د سبها او سمیتي جرګه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له دسبها Sabha او سمیتي Samiti جرګې نه مخ گرځېدلی)

دسبها او سمیتي جرګې چي لرغونو آریایانو هم دپښتنو په څیر دټولنیزو چارو دحل او فصل لپاره دوه ډوله جرګې درلودلې چې په ویدي سرودونو کې ترې یادونه شوې ده یو یې د(سبها )په نامه یادیدله او بل ته یې( سمیتي ) ویل. سبها Sabha معمولا دکلي جرګې وې چې دکلي سپین ږیرو او مشرانو به پکې ګډون کاوه او دکليو په سطحه به یې لانجې او ستونزې اوارولې اوخپلې پریکړې به یې کولې ، خو سمیتي Samiti به بیا لویه جرګه وه چې په مهمو هیوادنیو مو ضوعاتوپورې یې اړه درلودله او دهیواد دبرخلیک او نورومهمو مو ضوعاتو په اړوند به یې پکې پریکړې او فیصلې کولې . په سمیتي کې به پاچا هم ګډون کاوه او زیاتره به دهیواد دمشر یا پاچا دټاکلو په اړوند به هم پکې فیصلې او پریکړې کیدلې . 

نور[سمول]

دسبها او سمیتي کلمې اوس هم په هندي ژبه کې ژوندۍ دي . دبیلګې په توګه : دهند په ایالتونو کې صوبایی یا ایالتی پارلمانونو ته ودهان سبها Vidhan Sabha یا Legislative Assembly   ویل کیږي او دهند په پلازمیینې ډیلي کې لوګ سبها )Lok Sabha 

House of the People دملت داستازو کور او راجیا سبها (Rajya Sabha ) د مشرانو جرګې یا دسنا مجلس ته ویل کیږي .

(یاد)