منځپانگې ته ورتلل

د افغانستان د کريکټ ملي نولس کلنه لوبډله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د افغانستان د کرکټ رسمي لوبډله ده چې په نړیوالو او نړیوالو کرکټ سیالیو کې د هیواد استازیتوب کوي. که څه هم په افغانستان کې کرکټ ډېر زوړ نه دی او د افغان کرکټ لوبډلې ډېری غړي په پاکستان کې د کډوالۍ په کلونو کې له دې لوبې سره بلد شوي وو، خو دې لوبډلې په لنډ وخت کې د پام وړ بریاوې ترلاسه کړې دي، چې په کې د کرکټ نړیوال جام ته ننوتل هم شامل دي. دا لوبډله په نړیوال جام کې د اغیزمنو بریاوو له ترلاسه کولو وروسته د افغانانو په منځ کې مشهوره او مشهوره شوه.

کرکټ دوه ډوله نړیوال جامونه لري، چې شل اوریزه نړیوال او یو ورځنۍ نړیوال جامونه بلل کیږي. د ۲۰ کلنو نړیوال جام هر دوه کاله وروسته ترسره کېده. په ۲۰۰۷ کال کې، هند دا اتلولي وګټله، خو وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پریکړه وکړه چې دا سیالۍ به په جفت/جفت کلونو کې ترسره شي، دا سیالۍ په ۲۰۰۸ کال کې هم ترسره شوې، چې پاکستان پکې اتلولي وګټله.

لنډه تاریخچه

[سمول]

د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله په ایلیټ جام سیالیو کې د ونډې په موخه په دی وروستیو کی مالیزیا ته روانه شوه. د کرکټ آسیایي شورا ایلیټ جام سیالۍ چې د روان زیږدیز کال می په ۳ نیټه د مالیزیا په کولالمپور ښار کې په لار اچول کیږي، ټولټال لس لوبډلې په کې ونډه لري. د افغانستان کرکټ ملي نولس کلنه لوبډله چې ۲۰۱۱ زیږدیز کال کې یې هم په دغو سیالیو کې گډون درلوده او د دغو سیالیو اتله لوبډله ده، دا ځل هم له پوره چمتووالي سره د سیالیو ډگر ته درومي. د یادونې وړ ده چې د ایلیټ جام سږنۍ سیالۍ به د تیرو سیالیو پرتله توپیر لري او هغه لوبډله چې پایلوبې ته لار پیدا او د پایلوبې گټونکي شي، راتلونکي نړیوال جام ته به لاره پیدا کړي. د نولس کلنو لوبډلو راتلونکی نړیوال جام به په ۲۰۱۴ زیږدیز کال کې په عربي متحده اماراتو کې تر سره شي. د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نور محمد مراد وایي چې افغان نولس کلنه لوبډله به په دغه سیالیو کې ښې لاسته راوړنې ولري او وبه کړای شي چې په دغو سیالیو کې له خپلې اتلولۍ څخه د خپلې ملي لوبډلې په څیر دفاع وکړي. مراد زیاتوي چې، د لوبډلې ترڅنگ له افغانستان څخه د دغو سیالیو لپاره د کرکټ آسیایي شورا له غوښتنې سره سم احمدشاه پکتین به د لوبڅار په توگه دنده تر سره کوي.خان یونس

د 2013 کال نولس کلنو لوبډلی ایلیټ کپ

[سمول]

افغانستان ددریم ځل لپاره دنولس کلنو نړیوال جام ته ورسید!!!!!! دافغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د مالیزیا په کوربتوب په اسیایی ایلیټ جام پنځوس اوریزه سیالیو کې کوربه لوبډله مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او دروانو سیالیو پای لوبې ته ورسید. په دوهمه نیمه پای لوبه کې عربی اماراتو نیپال ته ماتې ورکړه او پدی سره به عربی امارات چې نړیوال جام کې دکوربتوب له کبله ځای خپل کړیدې له افغانستان سره داتلولۍ لاسته راوړلو په موخه سبا په فاینل کې ولوبیږي. دنن ورځې سیالۍ غوره لوبغاړې حشمت شهیدي وو چې په بی سارې ښکلې نیمه سلیزې سره په روانو سیالیوکې ددریم ځل لپاره دلوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دنن ورځې په سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او د 8 لوبغاړو په سوځیدو یی د حشمت شهیدي د 68 او منیراحمد د 53 منډو په مټ 233 منډې جوړې کړای شوې. ددې په ځواب کې تیز بالر سید شیرزاد او مسلم موسې په خپل په دریم او څلورم اورونو کې د مالیزیا دوه لوبغاړي بغیر له کومې منډې وسوځول او ورپسې په دوامداره توگه مالیزیا ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله هدف ته درسیدو ډیره وړاندې په 45 اورونو کې په 93 منډو وسوځیده او افغانستان د سر په سر پنځمې بریا په خپلولو سره سر په سر د ریکارډ دریم ځل لپاره دنولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه. دنن ورځې په دوهمه لوبه کې د عربی اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نیپال خلاف 271 منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یی د نیپال لوبډله په 195 منډو وسوځیده او په پدې سره یی سیالۍ په 76 منډو وبایلله. افغانستان به اوس دراتلونکې 2014 کال نولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې دبشپړغړیتوب لرونکو هیوادونو په ډله کې راښکاره شي. افغانستان ددریم ځل لپاره دنولس کلنو نړیوال جام ته ورسید دافغانستان نولس کلنې کرکټ ملي لوبډلې د مالیزیا په کوربتوب په اسیایی ایلیټ جام پنځوس اوریزه سیالیو کې کوربه لوبډله مالیزیا ته هم ماتې ورکړه او دروانو سیالیو پای لوبې ته ورسید. په دوهمه نیمه پای لوبه کې عربی اماراتو نیپال ته ماتې ورکړه او پدی سره به عربی امارات چې نړیوال جام کې دکوربتوب له کبله ځای خپل کړیدې له افغانستان سره داتلولۍ لاسته راوړلو په موخه سبا په فاینل کې ولوبیږي. دنن ورځې سیالۍ غوره لوبغاړې حشمت شهیدي وو چې په بی سارې ښکلې نیمه سلیزې سره په روانو سیالیوکې ددریم ځل لپاره دلوبې غوره لوبغاړې ونومول شو. دنن ورځې په سیالۍ کې افغانستان لومړۍ لوبه وکړه او د 8 لوبغاړو په سوځیدو یی د حشمت شهیدي د 68 او منیراحمد د 53 منډو په مټ 233 منډې جوړې کړای شوې. ددې په ځواب کې تیز بالر سید شیرزاد او مسلم موسې په خپل په دریم او څلورم اورونو کې د مالیزیا دوه لوبغاړي بغیر له کومې منډې وسوځول او ورپسې په دوامداره توگه مالیزیا ویکټې له لاسه ورکړې او ټوله لوبډله هدف ته درسیدو ډیره وړاندې په 45 اورونو کې په 93 منډو وسوځیده او افغانستان د سر په سر پنځمې بریا په خپلولو سره سر په سر د ریکارډ دریم ځل لپاره دنولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو ته لاره پیدا کړه. دنن ورځې په دوهمه لوبه کې د عربی اماراتو کرکټ ملي لوبډلې د نیپال خلاف 271 منډې جوړې کړې چې په ځواب کې یی د نیپال لوبډله په 195 منډو وسوځیده او په پدې سره یی سیالۍ په 76 منډو وبایلله. افغانستان به اوس دراتلونکې 2014 کال نولس کلنو پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالیو کې دبشپړغړیتوب لرونکو هیوادونو په ډله کې راښکاره شي.

د ټورنمنټونو تاریخ

[سمول]

د کرکټ نړیوال لیګ

  • 2008
  • پنځم پړاو اتلولي
  • د اتلولۍ څلورم پړاو
  • 2009
  • قهرمانی سومین دور


د اسیا جام(ACC Trophy)

  • ۱۹۹۶-۲۰۰۲: د آسیا د کرکټ شورا (ACC) غړیتوب نه درلودو له امله یې ګډون ونشو کړای.
  • ۲۰۰۴: شپږم ځای
  • ۲۰۰۶: دریم مقام
  • ۲۰۰۸: دریم مقام (ایلیټ)
  • ۲۰۱۰: اتلولي (ایلیټ)


د آسیا د انډر 20 کپ(ACC Twenty20 Cup)

  • ۲۰۰۷: اتلولي (د عمان سره شریکه)
  • ۲۰۰۹: اتلولي


د ۲۰ کلنو نړیوال جام د غوراوي سیالۍ

  • ۲۰۱۰: اتلولي


د منځني ختیځ جام

  • ۲۰۱۰: دوهم مقام


د ICC نړیوال جام د غوراوي سیالۍ

  • ۲۰۰۹: پنځم مقام


د ICC T20 نړیوال جام

  • ۲۰۱۰: ګروپي پړاو

د لوبې ډګر

[سمول]

افغانستان خپلې لوبې په کور دننه نه کوي ځکه چې امنیتي وضعیت مناسب نه دی او هیواد یې د نړیوالو معیارونو تجهیزات نلري. په افغانستان کې د کرکټ ځینې لوبغالي په لاندې ډول دي:

د ټیم لوبغاړي

[سمول]


د لوبدلې او اړونده هیئت نوم لړ

[سمول]

ناصر جمال احمدزی (کپټان) حشمت الله شهیدی (مرستیال کپتان) شرف الدین اشرف سید احمد شیرزاد یونس احمدزی، عبدالرحیم منگل شاهدالله جاوید خان ضاءالرحمن اکبر مسلم موسی سید وحید الله شفق ظاهر منیر احمد (ویکټ ساتونکی) خیبر عمر حاجي ولي امین روزنکی دولت احمدزی مرستیال روزونکی شیر آغا همکار مدیر فضل عظیم خرم درمل پوه