دحکمت ماڼۍ (بیت الحکمة)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

یت الحکمه (په عربي ژبه: بيت الحكمة، په رومي: Bayt al-Ḥikmah)، چې د بغداد د ستر کتابتون په نوم هم پېژندل کېږي، په بغداد کې د عباسي خلافت ستره عامه اکادمي او فکري مرکز او د اسلام د طلايي دوران په بهیر کې د نړۍ له سترو عامه کتابتونونو څخه وه. بیت الحکمه یا د خلیفه هارون الرشید د ټولګو لپاره د یو کتابتون په توګه د اتمې پېړۍ په وروستیو کې تاسیس شوې وه یا هم یوه خصوصي ټولګه وه چې د المنصور (واکمني. ۷۵۴-۷۷۵) له‌خوا د عربي ژبې د نادرو کتابونو او شعري ټولګو لپاره جوړه شوې وه. چې د خلیفه ال-مامون د واکمنۍ پر مهال په یوه عامه اکادمۍ او کتابتون بدله شوه.[۱][۲][۳][۴]

بیت الحکمه او محتویات یې په ۱۲۵۸ کال کې د بغداد په محاصره کې له‌منځه لاړل او د لرغونپوهنې لږ نسبي شواهد ترې پاتې شول، داسې چې په دې تړاو ترلاسه شوي ډېری اثار د هغه وخت د معاصرو پوهانو لکه ال-طبري او ابن الندیم دي.[۵]

مخینه[سمول]

بیت الحکمه د عباسي خلافت پر مهال د ژباړې د ستر غورځنګ د یوې برخې په توګه موجود و، چې له یوناني او سریاني څخه يې اثار عربي ژبې ته ژباړل، خو دا امکان نه لري چې بیت الحکمه به دې دغه ډول کارونو د یوازیني مرکز په توګه موجود و. ځکه د ژباړې سترې هڅې په قاهره او دمشق کې ان د بیت الحکمې د جوړېدلو له وړاندیز څخه مخکې ترسره شوې وې. د ژباړې دې غورځنګ په اسلامي نړۍ کې د هغو اصلي څېړنو په ژباړه بېړه وکړه چې د یوناني، فارسي او هندي ژبو له سرچینو يې متنونو ته لاس‌رسی درلود. د وخت په بهیر کې د مسلمانانو لومړني موجودیت تل د کتابتون له بنسټ سره اړیکه لرله چې نه یوازې د تعقیب یو میکانیزم و بلکې په نسبي ډول د ټول انسانیت لپاره د عقل او فکري میراث یوه زېرمه وه. د اسلامي/عربي ساینس د تعقیب لپاره د ریاضیاتو، سازمان شویو مطالعاتو، ستورپوهنې، فلسفې او طب په برخه کې په پراخو څېړنو کې زیاتوالی راغی. دغه علمي غورځنګ ډېرو او تازه ژباړو ته تقاضا رامنځته کړه.[۶][۷]

بیت الحکمه بغداد ته د عربي، فارسي او نورې اسلامي نړۍ د علماوو د دوامداره جریان له امله د عباسي خلافت د پلازمېنې په توګه خپل موقعیت ممکن کړ. دا په بغدااد کې د ۸مې او ۹مې پېړۍ تر منځ د الجاحز، الکندي او د نورو تر منځ غزالي په څېر زیاتو سترو علماوو له زده‌کړو څخه ښکاري چې ټولو د یوې فعاله علمي ټولنې په رامنځته کولو کې ونډه اخیستې وه، چې په بغداد کې يې د رسمي اکادمۍ موجودیت ته له پام پرته ګڼ شمېر مخکښ اثار تولید کړل. فلسفه، ریاضیات، طب، ستورپوهنه او د نور فزیک هغه علمي څانګې وې چې له بیت الحکمه سره همکارو پوهانو په کې ونډه لرله خو د هغوی کار یوازې په یادو برخو کې محدود نه و. د دغې کتابتون لومړنی نوم خزانة الحکمه (په لفظي توګه «د حکمتونو زېرمه»)، چې د نادرو کتابونو او اشعارو د ساتنې د ځای په توګه يې له فعالیت څخه اخیستل شوی و او د ویجاړېدلو تر مهاله دا د بیت الحکمه اصلي دنده وه. لیکوالان، ژباړونکي، مولفان، ساینس پوهان، کاتبان او نور هره ورځ په بیت الحکمه کې د لیکلو، ژباړلو، بحثونو، لوستلو او خبرو اترو لپاره راټولېدل. د حکمت په دې کور کې بېلابېل اسناد او کتابونه په څوګونو علمي مفاهیمو کې فلسفي موضوعات او وړاندیزونه په بېلابېلو ژبو وژباړل شول.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱]

تاریخچه[سمول]

اصلي سرچینې او بنسټ  [سمول]

د ۴مې تر ۷مې پېړۍ په بهیر کې د عربي ژبې کار یا نوی پیل شوی و یا هم د یوناني کېدلو له دورې څخه را انتقال شوی. د کلاسیک حکمت د زده‌کړې او لېږد په مرکزونو کې د نصیبین ښوونځۍ او وروسته د ادسا/الرها ښوونځی او وروسته د ګندي شاپور نامتو روغتون او طبي اکادمي په کې شامل وو؛ په کتابتونو کې د اسکندریې کتابتون او د قسطنطنیې سترواکۍ کتابتون شامل و؛ د ژباړې او زده‌کړې نورو مرکزونو په مرو، سالونیک، نیشاپور او تیسفون کې د هغې سیمې په سویلې سیمه کې فعالیت درلود چې وروسته بغداد شو.  [۱۳][۱۴]

د امویانو د واکمنۍ په وخت کې لومړي معاویه په دمشق کې د کتابونو د ټولګې په راټولولو پیل وکړ. وروسته یې یو کتابتون جوړ کړ چې د «بیت الحکمه» په نوم یادیده. هغه کتابونه چې د طب، کیمیا، فزیک، ریاضیاتو، ستورپوهنې او نورو څانګو په برخه کې په یوناني، لاتیني او فارسي ژبو لیکل شوي و په هم‌هغه وخت کې د مسلمانانو پوهانو له‌خوا راټول او وژباړل شول. امویانو همدارنګه د کاغذ جوړونې تخنیکونه له چینایانو څخه ځانته تخصیص کړل او د هغوی تر واکمنۍ لاندې له ډېرو لرغونو فکری مرکزونو سره یوځای شول چې ګڼ شمېر مسیحي او پارسي پوهان یې د عربي ژبې اثارو د ژباړې او د نوې پوهې د پراختیا لپاره په کار وګومارل. دا هغه اساسي عناصر وو چې په مستقیم ډول يې په عربي نړۍ کې د پوهې په سپړېدلو/وده کې مرسته وکړه.  [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

اموي کورنۍ په ۷۵۰ کال کې په اسلامي سترواکۍ د واکمنې کرړې په توګه د عباسي کورنۍ ځای ناستې شوه او په ۷۶۲ کال کې خلیفه المنصور (واکمني. ۷۵۴-۷۷۵) بغداد جوړ کړ او هغه یې د دمشق پر ځای خپله پلازمېنه کړ. د بغداد موقعیت او ګڼ ملیتي نفوس يې د یو سوداګریز او باثباته فکري مرکز لپاره یو مناسب ځای و. د عباسیانو کورنۍ فارسي ته ډېر پیاوړی تمایل درلود او له ساساني سترواکۍ څخه يې ډېری طریقې خپلې کړې چې له ډلې يې د خارجي اثارو ژباړه یادولی شو خو له دغې توپیر سره چې اوس یې متنونه په عربي ژبه ژباړل کېدل. المنصور د دې موخې لپاره د ساساني سترواکۍ له یو شاهي کتابتون څخه په نمونه اخیستلو په ماڼۍ کې یو کتابتون جو کړ او په هغه کې له کارکوونکو روښانفکرانو څخه یې سیاسي او اقتصادي ملاتړ وکړ. هغه همدارنګه له هند او نورو ځایونو څخه د علماوو پلاوي راوبلل تر څو د ریاضیاتو او ستورپوهنې په برخه کې له نوي عباسي دربار سره خپله پوهه شریکه کړي.[۲۰][۲۱][۲۲]

په عباسي سترواکۍ کې ډېری خارجي اثار له یوناني، چیني، سانسکریت، فارسي او سریاني ژبو څخه عربي ژبې ته وژباړل شول. د ژباړې غورځنګ د خلیفه هارون الرشید د واکمنۍ پر مهال ډېر زور واخیست، ځکه هغه د خپل سلف /مخکیني مشر په څېر له شعر او ادب سره ډېره مینه لرله. په اصل کې متنونه د طب، ریاضیاتو او ستورپوهنې په اړه و؛ خو نورې څانګې په ځانګړي ډول فلسفه هم ډېر زر وڅارل شوه. د الرشید کتابتون د حکمت د کور مستقیم سلف و، چې د بیت الحکمه په نوم یا د تاریخ پوه القفطي په وینا د خزانتۀ کتوب الحکمه (د «حکمت د کتابونو زېرمې» لپاره عربي کلیمه) په نوم هم پېژندل کېده.[۲۳]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Dimitri Gutas (1998). Greek Thought, Arabic Culture: The Graeco-Arabic Translation Movement in Baghdad and Early ʻAbbāsid Society (2nd–4th/8th–10th Centuries). Psychology Press. د کتاب پاڼي 53–60. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0415061322. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Jim Al-Khalili (2011). "5: The House of Wisdom". The House of Wisdom: How Arabic Science Saved Ancient Knowledge and Gave Us the Renaissance. Penguin Publishing Group. د کتاب پاڼې 53. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1101476239. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Chandio, Abdul Rahim (January 2021). "The house of wisdom (Bait Al-Hikmah): A sign of glorious period of Abbasids caliphate and development of science". International Journal of Engineering and Information Systems. ISSN 2643-640X. https://www.academia.edu/45652201. Retrieved 2022-07-09. 
  4. Brentjes, Sonja; Morrison, Robert G. (2010). "The Sciences in Islamic Societies". The New Cambridge History of Islam. 4. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ISBN 978-0521838245
  5. Brentjes, Sonja; Morrison, Robert G. (2010). "The Sciences in Islamic Societies". The New Cambridge History of Islam. 4. Cambridge: Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 569. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) ISBN 978-0521838245
  6. Pormann, Peter E.; Savage-Smith, Emilie (2007). Medieval Islamic medicine. Washington, D.C.: Georgetown University Press. د کتاب پاڼي 20–29. OCLC 71581787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1589011601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Mohadi, Mawloud (September 2017). "The House of Wisdom (Bayt al-Hikmah) and Its Civilizational Impact on Islamic libraries: A Historical Perspective". Mediterranean Journal of Social Sciences 8 (5): 179–187. doi:10.1515/mjss-2017-0036. https://www.mcser.org/journal/index.php/mjss/article/view/10072/9704. Retrieved 2021-12-10. 
  8. Lyons, Jonathan (2009). The house of wisdom : how the Arabs transformed Western civilization. New York: Bloomsbury Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781596914599. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Pormann, Peter E.; Savage-Smith, Emilie (2007). Medieval Islamic medicine. Washington, D.C.: Georgetown University Press. د کتاب پاڼي 20–29. OCLC 71581787. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1589011601. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Al-Khalili 2011, p. 88
  11. "The House of Wisdom: Baghdad's Intellectual Powerhouse". 1001 inventions. May 22, 2019. مؤرشف من الأصل في December 4, 2021. د لاسرسي‌نېټه December 4, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Algeriani, Adel Abdul-Aziz; Mohadi, Mawloud (11 September 2017). "The House of Wisdom (Bayt al-Hikmah) and Its Civilizational Impact on Islamic libraries: A Historical Perspective". Mediterranean Journal of Social Sciences 8 (5): 179–187. doi:10.1515/mjss-2017-0036. https://core.ac.uk/display/275906664. Retrieved 16 July 2022. 
  13. Kaser, Karl The Balkans and the Near East: Introduction to a Shared History Archived 2015-11-28 at the Wayback Machine. p. 135.
  14. Yazberdiyev, Dr. Almaz Libraries of Ancient Merv Archived 2016-03-04 at the Wayback Machine. Dr. Yazberdiyev is Director of the Library of the Academy of Sciences of Turkmenistan, Ashgabat.
  15. Al-Khalili 2011, pp. 67–78
  16. Lyons, pp. 55–77
  17. Meri, Josef W. and Jere L. Bacharach. “Medieval Islamic Civilization”. Vol. 1 Index A–K. 2006, p. 304.
  18. Brague, Rémi (2009). The Legend of the Middle Ages: Philosophical Explorations of Medieval Christianity, Judaism, and Islam. University of Chicago Press. د کتاب پاڼې 164. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780226070803. Neither were there any Muslims among the Ninth-Century translators. Amost all of them were Christians of various Eastern denominations: Jacobites, Melchites, and, above all, Nestorians. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Lyons, pp. 55–77
  20. "Wiet. Baghdad". مؤرشف من الأصل في ۰۷ جنوري ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ ډيسمبر ۲۰۰۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Mohadi, Mawloud (February 2019). "The House of Wisdom (Bayt al-Hikmah), an Educational Institution during the Time of the Abbasid Dynasty. A Historical Perspective". Pertanika Journal of Social Science and Humanities 27 (2): 1297–1313. https://www.researchgate.net/publication/342865699. 
  22. Lyons, pp. 55–77
  23. Al-Khalili 2011, pp. 67–78