ښاري ځنګلداري

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له تصدیق شوي اربوریستانونه نه مخ گرځېدلی)

دځنګل پېژندنه[سمول]

(Introduction to Forestry) ځينې علماوايې چې ځنګل لاتيني کلمه ده يعنې د Silva کلمي څخه اخيستل شوې ده ولې ځينې نوربياوايې چې د Forest کلمي څخه اخيستل شوې ده چې داهم يوه لاتيني کلمه ده اودځنګل معنی ورکوي. ځنګل(Forest) دکورنه بهرفضاياطبيعت په معنی دی. په ساده ژبه ځنګل داسې تعريف کېږي چي ځنګل ديوې نباتي ټولنې څخه عبارت دی چې هغه له ونو(Trees)، ونکيوياوړو ونو(Shrubs) اولرګينوځېليو(Woody vine) څخه تشکيل شوی وي اويوه مشخصه ساحه اشغالوي کم ترکمه يوه ساحه چې لس فيصده(۱۰٪) د ونو،وړوونو اويالرګينو ځيليوپواسطه پوښل شوې وې هغې ته ځنګل ويل کېږي. دځنګله لپاره طبقه بندي تقريباًدوه جريبه يعنې يواکړ(Acre) وي. دسيندونو دغاړې ځنګلونه، لختي اوسرکونه، بايد۴۰ متره عرض لرونکې وي ترڅوځنګل حساب کړل شي. په علمي توګه ځنګل په لاندې ډول تعريف کېږي: ځنګل دونو(Trees)، وړو ونو(Shrubs)، لرګينوځيليو(Woody vine) او بوټو(Bushes) له يوې ټولنې څخه عبارت دی چې طبعي توګه راټوکېږي اوچاپېريال باندې بيولوژيکي اثرلري. ونه(Tree): هغه څوکلن، لرګين اويوه تنه لرونکی نبات دی چې لوړوالی يې له شپږومترو څخه زيات وي لکه دسدر،صبراوياصنوبر ونې. وړې ونې(Shrub): وړې ونې هغه لرګين، څوکلن نباتات دي چې واحده تنه نه لري بلکه دخاورې دبرخې څخه دڅوتنو اوشاخونو لرونکې وي لکه مورپان. لرګينې ځېلۍ(Woody vine): هغه څوکلن، لرګين نباتات دي کوم چې خپله نشي ودريدلای اودپورته ختلولپاره (Supporter) ته ضرورت لري لکه کوهي انګورياروباه انګور.بوټی(Bush): هغه لرګين، څوکلن نبات دی چې لوړوالی يې يومتر(1m) پورې رسيږي .

ښاري ځنګلداري څه شي دی[سمول]

(What is Urban forestry )

Tree په شمالي کليفورنيا ډرهم ښار کې دونو جوړول

]]

James Kinder, an ISA Certified Municipal Arborist examining a Japanese Hemlock at Hoyt Arboretum

ښاري ځنګلداري دټولنيزي ځنګلداري يو خاص ډول دی چې په ښارونو کې‎‎ د ونو دکښت او څيړنو څخه بحث کوي . ( Urban forestry ) دښارونو لپاره فزيالوژيکې‎‎ ، اقتصادي ، اوزينتي ارزښتونه ورکوي اودغه ښاري ځنکلداري يو پراخه پرګرام دی دښاري خلکوته دونو دارزښت په اړه معلومات ورکوي

ښاري ځنګلداري[سمول]

(Urban forestry ) دځنګلونو يوخاص ډول دی دښارونو او دښارونوشاوخواکې‎‎ دونو اونورو نباتاتو لپاره دپلان ، احداث ، کښت او حفاظت اونوروعمليوسرسراوکارلري .دغه ځنګلداري په (Street ) او( Hiyh way ) او په کورونو ،عبادت ځايونو ،پارکونو ، دولتي ځايونواوصنعتي ځايونوکې‎‎ کرل کېږي . ښاري ځنګلونه دانسان داوسيدوپه ماحاول کې‎‎ زيات اهميت لري لکه هوا تصفيه کوي او حيوناتو لپاره پناګاه برابروي دخلکو لپاره تفريح ځايونه برابروي سيميزاقليم معتدله کوي دبادسرعت کموي داوبو دکموالي لپاره په طوفان باندي اثرکوي په کورونو او ښارونوکې ګرځيدونکوخلکو باندي سيوری جوړوي تر څو انرژي خوندي وساتي دوي مطمين دي چې هوا برابره کړي دګرمي جزيري پوتنشيل انرژي په توګه داوزون هغه ناروغيۍ منځ ته راوړونکې‎‎ ورځي کموي کوم چې داوړي مياشتو کې‎‎ زيا ت ښارونه په مرض اخته کوي .په زياتو هيوادونوکې‎‎ طبعي او ايکولوژيکې‎‎ همدارنګه دکرلو يوه پوهه په ښاري ځنګلونوکې‎‎ موجوده ده چي دښاري ځنګلداري په پلان چوړونه کي بايد په نظرکي ونيول شي د ځنګل جوړول ساتل او ددي پواسطه د ايکوسيستم ساتل دي او همدارنګه په نړيواله سطحه ترټولو پراخه ځنګل چي په مصنوعي ډول جوړشوی هغه په (Johannesburg) هيوادکي ده چي مرکز يي Gautengښاردی .

دښاري ځنګلداري اهداف (Scope of urban forestry)[سمول]

ښاري ځنګلداري بي شميره موخو يا اهدافو لرونکې‎‎ ده يوڅه اندازه يي په لاندي ډول دي .۱ . په ښارونو کې‎‎ دجادواو لوي، سرکونو په غاړو دښار دښکلا او په ښارکې‎‎ دهوا دښه والي په منظوردونوکښت اوکرنه . .۲ .دساتونکې‎‎ کمربند(Shelterbelt )دصنعت تاسيسول . .۳ . Wildlife Park او Urban Park اداره او تنظيم . .۴ . په کليوالي سيموکې‎‎ دغريبوخلکولپاره دسونګ مواد ياهم دسونګ لپاره دلرګيو برابرول ، ځکه دغه موادو ته تقاضا ورځ تربلي مخ په لوړيدوده چې داوسنيومحاسبو او احصايوپه اساس ښودل شوي چې زيات مقداردسونګ توکې‎‎ دغذا دپخلي لپاره په مصرف رسيږي ،اوداسي ويلی شو چې ديوکېلو غذادپخولو لپاره تقريبآ ۱.۲ کېلوګرامه دسونګ توکوته ضرورت دی ، له همدي محاسبي څخه داپه ثبوت رسيدلي چې اوس مهال دغذاڅخه دسونک توکوتوليد ته زياته اړتياده .۵ . ښاري ځنګلات هميشه د تغير په حال کې‎‎ دي نو په دي بنا د مړو او ټيټو شوو ونو له منځه وړل اودساتني مسايل ،ضروري اواړين ګڼل کېږي .۶ . دونو دپوښښ اعظمي حد منځته راوړل او ساتنه کول له يو سالم او صحي وضيعت سره دزراعتي مناسبو عملياتوله لاري .۷ . دونو د منابعو يازيرمو ساتنه او هغي ته ترقي ورکول .۸ . دسرک دغاړي دونو تاسيسات ساتنه او انتخاب يا ټاکنه ، تردي پوري چې ګټي يي اعظمي شوي وي ولي خطرات يا ننګووني خسارات يا زيانونه د ځمکې‎‎ او حفاظتي مصارف يي لږ ترلږه کم شي .۹ . د جامعي يا ټولني هڅوونه په دي توګه چې دښاري ځنګلداري دپروګرامونو څخه په خپلومحلونو کې‎‎ او همدارنګه د خصوصي خاوندانو تشويق او هڅول د مناسب مديريت او شخصي مالکېت په هکله .

دښاري ځنګلداري اهميت[سمول]

( Importance of urban forestry ). دغه ځنګلداري په ښارونوکې‎‎ دي (Green house effects ) تاثيرات او اغيزه په ښارونو او محيط کې‎‎ کموي .۲ . دغه ځنکلداري (Soil Pollution ) (Water Pollution ) (Noise Pollution ) او (Air Pollution ) کې‎‎ کمښت راولي .۳ . دغه ځنګلداري د (Ground water ) په سطحه کې‎‎ زياتوالی راولي او د اوبوساتنه کوي ۴ . ښاري سيموته ديوي ښکلي منظري په شکل ښکلا ورکوي او دښاري ښکلا ارزښت لوړوي ۵ . ددي ځنګلداري کرل شوي وني د (Fuel ) دسون مواد (Food ) غذا دحيواناتو لپاره علفي برابرول او همدارنګه سوری رامنځته کول .۶ . ښاري ځنګلداري وحشي ژوند تقويه کوي او دهغوۍ ژوندهمايه کوي .۷ . د ښاري ساحو دحرارت درجه کموي يعني هغه ساحه چې ځنګل لري د بلي ساحي څخه چه ځنګل نلري د (6-8c0 ) درجو پوري فرق کوي .۸ . خپله دغه وني ديوي شتمنۍ په توګه داينده نسلونوته پاتي کېږي .۹ . داوبو ذخيره کوني وظيفه په غاړه لری .

دښاري ځنګلداري اقتصادي ارزښت[سمول]

(Economical importance of urban forestry) دونو او همدارنګه دنورونباتات اقتصادي ارزښتونه دډيرپخوا وخت څخه پيژندل شوی خواوس ددغو ارزښتونو څخه ځيني زيات دعتباروړدي .ښاري ونی داوړي په دوران کې‎‎ ودانۍ يخي ساتي لکن په ژمي کې‎‎ دپاڼو غورزولوڅخه وروسته لمرته اجازه ورکوي چې ودانۍ ګرمي وساتي ښاري ځنګلداري سره دتجارت پراخيدل او ددوکانونو پراخيدل او دکرايي لپاره ددفترونو اود ودانيو دخاليکيدو تيزوالی اوايجاره دار (Tenants) داوږد وخت لپاره کورونه په کرايه اخلي دجيدادونو ارزښت ورسره زياتيږي دښاري ځنګلداري پواسطه نوي نوي تجارتونه او همدارنګه نوي کمپنۍ ځای په ځای کيږي او خپلوکارونو ته ادامه ورکوي . فزيکې‎‎ اثارات . درطوبت کنترول دهواکنترول دتخريب کنترول د اوبو دبخاراتو يخوالي داوزون دغازونوسافوالي دګڼه ګوني کنترول دغه ټول يي اقتصادي ارزښتونه دي .

دښاري ځنګلداري ګټي[سمول]

Benefits of urban forestry

د ښاري ځنګلداري محيطي ګټي[سمول]

Envirnmentel benefits of urban Forest .۱ . دتودوخي دحرارت درجه کموي . .۲ . مختلف قسمه ککړتيا کموي او محيط صفا کوي . .۳ . دباد پواسطه دتخريب اندازه کموي . .۴ . هوا او اقليم اصلاح کوي . .۵ . دګرد غبار اودوړو مخنيوی کوي . . ۶ . وني دباد ماتوونکو په ډول عمل کوي ، چې په خاص يا ځانګړي ډول سره ژمي په مياشتوکې‎‎ ګټوري وي ، لکه دښار په صنعتي ځايونو يا ساحوکې‎‎ وني په دي باندي قادري دي چې صوتي يادغږ ککړتيا کمه کړي ،غالمغال اندازه دکاري ساحو سره نژدي ځايونو کې‎‎ کموي ،او دساحو د اوسيدونکو دژوندانه کيفيت ته قوت او لوړوالی بخښي ، او وني کاربن ډای اوکسايد جذبوي ،نيم هکتار ځمکې‎‎ وني دکاربن ډای اکسايد کافي اندازه ديو کال په اوږدوکې‎‎ جذبولی شي . ۱۴ . وني د اکسيجن په توليد کې‎‎ فعاله برخه اخلي دنيم هکتارځمکې‎‎ وني هره ورځ د ۲۵ ميلونه نفرو يا اشخاصو لپاره په کافي اندازي سره اکسيجن توليدوي يا توليدولی شي .

دښاري ځنګلداري ټولنيزي ګټي[سمول]

۱ . عامو خلکوته دکار زمينه برابروي                                                                  .۲ . حيواناتو لپاره داوسيدو ځای برابروي اوهغوي همايه کوي                .۳ . دانسانانو دتغذي مشکل تر يوه حده حل کولي شي                 .۴ . دژونديو موجوداتو په ژوند باندي د ککړتيا اندازه تر يو حده کموي                 .۵ . د ناروغانو په تداوي کې‎‎ کومک کوي ، او امراض کموي .

۶ . وني په انسانانو باندې په رواني ډول سره مثبت تاثيرات لري اګر چې د هغې اندازه کول يو مشکل او ستونزمن کار دى .

۷ . تحقيقاتو يا څيړنو داښودلي ده چې ښاري ځنګلداري د دماغو (مغزو) د صحت لپاره ګټوره ده                                                                                                                 .۸. ښاري ځنګلداري ديو سالم او روغ محيط يا چا پيريال په منځته راوړلوکې‎‎ مرسته کوي .دوي طوفانونه ، داوبو د سطحي جريان او دخاوري تخريب ته کموالی ورکوي وني د انسانانويا څارويو داړتيا يا ضرورت وړ اکسيجن توليدولی شي او ښاري ځنګلات غذايي مواد او پناه  ځايونه دوحشي حيواناتو لپاره برابروي                                    .۹ . ښاري وني ښايسته دي او ښکلامنځته راوړي په زيات شميرسره وني درنګا رنګ ګلانو لرونکې‎‎ دي ،زړه  راښکونکې‎‎ ښاخونه او پاڼي ، په زړه پوري پوستکی او په زړه پوري رنګ لرونکې‎‎ دي                                                                                                            .۱۰ . هغه کورونه چې بالغي وني او ښايسته منظري ولري د ۱۰-۱۵ فيصده پوري نسبت هغه کورونو ته يي ارزښت زيات دى چې وني او منظري په کې‎‎ شتون ونه لري                              . ۱۱ . وني داوړي په ګرمو ورځوکې‎‎ يخه ونکې‎‎ تاثيرات لري ، ديوي غټي وني لاندي د ساحي سوری کوالی شي چې ۱۵ فيصده په نسبي ډول سره يخوالی نسبت دلمر د شعاع لاندي حرارت يا تودوخي د درجي په وړاندي کم ولري                                                   .۱۲ . يوه غټه پاڼي غورځونکى ونه د خپلو پاڼو پواسطه د ماوراى بنفش(UV) شعاعو د وړانګو مانع کيد‎‎لى شي .

دهوادککړتيا کموالی (Air pollution reduction)[سمول]

څرنګه چې دزراعت متخصصين دښاري ونو لپاره هلي ځلي کوي چې دوي د هوا د معياري حالت سره موافق شي .ترټولو څخه جدي په ښاري اتموسفيرکې‎‎ اوزون غاز دی نايتروجن اوکسايد او سلفوريک او کسايد په واضيحه توګه دهوا ککړونکې‎‎ دي .دځمکې‎‎ دسطحي اوزون اولوګی دا دنايتروجن اوکسايد دتبخيرکېدونکوعضوي مرکبونو دلمر په موجوديت کې‎‎ دکيمياوي عکسل عمل څخه منځته راځي لوړحرارت دغه عکسل عمل زياتوي دګاډو Emission اميژن د صنعتي محصولاتواميژن اودګاسيولين او کيمياوي محلولونو غټي سرچېني دي .نايترجن اوکسايد دبي ثباته عضوي مرکبونو اودهوامعلومه ککړتياده .دمايکروسکوبي ژووڅخه جامداويا مايع ( Droplets )يا څاڅکوپه څير چې کومه مايع راوځي دسږونسجونه دجدي مشکلاتو څخه ساتي ترټولو څخه معلومه ګندګي دلوګی اويا دډيزلودسوزيدوڅخه شروع کيږ‎‎ي اوخلکوته ډيره خظرناکه دښاري صحت مندواوسيدونکولپاره دزړه او سږي ناروغيو حساسيت پيداکوي وني يومهم او موثراو دهوايې ګندګي دکموالي او دهوا کواليټي اصلاح کولی شي.

دښاري ونوپه واسطه دتودوخي اوګردکموالی[سمول]

(Urban forestry of reduce temperatures and smog) ۱ . يو پراخه او صحت مند ښاري ځنګل دهوا کواليټي کيد‎‎اي شي په غښتلي ډول اصلاح کړي ۲ . ښاري وني مرسته کوي چې دهواتودوخه راکمه کړي او دښاري سيمو په ګرمي جزيري باندي تاثيرکوي .۳ څرنګه چې تودوخه زياتيږي داوزون دغازونو جوړښت هم ورسره زياتيږي ۴ . صحت مند اوښاري ځنګلونه او وني تودوخه کموي او داوزن دغازونو جوړښت هم راټيټوي ۵ . غټي سوری لرونکې‎‎ وني کوالی شي چې محلي تودوخه 0 3-5 c سانتي ګراد پوري کمه کړي. ۶ . Sacramento په هيواد او په کلفوري نيا کې‎‎ داسي اټکل شويده کچېري دونو چترۍ پوخ پراخه شي نو ۵ ميلونه وني کوالی شي داوړي دحرارت درجه ۳ سانتي ګراد په اندازه راکمه کړي په دغه کموالي سره حرارت اوتودوخه بايديوڅه اندازه داوزون لوړحد ۷ فيصده راکم کړي او دګرجنوورځو ۵۰ فيصده ده راکمه کړي . ==دښاري ځنګلداري لپاره ‎‎ کوم ګواښونه موجود دي== .۱.Space په ښارونوکي دونو کښت لپاره ساحي محودي وي چي په عمومي ډول دغه ساحي دانسانانودسهولتونو لپاره په کاروړل کيږي ، چي داسي وني بايد انتخاب شي کوم چي دموجوده ساحي اوفاصلي سره برابروي اودونوشکل او ډول بيا دخلکو دغوښتني په اساس لکه Curve,Oval,Round,Pyramidal,Columnar, اويا Weepingشکل انتخابيږي چي دغه مختلف اشکال دونو دساحي لپاره خاص ارزښت بخښونکي دي . ۲. Soil problem په ښاري ساحوکي خاوري دانسانانودزياتوفعايتونو له امله په لوړه پيمانه ککړي او تخته شوي وي چي په نور مال شکل پورتنۍ برخه يي لږه يعني د خاوري زرات يي محدود زيم استنه يي هم کمه وي ځکه په دي ساحودزيات استعمال په اساس د خاوري تخته کيدنه صورت نيولی وي په همدي ډول دانسانانو دزياتو فعاليتونو په وجه يي پورتنۍ برخي د تيږولرونکي وړي او لږه اندازه عضوي موادولرونکي وي چي له امله مفيده مايکرو اورګانيزمونه په ښه شکل نه شي حمايه کولی. ۳Microclimate.دښاري ساحود تودوخي درجه نسبت نورو ساحوته لوړه او د Co2 غلظت يي هم لوړوي دنباتاتو چارچاپيره ساحه کي هوا ککړه وي رطوبت کم او باد په ډيره کم سرعت سره چليږي نسبت ازادي ساحي ته چي داټول په ساحه کي مشکلات او تهديدونکي فکتورونه دي . ۴.Pollutionدښاري ساحواقليم او هوا په زياته اندازه ککړه وي دهواککړونکي غازونه لکه Co2 , S2o , No2, No او N2o لرونکي او خاوره يي دصنعتي او نورو چټليو پواسطه ککړه وي په همدي ډول اوبه يي هم ککړي او چټلي وي ، روښنائ يي د سيمابو ، فلزاتو او او ځيني Sodium lamps چي په ښارونو کي په لويولارو لګيدلي وي چټل او ککړوي چي له امله يي د نباتاتو Photoperiodic سيستم تغيراو دنباتاتو په حاصل او تو ليد باندي بده اغيزه کوي .۵ . People په ښاري محيط کي انسان له ټول زيات واک لرونکی ژوندی موجود دی چي هغه ټولي واقيع کيدونکي عملي اجراکوي همدي د ټولو ککړتياو شاته کليدي رول لر ي ، نوددي لپاره چي د ښاري منابعو څخه په ښه شکل استفاده وشي نو مهمه ده چي دخلکو سلوک او نظريه د ځنګلونو اوونود قطعه کوني څخه د ځنګلونو احداث ته واړوو او هغه خطرونه چي دانسانانو له لوري ونو او ځنګلونو ته متوجه وي دهغي مخه ونيسو ==دښاري ونو پوري تړلي دري نوعه لايحي==

(Three kids of depended urban forestry) ۱ . دسرک دغاړي دونو لوايح): د سرک د غاړي ونو احکام يا لوايح په اصل کې‎‎ عبارت دي له ونئيزپوښښ څخه او د ونو له منځه وړل د يوي عامي لاري په اوږدو کې‎‎ منع دي د ونو د کرنې ضروريات يا اړتياوي لکه د ونو کرل د پارکنګ په ساحو کې‎‎ په عمومي صورت سره مطرح شوي دي . ۲ . دونوحفاظت يا ساتني لوايح دونې حفاظتي يا ساتونکى قوانين شامل دي د محلي ونو په ساتنه او د ونو د مهيمې تارخچې په ساتنه او حفاظت سره په دي احکامو يا لوايحو کې‎‎ شامل دي.له دينه مخکې‎‎ چې حفاظتي وني پري يا يي ښاخ پري شي معمولآ د جواز پيداکولوته اړتيا ليدل کيږي

                                                                                 .۳ . دمنظري يا دليدني دځای لوايح

د منظرې(چکرځاى) احکام يا لوايح په دي احکامو کې‎‎ د ونو پوري د مربوطه يا تړلو قوانينو طرحه چې منظري يا د لمر رڼا ته ديوال جوړوي او يا نورحصارونکې‎‎ شيان پکې‎‎ شامل دي اقليم په څه ډول دښاري ونو په انتخاب باندي اثرغورزوي • ساحې حرارت يا تودوخې د درجې نهايت( له نورمال حد يا اندازې څخه په زياته توګه ګرمي او يخني) د ونو د نوعو نمو محدوده کوي . • هارډنيس : د هارډ نيس اصطلاح په نباتاتو کې‎‎ د حرارت يا تودوخې د يخې درجې تحمل يا زغمل دي .دهارډنيس ددرجي داقليم د زون له نقشي څخه په استفادي سره اندازه کيږي دنړي هره يوه ساحه له يو زون سره مشخصه ‎کيږي چې له يوه څخه تر ۱۳ شميروپوري وهل شوي دي ديخ اقليم زون دکال د حرارت د متوسطي درجي څخه نيول شوي ده . • په دي اخري کلونو کې‎‎ د ګرمې درجې د تحمل کولو په هکله کې‎‎ پاملرنه زياته شوى ده . • د ګرم زون د نباتاتو نقشه د افغانستان د ګرم زون په ګوته کونکى ده. يو شمير نباتات نسبت نورو ته د حرارت يا تودوخې د درجې په مقابل کې‎‎ زيات حساسيت لري. نو په دي بنا، دا نقشه د ونو د درست يا صحيح انتخاب سره مرسته کوي. په هغه صورت کې‎‎ چې دونو د کښت کولو ځآى يا محل په نسبي ډول سره د وړانديز شوى حرارت يا تودوخې څخه ګرم وي، نو د ونې صحت به له ضرر سره مخامخ شي.

دښاري محيط يا ساحو لپاره دونو انتخاب[سمول]

.Trees selection for city ښاري ساحې د معينو يا ټاکلو مشکلاتو او ستونزو لرونکې‎‎ وي ددي مشکلاتو او ستونزواصلي لامل يي توليدي فابريکې او ماشين الات دي ددي پواسطه د هوا دککړتيا منځته راځي ځيني له ونو څخه لکه بلوطو نم ويستني حالت تغيرکوي او خاوره پيچلي يا سختيږي .پس دابه غوره وي چې ددي حالت په مقابل کې‎‎ مختلفي نوعي انتخاب يا وټاکل شي . مالګه او د واورو او يخونو د ويلي کولو په منظور د لويو لارو له مخې اوپه شمالي ساحو کې‎‎ استعماليږي. د مالګې زيات تراکم يا ډيروالى ونو ته صدمه يا ضرر رسوي .په هغه ساحوکې‎‎ چې په زياته اندازه سره مالګه استعماليږي نو داسي وني انتخاب کړۍ چې دمالګي په وړاندي مقاومت ولري د بيلګي په ډول سره اغزي لرونکې‎‎ اکاسي .ځني له ونو څخه د ميوو د لويدو له نظره، همدارنګه د خارجي پوستکى او وړو ښاخونو د لويدو له نظره په ځمکه باندې د ککړتيا او بي نظمۍ سبب کيږي نوعي دککړتياوو په وړاندي ډيري مقاومي دي . .په ښاري ساحوکې‎‎ خاوره تغير کيږي لاندي خاوره سطحي ته راوړل کيږ ي . دا بي نظمۍ د ځمکې په مخ باندې ممکن د خرابو يا بدو منظرو سبب شي چې د کارګر لپاره اړتيا ورته پيداکيږي ترڅو چې دا ککړتياوي پاکې‎‎ کړي . د خرابو مشکلاتو او ستونزو په وړاندې مقاومت لکه د افاتو او ناروغيو په وړاندې مقاومت بايد په نظر کې‎‎ ونيول شي. هغه وني چې د داسې مشکلاتو او ستونزو په مقابل کې‎‎ مقاومت لري او هغه وني چې صحت لرونکې‎‎ دي چې په کمه اندازې سره څارنې ته اړتيا لري، انتخاب کړئ. وني ممکن چې د فزيولوژيکې‎‎ اثراتو پواسطه متاثره شي اکثره دا مشکلات او ستونزي له خاوري سره تړاو لري .

مثال يا دبيلګي په توګه دبلوطو نوعه چې په القلي خاوروکې‎‎ شنه کيږي داوسپني کمبود انکشاف کوي چې پاڼو دبي رنګه کيد و سبب او يا هم دپاڼود زيړيدو سبب کيږي قلوي پي اچ (Ph ) داسپني جذب په ونوکې‎‎ محدودوي .                                  .

دښاري ځنګلداري ډولونه[سمول]

Division or branch of urban forestry

Avenue plantation[سمول]

په ښاري ساحوکې دسرکونو غاړوته دونوکښت د(Avenue plantation ) په نوم سره ياديږي دغه ډول کښت په ښارکې د شني فضا د رامنځته کېدو په ښارکې داقليم دښه کېدو او په ښارکې د خاوري د تخريب مخنيوی کوي ، دغه ډول دونو کښت بايد په ( desiyn Formal ) باندي ترسره شي.

Industrial shelterbelt[سمول]

دونوکښت د صنعتي ساحو، پارکونو يا فابريکو چارچاپيره دونوکرل ( Industrial shelterbelt ) په نوم يا ديږي ، دغه وني د يو ساتندويه کمر بند په شکل ښاري محيط يو دبل سره بيلوي ، او هم کوالی شي د صنعتي ساحو د صنعتي پروسوپه اساس رامنځته شوي ککړتيا او اوازونه راکم کړي .

Green belt plantation[سمول]

په لويو او کوچنيو ښارونو کې د ښاري ساحي چارچاپيره دعامو خلکو او ښاروالۍ له لوري دونو کښت د قطار په شکل د (Green belt ) په نوم ياديږي ، دغه ډول کښت ځيني اهداف لري .1 . دساحي ښکلازيا توي او پياوړي کوي .2 . په ښارکې د ميشتو خلکو لپاره د تفريح ځای برابروي .3 . په ښارونوکې د طوفانونو ، او دوړواو وچو بادونوبده اغيزه کموي ===Urban park=== په ښارونوکې د تفريحي ساحي د پراخوالي او خلکوته د سکون په موخه د يوي خاصي ساحي پوښښ دونو درخچواو ( Cover crops ) په واسطه دا د Urban park په نوم ياديږي ، ددغه ډول پارکونو جوړښت د کورونو شاوخوا خيسته کوي علاو له دي څخه دښاري خلکو په ژوند کې او دهغوۍ په سلوک او روش کې د مثبت بدلون د منځته راوړلو باعث کېږي ،نوانتخابيدونکې وني بايد Shelter , Shade , Ornamental , Hedge , Scent) , Flower fruit and درلودونکې وی .دغه ډول کښت هم ځيني اهداف لري .1 . د ښاري خلکولپاره د ساعت تيري فضا برابروي .2 . د ښاري ساحي د هوا دپاکوالي باعث ګرځي .3 .دښار ونود ښکلا ارزښت لوړه وي .

. Street and sidewalk plantation[سمول]

 په ښارونوکې د کوچنيو سرکونو او پياده تګ لارو باندي دونو کښت (Street and sidewalk plantation )په نوم ياديږي                            .دغه ډول دونو کښت د عامو خلکو او ښاروالۍ مسوليت دی ددغو ونو او نباتاتو کښت د ښار اوسرکونو د خايسته کوني په ښارکې دسوري جوړوني (Traffic pollution ) د کنترول وظيفه په غاړه لري ، علاوه له دي څخه دا ډول وني اوبوټي د  Hedges ) په شکل پياده رو او کوچني سرکونه يود بل څخه بيلولی شي دغه وني بايد لاندي خصوصيات ولري                              .1 . په اسانه شکل کښت (Trans plant ) وړتياولري                                      .2 . تيزه اوسريع وده او خايسته بڼه ولري چې بايد اغزي ونه لري                                                .3 . اوږد عمر لرونکې وي او دباد په واسطه زرمتضرره کونکې نه وي                                         .4 . صحت منده او د محيط سره توافق ولري                    .5 . انتخاب شوي وني بايد زياتي څارني او شاخه بري ته اړتياونه لري                    .6 . دوني شکل او لوړوالی بايد دسرک او پياده تګ لاري سره  برابروي او دهغي څخه زياتوالي ونکړی .7 . تل شنه او پاڼه ريژي خصوصيات يي بايد يه نظرکې ونيول شي .

Urban wildlife park[سمول]

په ښارونوکې د خلکو داوسيدو په ګڼه ګوني ځای کې د خلکو د تفريح او ساعت تيرۍ لپاره دونوکښت د ( Urban wildlifepark) په نوم ياديږي                                         .دلته وني په  Wildlife کې د حيواناتو د شتون له مخي ترتيب کېږي ، دغه ډول وني ځيني اهداف لري .1 . په ښارونوکې د ميشته خلکو لپاره وحشي ژوند د ګټو ښودنه کوي .2 . په ښارونوکې د اوسيدونکو خلکود اطرافي او يا سيلانيانو لپاره د ساعت تيرۍ ځای برابروي .3 . د  wildlife په ساتنه کې کومک کوي                                                     .4 . د طبعت اوطبعي منابعو د ساتني پيغام په ښه شکل ترسره کوي .

(۸) شکل وحشي پارک ښودنه کوي (۹ ) شکل په عصري ښارونوکي خاصي منظم اوخايسته شوي ساحي

Urban campsite[سمول]

په عصري ښارونوکې خاصي منظم او خايسته شوي ساحي د خلکو د تفريح لپاره وي د (Urban campsite ) په نوم ياديږي .دغه ساحي د ( Lawn ) پوښل شوي وي او خايسته شوي وي او مواقتي تفريح لپاره استعماليږي. اهداف  : 1 . دسيلانيانو ( Toursit ) لپاره د ( Camping ground ) په حيث استعماليږي .2 . د ښاري خلکو د تفريح او ساعت تيرۍ سهولت برابروي .3 . يو شين کمربنددی خلکوته د سکون اود حرارت د درجي ښکته کووني وظيفه په غاړه لري .

Wilderness trial[سمول]

دغه مفکوره د لومړي ځل لپاره په امريکا کې رامنځته شوي ده دغه ډول کښت د ځنګل لپاره ترسره کېږي ، چې يو ځانګړی ډول د(Conservation ) او خلکو لپاره د تفريح په ډول جوړيږي ، دغه ډول کښت د ښارسره نږدي ساحوکې ياپه دښتو کې دونو کښت په منظم او يا غيري منظم شکل وي چې د Wilderness trial په نوم ياديږي .Wilderness trial په شکل دونوکښت اواهداف ۱ . ښاري خلکولپاره جالبه تفريحي ساحه پيداکوي .۲ . د طبعت او طبعي منابعو ساتنه کې کومک کوي .۳ . دښاري ساحي او ښار چارچاپيره ساحه کې د هوا پاکوالي او حرارت درجي دښه والي کې کومک کوي .۴ . د عامو خلکو لپاره د کارزمينه برابروي اودخلکولپاره د عايد دمنبع په توګه پاتي کېږي .

په ښاري ځنګلداري کي کرل کيد ونکي وني[سمول]

دښاري ځنګلداري دکښت لپاره مناسبه استعماليدونکي او کرل کيدونکي وني په لاندي ډول دي .

Pinus helapensis ناجو

Pinus wallichiana نښتر

سپين ناجو Pinus sylvistris اوبخته Juniperus communis شوه Dalbergia sissoo سروه Cupressus torutosa زر ريښه Ficus bengalen پيپل Ficus relegiosa کټلپا Catalpa bignonoibes ګل بيد Callistemon verminalis روسي وله Ailanthus altissimia پنجه چنار Acer palmatum تور لرګی \پالماتوم Acer oblongum فلوس \چمبړخيال Cassia fistula عمره يي پشه خانه Ulmus compestris ازاده يا چينايي پشه خانه Ulmus wallichiana ارغوان Cercis griffithi غوړاسکي Dodonia viscose يوکاليپټس Eucalyptus commuldolensis جاسمين Jasminum revolutum خرما Phoenix ductylifera مورفان Thuja orientalis توت Morus spp بيجور

  Abies    spectabisis

سپين بيجور Abies alba

Abies pindrow سفيدار Populus spp چارمغز Juglan spp چلي \ اراکاريا Araucaria arucana سرپ

  Picea     smithiana

لاريکس يا لارچ Larix deciduas

په ښاري ځنګلداري کې‎‎ د ونو کرلو څخه وروسته دهغي څارنه[سمول]

په ښاري محيط کې‎‎ دونو د کښت څخه وروسته دهغوي څارنه يوضروري عمل دی انتخاب شوي وني بايد د ناوړه اقليمي شرايطو سره موفقي وي .۱ . (Growth Control ) د ونو غټوالی بايد کنترول شي .۲ . (Damaged Control ) بايد دهرقسم افاتو څخه وني وساتل شي . مثلآ دانسانانو، ږلۍ ، حشراتو ، حيواناتو اوداسي نوروڅخه ترڅو وني متضرره نشي ۳ . (Insect and diseases control ) حشرات اوامراض بايد پوره کنترول شي ۴ . ( branch Pruning of excessive) داضافه ښاخونو ، دځوړند ښاخونو، اوبدرنګو ښاخونو قطع کول چې ترڅو ونه متضرره نکړي .۵ . Removal)) دونوقطع کوونه اوله منځه وړنه او هغه وني چې زړي شوي وي .۶ . (Growth enhancement ) ونوته غذايي مواد په ښه شکل ورکړل شي . لکه سره ورکول او اوبه ورکول اوداسي نور . دوني په نمو او رشد کې‎‎ اوبه يوازنی مهيم او غوره فکتور بلل کيږي .دهغه ونو لپاره چې نوي کښت کړل شوي وي دا مهيمه او غوره ده چې د هغي خاوره مرطوبه يا لمده وساتل شي ، رطوبت ددي سبب کيږي چې د ريښي انکشاف ته قوت ورکړي ، په همدي توګه ريښي اکسيجن ته هم اړتيا يا ضرورت لري .. د ګرمې او وچي هواپه جريان کې‎‎ د خاوري مکمل مشبوع کول داوبوپه واسطه د هرو ١٠ نه تر ١٤ ورځوپوري وړانديزکيږي چي دغه ابياري په مختلفوطريقوسره اجرا کيږي . اوبه شيندونکي د اوبه کولو جذب کونکي پايپونه، د اوبه کولو کيسي، کم اوبه کول او د خاوري د اوبو کولو څخه هم استفاده کيد‎‎لى شي دښاري ونو(Pruning ) يا شاخه بري : • Pruning يا ښاخ پريکول يوه اصطلاح ده چې د يوه نبات د ځانګړو برخو لپاره کومي چې انتخاب شوي وي د هغوي د پري کولو يا هم د کمولو لپاره کارول کيږي. د ونو ښاخونه د مختلفو دليلونو له کبله پري کيږي. په مناسبه توګه ښاخ پري کول د ونو د زړه راښکني او صحتمندۍ سبب کيږي. د ونو د ښاخ پريکولو لپاره ځيني دلايل په لاندې ډول سره دي: • د ښاخونو د چوکاټ نمو ته قوي نمو او انکشاف ورکوي .ديوه نبات اندازه رامحدودوي .هغه ښاخ چې ضرر يي ليدلی دي ترميموي .دګلانوشګوفي اصلاح کوي .دناروغوښاخونودله منځه وړلوپواسطه دناروغۍ له خپراوي څخه مخنيوی کوي .دنبات رشد او نموته يوه ځنګړتيا وربښي .دوني تاج د باد اورڼا يا لمردننه وتلو لپاره خلاص ساتي .دانسانانو د سلامتۍ وضيعت محفوظ ساتي .دميوي کيفيت او څرنګوالی اصلاح کوي . له ښاري ونوڅخه لاندي ښاخونه اويا (نودي) لري کول : •. Watersprouts (په ونه باندې نيغي نودي) ډيري نازکې او شني نودي دي چې په عمودي توګه له شتون لرونکو ښاخونو څخه نمو کوي. که چېري د هغوي نمو پريښودل شي ښايي چې د نورو ښاخونو په مقابل کې‎‎ شي او په هغوي باندې د سوليدلو سبب شي. دا بايد چې له وني څخه لري کړل شي. •Crossing branchesيا متقاطع ښاخونه هغه شمير ښاخونه دي چې په مختلفو طرفونو کې‎‎ يي نمو کړي وي او يو له بل سره ننوتي وي هغه اصطکاک چې ددي ښاخونو له سوليدلو څخه منځته راځي د زخمونو د منځته راتلو سبب کيږي. او زخمونه د دي سبب کيږي ترڅو چې ناروغۍ او حشرات ورته دننه شي ددي سره سم بايد هغه ښاخونه کوم چي مرکزلورته له حده زياته وده کوي دهغوي په منظم ډول لري کول اوهمدارنګه ټول متقاطع ښاخونه هم بايداصلاح شي . • Suckers دځمکي دبيخ څخه شني او نازکې‎‎ نودي راوځي ونې په قاعده کې‎‎ رشد او نمو کوي. د ونې د نيغو نودو په ډول سره وي Sucker کوم چي د ښکلا ارزښت د ونې لپاره نه لري. په ځانګړي توګه د پيوندي نباتاتو لپاره مهم دي ترڅو چې بيخ جستونه Suckers يي لري کړل شي.

دښاري ځنګلداري (Pruning ) يا شاخه بري وختونه[سمول]

• دښاخ پريکولو وخت چې په هغه کې‎‎ ونه پري کيږي هغه دکال دفصل پوري تړلی دی او د ونو دبلوغيت مرحله چې په هغه کې‎‎ ښاخ پري کول صورت نيسي .دژمي پای او دپسرلي پيل دپلنو پاڼولرونکو ونو دښاخ پريکولو لپاره يو غوره اومناسب وخت دی دکال په دي وختونو کې‎‎ ښاخ پري کول هرکله جي ونه داستراحت په حالت کې‎‎ وي نو دلاندنيو فايدولرونکې‎‎ وي .دښاخونو جوړونکې‎‎ پرته له پاڼو څخه ښه د ليدلو وړوي ، هغه ښاخونه چې پاڼي ورپوري نه وي په ښه ډول سره د لمس کولو وړ وي ، دونو پري کول دکال په دي وخت کې‎‎ دونولپاره دالتيام يا جوړيدني لپاره ټول فصل وربښي .ځني وني لکه: افرا (maples), birches, elms که چېري د ژمي په پاى او يا هم د پسرلى په پيل کې‎‎ يي ښاخونه پري کړل شي نو د هغوي نباتي شيره له هغوي څخه جاري کيږي اګر چې نباتي شيره کوم ضرر نه لري، دا به غوره وي چې د دي نوعو ښاخونه د اوړي په منځ کې‎‎ پري کړل شي کله چې د نباتاتو شيره جريان نه کوي. • د هغو ونو ښاخ پري کول چې نوي کرل شوي وي ډير دقت او ځانګړي پاملرنې ته اړتيا لري ترڅو چې سرته ورسول شي. د ونو د پايښت اساس د هغوي د ريښو د نوي سيستم د انکشاف د توانايي پوري تړلى دى. د ښاخونو لري کول په دي معني سره چې انرژي له لاسه ورکول د پاڼو د توليد له امله او د نشايستي زيرمه کول چې د ريښي له نمو او انکشاف سره مرسته کوي، • .د يوي وني دوهمي ښاخ پري کول بايد د کښت څخه د ٢ نه تر ٤ کالو پوري وروسته سرته ورسيږي. د ښاخ پري کولو په وخت کې‎‎ متقاطع دوه ښاخيزه، مړه ښاخونه او ځني ښکتني ښاخونه بايد پري کړل شي. ونه بايد وروسته له ٥ نه تر ٧ کالوپوري ښاخه بري شي ښاخه بري اندازيي بايد کمه وي ===دښاري ونودلويوښاخونو دپريکولوپروسه=== • د لويو ښاخونو د پريکولو پروسه بايدپه داسي طريق اجرا شي چي د نبات صحت ته پکي پوره پام لرنه شوي وي ځکه لوی ښاخونه د زيات وزن او حجم له لحاظه دا توان لري چي ډير زيان رامنځته کړي . په نامناسبه توګه پري کول اکثره وختونه د ونې پوښ لوڅوي. د لويو ښاخونو پري کول يو لړ پريکوني په برخه کې‎‎ نيسي. • يوه غوڅونه تقريباً په اندازه د 1/3برخي د لوي ښاخ بيخ کې‎‎ چې د ٣٠ سانتي مترو په اندازه د ونې له ساقې نه فاصله ولري د لوي ښاخ په لاندنۍ برخه کې‎‎ رامنځته کړئ. • دوهمه غوڅونه د لوي ښاخ په پورتنۍ برخه کې‎‎ تقريباً په اندازه د ٢،٥ سانتي مترو د لاندې غوڅونې څخه رامنځته کړئ. دا غوڅونه بايد چې نسبت لومړنۍ غوڅونې ته د ونې ساقې ته نژدې سرته ورسيږي ترڅو چې لوي ښاخ له لويدو څخه دمخه د ونې په لوري ځوړند کړي او يا هم د ونې له ساقي څخه وړاندې د ښاخ لپاره د لاندې غورځولو لپاره پرته له ځوړنديدو سرته ورسيږي. • نهايي غوڅونه نسبت مخکنيو دوه غوڅونو ته ساقې سره نژدې رامنځته کړئ. مناسب پريکول همغه دي چې له branch collar سره يا هم د ښاخ او د پوستکې‎‎ له راوتني سره نښتي وي او تر ممکن حده دې انساجو ته له زيانو رسيدو پرته منځته راغلى وي. د اخري غوڅونې څخه وروسته د هغې زخم بايد لوڅ پريښودل شي. تړلو ته يي هيڅ کله هم اړتيا نه شته که دا کار وشي نو د فنجيانو او باکترياوو لپاره به دا ځآي لوند وساتل شي او د هغوي د نمو لپاره به يو غوره محيط رامنځته شي.

دښاري ځنګلداري په شاخه بري کې‎‎ استعماليدونکي وسايل[سمول]

• د ښاخ پريکولو لپاره له ډيرو زياتو وسايلو څخه استفاده سرته رسيږي. او يو څه اندازه يي په لاندي ډول دي.. • Hand pruners يا لاسي پريکونکى د دي لپاره ښه دي چې واړه ښاخونه ورسره پري کړل شي. • لوي غوڅونکې‎‎ Loppers تر ډيره حده د لويو ښاخونو د پري کولو لپاره تر استفادې لاندې نيول کيږي. دوه عمده نوعي قيچې او سندان د دواړو وسايلو لپاره وي. غوڅوونکې‎‎ قيچې هر کله چې د ونې ساقه ډيره وړه وي نو بيا د قيچې تيغې ته ترجيح ورکول کيږي. سندان ته ورته غوڅوونکې‎‎ وسايل هغه وخت تر استفادې لاندې نيول هر کله چې د وني ساقه د غوڅووني په وخت کې‎‎ وړه شوي وي نو لږه مطلوب ده • Pruning saws د ښاخ پري کولو اري د غټو او عريضو غاښونو لرونکې‎‎ دي نسبت د هغو ارو غاښونو ته چې نجاران تر ي کار اخلي. لوي او عريض غاښونه د لويو ښاخونو پري کولو اسانه کوي. • Pole saws يا لاستى لرونکې‎‎ اري د ښاخ پري کولو ځانګړي وسايل دي چې يو شخص ته اجازه ورکوي ترڅو د ځمکې له سطحې نه پورته لوړو ښاخونو ته لاس رسى پيدا کړي. • Chain saws ځنځيري اري (برقي) چې د برق يا ګاز په قوت سره کار کوي. او د يوه ځنځير لرونکې‎‎ وي چې يو له بل پسي غوڅوونه کوي او د لويو ښاخونو د غوڅوونې لپاره غوره وي.

سرچينې[سمول]

۱ . يوسفزی امين الله ) ۱۳۹۲ ه ش ( ټولنيزي ځنګلداري لکچر نوټ دکرنې پوهنځی ځنګلاتو ديپارتمنت،سيد جمال الدين افغان پوهنتون .۲ .حميدي،اتل، ځنګل پوهنه لکچرنوټ ۱۳۹۰ ل.ل، سيدجمال الدين افغان پوهنتون .

۳- www.en.m.wikipedia.org/wiki/Urban forestry_india5-
                 -۴WWW.google.com/search/pictures