احمد بن شعيب نسائي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

څېړنه: اجرالدین اقبال پته: www.andyal.com

د احمد بن شعيب نسائي (په امام نسائي مشهور) لنډه پېژندنه

احمد بن شعيب نسائي پر 215 س ( سپوږميز ) وزيږېد او پر 303س وفات شوى او د شام په رمله او په بل روايت،په مكه كې ښخ دى. احمد شافعي مذهبى و او د اهل سنتو له سترو عالمانو شمېرل كېږي. د اهل سنتو ستر عالمان د امام نسائي ځلاند شخصيت داسې ښيي: د اهل سنتو مشهور ژوند ليك ليكونكى حافظ، جمال الدين يوسف مزي وايي: ((احمد بن شعيب ابوعبدالرحمن نسائي؛قاضي او د سنن او نورو مشهورو كتابو ليكونكى، پوه،مشهور او تكړه حديثپوه دى،چې بې شمېره عالمانو ترې حديثونه نقل كړي دي.منصور فقيه،طحاوي،قاسم مطرز او ابوعلي په باب يې وايي ((هغه د مسلمانانو له مشرانو يو مشر دى.)) وګورئ: تهذيب الكمال: 1/329، رقم ترجمه 48 مشهور رجال پوه،ابن حجر عسقلاني هم په پورته ټكيو ستايلى دى. وګورئ: تهذيب التهذيب : 1/34-36، رقم ترجمه 52. د مستدرك كتاب ليكوال،حاكم نيشابوري د نسائي په باب وايي: له ستر حديثپوه مې تل د مسلمانانو د څلورو تنو مشرانو نومونه اورېدل، چې يو يې نسائي و... هغه د ابولحسين بن مظفر له قوله وايي:(( په مصر كې مې له خپلو استادانو تل د نسائي په باب اورېدل:نسائي د لمانځه ، حج، جهاد او د پېغمبراکرم د سنتو د احيا لپاره له ټولو ړومبى و،له واكمنو سره له ناستې يې ډډه كوله،څو په دمشق كې د معاويه پلويانو شهيد كړ.)) وګورئ: تهذيب الكمال: 1/333، تهذيب التهذيب 1/35 د ارقطني د اهل سنتو مشهور حديثپوه او د سنن دارقطني د كتاب ليكونكى د نسائي په باب وايي: ((ابوعبدالرحمن نسائي په خپل وخت كې تر ټولو استادانو پوه او پر حديث پوهنې او رجال پوهنې كې ورته څوك نۀ رسېدل.)) ابوعبدالرحمن سلمي له قوله يې وايي:(( څوك له نسائي سره نۀ برابروم او په څېر يې متقي هم نۀ پېژنم.)) وګورئ: تهذيب الكمال: 1/334 ابوعبدالرحمن ذهبي تاريخپوه او حديثپوه د نسائي په باب وايي: (( ابوعبدالرحمن نسائي د سنن د كتاب ليكوال پر 215 س كال د خراسان په نساء کې وزېږېد.عالم،متفكر، نقاد او د ښه قلم خاوند و،د علم په لټه كې خراسان،حجاز،مصر ،عراق،جزيره او شام ته ولاړ، تر هغې چې په مصر كې ميشت شو.حديثپوهانو په نسائي پسې كډې ګرځولې. نسائي شافعي و، مخ او ږيره يې ښکلې وه. وګورئ: تاريخ الاسلام: وفيات (301-310ق) ،106مخ، رقم ترجمه 117، سير اعلام النبلا، 14/125. تاج الدين سبكي په خپل كتاب كې،چې د شافعي مذهبه عالمانو په باب ليكل شوى،ليكي:(( له خپل عالم استاد ابوعبدالله ذهبي مې وپوښتل:مسلم بن حجاج [د صحيح مسلم د كتاب ليكوال] پر حديثو پوه دى كه نسائي ؟ راته يې وويل: نسائي. ما دغه خبره خپل پلار ته، چې هغه هم د حديثو په پوهه كې يو ځاى ته رسېدلى و، وويل: هغه هم راته وويل: نسائي.)) وګورئ: طبقات الشافعيه الكبرى: 3/14 نورو هم؛لكه ابن اثير، ابن كثير، ابن خلكان او .....نسائي په ښو ټكيو ستايلى او ورته يې د خپل وخت د حديثپوهانو د مشر په سترګه كتلي دي. امام نسائي او له حقه دفاع نسائي تل په ډاډه زړۀ له حقه دفاع كوله او د بې لارو د خوشحالۍ او يا مادي ګټو لپاره يې خپل ديني شخصيت نۀ ټكنى كاوه. "جمال الدين يوسف مزي" د اهل سنتو "رجال پوه" د نسائي له خولې وايي:(( دمشق مې پر برخه شوى،دلته هغه ناپوهان ډېر دي،چې له علي کرم الله وجهه سره كينه لري.ما د " خصايص اميرالمؤمنين علي " كتاب وليكه،كېداى شي، خداى ددې كتاب له لارې هدايت يې كړي. وګورئ: تهذيب الكمال: 1/338؛ تهذيب التهذيب: 1/36 بيا يوسف مزي وايي: ((په دمشق كې نسائي وپوښتل شو : ايا د معاويه بن ابي سفيان د فضايلو په باب حديثونه نۀ رانقلوې؟ نسائي وويل:(( په باب يې څه ووايم،يوازې دومره ويلاى شم،چې پېغمبر اکرم په اړه يې وويل:خدايه ! هيڅكله په ګېډه يې موړ نۀ کړې.)) وګورئ: پورته سرچينې او تاريخ الاسلام: وفيات (301-310) ، 107مخ، رقم ترجمه117. "حاكم نيشابوري"د "دارقطني" له خولې ليكي:(( نسائي چې په مصر كې، په حديثپوهانو کې له ټولو ړومبى شو؛نو كينه ورسره وشوه؛د ناچارۍ له مخې،د دمشق رمله ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب پوښتنه وشوه،نسائي له ځانه څه جوړ نۀ کړل،چې بيا خلكو وواهه، چې له همدې امله وفات شو. )) وګورئ: تهذيب الكمال: 1/328 بيا حاكم نيشابوري د نسائي پېښه داسې ليكي:(( ابوعبدالر حمن نسائي د خپل عمر په وروستيو کې،له مصره دمشق ته ولاړ او هلته ترې د معاويه بن ابوسفيان د فضايلو په باب روايتونه وپوښتل شول؛نو ورته يې وويل:(( ايا معاويه بن ابوسفيان پر هغو ټولو دروغو روايتونو،چې ورته جوړ كړي مو دي،چې له علي(ک)سره يې برابر كړئ،خوشحاله نۀ دى،چې اوس له ما هم غواړئ، چې فضايل ورته جوړ كړم؟!)) د دمشق خلكو،پردې خبرې سخت وواهه او له جوماته يې واېست،چې د ور رسېدلو ټپونو له امله پر 303س وفات شو. )) تاج الدين سبكي، ابن خلكان، اسوي، او ذهبي هم د نسائي د وفات علت همدا وهل او ټكول بولي.

وګورئ: 

تهذيب الكمال: 1/339 طبقات الشافعيه الكبرى: 3/16 وفيات الاعيان: 1/77 طبقات الشافعيه : 2/268، رقم ترجمه 1163 تذكرة الحفاظ: 2/699؛سير اعلام النبلاء: 14/132