د برېتانوي هند تاريخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له د بریتانوي راج تاریخچه نه مخ گرځېدلی)

په ۱۸۵۷ زکال کې د هند له پاڅون وروسته د بریتانیا دولت د هند د چارو مدیریت پر غاړه واخیست، څو بریتانوي راج تاسیس کړي. بریتانوي راج له ۱۸۵۸ زکال څخه تر ۱۹۴۷ زکال پورې د هند په نیمه لویه وچه باندې د بریتانیا د ۸۹ کلن اشغال پر مهال رامنځته شو. دغه حکومتي سیسټم په ۱۸۵۸ زکال کې وروسته له هغه واکمن شو چې د هند واګې د ختیځ هند له شرکت څخه د بریتانیا سلطنت او شخصا ملکې ویکټوریا ته اړوندې شوې.

بریتانوي راج تر ۱۹۴۷ زکال پورې دوام وکړ، هغه مهال چې بریتانیا ته اړوند هند د هند او پاکستان په دوه خپلواکو قلمروونو او همدارنګه څو نوابي ایالتونو وویشل شو چې نوابي ایالتونو واک درلود له یادو دوو قلمروونو څخه یو غوره کړي. یوازې له جامو او کشمیر پرته نور ټول نوابي ایالتونه له هند او یا هم له پاکستان سره یوځای شول. په وروستیو شېبو کې جامو او کشمېر هم دې پرېکړې ته ورسېد چې له هند سره د الحاق کېدو سند لاسلیک کړي. دغه دواړه قلمروونه بیا وروسته د هند په جمهوریت او د پاکستان په اسلامي جمهوریت واوښتل (د پاکستان نیمه ختیځه برخه بیا وروسته د بنګلادېش د خلکو جمهوریت شو). د هند د سترواکۍ په ختیځه برخه کې د برما ایالت هم په ۱۹۳۷ زکال کې جلا مستعمره وګرځېد چې بیا په ۱۹۴۸ زکال کې خپلواک شو.

د ختیځ هند شرکت په پیل کې یو انګریزي او بیا بریتانوي سهامي شرکت و. دغه شرکت د هند په سمندر کې سوداګري پیل کړه چې په پیل کې یې خپله سوداګري له مغولي هند او ختیځ هند سره کوله او بیا یې وروسته چینګي چین ته هم پراخه کړه. دغه شرکت بالاخره د هند د نیمه لویې وچې د زیاتې برخې کنټرول په لاس کې واخیست، د سویل ختیځې اسیا یو شمېر برخې یې تر استعمار لاندې راوړې او له چینګي چین سره یې له جګړې وروسته هانګ کانګ هم خپله مستعمره وګرځاوه. [۱]

د کورواکۍ د دورې پیل[سمول]

په بریتانوي هند کې د کورواکۍ اړوند لومړني ګامونه د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې د بریتانیا نایب السلطنت ته د سلا ورکولو په موخه د هندي سلاکارانو په ګمارنې او همدارنګه د هندي غړو په لرلو سره د ایالتي شورا ګانو په جوړېدو واخیستل شول. ورپسې بریتانیا په ۱۸۹۲ زکال کې د هندي شوراګانو د قانون په معرفي کولو سره په مقننه شوراګانو کې د هندیانو ګډون ته پراختیا ورکړه. همدارنګه یې د ښاروالیو شوراګانې او سیمه ئیزې شوراګانې جوړې کړې چې په دغو کې منتخب هندي غړي شامل وو.

۱۹۰۹ زکال ته اړوند د هندي شوراګانو قانون یا د مورلي – مینټو اصلاحاتو (جان مورلی د هند لپاره د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر و او څلورم ارل مینټو، ګیلبرټ الیوت هم د هند وایسرا یا نایب السلطنت و) – په مرکزي او ایالتي مقننه شورا ګانو کې هندیانو ته یو لړ محدودې واګې ورکړې. ورته مهال یو شمېر هندیانو له مخکې څخه مقننه شوراګانو ته لار موندلې وه، خو له اصلاحاتو وروسته نورو هم ورته لار ومونده. په مرکز کې بیا د شوراګانو ډیری غړي دولتي چارواکي و او نایب سلطنت هېڅکله هم د مقننې قوې پر وړاندې ځواب ویونکی نه و. په ایالتي کچه منتخب غړي له غیر رسمي منصوبینو سره یوځای له منصوب شوو چارواکو زیات و، خو د مقننې قوې پر وړاندې د والي یا ګورنر مسئولیتونه په پام کې نه و نیول شوي. مورلي د بریتانیا پارلمان ته د دغه قانون په وړاندې کولو سره څرګنده کړه چې پارلماني کورواکي د بریتانیا د دولت موخه نه ده.

د مورلي – مینټو اصلاحات د عطف ټکی و. په دې سره د هند په مقننه شوراګانو کې ټاکنیز اصل معرفي شو. ورته مهال «د رایو ورکړه» د لوړې طبقې هندیانو کوچنۍ ډلې ته محدودېده. دغه منتخب غړي په مخ پر زیاتوالي ډول د «رسمي دولت» په اپوزیسیون واوښتل. ورپسې اشتراکي رایه ورکوونکو نورو ټولنو ته هم پراختیا ومونده او د مذهب له لارې د ډلو په پېژندو کې د هندي لیدلوري په سیاسي عامل واوښتل.

د واک لېږد[سمول]

د آل انډیا آزاد مسلم کنفرانس په نامه غونډه د ۱۹۴۰ زکال په اپرېل میاشت کې په ډهلي کې جوړه شوه څو د یو خپلواک او متحد هند له جوړېدو ملاتړ اعلان کړي. په دغه کنفرانس کې د هند څو اسلامي سازمانونو او همدارنګه ۱۴۰۰ ملت پالو مسلمانو استازو ګډون کړی و. د آل انډیا مسلم لیګ په نامه د جلا غوښتونکو ملاتړي ګوند هڅه وکړه څو ملت پاله مسلمانان چې د هند د تجزیې مخالف و د «ویرولو او وحشت» پر مټ غلي کړي. همدا و چې د آل انډیا آزاد مسلم کانفرانس د مشر، الله بخش سومرو ترور مرسته وکړه؛ د آل انډیا مسلم لیګ ډله په اسانۍ سره د پاکستان د جوړېدو غوښتنه وکړي. [۲][۳][۴][۵]

د ۱۹۴۶ زکال په جنوري میاشت کې د هند د وسله والو ځواکونو په کتار کې یو لړ پاڅونونه شول؛ دغه پاڅونونه د سلطنتي هوايي ځواک څخه پیل شول ځکه چې هغوی بریتانیا ته په بېرته ګرځېدو کې له ځنډ څخه ناهیلي شوي و. دغه پاڅونونه د ۱۹۴۶ زکال په فبروري میاشت کې د هند د سمندري پوځ د پاڅون او ورپسې په کلکته، مدراس او کراچۍ کې د پاڅونونو له امله خپل اوج ته ورسېدل. له دې سره چې پاڅونونه په ډېرې چټکۍ سره وځپل شول، خو په هند کې یې پام وړ عامه ملاتړ وموند او له امله یې د بریتانیا د نوي کارګر دولت په پرېکړو کې پام وړ تغیر راغی. ورته مهال د بریتانیا حکومت د هند لپاره د بهرنیو چارو د وزیر لارډ پتیک لارنس په مشرۍ یو پلاوی ولېږه؛ په دغه پلاوي کې سټافورډ کرېپس هم شامل و چې څلور کاله وړاندې یې یوځل هند ته سفر کړی و. [۶]

سربېره پر دې د ۱۹۴۶ زکال په لومړیو کې په هند کې نوې ټاکنې وشوې چې په هغو کې کانګرس ګوند له یوولسو ایالتونو څخه د اتو ایالتونو ټاکنې وګټلې. ورته مهال د کانګرس او مسلم لیګ ترمنځ د وېش پر سر مذاکره ناکامه شوه. جناح د ۱۹۴۶ زکال د اګست ۱۶مه نېټه په بریتانوي هند کې د یو مسلمان قلمرو د غوښتنې لپاره د سوله ئیز مستقیم اقدام د ورځې په توګه اعلان کړه. راتلونکې ورځ په کلکته کې د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ جنجالونه پیل شول چې په چټکۍ سره یې ټول هند ته پراختیا ومونده. په داسې حال کې چې د هند دولت او کانګرس ګوند دواړه د دغو پېښو د بهیر تر اغېز لاندې راغلي و، کانګرس ګوند د جواهر لعل نهرو په مشرۍ د لنډ مهالي حکومت اعلان وکړ چې نهرو په کې د متحد هند د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. [۷]

د همدغه کال په وروستیو کې د بریتانیا کارګر دولت چې خزانه یې د دویمې نړیوالې جګړې له امله تشه شوې وه، هوډ یې وکړ چې په هند کې د بریتانیا واکمنۍ ته پای ټکی کېږدي؛ همدا و چې د ۱۹۴۷ زکال په لومړیو کې یې د ۱۹۴۸ زکال تر جون میاشتې پورې د واک د لېږد لپاره خپل هوډ اعلان کړ.

خپلواکۍ ته په نږدې کېدو سره د هندوانو او مسلمانانو ترمنځ تاوتریخوالو په پنجاب او بنګال ایالتونو کې په بې وقفې ډول دوام وموند. له دې امله چې د بریتانیا پوځ د تاوتریخوالي احتمالي زیاتوالي ته چمتوالی نه درلود، نوي نایب السلطنت لوئیس مونټباټن د واک د لېږد نېټه رامخکې کړه او د خپلواکۍ د دوه اړخیزې طرحې د جوړېدو لپاره یې له شپږو میاشتو څخه لنډه موده وټاکله. د ۱۹۴۷ زکال په جون میاشت کې ملت پاله مشرانو له دې ډلې نهرو او ابوالکلام آزاد د کانګرس ګوند په استازولۍ، جناح د جلا غوښتونکو د ملاتړي مسلم لیګ ګوند په استازولۍ، بهیمراورامجي امبېدکار د ډالیټ یا نه لمس کېدونکې ټولنې په استازولۍ او ماسټر تارا سېنګ د سکانو په استازولۍ هوکړه وکړه چې هېواد د ګاندي د لیدلوري پر خلاف ووېشي. ورته مهال تجزیې ته په نږدې کلونو کې د هند د جلا غوښتونکو ملاتړي مسلم لیګ ګوند د لویدیځ پنجاب څخه هندوان او سېکان له تاوتریخوالي څخه په کار اخیستو ویستلي وو.[۸]

په میلیونونو مسلمان، سېک او هندو کډوال له نویو ترسیم شوو پولو واوښتل. په پنجاب کې چېرې چې نوو پولو د سېکانو سیمې په دوه برخو وېشلې وې، په پریمانه کچه وینه وبهېده. په بنګال او بېهار کې چې ګاندي هلته د خلکو په افکارو کار کړی و؛ تاوتریخوالو په کې په محدوده کچه شتون درلود. په ټولیزه توګه د نویو پولو دواړو خواوو ته د تاوتریخوالو له امله له ۲۵۰ زره څخه تر ۵۰۰ زره کسان ووژل شول. د ۱۹۴۷ زکال د اګست په ۱۴مه نېټه پاکستان تاسیس شو او محمد علي جناح د هغو د لومړني مشر په توګه په کراچۍ کې لوړه وکړه. راتلونکې ورځ د ۱۹۴۷ زکال د اګست په ۱۵مه نېټه هند چې اوس د هند له اتحادیې څخه ډېر کوچنی شوی و، په نوي ډهلي کې د یو لړ رسمي مراسمو پر مهال په یو خپلواک هېواد واوښت او جواهر لعل نهرو د لومړي وزیر په توګه د هغو مشري پر غاړه واخیسته؛ ورته مهال نایب السلطنت لوئیس مونټباټن په دغه هېواد کې د لومړي ګورنر جنرال په توګه پاتې شو. [۹]

سرچينې[سمول]

  1. The Dutch East India Company was the first to issue public stock.
  2. Qasmi, Ali Usman; Robb, Megan Eaton (2017). Muslims against the Muslim League: Critiques of the Idea of Pakistan (په انګلیسي ژبه کي). Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 2. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781108621236. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Haq, Mushir U. (1970). Muslim politics in modern India, 1857-1947 (په انګلیسي ژبه کي). Meenakshi Prakashan. د کتاب پاڼې 114. This was also reflected in one of the resolutions of the Azad Muslim Conference, an organization which attempted to be representative of all the various nationalist Muslim parties and groups in India. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Ahmed, Ishtiaq (27 May 2016). "The dissenters" (په انګلیسي ژبه کي). The Friday Times. However, the book is a tribute to the role of one Muslim leader who steadfastly opposed the Partition of India: the Sindhi leader Allah Bakhsh Soomro. Allah Bakhsh belonged to a landed family. He founded the Sindh People’s Party in 1934, which later came to be known as ‘Ittehad’ or ‘Unity Party’. ... Allah Bakhsh was totally opposed to the Muslim League’s demand for the creation of Pakistan through a division of India on a religious basis. Consequently, he established the Azad Muslim Conference. In its Delhi session held during April 27–30, 1940 some 1400 delegates took part. They belonged mainly to the lower castes and working class. The famous scholar of Indian Islam, Wilfred Cantwell Smith, feels that the delegates represented a ‘majority of India’s Muslims’. Among those who attended the conference were representatives of many Islamic theologians and women also took part in the deliberations ... Shamsul Islam argues that the All-India Muslim League at times used intimidation and coercion to silence any opposition among Muslims to its demand for Partition. He calls such tactics of the Muslim League as a ‘Reign of Terror’. He gives examples from all over India including the NWFP where the Khudai Khidmatgars remain opposed to the Partition of India. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ali, Afsar (17 July 2017). "Partition of India and Patriotism of Indian Muslims" (په انګلیسي ژبه کي). The Milli Gazette. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (Judd 2004, pp. 172–173)
  7. (Judd 2004, p. 172)
  8. Abid, Abdul Majeed (29 December 2014). "The forgotten massacre". The Nation. On the same dates, Muslim League-led mobs fell with determination and full preparations on the helpless Hindus and Sikhs scattered in the villages of Multan, Rawalpindi, Campbellpur, Jhelum and Sargodha. The murderous mobs were well supplied with arms, such as daggers, swords, spears and fire-arms. (A former civil servant mentioned in his autobiography that weapon supplies had been sent from the NWFP and money was supplied by Delhi-based politicians.) They had bands of stabbers and their auxiliaries, who covered the assailant, ambushed the victim and disposed of his body if necessary. These bands were monetarily subsidized by the Muslim League, and cash payments were made to individual assassins based on the numbers of Hindus and Sikhs who they had killed. There were also regular patrolling parties in jeeps which went about sniping and picking off any stray Hindus and Sikhs. ... Thousands of non-combatants including women and children were killed or injured by mobs, supported by the All India Muslim League. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. (Khosla 2001, p. 299)