جيبوتي
جيبوتي | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار |
|
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | ۱۱°۴۸′۰۰″شمال ۴۲°۲۶′۰۰″ختیځ / 11.8°شمال 42.433333°ختيځ [۱] |
پراخوالی | 23200 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | جیبوتی |
رسمي ژبې | فرانسوي ژبه ، عربي ژبه |
مشرتابه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
خپلواکۍ نېټه | ۲۳ جون ۱۹۷۷ |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | 18 کلن |
نور مالومات | |
پیسې | د جیبوتی فرانک |
تګلوری | ښي لورۍ [۲] |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
هېواد کوډ | DJ |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +253 |
جیبوتي چې رسمي نوم یې د جېبوتي جمهوریت دی د افریقا په (ښکر) کې پروت یو هیواد دی چې پلازمینه یې د جیبوتی ښار ښار دی. مساحت یې ۲۰۰'۲۳ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۱۵۹'۸۱۸ نفره دی. جیبوتی په ۲۷ د جون ۱۹۷۷م کال له فرانسه نه خپلواکی ترلاسه کړه، د پیسو واحد یې د جیبوتی فرانک (DJT) او ولسمشر یې اسماعیل عمر غیله دی. جیبوتي، په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت، د افریقا د ښاخ په برخه کې یو هېواد دی. دا هېواد له سویل لوري له سومالیا، له سویل لوېدیځ لوري له ایتوپیا، له شمال لوري له اریتریا، او له ختیځ لوري د سرې سمندرګۍ او د عدن له خلیج سره ګډه پوله لري. د عدن خلیج په هغه غاړه کې یمن پروت دی. دا هېواد ټولټال ۲۳،۲۰۰ کیلومتر مربع (۸،۹۵۸ مایل مربع) مساحت لري.
په لرغونې زمانه کې، دا هېواد د ایتوپیا، اریتریا او سومالیلنډ سره یوځای د پونټ د خاورې برخه وه. زیلا ته نږدې، چې اوس په سومالیلینډ کې ده، د منځنیو پیړیو عدل او عفت سلطنتونه وو. د نولسمې پیړۍ په وروستیو کې، د سومالیلنډ فرانسوي مستعمره له فرانسويانو سره د واکمن دیر سومالي (Dir Somali) سلطانانو له لوري د لاسلیک شوو تړونونو وروسته رامنځ ته شوه او دایر داوا (Dire Dawa) (چې وروسته ادیس ابابا شوه) ته د دې مستعمرې ریل پټلۍ لاره هواره کړه چې په چټکۍ سره زیلا د سوېلي ایتوپیا او اوګاډن د بندر بدیل وټاکي. دا سیمه وروسته په ۱۹۶۷ کال کې د فرانسې د عفر او عیسی د سیمې په نوم و نومول شوه. د جیبوتي خلکو یوه لسیزه وروسته د خپلواکۍ په ګټه رایه ورکړه. دې کار په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت تاسیس را منځ ته کړ، چې د دې هېواد پلازمینې په نوم ونومول شو. نوی دولت په همدې کال کې د ۱۹۷۷ کال د سپتمبر په ۲۰ نېټه د ملګرو ملتونو غړی شو. د ۱۹۹۰ کلونو په لومړیو کې، د حکومت د استازیتوب پر سر تاوتریخوالی د وسله والې شخړې لامل شو، چې په ۲۰۰۰ کال کې د واکمن ګوند او اپوزیسیون ترمنځ د واک د وېش په تړون پای ته ورسېد. [۳][۴][۵][۶][۷][۸]
جیبوتي یو څو توکمیز هېواد دی چې له ۹۲۱،۸۰۴ څخه ډیر نفوس لري (چې په افریقا کې ترټولو کوچنی دی). فرانسوي او عربي ژبې د دې هېواد دوه رسمي ژبې دې او عفر او سومالي یې ملي ژبې دي. نږدې ۹۴٪ اوسیدونکي یې د اسلام لارویان دي چې د دې هېواد رسمي دین دی او له زرو کلونو څخه زیات په دې سیمه کې حاکم دی. سومالی او عفر دوه لویې توکمیزې ډلې جوړوي، چې عفر یې اکثریت دی. دواړه د افرو-آسیایي ژبو په کوشي ژبه خبرې کوي.
جیبوتي په ستراتیژیک ډول د نړۍ د کښتیو ترټولو بوختو لارو ته نږدې موقعیت لري،چې سره سمندر او د هند سمندر ته لاسرسی کنټرولوي. دا هېواد د تیلو د اچولو او د بار د بدلولو مهم مرکز ګڼل کېږي او د ګاونډي ایتوپیا څخه د وارداتو او صادراتو لپاره اصلي سمندري بندر دی. دا هېواد د یوه پراخیدونکي سوداګریز مرکز په توګه، د بېلابېلو بهرنیو پوځي اډو ځای دی. د پراختیا بین الدول ادارې (IGAD) سیمه ایزه څانګه هم د جیبوتي په ښار کې مرکزي دفتر لري.
نوم او د هغه ريښه
جیبوتي په رسمي ډول د جیبوتي جمهوریت په نوم پېژندل کېږي. په سیمه ایزو ژبو کې د Yibuuti (په عفر ژبه کې) اوJabuuti په (سومالي ژبه کې) په نوم پېژندل کېږي.
د دې هېواد نوم د هغه د پلازمینې په نوم نومول شوی، چې د جیبوتی ښار دی. د نوم په ریښه کې اختلاف موجود دی. د دې ریښې په اړه ډېرې تیورېګانې او افسانې شته، چې نظر هرتوکم ته توپیر لري. یوه تیوري د عفر ژبې له کلیمې ګابوتي (gabouti) څخه اخیستل شوې، چې معنی یې "پلیټ" یا ټوټه ده، چې ښایي د سیمې په جغرافیایي ځانګړتیاوو دلالت وکړي. بله یې دا نوم له ګابود (gabood) سره نښلوي، چې معنی یې "مرتفع ځمکه/ هواره" ده. جیبوتي د "تیحوتي خاورې" یا "د تحوت د خاورې معنې هم ورکوي (په مصري کې: Djehuti/ Djehuty) ده او د مصر د سپوږمۍ خدای له معنی څخه اخیستل شوی. [۹][۱۰][۱۱][۱۲]
له ۱۸۶۲ کال څخه تر ۱۸۹۴ کال پورې، د تاجورا د خلیج شمال لور ته خاوره د "اوبوک" په نوم یادېده. دا سیمه چې تر فرانسوي ادارې لاندې وه، له ۱۸۳۳ کال څخه تر ۱۹۶۷ کال پورې د فرانسوي سومالیلنډ (په فرانسوي ژبه: Côte française des Somalis) په نوم یادېده او له ۱۹۶۷ کال څخه تر ۱۹۷۷ کال پورې د عفر او عیسی فرانسوي سیمه (په فرانسوي کې: Territoire français des Afars et des Issas) په نوم یادېده. [۱۳][۱۴]
ایداري وېش
تاریخ
کلتور
اقتصاد
جغرافیه
اداري ویش
- ↑
{{cite web}}
: Empty citation (help) - ↑ http://chartsbin.com/view/edr
- ↑ Raph Uwechue, Africa year book and who's who, (Africa Journal Ltd.: 1977), p. 209 ISBN 0903274051.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ A Political Chronology of Africa, (Taylor & Francis: 2001), p. 132 ISBN 1857431162.
- ↑ کينډۍ:Cite EB1911
- ↑ "Today in Djibouti History". Historyorb.com. Archived from the original on 16 مې 2011. Retrieved 27 اپرېل 2011.
- ↑ "United Nations member states". United Nations. Archived from the original on 30 ډيسمبر 2013. Retrieved 27 اپرېل 2011.
- ↑ Everett-Heath, John (22 مې 2014). "Djibouti". The Concise Dictionary of World Place-Names (3 ed.). Oxford Reference. Oxford Reference. ISBN 978-0-19-175139-4. Archived from the original on 6 March 2019. Retrieved 5 March 2019.
- ↑ Boujrada, Zineb (2 مارچ 2018). "How Djibouti Got Its Unique Name". The Culture Trip. Archived from the original on 6 March 2019. Retrieved 4 March 2019.
- ↑ "Countries Of The World That Are Named After Legendary Figures". Worldatlas. 7 August 2018.
- ↑ N.Y.), Metropolitan Museum of Art (New York (2008). Beyond Babylon: Art, Trade, and Diplomacy in the Second Millennium B.C. (په انګليسي). Metropolitan Museum of Art. p. 361. ISBN 978-1-58839-295-4.
- ↑ Zarins, Juris (1990), "Early Pastoral Nomadism and the Settlement of Lower Mesopotamia", (Bulletin of the American Schools of Oriental Research)
- ↑ Diamond J, Bellwood P (2003) Farmers and Their Languages: The First Expansions SCIENCE 300, doi:10.1126/science.1078208
- Pages with script errors
- د خاصيت کارولو پاڼې P41
- د ويکيډاټا توکو کارونکي مخونه
- د خاصيت کارولو پاڼې P94
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- د P625 کاروونکي مخونه
- د جغرافیې اړوند توکي د ويکي ډېټا څخه
- د خاصيت کارولو پاڼې P2046
- د خاصيت کارولو پاڼې P37
- د خاصيت کارولو پاڼې P571
- د خاصيت کارولو پاڼې P3000
- د خاصيت کارولو پاڼې P38
- مخونه د ويکيډاټا د سرچينو سره
- د خاصيت کارولو پاڼې P1622
- د خاصيت کارولو پاڼې P856
- د خاصيت کارولو پاڼې P297
- د خاصيت کارولو پاڼې P474
- د ويکيډټا ډاټا سره مخونه
- د ويکيډاټا څخه سايټ نقشه
- جېبوتي
- د افریقایي اتحادیه غړي هیوادونه
- جغرافيه ويکي ډېټا
- سرچينو تېروتنې:تشې سرچينې لرونکي مخونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي
- نخشه لرونکي مخونه