅېړي او د بایوسفیرونو په پیژندلو کې چې ښايي د ځمکې له کرې سره توپیر ولري مرسته وکړي. د ژوند اصلي او ابتدايي تکامل د ستورو د بیولوژۍ د نظم یوه نه بېلېدونکې برخه ده. د ستورو بیولوژي موجوده ساینسي علوم تشریح کوي. د ستورو بیولوژي په لومړیو برخو کې هغه فرضیې ارزوي، چې په بشپړه توګه له موجوده علمي نظریو سره سمون لري.[۴][۵]

په دې متوسطې یا بین الرشته یي برخه کې د سیاروي سیسټمونو د اصل او پیلامې په هکله څیړنې، په فضا کې د عضوي ترکیباتو سرچینې، د کاربن-اوبو-ډبرو اړوند تعاملات، د سیارو د استوګنې وړتیاوې، د ژوند تشخیص لپاره د چاپېریالي امضاوو په هکله څېړنې او د ځمکې او فضا اړوندو ستونزو سره د ژوند د سازښت ظرفیت په هکله مطالعات شامل دي. [۶][۷][۸]

ښايي بایو کیمیا له لویې چاودنې نه وروسته، ۱۳،۸ میلیارده کاله مخکې پیل شوې وي، یعنې د استوګنې وړ دورې په لړ کې کله چې کایناتو یوازې ۱۰ تر ۱۷ میلیونه کاله عمر درلود. د پانسپرمیا فرضیې له مخې، مایکروسکوپي ژوند - میتیورایدونه یا شهابي ډبرې، سیارکونه یا استروایدونه او د شمسي نظام نور کوچني اجرام - ښايي په ټولې نړۍ کې موجود وي. د ۲۰۱۵ ز کال په اګست میاشت کې د خپرو شویو څېړنو له مخې ښايي ډېری لوی کهکشانونه د شیدو لارې د کوچنیو کهکشانونو په پرتله د استوګنې وړ سیارو د پیدا کولو او پراختیا په برخه کې ډیر ګټور وي. په هر حال، په کایناتو کې یوازینی ځای ځمکه ده، چې انسانان پرې پوهېږي چې د ژوند کولو وړ ده. د نورو ستورو په شاوخوا کې د استوګنې وړ سیمو یا زونونو اټکل، چې ځینې وخت د «طلایي سیمو یا ګولډیلاک زون» په نامه هم یادیږي، د زرګونو له لمره لیرې سیارو کشف او د ځمکې پر سر د شدیدو استوګنځیو په هکله نوي لیدلوري دا روښانوي، چې کېدای شي د نړۍ او کایناتو په کچه د استوګنې وړ ځایونه تر هغې کچې، چې اوسمهال او په تېره بیا دې وروستیو کې یې اټکل کېږي لا ډېر وي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]

د مریخ په سیارې کې اوسني متجسسه او زغم لرونکي مریخ پلټونکي د لرغوني ژوند د شواهدو او همدارنګه د پخوانیو سیندونو یا جهيلونو په هکله، چې ښايي د اوسېدلو وړ وي مطالعات کوي. د مریخ په سیارې کې د استوګنې وړتیا، تافونومي (فوسیلونو پورې اړوند) او عضوي مالیکولونو اړوندو شواهدو لټون اوسمهال د NASA او ESA له لومړنیو موخو نه دي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

ان که چیرې له ځمکې بهر د ژوند کولو چانس هیڅکله ونه موندل شي، ښايي د ستورو بیولوژي، نړیوال جوړښت یا ماهیت او د دوی په وسیله رامنځته شوي تکاملي لیدلوري، بیا هم دلته د ځمکې پر سر د اړوند پراخو  ګټو لامل شي. [۲۷]

عمومي کتنه[سمول]

دا اصطلاح د لومړي ځل لپاره د روسي (شوروي) ستور پیژندونکي ګاورییل تیخوف Gavriil Tikhov له خوا په ۱۹۵۳ز کال کې وړاندې شوه. د ستورو بیولوژي په ایتمولوژیک ډول د یوناني ژبې له (ἄστρον) کلیمې یعنې د «غړوسکي ستوري یا برج ستوري»، (βίος, bios,) یعنې «ژوند» او (-λογία، -logia) یعنې علم او مطالعې نه اخیستل شوې دي، چې د بېلابېلو ستوربیولوژۍ مترادفونه دي؛ په دې توګه مترادفات د هغو مهمو علومو په تړاو جوړ شوي، چې د یادې برخې په پراختیا کې مهم رول لوبولی و: لکه ستورپوهنه او بیولوژي، چې د اګزوبیولوژي exobiology نېږدې مترادف دی، چې د یوناني له (Έξω) یعنې «بیرونی»،(Βίος, bios,) یعنې «ژوند» او (λογία, -logia, study.) یعنې علم نه اخیستل شوی دی. د اګزوبیولوژي Exobiology اصطلاح د مالیکولي بیولوژیست او د نوبل جایزې ګټونکي جوشوا لدربرګ په وسیله رامنځته شوه. داسې اټکل کېږي چې اګزوبیولوژي Exobiology له ځمکې نه بهر د ژوند لټون په برخه کې محدوده ساحه لري، حال دا چې د ستورو بیولوژي موضوع پراخه ده او د ژوند او نړۍ یا کایناتو تر منځ اړیکه ارزوي، چې د فضایي ژوند لټون او همدا راز په ځمکه کې د ژوند سرچینه، تکامل او حدود هم مطالعه کوي، یوه بله اصطلاح چې په تیرو وختونو کې کارول کېده، پردي یا بیګانه پېژندنه یا زنوبیولوژي xenobiology، «د بهرنیانو د چاپېریال یا بیولوژي پېژندنه» هغه کلیمه ده، چې په ۱۹۵۴ ز کال کې د علمي تخیلي لیکوال رابرت هاینلین په وسیله په خپل اثر «ستوریز څاروی The Star Beast» کې وکارول شوه. د زونوبیولوژي یا xenobiology اصطلاح اوسمهال په ډیرې تخصصي معنی سره «د بهرنۍ کیمیا پر بنسټ بیولوژي» په معنی کارول کېږي، البته کله چې له ځمکې بهر یا د ځمکې اړوند (احتمالاً مصنوعي) منشاء ولري. لکه څنګه چې په لابراتوار کې د ژوند ځینو پروسو لپاره د کیمیا بدیل مترادفونه رامنځته شوي، نو بېګانه پېژندنه یا زینبیولوژي اوسمهال د یوې موجودې موضوع په توګه ګڼل کېږي. [۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

په داسې حال کې چې دا یوه نوې رامنځته شوې او مخ پر ودې برخه ده، دا پوښتنه چې ایا د نړۍ په بل ځای کې هم د ژوند کولو امکان شته؟ یوه د تایید وړ فرضیه ده او له همدې امله د علمي څېړنې یوه باوري کرښه ده. که څه هم یو وخت به د علمي څېړنو له اصلي بهیر نه بهر ګڼل کېده، د ستورو بیولوژي د مطالعې اړوند په یوې رسمي څانګې بدله شوې ده. د سیارې پیژندنې عالم دیوید ګرینسپون ستوربیولوژي د طبیعي فلسفې یوه برخه بولي، چې په پېژندل شویو علمي نظریو کې د نامعلومو نظریو لپاره اټکلونه جوړوي. د اګزوبیولوژي په برخه کې د ناسا لېوالتیا لومړی د متحده ایالاتو د فضایي برنامې له ودې او پراختیا سره پیل شوه. په ۱۹۵۹ ز کال کې ناسا NASA خپله لومړنۍ exobiology پروژه تمویل کړه او په ۱۹۶۰ ز کال کې ناسا NASA د Exobiology پروګرام رامنځته کړ، چې اوسمهال د ناسا د اوسني ستوربیولوژي د پروګرام د څلورو اصلي عناصرو له ډلې څخه دی. په ۱۹۷۱ ز کال کې ناسا NASA له ځمکې بهر د پراخې پوهې او ځیرکتیا (SETI) لټون تمویل کړ، ترڅو د ستورو د خپل منځي اړیکو لپاره د بریښنایي مقناطیسي طیف رادیویي فریکونسۍ ولټوي، چې د لمریز سیسټم نه بهر د فضایي ژوند په وسیله لیږدول کېږي. مریخ ته د ناسا د وایکینګ ماموریتونه، چې په ۱۹۷۶ ز کال کې پیل شول، په مریخ کې د اوسني ژوند د میټابولیزم لټون لپاره یې درې بیولوژيکي ازمایښتونه لرل. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵]

د ستوربیولوژي اړوند چاپېریال پېژندنې، مشاهدوي ستوربیولوژۍ او د ځمکې په خورا سخت چاپېریال کې د ودې لپاره د فوق العاده وړتیا لرونکو بېلابېلو اکستروموفیلونو د کشف کولو په برخه کې پرمختګونه د دې اټکلونو لامل شوو، چې کېدای شي د کایناتو په ډېریو فضايي اجسامو کې وده وکړي. د اوسنۍ ستوربیولوژي اړوند څیړنو ځانګړی تمرکز،  په مریخ کې د ژوند کولو امکان ده هغه هم ددې له کبله چې دا سیاره ځمکې او د ځمکې تاریخ ته ډېره نږدې ده. ډېری شواهد شتون لري چې، دا ښيي چې مریخ تر دې وړاندې په خپله سطحه کې د پام وړ په کچې اوبه لرلې دي او اوبه د کاربن پر بنسټ د ژوند د پراختیا او ودې لپاره د یو اړین پیل په توګه ګڼل کېږي. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

هغه ماموریتونه چې په ځانګړې توګه په مریخ کې د اوسني ژوند لټون په موخه ترسره شوي وو، د وایکینګ او څېړونکي بېګل برنامې وې، د وایکینګ ترلاسه شوې پایلې قطعي نه وې او بېګل ځمکې ته له راښکته کېدو ۲ دقیقې وروسته ناکام شو. د ستوربیولوژي په برخې کې یو پیاوړی راتلونکی ماموریت کولای شي د مشتري یخ لرونکو سیارو اړوند یو مدار وي، چې د مشتري د سیارو چې ـ ځینې یې کېدای شي مایع اوبه ولري ـ د مطالعې لپاره چمتو شوي وي. د ۲۰۰۸ ز کال په وروستیو کې فونیکس په مریخ کې د مایکروبیل ژوند د تیرې او اوسنۍ سیارې استوګنې لپاره چاپیریال او د اوبو تاریخچه یې په هغه ځای کې وڅېړله. [۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. "About Astrobiology". NASA Astrobiology Institute. NASA. 21 January 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اکتوبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. von Hegner, Ian (2021). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The indeterminacy bottleneck: Implications for habitable worlds"]. Acta Biotheoretica 70 (1). 
  3. Kaufman, Marc. "A History of Astrobiology". NASA. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ward, P. D.; Brownlee, D. (2004). The life and death of planet Earth. New York: Owl Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8050-7512-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. "Origins of Life and Evolution of Biospheres". Journal: Origins of Life and Evolution of Biospheres. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 29 March 2016 باندې). Release of the First Roadmap for European Astrobiology. European Science Foundation. Astrobiology Web
  7. (په 18 December 2015 باندې). Mapping Saturn's Moons. The New York Times.
  8. (په 4 October 2012 باندې). How the search for aliens can help sustain life on Earth. CNN News.
  9. Loeb, Abraham (October 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Habitable Epoch of the Early Universe"]. International Journal of Astrobiology 13 (4): 337–339. doi:10.1017/S1473550414000196. Bibcode2014IJAsB..13..337L. 
  10. (په 2 December 2014 باندې). Much-Discussed Views That Go Way Back – Avi Loeb Ponders the Early Universe, Nature and Life. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  11. Rampelotto, P.H. (2010). "Panspermia: A Promising Field of Research" (PDF). Astrobiology Science Conference. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ ډيسمبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Reuell, Peter (8 July 2019). "Harvard study suggests asteroids might play key role in spreading life". Harvard Gazette (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Choi, Charles Q. (21 August 2015). "Giant Galaxies May Be Better Cradles for Habitable Planets". Space.com. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ اگسټ ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Graham, Robert W. (February 1990). "NASA Technical Memorandum 102363 – Extraterrestrial Life in the Universe". NASA (Lewis Research Center, Ohio). https://ntrs.nasa.gov/archive/nasa/casi.ntrs.nasa.gov/19900013148_1990013148.pdf. Retrieved 7 July 2014. 
  15. Altermann, Wladyslaw (2008). "From Fossils to Astrobiology – A Roadmap to Fata Morgana?". In Seckbach, Joseph; Walsh, Maud (المحررون). From Fossils to Astrobiology: Records of Life on Earth and the Search for Extraterrestrial Biosignatures. 12. د کتاب پاڼې xvii. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4020-8836-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Horneck, Gerda; Petra Rettberg (2007). Complete Course in Astrobiology. Wiley-VCH. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-527-40660-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 18 November 2013 باندې). Are We Alone in the Universe?. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  18. "BBC Solar System – Earth orbits in the Goldilocks zone". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ جولای ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. (په 22 February 2016 باندې). What is the Goldilocks Zone and why does it matter in the search for ET?. ABC News.
  20. (په 4 November 2013 باندې). Far-Off Planets Like the Earth Dot the Galaxy. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  21. Petigura, Eric A.; Howard, Andrew W.; Marcy, Geoffrey W. (31 October 2013). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Prevalence of Earth-size planets orbiting Sun-like stars"]. Proceedings of the National Academy of Sciences of the United States of America 110 (48): 19273–19278. doi:10.1073/pnas.1319909110. PMID 24191033. Bibcode2013PNAS..11019273P. 
  22. (په 4 November 2013 باندې). Milky Way may host billions of Earth-size planets. Los Angeles Times.
  23. Grotzinger, John P. (24 January 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Introduction to Special Issue – Habitability, Taphonomy, and the Search for Organic Carbon on Mars"]. Science 343 (6169): 386–387. doi:10.1126/science.1249944. PMID 24458635. Bibcode2014Sci...343..386G. 
  24. Various (24 January 2014). "Exploring Martian Habitability – Table of Contents". Science 343 (6169): 345–452. http://www.sciencemag.org/content/343/6169.toc#SpecialIssue. Retrieved 24 January 2014. 
  25. Various (24 January 2014). "Special Collection Curiosity – Exploring Martian Habitability". Science. http://www.sciencemag.org/site/extra/curiosity/. Retrieved 24 January 2014. 
  26. Grotzinger, J.P. (24 January 2014). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "A Habitable Fluvio-Lacustrine Environment at Yellowknife Bay, Gale Crater, Mars"]. Science 343 (6169): 1242777. doi:10.1126/science.1242777. PMID 24324272. Bibcode2014Sci...343A.386G. 
  27. Crawford, I. A. (2018). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Widening perspectives: The intellectual and social benefits of astrobiology (regardless of whether extraterrestrial life is discovered or not)"]. International Journal of Astrobiology 17 (1): 57–60. doi:10.1017/S1473550417000088. Bibcode2018IJAsB..17...57C. 
  28. Cockell, Charles S. (2001). "'Astrobiology' and the ethics of new science". Interdisciplinary Science Reviews 26 (2): 90–96. doi:10.1179/0308018012772533. https://www.researchgate.net/publication/42790151. 
  29. Launching a New Science: Exobiology and the Exploration of Space The National Library of Medicine.
  30. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Xenobiology"]. Science 134 (3473): 223–225. 21 July 1961. doi:10.1126/science.134.3473.223. PMID 17818726. Bibcode1961Sci...134..223H. 
  31. Markus Schmidt (9 March 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Xenobiology: A new form of life as the ultimate biosafety tool"]. BioEssays 32 (4): 322–331. doi:10.1002/bies.200900147. PMID 20217844. 
  32. Livio, Mario (15 February 2017). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Winston Churchill's essay on alien life found"]. Nature 542 (7641): 289–291. doi:10.1038/542289a. PMID 28202987. Bibcode2017Natur.542..289L. 
  33. (په 15 February 2017 باندې). Winston Churchill Wrote of Alien Life in a Lost Essay. The New York Times.کينډۍ:Cbignore
  34. Grinspoon 2004
  35. Steven J. Dick; James E. Strick (2004). The Living Universe: NASA and the Development of Astrobiology. New Brunswick, NJ: Rutgers University Press. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Parker, T.; Clifford, S. M.; Banerdt, W. B. (2000). "Argyre Planitia and the Mars Global Hydrologic Cycle". Lunar and Planetary Science XXXI: 2033. Bibcode2000LPI....31.2033P. http://www.lpi.usra.edu/meetings/lpsc2000/pdf/2033.pdf. 
  37. Heisinger, H.; Head, J. (2002). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Topography and morphology of the Argyre basin, Mars: implications for its geologic and hydrologic history"]. Planet. Space Sci. 50 (10–11): 939–981. doi:10.1016/S0032-0633(02)00054-5. Bibcode2002P&SS...50..939H. 
  38. Tyson, Peter (4 January 2004). "Life's Little Essential". PBS.org. PBS. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Reuell, Peter (8 July 2019). "Harvard study suggests asteroids might play key role in spreading life". Harvard Gazette (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ سپټمبر ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The Viking Biological Investigation: Preliminary Results"]. Science 194 (4260): 99–105. 1 October 1976. doi:10.1126/science.194.4260.99. PMID 17793090. Bibcode1976Sci...194...99K. 
  41. (په 16 January 2015 باندې). Lost Beagle2 probe found 'intact' on Mars. BBC.