جوزیا ویج ووډ
جوزیا ویج ووډ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | لويې برېتانيا پاچايي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
سمول |
جوزیا ویج ووډ Josiah Wedgwood FRS (۱۲ د جولای ۱۷۳۰ زېږېدنه– ۳ د جنوري ۱۷۹۵ مړینه) یو انګلیسي کلال، متشبث، د غلامۍ د لغو کولو پلوی و. هغه په ۱۷۵۹ کې د ویج ووډ شرکت په تاسیسولو سره، د سیسټمیکو تجربو په واسطه د کلالي ښه جوړښتونه رامنځته کړل، او د اروپا د لوښو د تولید د صنعت په برخې کې مخکښ و.[۱][۲]
د ۱۷۶۰ لسیزې په وروستیو او د ۱۷۷۰ کلونو په لومړیو کې د کلاسیکو شیانو د بېرته نوي کېدلو لېوالتیا د هغه د پلور د ودې لپاره خورا مهم و. د هغه ګران بیه توکي د لوړ پوړو طبقو له خوا ډیر غوښتل کېدل، په داسې حال کې چې هغه به بازار ته د ټولنې پاتې برخې لپاره ارزانه سیټونه وړاندې کول. هر ډول اختراع چې ویج ووډ تولید کړې - شنه ګلیز، کریمي لوښي، تور بیسالټ، او جاسپر لوښي - په چټکۍ سره کاپي شوي. هغه یو ځل د تولید په برخه کې د موثریت ترلاسه کولو وروسته، د پلور او ویش په برخه کې یې هم موثریت ترلاسه کړ. په لندن کې د هغه نندارتون خلکو ته دا فرصت ورکړ چې د هغه د ډوډۍ د میزونو بشپړ سامان وګوري. [۳][۴][۵][۶][۷]
د ویج ووډ شرکت هیڅکله د خپل ژوند په اوږدو کې چیني لوښي نه دي جوړ کړي، خو د خټو او ډبرو د ښو لوښو جوړولو په برخه کې یې تخصص درلود چې ډېری لوښي یې د ورته ځانګړتیاوو او ارزانه بیوو درلودونکي وو. هغه ډیرې هڅې وکړې چې د خپلو توکو ډیزاین ته یې له اوسني موډ سره سمون ورکړي. هغه د لیږد چاپ په برخه کې لومړنی کس و چې لاسي نقاشۍ ته ورته یې په خورا ټیټ لګښت سره په لوښو کې نقاشیانې چاپ کړې. د مصرف کوونکي انقلاب غوښتنې د پوره کولو په پار چې په انګلستان کې یې د صنعتي انقلاب په لاره اچولو کې مرسته وکړه، ویج ووډ د عصري بازار موندنې مخکښ په توګه پېژندل کېږي. هغه د مستقیم بریښنالیک، د پیسو بیرته ورکولو تضمین، د ځان خدمت، وړیا تحویلي، یو واخلئ یو وړیا، او انځور شويو لیستونو جوړول پیل کړل.[۸][۹]
لومړنی ژوند
[سمول]جوزیا په برسلیم، سټفورډشایر کې زیږیدلی، د کلال پوټټر توماس ویج ووډ (۱۷۳۰ مړ) او مري ویج ووډ (۱۷۶۶ مړینه) یوولسم او وروستنی ماشوم دی، جوزیا د انګریزانو مخالفې کورنۍ کې لوی شوی. هغه د یووالي غوښتونکي وزیر لمسی و او یو فعال یووالی غوښتونکی و. په نهه کلنۍ کې، هغه خپل ځان وښود چې یو ماهر کلال دی. هغه د دانې (چیچک) مرض نه ژوندی پاتې شو له هغه وروسته یې د خپل مشر ورور څلورم توماس ویح ووډ سره د کلالي زده کړې کولې. چیچک د تل لپاره د هغه زنګون ضعیف کړ، چې هغه نور نشو کولای د کلالی څرخ د پښو په پیډل وڅرخوي. د پایلې په توګه، هغه له کوچني عمر نه د لوښو په ډیزاین کولو او بیا د نورو کلالانو په مرسته جوړولو تمرکز وکړ. هغه لوښي چې د هغه د پلار او ورور په سوداګرۍ کې جوړ شوي وو ارزانه او ټيټ کيفيت درلودونکي، تور او برګ برګ وو. [۱۰]
د خپلې شل کلنۍ د لسیزې په لومړیو کې ویج ووډ د خپلې دورې له مشهور انګلیسي لوښي جوړونکي توماس ویلډن سره کار پیل کړ، چې بالاخره په ۱۷۵۴ کال کې د هغه د سوداګرۍ ملګری شو. ویج ووډ هم د کیمیا د نوي ساینس زده کړه پیل کړه، چې د موادو په ساینس پوه شي. اور، خټې او منرالونه او د پوټټر جوړولو لپاره د غوره خټو او ګلیزونو رامنځته کول یې پیل کړه. [۱۱]
واده او ماشومان
[سمول]د جنوري په ۱۷۶۴ کې ویج ووډ له خپلې دریمې ترلې سارا ویج ووډ (۱۷۶۵-۱۸۱۷) سره واده وکړ. دوی اووه ماشومان درلودل:
- سوزانا ویج ووډ (۳ د جنوري ۱۷۶۵ - ۱۸۱۷) د رابرټ ډاروین سره واده وکړ او د انګلیسي طبیعت پوه چارلس ډاروین مور شوه. چارلس له خپلې ترلې ایما ویج ووډ سره واده وکړ.
- جان ویج ووډ (۱۷۶۶-۱۸۴۴)، په بې میلۍ سره سوداګرۍ ته مخه کړه، که څه هم هغه له باغدارۍ سره مینه وه.
- ریچارډ ویج ووډ (۱۷۶۷-۱۷۶۸) (په کوچنیوالي کې ومړ)
- توماس ویج ووډ (۱۷۷۱-۱۸۰۵) (ماشومان یې نشته)، د مخکښ عکس اخیستونکي په توګه پیژندل شوی
- کیترین ویج ووډ (۱۷۷۴-۱۸۲۳) (ماشومان یې نشته)
- سارا ویج ووډ (۱۷۷۶-۱۸۵۶) (ماشومان یې نشته، د لغوکولو په غورځنګ کې خورا فعاله او د تور پوستو غلامانو د خلاصون لپاره د برمینګهم د میرمنو ټولنې بنسټ ایښودونکې غړې، چې د ښځو د غلامۍ ضد لومړۍ ټولنه ده)[۱۲]
- مري این ویج ووډ (۱۷۷۸-۸۶) (په کوچنیتوب کې ومړه)
وروستي کلونه
[سمول]د مخکښ صنعتکار په توګه، ویج ووډ د ټرینټ او مرسي کانال لوی ملاتړی و چې د ټرینټ او مرسي سیند ترمنځ کیندل شوی و، په دې وخت کې هغه د ایراسموس ډاروین سره ملګری شو. وروسته په همدې لسیزې کې، د هغه پراخیدونکي سوداګرۍ هغه د دې لامل شو چې د کوچني Ivy Works نه نوي جوړ شوي Etruria Works ته لاړ شي، چې د ۱۸۰ کلونو لپاره به دوام وکړي. دا فابریکه د ایټالیا د ایټروریا ولسوالۍ په نوم نومول شوې وه، چېرې چې د ایټروسکان وختونو پورې تور چیني لوښي کیندل کېدل. د ویج ووډ لپاره دا چیني لوښي الهام بښونکي وو، او د هغه لومړۍ لویه سوداګریزه بریا د هغه څه تکرار و چې هغه یې « Black Basalt» ګڼه. هغه د خپل هنر او د ډله ییز تولید تخنیک تجربې سره یوځای کړې او د سړکونو، کانالونو، ښوونځیو او د ژوند شرایطو له ښه والي سره یې مینه درلوده. په Etruria کې، هغه ان د خپلو کارګرانو لپاره یو کلی جوړ کړ. د هغه شعار، Sic fortis Etruria crevit، د اثارو په اصلي دروازې باندې لیکل شوی و. [۱۳]
د نويو اثارو د پرانیستلو نه ډیر وخت نه و تیر شوی، چې د هغه د زنګون د دانې له کبله د هغه ښۍ پښه غوڅ شوه. په ۱۷۸۰ کې، د هغه د اوږدې مودې سوداګریز شریک توماس بینټلي ومړ، او ویج ووډ د سوداګرۍ په چلولو کې د مرستې لپاره ډاروین ته مخه کړه. د نږدې اړیکو په پایله کې چې د ویج ووډ او ډاروین کورنیو ترمنځ موجودې وې، د جوزیا مشرې لور وروسته د اراسموس زوی سره واده وکړ.
مړینه
[سمول]زامنو ته د خپل شرکت تر سپارلو وروسته، ویج ووډ په ۱۷۹۵ کې ښایي د ژامې د سرطان له امله په کور کې مړ شو، هغه درې ورځې وروسته د Stoke-on-Trent په کلیسا کې خاورو ته وسپارل شو. اووه کاله وروسته د هغه د زامنو له خوا د مرمرو یادګاري دړه ورته نصب شوه.[۱۴][۱۵]
میراث او نفوذ
[سمول]د اتلسمې پیړۍ یو له بډایه متشبثینو نه، ویج ووډ د مصرف کوونکي انقلاب او سوکالۍ ودې غوښتنې پوره کولو لپاره توکي رامنځته کړل چې په انګلستان کې د صنعتي انقلاب په لاره اچولو کې مرسته وکړه. هغه د عصري بازارموندنې په برخه کې مخکښ و، په ځانګړې توګه مستقیم بریښنالیک، د پیسو بیرته ورکولو تضمین، د سفر پلورونکي، د نندارې لپاره د نمونو بکسونه، د ځان خدمت، وړیا تحویلي، یو واخلئ یو وړیا واخلئ، او انځور شوي لیستونه موجود دي. ویج ووډ د انتوني هاپ ووډ «د محاسبې سیسټمونو لرغونپوهنې» کې د مدیریتي محاسبې اصولو د لومړني اختیار کوونکي / بنسټ ایښودونکي په توګه هم پیژندل شوی. [۱۶][۱۷][۱۸]
سرچينې
[سمول]- ↑ کينډۍ:Cite DNB
- ↑ Ashton, T. S. (1948). The Industrial Revolution 1760–1830, p. 81
- ↑ McKendrick 1982, p. 113
- ↑ McKendrick 1982, p. 105.
- ↑ McKendrick 1982, p. 107.
- ↑ McKendrick 1982, p. 108.
- ↑ Rendell, Mike (2015). "The Georgians in 100 Facts". p. 40. Amberley Publishing Limited
- ↑ "Why the Industrial Revolution Happened Here". BBC. 11 January 2017.
- ↑ "They Broke It". The New York Times. 9 January 2009.
- ↑ Meyer, Michal (2018). "Old Friends". Distillations. Science History Institute. 4 (1): 6–9. نه اخيستل شوی 26 June 2018.
- ↑ Thomson, Gary (November 1995). "Josiah Wedgwood. (cover story)". Antiques & Collecting Magazine.
- ↑ Midgley, Clare (1992). Women Against Slavery. New York: Routledge. p. 56. ISBN 0-203-64531-6.
- ↑ “Historic Link with Josiah Wedgwood”, Belfast Newsletter, 24 May 1935, p.6.
- ↑ "History & Heritage". stokeminster.org/. Archived from the original on 19 October 2013. نه اخيستل شوی 18 October 2013.
- ↑ "Wedgwood memorial tablet". Retrieved 27 March 2022
- ↑ "Why the Industrial Revolution Happened Here". BBC. 11 January 2017.
- ↑ Hunt, Tristram (2021). The Radical Potter: The Life and Times of Josiah Wedgwood. Henry Holt and Company.
- ↑ "They Broke It". The New York Times. 9 January 2009.