Jump to content

اناتومى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له اناتومي(اناتومى) نه مخ گرځېدلی)

اناتومي (په یوناني کې anatomē، 'تشرېح') د بیولوژي د علم یوه څانګه ده چې په کې د ژوندیو موجوداتو جوړښت او غړي مطالعه کېږي. اناتومي د طبیعي علومو برخه ده چې د ژوندیو موجوداتو له سازماني جوړښت سره اړیکه لري. دا یو پخوانی علم دی چې له تاریخ څخه مخکې مهال کې پیل شوی. اناتومي په طبیعي ډول له مخ پر ودې بیولوژي (developmental biology)، جنین پیژندنې (embryology)، پرتله ییزې اناتومي (comparative anatomy)، تکاملي بیولوژي (evolutionary biology) او پیلوژني (phylogeny) سره تړاو لري، ځکه دا هغه بهیرونه دي چې اناتومي یې په فوري ډول یا اوږد مهال کې رامنځته کوي. اناتومي او فزیولوژي چې په ترتیب سره د ژوندیو موجوداتو د غړو جوړښت او د هغو فعالیت مطالعه کوي، یو بل ته اړونده طبیعي رشته رامنځته کوي، چې ډېری وخت یوځای مطالعه کېږي. انساني اناتومي په طبابت کې یو له ضروري بنسټیزو علومو څخه دی.[۱][۲][۳][۴]

د اناتومي څانګه په دوه برخو ماکروسکوپیک (macroscopic) او مایکروسکوپیک (microscopic) ویشل کېږي. په ماکروسکوپیک اناتومي یا لویه اناتومي کې (gross anatomy) د حیوان د وجود په سترګو لیدونکې برخې څېړل کېږي. همدارنګه په لویه اناتومي کې سطحي اناتومي (superficial anatomy) هم شاملېږي. په مایکروسکوپیک اناتومي کې بیا د انساجو د بېلابېلو جوړښتونو په مطالعه کې چې ورته هیستولوژي هم ویل کېږي او د حجراتو په مطالعه کې له نوري وسایلو ګټنه شاملېږي.

د اناتومي تاریخچه د انسان د وجود د غړو او جوړښت د چارو په اړه په تدریجي ډول له پوهېدو سره تړاو لري. میتودونو یې هم پام وړ وده لرلې، د حیواناتو د پاتې شونو او اجسادو له مطالعې رانیولې د ۲۰ مې پېړۍ د طبي انځور اخیستنې تر تاکتیکونو چې اکسرې، التراسوند او ام آر آی (magnetic resonance imaging) په کې شاملېږي.

تعریف

[سمول]

اناتومي د ژوندیو موجوداتو د جوړښت، د هغو د سیستمونو، غړو او انساجو علمي مطالعه ده. چې په کې د مختلفو غړو شکل او ځایګی، هغه مواد چې ترې جوړ شوي، د هغو موقعیت او له نور غړو سره یې اړیکې مطالعه کېږي. اناتومي په بشپړ ډول د فزیولوژي او بیوشیمي سره توپیر لري، چې په ترتیب سره د غړو د عملکرد او د هغو له کیمیاوي بهیرونو سره اړیکه لري. د بېلګې په توګه یو اناتومیست د جګر په څېر د یو غړي له شکل، اندازې، موقعیت، جوړښت، وینې رسېدنې او عصبي رېښو سره کار لري په داسې حال کې یو فزیولوژیست د صفرا له تولید، په تغذیه او د بدن د چارو په تنظیم کېدو د جګر له ونډې سره کار لري.[۵][۶]

د اناتومي رشته د لویې یا ماکروسکوپیک اناتومي او مایکروسکوپیک اناتومي په ګډون په ګڼ شمېر فرعي څانګو وېشل کېدلای شي. لویه اناتومي (Gross anatomy) د هغو جوړښتونو مطالعه ده چې په سترګو د لیدو وړ دي، همدارنګه په کې سطحې یا ظاهري اناتومي هم شاملېږي چې د وجود د خارجي غړو مطالعې ته اړوندېږي. مایکروسکوپیک اناتومي بیا د مایکروسکوپي مقیاس له مخې د هستولوژي (د نسجونو د مطالعې) او امبریولوژي یا جنین پېژندنې (په لومړنیو شرایطو کې د ژوندي موجود مطالعه)  په ګډون د ژوندي موجود د جوړښت مطالعه ده.[۷][۸]

د اناتومي اصطلاح په عام ډول انساني اناتومي (human anatomy) ته اړوندېږي. په داسې حال کې چې ورته انساج او جوړښت د حیواناتو په پاتې قلمرو کې شتون لري او دغه اصطلاح همدارنګه د نورو حیواناتو اناتومي ته هم اړوندېږي. د زوټومي (zootomy) اصطلاح ځینې مهال د غیر انساني حیواناتو اناتومي ته کارول کېږي. د بوټو انساج او جوړښت یې متفاوت طبیعت لري او له همدې امله د بوټو په اناتومي (plant anatomy) کې یې مطالعه کېږي.[۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

تاریخچه

[سمول]

لرغونی تاریخ

[سمول]

له میلاد څخه ۱۶۰۰ کاله مخکې په ادوین سمیت پاپیروس (Edwin Smith Papyrus) متن او د لرغوني مصر په طبي متن (Ancient Egyptian medical text) کې، زړه، د هغو رګونه، جګر، تریخی، ګردې، هیپوتالاموس، رحم او مثانه تشریح شوي او له زړه یې د وینې د رګونو غځېدل ښوولي. په ایبروس پاپیروس (Ebers Papyrus) (نږدې ۱۵۵۰ کاله له میلاد وړاندې) متن " د زړه په اړه رساله" ده چې هغه کوچني رګونه چې د بدن ټولو غړو ته مایعات لېږدوي او یا یې هم له د بدن د ټولو غړو څخه را لېږدوي تشرېح کوي.[۱۵]

د لرغوني یونان اناتومي او فیزیولوژي د منځنیو پېړیو په لومړۍ نړۍ کې د ګڼ شمېر بدلونونو او پرمختګونو شاهده وه، د وخت په تېرېدو، د بدن د جوړښت او غړو د چارو ترسره کولو په اړه طبي تجربو او له هغو دوامداره درک وده وکړه. د انسان د بدن په اړه فوق العاده تشریحي مشاهدات ترسره شول، چې له مغزو، سترګو، جګر، تناسلي غړو او عصبي سیستم څخه یې د درک په برخه کې مرسته وکړه.

د هلسنتیک مصر (Hellenistic Egyptian) الکسندریه ښار د یوناني اناتومي او فزیولوژي لپاره د ودې ځای و. الکسندریې نه یوازې د یونانیانو پر مهال د طبي دوسیو او آزادو هنرونو د کتابونو لویې کتابخانې ته ځای ورکړی و، بلکه د ګڼ شمېر فیلسوفانو او طبیبانو کور هم و. د بطلیموسي واکمنانو له خوا د علم او هنر څخه پراخه ملاتړ د الکسندریې د لا ودې لامل وګرځېد او د نورو یوناني دولتونو سره یې د علمي او کلتوري لاسته راوړنو په برخو کې سیالي وکړه.[۱۶]

د اناتومي او فیزیولوژي په لومړنیو پړاونو کې په هلنسیتیک الکسندریه کې پام وړ پرمختګونه رامنځته شول. د دریمې پېړۍ تر ټولو مشهور د اناتومي او فزیولوژي پوهان هیروفیلوس (Herophilus) او ایرستراتوس (Erasistratus) وو. دغو دوو فزیولوژي پوهانو د انسان د وجود په پرانیستو له طبي څېړنو سره مرسته وکړه. هغوی همدارنګه په مرګ محکومو مجرمینو پر بدن په ژوندي حالت کې وجود سپړنه (vivisections) ترسره کړه چې تر رنسانس پورې منع وه. هیروفیلوس د سیستماتیکې وجود سپړنې په برخه کې لومړی کس دی چې دغه چاره یې ترسره کړې. همدارنګه هغه د خپلو تشریحي کارونو له مخې چې له اناتومي او نورو طبی برخو سره یې پام وړ مرسته کړې، پېژندل کېږي. د هغه په چارو کې د نبض د سیستم طبقه بندي، دغه کشف چې شریانونه له وریدونو کلک دیوال لري او دهلېزونه د زړه برخه ده شاملېږي. اریستراتوس په کره ډول مغزي غشا او د هغو خالي ځایونه، او د دماغ اکبر او دماغ اصغر ترمنځ د فاصلې په ګډون د مغزو جوړښت تشرېح کړ. په الکسندریه کې د زده کړو پر مهال اریستراتوس تر ډېره د وینې د جریان او عصبي سیسټم پر مطالعه تمرکز درلود. هغه کولای شول د انسان په وجود کې حسي او حرکي اعصاب تشخیص کړي او باور یې درلود چې هوا د سږو له لارې زړه ته ځي او بیا له هغه ځایه ټول وجود ته لېږدول کېږي. د شریانونو او د وینې د کوچنیو رګونو ترمنځ د توپیر موندل – چې دغه کوچني رګونه وجود ته هوا لېږدوي، په داسې حال کې چې شریانونه له زړه وینه لېږدوي د اناتومي په برخه کې یو لوی کشف و. اریستراتوس همدارنګه د ایپیګلوتونو او د ترای کسپیډ په ګډون د زړه په والونو د نوم اېښودو او د هغه د فعالیت د څرنګوالي د تشرېح کولو مسئولیت هم درلود. په دریمه پېړۍ کې یوناني طبیبانو وکولای شول اعصاب د وینې له رګونو او ټینډونونو جلا او وپوهېدل چې عصبي رګونه عصبي پیغامونه لېږدوی. دا د هیروفیلوس هڅه وه چې وپوهېد حرکي اعصابو ته په زیان رسېدو فلج رامنځته کېږي. هیروفیلوس په مغزو کې مننجیز او بطنونه ونومول او همدارنګه یې د دماغ اکبر او اصغر ترمنځ د وېش هرکلی وکړ، هغه تشخیص کړه چې ماغزه "د عقل ځای" دی نه چې ارسطو هغه "یوه یخ کوونکې خونه" بللې وه.[۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

سرچينې

[سمول]
  1. Merriam Webster Dictionary
  2. Rotimi, Booktionary. "Anatomy". خوندي شوی له اصلي څخه په 1 August 2017. بياځلي په 18 June 2017.
  3. "Introduction page, "Anatomy of the Human Body". Henry Gray. 20th edition. 1918". خوندي شوی له the original on 16 March 2007. بياځلي په 19 March 2007.
  4. Arráez-Aybar; et al. (2010). "Relevance of human anatomy in daily clinical practice". Annals of Anatomy - Anatomischer Anzeiger. 192 (6): 341–348. doi:10.1016/j.aanat.2010.05.002. PMID 20591641.
  5. O.D.E. 2nd edition 2005
  6. Bozman, E. F., ed. (1967). Everyman's Encyclopedia: Anatomy. J. M. Dent & Sons. p. 272. ASIN B0066E44EC.
  7. "Introduction page, "Anatomy of the Human Body". Henry Gray. 20th edition. 1918". خوندي شوی له the original on 16 March 2007. بياځلي په 19 March 2007.
  8. "Anatomy". The Free Dictionary. Farlex. 2007. بياځلي په 8 July 2013.
  9. "Introduction page, "Anatomy of the Human Body". Henry Gray. 20th edition. 1918". خوندي شوی له the original on 16 March 2007. بياځلي په 19 March 2007.
  10. Gribble N, Reynolds K (1993). "Use of Angiography to Outline the Cardiovascular Anatomy of the Sand Crab Portunus pelagicus Linnaeus". Journal of Crustacean Biology. 13 (4): 627–637. doi:10.1163/193724093x00192. JSTOR 1549093.
  11. Benson KG, Forrest L (1999). "Characterization of the Renal Portal System of the Common Green Iguana (Iguana iguana) by Digital Subtraction Imaging". Journal of Zoo and Wildlife Medicine. 30 (2): 235–241. PMID 10484138.
  12. "Magnetic Resonance Angiography (MRA)". Johns Hopkins Medicine.
  13. "Angiography". National Health Service. بياځلي په 29 April 2014.
  14. Bozman, E. F., ed. (1967). Everyman's Encyclopedia: Anatomy. J. M. Dent & Sons. p. 272. ASIN B0066E44EC.
  15. Porter, R. (1997). The Greatest Benefit to Mankind: A Medical History of Humanity from Antiquity to the Present. Harper Collins. pp. 49–50. ISBN 978-0-00-215173-3.
  16. Longrigg, James (December 1988). "Anatomy in Alexandria in the Third Century B.C". The British Journal for the History of Science. 21 (4): 455–488. doi:10.1017/s000708740002536x. JSTOR 4026964. PMID 11621690.
  17. Bay, Noel Si Yang; Bay, Boon-Huat (2010). "Greek Anatomists Herophilus: The Father of Anatomy". Anatomy and Cell Biology. 43 (3): 280–283. doi:10.5115/acb.2010.43.4.280. PMC 3026179. PMID 21267401.
  18. Von Staden, H (1992). "The Discovery of the Body: Human Dissection and Its Cultural Contexts in Ancient Greece". The Yale Journal of Biology and Medicine. 65 (3): 223–241. PMC 2589595. PMID 1285450.
  19. Bay, Noel Si Yang; Bay, Boon- Huat (2010). "Greek Anatomist Herophilus: The Father of Anatomy". Anatomy & Cell Biology. 43 (3): 280–283. doi:10.5115/acb.2010.43.4.280. PMC 3026179. PMID 21267401.
  20. Eccles, John. "Erasistratus Biography (304B.C-250B.C)". faqs.org. faqs.org. بياځلي په 25 November 2015.
  21. Britannica. "Erasistratus of Ceos: Greek Physician". britannica.com. The Encyclopedia of Britannica. بياځلي په 25 November 2015.
  22. Wiltse, LL; Pait, TG (1 September 1998). "Herophilus of Alexandria (325-255 B.C.) The Father of Anatomy". Spine. 23 (17): 1904–1914. doi:10.1097/00007632-199809010-00022. PMID 9762750.
  23. Bay, Noel Si Yang; Bay, Boon-Huat (2010). "Greek Anatomist Herophilus: The Father of Anatomy". Anatomy & Cell Biology. 43 (3): 280–283. doi:10.5115/acb.2010.43.4.280. PMC 3026179. PMID 21267401.
  24. Wills, Adrian (1999). "Herophilus, Ersasistratus, and the birth of neuroscience". The Lancet. 354 (9191): 1719–1720. doi:10.1016/S0140-6736(99)02081-4. PMID 10568587. S2CID 30110082. بياځلي په 25 November 2015.
  25. Von Staden, Heinrich (October 2007). Herophilus: The Art of Medicine in Early Alexandria. Cambridge University Press. ISBN 9780521041782. بياځلي په 25 November 2015.