د ایټالیا سلطنت (پاچهي)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

د ایټالیا سلطنت (پاچهي)(په ایتالوي ژبه: Regno d’Italia) یو دولت و، چې له ۱۸۶۱ ز کال راهیسې، له هغه وخت نه چې دویم ویکتور امانوئل د ساردینیا پاچا، د ایټالیا پاچا په توګه اعلان شو، پیل او تر ۱۹۴۶ ز کاله پورې یې دوام درلود، یعنې کله چې مدني نارضایتي د دې لامل شوه، چې د سلطنت پرېښودو او حکومت جوړولو لپاره اداري ټول پوښتنه رامنځته کړي. د ایټالیا عصري جمهوري دولت د (Risorgimento) په پایله کې د ساردینیا ساووی د مشرۍ لاندې سلطنت تر اغېزې لاندې رامنځته شو، چې د مخکیني دولت د قانوني ایالت په توګه ګڼل کېدای شي.

ایټالیا په ۱۸۶۶ ز کال کې له پروشیا سره په اتحاد کې د اطریش په وړاندې د جګړې اعلان وکړ او د دوی له بریا وروسته یې د وینټو سیمه ترلاسه کړه. ایتالوي پوځیان په ۱۸۷۰ ز کال کې روم ته ننوتل او په دې توګه یې تر۱۰۰۰ کلونو زیات د پاپ موقتي واک پای ته ورساوه. ایټالیا په ۱۸۸۲ ز کال کې د استعماري پراختیاوو په اړه له فرانسې هېواد سره د قوي اختلافاتو وروسته د المان سترواکۍ او د اطریش – مجارستان له سترواکۍ سره درې اړخیزه اتحاد ته ننوت. په دې توګه آن که له برلین سره اړیکې خورا دوستانه هم کېدلې، له ویانا سره اتحاد په بشپړه توګه رسمي پاتې کېده، ځکه چې ایتالویان دې ته لېوال وو، چې ترینتینو او تریست سیمې ترلاسه کړي، یعنې د اطریش – مجارستان هغه سیمې، چې ډېر ایتالوي جمعیت یې درلود. له همدې امله د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې، ایټالیا له متحدو قدرتونو سره د یوځای کېدو لپاره د بریتانیې بلنه ومنله، ځکه چې لوېدیځو قدرتونو د ایټالیا د بې طرفۍ په بدل کې دا ژمنه وکړه، چې د ګډون لپاره به ځمکنی جبران (د اطریش - مجارستان په لګښت) ورکوي، چې دا وړاندیز د ویانا د وړاندیز په پرتله ډېر ګټور و. په جګړه کې د ایټالیا سوبه د دې لامل شوه، چې د ملګرو ملتونو په شورا کې دایمي چوکۍ تر لاسه کړي.

«فاشیستي ایټالیا» له ۱۹۲۲ نه تر ۱۹۴۳ ز کلونو پورې د ملي فاشیست ګوند د حکومت دوره وه، چې بینیتو موسولیني یې د حکومت مشر و. فاشیستانو ټولواکه واکمني تحمیل کړه او په دې توګه یې سیاسي او فکري اپوزیسیون مات کړ. په ورته وخت کې اقتصادي مدرنیزاسیون، دودیزه ټولنیز ارزښتونه او د روم کاتولیک کلیسا سره یو ځای کېدل یې دود کړل. د پاین (۱۹۹۶ز کال) په وینا:« فاشیستی حکومت له څو نسبتاً جلا پړاوونو نه تېر شو». لومړی پړاو (۱۹۲۳ – ۱۹۲۵ ز کلونو پورې) د « قانوني تنظیم شوې اجرائیوي ډیکتاتورۍ» پړاو و، چې تر ډېره د پارلماني سیستم دوام و. بیا دویم پړاو راغی، چې« له ۱۹۲۵ ز کال نه تر ۱۹۲۹ ز کاله پورې د خپلې فاشیستي ډیکتاتورۍ د جوړولو دوره» وه. درېیم پړاو له کمې اندازې فعالیت سره و، چې له ۱۹۲۹ ز کال نه تر ۱۹۳۴ ز کاله پورې وو. څلورم پړاو له ۱۹۳۵ کال نه تر ۱۹۴۰ ز کاله پورې له یوه تهاجمی بهرني سیاست سره وښودل شو: د ایتوپیا په وړاندې جګړه د ایتالیې اریتریا او ایټالیې سومالي لیند برخو نه پیل شوه، چې پایله يې له ایټالیا سره د یادې سیمې تړل کېدل، د ملګرو ملتونو له لیګ سره ټکر(چې د اقتصادي بندیزونو لامل کېږي) مخ پر ودې اقتصادي استبداد او د پولاد تړون لاسلیکول و. له ۱۹۴۳ نه تر ۱۹۴۵ ز کلونو پورې خپله جګړه د خپلو ناورینونو او ماتې سره پنځم پړاو و، حال دا چې د المان تر کنترول لاندې د سالو حکومت وروستی پړاو (۱۹۴۳ تر ۱۹۴۵ ز کلونه) و.[۱][۲]

فاشیستي ایټالیا په دویمه نړیواله جګړه کې د محور قدرتونو یو مخکښ غړی و. په ۱۹۴۳ ز کال کې په زیاتره جبهاتو کې د المان او ایټالیا ماتې او په سیسيلي کې د متحدینو بیا راتګ د فاشیستي رژیم د سقوط لامل شو او موسولیني د پاچا ویکټور درېیم امانویل په امر ونیول شو. نوي حکومت د ۱۹۴۳ ز کال په سپټمبر میاشت کې له متحدینو سره د اوربند یو تړون لاسلیک کړ. د جرمني ځواکونو شمالي او مرکزي ایټالیا ونیوله او د ایټالیا ټولنیز جمهوریت یې رامنځته کړ، یو همکار لاسپوڅی دولت چې لا هم د موسولیني او د هغه فاشیستي وفادارانو له خوا رهبري کېده. په پایله کې دا هېواد یوې کورنۍ جګړې ته ننوت، د ایټالیا د جنګ همغږی پوځ او د مقاومت خوځښت اړوند ځواکونه د ټولنیز جمهوریت له ځواکونو او له هغو الماني متحدینو سره ونښتل. د جګړې او د هېوادا له خپلواکۍ نه لږ وخت وروسته مدني نارضایتۍ په دې برخه کې د اداري ټولپوښتنې لامل شوې، چې ایا د ایټالیا نظام به پاچهي پاتې شي یا جمهوریت شي. ایټالویانو پرېکړه وکړه، چې سلطنتي یا پاچهي نظام پرېږدي او د ایټالیا جمهوریت یعنې د اوسنۍ ایټالیا دولت جوړ کړي.

حکومت[سمول]

د ایټالیا سلطنت له نظري یا تیوریکي پلوه یو ډول مشروطه پاچهي نظام و. اجرائیوي واک له پاچا سره و، چې پاچا خپل واک د ټاکل شوو وزیرانو له لارې کاراوه. مقننه قوه یو دوه مجلس لرونکی پارلمان و، چې یو انتصابي د مشرانوجرګه او بل یې هم د استازو یا مرستیالانو انتخابي ولسي جرګه و. د دې سلطنت اساسي قانون (Statuto Albertino) د ساردینیا د سلطنت پخوانی حکومتي سند و. په تیوري کې وزیران یوازې پاچا ته مسؤل وو. له همدې امله په دې وخت کې د پاچا لپاره دا ناشونې وه، چې د پارلمان د څرګندې آزادې خلاف، په بشپړه توګه د خپلې خوښې حکومت وټاکي یا په خپله خوښه دوام ورکړي.

د انتخابي مجلس (ولسي جرګې) غړي په ولسوالیو کې د رايې ورکولو اړوند سیستم له لارې انتخاب شول. یو نوماند به د رایې ورکولو په لومړي پړاو کې د ټاکل کېدو لپاره د ټولو رایه ورکونکو له ډلې ۵۰ سلنې رایې او د ټولو ثبت شوو رایه ورکونکو له ډلې ۲۵ سلنه ملاتړ تر لاسه کولو ته اړتیا لرله. که د رایې ورکولو په لومړي پړاو کې ټولې چوکۍ نه ډکېدې، نو د خالي چوکیو د ډکولو لپاره به تر لږ ځنډ وروسته بیا ټاکنې ترسره کېدلې. په ۱۸۸۲ ز کال کې له یوې لنډې څو اړخیزې تجربې او دغه راز له لومړۍ نړیوالې جګړې وروسته په لویو، سیمه ییزو او څو چوکۍ لرونکو ټاکنیزو حوزو کې تناسبي استازولۍ معرفې شوې. سوسیالیستان په دې برخه کې یو لوی ګوند شول؛ خو و نه توانیدل، چې له مسیحي پولیستانو او کلاسیکو لیبرالانو سره په داسې یو پارلمان کې سم حکومت جوړ کړي، چې په درېیو بېلابېلو ډلو وېشل شوي و. په ۱۹۱۹، ۱۹۲۱ او ۱۹۲۴ ز کلونو کې ټاکنې ترسره شوې؛ په وروستي وخت کې موسولیني تناسبي استازیتوب لغوه کړ او د (Acerbo) قانون یې ځایناستی کړ، چې له مخې یې هغه ګوند چې د رایو لویه برخه یې ګټلې وي، هغه ګوند دوه پر درېیمه برخه چوکۍ ترلاسه کړي. فاشیستي ګوند د مجلس زیاتره چوکۍ په واک کې لرلې.

د متعدده بیوروکراسیو متحد کول[سمول]

د ایټالیا نوي سلطنت اړوند لومړي وزیرانو لپاره یوه لوی ګواښ په یوه متحده ټولګه کې د اوو بېلابېلو اصلي برخو سیاسي او اداري سیستمونو د تګلارو ادغام کول و. بېلابېلو سیمو په خپلو تاریخي نمونو ویاړ کاوه او په اسانۍ سره د ساردینیا ماډل سره تطبیق کېدلای نه شوې. کاوور په دې برخه کې خپل پلان جوړول پیل کړل،خو مخکې له دې چې پلان یې په بشپړ ډول پراختیا ومومي، هغه مړ شو - په حقیقت کې داسې انګېرل کېږي، چې د بېلابېلو بیوروکراسیو اداري ګواښونو د هغه مړینه ګړندۍ کړې ده. تر ټولو اسانه ګواښ د ایټالیا د بېلابېلو سیمو د اداري بیوروکراسیو همغږي کول وو. په عملي توګه دوی ټولو له ناپلیوني مخینې نه پیروي وکړه، له همدې امله ساده همغږي وه. دویم ګواښ د پارلماني نظام پراختیا وه. کاوور او زیاتره لیبرالیانو د شبه الجزیرې په ښکته او پورته برخه کې د بریټانوي سیستم ډېره ستاینه کوله، له همدې امله تر ننه پورې د ایټالیا په الګو بدله شوه. د پوځ او سمندري ځواکونو همغږي کول خورا پیچلي وو، تر ډېره د دې لپاره چې د سرتیرو د ګومارلو سیستمونه او د افسرانو د ټاکلو او ترفیع کولو اړوند برخو ډېر توپیر درلود او اړتیا وه، چې په لسیزو کې د نیکمرغۍ وړ وي. دا بې نظمۍ د دې تشریح کولو کې مرسته کوي، چې ولې د ۱۸۶۶ ز کال په جګړه کې د ایټالیا سمندري فعالیت ډېر خراب و. د څو لسیزو په اوږدو کې پوځي سیستم ورو ورو متحد او یو پارچه شو. همدارنګه څو اړخیزه ښوونیز سیستم هم پېچلی و، ځکه چې لږ اندازه عام عناصر موجود وو. د کاوور له مړینې لږ وخت مخکې، هغه فرانچسکو دی سانکتیس د پوهنې وزیر په توګه وټاکه. دی سانکتیس د ناپل پوهنتون یو نامتو عالم و او ډېر ژر یې دا ثابته کړه، چې یو وړ او صبرناک مدیر دی. په ۱۸۶۶ ز کال کې د وینتو او په ۱۸۷۰ ز کال کې د روم په اضافه کېدو سره بوروکراتیک د همغږۍ اړوند ګواښ نور هم پېچلی کړې. [۳]

سرچينې[سمول]

  1. Andrea L. Stanton; Edward Ramsamy; Peter J. Seybolt (2012). Cultural Sociology of the Middle East, Asia, and Africa: An Encyclopedia. د کتاب پاڼې 308. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781412981767. مؤرشف من الأصل في 27 جون 2014. د لاسرسي‌نېټه 6 اپریل 2014. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Stanley G. Payne, A History of Fascism, 1914–1945 (1996) p 212
  3. Harry Hearder, Cavour (1994 p 203-5.