خبرې اترې:پېښليک (تاريخ)

Page contents not supported in other languages.
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ليکوال  : پوهنوال رسول باوري


                 علامه پوهاند رشاد دتاريخ ليکني په ډګر کي


تر دې مهاله زيات شمير پوهانو ، څيړونکو اوليکوالو د علامه رشاد پر علمي شخصت ليکني او څيړني کړيدي . او د څيړنو دا لړۍ لا روانه ده . يوشمير پوهانو د علامه رشاد تخليقي اثارڅيړلې او په هغو کي يې د نوښت غښتلۍ څرک موندلۍ دۍ ، يوشمير څيړونکو د استاد ادبي څيړنو ته پام کړۍ او په هغو کي يې د علامه رشاد ځواکمن دريځ جوت کړيدۍ او همداشان په ژبپوهنه ، کلتور پوهنه ، متون پوهنه او د پوهي په نورو ډګرونو کي يې د علامه اکادميسن پوهاند رشاد ونډه جوته کړېده . زه په دې لنډه ليکنه کي علامه رشاد د يوه مورخ په توګه را يادوم اوور سره يوځای هغو ځانګړنو ته د درنولوستونکو پام اړوم چي د معياري تاريخ ليکني بنسټيز ارونه دي .

د تاريخي اثارو د پيژندني او د هغو په اړه د رايې  څرګندوني لپاره   تر ټولو  لومړنۍ پړاو د هغه تاريخي اثر د ليکوال  او يا  مورخ  د ذهنيت  او ليد لوري  پيژندل  او  پوهيدل  دي .  چي  نوموړۍ  مورخ کومو اندونو او ځانګړو افکارو ته  ژمن  او يا لږ تر لږه  له هغو څخه  اغيزمن  شوۍ  دۍ   . علامه رشاد هم د نورو مورخينو په څير  ليد لورۍ او د خپلو تاريخي ليکنو لپاره يې  معنوي مودل او ذهني لارښود درلود ، هغسي چي استاد رشاد د لودي پښتانه نومي  اثر په سريزه کي ليکي : ((  په نړۍ کي له لرغونو زمانو  دادوددۍ چي ملکونه ، اولسونه ، کامونه ، کورنۍ ، او حتی شخصيتونه  لوړيږي ، ځوړيږي ، ودانيږي ، ورانيږي  وړيږي ، واک مومي ، بيواکه کيږي ، ژوند مومي او محوه کيږي ، دا ټولي اوښتني ( تغييرات ) ځانته سببونه لري ، د دغو سببو نو پلټنه او ګرويږنه  او د هغو د اغيزو او نتائجوڅيړل او شنل د تاريخ غايه ده
دا د اسلامي نړۍ تر ټولو ستر مورخ او فيلسوف  ابن خلدون  نظريه ده  . نوموړي  په اتمه هجري پيړۍ کي ژوند کاوه  ، په تونس کي وزيږدۍ ، بيا يې دد ژوند تر ورستيو کلونو د الازهر پوهنتون کي د الهاياتو ، فلسفې او اسلامي تاريخ  داستاد په توګه دنده تر سره کول  . د ابن خلدون څخه په لسګونو تاريخي ، فلسفي او ديني کتابونه په ميراث پاته دي ، خود ( د ابن خلدون مقدمي ) په نوم اثرنړيوال  شهرت ګټلۍ دۍ ، په دې اثر کي د تاريخ او ټولنپوهني په تړاو دنوموړي  اندونه خپاره شويدي .  د ابن خلدون  نظرياتو  نه يوازي د اسلامي  نړۍ  دمورخينوپر افکارو  اثر ښندلۍ ؤ ، بلکي د نړۍ پر بيلا بيلو فلسفي او تاريخي ذهنيتونو يې داسي اغيزي پريښي ،  چي يوشمير يې متاثره کړي  اويو شمير نورو بيا د خپلو افکارو د تدوين   لپاره د منځپانګي تر بريده ورڅخه ګټه پورته کړيده ، چي په لويديځه نړۍ کي  د بيلګي په توګه  نامتو ټولنپوه اګست کنت   او په ځانګړي ډول  د شلمي پيړۍ  انګليسي نامتو مورخ او فيلسوف  ارنولد تايبې يادولای شو چي په علمي کړيو کي يې د (( تمدنونو د انحطاط فيلسوف  )) په نوم زيات شهرت وګاټه . د ټولني دايروي وده چي د ابن خلدون له نظرياتوڅخه  راپيل شويده ، په اوس مهاله بيلا بيلو ايز مونو، سياسي او ټولنيزو مسلکونو کي په يوه يا بل ډول کارول کيږي .  علامه رشاد هم  د ابن خلدون نظريو ته ژمن پاته شوۍ د تاريخ ليکني  هغه متود يې کارولۍ چي  ريښې او جرړي يې  د ابن خلدون  په نظريو کي له ورايه څرګندي دي  .               

ډيرو شننوکو د علامه رشاد په اړه داخبره منلې چي هغه هيڅ يوه کرښه د کاغذ پر مخ نه راکښل څوچي د هغې په اړه به يې باور او ډاډ نه وای حاصل شوۍ . همدا وينا داستاد علامه رشاد د نورو ټولنيزو علومو تر څنګ په تاريخي څيړنو کي هم په پوره وړتيا څرګنده ده . د علامه رشاد څخه په زيات شمير تاريخي ليکني د ادب او ژبپوهني په تړاو را پاته دي ،چي د بيلګي په توګه ، ډيلۍ د پښتنو په وخت کي سريزه ؛ در باره نظامنامه اکبري و ناظم ان ؛ کوروش خون اشام ،د قيصه خوانۍ خونړۍ پيښه ، څوارلس کلن غازي حاتم او زيات شمير نور داډول خپاره شوي اثاريادولای شو ، خو زما د دې ليکني لپاره د علامه رشاد دنورو تاريخي کتابونو څخه د لودي پښتانه په نوم تاريخي اثر چي د ٤٢٥ پاڼو په لرلو په هند کي د لودي کورنۍ بشپړ تاريخ دۍ ، او هم مي د يوې بيلګي په توګه د نورو تاريخي مقالو څخه په لس مقالې نومي کتاب کي د (( دکرلانيو پاچا هي کورنۍ )) د بحث لپاره ټاکلي دي .

په تاريخي اثارو کي هغه ليکنه يا کتاب د زيات باور وړ ګرځي چي د تاريخي څيړنو ټول ارونه پکښي کارول شوي وي . د دې ارونو څخه يو هم د باوري منابعو او لاسوندونو څخه ګټه اخيستنه ده چي د پيښو د تصديق او سپيناوي لپاره کارول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه او هم د کرلانيو پاچاهي کورنۍ په اړه د هري پيښي او هري وينا لپاره لاس وند وړاندي کړي او هره وينا يې د ماخذ په مرسته د منلو وړ ګرځولې ده . د دې ادعا د ثبوت لپاره د لودي پښتانه ، تاريخي اثر د متن هره پاڼه لوستونکي ته د ډاډ څرګند لاس وند دۍ . د بيلګي په توګه  : په ٧٩ نه اويا يمه پاڼه کي چي د سلطان بهلول د رسيدلو په اړه سرليک پيل کيږي ورسره سم د بيلا بيلو ماخذ ونو او لاسوندونو ياودنه کوي ، د خورشيد جهان ؛ مرقع افغان ؛ شوکت افغان د اثارو بيلا بيلي پاڼي را يادوي ، چي د نوموړي مطلب د کره کولو لپاره تر ټولو ډاډمن اخځونه دي . او دا ميتود د لس مقالي نومي اثر په بيلا بيلو برخو کي هم په پوره ځير تيا کارول شويدۍ .

د برلاسو تاريخي څيړونکو يوه ځانګړ تيا دا ده چي د پيښو پر مهال ليکل شويو اثارو ته پوره پام اړوي او د لومړي لاس منابعو په توګه د هغو اثارو څخه زياته ګټه پورته کوي چي د پيښي مهال ته نږدې او يا پر يوه مهال وي ، پوهاند رشاد هم د بر لاسو مورخينو په څير د لودي پښتانه په اړه زيات هغه اثار او منابع کارولي چي د هغه مهال ليکوالو ليکلي دي ، لکه مسالک الممالک ( اصطخري ) کتاب الهند ( البيروني ) زين الاخبار ( عبدالحۍ ګرديزي ) حدودالعالم ، تزک بابري ( بابر نامه : اودخان خان )طبقات ناصري ( جوزجاني ) اوداسي په لسګونو ، نور يادولای شو .

په تاريخي څيړنو کي يوه بله ستره ځانګړتيا دا ده چي د يوې ادعا لپاره د يوه ماخذ وړاندي کول بس نه دي ، لاس بري مورخين د يوه لاسو ند پر ځاي د ډيرو لاسوندونو پيدا کولو او وړاندي کولو ته پام کوي او زيار باسي چي د خپلي ادعا د سپيناوي لپاره څو ماحذونه وړاندي کړي او يا د يوه ماخذ د تصديق لپاره نور ماخذونه وښئي . علامه رشاد هم د همدې ميتود څخه په لودي پښتانه نومي اثر کي او هم په لس مقالې نومي کتاب کي ، کار اخيستۍ دۍ . د لودي پښتانه په ١٤٩ مه پاڼه کي چي د جونپور دريمه جګړه را يادوي او په لمن ليک کي د هغه مبارک خان سپيناوۍ کوي چي په دې جګړه کي ښکيل دۍ ، او وايې چي دا د ماخذونو په حواله هغه مبارک خان نه دۍ چي د مبارک خان لواڼي په نوم پخوا ياد شويدۍ ، بلکي دا د مونجي خيلو لودي کورنۍ اړوند يوه بل مبارک خان دۍ .(پاڼه ١٤٩ لودي پښتانه )

اکادميسن علامه رشاد په هغه مقاله کي چي د کرلاڼيو پاچاهي تر سرليک لاندي يې خپره کړيده هم دا ميتود کارولۍ دۍ ، د بيلګي په توګه : د کرلاڼي دنوم څيړلو لپاره بيلا بيل لاسوندونه او منابع وړاندي کوي او تر هغه بريده يې د لاسوندنو او اثارو کره کتنه کړيده چي په پر له پسې توګه يې يو ماخذ په بل ماخذ تائيد کړېدۍ ، او ان دا چي طبعاتي تيروتنو ته يې هم پام کړي او هغه يې يادي کړيدي ، لکه چي په لس مقالې نومي اثر په ٣٦ پاڼه کي ليکي : د صولت شير شاهي په ١١٤ مخ کي چي سيد احمد مرتضی ليکلۍ او د عليګړ پوهتون له لوري چاپ شويدۍ هلته د تاج خان سره يوځای بواني ليکل شويدۍ ، چي دا چاپي تيروتنه ده . ( پاڼه ٣٦ لس مقالې )

د تاريخ د علمي يون دوه بنسټيز فکتورونه د زمان او مکان يوالۍ دۍ ، هغه تاريخي پيښه چي زمان او مکان يې څرګند نه وي دبشپړي تاريخي پيښي په توګه نه شميرل کيږي . د همدې اصل له مخي په ټولو تاريخي اثارو کي د پيښي ځای ښودل او د وخت څرګندتيا تر ټولو لومړۍ په پام کي نيول کيږي . علامه رشاد په لودي پښتانه نومي کتاب کي په پر له پسې توګه دا اصل په پام کي نيولۍ او د هرې پيښي سره يې د وخت سپيناوۍ کړي او هم يې د سيمي او ځای پيژندل شوني کړيدي . د نوموړي اثر هيڅ يوعنوان او سر ليک بيله څرګندي نېټې نه ليدل کيږي او ورسره د پيښي سيمه او ورشو هم جوته شويده . د بيلګي په توګه په ١٠٩ پاڼه کي د بهلولپور سرليک را يادوو : بهلولپور د خزينته الا صفی په حواله سلطان بهلول ته منسوب دۍ ، په ٩٣٢ هجري کال چي کله بابر مغل د سلطان شهاب الدين غوري ودان شوۍ ښار سيال کوټ وران کړ نو يې د هغې سيمي اوسيدنکي بهلولپور ته وليږل . د بابر نامې په ١٦٦ مخ کي ليکل شويدي چي د بهلولپور کلا د چناب د سين پر غاړه پرته ده . ( ١٠٩ پاڼه ، لودي پښتانه ) .

د ا لنډه ليکنه په پوره روښانتيا دا برملا کوي چي علامه رشاد هغسي چي د هيواد د ستر اديب او نامتو ليکوال په توګه پيژندل شويدۍ ، د هيواد په تاريخ ليکنه کي يې هم ستر لاس درلود او د تاريخ د يوه عالم په څيريې هغه تاريخي پيښي ، تاريخي کورنۍ او يوشمير تاريخي کسان را پيژندلي چي د هيواد دتاريخ لپاره يې پيژندګلوي اړينه وه . او له نيکه مرغه استاد په پوره ځير تيا په تاريخي پاڼو کي د هغو تشو ډکولو ته زيار ايستلۍ چي د اوسني نسل لپاره يې پوهيدل اړين دي .

دپام وړيادونه  :

په دې لنډه ليکنه کي د علامه رشاد (( لودي پښتانه . پښتو ټولنه . ١٣٣٦ . )) او (( لس مقالې . دولتي مطبعه . ١٣٦٧ )) سربيره د لاندي اخځونو څخه هم ګټه اخستل شويده ، چي د الفبا په ترتيب دي :

__ باوري ، رسول . د تاريخ او مورخ په اړه لنډي څرګندوني . د مقالو ټولګه . سلام ټولنه . ٢٠٠٢ .

__ ساپی ، ضمير . تاريخ چيست ؟ . پوهنتون کابل . ١٣٥٤ .

__ شفا ، شجاع الدين . مايه ، بعد از هزار و چهارصد سال . نشرات زردشتيان . ٢٠٠٤ .

__ فروغ السادات ، اخضري . تطابق عوامل انحطاط دول ابن خلدون . دانشګاه تهران . ١٣٧٧ .

__ مير حسين شاه . تاريخ نويسي در شرق . پوهنتون کابل . پروګرام ماستري تاريخ . ١٣٦٧ .