ختيځ جرمني
ختیځ جرمني، په رسمي ډول د جرمني دېموکراتیک جمهوریت (GDR؛ په جرمني ژبه: Deutsche Demokratische Republik، چې [ˈdɔʏtʃə demoˈkʁaːtɪʃə ʁepuˈbliːk] تلفظ کېږي، DDR، چې [ˌdeːdeːˈʔɛɐ̯] تلفظ کېږي، له ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۱۹۹۰ز کال پورې یې په سړه جګړه کې د یو دولت په توګه د ختیځ بلاک د یوې برخې په توګه په ختيځ جرمني کې شتون درلود. په عمومي ډول یو کمونېستي دولت و چې ځان یې د "کارګرانو او کروندګرو" یو سوسیالېست دولت باله. نوموړی قلمرو د دویمې نړیوالې جګړې له پای ته رسېدو وروسته د شوروي ځواکونو له خوا اداره کېده او د شورویانو تر اشغال لاندې سیمه وه او - د پوټسډام تړون له مخې د شوروي اشغال زون (Soviet occupation zone) بلل کېده، چې له ختیځ لوري د اوډر - نیسي کرښې په واسطه چاپېر شوی و. شوروي زون لوېدیځ برلین تر محاصرې لاندې راوست خو ویې نشوی کولی چې په خپل قلمرو کې یې شامل کړي او لوېدیځ برلین د ختیځ جرمني (GDR) له ولکې څخه د باندې پاتې شو.[۱]
ختیځ جرمني په شوروي زون کې جوړ شو په داسې حال کې چې د جرمني فدرالي جمهوریت چې په عمومي توګه د لوېدیځ جرمني په نوم پېژندل کېده، په دریو لوېديځو زونونو کې تأسیس شوی و. ختیځ جرمني د شوروي اتحاد یو تابع دولت و، چې شوروي اشغالګرو چارواکو یې ۱۹۴۸ز کال کې جرمن کمونېستو مشرانو ته د اداري مسئولیتونو سپارنه پیل کړه او ختیځ جرمني په داسې حال کې د یو دولت په توګه د ۱۹۴۹ز کال د اکتوبر په اوومه نېټه په فعالیت پیل وکړ، چې شوروي ځواکونه د سړې جګړې تر پایه په دې هېواد کې پاتې شول. تر ۱۹۸۹ز کال پورې، ختیځ جرمني د جرمني د سوسیالېست متحد ګوند (SED) له خوا اداره کېده، که څه هم نورو ګوندونو، په ځانګړې توګه د جرمن ډېموکراتيک جمهوریت ملي جبهې یې په اتحادي اداره کې برخه واخیسته. سوسیالېست متحد ګوند په ښوونځیو کې د مارکسېزم-لېننېزم او روسۍ ژبې ښوونه اجباري کړې وه.[۲][۳][۴]
اقتصاد یې په مرکزي ډول طرح شوی و او یو دولتي ملکیت و، کورونه او بنسټیز توکي د دې پر ځای چې د عرضې او تقاضا سره سم یې نرخونه جګ او ټيټ شي، د دولت له لوري په پراخه کچه سبسایډي کېدل او ټاکل کېدل. که څه هم، ختیځ جرمني باید شورویانو ته د جنګ د پام وړ تاوانونه ورکړی وای، خو بیا هم، په ختیځ بلاک کې تر ټولو ځواکمن اقتصاد وګرځېد. لوېدیځ ته مهاجرت په یوه د پام وړ ستونزه بدل شوی و ځکه چې د مهاجرینو زیات شمېر ځوان او د ښه سواد څښتن ځوان قشر و او په دې سره د دولت اقتصاد کمزوری شو. حکومت خپل داخلي جرمن پوله (inner German border) پیاوړې کړه او په ۱۹۶۱ز کال کې یې د برلین دېوال جوړ کړ. زیات شمېر هغه کسان چې د تېښتې هلې ځلې یې کولې د پولې د ساتونکو یا د ځمکنیو ماینونو په څېر د ځان ته راکښونکو دامونو (booby traps) له خوا ووژل شول. هغوی چې به نيول کېدل د تېښتې د هڅو له امله د اوږدو مودو لپاره په زندانونو کې پاتې کېدل. په ۱۹۵۱ز کال کې په ختيځ جرمني کې د جرمنانو د بیا مېشتېدنې په هکله ټولپوښتنه تر سره شوه، چې ۹۵٪ وګړو یې په حق کې مثبته رایه وکاروله.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
په ۱۹۸۹ز کال کې، زیات شمېر ټولنیزو، اقتصادي او سیاسي څېرو په ختیځ جرمني کې د ننه او بهر، په خپلو یو له تر ټولو سوله ییزو لاریونونو سره چې په لیپزیګ ښار کې پیل شول، د برلین د دېوال د نړېدو او د یو داسې حکومت د رامنځته کېدو لامل شول چې د ازادۍ (liberalization) لپاره ژمن و. راتلونکی کال، ازادې او عادلانه ټاکنې تر سره شوې، او نړیوالو خبرو اترو د جرمني د وضعیت او پولو په اړه د جوړجاړي د یو تړون لاسلیک کېدو ته لاره هواره کړه. ځتیځ جرمني د ۱۹۹۰ز کال د اکتوبر په ۳مه نېټه منحل او له لوېدیځ جرمني سره یو ځای شو. له یو ځای کېدو وروسته د وروستي کمونېست مشر په ګډون د ختیځ جرمني څو مشران، د تر سره کړو جنایتونو له امله د فدرالي حکومت له خوا محاکمه شول.[۱۴][۱۵][۱۶]
له جغرافیایي پلوه، ختیځ جرمني شمال خوا ته له بالتیک بحیرې، ختيځ خوا ته له پولنډ، سویل ختیځ ته له چکوسلواکیا، او سویل لوېدیځ او لوېدیځ لوري ته له لوېدیځ جرمني سره پوله لرله. ختیځ جرمني همدارنګه په داخلي توګه د متحدینو له خوا د اشغال شوي برلین (Allied-occupied Berlin) له شوروي برخې سره هم پوله لرله چې ختیځ برلين بلل کېدو او د هغه دولت د بالفعل پلازمېنې (de facto capital) په توګه اداره کېدو. ختیځ جرمني همدارنګه د متحده ایالاتو، برتانیې او فرانسې له خوا له اشغال شوو دریو سکتورونه سره پوله لرله چې دری واړه د لوېدیځ برلین په نوم یادېدل. د لوېدیځو هېوادونو له خوا نوموړي دری اشغال شوي سکتورونه له ختیځ جرمني څخه د برلین د دېوال په واسطه په ۱۹۶۱ز کال کې د نوموړي له جوړېدو څخه بیا په ۱۹۸۹ز کال کې د هغه تر ړنګېدو پورې جلا شوي وو.
د نومولو کانوانسیونونه
[سمول]د دغه دولت رسمي نوم Deutsche Demokratische Republik (د جرمني دېموکراتیک جمهوریت) ؤ، چې په عمومي توګه له DDR (GDR) لنډون سره کارول کېده. په ختیځ جرمني کې دغه دواړې اصطلاح ګانې په زیاتېدونکې بڼه له لنډون سره کارول کېدې، په ځانګړې توګه هغه وخت چې په ۱۹۶۸ز کال کې د ختیځ جرمني د دویم اساسي قانون له نافذېدو وروسته لویدیځ جرمنيان او لویدیځ برلینیان د بهرنیانو په توګه پېژندل کېدل. لوېدیځو جرمنيیانو، لوېدیځو رسنیو او چارواکو یې په لومړي سر کې له رسمي نوم او د هغې د لنډون له یادولو څخه ډډه کوله، او پرځای به يې Ostzone (ختیځ زون)، Sowjetische Besatzungszone (د شوروي اشغال سیمه)؛ کله کله یې ورته د هغه لنډون SBZ) او sogenannte DDR یا " تش په نامه "GDR اصطلاح ګانې کارولې. [۱۷][۱۸][۱۹]
په ختیځ برلین کې د سیاسي ځواک مرکز پانکوف ( په ختيځ جرمني کې د شورویانو د قوماندې مرکز کارلسهورست نومېده). په هر حال، د وخت په تېرېدو سره، د "DDR" لنډون هم په زیاتېدونکې بڼه د لوېدیځو جرمنیانو او لوېدیځ جرمني د رسنیو له خوا په عامیانه بڼه کارول کېده.[۲۰]
کله به چې د لویدیځو جرمنيانو له لوري، وېستدیچلنډ (لوېدیځ جرمني) اصطلاح کارول کېده، په حقیقت کې به يې تل به د لویدیځ جرمني جغرافیایي سیمې ته اشاره وه، او نه دا چې د جرمني د فدرالي جمهوریت په پولو کې د ننه ساحې ته اشاره وي. په هر حال، د یادې اصطلاح کارول د تل لپاره ثابت نه وو، او د لوېدیځو برلینیانو د وېستدوېچلنډ اصطلاح ډېر ځلې د فدرالي جمهوریت لپاره هم کارولې ده. له دویمې نړیوالې جګړې څخه مخکې، د اوستدوېچلنډ (ختیځ جرمني) صطلاح د ټولو هغو سیمو لپاره کارول کېده چې اېلب (Elbe (East Elbia)) سیند ختيځ لور ته پرتې وې، لکه څرنګه یې چې د ټولنپوه مکس وېبر او سیاسي نظریه ورکوونکي کارل شمېت په آثارو کې انعکاس موندلی دی.[۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]
تاریخ
[سمول]د دې لپاره چې د اوږدې مودې لپاره د جرمني تاریخ له لیدلوري څخه د ختیځ جرمني د حکومت داخلي اغېزې تشرېح کړای شي، تاریخ پوه ګېرهارډ اې. رېټر (Gerhard A. Ritter) (په ۲۰۰۲ز کال کې) ادعا کړې ده چې ختیځ جرمني هېواد د دوو غالبو ځواکونو تر منځ ــ یوې خواته د شوروي کمونېزم له لوري او بله خوا د لومړۍ نړیوالې جګړې څخه د جرمني کمونېستانو د فلتر شوو تجربو څخه د راوتلو دودونو تر منځ راګیر و. ختیځ جرمني د تل لپاره د یو بډایه لوېدیځ له بېلګې سره محدود و، له کوم سره به چې ختیځو جرمنانو خپل خلک پرتله کول. د کمونېستانو له خوا پلي شوي بدلونونه د پانګوالۍ په ختمولو د صنعت او کرنې د بڼې په بدلولو کې، د ټولنې د پوځي کولو، او په ښوونیز سېستم او رسنیو باندې د سیاسي فشار راوړلو کې خورا جوت وو. بل خوا، نوي رژيم په تاریخي توګه د علومو په خپلواکو ساحو لکه، د انجنیرۍ مسلوکونو، پروتستانت کلیساګانو، او زیاتره د بورژوا (منځنۍ طبقې) د ژوند په طرزونو کې نسبتاً لږ بدلونونه راوستل. رېټرز زیاتوي چې ټولنیزه پالیسي د مشروعیت یوه حساسه وسیله شوه چې په وروستیو لسیزو کې یې سوسیالېستي او دودیز عناصر په مساویانه ډول سره مخلوط کړل.[۲۷][۲۸]
رېښې
[سمول]د دویمې نړیوالې جګړې په ترڅ کې د یلتا په کنفرانس (Yalta Conference) کې، متحدینو (متحده ایالاتو، برتانیې، او شوروي اتحاد) په اشغالي زونونو کې د ماتې خوړلي نازي جرمني په وېشلو او همدارنګه د متحدینو تر منځ د جرمني د پلازمېنې برلین په وېشلو سره سلا شول. په لومړیو کې دا د اشغال د دریو زونونو د جوړولو په معنی وه، یعنې امریکايي، برتانوي او شوروي زونونه. وروسته بیا، یو فرانسوي زون د متحده ایالاتو او برتانوي زونونو څخه راجلا کړل شو.[۲۹]
سرچينې
[سمول]- ↑ Patrick Major, Jonathan Osmond, The Workers' and Peasants' State: Communism and Society in East Germany Under Ulbricht 1945–71, Manchester University Press, 2002, ISBN 978-0-7190-6289-6
- ↑ Karl Dietrich Erdmann, Jürgen Kocka, Wolfgang J. Mommsen, Agnes Blänsdorf. Towards a Global Community of Historians: the International Historical Congresses and the International Committee of Historical Sciences 1898–2000. Berghahn Books, 2005, p. 314. ("However the collapse of the Soviet empire, associated with the disintegration of the Soviet satellite regimes in East-Central Europe, including the German Democratic Republic, brought about a dramatic change of agenda.")
- ↑ "Thousands rally in East Germany". Eugene Register-Guard. Associated Press. 29 October 1989. p. 5A. خوندي شوی له the original on 17 February 2023. بياځلي په 18 June 2022.
- ↑ Grix, Jonathan; Cooke, Paul (2003). East German Distinctiveness in a Unified Germany. p. 17. ISBN 978-1-902459-17-2.
- ↑ Peter E. Quint. The Imperfect Union: Constitutional Structures of German Unification, Princeton University Press, 2012, pp. 125–126.
- ↑ Preuss, Evelyn. "The Wall You Will Never Know". Perspecta: The Yale Architectural Journal. Cambridge, MA: MIT Press: 19–31.
- ↑ "Three Top Commies Flee East Germany". Sarasota Herald-Tribune. 23 January 1953. pp. 1–2. بياځلي په 21 November 2019 – via Google News.
- ↑ "5 Flee East Germany". Toledo Blade. 31 May 1963. بياځلي په 21 November 2019 – via Google News.
- ↑ "Eugene Register-Guard – Google News Archive Search". news.google.com. بياځلي په 2021-04-26.
- ↑ "Files: 350 dies trying to flee East Germany". The Victoria Advocate. 28 July 1992. بياځلي په 21 November 2019 – via Google News.
- ↑ "Victimized East Germans seek redress". St. Petersburg Times. 11 September 1990.
- ↑ "More Than 1,100 Berlin Wall Victims". Deutsche Welle. 9 August 2005. خوندي شوی له اصلي څخه په 19 October 2017. بياځلي په 8 August 2009.
- ↑ hs, hdhd (1954). "hh".
- ↑ Geoffrey Pridham; Tatu Vanhanen (1994). Democratization in Eastern Europe. Routledge. p. 135. ISBN 0-415-11063-7.
- ↑ "Repeal the racist asylum laws". The New Worker. 29 August 1997. بياځلي په 5 September 2011.
- ↑ "Krenz, Schabowski und Kleiber hatten sich nichts mehr zu sagen". Berliner Zeitung. 31 May 2008. خوندي شوی له the original on 19 July 2012. بياځلي په 5 September 2011.
- ↑ Berlin Korrespondent (June 1949). "Nationale Front in der Ostzone". Die Zeit. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 November 2013. بياځلي په 10 May 2013.
- ↑ "Vom Sogenannten". Der Spiegel. 21 October 1968. p. 65. خوندي شوی له اصلي څخه په 3 February 2016.
- ↑ Facts about Germany: The Federal Republic of Germany, 1959 – Germany (West). 1959. p. 20. خوندي شوی له اصلي څخه په 21 December 2019. بياځلي په 16 November 2019.
- ↑ Berlin Korrespondent (June 1949). "Nationale Front in der Ostzone". Die Zeit. خوندي شوی له اصلي څخه په 11 November 2013. بياځلي په 10 May 2013.
- ↑ Cornfield, Daniel B. and Hodson, Randy (2002). Worlds of Work: Building an International Sociology of Work. Springer, p. 223. ISBN 0-306-46605-8
- ↑ Pollak, Michael (2005). "Ein Text in seinem Kontext". Östereichische Zeitschrift für Soziologie (in الماني). 30: 3–21. doi:10.1007/s11614-006-0033-6. S2CID 147022466.
- ↑ Baranowski, Shelley (6 April 1995). The Sanctity of Rural Life: Nobility, Protestantism, and Nazism in Weimar Prussia. pp. 187–188. ISBN 978-0-19-536166-7. خوندي شوی له اصلي څخه په 1 December 2019. بياځلي په 16 November 2019.
- ↑ Schmitt, Carl (12 July 2017). Political Romanticism. p. 11. ISBN 978-1-351-49869-2. خوندي شوی له اصلي څخه په 23 December 2019. بياځلي په 16 November 2019.
- ↑ "Each spring, millions of workmen from all parts of western Russia arrived in eastern Germany, which, in political language, is called East Elbia." from The Stronghold of Junkerdom, by George Sylvester Viereck. Viereck's, Volume 8. Fatherland Corporation, 1918
- ↑ Wildenthal, Lora. The Language of Human Rights in West Germany. p. 210.
- ↑ Compare: Ritter, Gerhard A. (April 2002). "Die DDR in der deutschen Geschichte" [The GDR in German history] (PDF). Vierteljahrshefte für Zeitgeschichte (in الماني). 50 (2): 171–172. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 16 November 2019. بياځلي په 16 November 2019.
Die Geschichte der DDR ist im wesentlichen zwischen zwei Polen einzubetten. Den einen Pol bildet die Sowjetisierung […] Den anderen Pol bildeten deutsche Traditionen, vor allem die Vorstellungen der kommunistischen Arbeiterbewegung.
- ↑ Ritter, Gerhard A. (April 2002). "Die DDR in der deutschen Geschichte" [The GDR in German history] (PDF). Vierteljahrshefte für Zeitgeschichte (in الماني). 50 (2): 171–200. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 16 November 2019. بياځلي په 16 November 2019.
In der Sozialpolitik hielten sich die Kontinuitäten und die Brüche mit der deutschen Tradition etwa die Waage. […] Seit Mitte der sechziger Jahre, vor allem aber in der Ära Honecker, in der die 'Einheit von Wirtschafts- und Sozialpolitik' zum Leitprinzip erhoben wurde, wurde die Sozialpolitik die wohl wichtigste Legitimationsgrundlage des Staates.
- ↑ "Yalta Conference". spartacus.schoolnet.co.uk. خوندي شوی له the original on 14 May 2011. بياځلي په 25 September 2010.