ويکيپېډيا:حضرت علي ته د حضرت عثمان(رض) او حضرت معاويه مراجعات

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کتاب نوم: خوشال بابا او نبوي کورنۍ

څېړونکی: استاد اجرالدین اقبال

پته:www.andyal.com

خپرونکی: دانش خپرندویه ټولنه- کابل- افغانستان

حضرت علي ته د حضرت عثمان(رض) او حضرت معاويه مراجعات[سمول]

( امام انس بن مالک؛موطاء : باب طلاق مريض :٣٦ مخ ) په خپل سند له محمد بن يحيى بن حبان روايتوي،چې وايي : نيکه مې دوه ښځې درلودې،چې يوه يې هاشمي او بله يې انصاري وه؛ انصاري ته يې طلاق ورکړ حال داچې شيدې يې ورکولې او تر يو کال وروسته په خپله مړ شو. ښځې يې ادعا وکړه، زه يې اوس هم ښځه يم؛ځکه تر اوسه مې لا حيض نه دى راغلى،چې دې دواړو ښځو خپل شکايت حضرت عثمان ته يووړ، چې حضرت عثمان حکم وکړ : په ارث کې يې برخه ده، چې هاشمي ښځې ملامته کړ او ورته يې وويل : دا څنګه حکم دې وکړ. حضرت عثمان ورته وويل : ما دې د تره له زوى علي بن ابيطالب پوښتنه وکړه او هغه داسې حکم کړى دى .

دا روايت ( بيهقي؛ سنن :اووم ټوک،٤١٩ مخ ) ، ( شافعي؛مسند : د عدد کتاب : ١٧١ مخ ) ، ( ابن حجر؛اصابه :اتم ټوک،لومړى قسم، ٢٠٤ مخ ) ، ( ابن عبدالبر؛استيعاب :دويم ټوک،٧٦٤ مخ ) ، ( محب طبري؛رياض النضره :دويم ټوک،١٩٧ مخ ) او محب طبري يې په پاى کې راوړي : حضرت عثمان وويل: زه په دې مسله نه پوهېږم او خپله شخړه مو حضرت علي ته يوسئ . حضرت علي ورته وويل : د رسول اکرم (ص) د منبر تر غاړې قسم وخوره، چې په دې موده کې يې درې ځل حيض نه دى راغلى . ښځې هم قسم وخوړ او له هغه بلې ښځې سره په ميراث کې شريکه شوه .

( امام انس بن مالک؛موطاء : د حدود کتاب :١٧٦ مخ ) يو روايت نقل کړى،چې يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږاوه،چې خبره يې  حضرت عثمان ته راوړه او هغه هم حضرت علي ته ورلېږل،چې دې ته ورته کيسه مو د حضرت عمر په مراجعاتو کې هم وکړه؛خو په دومره توپير، چې حضرت عثمان وويل : ولاړشئ او ښځه راولئ؛خو د سنګسار حکم يې و نه کړ؛خو اوبه له ورخه تېرې وې . 

دا روايت بيهقي هم د سنن د اووم ټوک په ٤٤٢ مخ کې له مالک نقل کړى دى .

سيوطي په درالمنثور کې د (وَوَصَّيْنَا الْإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حُسْنًا) د آيت په تفسير کې دې روايت ته ورته يوه بله کيسه نقل کړې،چې د جهينيه د ټبر يوې ښځې شپږ مياشتنى ماشوم وزېږواه،چې د حضرت علي ځواب ورته هماغه و،چې په دوو تېرو روايتونو کې ورته اشاره وشوه؛نو د لنډيز لپاره مو دلته نه دى راوړى  او بيا همدا کيسه ابن جرير د خپل تفسير د پينځه ويشتم ټوک په ٦١ مخ کې نقل کړې ده .

( امام احمد بن حنبل؛مسند :لومړى ټوک،١٠٠ مخ ) په خپل سند له عبدالله بن حارث نوفل هاشمي روايتوي،چې وايي : پلار ته مې حضرت عثمان د مکې د کومې چارې واک ورکړى و او حضرت عثمان،چې مکې ته راغى؛نو زه او پلار مې د حارث ليدو او ستړو مه شو ته ورغلو او په قديد کې کوز شو؛ځکه حضرت عثمان هلته اړولي و او د سيمې خلکو ورته سيسۍ ښکار کړې وې؛نو هغه مو ورته قورمه پوخ کړ ورته مو يووړ،چې د حضرت عثمان يارانو يې له خوړو ډډه وکړه،چې موږ محرم يو او د احرام په حال کې نشو کړاى د ښکار غوښه وخورو.حضرت عثمان وويل: موږ خو څه په خپله ښکار نه دى کړى؛بلکې اهل حل _ څوک چې محرم نه وو_ښکار کړى دى او موږ ته يې راکوي او دا خو پروا نه لري او چا ويل چې پروا لري ؟ عبدالله بن حارث وايي : ته به  وايې،چې همدا اوس يې وينم چې حضرت علي راروان دى او خپل لاسونه يې له هغو وښو څنډل،چې څارويو ته يې اچولي وو . حضرت عثمان وويل : هغه ښکار،دى چې اهل حل کړى موږ خو امر هم نه دى کړى،چې ښکار وکړئ او ورښوولي مو هم نه دي،چې ښکار یې کړه؛ ځکه په احرام کې څوک نشي کړاى،چې څه وښيي چې ښکار يې کړه او موږ خو د دوى مېلمانه يو؛نو دا خو څه پروا نه لري . حضرت علي غوسه شو او ويې ويل : زه ناستو کسانو ته پر خداى قسم ورکوم،چې پاڅئ او شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د ښکار د غوښې پنډۍ راوړه او رسول اکرم وويل :  اهل حل ته يې ورکړئ؛ځکه  په احرام کې و؛نو ځکه يې و نه خوړه،چې بيا دولس کسان پاڅېدل او شهادت يې ورکړ،چې رسول اکرم هغه غوښه و نه خوړه . حضرت علي بيا وويل :تاسې ته قسم درکوم،چې شهادت ورکړئ،چې رسول اکرم ته يې د احرام په حال کې د اوښمرغه غوښه راوړه،چې و يې ويل :موږ محرم يو او اهل حل ته يې ورکړئ . چې بيا تر دولس کسانو لږ پاڅېدل او شهادت يې ورکړ . بيا حضرت عثمان هغه خواړه و نه خوړل او خپلې کېږدۍ ته ورننووت او خواړه يې اهل حل ته ورکړل .

دا روايت احمد بن حنبل هم له دوو لارو په لنډه راوړى او طحاوي هم د معاني الاثار د شرح د حج د کتاب په ٣٨٦ مخ کې په لنډه راوړى، متقي هم د کنزالعمال د درېم ټوک په ٥٣ مخ کې راوړى او وايي : ابن جرير او ابويعلي نقل کړى او همداراز هيثمي د مجمع د درېم ټوک په ٢٢٩ مخ کې راوړى او احمد،ابويعلي او بزار ته يې نسبت ورکړى دى .

( امام انس بن مالک؛موطاء :د قضا کتاب :١٢٦ مخ ) په خپل سند له  حضرت سعيد بن مسيب روايتوي،چې د شام يو اوسېدونکى،چې نوم يې ابن خيبري و،خپله ښځه يې له پردي سړي سره وليده او ښځه او که دواړه يې ووژل . خبره معاوية بن ابوسفيان ته راورسېده،چې څنګه د سړي، ښځې او مېړه او کورنيو تر منځ شخړه هواره کړي؛نو حضرت ابو موسى اشعري ته يې ليک وليک،چې ولاړ شه او له حضرت علي ددې ستونزې هوارى وپوښته. حضرت ابوموسى اشعري هم حضرت علي پوښته. حضرت علي ورته وويل :دا پېښه د حکومت په واک کې نه ده او بايد ووايې، چې چېرې شوې ؟ حضرت ابوموسى ورته پوره کيسه وکړه،چې معاويه راته ليکلي چې ودې پوښتم . حضرت علي ورته وويل : که څلور شاهدان يې راوستل؛خو سمه ده؛ګنې نو بايد د قصاص لپاره ونيول شي . 

دا روايت ( بيهقي؛سنن :اتم ټوک،٢٣٠ مخ له يوې لارې او په ٢٣٧ مخ کې له بلې لارې او د دويم ټوک په١٤٧ مخ کې له بلې لارې  ) ، (شافعي؛مسند :دالجائز الحدود کتاب ، ٢٠٤ مخ ) او ( متقي؛ کنزالعمال : اووم ټوک،٣٠٠ مخ ) کې هم نقل کړى دى .

( استيعاب :دويم ټوک،٤٦٣ مخ ) وايي : معاوية بن ابوسفيان به چې په هره ستونزه کې راګېر شو؛نو په ليک کې به يې هوارى له حضرت علي غوښته او معاويه،چې واورېدل،چې حضرت علي يې وواژه؛نو ويې ويل: فقه او علم يې وواژه . د حضرت معاويه ورور عتبه،چې دا خبره واورېده؛ حضرت معاويه ته يې وويل : پام کوه څوک دې دا خبره وا نه وري. حضرت معاويه ورته وويل: درومه خپل کار دې کړه .

( کنزالعمال :شپږم ټوک،٢١ مخ ) له شعبي روايتوي،چې وايي : حضرت علي وويل : شکر د خداى چې زموږ دښمن يې موږ ته اړين کړ،چې په دين کې هر ستونزه لري؛نو له ما يې پوښتي او همدا اوس راته معاويه د نرښځي د ميراث په اړه   ليک رااستولى او ما يې هم ځواب ورکړ،چې د عورت له مخې ورته ميراث ورکړه،چې که عورت يې د سړي و؛نو د سړي ميراث ورکړه او که عورت يې د ښځې و؛نو د ښځې ميراث ورکړه.

( مناوي؛فيض القدير :څلورم ټوک،٣٥٦ مخ ) په شرح کې وايي : د همزيه په شرح کې راغلي،چې حضرت معاويه بن ابي سفيان به په ستونزه کې راګېر شو؛نو د هواري غوښتنه به يې له حضرت علي کوله او حضرت علي هم ورته ستونزه هواروله،چې د حضرت علي يو زوى وويل : ولې د ښمن ته لارښوونه کوې ؟ حضرت علي  وويل : دا موږ ته بس نه ده،چې خداى راته اړ کړى دى او موږ پوښتي ؟  

( کنزالعمال :درېم ټوک،١٨٠ مخ ) له ابي الوضين روايتوي،چې يو سړي د يو شامي پر لور مارکه وکړه؛ البته پر هغه لور،چې له ازادې ښځې يې وه او د لور پلار د وينځې لور سينګار او د زوم کور ته يې ولېږله، زوم،چې د واده پر ړومبۍ شپه کوټې ته ولاړ؛ نو ناوې يې وپوښتله: د چا لور يې ؟ ناوې ورته وويل : د پلانۍ لور_؛يعنې د وينځې لور _ زوم وويل :د پلانۍ پر لور مې( چې له ازادې ښځې یې شوې وه) مارکه کړې وه . خبره يې  حضرت معاويه بن ابوسفيان ته وکړه . حضرت معاويه ورته وويل :څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده او بيا يې له خپلو شاوخوا کسانو وپوښتل : ددې مسلې حل څه دى؟ هغوى هم ورته د  حضرت معاويه خبره وکړه او ويې ويل : څه پروا کوي،چې يوه ښځه يې د بلې ښځې پر ځاى درکړې ده . زوم غوښتنه وکړه،چې مسئله حضرت علي ته ولېږئ او حضرت معاويه هم حضرت علي ته ولېږله . حضرت علي څه له ځمکې راپورته کړل او ويې ويل :  ددې خبرې حل ددې څيز د راوچتولو هومره اسان دى او ويې ويل : کوم جهيز يې،چې دې ښځې ته ورکړې،ددې ښځې شو؛ځکه  کوروالى دې ورسره کړى او پلار يې بايد هماغومره جهيز هغه بلې لور ته چمتو کړي او ددې ښځې عده،چې پاى ته ورسېده؛هغه بله لور دې ستا کور ته راولېږي . بيا راوي وايي : تر کومه مې چې يادېږي حضرت علي د نجلۍ پلار پر کوړو وواهه او که غوښتل يې،چې و يې وهي. بيا وايي :دا روايت ابن ابي شيبه هم روايت  کړى دى . 

( کنزالعمال : درېم ټوک،١٨١ مخ ) له حجار بن ابحر روايتوي،چې وايي : له حضرت معاويه سره ناست وم،چې دوه سړي راغلل،چې د يو جوړ جامو پر سر يې شخړه وه او يو يې وويل : دا جامه زما او شهود يې راوستل او هغه بل وويل : دا جامه ما په خپله له يو ناپېژندګلو سړي اخستې ده . حضرت معاويه وويل : کاشکې علي بن ابيطالب و،چې دا ستونزه يې هواره کړې واى . ما ورته وويل : زه وم،چې دې ته ورته شخړه يې حضرت علي ته راوړه ؟ پوښتنه يې وکړه : نو هغه څه وکړل؟ ومې ويل : حق يې هغه ته ورکړ،چې د شهودو اقامه يې کړې وه او بل ته يې وويل: تا خپل مال ضايع کړى دى.

( رياض النضره : دويم ټوک،١٩٥ مخ ) له ابي حازم روايتوي،چې يو سړی حضرت معاويه بن ابي سفيان ته راغى او د يوې مسئلې په اړه یې  وپوښت او داچې له حضرت معاويه سره يې ځواب نه و؛نو ورته يې وويل: ولاړ شه او له حضرت علي يې وپوښته.سړي ورته وويل : ستا ځواب مې ډېر خوښ دى. حضرت معاويه : څومره ناوړه خبره دې وکړه ! آيا هغه سړي ته له ورتګه کرکه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې رسول اکرم يې په اړه  ويلي وو : (( ته ما ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي)) هغه سړى،چې  حضرت عمر بن خطاب به په کومه ستونزه کې راګېر شو؛نو  حضرت علي ته به يې مراجعه کوله .

محب طبري وايي :دا روايت احمد هم په مناقب کې راوړى دى .

( مناوي؛فيض القدير:درېم ټوک،٤٦ مخ ) له کلا بازي راويت کوي، چې يو سړي له حضرت معاويه بن ابي سفيان يوه مسله وپوښتله. حضرت معاويه ورته وويل : له حضرت علي يې وپوښته،چې تر ما اعلم دى . سړي ورته وويل : زه ستا ځواب غواړم. حضرت معاويه ورته وويل : پر ځان ووېرېږه،چې له هغه سړي ډډه کوې،چې رسول اکرم پر علم موړ کړى و؛هغه سړى،چې حضرت عمر به په ستونزه کې ګېر شو؛نو حضرت علي به يې پوښته او يوه ورځ يو سړى حضرت عمر ته راغى او پوښتنه يې ترې وکړه،چې عمر (رض) ورته وويل : حضرت علي دلته دى،چې سړي ورته وويل : له تا يې ځواب غواړم . حضرت عمر وويل : پاڅه خداى دې پښې شلې کړه او حکم يې وکړ،چې نوم يې له دېوانه پاک کړئ .

دې روايت ته ورته يو بل روايت په فتح الباري فى شرح البخاري ( اولسم ټوک،٥٠ مخ ) له اسماعيل بن ابي خالد له قيس بن ابي حازم نقل کړى دى .

( صحيح مسلم د طهارت کتاب : پر موزې د مسحې باب ) په خپل سند له حکم بن عتيبه له قاسم بن مخيمره له شرح بن هاني روايتوي،چې عايشې بي بي ته ولاړم او پر موزې د مسحې په اړه مې ترې پوښتنه وکړه،چې راته يې وويل : ولاړ شه او د ابيطالب له زوى پوښتنه وکړه .

دا روايت مسلم له دوو نورو لارو،نسائي په صحيح ( لومړى ټوک،٣٢ مخ ) ، ( ابن ماجه؛ صحيح :٤٢ مخ ) ، ( احمد بن حنبل؛مسند : لومړى ټوک :٩٦،١٠٠،١١٣،١١٧،١٢٠،١٣٣،١٤٦،١٤٩ او د شپږم ټوک په ١١٠ مخ ) ، ( ابوداود طيالسي؛مسند :لومړى ټوک،١٥ مخ ) ، ( بيهقي؛ سنن :لومړى ټوک،٢٧٢ مخ له دوو لارو او په ٢٧٧ مخ کې له درېمې لارې ) ، ( ابونعيم؛حلية :لومړى ټوک،٨٣ مخ ) ، ( خطيب بغدادي :د بغداد تاريخ :يوولسم ټوک،٢٤٦ مخ ) ، ( طحاوي؛شرح معاني الاثار : د طهارت کتاب :٤٩ مخ او له  بلې  لارې په ٥٠ مخ ) ، (ابوحنيفه؛مسند :١٢٩ مخ ) ، ( متقي؛کنزالعمال :پينځم ټوک،١٤٧ مخ ) او د وينا له مخې یې حميدي، سعيد بن منصور، عبدالرزاق، ابن ابي شيبه، احمد بن حنبل، عدني، دارمي، ابن حزيمه او ابن حبان هم نقل کړى دى .

( فتح الباري؛شپاړسم ټوک،١٦٨ مخ ) له ابن ابي شيبه په ډېر ښه او صحيح سند له عبدالرحمن بن ابزي روايتوي،چې و ايي : د جمل د جګړې پر ورځ  حضرت عبدالله بن بديل بن ورقاء خزاعي ځان عايشې بي بي ته ورساوه او تر اوسه لا عايشه بي بي په خپله کجاوه کې وه او ورته يې وويل : يادېږي مو چې د حضرت عثمان تر وژل کېدو وورسته درغلم او پوښتنه مو وکړه،چې تر حضرت عثمان وروسته د چا خلافت ته غاړه کېږدو؟ تا راته وويل : د حضرت علي خلافت ته . عايشه بي بي چوپ شوه او څه يې و نه ويل. بيا يې د هغې د ورور محمد (رض) په مرسته اوښ وتاړه او حضرت علي ته مو راوسته. حضرت علي حکم وکړ،چې ځانګړى کور ورکړئ .

( سننن بيهقي؛پينځم ټوک،١٤٩ مخ ) په خپل سند له ابي مجلز روايتوي،چې وايي : يو سړي د حضرت عمر زوى وپوښته،چې په رمي جمرات کې مې شک کړى، آيا اوه وارې مې رجم وکړ او که شپږ وارې؛نو څه وکړم ؟ و يې ويل : بايد علي بن ابيطالب وپوښتې.