Jump to content

ويکيپېډيا:امامت او مشرتوب په اسلام کې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا



امامت په اسلام کې

څېړونکى او له اسلامي سرچينو راټولونکى : قاري عزت الله حنيف 




بسم الله الرحمن الرحيم  


امامت په اسلام کې

څېړونکى او له اسلامي سرچينو راټولونکى : عزت الله حنيف 


د کتاب ځانګړنې : د کتاب نوم : امامت په اسلام کې څېړونکى او له اسلامي سرچينو راټولونکى :عزت الله حنيف د چاپ کال : شمېر :١٠٠٠ ټوکه    


ډالۍ : ټولو هغو ته چې د قرآن او سنتو په رڼا کې د افغانستان لپاره د مشر او مشرۍ په لټو ن کې دي  امامت 20 توحيد او امامت دوه سترې کلکې الهي کلا ګانې دي 22 امام ته اړتيا 24 امام لارښود دى 26 امام بېلګه ده 27 په ټولنه کې د بېلګو ونډه 27 د تاريخ پوه پاڼه 28 په قيامت کې د امامت انعکاس 29 واکمنان هم خلکو ته بېلګه دي 29 د امامت موخې 32 د امامت نښې 34 د حضرت پېغمبر (ص) هڅې 35 ولې د پېغمبر (ص) هڅو پايله نه درلوده؟ 39 د حق پلي کولو ته هڅې او چغى وهل 40 د امام ځانګړنې 41 عصمت 41 پراخه سينه 42 عدالت 43 له ځاني غوښتنو ډده کول 43 مېړانه 44 فضيلت او نېکه سابقه 44 د حکم بنسټ يې د خداىکتاب وي 45 عطوفت او سياست 45 زهد او سادګي 45 حق پلوى او حق پلي کوونکى وي 46 د حق په پلي کولو کې پرېکندتوب 47 په کارونو کې مخکښي 47 بې تکلفه وي 47 له خلکو سره ګوزاره 48 د تېرو شويو له تاريخه خبر وي 49 د خلکو د ستونزو هوارول 50 صبر او پر خداى ايمان 50 ماديات يې پر ځان بوخت نه کړي او اخلاص ولري 51 په پوهه او وړتیا ‏کې تر ټولو وړ وي 51 له امتياز غوښتنې ځان وژغوري 52 د اسلام د ګټو ساتل؛ نه د خپلو ګټو 53 د امام ټاکنه 53 امام يوازې خداى ټاکي 54 الهي انتصاب د حق لار ده 58 د ابو علي سينا وينا 59 پوښتنه او ځواب 59 د اهل بېتو فضايلو ته لنډه کتنه 60 د امام او امت حقوق 61 د امت دنده 62 امامت او حج 63 له امام څخه د لاروۍ اغېزې 64 واقعي ياران 64 دروغجن ياران 65 پر امامت د ظلم ډولونه 67 اقتصادي تېري 67 فکري تېرى 67 دورغ جوړول 68 تحريف او مخونه 68 فرهنګي ظلم 68 د پوه پر ځاى ناپوه 69 پلمې او کينې 69 د حق وژنې او تېري پراخوالى 71 د امامانو پر لارويانو تېري 72 ډېرى تېروتلي 73 د شيعه و او اهل سنتو همغږي 73 منع شوې مشري 74 اهل بیت 78 اهل بیت څوک دي ؟ 78 د کسا حديث 78 په لمانځه کې پر اهلبېتو درود 80 اولى الامر څوک دى ؟ 80 اولى الامر دولس دي 82 د دولس ګونو امامانو موخه يوه ده 83 مهدي اخر زمان 84 امامت 93 د امامت بحث له کله پيل شو؟ 93 د امام د شتون فلسفه 98 د امام ځانګړنې او شرايط 102 څوک امام ټاکي 105 امامت په قرآن کې 111 امامت د پېغمبراکرم (ص) په سنتو کې 118 د منزله او يوم الدار حديثونه 122 د منزلت د حديث منځپانګه 125 د يوم الدارحديث 125 د ثقلين حديث او د حضرت نوح بېړۍ 126 د ثقلين د حديث د منځپانګې د پام وړ خبرې 129 د حضرت نوح د بېړۍ حديث 130 دولس امامان 131 روايتونه : 131 دولسم امام؛حضرت امام مهدي 135 خطر او د ستر مصلح راتګ 135 عقلي دلايل : 138 قرآن کريم او د امام مهدي راتګ 141 امام مهدي په احاديثو کې 142 امام مهدي د شيعه ووپه منابعوکې 143 مرحوم آيت الله العظمى سيدعبدالله شيرازي په خپل کتاب "امامت "کې وايي : 145 د واقعياتو څېړنه او بيا پېژندنه 145 من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهليه 150 د ځانګړي امام وړتيا او شرايط 151 د امت اجماع 154 د "امام نه پېژندنې" حديث څېړنه 156 د حضرت عثمان او علي (رضي الله عنها) او معاويه بن ابو سفيان د واکمنيو پرتلنه 174 د حضرت عثمان (رض) د نادودو ځينې بېلګې 178 د نورو امامانو زمانه 181 د عباسيانو واکمني 184 قضاوت وکړئ 191 آيت الله العظمى علامه شيخ شهيد استاد مطهري په "امامت و رهبري" کتاب کې ليکي : 193 د امامت ماناوې او پړاوونه 202 د رسول اکرم (ص) شئون 205 د ټولنې د مشرۍ په مانا د امامت مانا 208 امامت د ديني مرجعيت په مانا 210 امامت د ولايت په مانا 214 د امامت په اړه يو حديث 216 امامت په قرآن عظيم شان کې 219 تر پېغمبر اکرم وروسته امامت او د دين ښوول 225 د مسئلې ناسم مطرحول 225 حکومت د امامت يوه څانګه ده 228 د دين په ښوولو کې امام د پېغمبراکرم ځايناستى دى 229 د "ثقلينو" حديث او د دولس ګونو امامانو د عصمت مسئله 231 د حديثو له ليکلو منع 233 له قياسه ګټنه 235 قياس د شيعه وو له نظره 236 د معصوم په شتون کې ټاکنې ته ځاى نه پاتې کېږي 236 د ثقلينو د حديث ارزښت 240 د خم غدير حديث 240 د امامت کلامي څېړنه 243 د امامت تعريف 245 د امامت په هکله د شيعه وو عقلي دليل 246 امام؛يعنې د ديني چارو کارپوه 248 د تنصيص مسئله 250 د حضرت علي (ک) پر امامت د د رسول اکرم نصوصو څېړنه 253 د يوم الانذار کيسه 256 له رسول اکرم سره د ټبر د مشر کتنه 257 د غدير حديث او تواتر يې 257 د منزلت حديث 259 د ((الْيَوْمَ يَئِسَ)) آيت او امامت 265 د ((الْيَوْمَ يَئِسَ)) آيت 266 د اکمال او اتمام توپير 268 له ((اليوم)) نه مراد کومه ورځ ده؟ 270 د ((اليوم)) په اړه بېلابېلې څرګندونې 271 ١-د بعثت ورځ : 271 ٢_د مکې د سوبې ورځ : 272 ٣-په منى کې حضرت علي حاجيانو ته د برائت سورت ولوست 276 د شيعه و وينا 278 ١- له تاريخي اړخه : 278 ٢- په آيت کې د شته قرآينو له اړخه 280 محکمات او متشابهات 281 امامت په قرآن کريم کې 296 د اهلبيتو په اړه د آيتونو ځانګړې وضع 297 د تطهير آيت 297 ددې چار راز 302 تاريخي شواهد 304 د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ...)) آيت 306 د عرفاوو خبره 307 په شيعه وو کې امامت د نبوت په څېر مفهوم دى 308 امامت 310 د حضرت ابراهيم عليه السلام په ځوځات کې 310 حضرت ابراهيم عليه السلام ازمېيل کېږي 311 حجاز ته د مهاجرت حکم 311 د زوى د حلالو حکم 312 امامت الهي ژمنه ده 315 امامت د امامانو له نظره 329 انسان څرنګه موجود دى؟ 330 لومړنى انسان په قرآن کې 331 د امام صادق روايت 335 زيد بن علي او امامت 336 د امام صادق دوه نور حديثونه 339 پايله 344 قرآن او سنت د يو بل مکمل دي 349 د پېغمبر اکرم (ص) اټکل 354 پېغمبراکرم تر ځان وروسته د ځايناستۍ موضوع ته پام درلود 359 د پېغمبراکرم د وصي ټاکنه 363 لومړى : د بعثت پر دريم کال 363 دويم:په تبوک غزا کې 366 د ((مِنى)) مطلب 367 د پېغمبر اکرم (ص) د علومو حاملان 369 درېم:د خم ډنډ تر غاړې 373 پېغمبراکرم علي ته پګړۍ وتړله 378 د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي 379 د تېرو احاديثو نچوړ 386 علما څرنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي 387 د دې روايتونو حقيقي مفهوم 394 تر رسول اکرم(ص)وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه 396 د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه : 396 د دولس ګونو امامانو نومونه 398 لومړى امام : اميرالمؤمنين علي(ک) 398 دويم امام :حسن بن علي بن ابيطالب 398 درېم امام : حسين بن علي بن ابيطالب 399 څلورم امام : علي بن الحسين 400 پينځم امام : محمد بن علي 400 شپږم امام : جعفربن محمد 401 اووم امام : موسى بن جعفر 401 اتم امام : علي بن موسى 402 نهم امام : محمد بن علي 402 لسم امام : علي بن محمد 403 يولسم امام : حسن بن علي 403 دولسم امام : حجة بن الحسن 404 د پېغمبر اکرم (ص) وصيان؛ 404 د شريعت ساتندويان او مبلغان 404 دښوونو منظمې ناستې 405 نامنظمې ناستې 408 نورو وصيانو ته الهي علوم وليکه 410 دوه ډله تبليغ 411 د ښوونې وروستۍ ناسته 411 وصيان په مسلمانانو کې اسلامي شريعت خپروي 414

  • د جامعې يا د امام علي د کتاب قيصه 414

له امامانو سره د امام علي(ک)کتابونه 415

  • د امام حسن،امام حسين او امام سجاد مواريث 415

د امام محمدباقر مواريث 417 د امام صادق مواريث 418 د امام موسى بن جعفر مواريث 418 د امام رضا مواريث 419 امامانو"جامعې"ته مراجعه کوله 419

  • "جامعه" د امامانو مرجع کتاب و 419

په اهلسنتو کې پر 425 مهـــــــــــــــــدويــــــت 425 ګروهه 425 پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي 426 مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى 426 مهدي له اهل بيتو دى 426 مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى 427 مهدي د حسين عليه السلام له اولادې دى 428 مهدي د امام حسن عسکري زوى دى 428 امامت او خلافت 449 د امامت مسـئله 489 تل يو امام وي 489 د امامت حقيقت 490 امام له ګناه معصوم او پاک دى 492 امام د شريعت ساتونکى دى 492 امام په اسلام تر ټولو خبر او پوه دى 492 امام بايد منصوص (ټاکل شوى) وي 493 امامان، پېغمبر (ص) ټاکلي دي 493 د پېغمبر(ص) لخوا د علي (ع)ټاکنه 495 تر ځان وروسته په امام د هر امام ټينګار 498 علي(ع) تر ټولو اصحابو غوره و 499 اصحاب د عقل او تاريخ د قضاوت پر وړاندې 499


امامت (( امام)) د پېشوا او جمع يې ائمه ده . په حقيقت کې له هر څه چې لاروي کېږي،امام ورته ويل کېږي؛که کتاب وي که انسان که حق که باطل . . ١_خداى په حجة الوداع کې خپل استازي (ص) ته وايي : ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ = پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې و نه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري،هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي . ) ٢_په ډېرو روايتونو کې امامت د اسلام د بنسټيزو مسئلو په نامه ښوول شوى دى؛لکه څنګه چې د وسايل الشيعه په ٣٩ حديث او مستدرک الوسايل په ١٧ حديث (٤) کې راغلي دي :د اسلام بنسټ پر څو څيزونو ايښوول شوى دى،چې ولايت او مشري پکې ترټولو مهم دي . امام محمد باقر وايي : د اسلام بناوې لمونځ، روژه، حج، زکات او ولايت دى ."زراره"،چې د امام له شاګردانو و،وپوښتل: کوم يو پکې تر ټولو مهم دى ؟ امام ورته وايي :ولايت او بيا وايي: ځکه چې ولايت د مسايلو کونجي ده . توحيد،چې د دين لومړى آر دى؛نو هله به پلي شي،چې د ټولنې واکمن،معصوم امام وي او که داسې نه وي ؛نو د توحيد پر ځاى به شرک او طاغوت په ټولنه کې ريـښې ښخې کړي.نبوت او شريعت هله غښتلېداى شي،چې د معصوم مشر پرې څارنه وي او که داسې نه وي ؛ نو شخصي سليقې او بدعتونه به پکې راننوځي او وحې به له اعتباره ووځي .که رښتيا راباندې وياست؛نو له قانون او پر حقه مشر پرته ټولنه؛يعنې ځنګل او هر يو قانون او مشر د يو بل بشپړونکي او نه بېلېدونکي دي؟ پر معاد او مسايلو يې ځان پوهونه يوازې د معصوم امام له لارې شونې او د ډاډ وړ ده. امامت دى،چې لمونځ ته روح ورکوي،حج او روژې ته لوري ورکوي،جهاد ته مشروعيت ورکوي او الهي فرايض بيا ژوندي‏ کوي . امام د برېښنا د کارخانې په څېر ټولو څراغونو ته رڼا ورکوي،هو ! د مشرۍ او امامت مساله په اسلامي ټولنه کې دومره مهمه ده،چې هيڅ اړنګ چاته نه پاتې کيږي. په افغانستان کې ددې مسلې اهميت هېوادوالو ته د لمر په په څېر بربنډ دى؛ موږ جهاد وکړ، شهيدان مو ورکړل، هېواد مو کنډواله شو؛خو د سمې مشرۍ د نشتون له امله دا ټول پوپنا شول؛ نو اړينه ده،چې په ټولنه کې د مشروع مشر د منځ ته راتګ لپاره خلک له ديني اړخه وپوهول شي،چې همدا مبحث به مو لږو ډېر له دې چارو سره بلد کړي]

توحيد او امامت دوه سترې کلکې الهي کلا ګانې دي امام رضا، چې د نيشابور له ښاره تېرېده ؛نو مينه والو ورنه د يو حديث روايت وغوښته؛ نو امام رضا ورته د سلسلة الذهب مشهور حديث ووايه، چې هغه له خپل پلار او هغه هم د خداى له استازي (ص) او د خداى استازي (ص) هم له حضرت جبرائيل امين څخه را نقل کړى و : كلمة لااله الاّ اللّه حِصنى فمَن دَخل حِصنى أمن من عذابى - " توحيد زما ستره کلکه کلا ده او څوک،چې ورننوت ؛نو زما له عذابه به ژغورل شوى وي. "

بيا امام وويل : " بشروطها و أنا من شروطها" - توحيد له شرطونو سره الهي کلا ده او زه يو له هغوى شرطونو يم  . دلته امام رضا د توحيد او امامت ترمنځ د شرط او مشروط اړيکه ټينګه کړه؛هماغه اړيکه ، چې د لمونځ او اودس تر منځ ده؛يعنې له امامت پرته د توحيد پښه ښوييدلې ده او له اودس پرته لمونځ نه کېږي او چې د توحيد خبره مطرح وي ؛نو د معصوم مشر خبره هم مطرح ده . په دې حديث کې امام رضا توحيد کلکه الهي کلا ښوولې او په يو بل حديث کې د خداى استازي (ص) د حضرت علي ولايت کلکه الهي کلا ښوولى ده او ويلې يې دي،چې لوى خداى ويلي دي:

" ولاية علىّ بن ابيطالب حصنى فمَن دخل حصنى أمن مِن عذابى" - د علي بن ابيطالب د ولايت منل زما کلا ده او څوک،چې ورننوت ؛نو له الهي عذابه ژغورل شوى دى . ددې دوو روايتونو په رڼا کې توحيد او ولايت دوه سترې الهي کلا ګانې دي ، چې دواړه يو د ‏بل تر څنګ له الهي عذابه د ژغورلو تومنه ده .   امام ته اړتيا د کومو دليلونو له مخې، چې پېغمبر ته اړتيا لرو دهمغو له مخې امام ته هم اړتيا لرو، په مخکې څپرکي کې مو نبوت ته دليلونه راوړل او پردې سربېره هغه ټکي،چې پېغمبر او امام ته د اړتيا په دليلونو کې ګډ دي، د امام د اړتيا لپاره يو لړ نور دليلونه هم شته: ١_د الهي احکامو د پلي کولو او ساتنې لپاره حکومت او ځواک ‏ته اړتيا ده او ځواک ‏او حکومت هم غوره مشرۍ ته اړتيا لري؛په تېره بيا هغه وخت، چې د پېغمبرانو لړۍ پاى ته رسېدلې وي او د حضرت محمد (ص) خاتميت مو منلى وي . ٢_ آيا داسې کېداى شي،چې خداى د يو قوم لپاره پېغمبر راولېږي او هغه پېغمبر د سختيو په ګاللو سره احکام اوقوانين راوړي او بيا هغه ټولنه همداسې بې برخليکه پخپل سر ايله پرېږدي؟ آيا دا د حکمت کار دى ؟ رښتيا، چې وايي پېغمبر په هغه سختيو د ښوونځي او امت بنسټ کېښود او ولاړ؛نو د خداى حکمت او د پېغمبر (ص) زړه سوانې ته به څه ځواب ورکوي؟ کوم مسئول مقام به خپل خلک داسې بې برخليکه پرېږدي ؟! ٣_ اساسا دين يا بايد له دنننيو غوښتنو او بهرنيو پېښو سره همغږي ولري او په څرګندنه- اصطلاح وده راوړونکى او وده ورکوونکى وي او د هر وخت غوښتنو ته ځواب ورکوونکى وي اويا دا ، چې لنډ مهاله وچ قوانين ولري ، چې د وخت په تېرېدو سره هېر شي . که له دين سره په څنګ کې امام وي ؛نو د ړومبي ډول په څېر به وي او که امام ورسره نه و؛نو دويم ډول به وي؛ځکه په يو روايت کې راغلي : پر حق امامت او مشري د دين چارواکي ده او د مسلمانانو د راټولېدو او د مؤمنينو د عزت او د دنيوي چارو د اصلاح لامل دى .

امامت د پر مختللي اسلام بنسټ دى؛يعنې،چې وکړاى شي،د بشريت د کاروان د وګړيو ،ټولنيز،توکیزې او مانيزې اړتياوې پوره کړاى شي .

پورتنې روايت مو پوهوي چې بې له امامه اسلام، زړېدونکى او له منځه تلونکى دى . انساني ټولنې ته هر وخت يو لړ ګواښونه په څار کې وي،چې که پردې مهال امام،الهي احکام له وحې څخه په الهام کې راونه سپړي؛ نو په ټولنه کې به ګډ وډي راشي؛نو د هر ښوونځي تر څنګ د امام شتون ډېر ضروري دى . ٤_لکه څنګه،چې په ډنډ کې لامبو تکړه لامبو وهونکي استاد ته اړتيا لري او له سمندره تېرېدو لپاره بېړۍ او ماڼو ته اړتيا وي ؛نو دنيا هم ژور سمندر دى ،چې کشتۍ او ماڼو ته اړتيا لري . دا له کوم منطق او حکمت سره اړخ لګوي ، چې خداى کمزوري او نااشنا لامبو وهونکي په دې ستر سمندر کې همداسې پر خپل حال پرېږدي! ٥_ لکه څنګه ، چې خداى په بدن کې عقل واکمن کړى،چې غړي له بې لارۍ وساتي؛نو ټولنې ته يې هم واکمن ټاکلى،چې پر کږه ولاړه نشي او ګډ وډي پکې رانشي . آيا قرآن شريف کافي دى ؟ د قرآن شريف په شتون کې امام ته څه اړتيا ده ؟ قرآن شريف د قانون کتاب دى او قانون مفسر او پلي کوونکي ته اړتيا لري. د نن سبا په نظامونو کې هم د مقننه قوې تر څنګ مجريه او قضايه قوې هم شته؛ځکه قانون پلي کوونکيو او د پلي کېدو ضمانت ته اړتيا لري . د هر څه جزييات؛لکه د لمونځ د رکعتونو شمېر يا د طوافونو شمېر په قرآن شريف کې نه دي راغلي او ډېر جزيي او مقطعي مطالب په قرآن شريف کې نه دي راغلي او پېغمبر (ص) په خپل وخت کې امامانو او د خپل وخت خلکو ته بيان کړي دي . قرآن شريف وايي : په پېغمبر (ص) پسې ولاړ شئ او خپل حکمونه له هغه واخلئ . ((وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا)) څه ، چې د خداى استازى وايي؛نو ويې کړئ او له څه مو ، چې ژغوري؛نو مه يې کوئ او پرېږدئ يې. دا آيت له نبوي سنته پر لاروۍ دلالت کوي؛ځکه دخداى له استازي (ص) لاروي له څښتنه (ج) لاروي ده . ((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ)) د امامت او ولايت منل هم د خداى د استازي (ص) له سنتو څخه لاروي ده .

امام لارښود دى په هر توکیز ‏او مانيز ‏خوځون ‏کې څو څيزه مطرح دي : ١_ لار او مسير .٢_وسيله او اوزار .٣_موخه او مقصد .٤_ مشر او لارښود. چې په دوى کې تر ټولو د امام او مشر ونډه ممهه ده؛ځکه که هغه نه وي؛نو هم به لار ورکه کړو او هم موخه او هم له وسيلو به په سم او مناسب ځاى کې کار وانخلو .

امام بېلګه ده امام بېلګه دى .که ځان ته بشپړ او واقعي بېلګې انځور نه کړو او مينه ورسره و نه کړو؛نو ذهن ته به د باطلو تبليغاتو دروغجنې او باطلې بېلګې راشي او پر لوري به يې ورمات شو او هغوى به موږ خپلې لوري ته راکاږي . امام يوازې لارښود نه دى؛بلکې امام هم دى،يوازې پالندوى نه دى؛بلکې امام دى؛يعنې د هغه کار ،عبادت، خوړل، جنګېدل، چوپتيا،فرياد او .... موږ ته بېلګه او زده کړه ده .

په ټولنه کې د بېلګو ونډه قرآن شريف د پېغمبر (ص) مېرمنو ته وايي : يَا نِسَاء النَّبِيِّ مَن يَأْتِ مِنكُنَّ بِفَاحِشَةٍ مُّبَيِّنَةٍ يُضَاعَفْ لَهَا الْعَذَابُ ضِعْفَيْنِ = د پېغمبرميرمنو! له تاسې چې هره يوه ښكاره بدكار وكړي (؛نو) هغې ته به دوه ګرايه عذاب وركړاى شي )). ؛ځکه، د پېغمبر (ص) مېرمنې په عملي بڼه نورو ته بېلګه دي . په حديث کې راغلي دي :[ يُغفر للجاهل سبعون ذنباً قبل أن يغفر للعالم ذنب واحد - مخکې تر دې، چې د پوه يوه ګناه و بښل شي د ناپوه به اويا ګناهونه وبښل شي. ] هو! پوهان په ټولنه کې خلکو ته بېلګه دي؛نو تېروتنه يې هم ستره شمېرل کېږي . مشرانو ويلي دي :عالم ، چې صغيره ګناه کوي؛نو ورته کبيره ګناه شمېرل کېږي ؛ځکه د هغه کړه وړه پر نورو د نورو په پرتله خوار اغېز لري . دا چې د بدعتګر او د بې لارۍ د بنسټګر ګناه د نورو په پرتله څو ځل ډېره ده، دا ځکه هغوى په ټولنه کې د بېلګې او مشرۍ ونډه لري .

د تاريخ پوه پاڼه امام هادي یې وپوښت: د جمل په جګړه کې به،چې څوک ټپي شو؛نو حضرت علي به پرېښووه ؛خو ولې يې د صفېن په جګړه کې د ټپيانو د وژلو حکم کاوه ؟ امام ورته وويل : د صفين په جګړه کې لا د مخالفينو مشران ژوندي و؛نو هغوى به بېرته ټپيان او تښتېدلي راټولول او تنظيمول يې او د فساد ريښـه لا په اوبو کې وه ( چې ريښه په اوبو کې وي؛نو د ثمر هيله ترې درلودلاى شو)؛نو د فساد د جرړې د راويستولو او د دسيسو د پاى ته رسولو لپاره بايد کوم اغېز يې پاتې نشى؛خو د جمل په جګره کې دهغوى د مشرانو تر وژل کېدو وروسته ټپيانو او تښتېدليو ته پناه ځى نه و پاتې؛نو چا به چې ټپ اخسته او يا تښتېده؛نو نه تعقبيده .

په قيامت کې د امامت انعکاس په قرآن شريف کې راغلي دي : ((يَوْمَ نَدْعُو كُلَّ أُنَاسٍ بِإِمَامِهِمْ (= (درياده كړه هغه ورځ) چې موږ هره ډله د هغې له مشرانو سره راغواړو)). دې آيت په سپينه د خلکو په لارښوونه او بې لارۍ کې د امام پر ونډه رڼا اچولې. هغه ونډه،چې لارويان دوزخ او يا جنت ته وړاى شي . په قيامت کې به بېوزله خپلو فاسدو مشرانو ته وايي : ((لَوْلَا أَنتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِينَ = كه تاسې نه واست؛ نو موږ به هرومرو مؤمنان وو))

واکمنان هم خلکو ته بېلګه دي خداى د توبې په سورت کې مسلمانانو ته فرمان ورکوي ، چې د مبارزې او جهاد په ډګر کې د کفر پر ريښو او مشرانو ګوزار وکړئ : ((فَقَاتِلُواْ أَئِمَّةَ الْكُفْرِ)) ؛نو د کفر له مشرانو سره مبارزه وکړئ. د امامانو په ويناوو کې هم دې مهمې خبرې ته پام شوى دى . حضرت علي وايي : الناس بامرائهم أشبَه منهم بآبائهم - له خپلو مشرانو د خلکو بېلګه اخستل تر موروپلار له بېلګه اخستو ډېر اغېز لري .

په بل روايت کې راغلي دي : الناس على دين ملوكهم - د ولس دين د چارواکو دين دى.  

د خداى استازى وايي :(( صِنفان من امّتى اذا صلحا صلحت امّتى و اذا فسدا فسدت امّتى- چې په امت کې مې دوه ډلې فاسدې شي؛نو ټول به فاسد شي او که صالح ول؛نو پر ټولو به اغېز وکړي او ټول به صالح شي.)) ؛نو په دې وخت کې وپوښتل شو،چې هغه دوه ډلې څوک دي ؟ ورته يې وويل : ((الفقهاء و الاُمراء- پوهان او چارواکي.)) (٢٠)

يو مهم حديث په يو روايت کې راغلي : قال اللّه تبارك و تعالى: لاعذّبنّ كلّ رعيّة فى الاسلام دانت بولاية كلّ امام جائر ليس من اللّه و اِن كانت الرعية فى اعمالها بَرَّة تقيّة و لاعفونّ عن كلّ رعيّة فى الاسلام دانت بولاية كلّ امام عادل من اللّه و اِن كانت الرعيّة فى انفسها ظالمةً مسيئة - خداى وايي :هرې ډلې ، چې د تېرې کوونکي او ظالم مشر مشري ومنله؛نو زما پر عذاب به ککړ شي که څه هم دا خلک پخپله د تقوا خاوندان او صالح خلک وي او چې خلکو يې د عادل امام مشري ومنله؛نو د خداى لطف په پرې وي که څه هم دا خلک پخپله ظالمان او بد خلک وي . له دې حديثه ګټنه کېږي،څه چې تر عمله غوره دي،د عادل امام د مشرۍ منل دي؛لکه څنګه چې د موټر چلونکى هوښيار،د تجربې خاوند او سم انسان وي؛نو دا موټر به ترمنزله ورسي که څه هم په دې موټر کې داسې سپرلۍ ناستې وي ،چې په موټر کې سيګرټ څښې،موټر چټلوي او د مېوو پوټکي پکې اچوي او يا دا چې بد خلک وي؛خو که د همدې موټر چلونکى مست،ړوند او يا ناسم انسان وي؛نو که سپرلۍ هر څومره هم پاکې او تکړه وي؛نو دا سپرلۍ به مقصد ته ونه رسي. هو ! څه چې په حرکت کې اصالت لري، مشري او په مسير کې يې حرکت دى. په قرآن شريف کې راغلي دي: ((فَإِن لَّمْ يَسْتَجِيبُوا لَكَ فَاعْلَمْ أَنَّمَا يَتَّبِعُونَ أَهْوَاءهُمْ وَمَنْ أَضَلُّ مِمَّنِ اتَّبَعَ هَوَاهُ بِغَيْرِ هُدًى مِّنَ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ = نوكه ستا دا وړانديز يې و نه مانه؛ نو پوه شه چې هغوى يوازې د خپلو هوسونو لارويان دي او تر هغه به څوك لوى بې لارې وي، چې له الهي لارښوونې پرته په خپل هوس پسې ولاړ شي؟! په رښتيا چې خداى ظالمانو ته سمه لار نه ښيي.)). د پورتني آيت تر تفسير لاندې روايت دى، چې :چا ، چې پخپله خوښه خپله لاره وټاکله او له حقيقي امام يې لاروي و نه کړه؛نو په دې آيت کې شاملېږي او تر ټولو بې لارې دي . په بل حديث کې راغلي دي :څوک چې ډېر عبادت کوي؛خو حقيقي امام او مشر و نه لري ؛نو ټولې هڅې او کوښښونه يې اوبه وړې او په حقيقت کې بې لارې دى او خداى هم د عبادتونو او کړنو دښمن يې دى. (( والله شانئ لاعماله))

د امامت موخې د مشرۍ موخه د الهي احکامو پلي کول او ولس کمال ته رسول او له ظلم،تېري، ناپوهۍ او تفرقې يې ساتل دي او نه ځواک ‏او شتمنۍ ته رسېدل ؛نو په اسلام کې امامت څوکۍ نه ده؛ بلکې مسئوليت دى. سوکالي نه ده؛ بلکې پېټى دى او امام د عادي ژوند خاوند دى او عادي خواړه خورى او د نورو په څېر کار کوي او ساده جامې اغوندي او ځان ته هېڅ ډول امتياز نلري. حضرت علي په يو ليک کې ابن عباس ته ليکي: (( امّا بعد، فلا يكن حظّك فى ولايتك مالا تستفيده و لا غيظا تشتفيه ولكن اماتة باطل و احياء حقّ= په واکمنۍ کې نه بايد جېب ډک کړى او حق نه لرې،چې له خپل ځواکه ‏ناوړه ګټنه وکړې او سيال ته دې د خپل ځوااک ‏ښوولو په هڅه کې نشې؛بلکې موخه دې بايد د باطل له منځه وړل او د حق ژوندي کول وي))

وروسته تر دې، چې حضرت علي د حکومت واک په لاس کې واخيست؛نو خلکو ته يې وويل : ((دخلتُ بلادكم بأشمالى هذه و رحلتى و راحلتى ها هى فاِن أنا خرجتُ من بلادكم بغير ما دخلتُ فانّنى من الخائنين= له ساده سامان، زړو جامو او له دې سپرلۍ سره ستاسې ښار ته راننوتم او که تر څه مودې وروسته مې په وضع کې بدلون راغى؛نو پوه شئ،چې په بيت المال کې مې خيانت کړى دى.))  .

او همداسې حضرت علي (نهج البلاغه، ٢١٤ مه خطبه) وايي: خداى پر ما او تا د يو بل حقونه ايښي دي او داسې نه ده،چې واکمن به يوازې "امر و منع" کوي او له مقامه به خوند اخلي او حکمونه به کوي. نو پر دې بنسټ په اسلام کې د حکومت موخه د واکمن مزې چړچې نه دي او که داسې نه وه ؛نو حضرت علي به د خپل حکومت پر مهال خپل بوټان پخپله نه ګنډل او په سخته کې به يې ژوند نه کاوه او د خپل ورځني ژوند د لګښت پوره کولو ته به نه اړ کېده،چې خپله توره وپلوري او ووايي:(( واللّه لو كان عندى ثمن اِزار ما بِعتُه= پر خداى قسم که د يو جوړ جامو د اغستو هومره پېسې مې درلودې؛نو خپله توره مې نه پلورله .)) هماغه مهال،چې پر امام رضا وليعهدي ور وتپل شوه؛نو پر پوزکي به يې ژوند کاوه او له مريانو سره به يې خواړه خوړل . سليمان علیه السلام هم له هغومره شان وشوکت او دبدبې سره له بېوزليو سره خواړه خوړل او ورسره يې ناسته پاسته کوله . د امامت نښې د خداى استازى، چې د خپل عمر له وروستي حجه راستنېده؛نو غدير خم نومي ځاى ته چې راورسېدل،چې حاجيان پکې يو له بله بېلېدل او خپلو سيمو (يمن ، مدينه، عراق، حبشه) ته ستنېدل؛نو پردې مهال د خداى له لوري پېغمبر (ص) ته دستور راغى او پېغمبر هم دا امر په ځانګړو تشريفاتو ترسره کړ او پورتنې آيت نازل شو ، چې : ١_نن کفار نهيلې شول؛ځکه د شاعر،ساحر او مجنون تورونو هېڅ هم و نه کړاى شول او د بدر ،خیبر او خندق جګړې هم د مسلمانانو په ګټه شوې وې او د کفارو يوازېنۍ هيله د خداى د استازي (ص) له دې نړۍ سترګې پټول و او له ځان سره يې ويل،چې پېغمبرخو زوى نه لري او ځايناستې يې هم نه دى ټاکلې؛نو په مړينې به يې د دين څراغ هم مړ شي؛نو همدا چې ويې ليدل،چې د خداى او د هغه د استازي (ص) له لوري حضرت علي ځايناستې وټاکل شو؛ نو د کفارو د هيلې دا کاسه هم په خاورو ايرو شوه . هو! پر هغه ورځ کفار نهيلې شول . ٢_نن دين بشپړ شو؛ځکه د قانون تر څنګ واکمن هم راغى. د حکم ترڅنګ پلي کوونکى هم راغى او د طرح په څنګ کې بېلګه هم راغله او د اسلام د موټر چلولو لپاره چلونکى و ټاکل شو . هو! بې مشره دين، له ډاکټر بې درملو په څېر بشپړېداى نشي . ٣_ نن تاسې مسلمانانو ته الهي نعمتونه د تمامېدو پړاو ته ورسېدل . که ټول نعمتونه وي؛خو د مشرۍ نعمت نه وى؛نو چارې نيمګړي دي؛ځکه د مشر په لارښـوونو انسان له الهي نعمتونو سمه ګټه اخستى شي. ٤_نن،چې تاسې د قانون او واکمن خاواندان ياست؛نو اسلام له هر اړخه بشپړ شو او زه ستاسې ته داسې ښوونځى خوښوم .

د حضرت پېغمبر (ص) هڅې د اسلام پېغمبر (ص) له هماغه پيله په بېلابېلو ‏مناسبتونو کې د مشرۍ خط مطرح کړى و. پېغمبر، چې د لومړي ځل لپاره خپله بلنه ښکاره کړه او دا آیت راغی، ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ = او خپل نژدې خپلوان دې ووېروه.)) نو پېغمبر(ص) خپل ټبر راوغوښت او تر خوړو وروسته يې ورته وويل : په تاسې کې، چې څوک تر ټولو وړومبى پر ما ايمان راوړي ؛نو په تاسې کې به هغه زما ځايناستې،وصي او خليفه وي؛نو پر دې مهال تر ټولو وړومبى،چې خپل ايمان څرګند کړ حضرت علي و . د تبوک په جګړه کې هم پېغمبر (ص) حضرت علي په مدينه کې خپل ځايناستې کړ او ورته يې وويل :(( ته ما ته داسې؛يې لکه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي)) . پېغمبر اکرم (ص) به تر ځان ورسته د مشر د معرفي کولو لپاره د خلکو پام زهرا بي بي ته وراړاوه او ويل به يې : ((فاطمة بضعة منّى - فاطمه مې د وجود ټوټه ده.)) . د فاطمې بي بي خوښي او ناخوښى به يې د حق اوباطل کچه ښووه او ويل يې : ((يا فاطمة انّ اللّه يرضى لرضاك- فاطمې ! د خداى خوښي ستا په خوښۍ کې ده. ))

کله به پېغمبر اکرم (ص) په زړه پورو تشبيهاتو سره په راتلونکيو فتنو رڼا اچوله او له دې فتنو د وتو لار به يې هم ښووله؛ لکه د فتنو په طوفانو او سيلابونو کې خپل اهل بيت يې د نوح بېړۍ ته تشبيه کول او ويل يې : ((مثل اهل بيتى كسفينة نوح مَن رَكبها نجى‏ - اهل بيت مې د نوح د بېړۍ په څېر دي؛نو څوک،چې پکې سپاره شول؛نو ژغورل شوي به وي.))  . 

يعنې يوازې دوى دي،چې په سختو ناوړو پېښو او فتنو کې کړاى شي،چې موږ له دې فتنو رابهر کړي او که څوک بې له دوى په بل پسې ولاړل؛نو ډوب شوي به وي . پېغمبراکرم (ص) به د امام د معرفي کولو او ورته د رجوع په هکله هم ويناوې کولې؛لکه: ((أنا مدينة العلم و علىّ بابها- زه دعلم ښار يم او علي يې ور دى.)) يوه ورځ پېغمبر اکرم(ص) حضرت عمار ته وويل :(( يا عمار تقتلك الفئة الباغية- عماره ! باغي ډله به دې ووژني.)) د پېغمبر اکرم (ص) دې خبرې کلونه وروسته د اسلام پر دښمن ګوزار وکړ؛ځکه د صفين په جګړه کې حضرت عمار د حضرت علي (ک) په پلوۍ د معاويه پر خلاف جنګېده او همداچې د معاويه له لورې ووژل شو؛نو خلکو ته د پېغمبر اکرم (ص) دا خبره را پر ياده شوه او خلکو غوښتل،چې د معاويه پلوي پرېږدي؛خو معاويه د عمرو عاص په مرسته خلک وغولول او د پېغمبراکرم (ص) خبره يې داسې توجيه کړه،چې عمار موږ نه دى وژلې؛بلکې هغوى وژلى،چې عمار يې دلته جګړې ته راوستى دى او ساده خلک هم پر دې خبره وغولېدل . پېغمبر اکرم (ص) به کله ابوذر د حق ملاک کاوه او ويل به يې : (( ژبه يې ريښتينه او وينا يې حق ده او يا دا،چې ويل به يې : بې له ابوذره پر ځمکه لا لمر رڼا نه ده خپره کړې.)) يعنې خلکو! وګورئ،چې د مشرۍ په مسئله کې ابوذر په چا پسې ځي؛نو تاسې هم په هماغه پسې ولاړ شئ . د پېغمبراکرم (ص) د خپل ځايناستي په ټاکلو کې خورا کوښښ وکړ،چې تر ځان وروسته خلکو ته سمه لار وښيي ان تر دې،چې تر حضرت علي وروسته امامان يې هم خلکو ته ور وپېژندل، چې خلک لار ورکه نه کړي . د ځلکدن پر مهال يې هم له خپلو هلو ځلو او کوښښه لاس وا نه خېست او ويې ويل : ما ته قلم او کاغذ راوړئ،چې تاسې ته داسې څه وليکم،چې تر ما وروسته بې لارې نشئ؛خو په خواشينۍ سره بايد ووايم ، چې په دې وخت کې دويم خليفه وويل : دا سړى د ناروغۍ له امله پرتې وايي !!

هغه د خداى استازى، چې خداى يې په هکله وايي :

وَمَا يَنطِقُ عَنِ الْهَوَى. إِنْ هُوَ إِلَّا وَحْيٌ يُوحَى = او هغه د ځاني غوښتنو له مخې نه غږېږي. (بلکې) خبرې يې يوازې وحې ده، چې ورته وحې كېږي.

ولې د پېغمبر (ص) هڅو پايله نه درلوده؟ پوښتنه: د پېغمبر (ص) د ټولو هلو ځلو او د حضرت علي له وړتيا سره، ولې خلکو ورته د يوې مودې لپاره شا کړه ؟ لومړى دا،چې د خداى له حکمه سرغړونه څه نوى خبره نه ده ،خو ابليس څه د خداى په حکم ادم ته سجده وکړه،خو د موسى امت د دې له امله بې لارې نشو، چې حضرت موسى (ع) يې څو ورځې ونه ليد؟ د قرآن شريف دومره آيتونو موږ ايمان ،تقوى،صالح عمل،پر ژمنه او امانت کې وفا او امانتوالى ته رابللي يو؛نو ولې بيا هم ايمان،تقوى او نېکو کړونو خاوندان لږ دي؟ دويم دا،چې کومې پخوانۍ کينې،چې د ځينو په زړونو کې حضرت علي ته وې؛نو اجازه يې ور نه کړه،چې خلک په حضرت علي پسې ولاړ شي؛ ځکه د دوى خپلوان حضرت علي د بدر،احد،خېبر او حنين په جګړو کې وژلي ول . درېم دا،چې خلکو امام پېژانده او له عادلانه چلنه يې خبر ول؛نو د خپلو ګټو په خاطر يې د امام امامت ونه منه او ځينو په پيل کې د امام امامت ومانه؛خو په لار کې ترې بېل شول،خلکو چې درېم خليفه وواژه او ورپسې را پاڅېدل؛نوله امام سره يو ځاى شول او بيا يې ژمنه ماته کړه او د جمل جګړه يې رامنځ ته کړه؛ځکه هغوى له امامه د ټولنیز،سياسي او اقتصادي امتيازاتو تمه درلوده؛خو امام د بيت المال په ساتنه کې ډېر سخت دريځ و او حاضر نشو د چا غېر عادلانه غوښتنو او خبرو ته غوږ شي .

د حق پلي کولو ته هڅې او چغى وهل پردې سربېره، چې پېغمبر اکرم (ص) خلکو ته خپل ځايناسې ور وپېژانده،په خپله حضرت علي به هم د خپل حقانيت په هکله خلکو ته خبرې کولې. د سارى په توګه د هغه سړي په ځواب کې يې چې "ولې دومره د حکومت لاس ته راوړو ته حريص يې ؟ وويل : ((انّما طلبتُ حقّاً لى- زه په حقه خپل حق غواړم.)) په بل ځاى کې وايي : ((أرى‏ تُراثى نَهباً - خپل ميراث لوټ شوى وينم.)) او په بل ځاى کې وايي :(( لقد علمتم أنّى أحقّ الناس بها من غيرى - تاسې په خپله پوهېږئ،چې زه د خلافت لپاره تر ټولو وړ يم.)) . او همداسې وايي : ((انّ مَحلّى منها مَحلُّ القطب من الرّحى - په خلافت او حکومت کې زما ځاى د ژرندې د تيګې په منځ کې لاسکې ته ورته دى.))


د امام ځانګړنې عصمت عصمت؛يعنې يوازې دا نه چې انسان ګناه نه کوي؛بلکې د ګناه په فکر کې هم نه وي . موږ د ځينو ګناهونو په اړه عصمت لرو؛ځکه چې تر اوسه مو هغه ګناه نه ده کړى او په هکله يې مو فکرهم نه دى کړى؛لکه له کوره بهر لوڅ وتل،ځان وژنه او يا د نورو وژل؛لکه څنګه چې موږ د ډېرو ګناهونو له ناوړو پايلو خبر يو او کله هم ان په فکر کې یې هم نه يو؛نو امام هم د خپلې پوهې او يقين له امله د ګناهونو پر ناوړو پايلو پر ګناه لاس نه پورې کوي . له ګناه او تېروتنې د امام د عصمت ضرورت ځکه دى، چې موږ پخپله تېر وځو او ګناه کوو ؛نو معصوم امام ته اړتيا لرو،چې ورته مراجعه وکړو،حقيقت وپېژنو او ځان وژغورو؛ځکه هغه نه بايد تېروتونکى وي . پوښتنه : که امام معصوم وي؛نو د امامانو دا دومره عبادتونه،ژړاګانې او دعاګانې د څه لپاره دي؟ ځواب : که په تپه تياره کې يوې ستر ګودام ته ورشئ او په لاس کې مو يوازې يو وړوکې څراغ وي؛نو تاسې به ستر څيزونه ډېر په اسانۍ سره ووينئ؛خو د رڼا د لږوالي له امله به واړه څيزونه ونه وينئ او که ستر څراغ مو په لاس کې وي؛نو ان پر ځمکه ډېر واړه څيزونه به هم وينئ ؛نو دهغوى چې د ايمان رڼا لږه وي يوازې ستر ګناهونه ورته ښکاري او ډېرې نورې نه وينئ او يا به ورته ارزښت نه ورکوئ؛خو چې د ايمان د قوي رڼا خاوندان وي ،ځان د خداى په محضر کې ويني؛نو په ظاهره بې ارزښته څيزونه هم ويني او د امامانو دا دومره عبادتونه او دعا ګانې هم ددې لپاره وې،چې د ايمان رڼا يې خورا ډېره وه او ځانونه يې د خداى تر څارنې لاندې ليدل؛نو ان دنيوي عادي چارې چې ګناه هم نه وه؛خو د غفلت لامل به وو،ورته به ګناه وه او د هغې لپاره به يې ژړاګانې کولې.

پراخه سينه د امام سينه بايد پراخه وي؛ځکه د ټولنې مشري او لارښوونه له تنګې سينې سره اړخ نه لګوي. حضرت علي وايي : رياست ته ستر روح پکار دى (٤٥). يو شامي سړي د امام حسن سپکاوى وکړ؛خو هغه مبارک بې له دې،چې تندى تريو کړي او يا دا چې ترې خپه شي،ورته يې وويل :ته د څه لپاره خپه يې ؟که د څه اړتيا لرې، چې در يې کړم او دومره ښېګڼه يې ورسره وکړه،چې شامي سړى خېجله شو او ورته يې وويل :خداى په خپله ښه پوهېږي،چې څوک د ټولنې او خلکو مشر کړي . د امامانو په پراخه سينه ان له دښمن سره په مخامخ کېدو کې تاريخ ستر ګواه دى .

عدالت عدالت غوښتنه د ټولو انسانو په خټه کې اغږل شوې ده او امام بايد د عدالت بېلګه وي. ١_حضرت علي په يو ليک کې يو والي ته وليکل : پر خداى قسم که خبر شوم،چې په بيت المال کې دې لږ يا ډېر خيانت کړى؛نو دومره سخت چلن به درسره وکړم،چې د سر ويښتان دې توى شي،ملا دې ماته شي او خپل ټولنيز اعتبار له لاسه ورکړى. ٢_ د حضرت علي له خوا په مصر کې ټاکل شوي والي، مالک اشتر ته حکم کوي، چې حکومت ته د هېواد تر ټولو لرې او نږدى سيمې بايد يو شانت وي او يو برابر برخې يې ورکړل شي.

له ځاني غوښتنو ډده کول حضرت علي وايي : ((هيهات ان يغلبنى هواى - ډېره ليرې خبره ده، چې ځان غوښتنې راباندې بر لاس شي او د حق له بهير او عدالته مې کوږ کړي.)) حضرت علي وايي،چې د امامت په شرايطو کې يو هم دا دى، چې ځان به په مادي او دنيوي مسايلو نه بوختوې . ((لا يلهو بشى‏ء من امر الدنيا ))

مېړانه حضرت علي وايي : ((و ما اُهدّدُ بالحرب - تر اوسه يوې جګړې هم نه يم وېرولې او زما پر اروا یې اغېز نه ده کړى.)) .حضرت علي وايي :امام بايد تر ټولو مېړنې وي. او په يو بل حديث کې راغلي دي : امام بايد ډارن نه وي. ؛بلکې د مړينې او شهادت خبره بايد ورته هواره شوې ‏وي . حضرت علي وايي : په خداى قسم ، چې له مرګ سره داسې مينه لرم؛لکه ماشوم يې ، چې د خپلې مور له تي سره لري .

فضيلت او نېکه سابقه حضرت علي په يو ليک کې معاويه بن ابوسفيان ته وايي : معاويه !ستا له سياست او واکمنۍ سره څه کار دى ؟ ته خو نه ښه سابقه لرې او نه کوم ستر فضيلت او شرف. هو! امام بايد کوچنۍ ناوړه سابقه هم و نه لري .

د حکم بنسټ يې د خداىکتاب وي امام حسين وايي : ((فلعمرى ما الامام الاّ الحاكم بالكتاب - پر خپل ځان مې قسم، چې هغه امام نه دى،چې د حکم بنسټ يې د خداى کتاب نه وي.)) او بيا وايي : ((الدائن بدين الحق الحابس نفسه على ذلك - امام بايد د حق پر دين اعتقاد ولري او پر خپلو هوسونو بر لاسى وي.))

عطوفت او سياست په يو روايت کې راغلي: امام پر خلکو د هغوى تر مورو پلار مهربان دى او په تدبير د ټولنې چارې سمبالوي او دا ستر الهي مسئوليت په ښه توګه کړاى شي او هم کړاى شي،چې په هره ژبه له خلکو سره خبره وکړي .

زهد او سادګي د امام يوه ځانګړنه دا ده ، چې دنيا يې پر ځان نشي بوختولاى او زاهد وي . حضرت علي وايي: ((واللّه ما كانت لى فى الخلافة رغبة - په خداى قسم !زه له خلافت سره مينه نه لرم.)) او د خپلو پېوندي جامو په هکله وايي: ((واللّه لقد رَقَّعتُ مدرعتى هذه حتى استَحيَيتُ من راقعها - په خداى قسم ! دومره مې په دې جامو کې پېوند اچولى، چې نور يې له پېوند اچوونکي شرمېږم،چې ورته ورشم.)) په بل ځاى کې وايي : ((انّ اللّه فَرَض على ائمة العدل ان يُقدّروا انفسهم بِضعَفَةِ الناس - خداى واجب کړي،چې پر حق عادل امامان،ساده ژوند ولري، چې د ټولنې له بېوزليو سره اوږه په اوږه وي او لدې لارې زړونه يې ټکور شي . ))

حق پلوى او حق پلي کوونکى وي حضرت علي وايي : ((ما شَككتُ فى الحق مذ اُريتُه - له هغه وخته، چې حق را پېژندل شوى؛نو تر اوسه پورې راته شک او ترديد نه دى پېدا شوى.)) او همداراز وايي : تر اوسه پورې نه پخپله بې لارې شوى يم او نه مې څوک بې لارې کړي دي. ((و لا ضَللتُ و لا ضُلَّ بى))

د حق په پلي کولو کې پرېکندتوب حضرت علي وايي :زه له هغه قومه يم، چې د ملامتو ملامتيا پرې اغېز نه کوي . ((وانّى لَمِن قوم لا تاخذهم فى اللّه لومة لائم))

په کارونو کې مخکښي حضرت علي وايي : ((مَن نَصب نفسه للناس اماماً فليبدء بتعليم نفسه قبل تعليم غيره وليكن تأديبه بسيرته قبل تأديبه بلسانه - څوک چې د خلکو امام شي بايد، له ځانه يې پيل کړي مخکې تردې چې خلک د ژبې له لارې وروزي،پخپله د عمل بېلګه وي،چې روزنېز دود يې خپل کړه وي.))

بې تکلفه وي خداى خپل استازي (ص) ته وايي : خلکو ته ووايه : ((أَنَا مِنَ الْمُتَكَلِّفِينَ)) د تکلف نښه دا ده،چې انسان د ورک نومو انسانو بلنه نه مني او د خپلو تېروتنو بښنه نه غواړي او په څه،چې نه پوهېږي؛نو دا مېړانه پکې نه وي،چې ووايي،چې نه پوهېږم او په کوم ځاى کې،چې پکار وي،له خلکو سره مشوره وکړي؛نو مشوره نه کوي؛خو امام تکلف نه لري او تر ټول متواضع او عاجز دى. خلکو چې د حضرت علي ښه راغلاست ته منډې وهلې؛نو حضرت علي له دې کاره منع کړل داسې کله هم ونشول،چې څوک به په پښو روان وو او د خداى استازى به سپور و.

له خلکو سره ګوزاره اسماني مشر د خلکو لارښوونې ته بايد له خلکو سره ګوزار وکړي؛خو مداهنه و نه کړي. ګوزاره کول د دين يا د خلکو اصلاح ته له خپل مقام او دنيا تېرېدل دي؛خو مداهنه د خپل مقام او موقعيت ساتلو ته د دين او ښوونځي له ځينو حکمونو تېرېدل دي . ګوزاره؛يعنې کم ظرفيته،ځيلي او د غلط پوه شوي انسان بښل،چې ښوونځي ته را جذب شي ؛ خو مداهنه؛يعنې د خپل مقام ساتلو ته له هر چا سره جوړجاړى کول. د ګوزارې بنسټ پراخه سينه ده؛خو د مداهنې بنسټ ضعف او خپلو ګټو ته رسېدل دي. امام بايد د ګوزارې،بښنې او پراخې سينې خاوند وي،څو هغوى،چې په هر دليل، ضعيف وي، له امامه له لاروۍ نهيلي نشي او امام بايد د حضرت يوسف په څېر وي،چې د وروڼو تر پښېمانۍ وروسته يې و نه رټل او ورته يې وويل : ((لاَ تَثْرَيبَ عَلَيْكُمُ الْيَوْمَ)) امام هم بايد وکړاى شي،چې په ورين تندي،مينې او محبت خلک اسلام ته را مات کړي . د خداى استازي (ص) وويل : ((بعثتُ بمداراة الناس - زه مبعوث شوى يم،چې له خلکو سره ګوزاره وکړم. )) همداراز انحضرت (ص) وايي: ((انّ اللّه امرنى بمداراة الناس كما امرنى باقامة الفرائض - خداى مې را ته امر کړى،چې له خلکو سره ګوزاره وکړم،لکه څرنګه یې،چې راته امر کړی،چې واجبات او فرض لمونځونه ترسره کړم.)) په بل ځاى کې انحضرت (ص) وايي : ((انّا معاشر الانبياء اُمرنا ان نكلّم الناس على قدر عقولهم - موږ پېغمبران دنده لرو،چې له خلکو سره دهغوى د عقل او پوهې سره سم خبرې وکړ. ))

د تېرو شويو له تاريخه خبر وي حضرت علي خپل زوى امام حسن ته وايي :زويه ! که څه هم ما له پخوانيو سره عمر نه دى کړى؛خو د هغوى د ژوند په هکله مې فکر کړى او دهغوى په تاريخ کې داسې ګرځېدلى يم ، ته به وا،چې له ورسره مې ژوند کړى دى.

د خلکو د ستونزو هوارول حضرت علي د خپلو واليانو او مامورانو پر کارونو کلکه څارنه درلوده او د خلکو شکايتونه او ګيلې يې منلې او که له چا به شکايت شوى و؛نو راغوښته يې او پوښتنه به يې او همداسې د هغوى مالي حساب ته به يې پام و او تل به يې خپلو استازيو ته ويل: خپل حساب او مالي کړه مو راوړئ او راته يې وښيه.

صبر او پر خداى ايمان د امام بله ځانګړنه د حق په لار کې زغم او سم باور دى . قرآن شريف وايي : [ وَجَعَلْنَا مِنْهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا لَمَّا صَبَرُوا وَكَانُوا بِآيَاتِنَا يُوقِنُونَ = او له هغوى مو يو شمېر(په خپل دين كې) د زغم او زموږ پر آيتونو د باور له امله لارښووونكي كړل، چې زموږ په حكم به يې ( خلكو ته) لارښوونه كوله] . يقين د عصمت سر چينه او دټولو مانيزو‏کمالاتو بنسټ دى .

ماديات يې پر ځان بوخت نه کړي او اخلاص ولري حضرت علي په يو ليک کې د اذربايجان والي ته ليکي :ستا مقام له تاسره امانت او مسئوليت دى،نه د کسب،کار،رفاه او جيب ډکولو وسيله . قرآن شريف د انبياوو يو امتياز د هغوى بې توقعي ګڼي،چې د خپلو زحمتونو اجر يوازې له خداى غواړي او له خلکو يې هېڅ توکیزه- مادي ‏تمه نه درلوده؛لکه څنګه،چې د شعرا په سورت کې له حضرت نوح، هود، صالح، شعيب او لوط (عليهم السلام) را نقلوي،چې ويلي يې دي : ((إِنْ أَجْرِيَ إِلَّا عَلَى رَبِّ الْعَالَمِينَ))؛يعنې موږ يوازې له خپل پالونکي اجر غواړو

په پوهه او وړتیا ‏کې تر ټولو وړ وي امام بايد تر ټولو لايق او پوه وي. حضرت علي وايي: امامت او مشرۍ ته تر ټولو وړ انسان هغه دى،چې د ټولو خلکو په پرتله هم لايق، هم قوي او هم د خداى پر حکمونو تر ټولو ډېر خبر وي او يوازې هغه کړاى شي،چې د مشرۍ بېرغ اوچت کړي،چې د لیدانې- بصيرت ،پايدارۍ او پوهې خاوند وي.

قرآن شريف وايي: قُلْ هَلْ مِن شُرَكَآئِكُم مَّن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ قُلِ اللّهُ يَهْدِي لِلْحَقِّ أَفَمَن يَهْدِي إِلَى الْحَقِّ أَحَقُّ أَن يُتَّبَعَ أَمَّن لاَّ يَهِدِّي إِلاَّ أَن يُهْدَى فَمَا لَكُمْ كَيْفَ تَحْكُمُونَ = (ورته) ووايه :(( ايا ستاسې په معبودانو كې څوك شته، چې د حق لوري ته لار وښيي؟!)) ووايه:(( (يوازې) " الله " د حق لوري ته لار ښيي، ايا څوك چې د حق لوري ته لار ښيي، د لا روۍ وړ دى يا هغه چې په خپله لار نه مومي؛ خو داچې لار ورته وښوول شي ؟!؛ نو پر تاسې څه شوي دي،څرنګه پرېكړې كوئ ؟ ))

له امتياز غوښتنې ځان وژغوري امام په ټولنيزو حقوقو کې ځان له نورو سره مساوي ګڼي . حضرت علي وايي : ((انّما أنا رجل منكم لى ما لكم و علىّ ما عليكم- زه هم ستاسې په څېر او له تاسې يم؛نوهر څه،چې ستاسې لپاره دي،زما لپاره هم دي او هر څه،چې تاسې ته در پر غاړه دي،ما ته هم را پر غاړه دي.))

د اسلام د ګټو ساتل؛ نه د خپلو ګټو سره له دې،چې حضرت علي يې له خپل مسلم حق بې برخې کړ او له مشرۍ يې ګوښه کړ؛خو هغه صبر وکړ او ويې ويل : که د مسلمانانو چارې په سمه توګه ترسره کېږي؛نو زه څه نه وايم. په خداى قسم ! که د مسلمانانو له خپرېدو مې وېره نه وه؛نو بله لار به مې غوره کړى واى او پر وسله وال قيام به مې خپل حق تر لاسه کړى و. ابن عباس حضرت علي ته وويل : د حضرت عثمان (رض) په شپږ کسيزه شورا کې ګډون مه کوه؛ځکه پروګرام يې داسې جوړ کړى،چې ګوښه مو کړي .امام ورته وويل :ځکه ورځم، چې رابللى يم؛ځکه،زه له خلاف او تخلفه بېزار يم او نه غواړم،چې شورا زما له امله جوړه نشي.

د امام ټاکنه په نننيو ټولنو کې د مشر ټاکنه د ټولټاکنو له لارې ترسره کېږي؛خو ټول په دې ښه خبر دي ، چې ټولټاکنې د حل لار نه ده او په هر ځاى کې د حق لار هم نه ده. هېڅ برهان،علمي او عقلي دليل،د انتخاب شوي وګړي لياقت،صلاحيت او حقانيت نه تاييدوي که څه هم په عمل کې د ډېرى وګړيو راى په پام کې نيول کېږي،چې ترټولو غوره لار ده او پردې سربېره،چې د اکثريت راى ته پام يوازې په ټولنيزو چارو کې ده او په اعتقادي مسئلو کې د اکثريت راى هېڅ ارزښت نه لري او که داسې واى؛نو د خداى استازي (ص) به له خپل دعوته لاس اخسته او د اکثريت تابع کېده به،چې مشرک او کافر وو؛لکه څنګه چې د انعام په سورت کې لولو : وَإِن تُطِعْ أَكْثَرَ مَن فِي الأَرْضِ يُضِلُّوكَ عَن سَبِيلِ اللّهِ إِن يَتَّبِعُونَ إِلاَّ الظَّنَّ وَإِنْ هُمْ إِلاَّ يَخْرُصُونَ = (( او كه ته د ځمكې پرمخ د ډېرى خلكو خبرې ومنې (؛نو) د خداى له لارې به دې بې لارې كړي (؛ځكه) هغوى يوازې په (خپلو) ګومانو پسې ځي او يوازې اټکليان دي.)) نو د امامت په حساسه مسله کې ، چې يوه اعتقادي خبره ده د خلکو ټاکنه او راى هېڅ ارزښت نه لري او د امام ټاکل د خداى له لوري دي . البته له امام سره د خلکو بيعت د حکومت د بنسټ د غښتلي کېدو لامل ګرځي،نه دا،چې امام د خلکو په راى امام شي او د خلکو په شا کولو له امامته ګوښه شي . حضرت علي په ٢٥ کلنې په کور ناستۍ کې هم امام و؛خو د حاکميت د چلولو امکان يې نه درلود.

امام يوازې خداى ټاکي وروسته تر دې، چې خداىحضرت ابراهيم پر ډول ډول پېښو؛لکه له مال ،ځان او اولاده پر تېرېدو و ازمايه او په دې ازموينه کې بريالى هم شو؛نو خداى ورته د امامت او مشرۍ مقام ورکړ. په فرمان کې راغلي وو: ((إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا)) ؛يعنې ته مې د خلکو لپاره امام وټاکلې . په دې فرمان کې له ((إِنِّي جَاعِلُكَ)) څخه کار اخستل شوى دى،چې د امام ټاکنه بايد د خداى له لورې وي؛ځکه امام بايد يو لړ شرطونه او ځانګړنې ولري،چې بې له څښتنه (ج) ترې څوک خبر نه دي؛لکه : امام بايد پر هستۍ او انسان باندې له ټولو واکمنو قوانينو خبر وي . امام بايد دهغه لارې له حتمي پايلو خبر وي،چې غوره کړي يې ده. امام بايد پخپله مشرۍ کې خپلو ګټو ته پام و نه کړي او دننني او بهرني مسايل يې راپارونکي نه وي .امام بايد له ټولو انساني کراماتو په لوړه کچه برخمن وي او دا خو ښکاره خبره ده،چې دا ځانګړنې په معمولي انسان کې نه موندل کېږي او خلک هم د وګړيو په وجود کې له دې ځانګړنو بې خبره دي . آيت الله شهيد صدر د څو سرېزو تر بيانولو وروسته پايله اخلي،چې د امام ټاکنه بايد يوازې د انتصاب له لارې وي او د خداى او استازي له لارې يې وي، او هغه سرېزې دا دي: الف: پېغمبر (ص) د يو ستر هر اړخيز عقيدتي او فکري انقلاب مشر و او جاهلي نظام يې پر انساني نظام د تل لپاره بدل کړ. ب: ٢٣ کاله رسالت هغه هم هغه مهال،چې مسلمانان په مکه کې هغسې سره اور ته نيول شوي ول او په مدينه کې پرې ډول ډول جګړې ور وتپل شوې،چې دا ٢٣ کاله دې دومره بدلونو ته لږ وخت دى . ج: د خداى استازى ناڅاپه له دنيا سترګې پټې نه کړې،چې ووايو د امامت د مسلې څېړلو، بيانولو او تداوم ته يې وخت نه درلود او د خپل ځايناستې ټاکلو ته يې وخت ګوتو ته را نه غى. لنډه دا،چې ٢٣ کاله د دې دومره بدلون لپاره لږ دي او د خداى تر استازې وروسته کار بايد دوام موندلى واى او د کار تدوام ته څو طرح او نظرونه دي،چې بايد رڼا پرې واچوم ١_پېغمبراکرم (ص) د خپلې ځايناستۍ په فکر کې نه و او د انقلاب د تدوام په فکر کې هم نه و او خلک يې همداسې سر ايله خوشې کړل او له دې دنيا يې سترګې پټې کړى . دا خبره ځکه د منلو وړ نه ده ، چې : يو عادي انسان هم حاضر نه دى،څه ته يې،چې دومره سختۍ او زحمتونه ګاللي وي،همداسې يې خوشي کړي او بل چا ته يې و نه سپاري هغه هم له هغومره زحمت او زړه سواني سره، چې قرآن شريف د خداى د استازي (ص) لپاره بيانوي تر دې،چې وايي:(( حَرِيصٌ عَلَيْكُم )) ؛يعنې پېغمبر (ص) ستاسې لپاره سوځي او لارښوونې ته موحرص کوي . او په بل ځاى کې وايي :(( لَعَلَّكَ بَاخِعٌ نَّفْسَكَ)) يعنې تا به دا خپګان ووژني ، چې خلک ولې ايمان نه راوړي . نو تاسې په خپله ووياست،چې داسې انسان،چې د خلکو له لارښوونې سره داسې مينه لري؛ نو حاضر به شي خلک همداسې په خپل حال پرېږدي ؟ پېغمبر اکرم (ص)،چې د تبوک جګړې ته تله؛ نو په مدينه کې يې خپل ځايناستې وټاکه چې هغه د ٨٠ ورځو لپاره و؛ نو تر ځان وروسته به يې فکر نه و کړی؟ آيا لومړى خليفه حاضر شو،چې خلک همداسې پرېږدي او خلافت دويم خليفه ته ونه سپاري؟ آيا دا د منلو خبره ده،چې لومړى خليفه تر ځان وروسته د مسلمانانو په فکر کې وي او د خداى استازى نه وي ؟ ٢_دويم نظر دا دى، چې د خداى استازي له دې دنيا سترګې پټې کړې او تر ځان وروسته يې د امت مشري د شورى پر غاړه کړه . که داسې هم وي ؛نو ولې لومړي خليفه د خداى د استازي (ص) په څېر کار شورا ته و نه سپاره او دويم خليفه يې په خپله وټاکه او پخپله يې خلافت حضرت عمر ته ورکړ؟ او ولې دويم خليفه هم ټولټاکنې و نه کړې او يو شپږ کسيزه شورا يې جوړه کړه هغه هم هغه شورا،چې عملاً ديکتاتوري بڼه يې درلوده؛ځکه،دويم خليفه شرط ايښې و،چې خليفه به هغه وي ، چې عبدالرحمن بن عوف يې پلوې وي ؟ دا لا څنګه شورا ده ،چې پکې يو تن د وتو او رد حق ولري او دهغه ډلې خبره به منل کېږي ، چې عبدالرحمن بن عوف پکې وي ؛نو دا شورا ده که ديکتاتوري؟ د دويمې نظريې په پام کې نيول سره د غدير خم مسله د څه لپاره ده ؟ ٣_ اوس،چې دويمه او ړومبۍ نظريه د منلو وړ نه ده ؛نو يوازې يوه لار پاتې ده،چې په خپله د خداى استازى خپل ځايناستې پخپله وټاکي،چې ترټولو هم پوه دى هم زړه سواند او هم خبره يې د وحې پر بنسټ ده او هغه پخپله پوه دى،چې د ټولنې ودې او ادارې ته څوک تر ټولوغوره دى،چې د خداى استازي (ص) همداسې وکړل او په غدير خم کې يې حضرت علي خپل ځايناستې وټاکه .

الهي انتصاب د حق لار ده د امام په ټاکلو کې حق لار هماغه د خداى د استازي (ص) لار ده؛ځکه موږ امام د پېغمبر (ص) په څېر،امامت د نبوت په څېر او نبوت او امامت ته د ضرورت دليل يو ګڼو د امام کار هم د پېغمبر (ص) په څېر د خلکو ښيون ‏او تلپاتې نېکمرغۍ ته رسول دي ؛نوهماغه آيت، چې د نبوت په برخه کې مو راوړ،دلته هم ترې ګټه اخلو،چې قرآن شريف وايي :((إِنَّ عَلَيْنَا لَلْهُدَى = په يقين چې لارښوونه يوازې زموږ(پرغاړه) ده،)) لکه څنګه،چې پېغمبر(ص) د خداى له لوري ټاکل کېږي او د قرآن شريف شريف آيتونو دې حقيقت تا اشاره هم کړى (٨٤) ؛نود امام کارهم،چې د خلکو ښيون ‏دى او الهي ژمنه ده،بايد د خداى له لوري وي .

د ابو علي سينا وينا ابوعلي سينا وايي : امام بايد معصوم وي او له لوړو صفتونو برخمن وي او له دې ځانګړنو برخمنېدل داسې خبره نه ده،چې عادي انسان يې و پېژني او تشخيص يې کړي او که پر څه پوه هم شي ؛نو ډېر نيمګړى دي او يوازې د علايمو او اثارو له لارې يې پېژندلاى شي؛ځکه په خپله عالم ،مدبر او قادر خداى بايد امام وټاکي ؛ځکه يوازې هغه دى،چې هم د خلکو له زړونو خبر دى او هم له غیبو او هم د واقعي نېکمرغۍ لار پېژني او د هستۍ د تدبير چارې يې په لاس کې دي .

پوښتنه او ځواب له دې برخې ستاسې مطلب دا وه،چې د امام ټاکل بايد دخداى له لوري وي او ټولټاکنې ځکه ارزښت نه لري،چې له رازونو خبر نلري او علمي پوهه پکې خورا لږه ده او هم يو نابريالۍ تجربه ده؛نو ولې پخپله حضرت علي په نهج البلاغه کې مخالف ته خپله پګړۍ د خلکو د راى له امله جيګه ګڼي او وايي : د حضرت عثمان تر وژل کېدو وروسته خلک پر ما راټول شول او زه يې وټاکلم ؟ ځواب:حضرت د مخالفينو پر معيارونو خبرې کولې؛يعنې تاسې،چې د خلکو د راى او ټاکنو خبرې کوئ ؛نوهمدا خلک وو،چې زه يې وټاکلم ؛نونن ولې په ما پسې را پاڅېدلي ياست؟

د اهل بېتو فضايلو ته لنډه کتنه امام او د قدر په شپه کې د پرښتو راکېوتل هغه روايت،چې د قدر د سورت تر تفسير لاندې نقل شوى ګټه ترې اخستل کېږي،چې د قدر په شپه د پرښتو را کېوتل يوازې د خداى د استازي (ص) په وخت پورې ځانګړي نه دي ؛ بلکې دا کار هر کال ترسره کېږي. ((تَنَزَّلُ الْمَلَائِكَةُ وَالرُّوحُ فِيهَا بِإِذْنِ رَبِّهِم مِّن كُلِّ أَمْرٍ = په هغه (شپه) كې پرښتې او "روح" دخپل پالونكي په اجازه دهركار (دتقديراو اندازه كولو) لپاره راكوزېږي . )) په دې کې هېڅ شک نشته،چې د پېغمبر(ص) په ژوند کې به پرښتې ورته راتلې؛نو ترهغه وروسته به پرښتې چا ته راځي؟ ښکاره خبره ده،چې پرښتې به هغه ته راځي،چې په کمالاتو کې تر ټولو خداى او استازي ته يې نږدى وي. نو ددې روايت په رڼا کې هم د امامت پر مقام رڼا واچول شوه او د ژوندي معصوم د شتون دليل روښانه شو،چې په هر وخت کې د پرښتو د راتګ تم ځاى وي،چې پخپله دا خبره ډېر ستر فضيلت دى .

د امام او امت حقوق دا چې امام او امت پر يو بل څه حقوق لري ،په دې هکله ډېر روايتونه شته ، چې موږ يې څو ته اشاره کوو :

  • حضرت علي خلکو ته وويل : موږ او تاسې پر يو بل يو لړ حقونه لرو،چې زما حق پر تاسې دا دى:

١_پر خپله ژمنه او بيعت وفا وکړئ . ٢_زما په شتون او نه شتون کې نصيحت کوونکي او ښېګڼه کوونکي ياست. ٣_ څه چې درنه غواړم راسره يې ومنئ . او تاسې پر ما دا حقونه لرئ ، چې : ١_ستاسې ښېګڼه غوښتونکى او خواخوږى اوسم . ٢_بيت المال پر تاسې عادلانه ووېشم . ٣_ تاسې ته زده کړه وکړم چې نالوستي نشئ . او همداسې هغه خلکو ته وويل:هم تاسې پر ما حق لرئ؛ نو همغومره زه يې،پرتاسې لرم. امام سجاد د حقوقو د رسالې په پېل کې د امام حقوق تر ټولو واجب حقونه معرفي کړي دي : ((و اوجبها عليك حقّ ائمتك)) حضرت علي به ويل :هغسې،چې له طاغوتيانو او جبارانو سره خبرې کوئ ؛نو له ما سره يې مه کوئ او ځانساتي- محافظه کاري او غوړه مالي ‏مه کوئ او داسې فکر مه کوئ ،چې خبرې به مو راته درنې وي او هر چېرته مو،چې حق او پر ځاى مشوره وليده ؛نوحتماً ترې ما خبر کړئ او که، خداى مو ونه ساتې ؛نوموږ خو له تېروتنې خوندي نه يو. په يو روايت کې راغلي: چا چې د فقهاوو فتوى او قضاوت ونه مانه ؛نوداسې به وي؛ لکه چې زموږ خبره يې نه وي منلي او شرک يې کړى دى. په يو بل روايت کې وايو : که څوک شپې پر عبادتونو او ورځې په روژو تېرې کړي او خپله ټوله شتمني د خداى په لار کې ورکړي او هر کال حج وکړي ؛خو د خداى ولي ونه پېژنې او خپل کارونه د هغه تر مشرۍ لاندې و نه کړي؛ نو پر خداى هېڅ حق نه لري او د ايمان خاوند نه دى .

د امت دنده د روايتونو په رڼا کې خلک د امام پر وړاندې درې دندې لري : ١_ د امام پېژندل ،هغه هم له روښانه او غوره ځانګړنو سره،چې يو معصوم مشر يې بايد ولري . ٢_ فرمانونو ته يې سينه په لاس ولاړ وي تردې،چې خبرې يې پر سر سترګو ومني . ٣_خپلې شخړى پرې هوارې کړي او قضاوت پرې وکړي .

امامت او حج امام باقر د کعبې طواف کوونکيو ته ويل :له کعبې دا چورېدل تر اسلام مخکې هم وو او اسلام هم طواف او حج و ټاکه،چې په دې توګه د حج په لوري کې زموږ څنګ ته راشئ او د ولايت،مينى او نصرت اعلام وکړئ بيا امام د ((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ = (( پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي.)) بیا امام باقر د ((فاجعل افئدة من الناس تَهوى اليهم)) په استناد وويل : حضرت ابراهيم له خداى څخه ونه غوښتل،چې خلک کعبې ته رامات کړي ؛بلکې ويې وغوښتل،چې خلک يې ځوځات ته رامات کړي . هو !د حج يوه فلسفه امام ته پاملرنه ده .

له امام څخه د لاروۍ اغېزې له يو بل سره (امام او امت) پر کړيو ژمنو عمل يو لړ اغېزې لري،چې حضرت علي داسې راښوولي دي : ١_د مينو او ځواکونو بڼه نيول ٢_ ښوونځى له ډول اړونو خوندي پاتې کېږي . ٣_د دين لارې روښـانه او ځلېږي . ٤_د عدالت ستنې غښتلې کېږي . ٥_ حق غښتلى کېږى او د باطل ملا ماتېږي، ٦_هر څه په خپل ځاى کې ترسره کېږي. ٧_د دښمن د نفوذ لار تړل کېږي او پلمه ورته نه پاتې کېږي.

واقعي ياران د خراسان يو سړي امام صادق ته د پاڅون ‏وړانديز وکړ او ورته يې وويل : تاسې سل زره وسلوال سر تيري لرئ . امام د هغوى د وفادارۍ د ازمېښت لپاره وويل : له اوره ډک هغه تنور ته ورننوځه، سړي بښنه وغوښته، په دې وخت کې د امام يو انډيوال هارون مکي ته راننوت او تر سلام وروسته امام ورته وويل : څپلۍ دې اوباسه او له اوره ډک په هغه تنور کې ورننوځه. هغه هم بې له کوم ځنډه دا کار وکړ او امام پر خبرو بوخت شو او د خراسان د اوضاع پوښتنې يې پيل کړى بيا امام خراساني ته مخ کړ او ورته يې وويل: ورشه او تنور ته سر ښکاره کړه؛نو تنور ته ننوتې سړى يې چې روغ رمټ وموند ؛نو ورته يې وويل: داسې لارويان به څومره وي،چې هر څه ورته ووايو و يې مني او ټکې پکې را ونه باسي . ويې ويل : تنوري لارويان خو به نه وي . هو ! د خبرې او عمل ترمنځ خوار ډېر واټن وي .البته هغه تر ځان تېر ملګرى و نه سوځېد . (لکه ابراهيم خليل الله ، چې په اور کې و نه سوځېد)

دروغجن ياران په حديث کې راغلي دي : هغه دورغ وايي ،چې زه د علي لاروى يم ؛خو په عمل کې يې د بل په رسۍ منګولې لګوي . په يو روايت کې راغلي: که له امويانو سره ملاتړي نه واى،چې حکومتي چارې يې ورته کړې واى ورته جنګېږيد يلي نه واي ؛نو له موږه به يې زموږ حق نه و اخيستې . هو!د امامت کمزوري د بې ارادې مينه والو د کمزورۍ له امله ده، هغوى چې له زړه له امام سره دي ؛خو د وېرې او يا مادياتو له امله د پرديو مزدوارن دي.


پر امامت د ظلم ډولونه د امامت پر مسله او د امامانو پر ښوونځي او ريښتينو لارويانو يې ډول ډول تيري شوي دي . نه پوهېږم،چې سلا به وي،چې وويل شي که نه لړليکونو ته يې يوه لنډه کتنه لرو :

اقتصادي تېري د اهل بېتو د مالي ملا ماتونې لپاره يې د فدک ګټوره ځمکه ترې واخيسته او له اسلامي مالياتو يې د ذى القربى او د اهل بيتو برخې لرې کړل . تورونه يې پرې ولګول او تبليغات يې ورپسې وکړل پر امام يې ډول ډول تورونه ولګول او تبليغات يې ورپسې کول او کار يې تر دې را ورساوه، چې د شام خلکو واورېدل حضرت علي د کوفې په جومات کې د سجدې پر حال ترور شوى دى ؛نو په حېرانتيا يې وويل : علي په جومات کې څه کول هغه لمونځ هم کاوه ؟ !!

فکري تېرى د (( حسبنا کتاب الله )) په شعار سره؛يعنې قرآن شريف زموږ لپاره بس دى ،د ډېرو حديثونو مخه يې ونيوه امامان يې ګوښه کړل او خلک يې د علم له اصلي سرچينې بې برخې کړل .

دورغ جوړول د حديثونو د جعل کارخانه يې جوړه کړه او د امويانو د سترولو او د بني هاشمو ټکولو ته يې دومره جعلي حديثونه جوړ کړل،چې ټولو ته يې لار خړه کړه،چې څوک حق او باطل ونه پېژني .

تحريف او مخونه د امامت په هکله د خداى د استازي (ص) روښـانه او سپينې ويناوې يې تحريف او توجيه کړې او د مشرۍ مسير يې داسې کوږ کړ،چې کار يې د يزيد بن معاويه بن ابوسفيان حکومت ته راورساوه .

فرهنګي ظلم زه نه پوهېږم،چې د اهل سنتو ستر شخصيتونه چې د امام کاظم هم وخته و؛نو ان يو حديث يې هم له امام کاظم څخه نه دى روايت کړى ؟آيا امام ته ان د يو عادي راوي په سترګه هم ليدل نه دي په کار ؟ دا لا څنګه خبره ده ، چې په صحيح بخاري کې له ځينو خوارجو حديثونه روايت شوي؛خو له امام جعفر صادق او نورو دولس ګونو امامانو حديثونه نه دي روايت شوي ؟

د پوه پر ځاى ناپوه يو داسې مشر ته يې شا کړه ، چې تل به يې ويل : (( سلوني ))هر څه، چې غواړئ له ما يې وپوښتئ،چې ځواب يې درکړم او په هغه مشر پسې ولاړل،چې ويل به يې: (( اقيلوني ))؛يعنې ما پرېږدئ، چې نه پوهېږم . پېغمبر اکرم (ص)، چې د علم ښار و پخپله يې ويلي و: علي زما د علم د ښار ور دى" ؛نو حضرت علي يې پرېښود او په هغه پسې ولاړل،چې پخپله به ډېرو مسلو کې پاتې راتله او تل به يې ويل که علي نه و او لارښوونه يې راته نه واى کړى ؛نوهلاک شوى به وم .

پلمې او کينې په دې پلمه،چې حضرت علي ځوان دى،شوخ دى او د حنين ،خېبر،احد او بدر له جګړو راهيسې ورته ډېر مسلمانان په زړونو کې کينې لري؛نو دا د پېغمبر اکرم(ص) د علم ور يې په کور کې ګوښه کړ تر دې،چې حضرت علي پخپله وويل: زه له همغې ړومبۍ ورځې مظلوم وم . سره له دې،چې ټول پوهېږي څومره حديثونه،چې د حضرت علي د فضايلو په هکله روايت شوي ، د پېغمبراکرم(ص) د بل يو صحابي په هکله هم نه دي روايت شوي؛خو بيا يې هم د خداى د استازي (ص) د علم د ښار ور ګوښه کړ !!! تاسې په خپله ووياست،چې آيا ځواني عيب دى؟ هغه مهال،چې حضرت ابراهيم خليل الله د توحيد اتل شو او بوتان يې دړى وړى کړل؛نو ځوان نه و؟ ((قَالُوا سَمانا فَتًى يَذْكُرُهُمْ يُقَالُ لَهُ إِبْرَاهِيمُ = (ځينو) وويل:(( موږ له يوه زلمي د بوتانو (د مخالفت په اړه) خبره اورېدلې وه، چې ابراهيم يې بولي .)) ايا قرآن شريف د اصحاب کهف په هکله نه وايي : ((إِنَّهُمْ فِتْيَةٌ آمَنُوا بِرَبِّهِمْ)) هغوى هغه ځوانان دي ، چې پر خپل پالونکي يې ايمان راووړ . ايا حضرت يوسف ځوان نه و؟ ايا مصعب د پېغمبراکرم (ص) وړومبى مبلغ استازې ځوان نه و؟ ايا پېغمبر اکرم(ص) د اسامه په نامه تنکې اتلس کلن ځوان دهغه ستر لښکر مشر نه کړ، چې ډېر سپين ږيري يې سر تيرې ول او دهغه په هکله يې وويل: د خدای (ج) لعنت دى پر هغه وي ، چې د اسامه له لښکره سرغړونه وکړي .ايا يوازې سپينه ږيره مشرۍ ته شرط ده ؟! ايا امامت په کيلوګرامونو او مترونو دى؟! ايا قرآن شريف علم، تقوى، جهاد، هجرت، سابقه ،اخلاص او ايمان د ارزښتونو معيار نه دى ټاکلى ؟ ولې يې د قرآن شريف د دې ازرښتونو پر وړاندې نور ارزښتونه مطرح کړل ؟ هو! خبره يې،چې پلمه کړه دا وه ،چې علي شوخ دى .تاسې په خپله ووياست هغوى،چې شوخان دي ؛نو لياقت نه لري ؟ امامت علم، ليد او عصمت غواړي . د دولس ګونو امامانو عمرونو سره توپير درلود ،له چارو سره چلن او مسئوليت يې هم سره توپير درلود؛لکه څنګه،چې د الهي انبياوو شرايطو هم سره توپير درلود.

د حق وژنې او تېري پراخوالى پر دولس ګونو امامانو تېرى د پېغمبراکرم (ص) له دنيا څخه د سترګو له پټولو سره سم پيل شو. هغه مهال،چې پېغمبر(ص) د ژوند په وروستيو شېبو کې ويې ويل: "چې قلم او کاغذ راوړئ" او دهغه سپکاوى يې وکړ او دې مظلوميت همداسې دوام وموند تر دې، چې حضرت علي (ک) د سجدې پر حال د روژې په مياشت کې پر سر په توره ووهل شو؛نو چېغې يې کړى : (( فزت و رب الکعبة )) د کعبې پر خداىقسم ، چې رستګار شوم . پر امامانو هم له بهره تيري کېدل او د کور له اړخه د نا اهلو مېرمنو له اړخه هم،کله هم خداى ته د نږدى کېدو په خاطر په خطبو کې پر منبرونو ،په پټه او ښکاره ،په لمانځه او ورځني ژوند کې ورپسې بدې ردې،سپکې سپورې او کنځلې کېدى . پر امامانو تېرې هم د پوهو دښمنانو له اړخه و او هم د کم عقلو دوستانو له اړخه.

د امامانو پر لارويانو تېري

ډېرو بې لارو په ځانخبرۍ او ناځانخبرۍ کې پر اهلبېتو او لارويانو يې ډول ډول تورونه ولګول ؛خو هغوى داسې نه وو،چې څه ورپورې تړل کېدل :

هېڅکله د اهل بېتو لارويان قرآن شريف اړول شوى نه ګڼي . هېڅکله د اهل بېتو لارويان دولس ګوني امامان خداى نه ګڼي هېڅکله بهائيان او بابيان د اهل بېتو د لارويانو له ډلې ندي هېڅکله د اهلبېتو لارويان خپل څلورګوني کتابونه (کافي،من لايحضر،تهذيب او استبصار ) بشپړه توګه صحيح نه ګڼي اوعمل پرې واجب نه ګڼي ؛بلکې غوره کتابونه يې ګڼي . هېڅکله د اهلبېتو لارويان د پېغمبر اکرم(ص) اصحاب مرتد نه ګڼي؛بلکې ګروهه لري،چې د پېغمبراکرم(ص) پر ژوند هم ريښتيني مؤمنان وو او هم منافقان؛نو د پېغمبر (ص) تر مړينې وروسته هم دا خبره شته . نو هغوى،چې وايي د پېغمبراکرم(ص) ټول اصحاب ريښتيني عادل مؤمنان وو؛نو د پېغمبراکرم (ص) د وخت منافقان دهغه تر مړينې وروسته چېرته ولاړل؟

ډېرى تېروتلي کله وايي،څنګه کېداى شي،چې ټول خلک تېر وځي او خپل پر حقه امام پرېږدي او په بل پسې ولاړ شي ؛نو دا چې خلکو امام علي پريښود داسې پوهېږو،چې ګواکې حق به داسې و ؟ ځواب : وړومبى دا چې ټولو خلکو امام علي ته شا کړى نه وه او دويم دا چې آيا اکثريت پر حقانيت دليل دى ؟ آيا سره لدې،چې د قرآن شريف څرګندې کچې موجودې وي؛نو دوى پرېږدو او د خلکو عملونو ته وګورو؟ لکه چې د جمعې د سورت له وروستيو آيتونو غافل دي،چې پېغمبر اکرم د جمعې د لمونځ پر خطبو بوخت و،چې ناڅاپه پلورونکي راننوتل او پرډهول وهولو يې پيل کړل او خلکو د پېغمبراکرم (ص) خبرې پريښووې او له ډهل وهونکيو راټول شول او له هغه ټولو خلکو يوازې څو تنه له پېغمبر سره پاتې شول؛نو آيا د پېغمبراکرم(ص) پريښوول په سلا وو؟!! ايا قرآن شريف يې ندى لوستې،چې ډېرى بني اسرائيلو د حضرت موسى ځايناستى هارون پرېښود او له خوسي را تاو شول . هو! څو،چې هوسونه او وسوسې وي ؛نود هرې تېروتنې احتمال هم وي .

د شيعه و او اهل سنتو همغږي د شيعه او اهل سنتو په کتابونو کې راغلي تقريباً ټول هغه فضايل،چې شيعه و د حضرت علي لپاره روايت کړي،اهل سنتو هم په خپلو کتابونو کې روايت کړي دي او که شيعه وروڼو په کوم ځاى کې د پېغمبراکرم (ص) پر اصحابو نيوکه کړى؛نودا نيوکه د اهل سنتو په کتابونو کې هم شته . هو! شيعه نه کومه سياسي ډله ده او نه بدعتګره؛بلکې د حرکت سرچينه يې سوچه اسلام،قرآن شريف او د پېغمبر (ص) سنت دي او موخه يې د خداىرضا ده . شيعه هماغه مسلمانان دي،چې له حضرت علي سره د پېغمبراکرم(ص) د وينا له امله مينه کوي او د پېغمبر (ص) پر ژوندون هم وو او په خپله پېغمبراکرم(ص) دا لقب د حضرت علي لارويانو ته ورکړى و . د شيعه ټکى څو څو ځلې پېغمبراکرم (ص) حضرت علي ته کارولى؛ لکه : ((يا علىّ! أنت و شيعتك هم الفائزون))

منع شوې مشري په قرآن شريف کې دوه ډوله مشري او امامت مطرح شوى دى :

د رڼا (نور) امام ،چې خلک د خداى لوري ته ښيون کوي : ((أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا))  او د اور (نار) امام ، چې خلک اور ته را کاږي ((أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ))  او د مشرۍ پر مسئله هم په منفي اړخ او هم په مثبت اړخ ټينګار شوى دى . په مثبت اړخ کې د پېغمبر اکرم(ص) او اولامر څخه لاروي واجب ده او له خداى څخه د لاروۍ په څنګ کې راغلې ده،چې پر خداى سربېره د پېغمبراکرم(ص)،دولس ګونو امامانو،الهي اولياوو او له جامع الشريطو فقهاوو لاروي هم پکار ده او که څوک خبره يې ونه مني ؛نو داسې به وي،چې د خداى او دهغه د استازي (ص) خبره به يې نه وي منلي او له خداى سره له شرک سره مساوي کار به يې کړى وي . په منفي اړخ کې هم قرآن شريف يو لړ کسان راپېژندلي،چې بايد ځان ترې وژغورو .

اوس به دهغو کسانو او ډلو لړليک را وړاندې کړو،چې قرآن شريف له لاروۍ يې منع کړي يو که څه هم هر هوښيار انسان له خداى ورکړي فطرت سره پوهېږي،چې د داسې خلکو لاروي پکار نده : ١_ګناهګاران او کافران : ((وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا = او له هغوى د هيڅ يوه ګناهګار يا (كافر) او ډېر ناشكره خبره مه منه.)) ؛يعنې په ګناهګارانو او کافرانو پسې مه ځئ. ٢_فساد کوونکي : ((وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ)) ؛يعنې څوک ، چې فاسدان وي لاروي ترې مه کوئ . ٣ _ ناپوهان : ((وَلَا تَتَّبِعْ أَهْوَاء الَّذِينَ لَا يَعْلَمُونَ)) ٤_له دروغجنو لاروي منع ده : ((فَلَا تُطِعِ الْمُكَذِّبِينَ )) ٥_غافلان او هوس پالي: ((وَاصْبِرْ نَفْسَكَ مَعَ الَّذِينَ يَدْعُونَ رَبَّهُم بِالْغَدَاةِ وَالْعَشِيِّ يُرِيدُونَ وَجْهَهُ وَلَا تَعْدُ عَيْنَاكَ عَنْهُمْ تُرِيدُ زِينَةَ الْحَيَاةِ الدُّنْيَا وَلَا تُطِعْ مَنْ أَغْفَلْنَا قَلْبَهُ عَن ذِكْرِنَا وَاتَّبَعَ هَوَاهُ وَكَانَ أَمْرُهُ فُرُطًا = او ځان دې له هغوى سره زغمناك کړه، چې خپل پالونكى سبا و بېګاه يادوي (او) خوښي يې غواړي او ددنيا د ښكلا لپاره له هغوى خپلې سترګې مه اړوه او د هغه مه منه، چې د هغه زړه موله خپل ياده غافل كړى دى او په خپلې ځاني غوښتنې پسې تللى دى او چارې يې له پولې وراووښتې دي.)) ٦_ پست وګړي: ((وَلَا تُطِعْ كُلَّ حَلَّافٍ مَّهِينٍ = او د هر يوه سپك، ډېر قسم خور مه منه؛)) ٧_اسراف کوونکي : (( وَلَا تُطِيعُوا أَمْرَ الْمُسْرِفِينَ = او تاسې له پولو د اوښتو [خلكو] امر مه منئ؛ ٨_ مخکني بې لاري: ((وَلاَ تَتَّبِعُواْ أَهْوَاء قَوْمٍ قَدْ ضَلُّواْ مِن قَبْلُ = او د هغو خلكو په غوښتنو پسې مه ځئ، چې له تاسې مخكې پخپله هم بې لارې شوي وو او ډېرنور(خلك) يې هم بې لارې كړل او له سمې لارې بې لارې شوي)) د قرآن شريف په نورو آيتونو کې پر مسلمانانو د يهودو او نصاراو ولايت او همداسې پر مسلمانانو د خداى د دښمنانو او هغوى،چې د مسلمانانو پېښې کوي؛خو مسلمانان نه وي او دين يې خپلو موخو ته د رسېدلو لپاره وسيله کړى وي ،مشري يې منع شوې ده . د قرآني دلايلو له مخې په اهل بيتو پسې ځو: تر هغه وخت چې پېغمبر اکرم (ص) ژوندى و؛نو د سني او شيعه په نوم کوم درز نه و او هغه ټولو ته بېلګه وو ((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ )) خو تر وفات وروسته يې دوه لارې پيدا شوې؛يوه د اهل بيتو لار او بله د اهل سنتو لار او په اهل بيتو پسې د تلو لپاره دا دلايل لرو: ١ _ قرآن شريف د اهل بيتو په اړه وايي: (( إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا = بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي. )) خداى په ډاګه اعلانوني چې اهل بيت له ګناه او چټلۍ پاک دى ايا بې له دوى د بل چا په باب دغسې کوم مطلب شته؟! ٢ _ اهل بيت د اسلام له پيله مخکښان وو او په لومړۍ پېړۍ کې وو او قرآن مخکښان ستايلي دي: ((وَالسَّابِقُونَ السَّابِقُونَ. أُوْلَئِكَ الْمُقَرَّبُونَ = او(درېمنۍ ډله) د مخكښانو مخكښان (دي)، همدوى (خداى ته) نژدې دي.))حال دا چې نور مشران داسې نه دي او ټول تر پېغمبر اکرم (ص) وروسته راغلى او په دويمې پېړۍ کې زيږېدلي دي. ٣ _ اهل بيتو د خداى په لار کې جهاد کړى او شهيدان شوي دى او په قرآن کې "مجاهدين" پر "ناستو" غوره ښوول شوي دي: ((وَفَضَّلَ اللّهُ الْمُجَاهِدِينَ عَلَى الْقَاعِدِينَ أَجْرًا عَظِيمًا)) ؛ خو نور داسې نه دي . ځکه موږ د قرآني دلايلو له مخې په اهل بيتو پسې ځو،حال دا چې په بې له په نورو‏ پسې تلل د قرآني دليل له مخې نه دي.

اهل بیت اهل بیت څوک دي ؟ د کسا حديث يوه ورځ پېغمبر اکرم (ص) د خپلې لور زهرا بي بي کور ته ولاړ او خپله مشهوره "يماني چپن" يې پر ځان واچوله،تر لږ وخت وروسته کوچنى امام حسن راغى او پر خپلې مور يې سلام واچاوه او د خپل نيکه پوښتنه يې وکړه، فاطمې بې بې ورته خپل پلار وښود، بيا امام حسين او ورپسې حضرت على (ک) راغلل او د پېغمبر تر څنګ کېناستل او په اجازه يې تر چپنې لاندې کېناستل په پاى کې فاطمه بي بي هم ورسره کېناسته. په کور کې نور هم وو؛نو پېغمبر بل هېچاته تر چپنې لاندې د کېناستو اجازه ورنکړه بيا يې وويل: خدايه! دا مې اهل بيت دي او دهغوى په هکله يې دعا وکړه. د پېغمبر اکرم (ص) دا شان کړه ځکه و،چې د نورو د ناوړې ګټې اخستنې مخه ونيسي او سبا څوک د پېغمبر د تره او ښځې په نامه ادعا ونکړي چې د پېغمبر اهل بيت دي او د تطهير آيت يې په شان کې دى.

هره ورځ معرفي کول پېغمبر اکرم(ص) به د خپل عمر په پاى کې هره ورځ د علي او فاطمې بي بي د کور مخې ته راتله او خپل لاسونه به يې دهغه د کور پر وره ايښوول او ويل به يې : (( السلام عليک يا اهل البيت النبوة )) او له دې لارې به پېغمبراکرم(ص) خپل اهل بيت خلکو ته ورپېژندل، چې خلکو ته فرهنګ شي او خلک په بشپړه توګه اهل بېت وپېژني او نور وګړي که څه هم د پېغمبر(ص) ښځې او خپلوان وي، "اهل بیت" ونه ګڼي. په لمانځه کې پر اهلبېتو درود د مسلمانانو ټولې ډلې په لمانځه کې پر پېغمبر (ص) او اهلبیتو يې درود وايي : (( اللهم صل على محمد و على آل محمد کما صليت على ابراهيم و على آل ابراهيم انک حميد مجيد ))

اولى الامر څوک دى ؟ په قرآن شريف کې وايو: ((أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ )) ؛يعنې له خداى،استازي يې او د حکم له خاوندانو لاروي وکړئ . اولى الامر ؛يعنې د واک او فرمان خاوند؛خو دوى څوک دي ؟ د شيعه و په ګروهه ‏ اولى الامر يوازې دولس ګوني امامان دي، نه هر څوک،چې د واک او قدرت خاوند وي؛ځکه دا د امر خاوند،چې د خداى او استازي (ص) په څنګ ګې يې راغلي دي ،بايد د خداى او استازي (ص) پر لار وي ؛نوښکاره خبره ده،چې وايي له خداى او استازي (ص) يې لاوري وکړئ ؛يعنې يوه ګناه هم مه کوئ . بلخوا که موږ د اولى الامر مصاديق د هېوادنو پاچايان او ولسمشران وګڼو،نه يوازې دا چې معصوم نه دي ؛بلکې کله خو د ګناه ځالې همدوي دي؛نوستاسې په خيال آيا سمه ده،چې خداى په يو آيت کې موږ له خداى او استازي (ص) يې لاروۍ ته او له ګناه کولو ژغوري او په هماغه آيت کې مو له مفسدانو لاروۍ ته راوبلي؛ځکه د هر قدرت خاوند اولى الامر ندى . په بله وينا لکه څنګه،چې پدې آيت کې د ((اطيعوا)) حکم لرو؛نوپه نورو آيتونو کې د منع ((لا تطع )) او (( لا تطيعوا )) حکم لرو. خداى په يو ځاى کې له واکمنانو د لاروۍ حکم کوي او په بل ځاى کې مو منع کوي؛نوموږ ته څه پکار دي ؟ که له اولى الامره مراد د هر واک او قدرت خاوند وي؛نو پدې دومره ځايونو کې چې خداى پاک له اطاعته يې منع کړي وو؛نو له اطاعت کوونکيو به څه پاتې نشي،لکه ډاکټرچې يو ناروغ ته ووايي : لبنيات وخوره او بيا ورته ووايي :ماسته مه خوره ،شيده مه څښه، پنېر مه خوره او .....نو اولى الامر بايد معصوم امامان وي ،چې له هغوى لاروي هماغه له خداى او پېغمبر اکرم څخه لاروي ده او هېڅ ډول فکري او عملي انحراف پکې نه ليدل کېږي او له عصمته برخمن دي . که له اولى الامر څخه د قرآن شريف مراد غېر معصوم کسان وي؛نوحق به دا و، چې لاروي به ترې مطلقه نه واى ؛بلکې له مور و پلار څخه د لاروۍ په څېر به مشروطه واى؛ لکه، چې قرآن شريف وايي : که مورو پلار غوښتل ، چې اولاد د توحيد له ولکې وباسي ؛نولاروي ترې نه منع ده : ((وَإِن جَاهَدَاكَ لِتُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا)) ؛نوکه له اولى الامر څخه د لاروۍ امر بې له کوم قېد او شرطه راغلى،ددې لپاره دي،چې د قرآن شريف له نظره اولى الامر قېد ته اړتيا نلري؛ځکه هغوى هغه کسان دي،چې نه تېروځي او عصمت لري . سربېره پر دې،چې له اولى الامر نه مراد معصوم امامان دي د شيعه او سني په حديثونو کې چى شمېر يې درې سوو ته رسي،ددې امامانو شمېر دولس کسان ښوول شوى دى .

اولى الامر دولس دي په ډېرو روايتونو کې د خداى د استازي (ص) د ځايناستيو شمېر ښوول شوى دى : په ځينو روايتونو کې راغلي دي: تر ما وروسته مشران دولس کسان دي او ټول قريش دي . په نورو روايتونو کې راغلي دي : تر ما وروسته د امامانو شمېر د بني اسرائيلود نقباو هومره دى . په ځينو روايتونو کې د خداى استازي (ص) د خپلو ځايناستو د بېل بېل نوم اخيستې دى. حضرت جابر بن عبدالله انصاري وايي :چې د ((أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ)) آيت راغې نو د خداى له استازي (ص) مې وپوښتل: خداى او استازې يې پېژنم ؛خو دا اولى الامر څوک دې ، چې له هغوى نه لاروي د خداى او استازي (ص) په څنګ کې راغلى دى ؟ د خداى استازي (ص) وويل :اى جابره !هغوى زما ځايناستې او د مسلمانانو مشران دي؛وړومبې يې علي بن ابيطالب او ورپسې يې دوه زامن حسن او حسين او تر دوى وروسته د حسين زوى زين العابدين او ورپسې يې زوى حضرت محمد ، چې پر باقر به مشهور وي ، چې ته به يې هم وينې .اى جابره! هغه چې دې وليد ؛نوزما سلام پرې ووايه . تر هغه وروسته يې زوى جعفر الصادق او بيا موسى الکاظم بيا علي الرضا بيا محمد التقي بيا علي الهادي او بيا حسن العسکري او اخرى يې د حسن عسکرس زوى دى ، چې ؛نومې زما نوم دى او پر ځمکه د خداىحجت او بقية الله دى؛هماغه،چې ختيځ او لويديځ به دهغه په واسطه فتح کېږي.

د دولس ګونو امامانو موخه يوه ده د دولس ګونو امامانو موخه يوه او هماغه ده ، چې د خداى د استازي (ص) موخه وه ؛خو د هر وخت د غوښتنې مطابق هر يو د تبليغ ځانګړې کړنلار درلوده؛يو به جنګېده بل به سوله کوله،يو به په دعا او توسل له جهل او دښمن سره مبارزه کوله،بل به د بحث او زده کړو د ټولګيو په جوړولو سره خلکو ته لارښوونه کوله.که څه هم د هر يو کړنلارې سره توپير درلود؛خو د ټولو موخه يوه وه ؛لکه د دوو لاسونو په څېر،چې د جامو پرېمنځلو پر مهال هر يو يوې ؛خوا ته حرکت کوي ؛خو د دواړو موخه پاکوالى دى . امام ، چې معصوم دى او نه تېروځي؛نو جګړه کوي او که سوله ؛نو کار يې سم او د خداى او استازي (ص) يې د تاييد وړ دى . د خداى استازي (ص) د امام حسن او امام حسين په هکله وويل : حسن او حسين د خلکو امامان دي ؛که جګړه وکړي او که سوله . مهدي اخر زمان د تاريخ په رڼا کې يوولس امامان دې دنيا ته راغلي او شهيدان شوي ؛خو دولسم امام تر زوکړى وروسته د خداى په خوښه له سترګوغېب شو او ترهغه به غېب وي،چې د خداىسلا وي او چې ظهور وکړي؛نودنيا به له عدل څخه ډکه کړي؛نو زموږ د وخت امام حضرت مهدي اخرالزمان دى،چې دلته به يو لنډ بحث دهغه د غېبت او ظهور په هکله وکړو. په قرآن شريف کې په اخر الزمان کې د امام ظهور ته اشاره شوى ده،چې موږ يې يو څو ته اشاره کوو : ((هُوَ الَّذِي أَرْسَلَ رَسُولَهُ بِالْهُدَى وَدِينِ الْحَقِّ لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ وَلَوْ كَرِهَ الْمُشْرِكُونَ = او (الله) هغه دى، چې خپل پېغمبر يې له لارښوونې اوحق دين سره ولېږه، چې پرټولو اديانو يې برلاسى كړي،كه څه هم مشركان ناخوښه وي .)) دا آيت،چې درې ځلې په قرآن شريف کې تکرار شوى،زېرې ورکوي،چې د اسلام دين به پر ټوله دنيا واکمن شي . د اسلام د نړيوال کېدو لپاره درې شرطه پکار دي : ١_د نړيوال مشرشتون . ٢_د نړيوال قانون شتون .٣_د نړۍ چمتوتيا . نړيوال مشر شته او هغه امام مهدى دى او نړيوال قانون هم قرآن شريف دى،چې هېڅ ډول بدلون او تحريف پکې ندى راغلى؛خو نړۍ لا نده چمتو شوى؛نو کوښښ او هلې ځلې پکار دي ، چې ظهور ته يې لار هواره شي . مهدي اخر زمان به هله ظهور کوي،چې خلک له هر اړخه چمتو وي ،خلک د اسلام او قرآن شريف له معارفو سره اشنايي پېدا کړي .مهدي اخر زمان خورا ملګري لري ؛خو په روايتونو کې د امام زمان د يارانو شمېر ٣١٣ کسان ښوول شوي دي،چې پنځوس کسان يې ښځې دي . البته دا کسان د مهدي اخر زمان د لښکر قومندانان دي . روايت دى ، چې مهدي اخر زمان راشي ؛نو د نړۍ ټول متخصصان به ورسره بېعت وکړي . د مهدي اخر زمان غېبت دولسم امام مهدي اخر زمان غیب شوى دى او د لسونو حديثونو په رڼا کې هغه به د غښتلي نړيوال حکومت جوړولو ته راځي. البته غېبت يې په دوو پړاونو کې و: لنډ مهاله غیبت (صغرى) او اوږد غیبت (کبرى ). صغرى غیبت،چې ٧٠ کاله و؛نو لارويان به يې د مهدي اخر زمان د څلور تنو نايبانو په واسطه ورسره په اړيکه کې وو او خپلې ديني چارې به يې دهغوى پر فرمان ترسره کولې . تردې ،چې مهدي اخر زمان خپل څلورم نايب ته وويل: تر څو ورځو وروسته به ته لدې دنيا سترګې پټې کړى او تر تا وروسته به زما او د خلکو ترمنځ د اړيکې څوک نه وي ؛بلکې زما لارويان دنده لري،چې دينو عالمانو ته مراجعه وکړي او حکم يې ومني،هغوى پر خلکو زما حجت دي؛لکه څنګه چې زه پر هغوى د خداىحجت يم . تر دې وروسته د مهدي اخرالزمان اوږد غېبت پيل شو او تر اوسه پورې دوام لري . پوښتنه : ولې امام زمان غېب شوى دى ؟ ځواب :که د برېښنا اداره د يو کوڅې د رڼا لپاره ،يوه ستنه ولګوي او پکې رڼا ته څراغ ولګوي؛خو دهغه کوڅې ماشومان هغه څراغ پر تيږه وولي او مات يې کړي؛نو د بريښنا مامور به بل څراغ ولګوي او که چېرته بيا يې مات کړ؛نوبيا به هم راشي او څراغ به ولګوي ؛خو که په درېم ځل ددې کوڅې بې ادبه ماشومان راشي او دا څراغ مات کړي؛نو د بريښنا اداره به بيا څراغ لګولو ته ډېر لېواله نه وي؛خو کېداى شي،چې دهغې کوڅې د مشرانو او د هغه ځاى د اوسېدونکيو هوساېنې ته بيا هم څراغ ولګوي . خو په خپله فکر وکړئ ،چې د بريښنا اداره به تر څو پورې دا کار کوي؟ زموږ د بحث په هکله؛ظالمو واکمنانو،د ښيون يوولس څراغونه مات کړل،خداى هم دولسم څراغ وساته،څو خلک دهغه لياقت او وړتيا پېدا کړي او د ښيون لدې څراغه ګټې اخستو ته وړتيا او چمتوتيا پېدا کړي . د مهدي اخر زمان راتګ حتمي دى د هغه پاڅون به د درې څيزونو پلي کولو ته ترسره کېږي : ١_د طاغوتونو ملا ماتول .٢_د بېوزليو خلاصون .٣_د دين احيا . مهدي اخر زمان راځي،چې د طاغوتونو ملا ماته کړي او د شرک او نفاق ريښې را ونه ړوي . ((اين هادم ابنيه الشرک والنفاق)) امام زمان د خداى د ژمنو د پوره کولو او د بېوزليو د خلاصون او دهغوى واک ته رسولو لپاره دى . ((وَنُرِيدُ أَن نَّمُنَّ عَلَى الَّذِينَ اسْتُضْعِفُوا فِي الْأَرْضِ وَنَجْعَلَهُمْ أَئِمَّةً وَنَجْعَلَهُمُ الْوَارِثِينَ = او موږ غوښتل چې د هغه هېواد پر بېوزليو کړاى شويو احسان وکړو او هغوى (د خلكو) مشران او (د ځمكى) وارثان كړو. )) امام زمان راځي،چې د اسلام دين نړۍ وال کړي او د توحيد بېرغ پر ټوله نړۍ وزړوي . ((لِيُظْهِرَهُ عَلَى الدِّينِ كُلِّهِ)) د امام زمان د غېبت پر مهال زموږ دنده څه ده ؟ پردې خبره ځان پوهول،چې امام زمان به کله راځي او اوس په کوم ځاى کې ژوند کوي ،ډېره مهمه خبره نده او څه،چې ارزښت لري دادي،پوه شو، چې پردې مهال موږ ته څه کول پکار دي او امام زمان له موږ څخه څه تمه لري ؟؛نو د غېبت پر مهال يې د دندې پېژندل تر ټولو مهمه دنده ده ، چې يو څو ته يې اشاره کوو : ١_ د امام او موخو پېژندل يې . ((اللهم عرّفنى حجتك فان لم تعرفنى حجّتك ضللت عن دينى)) ٢_ نورو ته د امام زمان او دهغه د نړيول انقلاب ور پېژندل او راتګ ته يې لار هوارول. ٣_ په ښه کړنو او معنوي اړيکو سره د امام زمان د خوښې د لاس ته راوړو لپاره هسې او هلې ځلې وکړو. ٤_ راتګ ته په تمه کېدل يې او د راتګ لپاره يې دعا . ٥_ روغتيا ته صدقه او دعا کول . ٦_لمونځ کول او راتګ ته ځانګړې دعاګانې؛لکه د فرج او عهد دعاګانې کول . ٧_ د مهدي اخر زمان د ځانګړيو مالياتو (خمس) ورکول . ٨_د واجباتو ترسره کول او له ګناه او محرماتو ځان ساتل .

د امامت د خط تداوم 

لکه څنګه چې مو وويل،د امام زمان د غېبت دليل دا و،چې خلکو مشرۍ ته يې چمتوتيا نه درلوده.خداىهغه يو مناسب وخت ته ساتلى دى څو خلک دومره پر مختګ وکړي،چې له امامته يې ګټه واخلي. له بل پلوه امام زمان د خپل غېبت پر مهال موږ پر خپل حال نه يو پرېښي ؛بلکې سپارښتنه يې کړى ، چې له فقهاو،د تقوا لرونکيو او عادلو اسلام پېژندونکيو او له ځانګړو نايبانولاروي يې وکړو . اسلام اقتصادي،جزايي،نظامي او قضايي قوانين لري،او نه يوازې دا چې دا احکام له منځه نه وړي او نه يې د پلي کولو اجازه ناپوهانو ته ورکوي؛بلکې پلي کول يې يوازې عادلو فقهاوو، د تقوا خاوندانو او اسلام پوهان ته ورسپارلي دي،څو په ټولو پېښو کې د خداى د حکم له مخې عمل وکړي او لدې عادلو فقهاو څخه لاروي يې له امام او د خداى د استازي (ص) په څېر واجبه ګڼلې ده. آيا مسلمانان حکومت او نظام ته اړتيا لري ؟ آيا اسلامي ټولنه او هېواد بايد ونه ساتل شي ؟آيا د اسلامي هېواد پولې ساتل ندي پکار ؟آيا په اسلامي هېواد کې به قوانين بايد پلي نشي؟ آيا د مظلوم حق بايد له ظالم څخه وا نه خيستل شي او ظالم بايد محاکمه نشي ؟ آيا د اسلام غږ بايد نورو هېوادونو او نړۍ ته ونه رسي ؟آيا د انبياوو او امامانو کوښښونه او هلې ځلې يوازې د هغوى په خپل وخت پورې ځانګړې وى او ټولو وختونو او ځايونو ته نه وى ؟؛نوکه ددې پوښتنو ځواب هو وي او اسلام، نظام او حکومت ته اړتيا لري او ټولنه قانون ته او د حقوقو او د اسلامي هېواد د پولو ساتل مطرح وي؛نو د مهدي اخر زمان د غېبت پر مهال هم بايد اسلامي حکومت وي ؛ځکه بې له غښتلي او حساب شوي تشکيلاتو هېڅکله نشو کړاى،چې له قانون،د هېواد له پولو،ځان ،مال او خپلې ابرو دفاع وکړو ،په تېره بيا اوسمهال،چې د اسلام ټول مخالفين ستر تشکيلات لري، او که حکومت ته اړتيا وي ؛نوحاکم ته هم اړتيا ده . اوس،چې پوه شو،اسلام د خپلو قوانينو پلي کولو ته حکومت ته اړتيا لري او هم حاکم ته ؛نوبايد پوه شو،چې حاکم بايد څه ځانګړنې ولري . آيا پکار دي،چې د خداى په احکامو په ژوره توګه پوه وي که نه ؟ که چېرته ددې خبرى ځواب مثبت وي؛نو د تقوى خاوند او اسلام پېژندوکي سياستمدار ته اړتيا ده او دا هماغه دى،چې موږ ورته ولايت فقيه وايو. هغوى،چې ولايت فقيه نه مني ؛نو دا لاندې نظريات به مني : ١_ اسلام يوازې لمونځ،روژه او يو لړ فردي اخلاقيات اوعبادتونه دي او په مهمو اجتماعي ، حقوقي، قضايي، سياسي او اقتصادي کارونو کې کار نلري ٢_ اسلام يوازې د خداى د استازي (ص) د وخت لپاره و او تر هغه وروسته د مهمو اجتماعي قوانينو ځاى يوازې په کتابونو کې دى . ٣_اسلام اجتماعي او حکومتي قوانين لري او د قانون پلي کوونکيو ته يې شراېط ندي ټاکلي او هر څوک که څه هم که فاسق وي او که فاجر کولاى شي،چې د چارو واک په لاس کې واخلي.

آيا اسلامي ټولنه د مهدي اخر زمان د غېبت پر مهال حاکم او حکومت ته اړتيا نلري؟! په يو روايت کې راغلي: هېڅ امت او ملت بې مشره نه دى او دهغه ټولنې واک دهغه مشر په لاس کې وي څو دهغه په حکم سره بيت المال راټول او وويشل شي او هم خلک د هغه په حکم سره د اسلام ددښمن پر خلاف وجنګېږي،هم خلک سره را ټول کړي او له تفرقې نه يې وساتي او که ټولنه داسې مشر ونلري؛نوټولنه شيندل کېږي او په الهي احکامو او قوانينيو کې او د خداى د استازى په حکمونو کې بدلون راځي . ګورئ ، چې پدې روايت کې د حکومت او مشرۍ مسئله د ژوند تر ټولو ستره او مهمه مسئله بيان شوى ده او ښکاره خبره ده،چې د بېوزليو په ګټه د مالياتو راټولول او په عادلانه توګه يې ويشل ،له مخالفيونو سره جګړه او د ټولنې د وګړيو راټولول هغه څه ندي،چې يوازې دخداى د استازي (ص) او امامانو په وخت پورې ځانګړې خبره وي او د غېبت پر مهال ټولنه سر ايله او پخپل حال پرېښوول شي. د روايتونو په رڼا کې هم اسلام د حکومت چارې عادل فقيه ته سپاري،چې يو څو ته يې اشاره کوو :

  1. د خداى استازي (ص)،فقها خپل استازي معرفي کړي دي ؛لکه چې وايي : خدايه ! پر ځايناستو مې ورحمېږي. د خداى له استازي (ص) وپوښتل شو،چې ستا ځايناستي څوک دي ؟ ويې ويل : (( الفقها ))
  2. د خداى استازي (ص) وويل : عالمان د انبياو وارثان دي .
  3. حضرت علي وايي :خداى له عالمانو ژمنه اخستې ده د بېوزليو د لوټ کېدو او پرې د تېري پر وړاندې چوپ کېنني . په دې کې هېڅ شک نشته د بېوزليو ملاتړ او د ظالم ملا ماتول تشکيلاتو ته اړتيا لري .
  4. حضرت علي وايي : عالمان د ولس واکمنان دي.

حضرت امام حسين وايي :د چارو واک بايد د تقوا خاوندانو او خداى پېژندونکيو عالمانو په لاس کې وي ،هغوى چې د خداى په حلالو او حرامو کې خيانت نکوي او امانت ساتونکي وي .

  1. په يو روايت کې راغلي : د هواري لپاره طاغوتي نظامونو ته مراجعه مه کوئ،حتى که څوک د طاغوت له لارې خپل حق لاس ته راوړي ؛نوحرام دى (کېداى شي،ځکه وي،چې طاغوتي نظام ته مراجعه پرهغوى د تاييد ټاپه لګول وي)؛بلکې تاسې ته پکار دي،چې داسې خلکو ته مراجعه وکړئ،چې زموږ له روايتونو او معارفو سره ژوره اشنايي ولري او زه هغوى ستاسې لپاره قاضيان ټاکم او پوه شئ،هرحکم ،چې هغوى ورکړ او تاسې ونه منه ؛نوپه حقيقت کې د خداى حکم به مو نه وي منلې او له خداى سره يې شرک کړى دى .
  2. پو بل روايت کې راغلي : فقها د اسلام کلا ګانې دي .
  3. مهدي اخر زمان پر خپلو لاسونو يو ليک خپل يو نواب ته وليکه،چې پکې يې سپارښتنه کړى ده: د ټولنې په پېښو او ستونزو کې هغه عالمانو ته مراجعه وکړئ،چې زموږعلوم رانقلوي او لکه زه،چې په تاسې کې د خداىحجت يم ؛نوهغوى هم په تاسې کې زما حجت دي .

  آيت الله العظمى ناصر مکارم شيرازي په " پنجاه اصول عقايد براى جوانان " د امامت په برخه کې ليکي : امامت د امامت بحث له کله پيل شو؟

پوهېږو،چې د اسلام تر پېغمبر وروسته،مسلمانان دوه ډلې شول : 

يوه ډله ګروهمن دي،چې پېغمبراکرم (ص) د ځان لپاره ځايناستى نه و ټاکلى او دا خبره يې امت ته پرېښې ده،چې کېنې او پخپلو کې يو مشر وټاکي،دې ډلې ته "اهل سنت" ويل کېږي . بله ډله ګروهمنه ده ، چې د پېغمبر اکرم (ص) ځايناستى بايد د هغه په څېر معصوم وي او له هر ډوله ګناه او تېروتنې معصوم وي او دومره علم ولري،چې د خلکو معنوي او مادي مشري وکړي او د اسلام د بنسټونو ساتنه وکړي او دوام ورکړي،هغوى ګروهمن دي،چې د داسې کس ټاکنه يوازې د خداى له لوري د پېغمبر پواسطه شونې ده او د اسلام پېغمبر هم دا کار کړى دى او حضرت علي يې خپل ځايناستى ټاکلى دى،چې دې ډلې ته "اماميه" يا "شيعه"وايي.

تر دې لنډ بحثه زموږ موخه داده،چې دا مساله پر عقلي،تاريخي اسنادو او د قرآن پر آيتونو او د پېغمبراکرم(ص) په سنتو وڅېړو؛خو دې بحث ته تر ورننووتو مخکې يو څوخبرو ته اشاره اړينه ګڼم : 


١-ايا دا بحث اړپېچ اچونکى دى ؟ ځينې داسې دي همدا چې د امامت بحث رامنځ ته شي؛نو چټک وايي: نن ددې خبرو وخت نه دى! نن مسلمانان يوازې دې ته اړين دي او د پېغمبر د ځايناستي په باب خبره درز اچوي! موږ نن ګډ دښمنان لرو،چې په هکله يې فکر په کار دى؛ صهيونيزم، د شرق او غرب ښکېلاک؛نو دا اړپېچي چارې بايد شاته واچول شي ؛ خو روښانه ده،چې دا ډول فکر غلط دى؛ځکه ١-څه چې اړپېچ راوړي،متعصب،غيرمنطقي او د کينې او له غوسې ډک بحثونه دي؛خو منطقي،مستدلل او له تعصب،ځېل او غوسې لرې بحثونه په صميمانه او دوستانه چاپېريال کې نه يوازې تفرقه نه راوړي؛بلکې فاصلې کموي او ګډ ټکي پياوړي کوي . ما د خپل حج په سفرکې د اهل سنتو له عالمانو سره زيات وخت تېر کړ،دې بحثونو زموږ پر اړيکو ناوړه اغېز نه درلود؛بلکې زموږ خپلمځی تفاهم اوخوږلنى يې نور هم زيات کړ،فاصلې يې کمې کړې او احتمالي کينې يې له سينو ووينځلې .مهمه داده،چې په دې بحثونو کې روښانېږي،چې موږ يو له بل سره ډېر ګډ ټکي او خبرې لرو،چې د ګډ دښمن پر وړاندې پرې ډډه وهلای شو . اهلسنت څلور مذهبه دي(حنفي،حنبلي،شافعي،مالکي ) ددې څلورو مذهبونو شتون د تفرقې لامل شوى نه دی اوچې د "شيعه فقه" يې د پينځم مذهب په نامه ومنله؛نو ډېرې ستونزې او تفرقې هوارې شوې. د مصر د الازهر د پوهنتون مشر،"شيخ شلتوت" يو ګټور ګام اوچت کړ او په اهلسنتوکې يې د شيعه فقهې رسميت اعلان کړ او له دې لارې يې له اسلامي تفاهم سره ګټوره مرسته وکړه،چې د هغه او مرحوم ((آيت الله بروجردي)) د شيعه ستر عالم ترمنځ دوستانه اړيکې هم پرځاى شوې . ٢-ګړوهمن يو،چې شيعه مذهب تر هر مذهبه زيات د اسلام ښکارندوى دى. سره له دې،چې د ټولو اسلامي مذهبونو درناوى کوو ګړوهمن يو،چې شيعه مذهب ډېر ښه کړاى شي ټول اړخيز رښتين اسلام وپېژني او په اسلامي حکومت پورې اړوند چارې هوارې کړي؛ نو ولې داسې ونه کړو،چې خپلو اولادونو ته دا ښوونځى له دليل او منطق سره وښيو؟ که داسې مو ونه کړل ؛نو خيانت به مو کړى وي .

يقين لرو،چې د خداى رسول د ځان لپاره ځايناستى ټاکلى دى او څه پروا لري،چې دا بحث په منطق او استدلال وڅېړو؟ ؛خوپه دې بحث کې مو بايد ډېر زيات پام وي ،چې نور مذهبي عواطف ټکني نشي . 

٣-د اسلام دښمنانو د مسلمانانو ترمنځ د يووالي د منځه وړو لپاره د "شيعه وو" په باب اهلسنتو ته او همداراز شيعه وو ته يې د اهلسنتو په اړه دومره دروغ ويلي،چې په ځينو هېوادونو کې يې دا دوه ډلې بيخې يو له بله شلولې دي . او چې موږ د "امامت" مساله له هغې لارې وڅېړو،چې مخکې مو وويل او پر هغه ټکيو،چې شيعه پرې ټينګار لري، د قرآن او سنت پر دليلونو روښانه کړو؛نومعلومه به شي،چې دا ټول تبليغات دروغ ول او دا زموږ ګډ دښمنان دي،چې د بېلتون زهر راکې شيندلي دي.هېڅ مې نه هېرېږي،چې د يو حج په سفر کې راته د سعودي عربستان يو سترعالم وويل،چې ما اورېدلي،چې شيعه بې له دې قرآنه بل قرآن لري . ډېر زيات حيران شوم او ورته مې وويل: وروره! ددې خبرې څېړنه ډېر اسان کار دى .بلنه درکوم،چې پخپله او يا خپل استازى راسره د همدې مراسمو تر خلاصېدو وروسته زموږ ټولنې ته راولېږه او هر ځاى ، کور، جومات، چېرته چې غواړئ ولاړ شئ او قرآن ترې وغواړئ،چې درمعلومه شي،چې زموږ قرآن او ستاسې قرآن مانا نه لري،ټول يو قرآن لرو(او ډېر قرآنونه،چې موږ ترې ګټه اخلو،د سعودي چاپ دى ) . همدا و،چې دې خبرې د عالم پر ذهن ګټور اغېز وکړ. لنډه داچې که د"امامت" بحث؛لکه څنګه چې مو وويل،بيان شي؛نو په اسلامي ټولنه کې به يووالى راوړي حقيقتونه به روښانه کړي او واټن به راکم کړي . ٢-امامت څه دى ؟ د "امام" له عنوانه پېدا دي،چې د مسلمانانو مشر ته وايي او د "شيعه وو" په عقيدتي اصولو کې "معصوم امام" هغه چاته ويل کېږي،چې په هر څه کې د پېغمبراکرم ځايناستى وي؛په دې توپير،چې پېغمبر د ښوونځي بنسټ اېښووونکى او امام د ښوونځي ساتونکى دى، پېغمبر ته وحې راځي؛خو امام خپل علم له پېغمبره اخلي او پوره پوهه لري . شيعه وايي : معصوم امام يوازې د اسلامي حکومت مشر نه دى؛بلکې د اسلامي ټولنې معنوي،مادي،ظاهري،باطني او لنډه داچې د اسلامي ټولنې هر اړخيره مشري يې پر غاړه ده. هغه بې له کومې تېروتنې د اسلامي عقايدو او احکامو ساتونکى دی او د خداى له لوري ټاکل شوى بنده دى؛خو اهلسنت له امامت داسې تعبيرنه لري او امام يوازې د اسلامي ټولنې د حکومت مشر ته وايي او په بله وينا: هغوى واکمنان پر هماغه مهال د پېغمبرخليفه ګڼي . البته په راتلونکيو بحثونو کې به ثابت کړو،چې پرځمکه بايد په هر وخت کې يو الهي استازى،پېغمبر يا مصعوم امام وي،چې د حق دين وساتي او حق غواړي مشري کړي اوکه يوه ورځ د ځينو علتونو په پار د خلکو له سترګو پټ شي؛نو له لوري يې داسې استازي شته،چې اسلام ساتي او حکومت جوړ کړي .

  د امام د شتون فلسفه هغه بحثونه مو،چې د پېغمبرانو د بعثت د لزوم په باب وکړل،تر زياته برېده يې موږ تر پېغمبر وروسته له امام سره اشنا کړو؛ځکه تر زياته بريده په خپلو پروګرامونو کې سره ګډ ټکي لري؛خو دلته اړين ګڼم،چې يو لړ نور بحثونه وکړم: ١-د الهي مشرانو تر څنګ معنوي بشپړتيا: تر هرڅه مخکې د انسان د خلقت پر موخې رڼا اچوو. شک نشته،چې د مطلق کمال او معنوي بشپړتيا پر لوري حرکت بې له يو معصوم امام ناشوني دي . سمه ده،چې خداى انسان پر عقل سمبال کړى،پياوړى وجدان يې ورکړى، اسماني کتابونه يې ورته رالېږلي دي؛خو سره له ټولو تکويني او تشريعي وسائلو،کېداى شي انسان د خپلې لار په ټاکنه کې تېروځي؛نو ښکاره خبره ده،چې د مصعوم امام شتون ددې کږلارۍ خطر ډېر کموي؛نو د امام وجود د انسان د خلقت د موخې بشپړونکى دى . او دا هماغه څيز دى،چې په اعتقادي کتابونوکې ورته "قاعده لطف" وايي او موخه ترې داده،چې حکيم څښتن ټولې هغه چارې انسان ته ورکړي دي،چې د خلقت موخې ته يې ورسوي؛لکه د پېغمبرانو رالېږل او د مصعومينو ټاکل؛ګنې نيمګړتيا پسې راځي . ٢-د اسماني دين ساتونکى: پوهېږو،چې الهي اديان د پېغمبرانو پر زړونو د نازلېدو پرمهال د باران د څاڅکو په څېر، شفاف،روڼ،ژوند ورکونکي او زړه يخوونکي وي؛خو چې کله چټل چاپېريال او ناتوانه مغزو ته ورشي؛نو په تدريج ناپاکېږي او خرافات او موهومات پرې اضافه کېږي،تردې چې د خپلې اولې ورځې روڼ والى له لاسه ورکوي، چې په دې حال کې نه جاذبه لري او نه روزنيزه اغېز،نه د تږو تنده ماتوي او نه د انساني بشپړتيا غوټۍ زرغونوي؛نو دلته دى،چې تل بايد يو مصعوم امام وي،چې د دين دا حالت او د ديني پورګرامونو د نږه والي ساتونکى وي او له کږ لاريو،التقاطي ناسم او پرديو فکرونو، موهاموتو او خرافاتو مخنيوى وکړي؛نو که يو مذهب او دين داسې مشر ونه لري؛نو ډېر ژر به خپل اصالت او نږه والى له لاسه ورکړي؛ځکه حضرت علي (ک) په نهج البلاغه کې وايي :((هو! هېڅکله د ځمکې مخ له الهي حجته نه خالي کېږي،که پټ وي که ښکاره،چې الهي دلائل او روښانه نښې باطلې نشي )). په حقيقت کې د امام زړه د يو ډاډمن صندوق په څېر دى،چې پکې ګران بيه او اصلي سندونه اېښوول کېږي،چې له غلو او ناوړه پېښو خوندي پاتې شي،چې دا د امام د وجود يوه بله فلسفه ده . ٣-د امت ټولنيزه سياسي مشري : شک نشته چې هېڅ ډله بې له ټولنيز نظامه،چې پکې پياوړې مشري نه وي،شي کړاى خپل ژوند پرمخ بوځي؛ځکه له پخوا څخه تر ننه پورې ټولو قومونو ځان ته مشر ټاکه، چې دا مشران کله صالح وي کله ناصالح او ډېر داسې کېدل،چې د بشر د همدې اړتيا په پار پر زور يا تزوير پر خلکو ځان ورتپه او د خلکو واک يې په لاس کې اخسته .... دا له يوه اړخه . بلخوا داچې انسان وکړاى شي ځان معنوي بشپړتيا ته ورسوي؛نو پردې لار بايد يوازې ولاړ نشي؛بلکې له ډلې او ټولنې سره بايد ولاړ شي؛ځکه د يو وګړي فکري،جسمي،مادي او معنوي واک ډېر کم او ناڅيزه دى؛خو ډله ايز واک ډېر زيات ګټور وي؛خو داسې يوه ټولنه په کار ده،چې سم نظام پرې حاکم وي،انساني استعدادونه رازرغون کړي،له کږلاريو سره مبارزه وکړي،د وګړيوحقوق په پام کې ونيسي او سترو موخو ته د رسېدو لپاره پروګرام او سازماندهي ولري، د ټولنې د حرکت لپاره په يو ازاد چاپېريال کې انګېزه را پېدا کړي.

خو له هغه ځايه،چې تېروتنه کوونکى انسان د يو داسې ستر رسالت واک نه لري،چې موږ پخپله د دنيا د واکمنانو کږلارۍ او سياسي غلطۍ پر خپلو سترګو ووينو ؛نو پکار ده،چې د خداى له لوري پردې چارو يو معصوم امام څارنه ولري او د خلکو او د پوهانو د نظرونو په مرسته له کږلاريو مخنيوى وکړي،چې دا د امام د وجود يوه بله فلسفه ده او د "قاعده لطف" يوه بله برخه ده . 

٤-د غاړې خلاصونې اړتيا: نه يوازې بايد د امام د وجود په شتون کې د چمتو زړونو انسانان د مطلق کمال پر لور خپله لار ووهي؛بلکې پر هغوهم غاړه خلاصه شي،چې دم ګړۍ پر کږه روان وي.که د عذاب وعده ورکول کېږي،چې بې دليله نه وي،چې بيا څوک پلمه رانه وړي، چې که يو الهي مشر مو لاس نيولاى واى؛نو پر حقه به تللي وو او هېڅکله به مو پايله دا نه و لنډه داچې د پلمې لار وتړل شي،د حق دلائل بسيا وويل شي او پوهانو ته ډاډ ورکړ شي او اراده يې پياوړې شي . ٥-امام د الهي فيض واسطه: ډېرو پوهانو د اسلامي حديثونو په رڼا کې په انساني ټولنه يا په ټول عالم کې د پېغمبر او يا د امام شتون د انسان په بدن کې زړه ته ورته کړى دى . پوهېږو،چې کله زړه پمپ ووهي ؛نوټول بدن ته وينه وررسوي او د بدن ټولې حجرې تغذيه کوي؛نو له هغه ځايه،چې معصوم امام د يو بشپړ انسان په نامه د انساني ټولنې د کاروان مخکښ دى،د الهي فيض د نازلېدو لامل هم دى او هر څوک له پېغمبر يا امام سره د اړيکې په اندازه له دې فيضه ګټه اخلي؛نو بايد وويل شي : لکه څنګه چې زړه د انسان د بدن لپاره اړين دى؛نو د الهي فيض لپاره ددې واسطې شتون هم اړين دى . تېر نه وځئ! پېغمبر او امام له خپل ځانه هېڅ نه لري،چې خلکو ته يې ورکړي؛بلکې هر څه چې لري،د خداى له لوري دي؛خو لکه څنګه چې زړه د بدن لپاره د الهي فيض واسطه ده؛نو پېغمبران او امامان هم د انسانانو لپاره د الهي فيض واسطې دي .


د امام ځانګړنې او شرايط

د هرڅه له مخه په دې وخت کې يو خبرې ته پام پکار دى او هغه داچې د قرآن د آيتونو په رڼا کې د "امامت مقام" ترټولو لوړ دى،چې يو انسان کړاى شي ځان ورورسوي ان د "نبوت" او "رسالت" تر مقامه هم لوړ؛ ځکه د بوت ماتونکي ابراهيم په کيسه کې داسې لولو:

((وَإِذِ ابْتَلَى‏ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره/ ١٢٤) او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) ابراهيم عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) خداى ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) . نو همدا و،چې حضرت ابراهيم د نبوت او رسالت د پړاوونو تر تېرولو وروسته چې په بېلابېلو الهي ازمېينوکې بريالى شو؛نو دې مقام ته ورسېد،د خلکو د ظاهري،باطني،مادي او معنوي امامت ته يې درجه ورلوړه شوه. د اسلام پېغمبر د نبوت او رسالت پر مقام سربېره د خلکو د امامت او مشرۍ مقام هم درلود،چې ځينو نورو پېغمبرانو هم دا مقام درلود.دا له يو اړخه. بلخوا پوهېږو،چې يو مقام ځان ته شرايط،ځانګړنې او دندې لري؛نو څومره چې مقام لوړ وي،دندې هم درنې وي؛نو په هماغي کچه به ورته په کار ځانګړنې اوشرايط هم درانه وي .

د بېلګې په توګه : په اسلام کې قاضي،شاهد او د امام جماعت کېدو شرط،عادلتوب دى؛نوپه يو ځاى کې،چې د يو شهادت يا ګواهۍ ورکولو ته او يا په لمانځه کې د حمد، اخلاص او درود ويلو لپاره امام ته د عدالت د درلودو شرط حتمي دى: 

١-له ګناه اوتېروتنې معصوم والى . امام هم بايد د پېغمبر په څېر د عصمت د مقام خاوند وي؛يعنې له "ګناه" او "تېروتنې" خوندېينه ولري؛ګنې نشي کړاى خلکو ته بېلګه او مشر شي او ټولنه پرې اعتماد وکړي . امام بايد د خلکو پر زړونو حکومت وکړي او حکم يې بې ځنډه پلي شي؛نو يو څوک چې پر ګناه ککړ وي،دا ناشونې ده،چې پر خلکو دومره ګران وي او هر اړخيز اعتماد پرې وکړي؛نو څوک چې په خپلو ورځني چارو کې تېروتنه او غلطي کوي؛نو څرنګه به وکړاى شو، د ټولنې په چارو کې يې پر نظرونو ډډه او اعتماد وکړو او بې چون او چرا يې ومنو؟ بېشکه پېغمبر بايد معصوم وي او دا شرط هم په امام کې د پورتنيو خبرو په پار بايد وي . دا خبره د "قاعده لطف" له لارې،چې د پېغمبراو امام وجود هم د همدې اصل پر بنسټ دى،ثابتولاى شو؛ځکه که پېغمبر او امام معصعوم نه وي ؛نو د راتګ موخه يې نه ترسره کېږي او هغه فلسفې نيمګړې پاتې کېږي،چې په تېرو مخونو کې مو ورته اشاره وکړه، . ٢-بشپړعلم : امام د پېغمبر په څېر د خلکو علمي پناهځى دى،هغه بايد د اسلام له فروعو،اصولو، د قرآن له ظاهر او باطن،د پېغمبر له سنت او په اسلام پورې له اړوندو چارو ښه خبر وي؛ځکه هغه هم د شريعت ساتونکى او هم د خلکو مشر او لار ښوونکى دى؛هغوى چې د کړکېچنو مسئلو د راپېښدو پر مهال په نورو پسې ځي او علم يې د ټولنې غوښتنو ته ځواب نشي ورکولاى، نشي کړ اى د ټولنې امام او مشر شي . لنډه داچې امام بايد تر ټولو زيات د خداى پر دين پوه وي او د پېغمبراکرم تر رحلت وروسته يې د نه شتون تشه ډکه کړاى شي او رښتين اسلام پرمخ يوسي،چې له هر ډوله خرافاتو او کږلاريو پاک وي. ٣-مړانه : امام بايد ددې نړۍ د امکاناتو "امير" وي؛ نه "اسير" . هغه بايد د نړۍ له هر ډوله مادي قيد او بنده ازاد وي،د نفس له غوښتونو ازاد وي،د مقام او شتمنۍ له قيده خلاص وي،چې و نه غولول شي،څوک پرې اغيز ونه کړي اوجوړجاړي ته تسليم نشي . ٤- اخلاقي جاذبه : قرآن د پېغمبر اکرم په هکله وايي: ((فَبِمَا رَحْمَةٍ مِنَ اللّهِ لِنتَ لَهُمْ وَلَوْ كُنتَ فَظّاً غَلِيظَ الْقَلْبِ لَانفَضُّوا مِنْ حَوْلِكَ فَاعْفُ عَنْهُمْ وَاسْتَغْفِرْ لَهُمْ وَشَاوِرْهُمْ فِي الْأَمْرِ فَإِذَا عَزَمْتَ فَتَوَكَّلْ عَلَى‏ اللّهِ إِنَّ اللّهَ يُحِبُّ الْمُتَوَكِّلِينَچ( آل عمران / ١٥٩)خلكوته د الهي رحمت ( په بركت)؛ نرم (او مهربان) شوى يې او كه توند خويه او سخت زړى وې؛نو خلك درځنې خپرېدل نو له هغوى تېرشه او بښنه ورته وغواړه او په چاروكې ور سره مشوره وكړه؛خو چې کله دې هوډ وکړ (؛نو پرېکنده وسه او) پر خداى توكل وكړه؛ځكه توكل كوونكي دخداى خو ښېږي .)) نه يوازې پېغمبر؛بلکې دهرې ټولنې امام او مشر زړه راښکونکي خلق و خوى ته اړتيا لري،چې د مقناطيس په څېر خلک په ځان پسې راټول کړي؛نو د کاڼي کرښه ده،چې هر ډول زور زياتى او بد خلقي،خلک له امام يا پېغمبر شړي اوهغوى له داسې نيمګړتيا پاک دي؛ګنې نو د هغوى د شتون فلسفه به نيمګړې شي؛البته بې له دې پينځګونو ځانګړنو نور شرطونه هم د امام لپاره دي،چې غټ يې همدا پينځه دي،چې وويل شول.

څوک امام ټاکي

اهلسنت ګروهمن دي،چې پېغمبر اکرم(ص) له دنيا سترګې پټې کړې؛خو ځان ته يې ځانياستى ونه ټاکه او دا دنده د مسلمانانو پرغاړه ده،چې خپل ځان ته مشر وټاکي او د ((مسلمانانو په اجماع)) دا کار وشي،چې يو شرعي دليل دى،هغوى وايي،چې همداسې وشول او د اسلام لومړى خليفه هم د امت په اجماع وټاکل شو او هغه هم پخپله دويم خليفه وټاکه او دويم خليفه هم په يوې شپږ کسيزې شورا درېم خليفه وټاکه،چې په دې شپږ کسيزې شورا کې حضرت علي (ک)، حضرت عثمان،حضرت عبدالرحمن بن عوف،حضرت طلحه،حضرت زبير او سعدبن ابي وقاص (رضى الله عنهم) ول. په دې شورا کې حضرت سعد بن ابي وقاص،حضرت عبدالرحمن بن عوف او حضرت طلحه،حضرت عثمان ته رايه ورکړه.(دويم خليفه سپارښتنه کړې وه ، چې که درې تنه يو اړخ ته او درې بل اړخ ته شي؛نو حق به له هغوى سره وي،چې حضرت عبدالرحمن بن عوف ( د حضرت عثمان زوم !) پکې وي .
د حضرت عثمان د خلافت په ووستيو ورځو کې خلک ورپسې را پاڅېدل او ويې وواژه او هغه و نشو کړاى،چې پخپله او د شورا لپاره ځايناستى وټاکي . 

پردې وخت ډېرى مسلمانان په حضرت علي پسې ولاړل،بې له امير معاويه بن ابي سفيان،چې د شام والي و، نورو ټولومسلمانانو ورسره بيعت وکړ؛ځکه معاويه يقين درلود،که علي راغى؛نوهغه به پردې مقام نه وي . معاويه د مخالفت بېرغ راپورته کړ او د اسلام په تاريخ کې ددې دومره وينو تويېدونو لامل شو .

په دې ځاى کې د يو لړ علمي او تاريخي ويينو د روښانه کېدو لپاره زياتې پوښتنې رامنځ ته کېږي،چې يو څو يې دا دي. 

١-ايا امت کړاى شي د پېغمبر لپاره ځايناستى وټاکي؟ ددې پوښتنې ځواب ډېرکړکيچن دى،که امامت د مسلمانانو د ټولنې ظاهري واکمني وي ؛نو د واکمن د ټاکمې لپاره د خلکو راى ته ورتلل يو رايج چار دى . خو که د امامت مانا هغه وي،چې په تېرو بحثونو کې مو وويله او له قرآنه هم پکې ګټه واخسته؛نو شک پکې نشته چې داسې کسان بايد د خداى يا د پېغمبر له لوري (هغه هم د وحې د الهام پواسطه ) وټاکل شي. ځکه ددې تفسير په رڼا کې د امامت شرط د اسلام د اصولو او فروغو بشپړعلم دى؛هغه علم،چې سرچينه يې خداى وي او ملاتړى يې د پېغمبر علم ،چې وکړاى شي د اسلام د شريعت ساتنه وکړاى شي . بل شرط دادى،چې امام بايد معصوم وي؛يعنې له هر ډوله ګناه او تېروتنې الهي خوندېينه ولري،چې وکړاى شي د امت معنوي، مادي، ظاهرى،باطني امامت پرغاړه واخلي اوهمداراز ددې مقام د سبمالولو لپاره زهد، تقوا او مړانه هم پکار ده،چې دا شرايط بې له خداى او پېغمبره بل څوک نشي پېژندلاى،يوازې هغه دى،چې پوهېږي د عصمت روح په چا کې دى او پوهېږي،چې د امامت د مقام د سبمالولو لپاره علم،زهد او مړانه په چا کې ده .

هغوى چې د امام او د پېغمبر د خليفه ټاکل د خلکو لاسونو ته ورسپاري،په حقيقت کې يې د امامت قرآني مانا بدله کړې ده او امامت يې يوازې د خلکو د دنيوي چارو د واکمنۍ تر بريده محدود کړى دى،يوازې خداى دى،چې د امامت شرايط بشپړ پېژني او له دې صفاتو باخبره دى؛لکه څنګه چې پېغمبر هم د خلکو په ټاکنه نه ټاکل کېږي؛بلکې هرومرو بايد د خداى له لوري وټاکل شي او په معجزو وپېژندل شي؛ځکه د پېغمبر لپاره شرطونه يوازې خداى پېژندلاى شي. 

٢-ايا پېغمبر ځان ته ځايناستى نه و ټاکلى؟

دکاڼي کرخه ده،چې د اسلام دين يو نړيوال او تلپاتې دين دى او د قرآن د آيتونو په رڼا کې د اسلام دين په ځانګړي وخت او ځاى پورې محدود نه دى او ټول خبر دي،چې د پېغمبراکرم(ص) تر وفات پورې د اسلام دين د عربستان له ټاپووزمې نه و وتلى.
بلخوا د پېغمبر اکرم(ص) د عمر ديارلس کاله په مکه کې يوازې له بوت نمانځنې او شرک سره په مبارزه کې تېر شول او لس کاله نور عمر يې په هجرت کې په ورتپل شويوجګړو کې تېر شو،چې د اسلام د ګل د زرغونېدو وخت و.

پېغمبر اکرم (ص) شپه او ورځ اسلام ته بلنه کوله او اسلام يې له هر اړخه خلکو ته ورپېژانده؛خو بيا هم د يو لړ مسايلو شننې د وخت تېرېدو ته اړتيا درلوده او د پېغمبر اکرم په څېر يو کس بايد دا درنه دنده پرغاړه واخلي.له دې ټولو مهمه خبره د راتلونکي وضع وړاندوينه او د ښوونځي د تدوام لپاره د سريزو برابرول هغه چارې دي،چې هر مشر يې په فکر کې وي او هېڅکله ځان ته اجازه نه ورکوي،چې دا بنسټيزې چارې هېرې کړي . که له دې خبرو تېر شو؛نو د اسلام پېغمبر د ژوند ټولو مسئالو لپاره احکام درلودل؛نو ايا کېداى شى د خلافت او د مسلمانانو د امامت لپاره څوک ونه ټاکي؟! دا درې اړخيز دليلونه روښانوي،چې د خداى رسول ځايناستى ټاکلى و،چې په دې هکله به اسلامي روايتونه هم راوړو،چې پردې منطقي واقيعت نوره رڼا هم واچوي،چې پېغمبراکرم(ص) هېڅکله له دې حياتي مسالې غافل نه و،که څه يو لړ سياسي بهيرونو کوښښ کاوه، چې د خلکو ذهن ته دا خبره ورننباسي،چې پېغمبراکرم(ص) ځايناستى نه و ټاکلى. دا به څوک ومني،چې د خداى رسول،چې د جګړى لپاره له مدينې څخه يو څو ورځو ته بهر وته (د تبوک جګړه)؛نو د ځان لپاره يې ځايناستى ټاکه؛خو تر مړينې وروسته دا کار ونه کړي او خپل امت په دې دومره اړپېچونو کې سرګردانه پرخپل حال پرېږدي او په راتلونکي کې د اسلام تداوم تضمين نه کړي؟! نوښکاره خبره ده،چې د ځايناستي نه ټاکل،نوي اسلام ته له ډېرو ګواښونو سره يو ځاى ول او عقل او منطق وايي،چې داسې خبره ناشونې ده،چې د اسلام پېغمبر ځان ته ځايناستى ونه ټاکي . هغوى چې وايي : د خداى رسول دا کار امت ته ورپرېښى و؛نو خپلې خبرې ته خو دې لږ تر لږه يو سند راوړي،چې پېغمبر اکرم(ص) پردې خبره ټنګار کړى و. ٣-اجماع او شورا : فرض به وکړو،چې د اسلام پېغمبر له دې حياتي امره غافل و او دې کار ته يې خلکو ته دنده ورکړې وه؛خو پوهېږو،چې ((اجماع)) د مسلمانانو د اتفاق پر مانا دى،چې هېڅکله دا کار د لومړي خليفه په باب ونشو،يوازې يوه ډله صحاب،چې په مدينه کې ول،د دې کار هوډ ونيو او نور مسلمانان پکې نه ول او برخه يې پکې نه وه اخستې او پخپله مدينه کې حضرت علي او له بني هاشمو هم په دې هوډ نيونه کې څوک نه ول؛نو داسې اجماع د منلو وړ نه ده او که دا لار سمه وي ؛ نو ولې لومړي خليفه د خپل ځايناستي د ټاکلو په هکله داسې و نه کړل؟ ولې يې پخپله د خپل ځان لپاره ځايناستى وټاکه؟ که د يو کس په واسطه ټاکل بسيا وي؛نو ددې کار لپاره تر ټولو وړ انسان د خداى رسول دى له دې چې تېر شو،ستونزه د درېم خليفه په باب ده،چې ولې دويم خليفه هغه لار شاته واچوله،چې لومړی خليفه پرې ټاکل شوى و؛يعنې نه يې دا کار اجماع ته وروسپاره او نه په ټاکنې پسې ولاړ؛بلکې يوې شپږکسيزې شورا ته يې ددې کار دنده وکړه؛نوخبره داده،چې که ((شورا)) ښه وي؛نو ولې بايد يوازې شپږ تنه پکې وي او يوازې د دريو تنو راى پکې ارزښت ولري؟ دا هغه پوښتنې دي،چې د هر څېړونکي ذهن ته راځي او داچې دې پوښتنو ته ځواب نه دى ورکړ شوى؛داځکه چې د امام د ټاکلو دا لار نه ده . ٤-حضرت على (ک) تر ټولو وړ و. فرض کړو،چې دا دنده يې خلکو ته ورسپارلې وه او د ټاکنې پر مهال په هغه چا پسې ولاړ شو،چې د تقوى،علم او نورو امتيازاتو له پلوه ترې بل وړ انسان موجود وي. ټول اسلامپوهان يوه خوله دي،چې حضرت على (ک) په اسلامي چارو کې تر ټولو غوره و او هغه روايتونه او نښې،چې ترې پاتې شوي دي، ددې خبرې ژوندي ګواهان دي.د اسلام تاريخ ليکي،چې هغه په علمي ستونزو کې د مسلمانانو پناهتون و او ان که له نورو خلفاوو چا سخته پوښتنه وکړه؛نو د ځواب اخستو لپاره يې حضرت على (ک) ته ورلېږل. مړانه،تقوى او زهد يې تر ټولو زيات و؛نو که خلکو د امامت لپاره څوک ټاکه؛نوحضرت على (ک ) دې منصب ته تر ټولو وړ و.(؛البته دا بحث خپل سندونه لري،چې دلته د بحث د لنډوالي لپاره نه راوړل کېږي).

امامت په قرآن کې قرآن،د اسماني کتاب په هره برخه او د امامت په مساله کې موږ ته لار خلاصونکى دى . ١-قرآن،امامت د خداى له لوري ګڼي:

په تېرو بحثونو کې مو د حضرت ابراهيم په باب وويل،چې قرآن وايي:حضرت ابراهيم هله د امامت مقام ته ورسېد،چې د نبوت، رسالت او الهي ازمېښتونه يې تېر کړل،قرآن د بقرې د سورت په ١٢٤ آيت کې وايي :

((وَإِذِ ابْتَلَى‏ إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَاماً قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ - او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) ابراهيم عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) خداى ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) ))

تاريخ وايي: دې مقام ته هله ورسېد،چې د بابل له بوت نمانځو سره يې مبارزه وکړه،شام ته يې هجرت وکړ، کعبه يې جوړه کړه اوخپل زوى يې قربانۍ ته ېووړ.

نبوت او رسالت،چې د خداى له لوري ټاکل کېږي؛نو د امامت مقام هم،چې د خلکو هر اړخيزه مشري او د بشر بشپړتيا ده،بايد د خداى له لوري وټاکل شي او دا هغه څه نه دي،چې د خلکو په واسطه وټاکل شي،قرآن وايي: انى جاعلک للناس اماما((ما ته د خلکو امام کړې )).

د انبيا د سورت په ٧٣ آيت کې د حضرت ابراهيم ،حضرت لوط ، حضرت اسحاق او حضرت يعقوب په باب راغلي دي : 

((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلاَةِ وَإِيتَاءَ الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ -او موږ هغوى لارښوونكي كړل،چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يوازې زموږ لمانځونكي وو )) همدا شان نور تعبيرونه هم په قرآن کې راغلي،چې وايي الهي منصب د خداى له لوري ورکول کېږي . له دې چې راتېرشو؛نو که هماغه آيتونو ته دوام ورکړو؛نو حضرت ابراهيم،چې خپل نسل ته هم له خدايه ددې منصب غوښتنه وکړه ؛نو داسې ځواب يې واورېد: ((لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ))دې خبرې ته اشاره لري،چې دعا دې قبوله شوه؛خو ستا په اولاده کې هغوى چې ظلم کړی وي؛دې منصب ته به نه رسي ؛نو د دې خبرې په پام کې نيولو سره ،چې ((ظالم)) د لغت له نظره او همداراز د قرآن د منطق له نظره پراخه مانا لري،چې پکې ټول ګناهونه؛لکه ښکاره شرک،پټ شرک او پر ځان هر ډول ظلم پکې شاملېږي او ددې خبرې په پام کې نيولوسره،چې له دې امره يوازې خداى خبر دى او بل چاته ناشونې ده؛ځکه يوازې خداى دى،چې د خلکو له نيت او باطنه خبر دى؛نو جوتېږى،چې پر دې مقام ګومارل يوازې د خداى له لوري دي . ٢-د تبيلغ آيت : د مائدې د سورت په ٦٧ آيت کې وايي: ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِن رَبِّكَ وَإِن لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي،بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې و نه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري .هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .)) ددې آيت لحن راښيي،چې د يوې درنې دندې په باب خبرې کوي،چې د پېغمبر پر غاړه ده ،چې له هر اړخه يې په باب تشويش وجود لري،هغه رسالت،چې امکان يې درلود د خلکو له اړخه ورسره مخالفت وشي ؛ نو آيت په ډاګه پېغمبر اکرم ته د ابلاغ حکم ورکوي او د احتمالي ګواښونو په باب يې ورته ډاډ ورکړ. ښکاره خبره ده،چې دا مساله د توحيد او شرک له دښمنانو؛لکه يهودو او منافقانو سره د مبارزې په باب نه وه؛ ځکه (د مائدې د سورت دنازلېدو) پرمهال دا مسئاله حل شوې وه. د ساده اسلامي احکامو ابلاغولو لپاره هم دومره بېړه او تشويش نه و؛ځکه د آيت ظاهر راښيي،چې يوه درنه دنده وه،چې له رسالت سره هموزنه وه،چې که اعلان شوې نه واى؛نو رسالت به نه و تر سره شوى؛نو ايا دا خبره بې د پېغمبر له ځايناستۍ بله خبره کېداى شي . په تېره بياچې دا آيت د پېغمبراکرم(ص) د عمر په پاى کې نازل شوى دى او د خلاقت له مسالې سره هم تناسب لري،چې د پېغمبراکرم(ص) د نبوت او رسالت د تداوم مساله وه . پردې سربېره د پېغمبراکرم(ص) له ډېرو اصحابانو؛لکه حضرت زيد بن ارقم،حضرت ابوسعيد خدري،حضرت ابن عباس، حضرت جابربن عبدالله انصاري،حضرت ابوهريره، حضرت حذيفه او له حضرت ابن مسعود( رضى الله عنهم) روايتونه رانقل شوي دي،چې ځينې روايتونو له يوولسو لارو موږ ته د اهل سنتو د مفسرينو، محدثانو، مورخانو او عالمانو رارسېدلي،چې دا آيت د حضرت علي په باب نازل شوى دى.

د "غدير" د پېښې په باب به په راتلونکي کې بحث وکړو؛خو همدلته دا خبره رايادوم،چې دا آيت په روښانه راښيي،چې د اسلام پېغمبر ته دنده ورکړه شوې وه،چې له حجة الوداع نه دراستنيدو پر مهال او د خپل عمر په پاى کې حضرت علي په رسمي توګه خلکو ته خپل ځايناستى ور وپېژني . 

٣-له اولو لامره د لاروۍ آيت :

د نساء سورت په ٥٩ آيت کې وايي :

((يَاأَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَطِيعُوا اللّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ وَأُولِي الْأَمْرِ مِنْكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْ‏ءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنْتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ ذلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً -مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [-د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه وكړئ كه (په ر ښتيا) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) تاسې ته غوره دى،عاقبت او پاى يې هم ډېره ښه ده.)) دلته بې له کوم قيد وشرطه له اولوالامره د لاروۍ حکم د خداى او رسوله د لاروۍ ترڅنګ راغلى دى . ايا له الوالامره موخه د هر وخت اوهر چاپېريال واکمنان دي؟او زموږ د وخت مسلمانان بايد بې له کوم قيد و شرط له خپلو واکمنانو لاروي وکړي ؟ دا خبره له هېڅ منطق سره سمون نه خوري؛ځکه ډېرى واکمنان کږلاري، پرګناه ککړ او ظالمان دي . ايا موخه ترې هغه واکمنان دي،چې حکم يې د اسلام د احکامو پر خلاف نه دي؟چې دا هم د آيت له مطلقوالي سره سمون نه خوري.ايا موخه ترې دپېغمبراکرم اصحاب کرام دي؟ دا احتمال هم د آيت له پراخ مفهوم سره،چې دا آيت د هر وخت لپاره راغلى دى،سمون نه خوري؛نو جوتېږي،چې موخه يې معصوم دى، چې په هر وخت کې شته او لاروي ترې بې قيد و شرطه فرض ده او حکم يې د خداى او رسول د حکم په شان دى . په اسلامي سرچينوکې ډېر حديثونه راغلي دي،چې د "اولوالامر" ټکى يې په حضرت على (ک) او نور معصومو امامانو تطبيق کړى دى . ٤-د ولايت آيت : د مائدې دسورت په ٥٥ آيت کې وايي: ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُوا الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى،د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي،چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

ددې خبرې په پام کې نيولو سره،چې د ((اِنَّمَا)) ټکى په عربي کې د احضار لپاره دى ،قرآن د مسلمانانو ولي داسې کس راپېژندلى دى : ((خداى،پېغمبر،هغوى چې ايمان راوړى اود رکوع په حال کې زکات ورکوي )) . 

شک نشته چې له ((ولايته)) مطلب د مسلمانانو يو له بل سره دوستي نه ده؛ځکه د خلکو يو له بل سره انډيوالي دومره قيد وشرط ته اړتيا نه لري،ټول مسلمانان سره ورونه او ملګري دي، که څه د رکوع په حال کې زکات ور نه کړي؛نو دلته له ((ولايته)) موخه هماغه مادي او معنوي مشري ده،په تېره بيا،چې د خداى او د رسول د ولايت ترڅنګه راغلې ده .

له دې آيته ددې لپاره،چې پکې د يوچا ځانګړنې راغلي دي، يو معلوم شخص ته اشاره ده،چې د رکوع په حال کې يې زکات ورکړى و؛ګنې لزوم نه لري،چې يو څوک د رکوع په حال کې زکات ورکړي. دا آيت هغه مهال د حضرت على (ک) په باب نازل شو،چې هغه پر لمونځ بوخت و او يو بېوزلى د مرستې غوښتو ته جومات ته راننووت؛خو چا ورسره مرسته ونه کړه؛نو حضرت على ( ک) ،چې د رکوع په حال کې و،د خپل لاس پر وړې ګوتې يې خپلې ګوتې ته اشاره وکړه او فقير راغى او ګوتمه يې د حضرت علي له ګوتې راواخسته . 

پېغمبراکرم(ص)،چې پرخپلو سترګو ددې پېښې ليدونکى و،لاسونه يې اسمان ته پورته کړل،و يې ويل: خدايه! ورور مې موسى له تا وغوښتل،چې سينه يې ورپراخه او چارې يې وراسانه کړې،له ژبې يې غوټه لرې کړې او ورور يې هارون وزيرکړې ........ خدايه ! زه محمد ستا پېغمبر يم او تا ټاکلى يم،سينه مې پراخه،چارې مې را اسانه کړې او له کورنۍ مې علي زما وزيرکړې،چې هغه مې ملاټر شي ......))

تر اوسه د پېغمبر اکرم خبرې پاى ته نه وې رسېدلې،چې جبرائيل راغى او پورتنى آيت يې راوړ. 

داهل سنتو ډېر مفسران يوه خوله دي او همداراز د پېغمبراکرم (ص) صحابه وو دا حديث رانقل کړى دى،چې دا آيت د حضرت على په باب راغلى دى . د ولايت په باب آيتونه ډېر دي،چې موږ د بحث د لنډوالي په پار پرهمدې څلورو آيتونوقناعت کوو.


امامت د پېغمبراکرم (ص) په سنتو کې چې کله انسان د اسلامي حديثونوکتابونه،په تېره بيا د اهل سنتو کتابونه ويني؛نو ډېر حديثونه پکې ويني،چې د حضرت علي د امامت مقام او خلافت جوتوي . دا حديثونه،چې ځينې يې سلګونه سندونه لري او ځينې يې لس ګونه سندونه لري او ډېرو مشهورو اسلامي کتابونو هم راخستي لکه : ١-د غدير حديث : ډېری اسلامي تاريخپوهان ليکي،چې د خداى رسول د خپل عمر پر وروستي کال حج ته ولاړ او د راستنېدو پرمهال له يارانو سره د "جحفې " د سيمې د "خم غدير" څلورلارې ته راورسېدل؛نو مخکې له دې،چې په دې څلور لارې کې خلک بېل شي او خپلو سيمو ته ولاړ شي؛نو پېغمبراکرم(ص) د درېدو حکم وکړ او هغوى چې تر کاروانه مخکې تللي ول،راستانه شول او هغوى چې وروسته پاتې ول، ورته په تمه شول؛ هوا ډېرګرمه وه، په دښته کې هم سيورى نه لېدل کېده، مسلمانانو په پېغمبراکرم(ص) پسې لمونځ وکړ، خلکوچې وغوښتل خپلو کېږديو ته ورننوځي؛نو د خداى رسول حکم وکړ: ځان يو نوي الهي حکم ته چمتو کړئ . پېغمبر اکرم (ص) ته د څلور اوښانو له کجاوو منبرجوړ شو او د خداى تر ستاېنې وروسته يې خلکو ته وويل: ډېر ژر به د خداى بلنه قبوله کړم او له تاسې به ولاړشم ،زه مسئول يم، تاسې هم مسئول ياست ، تاسې زما په باب څرنګه شهادت ورکوئ ؟ خلکو په يو غږ وويل: ((موږ ګواهي ورکوو،چې خپل رسالت دې موږ ته راوساوه ،خپل کوښښ دې وکړ، موږ ته دې لارښوونه وکړه ،خداى دې له تاسره ښه وکړي )). پېغمبر اکرم (ص) وويل : ايا تاسې د خداى پر يووالي، زما پرحقانيت او رسالت،د قيامت پر ورځ او د مړيو پر راژوندي کېدو ګواهى ورکوئ ؟ ټولو وويل:هو! ګواهي ورکوو . بيا د خداى رسول وويل : خدايه! ګواه اوسه .......... يوځل بيا يې وويل : خلکو ! زماغږ اورئ ؟ وويل شول : هو! او ورپسې پرټوله دښته چوپتيا واکمنه شوه،چې د باد له زمزمې پرته هېڅ نه اورېدل کېدل،پېغمبر اکرم (ص) وويل : اوس راته ووياست ، دا دوه ګران بيه څيزونه،چې درته پرېږدم،څه به ورسره کوئ ؟ په خلکو کې يو وويل : د خداى رسوله ! کوم دوه ګران بيه څيرونه ؟ د خداى رسول وويل : لومړى يې ((ثقل اکبر)) ، ((د خداى کتاب قرآن )) دى؛لاس ترې وانه خلئ ،چې بې لارې نشئ،زما دويم يادګار زما کورنۍ ده او لطيف او خبير خداى خبر راکړ،چې دوى دواړه به هېڅکله يو له بل بيل نه شي،چې په حوض کوثر کې له ما سره يو ځاى شي ،له دې دوو وړاندې وروسته کېږئ مه،چې هلاک به شئ . ناڅاپه د خداى رسول شاوخوا وکتل ، په يوچا پسې و؛نوهمداچې سترګې يې پر علي ولګېدې،ورټيټ شو، له لاسه يې راونيو او د هغه لاس يې اوچت کړ،چې د دواړو تر تخرګ لاندې سپينتيا ټولو وليده . د پېغمبراکرم(ص) غږ نورهم لوړ شو او ويې ويل په مؤمنيوکې څوک ترې هغوى پرې وړ دى ؟ وويل شول : خداى او رسول يې ښه پوهېږي . پېغمبر اکرم (ص) وويل : خداى زما مولا او لارښود دى . زه د مؤمنانو لارښود اومولا او ترې وړ يم . بيا يې وويل : د چاچې زه مولا او لارښود يم ،علي هم د هغه مولا او لارښود دى . دا خبره يې درې ځل وکړه او د ځينو رواياتو له مخې، څلور ځل يې وکړه او بيا يې سر اسمان ته کړ او و يې ويل: (( خدايه د دوستانو يې دوست او د دښمنانو يې دښمن اوسه،هغوى دې درباندې ګران وي ، چې علي پرې ګران وي،له هغوى سره کينه ولرې،چې له علي سره کينه لري،د ملګرو يې ملګرى شې او هغوى ته شا ورواړې،چې علي ته شا کړي،حق له علي سره کړې او علي له حق سره )) . بيا يې وويل : هغوى چې حاضر وو، نورو ته دې دا خبره ورسوي . خلک لا خپاره شوي نه وو ،چې د وحې امين حضرت جبرائيل راغى او د (( اليوم الملت لکم دينکم واتممت عليکم نعتمى .... (( نن مى ستاسې دين بشپړ کړ او نعمت مى هم درورساوه )) ! آيت يې راوړ .

په دې وخت کې دخداى رسول وويل : الله اکبر! الله اکبر!،چې خداى خپل دين بشپړ کړ او نعمت يې راورساوه . الله اکبر زما له رسالته د خداى پر خوښۍ، الله اکبر ! ترما وروسته د علي پرولايت . پردې مهال ګڼه ګوڼه شوه او خلک ډلې ډلې حضرت علي ته ددې منصب د مبارکۍ لپاره راغلل،چې حضرت ابوبکر او حضرت عمر (رضی الله عنهم) هم راغلل او ورته يې وويل : (( آفرين دې پر تا وي، آفرين دې پر تا وي اى د ابوطالب زويه! زموږ مولا او د ټولو هغو ښځو او سړيو مولا يې،چې ايمان يې راوړى دى ! 

پورتنى حديث اسلامى عالمانو په خپل کتابونو کې په لنډو او اوږدو عبارتونو راوړى دى . دا متواتر حديث دى،چې څوک ترې نشي منکرېداى.

د " الغدير" کتاب ليکوال ((علامه اميني )) په خپل کتاب کې دا حديث له يو سل او لسو اصحابو او له ٣٦٠ مشهورو اسلامى عالمانو او کتابونو رانقل کړى دى.
دا حديث د اهل سنتو په ډېرى تاريخونواو تفسيرونو کې راغلى،ان ځينو اسلامي عالمانو ددې حديث په باب ځانګړي کتابونه کښلي دي. 

ځينو وويل: ددې حديث له سنده انکار نشي کېداى ؛نو ويې ويل، چې دلته له ((مولا)) مراد يوازې "ملګرى" دى؛خو د حديث مضمون ته او داچې په کوم وخت او کوم ځاى کې ويل شوى، را ښيي،چې ددې حديث مانا د علي بن ابيطالب امامت او د امت هر اړخيزه مشري ده . الف : د تبيلغ د آيت تونده لحجه،چې په تېر بحث کې مو راوړه او تر دې پېښې مخکې رانازل شوى و،ګواهي ورکوي ،چې خبره يوازې د يوې معمولې ملګرتيا په باب نه ده ؛ځکه دې خبرې دومره بيړه نه غوښته او دومره ټينګارته يې هم اړتيا نه درلوده. همداسې د ((اکملت لکم دينکم)) آيت،چې تر دې پېښې وروسته رانازل شو، پردې خبره ګواه دى،چې دلته يوازې د خداى د رسول د ځايناستۍ خبره مطرح وه . ( ب ) : په سوځنده دښته کې، له هغه سريزې،اوږدې وينا، له خلکو اقرار اخستل،پر هغه حساس وخت او څلورلارې کې ددې خبرې بل ګواه دى . ( ج) : هغه مبارکي،چې د بېلابېلو شخصيتونو له لوري وويل شوې او هغه شعرونه ،چې وويل شول،ټول پردې ګواهي ورکوي،چې د خداى رسول پرهغه ورځ علي بن ابيطالب خپل ځايناستى کړ.


د منزله او يوم الدار حديثونه ډېرو سترو شيعه او سني عالمانو د "منزله" حديث د اعراف سورت تر (١٤٢) آيت لاندې راوړى دى،چې پکې راغلي : حضرت موسى د(٤٠) شپو لپاره هغه ځاى ته ولاړ،چې له خداى سره يې وعده وه او په خپل نه شتون کې يې هارون خپل ځايناستى کړ . ((وَوَاعَدْنَا مُوسَى‏ ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى‏ لْأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَتَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پرې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته په قوم كې زما ځايناستى اوسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .))

حديث داسې دى : پېغمبراکرم(ص) د تبوک پر لوري حرکت وکړ؛ځکه د خداى رسول ته خبر رارسېدلى و،چې د روم امپراطورۍ پر مکې او مدينې د يرغل لپاره يو ستر لښکر چمتو کړى دى . پېغمبراکرم(ص) هم له يوه لښکر سره تبوک ته روان شو او حضرت علي يې پرېښود . حضرت علي وويل : د خداى رسوله : ما له ماشومانو او ښځو سره پرېږدې؟ 

پېغمبراکرم (ص) وويل : ((خوښ نه يې،چې را ته داسې يې ؛لکه هارون چې موسى ته و ؛خو پر دومره توپير،چې تر ما وروسته پېغمبر نه راځي . )) پورتنى عبارت په صحيح بخاري اوصحيح مسلم کې رانقل شوى،پر دومره توپير،چې په صحيح بخاري کې ټول حديث راغلى او په صحيح مسلم کې يوځل ټول حديث او يو ځل يوازې د "انت من منزلة هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى" جمله په ټوليز ډول ياده شوې ده.

ابوبکر بغدادي د ((بغداد تاريخ )) په کتاب کې له حضرت عمربن خطاب روايت کړى: يو سړى يې وليد،چې حضرت علي ته کنځل کوي، حضرت عمر ورته وويل : فکر کوم منافق يې؛ځکه د خداى له رسوله مې واورېدل،چې ويې ويل : علي ماته داسې دی؛ لکه هارون چې موسى ته و؛خو تر ما وروسته بل پېغمبر نه راځي.  )) 

د پام وړ خبره داده ،چې په معتبرو سرچينو کې د خداى رسول دا خبره يوازې د تبوک جګړې ته د تلو پرمهال ونه کړه ؛بلکې په اوو نورو ځايونوکې يې هم کړې وه،چې د مفهوم پرعموميت يې دليل دى .

په ((يوم الموافات اول مکه )) کې ؛يعنې هغه ورځ،چې په مکه کې يې د خپلو يارانو ترمنځ ورورولي وکړه؛نو حضرت علي يې خپل ورور کړ او همدا جمله يې هلته تکرار کړه . 

په ((يوم الموافات دوم )) کې همدا تړون په مدينه کې د انصارو او مهاجرو ترمنځ وشو او پېغمبراکرم د منزلت حديث يوځل بيا تکرار کړ. پرهغه ورځ،چې د خداى رسول حکم ورکړ،چې د حضرت علي له وره پرته نور ټول هغه ورونه،چې جومات ته ورپرانستل کېږي،وتړي ؛نو د خداى رسول همدا جمله وويله .

د منزلت د حديث منځپانګه

که دا حديث وڅېړل شي ؛نو ګټنه ترې کېږي،چې بې له نبوته هغه ټول مناسبتونه،چې هارون له حضرت موسى سره درلودل،حضرت علي هم له رسول الله سره درلودل؛ځکه په دې حديث کې بل هېڅ ډول قيد او شرط نشته؛نو داسې پايله اخلو : 

١-تر پېغمبر اکرم وروسته حضرت علي د امت افضل و. (؛ځکه هارون داسې مقام درلود) ٢-حضرت علي د پېغمبراکرم وزير او ځانګړى مرستيال و؛ځکه قرآن دا ټول منصبونه حضرت هارون ته جوت کړي دي . ((وَاجْعَل لِي وَزِيراً مِنْ أَهْلِي. هَارُونَ أَخِي . اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي . وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي ((طه/۲۹-٣٢)) او له كورنۍ مې راته يو وزير(مرستيال) وټاكه؛ هارون، چې ز ما ورور دى ملا مې پرې ټينګه كړه او په كاركې يې راسره برخوال كړه)) ٣-حضرت علي د خداى د رسول ځايناسى اوخليفه و او د هغه په شتون کې بل چا حق نه درلود،چې پردې منصب کېني؛لکه د هارون مقام،چې حضرت موسی ته و .

د يوم الدارحديث

پېغمبر اکرم (ص) ته د خداى له لوري دنده ورکړه شوه،چې خپله پټه بلنه ښکاره کړي (( اوانذرعشيرتک الاقربين )) (( خپل نږدې خپلوان دې انذارکړه )) 

پېغمبر اکرم(ص) خپل خپلوان له خپل تره ابوطالب کره مېلمانه کړل او تر مېلمستيا وروسته يې وويل : د عبدالمطلب اولادې ! پر خداى قسم چې په عربو کې داسې څوک نه وينم،چې تر ما به يې د خپل ټبر لپاره ښه څيز راوړي وي،ما درته د دنيا او آخرت خير راوړى او خداى راته حکم کړى،چې تاسې دې دين ته روابلم،په تاسې کې به څوک راسره مرسته وکړئ ،چې خپل ورور،وصي او ځايناستى يې کړم ؟ چا پردې خبره خوښي ونه ښووه،بې له حضرت علي ،چې تر ټولو کوچنى و ، پاڅېد او ويې ويل : د خداى رسوله ! زه به مو په دې لارکې مرسته وکړم . پېغمبراکرم د حضرت علي پر ورمېږ لاس کېښود او ويې ويل : دا په تاسې کې زما ځايناستى،ورور او وصي دى،خبرې ته يې غوږ کېږدئ او حکم يې ومنئ ؛خو هغه بې لارې ټبر نه يوازې و يې نه منله ؛بلکې ملنډې يې هم ووهلې

پورتنى حديث د ((يوم الدار)) پر حديث مشهور دى ؛يعنې ((په کورکې بلنه)) ، چې مطلب يې ښه څرګند دى او د سند له نظره د اهل سنتو سترو عالمانو ؛لکه ابن ابي حديد،ابن ابي حاتم،ابن مردوديه،ابو فهيم، بيهقي،ثعلبي،طبري،ابن اثير،ابو الغداء راخستى دى . 

. د ثقلين حديث او د حضرت نوح بېړۍ

په شيعه او سني عالمانو کې يو مشهور حديث د ثقلين حديث دى . 
دا حديث ډېرو اصحابو له پېغمبر اکرمه نېغ په نېغه بې له کومې واسطې رانقل کړى او ځينې ستر عالمان ددې حديث روايتوونکي تر (٣٠) تنو هم زيات بللي دي : ( سيره حلبي ٣٣ ټوک ، ٣٠٨ مخ ) 

ډېرو مفسرانو،محدثانو او مورخانو دا حديث په خپلو کتابونو کې راوړى،چې څوک يې په تواترکې شک نشي کولاى . سترعالم؛سيد هاشم بحراني دا حديث په خپل کتاب ((غاية الموام )) کې په ( ٣٩ ) سندونو له اهل سنتو او په ٨٠ – سندونوله شيعه و رانقل کړى دى . يو بل عالم ميرحامد حسين هندي دا حديث له اهل سنتو رانقل کړى، په باب يې خپلې څېړنې٦ ټوکيز کتاب کې راټولې کړي دي .

له هغومشهورو کسانو ځنې،چې دا حديث ترې رانقل شوى دا دي : حضرت ابو سعيد خدري، حضرت ابوذرغفاري، حضرت زيد بن ارقم ، حضرت زيد بن ثابت،حضرت ابو رافع ، حضرت جبير بن مطهم ، حضرت حذيفه، حضرت ضمره اسلمي ، حضرت جابر بن عبدالله انصاري (رضی الله عنهم) او حضرت ام سلمه بي بي . 

د حضرت ابوذرغفاري د روايت له مخې، اصلي حديث دا دى : ((حال داچې هغه د کعبې دېوال نيولى و،خلکو ته يې وويل،چې د خداى له رسوله مې اورېدلي : زه په تاسې کې دوه ګران بيه يادګارونه پرېږدم ؛ ((قرآن او کورنۍ مې ))دا دواړه به هېڅکله يو له بله بېل نشي،چې د کوثر د حوض ترغاړې راسره يوځاى شي ؛نو وګورئ او واورئ ،چې څرنګه په هکله يې زما سپارښتنه (په پام کې نيسي او ) رعايتوئ يې؟ ( ينابيع الموده ، ٣٧ مخ،هغه هم له ترمذي راخستى دى)

په ډېرو روايتونو کې د ((ثقلين)) تعبير او په ځينې روايتونو کې د ((خليفتين )) تعبير راغلى،چې مفهوم يې يو له بل سره دومره توپير نه لري . 

د پام وړ خبره خو دا ده،چې پېغمبراکرم(ص) دا روايت په بېلابېلو ځايونو کې خلکو ته ويلى دى . له حضرت جابربن عبدالله انصاري روايت دى،چې د خداى رسول په حج کې د عرفې پر ورځ دا خبره وکړه.

له حضرت عبد بن حنطب روايت دى،چې دا خبره د خداى رسول په "حجفه" ( دمکې اومدينې ترمنځ يوه سيمه ده،چې ځينې حاجيان پکې احرام تړي ) کې وکړه . 
حضرت ام سلمه بي بي وايي : د خداى رسول دا خبره په غديرخم کې وکړه . په ځينو روايتونوکې هم راغلي،چې د خداى رسول دا خبره د عمر په پاى کې د ناروغۍ په بستره کې وکړه . 

په يو حديث کې هم راغلي،چې دا خبره يې په مدينه کې پر منبر وکړه . له مشهور سني عالم ابن حجر نه د ((صواعق المحرقه)) په کتاب کې له پېغمبراکرمه رانقل شوي: پېغمبراکرم(ص) ددې حديث تر ويلو وروسته د حضرت علي لاس اوچت کړ،و يې ويل : دا علي له قرآن سره دى او قرآن له علي سره دى،يو له بله نه بېلېږي،چې د قيامت پر ورځ يې د حوض کوثر تر غاړې ووينم . نو څرګندېږي،چې د خداى رسول د يو اصل په توګه تل پر ثقلينو ټينګار درلود او له هر فرصته يې ددې خبرې د کولو لپاره ګټه اخسته، چې بيخي له ياده ونه وځي.

د ثقلين د حديث د منځپانګې د پام وړ خبرې ١-دا چې قرآن او عترت دوه خليفه ګان يا دوه ګران بيه څيزونه ښوول شوي،په ډاګه کوي،چې مسلمانان بايد له دې دواړو لاس وانه خلي، په تېره بياچې په ځينو روايتونو کې راغلي،چې وايي :(( که دا دوه مو پرېنښوول؛نو بې لارې به نشئ . )) ٢-داچې قرآن د عترت او عترت د قرآن تر څنګ راغلى،پردې څرګند دليل دى؛لکه په قرآن کې چې کوږوالى نشي راتلاى او له هر ډول تېروتنې خوندي دى ؛نو د پېغمبراکرم عترت هم د عصمت مقام لري . ٣-په ځينو روايتونو کې راغلي،چې د خداى رسول ويلي:د قيامت پر ورځ زه د دې دواړو په باب له تاسې پوښتم،چې څرنګه چلن مو ورسره کړى دى . ٤-((عترت او اهل بيت)) ،چې هر څرنګه تفسير شي،حضرت علي يې تر ټولو ځلانده مصداق دى او د ډېرو روايتونو په رڼا کې، هغه هېڅکله له قرآنه بيل نه شو او قرآن هم له هغه . ٥-په ډېرو روايتونو کې راغلي،چې کله د مباهلې آيت رانازل شو؛نو د خداى رسول،حضرت علي ، حضرت فاطمه ، حضرت حسن او حضرت حسين له ځان سره راوړل او و يې ويل : (( دا مې اهل بيت دي )) .

٦-موږ ته په دې دنيا کې د قيامت په هکله مسايل معلوم نه دي؛خو د روايتونو په رڼا کې،((حوض کوثر)) په جنت کې يوه ځانګړې وياله ده،چې د رښتينو مؤمنانو، پېغمبراکرم، اهل بيتو او لارويانو لپاره يې ده ؛نو جوتېږي،چې تر پېغمبر اکرم وروسته د امت مشري د حضرت علي او ورپسې د همدې کورنۍ امامان دي . 

د حضرت نوح د بېړۍ حديث په دې حديث کې حضرت ابوذر وايي،چې د خداى رسول وويل : زما کورنۍ او اهل بيت د نوح د بېړۍ په څېر دي؛چاچې ترې ګټه واخسته؛نو خلاصون به مومي او څوک چې ترې بېل شو،ډوب به شي .

خبر يو،چې په هغه توپان کې يوازې د حضرت نوح بېرۍ د خلکو د خلاصون وسيله وه او له دې حديثه جوتېږي،چې که تر پېغمبراکرم (ص) وروسته په امت کې يې توپانونه راولوتل؛نو د خلاصون لار يې يوازې د پېغمبراکرم(ص) په اهل بيتو پسې تلل دي .

دولس امامان روايتونه :

د حضرت علي د مشرۍ تر جوتېدو وروسته ، د نورو امامانو د مشرۍ خبره رامنځ ته کېږي . 

په دې باب لنډ بحث دا دی : ١-د شيعه اوسني په روايتونو کې تر پېغمبراکرم وروسته د دولس امامانو په باب خبرې شوي،چې دا حديثونه د اهل سنتو په مشهورو کتابونو؛لکه صحيح بخاري، صحيح ترمذي ، صحيح مسلم ، صحيح ابي داوود او د احمد حنبل په مسند کې هم راغلي دي.

د ((منتخب الاثر)) په کتاب کې په دې هکله ٢٧١ حديثونه رانقل شوي ،چې ډېرى يې د اهل سنتو له سرچينو او څه يې له شيعه و راخستل شوي دي. 

په صحيح بخاري کې، چې تر ټولو مشهورکتاب دى،راغلي: حضرت جابر بن سمره وايي : له پېغمبراکرم نه مې واورېدل : تر ما وروسته به دولس اميران راځي،بيا يې يوه جمله وويله ،چې وامې نه ورېده،چې پلار مې راته وويل : هغوى ټول له قريشو دي . په صحيح مسلم کې هم همدا حديث رانقل شوى،چې حضرت ((جابر)) وايي : له پېغمبراکرم نه مې واورېدل : اسلام به تل عزيز وي،چې دولس خليفه ګان اوځايناستي يې وي ،بيا يې يوه خبره وکړه،چې پرې پوه نه شوم او له پلاره مې وپوښتل او راته يې وويل : پېغمبراکرم وويل: هغوى ټول له قريشو دي . د امام احمد په مسند کې له حضرت عبدالله بن مسعود روايت دى ، چې د خلفاوو په باب د خداى له رسوله وپوښتل شو،چې ويې ويل : هغوى دولس تنه دي؛لکه د بني اسرائيلو مشران،چې دولس تنه وو.

د حديث منځپانګه:

دا حديث،چې په ځينو کې يې د اسلام عزت په دولس ګونو امامانو کې ګڼلى او ځينې وايي،چې د قيامت تر ورځې د اسلام ژوند په دې دولس امامانو پورې اړه لري او ټول له قريشو ګڼل شوي او په ځينو روايتونو کې ټول له ((بني هاشمو)) ګڼل شوي، د اهل سنتو عالمان ددې حديث په تفسيرکې په ټپه ولاړ دي ، ايا له دولسو تنو امامانو مطلب څلور ګوني خلفا او اموي او عباسي خلفا دي؟

((شيخ سليمان بن ابراهيم قندوزي حنفي )) د ((ينابيع الموده)) په کتاب کې دا پوښتنه ځوابوي : ځينو څېړونکيو ويلي دي: دا حديث ډېر مشهوردى ،چې تر رسول الله وروسته خلفا دولس تنه دي،چې دا حديث له بېلابېلو لارو روايت شوى؛خو څه چې د وخت په تېرېدو جوتېږي دادي،چې له دې حديثه مراد له اهل بيتو او عترته دولس ځايناستي دي ؛ځکه امکان نه لري،چې دا حديث پر لومړيو څلورو خلفاوو تطبيق شي؛ځکه هغوى تر څلورو تنو زيات نه دي او همداراز پر امويانو هم نه تطبېقېږي ؛ځکه تر دولسو تنو ډېر دي او بې له عمر بن عبدالعزيز ټول ظالمان ول او بله داچې بني هاشم نه ول؛ځکه د خداى رسول ويلي،چې هغوى به له بني هاشمو وي ؛لکه ((عبدالمالک بن عمر ))،چې له ((جابربن سمرة )) روايت کړي او د ټبر د پوښتې په باب دپېغمبراکرم ورو ځواب،د همدې خبرې شاهد دى؛ځکه ځينې د بني هاشمو پرخلافت خوښ نه ول، دغسې دا حديث پر عباسيانو هم د تطبيق وړ نه دى ؛ځکه شمېر يې تر دولس تنو ډېر و او پردې سربيره، د مودت ((قُل لاَ أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْراً إِلَّا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى)) ( شوری / ٢٣) آيت يې عملي نه کړ او د کسا حديث يې هم شا ته واچاوه ! او همدارارز د ينابيع الموده په کتاب کې د ((مناقب)) له کتاب څخه يو بل حديث راغلى،چې د دولس امامانو نومونه او لقبونه راغلي او د حضرت مهدي غيبت او پاڅون ته پکې اشاره شوې ده .

البته په دې باب شيعه و هم ډېر حديثونه راخستي دي . که څوک ومري او د خپل وخت امام ونه پېژني ....بله خبره داچې د اهل سنتو په کتابونو کې له پېغمبراکرم(ص) څخه روايت شوي،چې : که څوک بې له امام درلودو ومري ؛نو د جاهليت پرمرګ به مړشوى وي .  

دا حديث ښيي،چې په هر وخت کې يو معصوم امام شته، چې بايد وپېژندل شي او نه پېژندل يې دومره تاوان لري ،چې انسان د کفر او جاهليت تر پولې هم رسوي . ايا له دې حديثه مراد هغه واکمنان دي،چې واکمني يې کوله ؛لکه چنګيز،هارون او ...............؟ شک نشته چې ددې پوښتنې ځواب منفي دى؛ځکه دا واکمنان سم خلک نه ول؛نو که له دوى لاروي وشي ؛نو ځاى به مو نېغ په دوزخ کې وي؛نو ځکه په هر وخت کې يو معصوم امام شته،چې بايد وپېژندل شي او مشري يې وپېژندل شي .

دولسم امام؛حضرت امام مهدي د شپې تياره به لنډه شي ! اوسنۍ اوضاع ته چې ګورو ظلمونه، جنايتونه، وژنې، جګړې،وينې تويېدنې، نړيوال اړپېچونه،او اخلاقي فسادونه ورځ تر ورځې زياتېږي ؛نو انسان له ځانه پوښتي: ايا دا وضع به همداسې دوام مومي او ددې جنګونو،اړپېچونو او فسادونو لمن به دومره پراخه شي،چې بشري ټولنه به په يوې دايمي جګړې بوخته شي او له منځه به ولاړه شي ؟ که نه د خلاصون او سمونې لپاره هم هيله شته ؟ دې مهمې پوښتنې ته دوه ځوابونه شته : لومړى ځواب،چې له بدبينانو او ماده پالو له لوري مطرحېږي دادى،چې د نړۍ راتلونکې تياره ده او په هر وخت کې د هر خطراحتمال شته؛خوهغوى چې د اسماني اديانو پر بنسټونو ګروهه لري،په تېره بيا مسلمانان او په مسلمانانو کې شيعيان،دې پوښتنې ته يوبل ځواب لري او وايې : د شپې دا تياره پاى ته رسېدونکى ده او د توحيد او هيلې سهار راتلونکى دى . نړۍ د يو مصلح په تمه ده،چې په يو پاڅون به دنيا له حق او عدالته ډکه کړي .

خطر او د ستر مصلح راتګ

باطني الهامات،چې کله يې قضاوت ترعقله هم قوي وي،نه يوازې د خداى پېژندنې په مساله کې؛بلکې په ټولو اعتقادي مسلو کې زموږ لارښودېدای شي،چې په دې مساله کې هم زموږ لارښود دى او نښې يې دا دي : 

١-د ټولو له نړيوال عدالت سره مينه ده ؛ځکه د نړۍ ټول خلک له دې ټولو اړپېچونه سره،چې په خپل منځ کې يې لري، له سولې او عدالت سره مينه لري ، موږ ټول چغې وهو او په دې لار کې کوښښ کوو،چې په دنيا کې سوله او عدالت راشي . د بشر مصلح لپاره ددې مسالې له فطري والي بل قوي دليل نه پېدا کېږي ؛ځکه يوه غوښتنه، چې په هر ځاى کې عمومي شي؛نو فطري والى يې راښيي . .

د هرې فطري مينې سرچينه په بهرنۍ معشوقې او د هغې په جاذبه او راښکوونې کې ده . 

دا به څرنګه امکان ولري،چې خداى په انسان کې دا تنده پېدا کړې وي؛خو په بهر کې يې ورته داسې چينه نه وي جوړه کړې،چې تنده پرې ماته کړي . ځکه وايو،چې د انسان عدالت غواړى فطرت چغې وهي،چې بالاخره پرنړۍ به عدالت واکمن شي او د ظلم او تېري ټغر به ټول شي او بشريت به په يو هېواد کې تر يو بېرغ لاندې يو له بل سره تفاهمي ژوند وکړي. دويم : ټول اديان او مذاهب يو نړيوال مصلح ته په تمه دي،چې تقريباً په ټولو مذهبونو کې په دې باب اوږده بحثونه شته او د يو ژغورندويه پر راښکارېدو ايمان لري،چې راځي به او د بشريت پر ټپونو به ملهم ږدي. دا ګروهه نه يوازې په مسلمانانوکې؛بلکې اسناد راښيي،چې دا يو عمومي او له پخوا راروانه عقيده ده،چې په لويديځ او ختيځ کې پرې ټول ګروهمن ول؛خو داچې اسلام ترټولو بشپړ دين دى،پردې خبره تر ټولو ډېر ټينګار لري.

د ((زرتشتيانو)) په مشهور کتاب ((زند)) کې د ايزدان او اهريمنانو د همېشنۍ مبارزې په باب وايي :
(( ستر برى د ايزدانو دى او اهريمنان به له منځه يوسي )).......... ((نړۍ به خپلې اصلي نيکمرغۍ ته ورسي او نيکمرغۍ به پرتخت کېني ! )) 
د (( جاماسب نامه )) په کتاب کې له ((زرشت)) څخه نقل شوي دي : ((پرځمکه به انسان راشي،چې د ستر سرخاوند،ستر بدن او غټې پښې به لري او د خپل نيکه پر دين به وي اوځمکه به له عدالته ډکه کړي)). 

د((هندوانو)) په کتاب ((روشن جوک)) کې راغلي : ((آخر به دنيا د يو داسې انسان لاس ته ورپرېوځي،چې پرخداى ګران دى او د خداى نزدې بنده دى )) . د هندوانو په بل کتاب ((باسک)) کې راغلي : په اخره زمانه کې به يو عادل پاچا راشي،هغه د پېريانو او انسانانو مشر دى،په رښتيا چې حق به ورسره وي او ټول هغه به لاس ته راوړي،چې په غرونو ،ځمکې او سمندرونو کې پټ وي او څه چې په ځمکو او اسمانو کې دي، ترې خبر دى او تر هغه به بل ستر دنيا ته څوک رانشي ! ))

د داود په (( مزامير)) کتاب کې ، چې دپخوا زمانې کتاب دى (تورات او ملحقات يې ) راغلي دي : د اشرارو لاس به لنډ شي ؛خو پرخداى توکل کوونکي به د ځمکې وارثان شي )). د هماغه کتاب په هماغه فصل کې راغلي دي : (( صديقان به د ځمکې وارثان شي او پکې مېشت به شي )) . دې خبرو ته ورته د تورات په (( اشيعاى نبي )) او دانجيل د ((متى )) په (٢٤) فصل کې هم راغلي دي : لکه څرنګه چې رڼا له ختيځه راخېژي او تر لويديځ پورې ښکاري ؛نو د انسان زوى به هم داسې شي .....)) 

د(( لوقا)) انجيل په دولسم فصل کې راغلي : ملا مو تړلې او څراغونه مو بل وساتئ او د هغوى په څېر شئ ،چې د خپل بادار د راتګ په تمه وي؛نو چې هر وخت راغى او ور يې وواهه،بې ځنډه ورته ورخلاص کړئ ))! د(( علايم الظهور)) په کتاب کې راغلي دى : د چينيانو په پخوانيو کتابونو کې، د هندوانو په عقيدو کې ،د اسکندناوي په مرشتو خلکو کې او د مصر په پخوانيو خلکو کې او د مکزيک په اوسېدونکيو کې د يو نړېوال مصلح پر راتلو عقيده موجوده ده )) .

عقلي دلايل :

الف -د خلقت نظام راښيي،چې بالاخره بايد بشري نړۍ د عدالت قانون ته پرګونډو شي او د مصلح عادلانه او پايدار نظام ته تسليم شي. 

د هستۍ نظام ترهغه چې خبر يو، د نظامونو يوه ټولګه ده ،چې پرنړۍ د منظمو قوانينو واکمني ددې نظام پر يوالي دليل دى. د نظم،قانون،برنامې او حساب مساله ددې نړۍ ترټولو بنسټيزه او جدي مساله شمېرل کېږي . له سترومنظومو نيولې تريوه اتوم پورې،ټول د يو دقيق نظام تابع دي . زموږ د بدن بېلابېل غړي،له يوې حجرې نيولې تر سترو غړيو پورې داسې نظم لري،چې د ځينو پوهانو د وينا له مخې،د يوساعت په څېر ډېر دقيق کارکوي،چې کامپيوتر يې په پرتله هېڅ هم نه دى . ايا په داسې نړۍ کې،چې انسان د ((کل )) يو ((جز)) يې دى،کړاى شي د يوې بېلې ټوټې په څېر په جګرې،ظلم او ګډوډۍ کې ژوند وکړي ؟! ايا بې عدالتي،اخلاقي فسادونه او ټولنيز فسادونه،چې يو ډول بې نظمي ده،تل کړاى شي پربشري ټولنه واکمني وکړي ؟! پايله داچې د خلقت نظام مو پام دې خبرې ته وراړوي،چې بالاخره انساني ټولنه به نظم او عدالت ته پر ګونډو شي او د خلقت اصلي بهيرته به ورستنه شي! ب : د ټولنو د پرمختګ يو بل دليل د نړۍ پر روښانه راتلونکې کې دى؛ ځکه موږ هېڅکله له دې حقيقت انکار نه شو کړاى،چې بشري ټولنې له هغې ورځې ،چې ځان پېژندلى،کله هم په يو پړاو کې نه ده درېدلې او تل د پرمختګ پرحال وه.

په مادي اړخونو کې، د هستوګنې له نظره،جامه،خواړه،د لېږد وسايل،د توليد وسايل؛يوه ورځ په ډېر لومړني بڼه ول؛خو نن داسې ځاى ته رسېدلي،چې عقلونه ورته حيرانېږي او ښکاره ده،چې پرمختګ به همداسې دوام مومي . 

د علمونو او فرهنګى اړخه هم تل د پرمختګ په حال کې دي او هره ورځ يو نوى څيز کشفوي،چې د بشپړتيا او پرمختګ په دې قانون کې معنوي،اخلاقي او ټولنيز پرمختګونه هم شاملېږي او انسانيت د يو عادلانه پايدارې سولې اوعدالت او معنوي او اخلاقي فضايلو پر لوري پرمخ بوځي او که نن ګورو،چې هره ورځ بدۍ ورځ پرورځ زياتېږي ،چې دا پخپله هم د يو بشپړيز انقلاب لپاره په ورو ورو لار هوارېدل دي. هېڅکله مې خبره دا نه ده،چې خلک دې فساد ته وهڅول شي؛خو وايم چې که له حده واوخوته؛نو غبرګون به يې د يو اخلاقي انقلاب په بڼه وي ؛نو انسانان چې د خپلو ګناهونو په ناوړو عواقبو کې راګېر شول او سر يې پرتيږه ولګېد او پوزې ته راورسېدل ؛نو د الهي مشر له اړخه به دداسې اصولو منلو ته چمتو شي .


قرآن کريم او د امام مهدي راتګ

په دې اسماني کتاب کې ددې نړيوال مصلح د راتګ په باب ډېر آيتونه راغلي،چې موږ يې پر يوه قناعت کوو: 

((وَعَدَ اللَّهُ الَّذِينَ آمَنُوا مِنكُمْ وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ لَيَسْتَخْلِفَنَّهُمْ فِي الْأَرْضِ كَمَا اسْتَخْلَفَ الَّذِينَ مِن قَبْلِهِمْ وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى‏ لَهُمْ وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً وَمَن كَفَرَ بَعْدَ ذلِكَ فَأُولئِكَ هُمُ الْفَاسِقُونَ( نور/٥٥)- خداى له تاسې له هغو كسانو سره،چې ايمان يې راوړى او ښه كارونه يې كړي،وعده كړې،چې هرومرو به يې پر ځمكه واكمن كړي؛لكه چې تر هغوى مخكېنيو ته يې د ځمكې خلافت وركړى و او خپل دين به يې ورته چې خداى غوره كړى، د هغوى د ګټې لپاره پر پښو (پر ټينګو بنسټونو) ودروي او د وېرې حالت به يې پر ډاډ واړوي (داسې) چې يوازې ما لمانځي او له ما سره به هېڅ شريك نه كړي او څوك چې تردې وروسته كافر شي؛ نو همدوى فاسقان دي .)) دا آيت راښيي،چې بالاخره به د ځمکې واکمني د ظالمانو له لاسه لنډه شي او صالح مؤمنان به پرې واکمن شي . د همدې آيت په دوام کې پردې سربېره،درې نورې وعدې هم ورکول شوي ؛په زړونو کې د((الله )) د حکومت معنوي نفوذ .( وَلَيُمَكِّنَنَّ لَهُمْ دِينَهُمُ الَّذِي ارْتَضَى‏ لَهُمْ) هر ډول نا امني به پرامنيت واوړي (وَلَيُبَدِّلَنَّهُم مِّن بَعْدِ خَوْفِهِمْ أَمْناً) له ځمکې د شرک د جرړو رانړېدل (يَعْبُدُونَنِي لاَ يُشْرِكُونَ بِي شَيْئاً). امام علي بن الحسين د پورتني آيت په تفسير کې وويل :(( پرخداى قسم،چې دا ډله زموږ له لارويانو ده او خداى به زموږ د کورنۍ په يوه سړىيدا خبره پلي کړي او هغه ددې امت مهدي دى )) .

امام مهدي په احاديثو کې

په دې باب د شيعه او سني په سرچينو کې ډېر روايتونه راغلي،چې د ((تواتر)) له بريده وتي دي او په دې باب حديثونه،چې هغه دولسم امام او د پېغمبر ځايناستى او د امام حسين نهم اولاد او د امام حسن عسکري زوى دى. د شيعه وو په سرچينو کې هم متواتر دي، د اهل سنتو په سرچينو کې ددې حديث د تواتر په هکله دومره بس دى،چې د اهل سنتو عالمانو په خپل کتابونو کې دا خبره سپېنه کړې ده،تردې چې د ((رابطة العالم اسلامى )) په رساله کې،چې دحجاز يو ستر ديني مرکز دى راغلي: هغه له دولس ګونو راشده خلفاوو وروستى خليفه دى،چې پېغمبر اکرم(ص) په صحيحو روايتونو کې په باب يې خبر راکړى او د مهدي حديث د پېغمبراکرم(ص) له ډېرو اصحابو هم رانقل شوى دى او وروسته تردې،چې د٢٠ تنو روايتوونکيو اصحابو نومونه راوړي،وايي : چې بې له دوى نورو هم دا حديث رانقل کړی،ځينې د اهل سنتو عالمانو د مهدي په باب ځانګړې کتابونه ليکلي؛لکه ابو فهيم اجهاني،ابن حجرهيثمي، شوکاني، ادريس معزبي او ابو لعباس ابن عبدالمؤمن ،بيا زياتوي :
يو لړ پخواني او اوسني سني عالمان د مهدي د حديث پر((متواتر)) والي ټينګار کوي او بيا د همدې عالمانو د نوم او وينا تر راوړو وروسته خپل عبارت ته داسې دپاى ټکى ږدي : يوه ډله حفاظ او محدثين په ډاګه دا خبره کوي،چې د مهدي حديثونه هم صحيح دي اوهم حسن،چې دواړو ټولګه بيخې متواتره ده او د مهدي په راتګ ګروهه لازمه ده او دا د اهل سنت او جماعت غوڅه ګروهه ده او بې له ناپوهو او بدعتګرو ټول پرې ګروهمن دي .))  

امام مهدي د شيعه ووپه منابعوکې تر همدې حده پورې بسيا ده،چې پوه شو په دې باب تر سلو زياتو راويانو له پېغمبراکرم او معصومو امامانو رانقل کړي دي،چې د تواتر له پولې هم اوختي دي او شيعه دا مسئله د خپل مذهب له ضروتونو ګڼي،چې داسې څوک به پکې پېدا نه کړې،چې د امام مهدي پر راتګ به ايمان نه لري او ترې به خبرنه وي. له پخوا نه د شيعه وو سترو عالمانوپه دې باب کتابونه ليکلي دي او په دې باب يې حديثونه راغونډ کړي دي. موږ دبېلګې لپاره يو څو حديثونه راوړي دي،که مينوال غواړي ؛نو د نورې مطالعې لپاره دې کتابونو ته مراجعه وکړي : (( مهدى انقلاب بزرګ )) ، (( نويد امن وامان )) او ((المهدى )) د کتاب ژباړه . د خداى رسول وويل : که د ځمکې د عمر يوه ورځ پاتې وي ؛نو خداى به يې دومره اوږده کړي،چې زما له کورنۍ يو معبوث کړي،چې ځمکه لکه څنګه چې له ظلمه ډکه شوې وي، بېرته له عدله ډکه کړي . د امام صادق وينا ده : چې قايم آل محمد راشي ؛نو د حکومت بنسټ به يې عدالت وي،د هغه پر مهال به د ظلم جرړې راونړېږي، د وجود له برکته به يې په هرځاى کې امن وي،ځمکه يې له برکته خپل برکتونه راباسي اوحق به حقدار ته ورسي او د حضرت داوود او حضرت محمد (ص) په څېر به په خلکو کې قضاوت کوي؛په دې وخت کې به ځمکه خپلې زېرمې رابرسېره کړي او خپل برکتونه به رابربنډ کړي اوڅوک به د صدقې او انفاق لپاره مستحق پاتې نشي؛ځکه ټول مؤمنان به غني او بې نيازه شي . پوهېږو،چې د امام مهدي په غيبت کې د امامت او ولايت ليکي ته تداوم ورکونکي يې "عام نواب" ؛يعنې علماء اوفقهاء دي .   مرحوم آيت الله العظمى سيدعبدالله شيرازي په خپل کتاب "امامت "کې وايي : د واقعياتو څېړنه او بيا پېژندنه په ټولو څېزونو کې موخې ته د ورسېدو او د بريا آريز شرط، آګاهي او پېژندنه و. پېژندنه انسان په پټو سترګو له تګه، بې لارويو او ښوييدو ژغوري، سمه لار ورښيي او په ټينګو ګامونو يې موخې ته رسوي. د پېژندنې مساله، لکه د هغې بلې ډيوې ده چې يو تن په تپه تياره او کنډو کپر بيديا کې روان وي او ناوونه، درې، غرونه، لوړې ژورې، اغزي، ډنډونه او څاګانې يې په لار کې وي؛خو که دا ډيوه ورسره نه وي؛نو خپل مطلب ته نشي رسېدلاى. بشريت په تېره بيا مسلمانانو له ناپوهۍ خوار ګوذارونه خوړلي او همدا اوس يې هم خوري،څومره ډېر انسانان شته چې د ناپوهۍ له امله په ګروهیزې-عقيدتي بې لارۍ کې پراته دي او کړنې يې انحرافي او پایله يې بدمرغي ده. د ناپوهۍ له امله ډېر انسانان د ښکيلاک، استبداد، زبېښاک په جالونو کې راګېر دي او په دې لار کې څومره عالي انساني امتيازات له لاسه وتلي دي. هر څوک پېژنه په يو ډول مانا کوي؛خو هر اړخېزه مانا يې دا ده چې: واقعيتونه لکه چې څنګه دي،ويې پېژنو او دا پېژنه ډېرى په مطالعې، څېړنې، ژوند،فکر کولو،عمل، تجربې او اخلاص ترلاسه کېږي.له خدايه د پېغمبر غوښتنه، د قرآن په انسان ساز کتاب کې د پوهې او ليد راکړه ښوول شوې ده : وَقُل رَّبِّ زِدْنِي عِلْمًا(طه/۱۱۴) = (( پالونكيه ! پوهه مې زياته كړې)) او په سنتو کې، دا دعا راغلې: "اللهم ارنا الحقايق کما هي؛ خدايه! حقايق لکه چې څنګه دي هماغسې يې راوښيې ". کوم ملت، چې له سياسي، فرهنګي، اقتصادي، اخلاقي او نورو اړخونو له کبله يې خپل ژوند پېژندلى نه دى؛نو په اسانۍ د ښکيلاک او زبېښاک ښکار شوي او د ضد بشري ښوونځيو په لومو کې دي. امام باقر د کمال پوره درجه (چې د پيدايښت موخه ده) داسې بيانوي: "اکمال کل الکمال، التفقه فى الدين، و الصبر على النائبة و تقدير المعيشته". پوره کمال پر ورېيو ستنو ولاړ دى، چې لومړۍ ستنه يې "دين پېژندنه" ده. د امام صادق (رح) وېنا ده: که قاضي بې له پېژندنې په حق يا باطل قضاوت- ورمندون وکړي؛ نو دوزخي دى . رسول اکرم (ص) وويل: هر څيز يو بنسټ او بيخ بنا لري او د اسلام بيخ بنا پېژندنه ده،شيطان ته يو باخبره عالم تر زرګونو عابدانو خورا خطرناک دى .

ولې موږ سيد جمال الدين افغاني ډېر ستايوو؛ځکه په مسايلو کې يې پېژندګلوي درلوده او عملاً د پېژندنې له مخې د واقعيتونو په لټه کې و، د شمعې په څېر سوځېده،چې خپل چاپېريال رڼا کړي. 

مصري شېخ محمد عبده په يوه ليک کې سيد جمال الدين افغاني ته ليکي: "ستا له لارې موږ خپل ځانونه وپېژندل او ته مو هم وپېژندې او ګرده نړۍ مو وپېژنده". پام مو وي،چې څوک لوستي وي او پوهه لري؛نو دا يې دليل نشي کېداى،چې د ليد او پېژندنه څښتن به وي، موږ په خپله ټولنه کې لوستي لرو؛خو ځينو چارو (لکه لويديځ پالۍ،دروغجن غرور،ملي او ګوندي تعصبونه او استعماري فرهنګ او....) له سمې پېژندنې او ليده بې لارې کړي دي. سمه پېژندنه؛ يعنې پرانستى فکر او انسان هله د پرانستي فکر خاوند کېږي، چې د ودې له لاملونو (لکه مطالعې، حقيقت ليدنې، د چاپېريال له انګړه د فکر الوت، له جاهلي دودونو شا ګرځول او له ازاد اندنې) برخمن وي او د فکري رکود له عواملو (لکه استعماري فرهنګ، بې ځايه تقليد، پټونې، سانسور، بې ځايه مذهبي، ملي، ګوندي تعصبونو او په دروغو تېر استليو) لرې وي. ٢- د مشرۍ ونډه او پېژندل يې د دې ليکنې چورليزه ويينه،د امت د امام او امامت سمه پېژندنه ده،چې د حق امامان د باطلو له امامانو سره علمي او عملي پرتله شوي،چې پرتله کول د پېژندنې يو لار ده، دغسې دا پېژندنه مو د نبي کريم د دې حديث له مخې ده : "چې څوک ومري؛ خو د خپلې زمانې امام يې نه وي پېژندلاى؛نو مړينه به يې د جاهليت مړينه وي" يعنې د جاهليت د زمانې د خلکو په څېر به بې معرفته او بې دينه له نړۍ تللى وي او پر تندي به يې د جاهليت تور داغ لګېدلى وي. له دې حديثه دوه مطلبه په لاس راځي: 1) په هرې زمانې کې ټولنې ته د مشر اړتيا او لزوم. 2) د رښتينو مشرانو پېژندنه. پايله دا چې که په ټولنه کې مشر نه وي او يا حق امام له باطل امامه ونه پېژنو؛ نو ژوند مو د جاهلي ژوند په څېر پاى ته رسي، چې د دنيا او آخرت له ننګ سره به يو رنګ وي. پردې حديث د پوهېدو لپاره، اړین دي،چې د مشرتوب په اړه، د امام شرايط او د امام د ونډې په باب يوه لنډه څېړنه وکړو. امامت او مشرتوب بشر ته يو خورا ستر منصب دى او له همدې امله مسووليت يې هم دروند دى، چې له ډېرو وړتياوو او عملي ثبوتونو وروسته ترلاسه کېږي. امام صادق (رح) وويل: ابراهيم عليه السلام تر بنده ګۍ، نبوت، رسالت او دوستۍ (خليل) وروسته امامت ته ورسېد. او د بقرې سورت د ١٢٤ آيت له مخې د امامت مقام يوه الهي ژمنه ده او په انسان کې د يو لړ وړتياوو تر رابرسېره کېدو وروسته ورکول کېږي او بېخي (په پراخې مانا) ظالم ته نه ورکول کېږي او د خداى له لوري ورپېرزو کېږي،چې په ګردو ظواهرو او باطنو باخبر دى؛نو امامت له الهي ځانګړو لورونو ځنې دى،چې ځانګړو وګړيو ته ورکول کېږي او زموږ له نظره امامت يا په بله وينا د امام ونډه دا ده چې: امامت د ديني برنامو عملي کول دي،که په پراخه مانا حکومتي برنامه او د الهي حدودو پلي کول وي او هم په ظاهر او باطن کې د خلکو پالنه او تهذيبول دي. نو ځکه زموږ په ليد کې حق امام، د خداى له لوري نصب شوى دى او تر وسې وسې په ټولو اړخونو کې د اسلام د برنامو عملي کوونکى دى. ومو ويل: انسان تر وړتياوو وروسته دې مقام ته رسي، چې د "معصوم او "عالم په کلېمو، حق امام له باطل امام څخه جلا کولاى شو. پايله دا چې: د پورته ليکنې له مخې او هم د "من مات ولم...حديث ته په پاملرنې موږ هله انساني او اسلامي آرماني ژوند ته رسېداى شو او د جاهليت له تپو تيارو راوتاى شو،چې د امامت د سمې مانا تر پوهېدو وروسته، خپل حق امام (معصوم او عالم) وپېژنو او ورپسې ولاړ شو.

من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهليه چې څوک ومري او د خپلې زمانې امام يې پېژندلى نه وي؛ نو په جاهلي مړينه مړ شوى دى.


د ځانګړي امام وړتيا او شرايط عقل، وجدان او انصاف راښيي،چې په هره زمانه کې د امام او مشر شتون ته اړتيا ده،چۍ د امت توکیزې- مادي او مانیزې- معنوي چارې په بېلا بېلو سياسي،اقتصادي، احکامو، ديات او..... رهبري کړي او همدغسې په داسې يوه علمي کچه کې وي،چې په ویینو او څېړنو کې پر نورو اديانو د اسلام غوراوى او حقانيت اثبات کړي او هر ډول بې بنسټه مرامونه د سول- منطق او دليل له مخې رد کړي. د مشرتوب په مساله کې، بايد لټه وکړو، چې تر رسول اکرم وروسته څوک د مشرۍ وړ و؟ چې د پلټنې په ترڅ کې، وينو چې يوازې حضرت علي (ع) دې مقام ته مناسب و؛ځکه له علمي پلوه په ټولو اصحابو کې پوه و،چې په اړه يې رسول اکرم وايي: "انا مدنية العلم و على بابها، فمن اراد الحکمة والعلم فليا تهامن با بها؛ زه د علم ښار يم او علي يې ور دى؛نو څوک چې حکمت او علم غواړي له وره دې يې راننوځي ". "علي اقضاکم؛ علي په تاسې کې تر ټولو ښه قضاوت کوي " پخپله حضرت علي (ع) وايي: "سلوني قبل ان تفقدونى فانى اعرف بطرق السمامن طرق الارض؛ مخکې تر دې چې له تاسې ولاړ شم،ومې پوښتئ؛ځکه زه د ځمکې تر لارو د اسمانونو لارې ښې پېژنم " او دويم خليفه (رض) يې په اړه وايي: "لولا علي لهلک عمر؛ که علي نه واى،عمر هلاکېده " "لا ابقانى الله لمغضلة پس فيها ابوالحسن؛ خداى مې دې پر هغه ستونزه کې نه راګېروي، چۍ ابوالحسن هلته نه وي " همدغسې علي تر ټولو اصحابو مېړنۍ او په نسب او سبب کې تر ګردو، رسول اکرم (ص) ته نژدې و . او بې د عمر له اړخه، په نورو ټولو اړخونو کې علي د مشرۍ جوګه و او عمر د امامت، سياسي او ديني مشرۍ په مساله کې څه دخالت نه لري او دليل مو دا دى،چۍ نبي کريم (ص) د تبوک په جګړه کې اسامه بن زيد (رض) د هغه لښکر قومندان او امير کړ،چۍ مشران اصحاب پکې وو. تر دې مهم خو د پېغمبرۍ مقام دى،چې خداى پاک په وړکتوب کې ځينو پېغمبرانو لکه حضرت عيسى (ع) او حضرت يحيى (ع) ته ور ډالۍ کړ . پايله دا چې پر نقلي دلايلو سربېره، عقل راته وايي، چې بايد د امت امام،علي وي او د مشرۍ جامې يوازې د همدې پر تن سمې دي،نو ځکه خليل بن احمد وايي: "ټول خلک علي ته اړ دي او علي تر ټولو خلکو مړه خوا دى؛نو د همدې دليل له مخې د ټولو امام دى . "

د امت اجماع که فرضاً دا حديث سم وي،چې له رسول اکرم يې روايت کړى چې: "لاتجتمع امتى على الخطا؛ امت مې پر ناسم چار نه يو خوله کېږي "

خو دغسې اجماع او يوه خوله کېدل بې د علي له امامته بل چا لکه حضرت ابوبکر (رض) ته را د بره شوې نه ده؛ځکه د هاشم کورنۍ چې پخپله علي هم پکې و، د نورو مسلمانانو په خوښه او موافقت د حضرت ابوبکر (رض) په ټاکنه کې ګډون نه درلود.  

او همداراز يو شمېر سترو اصحابو ورسره له بيعته ډډه وکړه. خو له حضرت ابوبکر (رض) سره تدريجي بيعت وشو او يا دا چې د تورې په زور. د اسلام د دښمنانو پر ضد د يووالي لپاره دا چار ترسره شو (دې ته په پامنيوي، چې يو شمېر اصحاب بې له دې،چې بيعت وکړي له نړۍ ولاړل) چې دا چارې د امت د اجماع دليل کېداى نشي؛ځکه اجماع (که څه هم د مسلمانانو مشران او مخورين وي) بايد په يو وخت کې ترسره شي او که تدريجي اجماع کافي وي؛ نو د اجماع تر اثبات وړاندې چې کوم کسان مړه شوي وي؛نو بې امامه به مړه وي،چې دا خو يې د جاهليت مړينه ده، حال دا چې د مسلمانانو په اتفاق دا خبره سمه نه ده. دا ټول مسايل له عقلي پلوه وڅېړل شو.

د "امام نه پېژندنې" حديث څېړنه له نقلي پلوه څېړنه: دا حديث په ديني او د شيعه په کتابونو کې راغلى چې رسول اکرم ويلي: "من مات ولم يعرف امام زمانه ميتة جاهلية، چې څوک ومري؛خو د خپلې زمانې امام يې نه وي پېژندلاى؛نو د جاهليت د زمانې په مړينه مړ شوى دى". دا دى وايو: که، تر رسول اکرم (ص) وروسته حضرت علي (ع) د امت امام نه وي، پايله دا کېږي،چې حضرت زهرا (رض) به دوزخۍ وي؛ځکه د خپلې زمانې امام يې نه دی پېژندلاى،تر دې چې د حضرت ابوبکر (رض) امامت يې و نه مانه؛بلکې په ډاګه يې رد کړ او اديان او تاريخ يوه خوله دي،چې په داسې حال کې له نړۍ ولاړه،چې پر حضرت ابوبکر (رض) غوسه و لکه چې په صحيح بخاري او د دينوري په "الامامة الياسته" کتاب کې راغلي دي . ايا دا سمه ده،چې ووايو فاطمة الزهرا له دې امله دوزخۍ شوې چې د خپلې زمانې امام يې نه دی پېژندلاى؟ سره له دې چې د ديني او شيعه رواياتو له مخې فاطمة الزهرا د قيامت پر ورځ د خلکو شفاعت کوي . او همداراز هغه کسان به هم دوزخيان وي،چې له حضرت ابوبکر (رض) سره د بيعت له پوره کېدو مخکې مړه شوي وي؛خو مسلماً دا خبره سمه نه ده؛نو پر دې حديث د حضرت ابوبکر (رض) خلافت ته مخ نشو ورکولاى؛نو دا چې د حضرت ابوبکر (رض) په زمانه کې د علي (ک) امامت جوت شو؛نو د حضرت عمر (رض) په زمانه کې هم ثابت دى،ځکه په دې وخت کې هم د علي د امامت پر خلع کوم دليل نه لرو او يو مسلمان هم نه دي ويلي،چې علي د حضرت عمر (رض) پر مهال له هغه امامته جلا شوى،چې تر رسول اکرم وروسته ورته ثابت شوى و. دا د حديث يوه لنډ شانته څېړنه و،سره له دې چې د علي (ک) د امامت په اړه ډېر دلايل لرو. ايا د دويم خليفه سوبې يې د غوراوي لامل دي؟ کله ويل کېږي: دويم خليفه د اسلام د عزتمنېدو لامل شوى، ښارونه او هېوادونه يې سوبه کړي،کافران او مشرکان يې اسلام ته راکاږلي،چې نور دا امتيازات نه لري. ځواب يې دا دى چې: لومړى: د فتوحاتو يې منکر نه يو؛خو دا موضوع يې د امامت دليل کېداى نه شي؛ځکه په لرغوني تاريخ کې د ايران،روم او د مصر د فرعونانو نومونه راغلي،چې د ښارونو تر فتحې وروسته يې هغه دين دوداوه،چې عقيده يې پرې درلوده،چې دې چار سياسي عقيدتي علت درلود،لکه چې د لرغوني ايران ځينو پاچايانو زرتشت او مجوس دين خپراوه. دويم: د مسلمانانو زياتوالى هغه مهال د دين خدمت او اسلام ته وياړنه ده، چې د نبي کريم په ليکه کې وي او پر رښتوني اسلام يې منګولې لګولې وي، که پر عکس يې وي، نو د اسلام د وياړ او عزت لامل نه وي. لکه هغو مسلمانانو چې د رسول اکرم بيعت اکبر (امام حسن) مسموم يا يې امام حسين شهيد کړ ، سره له دې چې دواړه د جنتي ځوانانو ښاغلي وو يا د پېغمبر لوڼې بنديانوي، پر وړاندې یې د کربلا د شهيدانو سرونه د خلکو په مخ کې تېروي او ښار په ښار يې ګرځوي نور يا دغسې ويلاى شو،چې د مسلمانانو زياتوالى د اسلام وياړنه ده؟! له همدې کسبه په دې ښارونو او کورونو کې ځينو مسيحيانو د دې مسلمان ډولو دا کړنې رد کړې او له واقعي اسلام سره يو ځاى شول (لکه د يزيد په غونډه کې چې يو تن مسيحي مسلمان شو او....) اوس نو تر دې سرېزې وروسته وايو: ايا دا اسلام ته وياړ دى،چې معاويه بن ابوسفيان دې والي مقرر شي او د مسلمانانو پر اوږو يې ورپېټى کړي او په قرآن کې چې امويان په "شجره ملعونه" تعبر شوي ملاتړ ترې وشي او رسول اکرم يې خلافت غندلى، او اسلامي خلافت يې پر پاچاهۍ واړاوه؟! هغه معاويه بن ابوسفيان چې د حضرت زبير بن عوام (رض) کړوسى يې په اړه وايي: دې ته په پامنيوي،که علي (ک) تر رسول اکرم وروسته د خلافت واګې ترلاسه کړې وای؛نو فتوحات به يې خورا ډېر وو او فتح شوي ښارونه به يې د رښتوني اسلام پر لور رهبري کول او بيت المال به يې پکې يو رنګ ويشه لکه چې د حضراتو طلحه او زبير (رضي الله عنها) او نورو په باب راغلي،چې دوى ته يې له بيت الماله د بېوزلو هومره برخه ورکوله .

او د اسلام واقعي چارې يې ورښوولې او د علم ورونه يې ورپرانستل؛ځکه هغه خو د نبوي علم د ښار ور او تل يې د کوفې پر منبر ويل: "مخکې تر دې، چې له تاسې ولاړ شم، ومې پوښتئ؟ چې زه د ځمکې تر لارو د اسمانونو لارې ښه پېژنم " 

ځينو مستشرقينو ويلي: "که د علي پر مهال واى، نو د دې زمانې د نويو پېچليو علومو،نجوم،طبعيت او... په اړه مو پوښته او د دې پوښتنو له مخې، موږ خپلې علمي څېړنې د تمدن تر لوړو څوکو رسولې". خو تاسف چې د علمي دقيقو پوښتنو پر ځاى ترې يو پوښتي چې: "راته ووايه، چې د سر ويښان مې څومره دي؟ " د حضرت علي (ک) د خلافت پر مهال د اختلاف جرړه که وپوښتل شي: که علي د چارو واګې ترلاسه کړې واى؛نو فتوحات ډېرېدل؛خو ولې د خپل ظاهري خلافت پر مهال دغسې سوبې نه درلودې؛بلکې تر درېيو خلفاوو وروسته، د هغه په زمانه کې اختلافات او ګډوډي څو ګرايه شوه؟ دا نیوکه حجة الاسلام غزالي په احياء العلوم کې کړې ده: شيعه (د دولس ګونو امامانو لارويان) وايي: له ديني او دنيوي پلوه د ژوند په ټولو اړخونو کې د عمومي مشرۍ ترمنځ يې همغږۍ او يووالى ته امامت وايي،حال دا چې د علي په خلافت کې دا ټولې ګډوډۍ او اختلافات رامنځ ته شول؟! ځواب: پوښتو، د اختلاف جرړه د رښتوني اسلام د پلويانو له لوري و يا د زر، زور او ځاني غوښتنو د پلويان له خوا؟ په څېړنه کې مومو،چې د اختلاف پېل خو ام المؤمنين عايشې، طلحه او زبير (رضى الله عنهم) وو،چې د جمل جګړه يې ونښلوله،حال دا چې خداى د پېغمبر مېرمنو ته (احزاب: ٣٣ آيت) وايي: "وقرن فى بيوتکن؛ په خپلو کورونو کې مشتې شئ". او سره له دې چې نبي کريم (ص) عايشه بي بي خبره کړې و،چې له مدينې وتل یې بې لاريتوب دى،چې په دې لار کې به د "حوئب" سپي پرې وغپي. او د طلحه او زبير (رضى الله عنها) په اړه وايو،چې دوى خو له علي (ک) سره بيعت کړى و او ورته لازم نه وو،چې عادل امام يې پرېښى واى له همدې امله په جمل جګړه کې زبير (رض) د غفلت له خوبه راويښ شو او له جګړې لاس په سر شو. نو ځکه د علي (ک) خلافت د اختلاف لامل نه و؛ بلکې بنسټيريز لامل يې ځاني غوښتنې او واکمنۍ ته رسېدل وو،ځکه د پېغمبرانو په تاريخ کې هم ډېر ځل ليدل شوي،چې يو شمېر د اختلاف لامل شوي،سره له دې چې د پېغمبرانو بلنه يې منلې و؛خو ځاني غوښتنې،هوى او هوس يې د کار ګوډولو لامل شول؛نو ايا سمه ده،چې دا ډول اختلافات په پېغمبرانو پرې وکړو؟! نه! که پېغمبران د اختلافاتو جرړه وبولو؛نو شوني ده،چې د علي (ک) د خلافت پر مهال د اختلافاتو جرړه پخپله علي (ک) وګڼو، پېغمبران خو د اختلافاتو د هوارېدو لپاره راغلي؛ نو څنګه يې د ګډوډۍ جرړه وبولو. په دويم پړاو کې د اختلافاتو اصلي جرړه د علي (ک) د خلافت تر لومړي پړاو وروسته، په دويم پړاو کې معاويه بن ابو سفيان د اختلافاتو اصلي جرړه ده؛ځکه له عادل امام سره يې بيعت و نه کړ او پر ضد يې راپاڅېد،سره له دې چې له نبي کريم (ص) څخه يې د علي په اړه اورېدلي و چې: "اللهم وال من والاه و دعاد من عاداه وانصرمن نصره و اخذل من خذله؛ خدايه!هغه درست وبوله،چې علي درست ګڼي او دښمن يې دښمن وګڼه د ملاتړي يې ملاتړ شه او چا چې ورشا کړه ته يې هم پرېږده" که ام المؤمنين عايشې (رض) او معاويه بن ابو سفيان حق ته يې غاړه ايښودې واى او د خپلې زمانې له امام سره يې جګړه نه وای کړې؛نو اختلافات نه رامنځ ته کېدل او علي (ک) ورسره د رسول اکرم په څېر چلېد او په نړۍ کې يې اسلامي ښوونې په ښه توګه عملي کولې؛خو شيطان خپله ژمنه پوره کړه: قَالَ فَبِعِزَّتِكَ لَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ ( ص/۸۲) = (ابليس) وويل: (( ستا پر عزت قسم، چې زه به هرومرو دوى ټول بې لارې كړم. او د حضرت زهرا (رض) يو تعبير دى چې وايي: "و اماحتنا امان من الفرقة؛ امامت مو له درز څخه "د بچېدو لامل دى" او دا تعبر مو له "بلاغات النسا" له کتابه اخستى دى. په رښتيا که امامت او خلافت له خپل اصلي بهير اوښتى نه واى؛ نو د نبي کريم تر وفات وروسته تر ننه اختلافات نه رادبره کېدل او د "قاضي زنګنه زوري" (تشريح و محاکمه د تاريخ آل محمد د کتاب خاوند) دا خبره څومره په ځاى ده، چې وايي: "موږ اهل سنت د حدقوس بن زهير په څېر خوارج او لارويان يې غندو؛خو ولې معاويه او لارويان يې لکه عمر و عاص او نور ځانګړي ياران يې نه غندو؟حال دا چې د دواړو ترمنځ په دې اړه څه توپير نشته؛ ځکه خوارج له دې امله غندو،چې د اجماع له مخې د علي امامت رامنځ ته شو؛ خو دوى ترې ووتل او کټ مټ همدا دليل او تر دې سخت معايه او ملګرو په اړه يې هم دى". هو، يو توپير يې ترمنځ دى او هغه دا چې معاويه بن ابوسفيان د مسلمانانو شتمنۍ د ابوهرېره په څېر وګړيو ته ورکولې چې د علي او آل علي پر ضد د دروغو روايات جوړ کړي او د ولاياتو چارې يې عمرو عاص، مغيره او د زياد بن ابيه په څېر کسانو ته ورکړې،حال دا چې د خوارجو مشر دغسې امکانات نه درلودل؛نو ځکه کوم دلايل چې د خوارجو د غندنې لپاره دي، همدا د معاويه او ملګرو لپاره يې هم دي. پر دې سربېره د معاويه بن ابو سفيان د غندنې دلايل خورا غښتلي او پياوړي دي او هغه دا چې پر جګړې سربېره د خپلې زمانې امام يې کانځه او مسلمانانو ته يې امر کړى و،چې په ښارونو کې علي (رض) وکنځي او دا بدعت او ناوړه دود نژدې اتيا کاله په ټولو اسلامي ښارونو کې دود و چې بيا د حضرت عمر بن عبدالعزيز (رحمة الله عليه) په زمانه کې لرې کړاى شو.

د حضرت عثمان او علي (رضي الله عنها) او معاويه بن ابو سفيان د واکمنيو پرتلنه د حضرت عمر (رض) په خلافت کې امويانو ته مخه پرانستل شوه،چې د ولس پر اوږو سپاره شي.حضرت عثمان (رض)چې له اموي کورنۍ ځنې دى،تر حضرت عمر (رض) وروسته خليفه شو،تاريخ يې پر بې عدالتيو او ظلمونو شاهد دى او په ډېرو رواياتو کې دلايل راغلي،چې د امامت وړتيا يې نه درلوده،چې موږ يې له راوړو تېرېږو؛خو يوازې پوښتو: که حضرت عثمان (رض) پر حق امام واى؛نو پايله دا چې ډېرى ستر اصحاب لکه: حضرت ابوذر،عمار او بن مسعود (رضى الله عنهم) به دوزخيان وي؛ځکه چې دوى يې امامت ونه مانه؛بلکې ډېرى نورو مسلمانانو هم ترې خپل بيعت واخېست او د وژنې لامل يې شو لکه: حضرت طلحه او زبير او د مدينې، مصر او نورو سيمو مسلمانان او که ووايو،چې دا ټول دوزخيان دي؛ځکه د خپلې زمانې امام يې ونه پېژانده؛نو دا خو سمه خبره نه ده؛نو ځکه د هغې زمانې واقعي امام حضرت عثمان (رض) نه و او دا هم څرګنده ده،چې پر هغه مهال بې له علي (ک) بل چا د امامت ادعا ونه کړه؛نو ځکه هغه دوزخي دى چې د علي (ک) د امامت له منلو يې سرغړونه وکړه او چا چې د حضرت علي (ک) امامت ونه پېژانده، مړينه يې د جاهليت مړينه ده. او د حضرت عثمان (رض) تر مرګ وروسته،بې شکه پر حق امام،علي و؛ ځکه مسلمانان يې د امامت په منلو يوه خوله شول،چې د تاريخ پر شاهدئ دا اجماع د حضرت ابوبکر (رض) تر اجماع پراخه و. نو ځکه چا چې د علي (ک) امامت ونه مانه؛نو مسلماً دوزخي و او چې چا پر امامت ونه پېژانده او ومړ؛ نو په جاهلي مړينه مړ شوى دى. او د حضرت علي (ک) تر شهادت وروسته،معاويه بن ابو سفيان د خلکو امام نه و؛ځکه له نبي کريم او علي (ک) څخه د رارسېدلو رواياتو له مخې امام حسن (رض) اسماً د خلکو امام و،کومو مسلمانانو چې له علي (ک) سره بيعت کړى و،له امام حسن (رض) سره يې هم وکړ؛بلکې بې له معاويه او لارويانو يې نورو ټولو مسلمانانو امامت ومانه. د امامت مقام د دښمن په زور او برلاسۍ له منځه نه ځي او که په ځينو ځايونو کې د زور له مخې په ظاهره بيعت ماتونه شوي وي؛نو دا د تقيه په حالاتو پورې اړه لري او دا د پېغمبر اکرم د دې خبرې مانا ده چې : "الحسن والحسين امامان قاما او قعدا؛ حسن او حسين دواړه امامان دي، که پاڅي او که پانڅي " کله پوښتي: که معاويه د خپلې زمانې له امامه سرغړاندى شو او پخپله د علي د خلافت پر مهال د خلکو امام نه و؛خو تر شهادت وروسته يې د خلکو امام شو؛ نو اطاعت يې ځکه واجب شو چې "اولى لامر" دى؛ "اطيعوو الله و اطيعو الرسول و اولوا الامر منکم" ځواب يې دا دى: له څو اړخونو دا يوه بې ځايه پوښتنه ده: ١- دا خبره د حسنينو په اړه د پېغمبر له پاسنۍ خبرې سره اړخ نه لګوي. ٢- قرآن ورته ځواب وايي: فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ آثِمًا أَوْ كَفُورًا(انسان/۲۴) = نو د خپل پالونكي د حكم (په تبليغ او عملي كولو كې) زغمناك (او ټينګ) اوسه او له هغوى د هيڅ يوه ګناهګار يا نامنندوى (كافر) خبره مۀ منه. اوس وايو: د خپلې واکمنۍ پر مهال د معاويه بن ابو سفيان ګناهګارېدل په ډاګه دي،چې په دې اړه څوک شکمن نه دي؛ ځکه حجر بن عدى او ياران يې ووژل،خپل فاسق او شرابي زوى يزيد يې خپل ځايناستى کړ او په سلګونو نور جنايات. د پېغمبر اکرم د خبرې [الولد للفراش و للعاهر الحجر؛ اولاد د خپل شرعي پلار مال دى او زناکار ته تيږه ده] پرخلاف يې زياد بن ابيه ته خپل ورور ووايه، چې د ابو سفيان زوى دى. بل دا چې د جنتي ځوانانو يو ښاغلى امام حسن او نور لکه مالک اشتر (رض) يې مسموم کړل او ويل يې: "ان لِلِه جنوداً من عسل" ؛ خداى د شاتو لښکرې هم لري او دا خبره يې هله وکړه چې په زهرو ککړو شاتو يې مالک اشتر (رض) مسموم کړ. او قرآن د معاويه د خلافت د نه سموالي په اړه وايي:

لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره/۱۲۴)= ظالمانو ته مې وعده نه رسي او د معاويه ظلم د ځينو د شرک په څېر دى چې:

إِنَّ الشِّرْكَ لَظُلْمٌ عَظِيمٌ ( لقمان/۱۳) = شرك سترظلم دى. او له کتاب او سنتو چې تېر شو؛نو عقل او وجدان وايي،چې دغسې يو تن د پېغمبر ځايناستۍ ته وړ نه دى؛نو ځکه د قرآن او سنتو په څرګند نقص او د عقل له مخې د دغسې يو ګناهکار وګړي اطاعت کول روا نه دي او دا اولى الامر د اطاعت يو شرط دا دى،چې ګناهکار نه وى. لوستونکى دې د حضرت عثمان (رض) له وخته تر "مروان حمار" پورې د امويانو ننګين تاريخ مطالعه کړي،چې بې له حضرت عمر بن عبدالعزير (رحمة الله) څخه نور ټول يې ګناهکاران دي او د "اولى الامر" په نامه يې اطاعت واجب نه دى، دغسې عباسيان هم دى. رحمان بابا وايي: اطاعت د اولى الامر ځکه نه کړم خليفه د زمانې پر زړه کافر دى تعصب څنډې ته کوو او د حضراتو عثمان او علي (رضى الله عنها) د واکمنۍ دور لنډ شانته پرتله کوو: ګورو چې حضرت عثمان (رض) د حضرت عبدالرحمان بن عوف (رض) له هغه شرط سره مخالفت وکړ،چې د خليفه کېدو پر مهال يې ورسره کړل او شرط دا و،چې حضرت عثمان به پر کتاب الله، نبوي سنتو او د ابوبکر او عمر (رضى الله عنها) په دودونو عمل کوي ؛ خو ديني او شيعه تاريخپوهانو د ليکنې له مخې، نوموړي پر يو هم عمل ونه کړ؛ نو چې شرط له منځه ولاړ شي مشروط (د حضرت عثمان خلافت) هم له منځه ځي.

د حضرت عثمان (رض) د نادودو ځينې بېلګې د بيت المال په وېش کې يې امويان او خپلوان پر نورو غوره کړل؛داسې چې تر نورو يې څو ګرايه ورکول،تر دې چې د خپل تره زوى مروان ته يې د افريقا د خمس له غنايمو زر دنياره او درهمه او فدک يې د واده پر شپه لور ته يې ورباښه،سره له دې چې حضرت ابوبکر(رض)د رسول اکرم روايت و چې: "نحن معاشر الانبيا لا نورث ما ترکناه صدقه؛ موږ پېغمبران څه ميراث نه پرېږدو،چې څه رانه پاتې دي، ټولو ته صدقه ده " حال دا چې علي (رض) خپل ورورعقيل ته د نورو تر برخې زيات څه ور نه کړل، د خپل ورور او نورو ترمنځ يې هيڅ توپېر ونه کړ؛بلکې په غبرګون کې حضرت علي د عقيل لاس ته سره کړې او سپنه ورنژدې کړه او په دې توګه عقيل يې وپوهاوه،چې دروند مسووليت ورتر غاړې دى.

دغسې د ژوند په نورو پېښو کې يې عادلانه چلندونه په سترګو کېږي. 

له علي (ک) تېرېږو او په معاويه پسې ځوو،وينو چې د اسلام له قوانينو او شريعت سره ټکر يې د لمر په څېر په ډاګه دى چې مهم يې دا دي: ١- د خپلې زمانې د امام، حضرت علي (ک) له اطاعته يې سرغړونه وکړه، جګړې ته يې راووت،سره له دې چې ګردو مسلمانانو ورسره بيعت کړى و. ٢- خلافت يې پر پاچاهۍ واړو،سره له دې چې امام بايد په ټولو چارو کې په نبي کريم (ص) پسې ولاړ شي. ٣- د جنتي ځوانانو يو ښاغلى امام حسن يې مسموم کړ،سره له دې چې: د علي تر شهادت وروسته له امام حسن سره د معاويه جګړه،د زمانې د امام له اطاعته وتل و،لکه چې تاريخ ليکي مسلمانانو له امام حسن سره تر حضرت علي (ک) وروسته بيعت وکړ او خليفه شو. ٤- د مسلمانانو يو شمېر ستر مشران يې په زهرو او توره ووژل، لکه: حجر بن عدى او ياران يې ، مالک اشتر او محمد بن ابوبکر (رضى الله عنهم) حسن بصري (رح) وايي: معاويه څلور ځانګړنې درلودې، چې يوه يې هم هلاکت ته بس ده: ١- امت ته يې ټيټ وکتل او بې مشورې يې د خلافت چارې ترلاسه کړې، سره له دې چې په امت کې د رسول اکرم اصحاب او مخور مسلمانان وو. ٢- خپل چړچه مار،شرابي او له ټنګ ټکور سره روږدى زوى يې خپل ځایناستی کړ،چې ورېښمني جامې يې اغوستې. ٣- زياد بن ابيه يې خپل ورو کړ،سره له دې نبي کريم ويلي دي، چې اولاد د شرعي پلار مال دى او زناکار ته ډبره ده. ٤- حجر بن عدى يې وواژه، ورباندې افسوس،چې لاسونه يې د حجر او د حجر د يارانو په وينو ککړ دى . د ژباړڼ يادونه: د معاويه او صدر سلام د پېښو په اړه د ارواښاد ابوالاعلي مودودي د خلافت او ملوکيت پښتو ژباړه ولولئ. نو په انصاف قضاوت وکړئ، ايا دا سمه ده،چې د معاويه بن ابو سفيان په څېر يو تن د امت امام شي،داسې که څوک ومري؛خو د هغه امامت يې پېژندلى او منلى نه وي؛ نو په جاهلي مړينه به مړ وي او دوزخ ته به ځي؟! نه.

د نورو امامانو زمانه تر معاويه بن ابو سفيان وروسته، يزيد امام دى که حسين عليه السلام؟ پوهېږو،چې تر ډېرو لږو پرته،نور ټول مسلمانان پر يزيد لعنت وايي. که د يزيد امامت سم واى؛نو ورباندې لعنت ويلو ته يې د جواز کوم دليل نه و او لازم و،چې ټول لعنت ويوونکي او امام حسين او ياران يې دوزخيان وي؛ ځکه د خپلې زمانې د امام (يزيد) امامت يې ونه مانه او تر يزيد وروسته ايا د خلکو امام حضرت سجاد علي بن الحسين عليه السلام دى،يا مروان بن حکم،چې رسول اکرم شړلى و او رسول اکرم (ص) ورته چونګښه د چونګښې زوى ويلى و او نور مطالب يې د ده او امويانو په اړه ويلي و. او تر مروان وروسته، ناپاکه زامن او لمسي يې د خلکو امامان وو،يا د اهل بيتو غوره کسان؛ لکه امام باقر او امام صادق عليهما السلام! آل مروان چې څومره فساد کولاى شو ویې کړ،ان تر دې چې "زيد بن علي بن الحسين"عليهم السلام یې وواژه او بيا يې کلونه کلونه په ونه کې راځوړند کړ، داسې چې غڼې يې په وچه شوې تنه کې ځالې وکړې بيا يې وسوځاوه او ايره يې په سيند کې واچوله. يو يې وليد بن عبدالملک دى او قرآن يې په غشيو وايشت او د غشي تر ورولو وروسته يې قرآن ته وويل : اذ اما جئت ربک پوم حشىٍ – فقل: يارب مزقني الوليد "د قيامت پر ورځ چې خپل پالونکي ته ورغلې؛ نو ورته ووايه چې وليد څيري کړم" هر منصف او عقلمن د دې وګړيو ترمنځ بايد عادل او پر حق امام وپېژني او حق امام له باطل امام جلا کړي.

  د عباسيانو واکمني تر امويانو وروسته د عباسيانو وار راورسېد، اوس وينو،چې څوک په دې زمانه کې د امت رښتونى امام و؟ ايا منصور دوانيقي د عباسيانو دويم خليفه امام و،چې پر آل محمد (ص) يې خورا ظلمونه وکړل،وېې وژل ، بنديان يې کړل،امام صادق به يې له مدينې څخه عراق ته راوغوښت او په سپکاوي به يې ورسره خبرې کولې،چې بيا يې والي په مدينه کې مسموم کړ او ان دومره ناځوان و،چې ابو مسلم خراساني يې هم وواژه،چې پاچاهي يې ورته ګټلې و؛نو پرتله کړئ،چې منصور د زمانې د امت امام و که امام جعفر صادق (ع) چې د علم، فضل، تقوى او ښو ځانګړنو خاوند و؟! د منصور په جناياتو د پوهېدو لپاره وګورئ: تتمة المنتهى: ١٦ – ٢٠٥ مخونه. تر منصور وروسته زوى يې مهدي او د مهدي د زوى موسى عباسي وار راورسېد،چې د نڅا، شرابو او ډنګ ډونګ غونډې به يې جوړولې او په زرګونو ګناهونه يې کول او له نبوي ځوځات سره يې په ډاګه دښمني راواخېسته او ویې وژل؛نو ايا دوى د خپلې زمانې امامان دي،چې که يې ونه پېژنې؛ نو د جاهليت په مړينه کې به مړ شوى يې! تر دوى وروسته وار عباسي خليفه هارون الرشيد ته ورسېد،چې په يوه شپه يې شپېته تنه سادات ووژل،پر زړو او ځوانو يې ونه لورېد او تنې يې ورته په څاه کې وغورځولې او د اهل بيتو مشر امام موسى بن جعفر يې په بصره او بغداد کې و،يا څلور يا څوارلس کاله بند کړ او په بند کې يې ربړاوه او په پاى کې يې مسموم کړ؛نو ايا اوس پوښتم،چې امام موسى امام دى يا هارون الرشيد؟ که وپوښتل شو:چې په دې زمانو کې خو امامت په امام صادق او امام کاظم او...... پورې ځانګړى نه و،چې يوازې يې په منصور، هارون او...... سره پرتله کړو؛ بلکې احتمال يې دى،چې ابو حنيفه، مالک، احمد حنبل او شافعي د هغو زمانو امامان وي؟ په ځواب کې وايو: دوى د خپلې عقيدې له مخې په فقه او شرعي مسايلو کې امامان ول،حال دا چې د "من مات ولم يعرف امام زمانه" له حديثه په ګټنې سره، امامت په ديني او دنيوي چارو کې د مسلمانانو مشرۍ ته ويل کېږي. تر هارون الرشيد وروسته زوى يې امين الرشيد خليفه شو؛خو مامون الرشيد ورپسې راپاڅيد او په زور يې ترې واکمني ونيوه او وېې واژه. مامون الرشيد د حضرت علي (ک) د وړاندوينې له مخې [سادسهم اعلمهم؛ او شپږم يې تر هغوى ښه پوه دى] عالم و، ان چې د علي د خلافت په اثباتولو کې به يې د اهلسنتو له عالمانو سره مناظرې او بحثونه کول او په اړه يې ويل کېږي، چې شيعه هم و او امام رضا يې ځکه خپل وليعهد کړ،چې د امام رضا لارويان اغفال کړي؛نو پوښتم چې ايا مامون الرشيد امام دى يا حضرت رضا؟! د امين او مامون جګړې ته په پامنيوي،امام حسن او امام حسين ورسره پرتله کوو،سره له دې چې د امام حسن د امامت دوره اوږده و او امام حسين سره له دې،چې يو مېړنى و،خو کله يې هم له خپل ورور سره د يوې کلېمې هومره مخالفت ونه کړ او تل يې تابع و. تر مامون وروسته ورور يې معتصم خليفه شو،چې په هر ډول عياشۍ او چټلۍ کې ورډوب و، امام جواد يې وواژه؛نو ايا دا د امت امام و که امام جواد؟! ورپسې د امام هادي او امام حسن السکري عليهما السلام د زمانو معاصرو عباسي خلفاوو وار راسي، متوکل د معتصم زوى د فساد جرړه او د علي او فاطمې سرسخت دښمن و ، دنڅا غونډې یې جوړولې او په هره ناسته کې به يې پر علي ملنډې وهلې،چې په پای کې خپل زوى "منقر" ورباندې راپاڅېد او ویې واژه، فساد او بې لارېتوب يې خپل زوى ونشو زغملاى،سره له دې چې د عاطفې له مخې زوى بايد د پلار له کړنو دفاع وکړي.نو اوس پوښتنه دا ده، چې ايا متوکل امام و که امام هادي؟! او همدا راز امام حسن عسکري له عباسي خلفاوو په تېره بيا له معتمد عباسي سره پرتله کوو چې امام يې مسموم کړ. له دې پرتلنې او څېړنو پايله اخلو، چې د "من مات ولم يعرف امام زمانه....." د حديث له مخې تر پېغمبر اکرم وروسته امامت يوازې اهل بيتو ته وړ دى، چې دوى دولس تنه دي،چې لومړى یې علي (ک) او وروستۍ يې امام مهدي عليه اسلام دى.

  قضاوت وکړئ د دولس ګونو امامانو د امامت په اړه له نبي کريم (ص) او علي (ک) څخه ډېر روايات راغلي او هم "خم غدير" کې نبي اکرم، علي (ک) تر ځان وروسته د مسلمانانو خليفه منسوب کړ او هم د رسول اکرم دا روايت خورا مشهور دى، چې: "الائمة من بعدى اثنا عشر" چې تر ما وروسته امامان دولس تنه دي" چې لومړى يې علي (ک) او وروستۍ يې محمد بن الحسن العسکري (امام مهدي) دى او دا حديث بې له دوى پر نورو نه تطبيقېږي او نه په هغه زمانه کې نور داسې څوک ول، چې په دې حديث کې راونغاړل شي. له دې ټولو چې تېر شو، پوښتو، چې هغه کوم امام دى، چې پېژندنه او د امامت منل يې لازم وي، داسې چې که مسلمانان ورسره بيعت ونه کړي او ومري؛ نو د جاهليت په مړينه به مړ وي او دوزخي به وي؟ له روايته خو په ډاګه څرګندېږي،چې په هره زمانه کې يو امام شته او د مسلمانانو چې هماغه خليفه او مشر و او په زيات شمېر سلاطينو کې يې په خطبه کې يوازې د بغداد د خليفه نوم اخسته، ان د عباسي خلافت تر راپرځېدو وروسته يې د جمعې د لمانځه په خطبه کې د عثماني خليفه نوم اخسته. په پاى کې د مطلب د ښه څرګندولو لپاره يو مثال راوړم او پوښتم: که د چا پلار په پاکستان کې زېږېدلى او په افغانستان کې اوسېدلى وي او پخپله دا وګړى په ايران کې زېږېدلى او ورپسې د زده کړې لپاره عراق ته تللى وي او بيا په مسافرت سوريه ته ولاړ وي او هلته يې واده کړى وي او ورپسې د کار او ګټې لپاره اردن ته ولاړ شي او له هغو ځايه مصر ته ورشي او څه موده پکې تېره کړي او بيا ليبيا او ورپسې المغرب ته سفر وکړي او څه موده په الجزاير کې تېره کړي او بيا د حج په نيت د حج تر وخت ړومبى عربستان صعودي ته لاړ شي..... نو د دې سړي د زمانې امام څوک دى، چې پېژندل يې ورته واجب دي، داسې چې که يې ونه پېژني او وې نه مني او ومري؛ نو د جاهليت په مړينه به مړ وي؟ ايا امام زمان يې د پلار د ټاټوبي پاکستان ولسمشر دى يا يې د څاڅکي د انعقاد ځاى د افغانستان ولسمشر يا د ايران ولسمشر چې د خپلې زده کړې هېواد يې دى يا د عراق ولسمشر چې د زده کړې لپاره ورغلى يا د مصر ولسمشر چې واده يې پکې کړى يا د اردن پاچا چې هلته کار ته ورغلى؛يا د مصر ولسمشر چې څه موده پکې اوسېدلى يا د ليبيا جمهور رئيس يا د المغرب يا سعودي عربستان پاچا؟!! خپل وجدان مو قاضي کړئ او هر ډول کينه او تعصب لرې کړئ، ووينئ چې د دې پوښتنې ځواب څه دى؟ يا بايد د دې زمانې ډېرى مسلمانان د دې سړي په څېر،چې دا ولسمشران او پاچايان له دې امله چې د زمانې د امام په توګه يې نه پېژني او هم يې نه مني؛ نو چې ومري په جاهليت کې به مړ شوي وي او دوزخيان به وي او يا دا چې ووايو دا حديث "من مات ولم يعرف امام زمانه........" دروغ دى؟!! حال دا چې (له دې مخې) نه ډېرى مسلمانان دوزخيان دي او نه حديث دروغ دى، خو د محمدي اسلام د ليد له مخې، په هره زمانه کې امام شته، چې نبي کريم راته ښوولي، چې يولس يې وفات شوي او وروستۍ يې محمد بن الحسن العسکري (عجل الله تعالى فرجه) دى، چې ژوندى او له انظارو غايب دى، چې په لر و بر کې د مسلمانانو امام دى او بدلېداى نه شي.


آيت الله العظمى علامه شيخ شهيد استاد مطهري په "امامت و رهبري" کتاب کې ليکي :

[ کېداى شي د امامت د بحث مطرحول،د لوستونکيو په ذهن کې نيوکې رامنځ ته کړي.دلته ددې نيوکو د مطرحولو تر څنګ مو خپل نظر هم ويلى دى . په اړه دوه بنسټيزې نيوکې دي :] ١- هر ملت تل کوښښ کوي،چې د خپل تاريخ ښکلي ټکي بهر راوړاندې کړي او څومره،چې شونې وي؛نو د خپل تاريخ پر ناړوه پېښو پرده اچوي. د يو مسلک او دين وياړنې پېښې يې اصالت او حقانيت ګڼل کېږي او لېوالتياوې ورته ډېروي؛خو د تاريخ ناوړه پېښې يې په اصالت کې د شک لاملېږي او د خلاقه ځواک د کمزورۍ نښه يې ګڼل کېږي.د خلافت او امامت او د صدر اسلام د ناوړه پېښو په اړه بحث او په ناوړو بهيرونو کې يې تکرارېدل _په تېره بيا په اوسني پېر کې،چې له ديني پلوه نوى کهول په روحي کړکېچ کې دى_اسلام ته لېوالتيا کمزورې کوي.په تېر وخت کې شونې وه،چې دا بحثونه مطلوب اغېز ولري او پامونه يې له يوې اسلامي څانګې بلې ته اړول؛خو په اوسني پېر کې يې مطرحول او ويل،پر اصل او جرړه د فکرونو ګروهه څپڅپانده کوي.ولې نور تل په دې هڅه کې دي،چې د خپل تاريخ پر ناوړه پېښو پرده واچوي؛خو زموږ د مسلمانانو کوښښ دا دى،چې و يې وايو او احياناً تر هغه څه يې زيات ښيو،چې دي؟! موږ له پورتني نظر سره موافقت نشو کړاى.تصديقوو يې،چې که د تاريخ کره کتنه يوازې د ناوړه پېښو په ويلو وي؛نو هماغه اغېز به ولري،چې پورته وويل شو؛خو بلخوا که يوازې د تاريخ په وياړنو برخو ډډه وکړو او پر ناوړه پېښو پرده واچول شي؛نو دې ته د تاريخ کره کتنه نه ويل کېږي؛بلکې د تاريخ اړونه او تحريف دى . کوم تاريخ دى،چې له ناوړه پېښو پاک وي؟ د هر قوم او بشريت تاريخ د ناوړه او مطلوبو پېښو يوه ټولګه ده او بې له دې څه کېداى نشي.خداى يو قوم هم د پرښتو په سيرت له ګناه پاک پنځولى نه دى.د ښکلا او ناوړو پېښو له پلوه د اقوامو،ملتونو،اديانو او.... تاريخ توپير په دې کې نه دى،چې يو له سره تر پښو ټوله ښکلا او بل يې ټول ناوړه وي؛بلکې د ښکلا او ناوړيو تر منځ يو نسبت دى. قرآن کريم دا حقيقت په لطيفه بڼه ويلى دى : [((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ (بقره/٣٠)=(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پرفساد او وينه تويدنه ككړ وو،كه ددغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه، چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نۀ پوهېږ ئ.))] که نسبت يې په پام کې ونيسو؛نو د اسلام تاريخ د ښکلا د ډېروالي او له انساني او ايماني وړانګو ډک دى او د يو څو رټو شتون زموږ د تاريخ ښکلا او ستروالى نه کموي. څوک هم ادعا نشي کړاى،چې د اسلام تر تاريخه يې د تاريخ ښکلا ډېره ده او يا د اسلام د تاريخ ناوړې پېښې د هغوى له تاريخه ډېرې دي . يو يهودي حضرت علي (ک) ته د خلافت پر سر د ناوړه پېښو پېغور ورکړ، و يې ويل : تر اوسه مو خپل پېغمبر ښخ کړى نه و،چې په هکله يې مو اختلاف وکړ. امام علي (ک) ورته وويل : ته تېروتى يې ! موږ د خپل پېغمبر په اړه اختلاف نه دى کړى،زموږ اختلاف په هغه حکم و، چې د پېغمبر له اړخه رارسېدلى و،چې آيا داسې دى که هغسې؛خو ستاسې پښې لا تر اوسه د سمندر له اوبو وچې شوې نه وې،چې خپل پېغمبر ته مو وويل : موږ ته ددې بوت لمانځو په څېر يو بوت جوړ کړه او پېغمبر مو درته وويل : په رښتيا،چې تاسې هغه قوم ياست،چې ناپوهي کوئ . (نهج البلاغه/٣١٧ حکمت) يعنې زموږ اختلاف د "توحيد" او "نبوت" له منلو سره و. زموږ اختلاف داسې بڼه درلوده،چې آيا هغه چې بايد د اسلام او قرآن په حکم د پېغمبراکرم ځايناستى شي،ټاکل شوى دى يا هغه دى،چې پخپله خلک يې بايد وټاکي؟؛خو تاسې يهودو د خپل پېغمبر پر ژوندون داسې خبره راوايسته،چې له بېخه مو له دين او د دپېغمبر له ويناوو سره مخالفه وه. که له دې تېر شو که په عادي ځايونو کې د تاريخ له ناوړو پېښو سترګې پټول روا وي،چې د اسلام له متن او د اسلام له بنسټيزې مسئلې؛يعنې په مشرۍ پورې اړوند دى او د اسلامي ټولنې برخليک ورپورې تړلى دى؛نو له داسې مسئلو نه د سترګو پټولو مانا د مسلمانانو له نېکمرغۍ نه سترګې پټول دي . پردې سربېره،که په تاريخ کې يو لړ حقوق تر پښو لاندې شوي وي _په تېره بيا کې ددې حقوقو خاوندان د امت تر ټولو غوره وګړي هم وي_؛نو دلته د تاريخ د حقايقو له څرګندولو سترګې پټول؛له ظلم سره د ژبې او قلم د همکارۍ په مانا دي . ٢-دويمه نيوکه داده،چې ددې خبره په مطرحولو به اسلامي يووالى څنګه شي؟ همدا اختلافات ول،چې مسلمانان يې د نامسلمانانو تر لاس لاندې کړل .که زوړ ښکېلاک و که نوى؛نو تر ټولو غوره اوزار يې همدې زړو دښمنيو ته لمن وهل دي . په ټولو اسلامي هېوادونو کې ښکېلاک پر دين د زړه سوي په نامه په مسلمانانو کې درز اچوي؛نو آيا دومره کافي نه دي،چې له دې اختلافه راباندې راغلي دي،چې بيا هم دا خبرې مطرحوو؟ آيا د دا ډول بحثونو مطرحول د ښکېلاکي موخو له پلى کولو سره مرسته نه ده؟ ځواب : شک نشته،چې د مسلمانانو يووالى خور مهم چار دى او د اسلامي نړۍ ستر درد هم په خلکو کې زړې دښمنۍ دي او دښمن هم تل له همدې اختلافه ګټنه کوي؛خو ښايي نيوکه کوونکى د "اسلامي اتحاد" په مفهوم کې تېروتى دى . اسلامي اتحاد،چې په دې وروستيو سلو کلونو کې په اسلامي مؤمنو علماوو او روښانفکرو کې مطرح دى،مانا يې دا نه ده،چې اسلامي مذاهب دې د اسلامي اتحاد په پار له خپلو اعتقادي او نا اعتقادي اصولو تېر شي او په اصطلاح د ټولو مذاهبو ګډ ټکي راواخلي او د ټولو ځانګړنې او مختصات شاته واچوي،چې دا چار نه منطقي دى او نه عملي . څنګه شونې ده،چې د يو مذهب له لاروي وغوښتل شي،چې د اسلامي يووالي په پار د خپل مذهب له پلاني اعتقادي او يا عملي اصله تېر شه،چې له نظره يې دا اعتقادي يا عملي اصل د اسلام متن ګڼي؟ مانا خو يې داده،چې ترې وغواړو د اسلام په نامه د اسلام له يوې برخې سترګې پټې کړه. پر يو مذهبي اصل د خلکو پابندول او يا له هغه يې سړول خپلې لارې چارې لري،چې خورا طبيعي يې منطق او برهان دى. د مصلحت په نامه په هيله کولو او زاريو يو قوم هم پر کوم اصل مؤمنولاى نه شو او نه کړاى شو،چې ايمان يې ترې واخلو. موږ شيعه يو او د پېغمبراکرم صلى الله عليه و آله وسلم له اهلبيتو د لاروۍ وياړ لرو؛تر ټولو کوچنى څيز ان يو مستحب او مکروه هم د مصالحې وړ نه ګڼو او نه په دې اړه د چا هيله او توقع منو او نه له چا داسې توقع او هيله لرو،چې د مصلحت په نامه د خپلو اصولو له يوه اصله لاس واخلي.موږ چې د څه توقع او هيله لرو داده،چې د حسن تفاهم چاپېريال رامنځ ته شي،چې موږ چې خپل اصول، فروع، فقه، کلام، تفسير، ادبيات ، فلسفه او حديث لرو،چې وکړاى شو خپل توکي د غوره توکيو په نامه راوړاندې کړو،چې تردې ډېر نور شيعه په ګوښه کې نه وي او د اسلامي نړۍ د بازارونو ورونه د شيعه معارفو پر مخ پرانستې وي. د اسلامي ګډو ټکيو راخستل او د هر مذهب مختصات شاته اچول يو ډول خرق اجماع مرکب دى،چې محصول يې غير له واقعي اسلامه بل څيز دى؛ځکه بالاخره د يوې ډلې مختصات د اسلام د متن برخه ده او له دې مشخصاتو،مميزاتو او مختصاتو مجرد اسلام نشته. د اسلامي اتحاد د عالي فکر طراحانو،چې په شيعه وو کې د "مرحوم آيت الله العظمى بروجردي" او په اهلسنتو کې د "علامه شيخ عبدالحميد سليم" او "علامه شيخ محمود شلتوت" يې په سر کې ول،په فکر کې يې داسې طرح نه وه. په پام کې يې ول،چې اسلامي مذاهب په شته اختلافاتو او په ګډو ټکيو سره يې کړاى شي د اسلام د دښمنانو پر وړاندې د ورورۍ لاسونه ورکړي او واحده ټلواله جوړه کړي . هغوى هېڅکله د مذهبي وحدت په نامه د اسلامي اتحاد غوښتونکي نه ول . د عرف په معمولي اصطلاحاتو کې "واحدګوند" او "واحده ټلواله" سره توپير لري. د ګوندي وحدت غوښته ده،چې وګړي د فکر، ايديولوژۍ، کړنلارو او بالاخره د فکري ځانګړنو له پلوه سره يو رنګ او يولوري وي. د واحدې ټلوالې مانا داده،چې ګوندونه او ډلې په ايديولوژۍ،لار او کړنلار کې د اختلاف په درلودو،د ګډ دښمن پر وړاندې واحده جبهه جوړه کړي او څرګنده ده،چې د دښمن پر وړاندې د واحدې ليکې جوړول،له خپله مسلکه په دفاع له ټينګار او د ورور پر مسلک له نيوکې او خپل مسلک ته د نورو مسلکونو د ورونو رابلل،هېڅکله منافات نه لري . پر څه په تېره بيا چې "آيت الله بروجردي" ګروهمن و،دا وو،چې په اهلسنتو ورونو کې د اهلبيتو د معارفو د خپراوي لپاره زمينه چمتو کړي،چې دا چار يوازې په حسن تفاهم شونې و.او دا شيعه وو ته ستر توفيق و،چې نوموړي وکړاى شول،په مصر کې ځينې شيعي فقهي کتابونه چاپ کړي،چې دا چار د هغه حسن تفاهم پايله وه،چې په مصريانو کې يې رامنځ ته کړې وه. په هر حال د "اسلامي اتحاد" له نظره د لاروۍ غوښتنه نه ده،چې حقايق و نه ويل شي؛خو هغه څه بايد ونشي،چې د مخالف لوري احساسات او تعصبات راپاروي او د علمي چار سروکار له عقل او منطق سره دى؛نه له عواطفو او احساساتو سره . .....له نېکه مرغه،چې زموږ په پېر کې په شيعه وو کې داسې څېړونکي راپيدا شوي،چې له همدې غوره لارې ګټنه کوي،چې په سر کې يې "علامه شرف الدين عاملي" او "علامه شيخ محمد کاشف الغطاء" او "شيخ عبدالحسين اميني" د "الغدير" د کتاب ليکوال دى . پخپله د حضرت علي (ک) هېر شوى سيرت،چې د هغه د ژوند له تاريخه راڅرګندېږي،په دې اړه غوره زده کړه ده . حضرت علي (ک) د خپل حق په غوښتو کې ناغېړي و نه کړه او په څرګند ډول يې هر څه وويل او له اسلامي اتحاد سره مينه يې په دې لار کې خنډ نه شوه.په نهج البلاغه کې خورا خطبې پر دې مدعا شاهدې دي؛خو په عين حال کې دا تظلمونه لامل نه شول،چې د پرديو پر وړاندې د مسلمينو له ليکي بهر شي،د جمعې په لمانځه کې يې ګډون کاوه،له جنګي غنيمتو يې خپله برخه اخسته او خلفاوو ته يې سمه لارښوونه هم کوله،سلامشوره ورسره کېده او ناصحانه نظر يې ورکاوه . له ايرانيانو سره د جګړې پر مهال د وخت خليفه (رض) لېوال و،چې په خپله هم په جګړه کې ګډون وکړي؛خو حضرت علي (ک) ورته وويل : پخپله په جګړه کې ګډون مه کوه؛ځکه چې په مدينه کې يې؛نو دښمن به انګېري،چې که د جګړې د ډګر لښکر يې له منځه يووړ؛نو له مرکزه به ورته مرستندوى ځواکونه راورسي؛خو که پخپله د جګړې ميدان ته ولاړ شې؛نو وايي به : (( هذا اصل العرب)) د عرب جرړه داده؛نو خپل ځواکونه به راټول کړي او له منځه به دې يوسي او که ته يې له منځه يووړې؛نو په پياوړې روحيه به له مسلمانانو سره هم وجنګېږي. په عمل کې هم د حضرت علي (ک) سيرت داسې و.له يوې خوا له يوه خليفه يې هم يو منصب هم و نه مانه؛ځکه د منصب منل يې په دې مانا وو،چې له خپل څرګند حقه تېر شوى دى او په بله وينا :دا کار له همکارۍ،همګامۍ او د اسلامي وحدت تر ساتلو هاخوا چار و؛خو سره له دې،چې پخپله يې منصب نه مانه؛خو هېڅکله يې خپل ياران او کورنۍ منع نه کړل،چې منصب ومني؛ځکه د هغوى منل يوازې همکاري او همګامي ده او هېڅکله د خلافت د لاسليکولو په مانا نه و. په دې اړه د حضرت علي (ک) سيرت خورا دقيق دى او د اسلامي موخو په لار کې د هغه د متفاني توب نښه ده،حال دا چې نورو به څېرول او هغه به ګنډل . ابوسفيان وخت غنيمت وګاڼه،غوښتل يې د حضرت علي له نارضايتۍ ګټنه وکړي او غوښتل يې له پېغبراکرمه،د پېغمبر د وصيت د پلي کېدو په بڼه غچ واخلي؛خو د حضرت علي تر دې هوښيار و،چې ابوسفيان يې وغولوي او د هغه وړانديز يې و نه مانه . په هر وخت کې ابوسفيانان او حيى بن اخطبان شته.زموږ په پېر کې هم د د حيى بن اخطب لاسونه په ډېرى ځايونو کې راڅرګندېږي؛نو ښايي چې په دې اړه مسلمانان او په تېره بيا د حضرت علي لارويان د حضرت علي (ک) سيرت خپله کړنلار کړي او دښمنان يې و نه غولوي . دا وو ددې ډول مسئلو د مطرحولو د مخالفينو نيوکې او دا و زموږ ځواب او نظر . عجيبه خو داده،چې ځينې ددې نيوکو په مخالف اړخ کې نيوکې کوي او وايي: دا ډله او پر عکس هغه ډله تمه لري،چې د "خلافت او امامت" مسئله د يوې سرګرمۍ او بوختيا بڼه غوره کړي،په دې بڼه،چې تل ددې موضوع خبره وي؛يعنې د شعار په بڼه مطرح شي او هېڅکله په مستنده او څېړونکې بڼه مطرح نشي ! احساسات توند او غوڅوونکي وساتي؛خو عقلونه ماړه او پياوړي نه کړي او دا هماغه څه دي،چې دښمن يې غواړي؛خو که يو بحث په علمي او څېړنيزه بڼه مطرح شي؛نو دليل نشته،چې د سرګرمۍ په بڼه مطرح شي .

د امامت ماناوې او پړاوونه پر امامت مو بحث دى . په شيعه وو کې د امامت مسئله خورا ارزښت لري او نورې اسلامي ډلې ورته دومره پر ارزښت قايل نه دي او د خبرې راز په دې کې دى،چې له امامته د شيعه وو مفهوم له نورو ډلو سره توپير لري؛البته ګډ اړخونه هم لري؛خو د امامت په هکله د شيعه وو په ګروهو کې يو ځانګړى اړخ هم شته،چې له همدې اړخه امامت په کې فوق العاده ازرښت موندلى دى. د بېلګې په توګه : موږ چې کله د شيعه مذهب له نظره د دين اصول بيانوو؛نو وايي: "توحيد"،"نبوت"،"معاد"،"عدل" او "امامت" او امامت هم ددين په اصولو کې شمېرو. اهلسنت هم پر يو ډول امامت قايل دي او له بېخه له امامته منکر نه دي؛خو امامت ته پر يوه بله بڼه قايل دي؛خو نه په دې بڼه،چې د دين اصول يې وګڼي؛بلکې د دين فروع يې ګڼي.بالاخره موږ د امامت په اړه له اهلسنتو سره اختلاف لرو؛هغوى يو ډول امامت مني او موږ بل ډول . څنګه شيعه امامت د دين اصول ګڼي او اهلسنت يې فروع؟ علت يې هماغه دى،چې و مې ويل: پر کوم مفهوم،چې شيعه امامت ته قايل دي، له هغه مفهوم سره توپير لري،چې اهلسنتو ورته قايل دي.

  د امام مانا د ((امام)) د ټکي مانا ((پيشوا=مشر،مخکښ)) دى او په پارسي کې د ((پيشوا)) ټکى د ((امام)) د ټکي تحت الفظي مانا ده. پخپله د ((پيشوا=مشر،مخکښ)) او ((امام)) ټکى سپېڅلى مفهوم نه لري. پيشوا؛يعنې پيشرو؛يوه ډله يې تابع او لاروۍ ده که اوس دا پيشوا عادل او لارموندلى وي او که بې لارې وي .

قرآن هم د امام ټکى په دواړو ځايونو کې کارولى. په يو ځاى کې وايي: ((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ (انبياء/٧٣)= او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يوازې زموږ لمانځونكي وو.))

په بل ځاى کې وايي : ((وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَدْعُونَ إِلَى النَّارِ وَيَوْمَ الْقِيَامَةِ لَا يُنصَرُونَ (قصص/٤١)= او موږ هغوى[=فرعونيان] د اور پر لور د بلنې مشران وګرځول او د قيامت پر ورځ به ورسره هېڅ مرسته ونشي.)) يا د بېلګې په توګه فرعون ته يې د امام ټکى کارولى دى : ((يَقْدُمُ قَوْمَهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ فَأَوْرَدَهُمُ النَّارَ وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُودُ (هود/٩٨)= د قيامت پر ورځ به فرعون د خپل قوم مخكښ وي او ( د جنتي رڼو چينو پرځاى به) هغوى دوزخ ته ننباسي او څوک چې ورننوتي (؛نو ورته) څومره ناوړه ننوتون دى. )) نو د امام ټکى د مخکښ په مانا دى؛موږ اوس له "باطل مخکښ" سره کار نه لرو او د مخکښ پر مانا به رڼا واچوو. "مخکښي" په څو ځايو کې ده،چې په ځينو مواردو کې اهلسنت هم پر امامت قايل دي؛خو په څرنګوالي او شخص کې راسره اختلاف لري؛ خو د امامت په ځينو مفاهيمو کې له بېخه له داسې امامته انکار کوي ؛ د ټولنې د مخکښ په مانا امامت هغه امامت دى،چې اهلسنت يې هم مني؛خو په څرنګوالي،بڼه او شخص کې راسره اختلاف لري،چې په همدې تعبير او دې په ورته تعبيرونو کې د پخوانيو متکلمينو په کتابونو کې راغلي دي. "خواجه نصيرالدين طوسي" په "تجريد" کې امامت داسې تعريفوي : ((رياسة عامة))؛يعنې عمومي رياست.

د رسول اکرم (ص) شئون پېغمبراکرم په هغو ځانګړنو،چې په اسلام کې وې،پخپل وخت کې يې څو دندې درلودې او څو پوسټونه يې اداره کول. د خداى له لوري يې لومړى پوسټ پېغمبري وه؛يعنې الهي احکام يې بيانول. قرآن کريم وايي: ((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ (حشر/٧)= څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې تاسې ته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو هغه واخلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ؛ خداى سخت عذابى دى.)) يعنې پېغمبراکرم،چې کوم احکام وايي،د خداى له لوري يې وايي او له دې نظره پېغمبراکرم يوازې د هغه څه بيانوونکى دى،چې وحې يې ورته کېږي. د پېغمبراکرم بل منصب د قضا و؛هغه د مسلمانانو قاضي و؛ځکه د اسلام له نظره قضاوت څه اسان چار نه دى،چې د دوو تنو اختلاف پيدا شو؛نو يو تن يې قاضي کېداى شي. د اسلام له نظره قضاوت يو الهي شان دى؛ځکه پر عدل حکم کول دي او قاضي هغه دى،چې په دښمنيو او اختلافونو کې پر عدل حکم کوي.دا منصب هم د قرآن له مخې پېغمبراکرم ته ورکړ شوى و او د خداى له لوري يې حق درلود،چې د خلکو په اختلافونو کې قضاوت وکړي. دا هم يو الهي منصب دى نه عادي. پېغمبر اکرم عملاً هم قاضي و. ((فَلاَ وَرَبِّكَ لاَ يُؤْمِنُونَ حَتَّىَ يُحَكِّمُوكَ فِيمَا شَجَرَ بَيْنَهُمْ ثُمَّ لاَ يَجِدُواْ فِي أَنفُسِهِمْ حَرَجًا مِّمَّا قَضَيْتَ وَيُسَلِّمُواْ تَسْلِيمًا(نساء/٦٥) = خو داسې نه ده، پر پالونكي دې قسم،چې هغوى به تر هغه (حقيقي) ايمان را نه وړي، چې د خپلمنځي شخړو پرېکړو ته، تا پريکړه کوونكې نه کړي او بيا دې د پرېکړو پر وړاندې ځانونه تنګ (زړي او خپه ونه مومي) او بيخي ورته غاړه كېږدي.))

عامه رياست بل منصب دى،چې د قرآن له مخې رسماً ورکړ شوى و؛ هغه د مسلمانانو د ټولنې مشر او مدير و.

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩)= مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او د پېغمبر او د اولوالامر [=د پېغمبر وصيان ] اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه چاره كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره ) خداى او رسول ته مخه وكړئ كه ( په رښتيا) پر خداى او د اخرت پر ورځ ايمان لرئ . دا (كار) تاسې ته غوره دى، عاقبت او پاى يې هم ډېره ښه ده. )) دا چې وايو درې شانه،په اصطلاح تشريفات دي؛بلکې هغه څه چې له پېغمبراکرمه رارسېدلي،درې ډوله دي:

يو: د پېغمبراکرم وينا يوازې الهي وحې ده.دلته پېغمبر له ځانه هېڅ واک نه لري؛د خداى له لوري حکم راغلى،پېغمبراکرم يوازې د ابلاغ وسيله ده؛لکه په هغو ځايو کې،چې ديني احکام وايي : لمونځ وکړئ، روژه ونيسئ او....په هغه ځاى کې،چې د خلکو ترمنځ قضاوت کوي؛نو قضاوت يې وحې کېداى نشي.دوه تنه اختلاف کوي او پېغمبراکرم يې د اسلامي احکامو له مخې ترمنځ قضاوت کوي او وايي،چې حق د چا دى. دلته داسې نه ده،چې حضرت جبرائيل (ع) به د خداى له لوري وحې راوړي،چې حقوال څوک دى.که کومه استثنا وي؛هغه بېله خبره ده؛ خو په ټوليزه توګه د پېغمبر اکرم قضاوتونه د ظاهر له مخې ول؛لکه څنګه چې نور قضاوت کوي؛خو په غوره او لوړه کچه. پخپله يې ويل : ګمارل شوى يم،چې د ظاهر له مخې حکم وکړم؛يعنې يو مدعي او يو منکر پيداکېږي او د بېلګې په توګه مدعي دو عادل شاهدان لري؛نو پېغمبر اکرم د همدې شاهدانو د شاهدې له مخې قضاوت کوي او دا هغه حکم دى،چې پېغمبر ورکړى دى؛نه دا چې وحې ورته شوې ده.

په درېم شان کې هم داچې پېغمبراکرم د ټولنې مشر دى؛نو که کوم حکم کوي،بې له هغه فرمانه دى،چې خلکو ته پکې د خداى حکم اوروي. خداى ورته د داسې مشرۍ واک ورکړى دى. داځکه چې مشر دى،کار کوي؛نو احياناً سلامشوره هم کوي؛ګورو،چې پېغمبراکرم په ډېرو چارو او جګړو؛لکه بدر،احد او خندق کې له يارانو سره مشوره کوي . د خداى په حکم کې مشوره نشي کېداى.آيا کله پېغمبراکرم له يارانو سره په دې هکله مشوره کړې،چې د ماښام لمونځ داسې وکړو که هغسې؟؛بلکې کله به داسې چارې راپېښېدې،چې په هکله به يې خبرې کېدې؛نو ويل يې،چې دا چارې په ما پورې اړوند نه دي، د خداى له لوري داسې دي او بې له دې کېداى هم نشي؛نو که د کوم چار په هکله پېغمبر اکرم فرمان ورکړ،چې داسې وکړئ؛نو دا حکم د هغه واک له مخې دى،چې خداى ورکړى دى او که په کوم ځانګړي چار کې وحې شوې وي؛نو دا استثناء ده او استثنايي اړخ لري؛نه دا چې د ټولنې د مشر په نامه په هر چار کې ورته وحې کېده،چې دلته داسې وکړه او هلته هغسې او په داسې چارو کې هم پېغمبراکرم يوازې پيغام رسوونکى وي .

د ټولنې د مشرۍ په مانا د امامت مانا په لومړۍ مانا امامت د "عامه رياست" په مانا دى؛يعنې پېغمبر اکرم،چې له دنيا ولاړ شي؛نو يو له هغو شئونو،چې بلاتکليفه پاتې کېږي همدا د ټولنې مشري ده. ټولنه مشر غواړي او په دې کې څوک هم شک نه لري. تر پېغمبراکرم وروسته د ټولنې مشر څوک دى؟دا هغه چار دى، چې اصل يې هم شيعه مني او هم اهلسنت؛هم شيعه مني،چې ټولنه ستر او تکړه مشر ته اړينه ده او هم اهلسنت او له همدې ځايه دي،چې د خلافت مسئله مطرح ده . شيعه وايي : پېغمبراکرم تر ځان وروسته ټولنې ته مشر ټاکلى دى او ويلي دي،چې تر ما وروسته به د مسلمانانو د مشرۍ چارې حضرت علي (ک) سمبالوي او اهلسنت په منطقي اختلاف دا مطلب هغسې نه مني،چې شيعه يې مني او وايي: پېغمبر اکرم تر ځان وروسته مشر نه دى ټاکلى او پخپله د مسلمانانو دنده وه،چې تر ځان وروسته د ټولنې مشر وټاکي؛نو اهلسنت ورونه هم د امامت مسئله –چې مسلمانان بايد مشر ولري _ مني؛خو وايي،چې مشر په هغه بڼه ټاکل کېږي او شيعه وايي،چې په دې بڼه ټاکل کېږي او مشر پېغمبر اکرم په الهي وحې ټاکي. که د امامت مسئله تر همدې بريده وه (؛يعنې خبره يوازې تر پېغمبر اکرم وروسته د مسلمانانو د مشرۍ وه _؛نو شيعه وو به هم امامت د دين په فروعو کې ګاڼه؛نه د دين په اصولو کې؛خو شيعه چې پر امامت قايل دي؛يوازې پردې بسيا نه کوي،چې حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم يو صحابي و او حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)،حضرت عثمان (رض) او په سلګونو نور کسان او ان حضرت سلمان (رض) او حضرت ابوذر (رض) هم د پېغمبراکرم اصحاب ول؛خو حضرت علي (ک) تر ټولو غوره و او پېغمبر اکرم (ص) هم ټاکلى و.

نه ! شيعه پردې بسيا نه کوي او دوه نورې مسئلې وايي،چې اهلسنت بېخي پرې د يو چا په هکله هم قايل نه دي او نه دا چې قايل دي او له علي (ک) يې نفې کوي هم،چې يوه يې امامت؛"د مسلمانانو د ديني مرجع" په مانا دى.

امامت د ديني مرجعيت په مانا و مو ويل : پېغمبر اکرم (ص) د وحې مبلغ و. چا چې د اسلام په هکله پوښتنه درلوده؛نو پېغمبراکرم يې پوښته او د هغه څه په هکله يې پېغمبر اکرم پوښته،چې په قرآن کريم کې به نه ول. مسئله داده،چې آيا هغه احکام او ښوونې،چې اسلام غوښتل خلکو ته يې ووايي،په قرآن کريم کې راغلي او پېغمبر اکرم خلکو ته ويلي دي که نه، هغه څه چې پېغمبر اکرم خلکو ته ويلي،د اسلام ټول احکام نه دي؛ځکه وخت يې ددې کار اجازه نه ورکوله؛حضرت علي (ک) د پېغمبر اکرم "وصي" و او ټول اسلام او يا لږ تر لږه د اسلام کليات يې ورته ويلي ول او حضرت علي يې پخپل لاس فوق العاده عالم روزلى و،چې تر نورو ټولو اصحابو غوره و او هغه چې ان د پېغمبر اکرم په څېر نه تېروته او د خداى له لوري به داسې خبره نه وي راغلې،چې علي (ک) به ترې بې خبره وي؛نو پېغمبراکرم تر ځان وروسته خپل وصي وښود او و يې ويل : (( خلکو ! تر ما وروسته،چې د دين په اړه هر پوښتنه لرئ؛نو زما له وصي؛ علي او زما له اوصياوو يې وپوښتئ.))

دلته په واقع کې امامت د اسلام يو ډول "کارپوهي" ده؛خو تر "مجتهد" پورته کارپوه؛د خداى له لوري کارپوهي؛يعنې هغه وګړي،چې اسلامپوهان دي؛خو نه هغه اسلامپوهان،چې د خپل عقل او فکر له مخې يې اسلام زده کړې وي_چې قهراً جايز الخطا وي _بلکې هغه وګړي،چې له رمزي او غيبي لارې يې _چې موږ ته مجهول دي_ له پېغمبر اکرمه اسلامي علوم زده کړي وي؛له پېغمبر اکرمه،علي (ک) ته او بيا په ټولو پېرونو کې وروستيو امامانو ته د اسلام پوهه (چې يو غير مخطي معصومه پوهه ده،چې بېخي نه تېروځي) رارسېدلي وي.

اهلسنت هېچا ته پر داسې مقام قايل نه دي؛نو هغوى په دې ډول امامت کې بېخي د امام پر شتون قايل نه دي؛نه داچې پر امامت قايل دي او ووايي،چې حضرت علي امام نه دى او حضرت ابوبکر (رض) امام دى. او حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض)،حضرت عثمان (رض) او په ټوليزه توګه يو صحابي ته هم پر داسې شان او مقام قايل نه دي؛نو ځکه پخپلو کتابو کې په ديني مسئلو پورې اړوند د حضرت ابوبکر او حضرت عمر تېروتنې رانقلوي؛خو شيعه خپل امامان له تېروتنې معصوم ګڼي او ناشونې ده،چې خپل امام ته پر تېروتنې قايل شي. د اهلسنتو په کتابو کې راغلي،چې حضرت ابوبکر (رض) په پلاني ځاى کې تر خپلې تېروتنې وروسته وويل: کله راباندې شيطان واکمن شي او تېروځم.)) يا حضرت عمر (رض) تر خپلې تېروتنې وروسته وويل : (( دا ښځې تر عمره پوه دي.)) وايي: پر هغه ورځ،چې حضرت ابوبکر (رض) ومړ؛نو کورنۍ يې او ام المؤمنين عايشې وير کاوه.د ژړا غږونه،چې له کوره راپورته شول؛نو حضرت عمر (رض) پيغام واستاوه،چې دې ښځو ته ووايه،چې چوپ شي؛خو چوپ نه شوې،بيا يې پيغام ورواستاوه،چې که چوپ نه شوې؛نو په کوړه به يې ادب کړم او همداسې پرله پسې پيغامونه يې استول.حضرت عايشې بي بي ته وويل شول،چې حضرت عمر ګواښنه کړې،چې چوپ شئ.ام المؤمنين وويل: عمر ته ووايه،چې راشي،څه وايي؟ حضرت عمر د حضرت عايشې په درناوي راغى.بي بي ورته وويل: څه وايې او پرله پسې پيغامونه رااستوې؟ حضرت عمر وويل: له پېغمبر اکرمه مې اورېدلي،چې که څوک ومړ او څومره ورپسې ژړاګانې کېږي؛نو مړى کړوي .بي بي وويل: پوه شوى نه يې،تېروتى يې خبره بل څه ده او پوهېږم،چې څه خبره ده : يوه ورځ يو خبيث يهودي مړ شوى و او کورنۍ يې ورته وير کاوه؛پېغمبر اکرم وويل : (( دوى ژاړي؛ خو مړى عذابېږي)) و يې نه ويل،چې د دوى ژړا د مړى د عذاب لامل دى؛بلکې و يې ويل: دوى ورته ژاړي؛خو نه پوهېږي،چې مړى يې عذابېږي او دا خبره له دې مسئلې سره څه اړه لري؟ پردې سربېره، که پر مړي ژړل حرام وي؛موږ ګناه کوو؛نو خداى ولې زموږ د ژړا په پار يو بې ګناه وکړوي؟! حضرت عمر (رض) وويل: عجيبه ده؛نو خبره داسې وه!! ام المؤمنين وويل: هو !حضرت عمر وويل : که ښځې نه وې؛نو عمر به هلاک شوى واى. پخپله اهلسنت وايي،چې حضرت عمر تر اوياوو ځلو ډېر وويل : (( لو لا علي لهلک عمر.)) نو هغوى پر داسې امامت قايل نه دي. د بحث منځپانګه دې مانا ته راګرځي،چې مسلماً وحې يوازې پېغمبر اکرم ته راته.موږ نه وايو،چې دولس ګونو امامانو ته وحې کېده.اسلام يوازې پېغمبراکرم بشر ته راوړ او خداى هم هغه څه پېغمبر ته وويل،چې بايد خلکو ته وويل شي او داسې نه ده،چې د اسلام څه احکام پېغمبراکرم ته له ويلو پاتې شوي وي؛خو آيا داسې احکام پاتې دي،چې لا خلکو ته نه دي ويل شوي؟ د اهلسنتو خبره داده،چې د اسلام احکام هماغه ول،چې پېغمبراکرم اصحابو ته وويل.بيا په هغو مسئلو کې،چې په هکله يې له اصحابو کرامو هم څه نه دي روايت شوي او پکې بند پاتې يو؛نو څه به کړو؟؛نو دلته د "قياس" مسئله راننوځي او وايي: موږ دا ستونزه د قياس او پرتلنې په قانون هواروو،چې اميرالمؤمنين په نهج البلاغه کې وايي: ((يعنې خداى نيمګړى دين راولېږه،چې تاسې يې بشپړ کړئ؟!))؛خو شيعه وايي: نه خداى،اسلام پېغمبر اکرم ته نيمګړى رالېږلى او نه پېغمبر خلکو ته نيمګړى بيان کړى دى.پېغمبر بشپړ خلکو ته بيان کړ؛خو څه چې پېغمبر اکرم بشپړ بيان کړي؛ټول هغه څه نه دي،چې عمومو خلکو ته يې وويل (ډېرى داسې موضوعات ول،چې بېخي د پېغمبر اکرم پر مهال نه ول پيدا شوي او بيا به يې په هکله پوښتل)؛بلکې ټول هغه احکام،چې د خداى له لوري ول،خپل ځانګړي زده کوونکي ته يې وښوول او ورته يې وويل،چې ته يې خلکو ته ووايه. نو دلته دي،چې د "عصمت" مسئله رامنځ ته کېږي.شيعه وايي :لکه څنګه چې ناشونې وه،چې پخپله پېغمبر عمداً يا سهواً تېروځي؛نو ناشونې ده،چې د پېغمبر اکرم ځانګړى زده کوونکى هم تېروځي؛ځکه لکه څنګه چې له پېغمبر اکرم سره الهي تاييد و؛ شاګرد سره يې هم الهي تاييد مل و،چې دا امامت ته يوه بله مرتبه ده.


امامت د ولايت په مانا امامت درېمه درجه او مقام هم لري،چې د امامت تر ټولو ستر مفهوم دى او د شيعه وو کتابونه ترې ډک دي او د تشيع او تصوف ترمنځ ګډ ټکى دى.البته داچې وايو ګډټکى؛ناوړه دې تعبير نشي؛ځکه شونې ده،چې په دې هکله د مستشرقينو له خبرو سره مخ شئ،چې مسئله په دې همدې بڼه مطرحوي.دا هغه مسئله ده،چې په عارفانو کې خورا مطرح ده او په تشيع کې هم له صدر اسلامه مطرح وه او ياد مې دي،چې لس کاله مخکې،چې ښاغلي "کربن" له "علامه طباطبايي" سره مرکه درلوده؛يوه پوښتنه يې دا وکړه،چې دا مسئله شيعه و له تصوف اخستې او که تصوف له تشيع؟غوښتل يې ووايي : يو له بله يې اخستې ده.

علامه طباطبايي وويل : تصوف له شيعه و اخستې؛ځکه مسئله له هغه وخته په شيعه کې مطرح وه،چې لا تصوف نه و رامنځ ته شوى او بيا په تصوف کې مطرح شوه؛نو که چېرته يو له دوى له بله اخستې وي؛نو صوفيانو له شيعه و اخستې ده. 

دا مسئله ((د کامل انسان)) مسئله ده او په بل تعبير د زمان د حجت مسئله ده.عارفان او متصوفان په دې مسئله خورا ډډه کوي. مولانا بلخي وايي: ((په هر وخت کې قايم ولي شته)) په هر وخت کې کامل انسان شته،چې د انسانيت د ټوليز معنويت حامل او وړونکى دى،هېڅ وخت بې له کامل انسانه نه وي ((چې کله يې پر "قطب" تعبيروي)) او هغه کامل ولي ته، چې بشپړ انسانيت ورسره دى، يو لړ مقامات قايل دي،چې زموږ له ماغزو ډېر لرې دي،چې له هغو مقاماتو يو يې پر ضميرونو؛يعنې پر زړونو واکمني ده؛په دې مانا،چې هغه يو ټوليز روح دى،چې پر ټولو روحونو راچاپېر دى. ((ولو لا الحجة لساخت الارض باهلها))؛يعنې داسې وخت نه و او نه به وي،چې ځمکه بې له کامل انسانه وي او شيعه هغه کامل انسان ته ډېرى مقامات او درجات قايل دي او موږ په ډېرى زيارتونو کې پر داسې ولايت او امامت اقرار او اعتراف کوو؛يعنې ګروهمن يو،چې امام له داسې ټوليز روحه برخمن دى. په زيارتونو کې وايو: ((اشهد انک تشهد مقامى و تسمع کلامى و ترد سلامى)) ( موږ يې لا مړي ته وايو؛البته زموږ له نظره مړى او ژوندى يې توپير نه لري او داسې نه ده،چې ژوندى يې داسې نه و او يوازې مړى يې داسې دى) ګواهي ورکوم،چې دلته مې شتون درک کوې،ګواهي ورکوم،چې وايم : السلام عليک يا على بن موسى الرضا؛نو ته يې اورې.ګواهي ورکوم،چې کوم سلام درباندې اچوم : السلام عليک؛نو ځواب يې راکاوې.دا مقام چا ته څوک هم قايل نه دي او دا مقام اهلسنت (بې له وهابيانو) يوازې پېغمبر اکرم ته قايل دي؛خو دا خبره د شيعه مذهب له اصولو ده. نو د امامت مسئله درې درجې مومي او که يو له بله يې بېلې نه کړو؛نو په هغو استدلالونو کې به تېروځو،چې په دې اړه يې کوو؛نو تشيع هم درجې او پړاوونه لري.ځينې شيعيان يوازې امامت ته د ټولنې د مشرۍ په مانا ګوري،وايي: پېغمبر اکرم (ص) حضرت علي (ک) تر ځان وروسته د ټولنې مشرۍ ته ټاکلى و،چې حضرت ابوبکر (رض)،حضرت عمر (رض) او حضرت عثمان (رض) يې ځاى ونيو او يوازې همدومره شيعه دي او پر هغه دوو نورو مسئلو ګروهمن نه دي او يا يې په هکله چوپ دي. ځينې پر دويم پړاو قايل دي؛خو درېم پړاو ته نه رسي؛خو ډېرى شيعه علماء او شيعيان پر دريم پړاو ګروهمن دي. که غواړو پر امامت بحث وکړو؛نو بايد په دې پړاوونو کې بحث وکړو : امامت په قرآن کې.امامت په سنتو کې او امامت د عقل له مخې. په لومړي پړاو کې بايد وګورو،کوم امامت چې شيعه وايي، په قرآن کې شته که نه؟ او که د قرآن آيتونه داسې امامت راښيي؛نو آيا امامت يوازې د ټولنې سياسي او ټولنيزې مشرۍ ته وايي که امامت ديني مرجعيت او ان د معنوي ولايت پر مانا هم دى؟ له دې بحثه،چې راووتو،بايد په سنتو کې امامت ولټوو،چې نبوي سنت د امامت په هکله څه وايي؟ بيا به د عقل له مخې د مسئلې شننه او کره کتنه وکړو،چې عقل په دې درې پړاوونو کې څه مني؟ آيا وايي،چې د ټولنې د مشرۍ په اړه اهلسنت په حقه دي او د پېغمبراکرم ځايناستى بايد د خلکو شورا وټاکي يا پخپله پېغمبراکرم خپل ځايناستى ټاکلى دى .

د امامت په اړه يو حديث دا روايت هم شيعه مني او هم اهلسنت او معمولاً هغه حديث ته په ټيټه سترګه نه شو کتلاى،چې هم يې شيعه مني او هم اهلسنت؛ځکه چې کله يې دواړه ډلې روايت کړي؛نو تقريبا ښيي،چې دا خبره هرومرو پېغمبراکرم يا امام کړې ده . البته عبارتونه لږ څه توپير لري؛خو مضمون يې يو دى.دا حديث شيعه داسې روايتوي: من مات و لم يعرف امام زمانه مات ميته جاهلية =څوک چې ومري او د خپلې زمانې امام و نه پېژني؛نو د جاهليت په مرګ مړ شوى دى. دا ډېر کلک تعبير دى؛ځکه د جاهليت پر مهال خلک بېخه مشرک ول او ان توحيد او نبوت يې هم نه درلود.دا حديث د شيعه وو په کتابو کې ډېر راغلى او سل په سلو کې د شيعه مذهب له اصولو سره اړخ لګوي. "کافي" د شيعه معتبر حديثي کتاب دى،چې دا روايت پکې راغلى او عمده خو داده،چې د اهلسنتو په کتابو کې هم راغلى دى. اهلسنتو دا حديث په بل عبارت رانقل کړى دى: من مات بغير امام مات ميتة جاهلية =څوک چې بې امامه ومري؛نو داسې به وي؛لکه د جاهليت په مرګ،چې مړ شوى وي. په بل ځاى کې يې په دې عبارت رانقل کړى دى: من مات و ليس فى عنقه بيعة مات ميتة جاهلية = هغه چې ومري او پر غاړه يې د امام بيعت نه وي؛نو د جاهليت په مرګ مړ شوى دى . په کوم عبارت،چې شيعه وو رانقل کړى،اهلسنتو هم رانقل کړى دى : من مات ولا امام له مات ميتة جاهلية.دا عبارتونه خورا ډېرى دي او ښيي،چې د پېغمبراکرم خورا دې مسئلې ته پام و. هغوى،چې امامت يوازې د ټولنې مشري ګڼي،وايي: وګوره ! پېغبراکرم د مشرۍ مسئلې ته څومره ارزښت ورکاوه،چې ګروهمن و،چې که امت مشر و نه لري؛نو مرګ يې د جاهليت مرګ دى؛ځکه د اسلامي احکامو سم تفسيرول،د ټولنې په سمې مشرۍ او له مشرۍ سره د خلکو په ټينګو اړيکو پور اړه لري .اسلام څه وګړيز دين نه دى،چې څوک ووايي : پر خداى او استازي يې ګروهمن يم؛نور له هېچا سره کار نه لرم . نه ! بې له خداى او استازي يې،بايد هرومرو ځان پوه کړې او و يې پېژنې،چې په دې زمانه کې دې مشر او لارښود څوک دى او قهراً د مشرتوب تر سيوري لاندې يې غورځې پورځې وکړې. هغوى چې امامت په "ديني مرجعيت" مانا کوي [ددې حديث په مانا کې] وايي:که څوک غواړي دين ولري؛بايد خپله ديني مرجع وپېژني او پوه شي،چې دين له کومې سرچينې اخلي.دا چې انسان دين ولري؛خو دين له هغه سرچينې واخلي،چې د دين ضد ده؛نو دا کټ مټ جاهليت دى. هغوى،چې امامت په "معنوي ولايت" مانا کوي،وايي:حديث وايي: که انسان ته د کامل ولي پام نه وي؛نو داسې دى؛لکه په جاهليت چې ومري. دا حديث مې په پېل کې ځکه ووايه،چې متواتر دى،چې يوه ذهني سريزه ولرئ،چې وروسته پرې بحث وکړو.   امامت په قرآن عظيم شان کې په قرآن کريم کې څو آيتونه دي،چې شيعه پرې د امامت په هکله استدلال او استناد کوي: ((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ (مائده/٥٥) = ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي،چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.)) ((إِنَّمَا))؛يعنې "منحصراً=يوازې". د ((ولي)) اصلي مانا ((پالندوى)) دى. ولايت؛يعنې تسلط او سرپرستي. ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى،د هغه پېغمبر او هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.موږ په اسلام کې داسې حکم نه لرو،چې انسان بايد د رکوع په حال کې زکات ورکړي،چې ووايو دا يو ټوليز قانون دى، چې ټول وګړي رانغاړي.دا هغه پېښې ته اشاره ده،چې يوازې يو ځل راپېښه شوه او شيعه او سني داوړو روايت کړې ،چې : حضرت علي (ک) په رکوع کې و،چې يو سوالګر راغى او سوال يې وکړ،حضرت علي خپل ګوتې ته اشاره وکړه،سوالګر راغى او د حضرت علي(ک) له ګوتې يې کوته وايسته؛يعنې حضرت علي صبر و نه کړ،چې لمونځ يې پاى ته ورسي او بيا انفاق وکړي. شيعه او سني دواړه يوه خوله دي،چې دا آيت د حضرت علي (ک) په هکله نازل شوى دى،ددې خبرې په پامنيوي،چې د رکوع په حال کې انفاق اسلامي حکم نه دى ( نه فرض دى او نه مستحب)،چې ووايو شونې ده،چې نورو وګړيو هم پردې قانون عمل کړى وي ((؛نو هغوى، چې داسې کوي)) اشاره او کنايه ده؛لکه څنګه،چې کله په قرآن کې وايي: ((يقولون=وايي)) [د جمعې په بڼه] حال داچې يو وګړي به دا خبره کړې وي. دلته ((؛نو هغوى،چې داسې کوي))؛يعنې هغه وګړي،چې داسې يې کړي دي؛نو ددې آيت له مخې علي (ک) د خلکو ولايت ته ټاکل شوى دى. دا هغه آيت دى،چې شيعه پرې استدلال کوي. مفسرين په يوه خوله ددې آيت په هکله وايي،چې : دا آيت د حضرت علي (ک) د ولايت په هکله نازل شوى دى او د نازلېدو کيسه يې داسې ده،چې حضرت علي په جومات كې لمونځ كاوه؛نو ركوع ته چې ولاړ؛ يو سوالګر راغى او مرسته يې وغوښته،چې حضرت علي هماغسې د ركوع په حال كې خپله ګوته ورته وښووه(چې راشه او واخله يې)، چې سوالګر هم ګوته د حضرت علي له ګوتې راواېسته او له جوماته خوشحاله ووت .څښتن تعالى د حضرت علي ددې عمل د ارزښت ښوولو لپاره پورتنى آيت نازل كړ. حضرت ابوذر غفاري (رض) ددې آيت د نزول کيسه داسې روايت كړې ده : يوه ورځ مې د رسول الله (ص) په جومات كې لمونځ كاوه،چې يو سوالګر راننوت او مرسته يې وغوښنه؛خو چا پرې چرت خراب نه کړ. سوالګر خپل لاسونه اسمان ته پورته كړل او ويې ويل : خدايه! شاهد اوسه،چې ستا د رسول په جومات كې مې مرسته وغوښته؛خو چا راباندې چرت خراب نه کړ.په دې وخت كې حضرت علي (ك) په ركوع كې و،چې د ښي لاس په وړه ګوته يې سوالګر ته اشاره وكړه،چې زما ګوته واخله . سوالګر هم رانږدې شو او هغه ګوته يې د حضرت علي له لاسه راواېسته او په خوشحالۍ له جوماته ووت . رسول الله،چې دا پېښه كتله؛نو تر لمانځه وروسته يې اسمان ته وكتل او دعا يې وكړه:((خدايه! زه محمد ستا رسول يم،سينه مې پراخه او كارونه مې اسان كړې او له كورنۍ مې علي زما وزير وټاكې،چې ملا تړى مې شي .)) حضرت ابوذر غفاري(رض ) وايي: لا د پېغمبر اکرم دعا خلاصه شوې نه وه،چې حضرت جبرائيل (ع) راغى او پېغمبر اکرم ته يې وويل: ووايه ! پېغمبر اکرم ورته وويل : څه ووايم؟! حضرت جبرائيل (ع) ورته وويل: ووايه :((انَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ. )) نور هغه آيتونه دي،چې د "خم غدير" په باب راغلي دي. پخپله د "خم غدير" جريان سنت دى او موږ بايد پرې بحث وکړو. ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (مائده/٦٧)= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې و نه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري، هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .)) دلته لحن ډېر توند دى او ددې آيت مفاد د (( من مات ولم يعرف امام زمانه مات ميتة جاهلية.)) حديث هومره توند دى.که پېغمبر تبليغ و نه کړ؛نو خپل رسالت يې نه دى ابلاغ کړى . شيعه او سني دواړه يوه خوله دي،چې د مائدې سورت وروستى سورت دى، چې پر پېغمبراکرم نازل شوى؛يعنې هغه مهال نازل شو،چې پېغمبر اکرم ټول احکام د دروېشت کالو په ترڅ کې خلکو ته بيان کړي ول او دا وروستي احکام وو. شيعه پوښتي: دا کوم حکم دى،چې د پېغمبراکرم وروستى حکم دى او که خلکو ته يې بيان نه کړي؛نو تېرې ټولې هڅې يې خاورې ايرې کېږي؟؛يعنې تاسې داسې کومه موضوع نشئ ښوولاى، چې د پېغمبراکرم د عمر په وروستيو پورې اړوند وي او د ارزښت درجه يې دومره لوړه وي،چې که ابلاغ نشي؛نو هېڅ به نه وي ابلاغ شوي؛خو موږ وايو،چې دا موضوع د امامت مسئله ده؛که نه وي؛نو هر څه له منځه تللي دي او پردې سربېره،شيعه د اهلسنتو له خولې دليل راوړي،چې دا آيت په "خم غدير" کې نازل شوى دى. د مائدې د سورت درېم آيت [: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا =نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) ] ښيي،چې پر هغه ورځ داسې پېښه شوې وه،چې دومره ارزښتناکه وه،چې ددين بشپړوونکې او د نعمتونو پوره کوونکې وه،چې شتون يې د اسلام شتون دى او نه شتون يې د اسلام نه شتون دى. الف :له حضرت ابي سعيد خدري روايت دى،چې وايي:(( د " يا ايها الرسول بلغ" آيت د "خم غدير" پر ورځ د حضرت علي (ك) په هکله پر پېغمبر اکرم نازل شوى دى . )) ب : حضرت ابن عباس د "يا ايها الرسول بلغ ما انزل اليك من ربك" آيت په هکله وايي:(( دحضرت علي په هکله نازل شو؛څښتن پر خپل رسول امر كړى دى،چې د حضرت علي په هکله تبليغ وكړه. بيا پېغمبر اکرم د حضرت علي لاس ونيو او ويې ويل:(( د چا چې زه مولى يم؛نو علي يې هم مولى او ولي دى؛خدايه! ددښمنانو يې دښمن او د دوستانو يې دوست اوسه .)) او نورو عالمانو؛لكه حافظ ابوسعيد سجستاني د "الولاية" په كتاب كې او بدرالدين حنفي د "عمدةالقادري" په كتاب كې او حمويني د "فرائد السمطين" په كتاب كې. همداراز....... ]

تر پېغمبر اکرم وروسته امامت او د دين ښوول و مو ويل: د امامت په اړه يوه مسئله د حکومت مسئله ده؛يعنې تر پېغمبراکرم وروسته د حکومت برخليک څه دى؟ آيا د خلکو پر غاړه دى او دا خلک دي،چې بايد پخپلو منځو کې واکمن وټاکي او يا داچې پېغمبراکرم خلکو ته تر ځان وروسته واکمن ټاکلى دى؟ دا چې په دې وروستيو کې مسئله داسې مطرحوي؛نو هرومرو ذهنونه د اهلسنتو نظر ته اوړي؛يعنې انګېري،چې نظر يې تر ټولو عادي او طبيعي دى.

د مسئلې ناسم مطرحول مسئله داسې مطرحوي،چې د اسلام له نظره د حکومت برخليک څه دى؟ آيا "موروثي" او "تنصيصي" دى،چې هر واکمن تر ځان وروسته واکمن تنصيص او وټاکي او خلک هم د حکومت په چارو کې هېڅ لاسوهنه و نه لري؟پېغمبر اکرم تر ځان وروسته يو ټاکلى وګړى وټاکه او هغه هم تر ځان وروسته ټاکلى وګړى وټاکه او هغه هم بل کس او تر قيامته د حکومت برخليک داسې دى،چې تل "تعييني" او "تنصيصي" وي او قهراً دا چار په دولس ګونوامامانو پورې ځانګړى نه دى؛ځکه د امامانو شمېر دولس تنه دى او د شيعه وو د ګروهې له مخې دا شمېرې نه د کمېدو وړ دى او نه د ډېرېدو. ددې وينا له مخې،د حکومت په اړه د اسلام ټوليز قانون داسې دى،چې پېغمبراکرم _ چې پخپله واکمن و_بايد تر ځان وروسته واکمن وټاکي او تر قيامته به په يو بل پسې د ټاکلو لړۍ همداسې وي او که اسلام ټوله نړۍ هم ونيسي (،چې اوس هم خورا پلويان لري) او اسلامي قوانين په ټوله نړۍ کې پلي شي؛که د "واحد حکومت" په بڼه وي او که د بې شمېره حکومتو په بڼه؛نو قانون به همدا وي؛نو دا چې وايو: پېغمبراکرم تر ځان وروسته حضرت علي (ک) وټاکه،د همدې ټوليز اصل پر بنسټ ول،چې حکومت بايد تصيصي او تعييني وي او ددې فلسفې له مخې،پکار نه ده،چې پېغمبراکرم تر ځان وروسته حضرت علي ټاکلى وي؛دا چې پېغمبر اکرم کړاى شول په وحې يو مطلب بيان کړي او دولس ګوني امامان هم مُلهَم دي او هم له پېغمبره يو لړ علوم تلقي کړي؛خو وروسته خو داسې نه دي؛نو که د حکومت په اړه د اسلام ټوليز اصل دا وي [چې حکومت تنصيصي او تعييني وي] ان پکار نه ده،چې پېغمبراکرم (ص) حضرت علي (ک) د وحې له لارې ټاکلى وي؛بلکې پخپل نظر او صوابديد يې ټاکلى دى او دولس ګوني امامان يې هم پخپل صلاحديد خپل ځايناستي ټاکلي دي؛نو پردې بنسټ د پېغمبراکرم له نظره خلافت ته د علي (ک) ټاکل،مکې ته د واکمن او د حاجيانو لپاره د مشر د ټاکلو په څېر دي؛لکه څنګه چې هلته څوک نه وايي،چې که پېغمبر اکرم د وحې په لارښوونه پلانى د مکې د حکومت لپاره ولېږه يا يمن ته يې حضرت معاذ بن جبل(رض) ولېږه؛ بلکې وايي:دا چې پېغمبر اکرم د خداى له لوري د خلکو مدير او مشر و؛نو په هغو چارو کې يې پخپله هوډ نيوه،چې په اړه به يې وحې نه راته؛نو دلته هم بايد وويل شي،چې پېغمبر اکرم پخپل شخصي تدبير حضرت علي (ک) د خلافت لپاره وټاکه. که د امامت مسئله د دنيوي حکومت په مفهوم همدومره ساده مطرح کړو؛نو دا له هغه امامته بيل بحث دى،چې زموږ په پام کې دى او که اصلاً مسئاله په دې بڼه وي؛نو لازم نه دي،چې وحې پکې دخالت وکړي او وحې يوازې دومره دخالت کړاى شي، چې پېغمبره! ته دنده لرې،چې پخپله صلاح يو تن وټاکې او هغه هم تر ځان وروسته بل وټاکي او همدا لړ تر قيامته دوام ومومي. که امامت په ساده بڼه او د حکومت په کچه مطرح کړو او ووايو،چې امامت؛يعنې حکومت؛نو هغه مهال به ګورو،چې د اهلسنتو د خبرې توله د شيعه وو د خبرې په پرتله درنده وي؛ځکه هغوى وايي:يو واکمن حق نه لري،چې تر ځان وروسته واکمن وټاکي؛بلکې "امت" او "اهل حل و عقد" يې وټاکي او ټاکنه بايد د ولسواکۍ د اصولو پر بنسټ وي او دا د خلکو حق دى،چې څوک ټاکي؛خو مسئله دومره هم ساده نه ده. د شيعه وو له نظره د حضرت علي او دولس ګونو امامانو د خلافت مسئله،چې تنصيصي وه،پر يوې بلې مسئلې فرع وه،چې تردې بنسټيزه وه. دلته پوښتنه مطرحېږي،چې امامان خو دولس تنه ول او تر هغوى وروسته د حکومت برخليک څه دى؟ فرض کړئ؛ لکه څنګه چې پېغمبر اکرم حضرت علي وټاکه او واکمن شو بيا امام حسن او بيا امام حسين،چې حضرت امام مهدي ته راورسي؛نو په دې بڼه کې قهراً د هغې فلسفې پر بنسټ،چې شيعيان يې په دې باب لري،د امام مهدي د غيبت لپاره هم کوم لامل نه و؛ده به هم د خپلو پلرونو په څېر لنډ عمر درلود او له دنيا به ته؛نو تر امام مهدي وروسته به څه کېږي؟ آيا امامان به تر دولس تنو ډېرېدل؟ نه !بايد په خلکو کې يوه بله مسئله وي : په عادي بڼه د حکومت مسئله؛لکه څنګه چې همدا اوس ده . امام مهدي خو نشي کړاى،چې د غيبت په پېر کې د خلکو واکمن وي . بيا هم د دنيوي حکومت او واکمنۍ مسئله پر خپل ځاى ده.


حکومت د امامت يوه څانګه ده موږ بايد تېر نه وځو همداچې په شيعه و کې د امامت مسئله مطرح شوه؛نو ووايو،چې امامت؛يعنې د حکومت مسئله،چې په پايله کې مسئله په ډېره ساده بڼه وي او دا فروعات ورته پيدا شي،چې پيدا شوي دي او ووايو اوس،چې يوازې د حکومت مسئاله مطرح ده او داچې څوک واکمن وي،آيا هغه چې واکمن شي،بايد هرومرو تر ټولو افضل وي،يا نه ! او ممکن څوک چې واکمېنږي،نسبي افضل وي؛نه واقعي افضل؛يعنې د سياستوالۍ او د چارو د ادارې له نظره تر نورو وړ وي؛که څه هم له نورو نظرونو ډېر په ټيټه درجه وي،ښه مدير او سياستوال وي او خاين نه وي؛نو آيا معصوم دې وي که نه؟ او دا چار څه لزوم لري؟ د شپې لمونځ کوونکى هم وي که نه؟ او دا چار څه لزوم لري؟ په فقهي مسايلو هم پوه وي که نه؟ او څه لزوم لري،چې پر فقهي مسايلو پوه وي؟! په دې چارو کې نورو ته رجوع کوي.نسبي افضليت بسيا دى او دا ددې تابع ده،چې موږ دې مسئلې ته يوازې د حکومت په کچه او په ټيټه ووينو او دا يوه ستره تېروتنه ده،چې احياناً پخواني (ځينې متکلمين) هم کله په دې تېروتنې ککړېدل.دا غلطي ډېره تکرارېږي.د امامت مسئله،چې مطرح شي؛نو بې ځنډه حکومت ته متوجه شي،حال داچې د حکومت چارې د امامت له فروعو او د امامت له ډېرو وړو ښاخونو ځنې دى،چې بايد دا دواړه سره ګډ نشي؛نو امامت څه دى؟


د دين په ښوولو کې امام د پېغمبراکرم ځايناستى دى د امامت په مسئله کې، بې له وحې د دين د ښوولو،روښانولو او توضيح لپاره د پېغمبر د ځايناستۍ مسئله د ارزښت له پلوه په لومړۍ درجه کې ده.البته يوازې پېغمبراکرم ته وحې راته او له دنيا له تلو سره يې وحې او رسالت پاى ته ورسېد. د امامت مسئله په دې کې ده،چې آيا د پېغمبر اکرم په تلو،د هغو آسماني ښوونو ښوونه _چې نور پکې اجتهاد،شخصي راى او وګړيز نظر نشته_ په يوه وګړي کې متمرکزه وه،چې خلکو به د پېغمبراکرم په څېر په ديني مسايلو کې ترې پوښتل او هغه پرې پوهېده او ځواب يې حق او حقيقت دى او شخصي فکر نه دى،چې ممکن پکې تېروتى وي او بيا بله ورځ پرې رڼا واچوي؟موږ د پېغمبراکرم په هکله دا خبره نه کړو او نه يې کړاى شو ،چې په آند مو د پېغمبراکرم پلانى نظر ناسم و او يا هغه په دې ځاى کې په لوى لاس د ځاني غوښتنو تر اغېز لاندې راغلى دى؛ځکه دا خبره د نبوت له منلو سره اړخ نه لګوي.که کومه جمله هرومرو پېغمبراکرم ويلي وي او موږ پخپله ترې اورېدلي يا نه وي اورېدلي او په پرېکنده دلايلو جوته شوې وي،چې دا خبره پېغمبراکرم کړې ده؛نو هېڅکله نه شو ويلاى،چې خبره د پېغمبر ده؛خو تېروتى دى. د يو مجتهد يا مفتي په اړه ويلاى شو،چې د پلانۍ پوښتنې په ځواب کې تېروتى،غفلت يې کړى يا د يو بهير تر اغېز لاندې راغلى؛خو د پېغمبر اکرم په اړه داسې خبره کړاى نه شو ؛لکه څنګه چې د قرآن کريم د آيتونو په اړه ويلاى نه شو ،چې له بده مرغه په دې ځاى کې وحې تېروتې او يا پکې د چا ځاني غوښتنې دخالت کړى دى. ((وحې تېروتې ده))؛يعنې دا آيت وحې نه دى. آيا تر پېغمبراکرم وروسته داسې انسان و،چې واقعاً د ديني احکامو مرجع وي؛لکه څنګه چې پخپله مرجع،مبين او مفسر و؟ آيا داسې کامل انسان و که نه؟ و مو ويل : داسې کامل انسان و؛خو په دومره توپير،چې د پېغمبر خبرې نېغ په نېغه پر وحې مستندې وې او د دولس ګونو امامانو خبرې پر پېغمبراکرم مستندې وې؛خو نه په هغې بڼه،چې پېغمبراکرم ورته ښوونه کړې وه؛بلکې په هغې بڼه يې وايو،چې حضرت علي (ک) وايي:پېغمبر اکرم راته د علم يو ور پرانېست،چې له هغه وره زر نور ورونه پرانېستل شول.موږ نه شو کړاى تفسير کړو،چې دا څرنګه و او لکه څنګه چې وحې نه شو تفسيرولاى،چې پېغمبراکرم څرنګه علم له خدايه اخلي؛نه شو تفسيرولاى،چې د علي او پېغمبر اکرم ترمنځ څرنګه اړيکه وه،چې پېغمبراکرم بشپړ حقايق علي ته وښوول او بې له هغه يې چاته و نه ښوول. حضرت علي وايي: ((زه له پېغمبر سره په حراء کې وم (هغه مهال ماشوم و)،دردونکې چغه مې واورېده،و مې ويل: وحې،چې درته راغله؛نو د شيطان د کړيکې غږ مې واورېد.پېغمبراکرم راته وويل: (( يا على ! انک تسمع ما اسمع و ترى ما ارى ولکنک لست نبى=علي! بېشکه چې څه اورم،اورې يې او چې څه وينم،وينې يې. ))

که په هماغه ځاى کې د علي تر څنګ بل څوک هم و؛هغه غږ يې نه اورېده؛ځکه هغه اورېدل د غږ اورېدل نه ول،چې په فضا کې خپور شي،چې ووايو هر غوږي به اورېده. هغه بېل اورېدل،حس او ليد دى.


د "ثقلينو" حديث او د دولس ګونو امامانو د عصمت مسئله په امامت کې بنسټيزه مسئله معنوي اړخ يې دى . امامان؛يعنې معنوي انسانان،چې له معنوي لارې په اسلام پوهېږي او پېژني يې او د پېغمبراکرم په څېر له تېروتنې او ګناه معصوم دي.امام پرېکنده مرجع ده، چې که يوه جمله ترې واورئ؛نه پکې د تېروتنې ورکولاى نشئ او نه په لوى لاس د اړونې احتمال پکې ورکولاى شئ،چې نوم يې ((عصمت)) دى.شيعه وايي: داچې پېغمبراکرم وويل: انى تارک فيکم الثقلين کتاب الله و عترتى =زه تاسې ته دوه ګرانبيه څيزونه پرېږدم:قرآن او عترت مې)) دداسې مطلب نص دى. خو آيا پېغمبر اکرم داسې خبره کړې که نه؟ څوک ترې منکرېداى نشي.دا هغه روايت نه دى،چې يوازې شيعه روايت کړى وي؛بلکې اهلسنتو تر شيعه وو ډېر روايت کړى دى.د اهلسنتو په کتابو کې دا حديث په ډېرو ځايونو کې و؛ځکه پېغمبر اکرم دا مطلب په بېلابېلو ځايو کې په همدې بڼه ويلى و.البته مراد مو دا نه دى،چې پېغمبراکرم به ان په يو ځاى کې هم نه وي ويلي،چې دوه ګرانبيه څيزونه درته پرېږدم : "کتاب او سنت"؛ځکه د ((کتاب او سنت)) او (( کتاب او عترت)) ترمنځ هېڅ منافات نشته؛ځکه عترت د سنت د بيان لپاره دى.خبره په دې کې نه ده،چې "عترت" ته مراجعه وکړو که سنت ته؟؛بلکې خبره په دې کې ده،چې "عترت" د سنتو واقعي بيانوونکى دى او ټول سنت مې ورسره دي. پردې سربېره ،همدا چې وايو پېغمبراکرم وويل: "اني تارک فيکم الثقلين کتاب الله وعترتى"؛پخپله سنت دى؛ځکه د پېغمبراکرم حديث دى او په دې دواړو کې هېڅ منافات نشته او که په يو ځاى کې پېغمبر اکرم _چې هغه هم قطعي نه دي_ ويلي وي،چې (( انى تارک فيکم الثقلين کتاب الله و سنتى))؛خو په څو ځايو کې يې په هغه بله بڼه ويلي دي.که په يو کتاب کې داسې ليکل شوي؛خو لږ تر لږه تر دوو سوو په ډېرو کتابو کې هغسې ليکل شوي دي. نو د امامت اصلي روح دادى،چې اسلام هر اړخيز،ټوليز او ځلانده دين دى،آيا بيان يې هومره دى،چې اصول او کليات يې په قرآن کريم او د پېغمبراکرم په ويناوو_چې پخپله اهلسنتو هم روايت کړي_ کې ياد شوي دي؟ او اسلام همدومره و؟ البته پر پېغمبراکرم د اسلام نازلېدل پوره شول؛خو آيا ويل شوى اسلام هماغه و؟ [ټول نازل شوى اسلام و] يا داچې پر پېغمبراکرم نازل شوى اسلام،چې له حضرت علي (ک) سره و،چې خلکو ته يې د وخت په تېرېدو سره،چې اړتيا ورته پيدا شي،بيان کړي .

په دې صورت کې همدا حديث ((کتاب الله و عترتى)) عصمت هم بيانوي؛ځکه پېغمبراکرم وايي: دين له دې دوو سرچينو واخلئ؛لکه څنګه چې قرآن معصوم دى؛يعنې خطا پکې نشته؛ هغه بل هم معصوم دى. ناشونې ده،چې پېغمبراکرم په دومره پرېکندتوب له هغه چا د دين د اخستو امر وکړي،چې په خبرو کې يې تېروتنه وي.

دلته دي،چې د بيان په ښوونه او اخستنه کې د شيعه او اهلسنتو فرضيه له بېخه توپير کوي. هغوى وايي: لکه څنګه چې د پېغمبراکرم په تلو، ددين واقعي بيان،چې له تېروتنې او خطا معصوم وي،پاى ته ورسېد او ټول هماغه څه دي،چې له قرآن او د پېغمبراکرم له احاديثو مو استنباط کړي دي.

د حديثو له ليکلو منع دوى پخپله يو بهير رامنځ ته کړ،چې خپله فرضيه يې پرې کمزورې کړه او هغه داچې پخپله حضرت عمر فاروق (رض) د حديثو کتابت منع کړ او دا يو تاريخي واقعيت دى،چې څوک ترې منکرېداى نشي. حضرت عمر (رض) ددې لپاره ټينګار کاوه،چې يوازې قرآن د مسلمانانو مرجع شي او په حديثو پسې د مسلمانانو تګ به ددې لامل شي،چې په قرآن پسې لږ ولاړ شي؛نو ځکه يې د احاديثو د کتابت مخه ونيوه.د حضرت عمر فاروق (رض) د خلافت پر مهال چا جرات نه شو کړاى،چې د پېغمبراکرم حديث وليکي او يا ووايي،چې دا خبره د پېغمبراکرم ده او يا په يو ځاى کې د پېغمبراکرم حديث روايت کړي (البته د حديثو رانقلول منع نه ول) تر څو "عمر بن عبدالعزيز" (٩٩-١٠١هجري) خلافت ته ورسېد او د احاديثو د کتابت او ليکلو حکم يې ورکړ،چې پخپله د احاديثو پر کتابت دا دومره بندېز ددې لامل شو،چې د رسول الله ډېرى احاديث له منځه ولاړ شي. پوهېږو،چې قرآن په لنډه د اسلامي احکامو ټوليزه بڼه بيان کړې ده.د بېلګې په توګه :سره له دې،چې قرآن دومره پر لمانځه ټينګار کړى؛خو په هکله يې له (( اقيموا الصلوة)) او (( ارکعوا واسجدوا)) ډېر څه نه دي ويلي او ان توضيح يې هم نه ده ورکړې،چې لمونځ په کومه بڼه او څومره وکړ شي.همداراز په اسلام کې،چې دومره ټينګار پر حج شوى؛خو په قرآن کې پرې دومره رڼا نه ده اچول شوې.د پېغمبراکرم له سنتو سره خو يې داسې وکړل او که يې نه ووکړي؛نو آيا پېغمبر اکرم دومره عمر او وخت درلود،چې ټول حلال او حرام بيان کړي.د مکې په ديارلس کالو کې له هومره فشارونو او زنديو يوازې ٤٠٠ تنه مسلمانان شول او په هغه سخت وخت کې له پېغمبراکرم سره ليده کاته هم خورا ستونزمن ول او تقريباً اويا کورنۍ وې،چې حبشې ته يې هجرت وکړ.البته پېغمبراکرم په مدينه کې بيا هم څه ساه واخسته؛خو بيا هم پېغمبراکرم خورا کارونه درلودل.که رسول اکرم په ٢٣ کالو کې يوازې يو ښوونکى و،چې يوازې ټولګي ته به ته او خلکو ته يې ښوونه کوله؛نو نه به و توانېدلاى،چې ټول اسلام خلکو ته بيان کړي او ددې خبرې په پامنيوي،چې اسلام د بشر د ژوندانه هر پړاو ته حکم لري.

له قياسه ګټنه د اهلسنتو ددې خبرو پايله دا شوه،چې عملاً يې په اسلامي احکامو کې نيمګړتياوې وليدې.يوه مسئله به رامخکې شوه،چې په قرآن کې به يې حکم نه موندل کېده؛نو سنتو ( هومره،چې رانقل کړي يې دي) ته يې مراجعه وکړه؛ليدل يې،چې په اړه يې په سنتو کې هم حکم نشته او بې حکمه خو ژوند نه تېرېږي؛نو څه به کړي؟ و يې ويل: ((قياس.))

قياس؛ يعنې په پلاني ځاى کې يې داسې ويلي،دا چار هم،چې هغه چار ته ورته دى؛نو هماغه حکم لري. کېداى شي هلته،چې پېغمبر په دې علت او فلسفه داسې حکم کړى و؛نو دا فلسفه دلته هم شته؛نو دلته هم د هغه په څېر حکم کوو.

اسلامي نړۍ په تېره بيا د عباسيانو پر مهال خورا پراخه شوه او بېلابېل هېوادونه فتح شول او د خلکو اړتياوو پرله پسې پوښتنې او مسئلې پيدا کولې. کتاب و سنت ته يې کتل؛ليدل يې،چې ددې مسايلو حکم پکې نشته او پرله پسې قياسونه يې کول،چې په پايله کې دوه ډلې شول؛يوه ډله له قياسه منکر شول؛لکه امام احمد بن حنبل (ره) او بل مالک بن انس (ره) (چې ويل کېږي : په ټول عمر کې يې يوازې دوه ځل قياس وکړ او بلې ډلې د قياس لار پرانېستې پرېښووه؛لکه امام ابوحنيفه (ره).امام ابوحنيفه (ره) ويل : (( له پېغمبره دا رارسېدلي سنت د ډاډ وړ نه دي،چې واقعاً به د پېغمبر وينا وي )) او ويل يې،چې زه يوازې پر پينځلسو حديثو ډاډمن يم،چې د پېغمبراکرم به وي او په نورو چارو کې يې قياس کاوه.امام شافعي (ره) منځګړى حالت درلود او په ځينو مواردو کې يې په احاديثو ډاډ کاوه او په ځينو چارو کې يې قياس کاوه.

قياس د شيعه وو له نظره قياس ته د رجوع مسئله له دې ځايه پېلېږي،چې وايي "کتاب و سنت" د احکامو د بيان لپاره بسيا نه دي . نه ! نېغ په نېغه له پېغمبراکرم او ځايناستيو يې دومره احاديث رانقل شوي،چې ددې سنت کلياتو ته په مراجعه،قياس ته اړتيا نه پيدا کېږي.له ديني نظره د امامت روح دې ته وايي. اسلام يوازې يو مسلک نه دى،چې مبتکر يې د خپلې ايديولوژي تر رامنځ ته کېدو وروسته،ووايي: اوس دا ښوونځى پلي کېدو ته حکومت غواړي.اسلام يو دين دى او د يو دين په تېره بيا د اسلام په څېر د دين وضع بايد په پام کې ونيول شي.

د معصوم په شتون کې ټاکنې ته ځاى نه پاتې کېږي د زعامت او حکومت له اړخه د امامت مسئله داده : اوس،چې تر پېغمبراکرم وروسته په څېر يې معصوم شته او پېغمبراکرم ځان ته وصي ټاکلى دى،چې هغه د نورو وګړيو په کچه نه دى او د صلاحيت له پلوه پخپله د پېغمبراکرم په څېر استنثايي دى؛نو نور خو شورا او ټاکنې ته ځاى نه پاتې کېږي . لکه څنګه چې د پېغمبراکرم پر ژوند يې نه ويل،چې پېغمبر اکرم يوازې پيغام رسان دى،وحې ورته راځي، شورا ده،چې حکومت ټاکي او خلک دې راشي او رايه دې ورکړي،چې آيا پخپله پېغمبر واکمن کړو که بل څوک؛بلکې فکر يې کاوه،چې د پېغمبراکرم په شتون کې،چې له بشره مافوق بشر دى او په هغه پړاو کې دى،چې د وحې له نړۍ سره په اړيکه کې دى؛نو دا مسئله بېخي مطرح نه ده،تر هغه وروسته هم ددې خبرو ځاى نه پاتې کېږي؛ځکه پېغمبراکرم دولس وصيان درلودل،چې دوى بايد د دوو يا درې پېړيو په ترڅ کې د اسلام سټه غښتلې کړي او اسلام له يوې پاکې او رڼې سرچينې بيان شي او د اسلامي احکامو د بيان لپاره،چې داسې کسان وي؛نو شورا او ټاکنې ته ځاى نه پاتې کېږي.آيا دا منطقي ده،چې موږ معصوم انسان او بشپړ عالم ولرو،چې ان د تېروتنې امکان هم ورته ناشونى دى او په دې حال کې موږ په بل چا پسې ولاړ شو او ويې ټاکو؟! پردې سربېره،چې حضرت علي (ک) د امامت مقام ته _په دې مانا،چې و مو ويل_ ټاکل شوى دى؛قهراً د دنيوي مشرۍ مقام هم ورسره و پېغمبراکرم همدا مقام هم تصريح او څرګند کړى دى؛دا ځکه چې علي (ک) هغه بل مقام ته وړ دى؛نو پردې بنسټ د حضرت امام مهدي د غيبت په پېر کې،چې نوره د حاضري معصوم امام مسئله،چې مبسوط اليد وي،مطرح نه ده يا که فرضاً د صدر اسلام پېښې نه راپېښېدې او حضرت علي (ک) خليفه شوى واى او بيا امام حسن او بيا امام حسين تردې،چې دولسم امام؛ امام مهدي هم امام شوى واى او د غېبت لاملونه هم نه وو راپېښ شوي،بيا چې معصوم امام هم په منځ کې نه و؛نو د حکومت مسئله به بل شان کېده او هغه مهال بايد وويل شي،چې د حکومت د مسئلې تکليف به څنګه کېږي؟ آيا واکمن بايد جامع الشرايطه فقيه وي يا داسې چار په کار نه دى؟ آيا واکمن له خلکو ټاکل کېږي ؟ او... نو پردې بنسټ موږ نبايد له پېله د امامت مسئله ډېره ساده دنيوي چار؛يعنې حکومت و انګېرو او بيا ووايو،چې آيا د اسلام له نظر حکومت استبدادي او تنصيصي دى که انتخابي؟ او بيا ووايو،چې څرنګه شوي،چې شيعه وايي : حکومت بايد داسې وي ؟ نه ! مسئله په دې بڼه نه ده.په شيعه و کې امامت مطرح دى.د امام يو شان حکومت دى او البته د معصوم په شتون کې د بل چا د حکومت کولو لپاره ځاى نشته؛لکه څنګه چې د پېغمبراکرم په شتون کې د بل چا د حکومت کولو لپاره ځاى نشته او پېغمبراکرم حضرت علي (ک) د امامت لپاره ټاکلى دى،چې د امامت لازمه حکومت کول هم دي او پردې سربېره؛ پخپله پېغمبر اکرم په ځينو ځايو کې پر حکومت هم تصريح کړې ده؛خو پر دې مبنا،چې تر ما وروسته امام هغه دى.

د معنوي ولايت مسئله په تېر بحث کې مې يو مطلب ته اشاره وکړه،چې البته زه پرې شخصاً ګروهمن يم او بنسټيز مطلب يې هم ګڼم؛خو کېداى شي،چې دا مطلب د تشيع له ارکانو نه وي او هغه داچې آيا د پېغمبراکرم مقام يوازې دا و،چې الهي احکام او د دين د اصولو او فروعو وحې ورته کېده؟ پر څه چې پوهېده يوازې واقعي اسلام و او له هغه هاخوا يې په شان کې نه ول،چې د خداى له لوري پوه شي؟ او آيا يوازې د تقوا او عمل په مقام کې کې له تېروتنې خوندي او معصوم و؟ همداراز آيا د دولس ګونو امامانو مقام هم هومره دى،چې که څه هم وحې ورته نه راته؛خو اسلام يې له پېغمبره لاس ته راوړى و او د اسلام پر فروعاتو،کلياتو او جزئياتو هماغسې پوهېدل،چې پېغمبر پرې پوهېده او د تېروتنې امکان پکې نه و او د تقوا او عمل په مقام کې هم معصوم ول؟ آيا يوازې همدومره دي که نور څيزونه هم په پېغمبراکرم او معصومو امامانو کې شته؟ او پر ديني معارفو سربېره پر نورو کومو علومو پوهېدل؟ آيا دا خبره سمه ده،چې کړنې به پېغمبراکرم ته وړاندې کېږي او ان د هر امام په پېر کې د خلکو کړنې هماغه امام ته وړاندې کېږي او امام مهدي د ټولو خلکو حاضر او ناظر دى او غافل ترې نه دى؟ ان مړى او ژوندى نه لري او لکه څنګه مې چې مخکې هم وويل،چې کله تاسې د امام رضا زيارت ته ځئ او واست: السلام عليک؛نو داسې دى؛لکه په دې نړۍ کې،چې پر ژوندي انسان سلام اچوئ او د ژوندي انسان په څېر مو ګوري او دا هماغه د "معنوي ولايت" خبره ده. او مخکې مې هم وويل،چې په دې ټکي کې تشيع او عارفان خورا سره نږدې دي؛يعنې فکرونه يې خورا نږدي دي.عارفان وايي : په هر وخت او پېر کې بايد يو قطب او کامل انسان وي او شيعه وايي : په هر پېر کې يو امام او حجت شته،چې هغه کامل انسان دى او... اوس نه غواړم دا بحث راواچوم؛ځکه په دې مسئله موږ او اهلسنت اختلاف نه لرو.شيعه او اهلسنت په هغه دوو نورو مسئله کې اختلاف لري؛يو هغه مسئله،چې موږ ورته د دين د احکامو په بيان کې د امامت مسئله وايو او بله د مسلمانانو د مشرۍ مسئله ده.

د ثقلينو د حديث ارزښت د امامت د مسئلې په اړه د (( انى تارک فيکم الثقلين)) له حديثه غافل نشئ؟که د اهلسنتو له عالم يا عامي سره مخ شئ،ورته وواست : آيا پېغمبر داسې خبره کړې که نه؟ که ووايي نه؛نو کړاى شو،چې په دې اړه په سلونو کتابونه ورته په مخ کې کېږدو او د اهلسنتو عالمان ددې حديث په شتون او صحت کې اختلاف نه لري.بيا وواست :داچې پېغمبراکرم قرآن د يو مرجع په نامه او عترت د بل مرجع په نامه ټاکلى دى؛نو عترت څوک دي؟ هغوى بېخي د پېغمبر د عترت او غير عترت ترمنځ توپير قايل نه دي؛بلکې تر علي (ک) يې ډېر له اصحابو او غير اصحابو روايتونو راوړي دي او علي(ک) هم ورته يو راوي دى؛نه مرجع .

د خم غدير حديث و مو ويل څوک،چې ددين مرجع وي؛نو هماغه بايد ديني مشر هم وي او د مشر پر مسئله هم پېغمبراکرم لارښوونه کړې ده.يو بېلګه يې د غدير حديث دى،چې پېغمبراکرم تر حجة الوداع وروسته په خم غدير کې ووايه. حجة الوداع د پېغمبراکرم وروستى حج دى او پېغمبر اکرم په دې حج کې ټولو مسلمانانو ته د ګډون بلنه ورکړه او په بېلابېلو ځايونو او وختونو کې؛لکه په مسجدالحرام،عرفات،منى او له منى بهر او په خم غدير کې يې خلکو ته ويناوې وکړې او په خم غدير کې د خپلې وينا په پاى کې يوه خبره په کلکه وکړه او زما په آند داچې پېغمبراکرم دا خبره په پاى کې وکړه فلسفه يې همدا آيت دى،چې هلته يې ولوست: ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (مائده/٦٧)= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى، خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري، هو ! خداى (ځېلي) كافرانو ته سمه لار نه ښيي .)) وروسته تردې،چې پېغمبراکرم په عرفات،منى او مسجدالحرام کې د دين د اصولو او فروعو په هکله کليات بيان کړل_چې تر ټولو مهمې ويناوې يې دي_ يو دم يې په خم غدير کې داسې وويل :يوه خبره ده،که و يې نه کړم؛نو هېڅ مې هم نه دي ويلي فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ راته يې ويلي که ويې نه وايم؛نو څه مې هم نه دي ويلي؛يعنې هر څه دې خاورې ايرې کېږي.بيا وايي: (الست اولى بکم من انفسکم؟ ( د قرآن کريم د احزاب د سورت شپږم آيت ته اشاره ده،چې وايي: ((النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنفُسِهِمْ= پېغمبر مؤمنانو ته د هغوى تر خپلو ځانو ډېر وړ (او نژدې) دى)) آيا زه پر تاسې تر تاسې وړ نه يم؟ ټولو وويل: هو ! بيا رسول الله وويل: من کنت مولاه فهذا على مولاه.دا حديث هم د ثقلينو د حديث په څېر خورا سندونه لري. ددې حديث د سنديت په هکله د علامه اميني د الغدير کتاب ولولئ. په دويمه اسلامي پيړۍ،چې د تابعينو زمانه وه،دا پېښه 89 تنو نقل كړې ده. په نورو پېړيو كې د "غدير" د حديث راويان ټول د اهل سنتو عالمان دي . 360 تنو دا حديث پخپلو کتابو كې راوړى،چې زياتو پرې د سموالي اعتراف كړى دى. په درېمه پېړۍ كې 92 تنو، په څلورمه پېړۍ كې 643 تنو،په پينځمه پيړۍ كې 24 تنو،په شپږمه كې 20 تنو،په اومه كې 21 تنو، په اتمه كې 18تنو،په نهمه كې 16تنو، په لسمه كې147 تنو،په يوولسمه كې 12 تنو،په دولسمه كې 13 تنو، په ديارلسمه كې 12 تنو او په څوارلسمه پېړۍ كې 14 عالمانو دا حديث نقل كړى دى.ځينو يوازې ددې حديث پر نقلولو بسيا و نه کړه؛بلكې پر اسنادو او مصادرو يې هم كتابونه وليكل. ستر اسلامي مؤرخ؛"طبري" په دې باب د "الولايه فى طرق حديث الغدير" كتاب او دا حديث يې له 75 لارو له پېغمبر اکرم رانقل كړى دى."ابن عقده كوفي" د ولايت په رساله كې له 105 تنو دا حديث رانقل كړى دى."ابوبكر محمد بن عمر بغدادي"،چې پر "جمعاني" مشهور و، دا حديث يې له 25 لارو نقل كړى دى.

له حديث پوهانو: "احمد بن حنبل شيباني"په 40 سندوونو،"ابن حجر عسقلاني"په 25، "جرزي شافعي په80، "ابوسعيد سجستاني"په120،"اميرمحمد يمني"په 40، نسائي په 250،"ابوالعلا همداني"په 100 او "ابوالعرفان حبان" په 30 ا سنادو دا حديث راخېستى دى . 26 تنو ددې تاريخي پېښې په باب مستقل كتابونه ليكلي او كېداى شي داسې كسان هم وي،چې ددې پېښې په باب يې رساله يا كتاب ليكلى وي،چې په تاريخ كې يې نوم نه وي ثبت شوى.

دا ټولي سرشمېرنې د "الغدير" د كتاب له لومړي ټوكه راخستل شوې دي. د شيعه مذهب عالمانو هم ددې تاريخي پېښې په باب ارزښتناك كتابونه ليكلي،چې بېلګه يې د "الغدير" كتاب دى،چې "علامه اميني" ليكلى دى 

د امامت کلامي څېړنه داچې سمه روښانه شي،چې د امامت په اړه د شيعه علماوو منطق څه و او نورو په دې اړه څه خبرې کړې دي؛نو غوره مې وليدل،چې په دې اړه د "خواجه نصيرالدين طوسي" خبره راواخلم او ورته لازم اضافات هم راوړم.دا متن ډېر لنډ دى او د هغه له پېر را په دې خوا په شيعه او سني عالمانو کې مطرح دى . "خواجه نصيرالدين طوسي" په دې اړه د "تجريد" په نامه مشهور کتاب کښلى.ددې کتاب يوه برخه د منطق د فن په اړه دى،چې ((منطق تجريد)) نومېږي او بله برخه يې د کلام د فن په اړه ده،چې د "توحيد"،"نبوت" او "معاد" په اړه يې بحث کړى دى او د توحيد برخه يې ډېرى فلسفي اړخ لري او په دې برخه کې "خواجه نصيرالدين طوسي" د فيلسوفانو په څېر خبرې کړې دي.دا دوه برخې يې "علامه حلي" شرح کړې دي. د علامه حلي نوم به مو اورېدلى وي،چې نه يوازې د تشيع؛بلکې د اسلام ستر فقيه دى؛هغه په منطق،کلام،فلسفه،رياضياتو او... کې د"خواجه نصيرالدين طوسي" شاګرد و او په فقه کې د علامه محقق حلي" [د "شرايع" مؤلف] شاګرد و،چې د شيعه علماوو په لومړۍ درجه علماوو کې شمېرل کېږي. "خواجه نصيرالدين طوسي" په رياضياتو کې د نړۍ په لومړۍ درجه عالمانو کې شمېرل کېږي. "تذکرة الفقهاء" يو فقهي کتاب دى،چې يوازې د شيعه فقه يې نه ده بيان کړې؛بلکې په هره مسئله کې د اهلسنتو د ټولو علماوو او نه يوازې د امام ابوحنيفه (ره)،امام مالک (ره)،امام شافعي (ره) او امام احمد بن حنبل (ره)؛بلکې د څلورګونو مذاهبو تر رامنځ کېدو د مخه د علماوو نظر او فتواوې هم پکې راخستې ده.په هره مسئله کې يې ويلي: دلته ابوحنيفه داسې وايي،شافعي هغسې ويلي او زموږ د اماميه شيعه وو نظر داسې دى،کله ردول او نيوکه هم کوي،د بېلګې په توګه: امام شافعي په يو ځاى کې داسې وايي،په بل ځاى کې داسې وايي،لومړى يې داسې ويلي ول او بيا له خپلې ګروهې واوخوت او داسې يې وويل. "علامه حلي" د "تجريد" کتاب شرح کړې او د منطق برخه يې د "الجواهر النضيد" په نامه مشهور دى،چې د منطق له غوره کتابو ځنې دى او د کلام برخه يې د "کشف المراد" په نامه دى،چې نن ورته " شرح تجريد" وايي او تر علامه وروسته پر دې کتاب خورا ليکنې شوې او ښايي په اسلامي نړۍ کې پر يو کتاب هم د تجريد په څېر بحث نه وي شوى او علت يې دا و،چې کله به "خواجه نصيرالدين طوسي" د شيعه وو په هکله خبره کوله؛نو ډېر ځغلنده به ترې تېرېده. د " تجريد" د کتاب په پاى کې د امامت لپاره يو بحث پرانستل شوى دى او داچې دا بحث د ټولو شيعه علماوو د منلو وړ دى؛نو ترې پوهېداى شئ،چې په دې اړه د شيعه علماوو منطق څه دى.

د امامت تعريف ددې کتاب د امامت په بحث کې يې لومړى د امامت تعريف کړى دى. په دې تعريف کې اختلاف نشته.وايي: (( الامامة رياسة عامة فى امور الدين و الدنيا=امامت په ديني او دنيوي چارو کې عامه رياست دى.)) "خواجه نصيرالدين طوسي" کلامي تعبير لري،وايي: ((الامام لطف.)) مراد دادى،چې امامت هم د نبوت په څېر له هغو مسئلو ځنې دى،چې له بشري بريده بهر دى؛نوځکه د امام ټاکنه د بشر له وسې بهر خبره ده؛نو د هاخوا خبره ده او له هاخوا بايد راشي او د نبوت په څېر دى،چې په وحې او الهي ټاکنې بايد راشي؛خو په دومره توپير،چې نبوت نېغ په نېغه د خداى له لوري دى او د پېغمبر له خداى سره اړيکه ده؛ خو امام د خداى له لوري په پېغمبر ټاکل کېږي.

د امامت په هکله د شيعه وو عقلي دليل "خواجه نصيرالدين طوسي" دلته يوازې يوه جمله ويلې؛خو کومه توضيح،چې شيعه علماوو ورکړې،پر هماغه بنسټ ده،چې مخکې مې وويل.لومړى يو تاريخي بحث کوي. وايي:اوس د حضرت علي (ک) د امامت په اړه بحث دى.که دا جوت شو؛نو نورو امامانو ته د مخکي امام په نص تمسک او استدلال کېږي.وايي: پوهېږو،چې اسلام خاتم دين دى او تر هغه وروسته به بل شريعت نه راځي،چې ټوليز او د بشر د ژوند لپاره جامع دين دى.بيا وايي:آيا د پېغمبراکرم د ژوند تاريخ ښيي،چې شخصاً يې دومره فرصت پيدا کړى وي،چې ټول اسلام خلکو ته ووايي؟ چې کله تاريخ لولو؛نو ګورو،چې پېغمبراکرم په ٢٣ کالو کې دومره فرصت لاس ته را نه وړ،چې ټول اسلام خلکو ته وښيي؛البته پېغمبراکرم په دې اړه بېخي ناغېړي نه ده کړې او تر خپلې وسې يې ډېر په دې لار کې هڅې کولې؛ خو د اسلام د تاريخ په رڼا کې د پېغمبراکرم بوختياوو دومره اجازه نه ورکوله، چې ټول اسلامي احکام خلکو ته بيان کړي او ناشونې ده،چې داسې دين نيمګړى بيان شوى وي؛نو پر دې بنسټ بايد د پېغمبراکرم په اصحابو کې څوک وي،چې پشپړ اسلام يې له رسول اکرمه زده کړى وي او د پېغمبراکرم سمبال شاګردان بايد وي،چې د پېغمبراکرم تر مرګ وروسته يې د اسلام ښوونه او بيان د پېغمبراکرم په څېر وي؛خو په دومره توپير،چې پېغمبراکرم ته به وحې راته؛خو دوى هر څه له پېغمبراکرمه زده کړې دي. بيا وايي : داچې تاسې داسې څوک نه لرئ او رجوع مو ورته نه ده کړې؛نو هرومرو له پېله اسلام نيمګړى ګڼئ؛نو په پايله کې مو قياس رامخې ته کړ او سمه هم ده او د قياس مسئله هله په اهلسنتو کې رامنځ ته شوه،چې و يې ويل:د يوې مسئلې حکم،چې له رسول اکرمه نه وي رارسېدلى؛نو څه به کړو؟ و يې ويل: بې له دې هېڅ چاره نه لرو،چې يوه موضوع له بلې سره پرتله کړو او په ظني او ګوماني ورته والي د داسې مسئلو حکم استنباط کړو.دا د شيعه علماوو خبره نه ده؛ له حضرت علي ( په نهج البلاغه کې) نه نيولې تر نورو دولس ګونو امامانو پورې ټولو ويلي،چې دا باطل ګومان دى او ويلي يې دي،چې دين نيمګړى نه دى،چې ديني مسايل په ځينو ځايونو کې نيمګړى وي او داچې نيمګړى دى؛نو پخپله رايه او ګومان به حکم لاس ته راوړو. د "اصول کافي" په کتاب کې د (( باب الرد الى الکتاب و السنة و انه ليس شىء من الحلال و الحرام الا و قد جاء فيه کتاب او سنة)) په نامه يو باب دى،چې داسې مسئله به نه وي،چې ټوليزه بڼه به يې په کتاب او سنت کې نه وي.د مسايلو کليت شته او مصداق يې بايد رابرسېره شي او د شيعه و له نظره اجتهاد هم همدا دى؛يعنې په اسلام کې کليات شته او مجتهد بايد کليات پر جزئياتو منطبق کړي؛خو قياس دادى،چې ان کليات هم کافي نه دي او بايد په ورته والي او ګومان اټکل ووهو او په تخميني بڼه حکم استنباط کړو. نو پردې بنسټ شيعه علماء وايي،چې موږ او تاسې دواړه اعتراف کوو،چې پېغمبراکرم په ٢٣ کالو کې و نه شو کړاى،چې ان په کلي بڼه ټول اسلامي احکام ټولو خلکو ته ووايي.تاسې واست:پېغمبراکرم هر څه همداسې پرېښودل او ولاړ؛خو موږ وايو داسې نه ده؛بلکې په هماغه دليل،چې پېغمبراکرم مبعوث شوى،پېغمبراکرم يو لړ وګړي وټاکل،چې قدسي اړخ يې درلود او پېغمبراکرم يې ړومبى و؛يعنې حضرت علي (ک) ته ټول حقايق بيان کړي ول او داسې يې روزلى او چمتو کړى و،چې ټولې پوښتنې وځوابوي.بې له حضرت علي (ک) يو چا هم و نه ويل،چې د اسلام په اړه هره پوښتنه لرئ،رانه يې وکړئ،چې درو يې ځوابوم.

امام؛يعنې د ديني چارو کارپوه اوس به دا خبره په نننۍ ژبه وکړو.شيعه علماء وايي:داچې په دې ځانګړنو له امامه منکر ياست؛په حقيقت کې د دين سپکاوى کوئ.يوه فني دستګاه،چې يو ځاى ته لېږدول کېږي؛نو کارپوه يې هم ورسره لېږدول کېږي.که د آمريکا او روسيه په څېر هېوادونه يوه فني وسيله يو هېواد ته لېږي،چې وګړي يې ورسره اشنا نه دي؛نو اشنا کېدو لپاره يې کارپوهان هم ورسره لېږي؛ البته د ساده څيزونو؛لکه ټوکرانو لپاره د کارپوه د لېږد اړتيا نه وي. تاسې اسلام څرنګه ګڼئ،چې د خداى له لوري خلکو ته رالېږدول شوى دى؟ آيا د ټوکرانو په څېر يې ساده ګڼئ،چې که يو هېواد يې بل هېواد ته لېږي؛نو د ټوکرپوه لېږد ته اړتيا نه وي ؟ که يې د پېچلې ټېکنالوجۍ په څېر ګڼئ،چې بل هېواد ته د لېږد پر مهال يې د کارپوه لېږد ته هم اړتيا وي،چې د هغه هېواد خلک وراشنا کړي؟ امام؛يعنې دديني چارو کارپوه؛هغه حقيقي کارپوهان،چې ګومان او غلطي نه کوي او نه تېروځي.پېغمبراکرم خلکو ته اسلام راوړ او بايد لږ تر لږه د يوې مودې لپاره حقيقي ديني کارپوهان په خلکو کې وي،چې خلکو ته په سمه توګه اسلام وروپېژني. پېغمبراکرم خلکو ته دغسې حقيقي کارپوه ټاکلى دى.شيعه علماوو دا خبره په ((لطف)) بيان کړې ده؛يعنې "الهي پېرزوينه" او مراد دادى،چې داچار بشري لارښوونې ته ګټور دى او داچې پر لور يې د بشر لار تړلې ده؛نو الهي لطف ايجابوي، چې له هغه لوري پر خلکو پېرزو وشي؛لکه څنګه چې نبوت ته هم لطف ويل کېږي؛نو دا د شيعه وو له اصولو يو اصل دى او ويلاى شو،چې د امامت په اړه د شيعه وو عقلي دليل دى.

د عصمت مسئله دلته د عصمت مسئله رامنځ ته کېږي.چې کله شيعه امام پر داسې مقام ګڼي،چې د شريعت ساتونکى او د دين د پوهولو لپاره د خلکو مرجع دى؛نو لکه څنګه چې پېغمبراکرم ته پر عصمت قايل دي؛امام ته هم پر عصمت قايل دي.د پېغمبراکرم د عصمت په اړه څوک شبهه نه کوي او روښانه چار دى او که موږ ته په پخوکرښو جوته شي،چې دا خبره د پېغمبراکرم ده؛نو هېڅکله نه وايو،چې دلته پېغمبراکرم تېروتى دى. خلکو لارښوونې ته اړتيا درلوده؛نو خداى پېغمبراکرم د خلکو لارښوونې ته راولېږه؛نو داسې انسان نه رالېږي،چې جايز الخطا او جايز المعصية وي. دوه ډوله خطاګانې دي: يو داچې د پوهې له مخې او په لوى لاس خطا وکړي. د بېلګې په توګه: خداى پېغمبراکرم ته حکم وکړي،چې خلکو ته داسې ووايه،بيا پېغمبراکرم وويني،چې مصلحت او منفعت يې بل څه غواړي؛نو د خداى خبره بل ډول خلکو ته رسوي؛نو څرګنده ده،چې دا د نبوت پر ضد چار دى.که امامت داسې تعريف کړو،چې د دين د بيان لپاره د نبوت متمم چار دى؛يعنې په هغه دليل يې شتون پکار دى،چې د دين د احکامو په بيان کې د پېغمبراکرم دنده ترسره کوي؛نو په هماغه دليل،چې بايد پېغمبر اکرم له ګناه او تېروتنې معصوم وي؛ امام هم بايد داسې وي او که څوک ووايي،چې پکار نه ده،چې امام معصوم وي او که تېروته؛نو بل څوک يې ورته ياده کړي،وايو موږ هغه بل ته "نقل کلام" کوو،هغه بيا پخپله يو ساتونکى غواړي، بالاخره يو کس بايد وي،چې واقعاً د شرع ساتونکى وي.پردې سربېره،که امام تېروتونکى او ګناه کوونکى وي؛نو د نورو دنده ده،چې نېغې لارې ته يې کړي،حال دا چې د نورو دنده داده،چې د امر مطيع يې وي،چې دا دواړه سره اړخ نه لګوي.

د تنصيص مسئله د عصمت له مسئلې تنصيص ته رسو؛نو پردې بنسټ د قضيې کلامي بڼه داسې ده،چې له خداى يې پيلوي،وايي:امامت د خداى پېرزوينه ده؛دا چې پېروزينه ده؛نو بايد وي او دا چې دا پېروزينه بې له عصمته ناشونې ده؛نو امام بايد معصوم وي او د همدې لپاره بايد منصوص وي؛ځکه دا چار [؛يعنې عصمت] موضوعي نه دى،چې تشخيص يې د خلکو دنده وي؛لکه څنګه چې د پېغمبر تشخيص پر خلکو نه دى؛پر خداى دى،چې څوک پېغمبرۍ ته وټاکي او له دلايلو،آثارو او معجزاتو سره يې راښکاره کړي؛د امام تشخيص هم پر خلکو نه دى او بايد د خداى له لوري وټاکل شي؛خو په دومره توپير،چې پېغمبر په معجزو پېژندل کېږي او امام په پېغمبر. دلته تنصيص ته ننوځي،وايي: امامت _په دې مانا چې مو وويل_ بايد پر نص د پېغمبر له لوري وي؛نه داچې خلک يې وټاکي. نو پردې بنسټ د پېرزو له مسئلې عصمت ته او د عصمت له مسئلې تنصيص ته رسو. دلته،چې راورسي؛نو بايد څلورم پوړ ووهي: ډېر ښه! دا هر څه پر ځاى؛خو دا خبرې په حضرت علي (ک) پورې څه اړه لري؟ خواجه نصيرالدين طوسي وايي: (( و هُما مُختصات بعلىٍ)) دا دواړه [؛يعنې معصومتوب=پاکلمنتوب او منصوصتوب]په حضرت علي (ک) پورې ځانګړي دي. مراد دادى،چې په دې اړخ کې ان يو تن هم اختلاف نه لري،چې بې له علي (ک) بل څوک منصوص نه دي؛يعنې خبره په دې کې نه ده،چې نور ووايي : پېغمبراکرم بل څوک ټاکلى او موږ ووايو: علي (ک) يې ټاکلى دى؛بلکې خبره په دې کې ده،چې آيا پېغمبراکرم څوک ټاکلى دى،چې په دې بڼه کې بې له علي (ک) بل څوک نه دي او آيا له بېخه يې څوک نه دي ټاکلي؟ همدومره،چې ووايو : نص او تنصيص لازم او فرض دى او پېغمبراکرم يو انسان تنصيص کړى،چې هغه انسان بې له علي (ک) بل څوک کېداى نشي؛ځکه چا داسې ادعا نه ده کړې او بلکې انکار هم ترې لري. ان خلفاء هم د تنصيص مدعي نه دي؛نور خو لا پر خپل ځاى. لارويان يې هم له لوري يې د نننصيص مدعي نه دي. د عصمت په اړه هم همداسې ده؛نه خلفاء د خپل عصمت مدعي ول؛ بلکې په ډاګه يې پخپلو تېروتنو اعتراف کاوه او نه اهلسنت ګروهمن دي، چې خلفاء معصوم ول؛ځکه لکه څنګه چې مې مخکې هم وويل،امامت د هغوى له نظره حکومت دى.د حکومت په مسئله کې نوره مهمه نه ده،چې واکمن ګناه کوي او تېروځي که نه.وايي : نه ! پر ګناه هم ککړېدل او خورا تېروتل؛خو د عادل انسان تر بريده،د هغه انسان تر بريده،چې د جماعت ورکولو (پيشنمازۍ) وړتيا يې درلوده او تردې ډېر مقام ورته قايل نه دي.دا جمله هم اهلسنتو راوړې او "قوشچي" يې هم مني،چې حضرت ابوبکر (رض) وويل: (( ان لى شيطاناً يعترينى)) يو شيطان راسره دى،چې رابرلاسېږي او تېرباسي مې،که پر کږه ولاړم؛نو نېغې لار ته مې کړئ. په دې خبره پخپله لومړي خليفه اعتراف کاوه.په ډېرو ځايونو کې حضرت عمر (رض) وويل : (( لو لا على لهلک عمر)) که علي نه واى؛نو عمر به هلاک شوى واى.ډېر پېښ شوي،چې حضرت عمر (رض) به حکم ورکړ،بيا به حضرت علي (ک) پر خپلې غلطۍ پوهاوه او هغه هم ورسره منله. خلفاء نه پخپله د عصمت مدعي دي او نه ورته پر عصمت قايل دي. که د امامت مسئله پر دومره لوړه کچه شوه؛يعنې د پېرزو،عصمت او تنصيص په کچه؛نو بې له حضرت علي (ک) هېڅوک ادعا نه لري،چې په دې کچه به وي. دلته مسئله کلامي بڼه لري؛يعنې لکه څنګه چې مې وويل: له پورته پېلېږي او په کوم دليل،چې نبوت پېرزوينه ده؛امامت هم بايد وي.ته وا همدلته مطلب ته د پاى ټکى ايښوول کېږي؛خو تردې ډېر ورننوځو،چې وګورو په بهر او په عمل کې هم داسې وه او پېغمبراکرم علي (ک) تنصيص کړى و که نه؟،چې له دې ځايه نصوصو ته ورننوځو. موږ ولې کلامي لارو ته ورننوځو او له پورته يې پېلوو؟ موږ يې له لاندې پېلوو؛يعنې له لارې.متکلمين يې له پورته پېلوي،چې دلته راورسي؛خو که موږ د متکلمينو پر دود خبرې وکړو؛نو کار مو له دې ځايه پېلېږي،چې دا خبرې په موږ پورې څه اړه لري،چې آيا امامت د خداى پېرزوينه ده که نه او داچې پېرزوينه ده؛امام بايد معصوم وي،چې په پايله کې د تنصيص خبره رامنځ ته شي.دا بايدونه خداى ته دندې ټاکل دي.موږ نه غواړو خداى ته لار وټاکو؛بلکې په څه پسې ځو،چې شته.که پېغمبراکرم تنصيص کړى وي؛هماغه راته بسيا دي،بې له دې،چې عقلاً يې راته د خداى پېرزو توب،عصمت او تنصيص جوت شي.نېغ په نېغه په دې پسې ځو،چې آيا پېغمبر اکرم څوک ټاکلى دى که نه؟بايد وګورو،چې په دې اړه شيعه څه استدلالونه لري؟ ناچار يو،چې دا استدلالونه سرتړلي ووايو؛ځکه يا يې اهلسنت نه مني،چې داسې نصوص شته (البته مطلق انکار ترې نه کوي؛خو وايي :واحد خبر دى؛نه متواتر) او يا يې مانا او مفهوم ته مخونه ورکوي او وايي :مانا يې دا نه ده،چې تاسې يې واست.

د حضرت علي (ک) پر امامت د د رسول اکرم نصوصو څېړنه يو دادى،چې پېغمبراکرم اصحابو کرامو ته وويل : (( سلموا على علي بامرة المؤمنين =علي ته د مسلمانانو د امير په نامه سلام کوئ. )) دا جمله د "خم غدير" په پېښې پورې اړوند ده.البته د غدير د حديث جمله بېله يادوي.اهلسنت دا جمله په متواتره بڼه نه مني.بيا شيعه علماوو جوته کړه،چې دا احاديث متواتر دي. د "تجريد" په کتاب کې تردې ډېر څه نه دي ياد شوي او دا حديث يې "ارسال مسلم" ګڼلى. شارح (ملا علي قوشچي) هم وايي : نه ! موږ يې هم نه منو،چې متواتر وي؛بلکې واحد خبر دى،ځينو رانقل کړى او ټولو نه دى رانقل کړى. د "عبقات" او د "الغدير" د کتابو هڅه ده،چې جوته کړي دا احاديث متواتر دي.په دواړو کتابو په تېره بيا په "الغدير" کې د غدير د حديث راويان پوړ په پوړ له لومړۍ پېړۍ نه تر څوارلسمې پېړۍ پورې ياد شوي دي؛ لومړى د اهلسنتو له کتابو تر شپېتو ډېرو اصحابو کرامو نوم يې راوړى دى.بيا يې تابعين راوړي،چې له اصحابو يې نقل کړى،چې دا تقريباً په لومړۍ پېړۍ پورې اړوند دي او همداسې پوړ په پوړ د نورو پېړيو راويان يې هم راوړي دي. د "الغدير" په کتاب کې يو ښه کار دا شوى،چې د قضيې له "ادبي اړخه" يې ګټنه کړې ده. په دې اړه"عبقات" او نورو کتابو ډېرى "حديثي نقل" کړى،چې په هرې پېړۍ کې کومو کسانو رانقل کړى دى؛خو "الغدير" له ادبي اړخه هم ګټنه کړې؛ځکه په هر پېر کې،چې په خلکو کې هر مطلب و؛نو شاعرانو په شعر منعکس کړى دى. شاعران د هغه څه منعکسوونکي دي،چې پخپل پېر کې يې ول.وايي: که د غدير مسئله داسې مسئله وه،چې د هغوى د وينا له مخې،مثلاً په څلورمه پېړۍ کې پېښه شوې وه؛نو د لومړۍ،دويمې او درېمې پېړۍ شاعران به يې په هکله دومره شعرونه نه وو ويلي.په هره پېړۍ کې ګورو، چې د غدير مسئله د هماغې پېړۍ د ادبياتو برخه ده؛نو په کومو سترګو له دې حديثه انکار کړاى شو؟!،چې دا له تاريخي نظره ښه لار ده؛موږ ډېرى په تاريخ کې د يوې موضوع د اثبات لپاره په شاعرانو پسې ځو؛ ګورو،چې په هره پېړۍ کې اديبانو او شاعرانو دا موضوع رانقل کړې ده او څرګندېږي،چې دا مسئله د هغوى په وخت کې يو موجود فکر و. "عبقات" هم کله حديث ته يو کتاب ليکلى،چې پکې يې د حديث راويان ذکر کړي او يا داچې دا راوي سم دى که ناسم،پلاني ويلي،چې سم دى او پلاني ويلي،چې سم نه دى او....له څانګو يې ډکه ونه جوړه کړې،چې انسان ددې کتاب د ليکوال څېړنو ته ګوته په خوله کوي. پېغمبراکرم حضرت علي (ک) ته وويل: (( انت خليفة بعدى. )) د ابن هشام سيرة هغه کتاب دى،چې په دويمه پېړۍکې کښل شوى؛پخپله ابن هشام ظاهراً په درېمه پېړۍ کې و؛خو اصلي سيرت د "ابن اسحاق" دى،چې په دويمه پېړۍ کې يې ژوند کاوه او "ابن هشام" د هغه کتاب تخليص او تهذيب کړى دى.د اهلسنتو له ډاډمنو کتابو دى، چې پکې يې دوه پېښې رانقل کړي،چې د "تجريد" په کتاب کې يې نه دي رانقل کړي؛خو داچې مضمون يې زموږ له بحث سره اړخ لګوي؛په لنډو يې راخلو:

  د يوم الانذار کيسه د بعثت په ړومبيو کلونو کې آيت راغى : ((وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ (شعراء/٢١٤)= او خپل نژدې خپلوان دې ووېروه.)) تر اوسه لا پېغمبراکرم عمومي بلنه نه وه پېل کړې او دا مهال حضرت علي د پېغمبراکرم په کور کې کوچنى و.پېغمبراکرم علي (ک) ته وويل : مېلمستيا ته خواړه چمتو کړه او "بني هاشمو" او "بني عبدالمطلب" ته بلنه ورکړه.غوښه او شيده يې چمتو کړل.تر خوړو وروسته پېغمبراکرم وويل : (( زه د خداى استازى يم او د خداى له لوري ګومارل شوى يم. دنده راکړه شوې،چې بلنه درکړم؛که زما خبره مو ومنله؛نو د دنيا او آخرت نېکمرغي به مو په برخه شي.)) ابولهب ددې خبرو په اورېدوه خورا غوسه شو،و يې ويل: مېلمستيا دې راته کړې،چې دا بېځايه خبرې راته وکړې؟ هله ګوله يې جوړه کړه او له غوڼدې و ووت. پېغمبراکرم دويم ځل مېلمستيا وکړه.پخپله حضرت علي (ک)،چې راوي هم دى،وايي: مېلمانه د څلوېښتو په شاوخوا کې ول. پېغمبراکرم وويل: (( په تاسې کې،چې چا لومړى زما بلنه ومنله؛نو هغه به مې په تاسې کې وصي،ځايناستى او وزير وي. بې له علي (ک) بل چا مثبت ځواب ور نه کړ او هر ځل،چې پېغمبراکرم بلنه ورکوله،يوازې علي (ک) مثبته ځوابوله.په پاى رسول اکرم وويل: تر ما وروسته ته زما وصي،ځايناستى او وزير يې.

له رسول اکرم سره د ټبر د مشر کتنه د ابن هشام په سيرت کې راغلي: پېغمبراکرم،چې په مکه کې و او د تبليغ لپاره يې خورا ستونزې درلودې؛خو په حرامو مياشتو کې يې دومره ستونزې ورته نه راولاړولې او رسول اکرم به تل له فرصته ګټه اخسته او چې خلک به په عرفات کې د "عکاظ" په بازار کې راټولېدل (هغه مهال هم حج و؛خو ځانګړې بڼه يې درلوده)؛نو پېغمبراکرم به ورتله او خلک يې اسلام ته رابلل. ابولهب به د سيوري په څېر په پېغمبراکرم پسې ته او خلکو ته يې د پېغمبراکرم ټولې خبرې درغجنولې.په دې وخت کې د يو ټبر مشر د پېغمبراکرم د خبرو اترو تر اورېدو وروسته وويل: زه او ټبر مې چمتو دى،چې ايمان درباندې راوړو؛خو په دې شرط،چې تر ځان وروسته ما يا زما د ټبر يو تن پر خپل ځاى وټاکې. پېغمبراکرم وويل:داچې څوک به تر ما وروسته وي؛دا چار د خداى په لاس کې دى. او دا هغه خبره ده،چې د اهلسنتو په کتابو کې هم راغلې ده.

د غدير حديث او تواتر يې "خواجه نصيرالدين طوسي" وايي: (( ولحديث الغدير المتواتر)) د غدير حديث،چې متواتر دى. ((متواتر)) د حديثو په علم کې يوه اصطلاح ده؛ وايي: "واحد خبر" او "متواتر خبر"، له واحد خبره مراد دا نه دى،چې راوي يې يو تن وي؛بلکې واحد خبر دې ته وايي،چې نقل يې تردې حده دى،چې ډاډ ته ګټور نه دى؛که ناقل يې يو تن وي که لس تنه.د بېلګې په توګه: يو سړى نقلوي،چې ما پلانى خبر له راډيو واورېد.تاسې ګومان پيدا کوئ،چې دا خبره رښتيا وي؛خو لا پر تمه ياست،چې په دې هکله نور څه وايي . همدا خبر له بله هم اورئ؛نو ګومان څه نور هم پياوړى شي،بيا ګورئ،چې ډېرى نور خلک هم همدا خبره کوي.احتمال نشئ ورکولاى،چې دې ټولو خلکو دروغ ويل غوښتل.ان د ناقلانو شمېره هم بايد تردې بريده وي،چې د دروغو تباني هم ورته سم نه وي؛ځکه تر يوه بريده شونې ده،چې بشري وګړي تباني وکړي؛خو که تر هغه بريده ډېر شول؛نو تباني ناشونې ده. تواتر؛يعنې د خبر د نقل شمېر تر تباني اوچت وي.د بېلګې په توګه : يوه بېلګه مې راوړه،چې شونې ده لس تنه يو له بل سره تباني وکړي،چې ووايي :پلانى خبر مو له راډيو اورېدلى.تر دوو سوو شونې ده،چې تباني وکړي؛خو کله قضيه تردې بريده رارسي،چې د تباني احتمال پکې ناشونى دى.د بېلګې په توګه: د ښار جنوب ته ځئ، اورئ،چې خلک وايي: دا خبر مې له راډيو واورېد بيا همدا له راډيو اورېدل شوى خبر د ‌ښار په ختيځ او لويديځ کې هم خلکو اورېدلي او څرګندوي يې؛نو تباني نشي ورکولاى،چې دوى ټولو تباني کړې،چې دې ته تواتر وايي. شيعه مدعي دى،چې د غدير حديث نقل تر دې بريده دى،چې د تباني احتمال پکې نه شو ورکولاى،چې ووايو د بېلګې په توګه: د پېغمبراکرم څلوېښت تنو اصحابو پر دروغو تباني کړې،په تېره بيا ددې حديث ډېرى راويان يا د حضرت علي (ک) له مخالفينو ول او يا لږ تر لږه د حضرت علي (ک)پلويان نه ول.که ددې حديث راويان د حضرت ابوذر،مقداد او سلمان (رضى الله عنهم) په څېر کسان ول،چې تل له علي (ک) سره ول او داچې له علي (ک) سره يې خورا مينه درلوده؛نو په تباني يې دا خبره وکړه. د "ملا علي قوشچي" په څېر علماء وايي،چې دا خبر واحد دى او تواتر ته نه دى رسېدلى؛خو شيعه په سند او مدرک وايي،چې واحد خبر نه دى. د غدير په حديث کې پېغمبراکرم وويل: (( الست اولى بکم من انفسکم؟ قالو بلى=آيا زه پر تاسې تر تاسې لومړى نه يم؟ و يې ويل: هو! )) بيا يې وويل: ((من کنت مولاه فهذا على مولاه.)) څرګنده ده،چې غواړي هماغه لومړيت علي (ک) ته تصويب کړي،چې پخپله پېغمبراکرم يې پر خلکو لري.

د منزلت حديث پېغمبراکرم وويل:((انت منى بمنزلة هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى؛يعنې ته راته داسې يې؛لکه هارون،چې موسى ته و؛خو په دومره توپير،چې تر ما وروسته نبي نه راځي.)) دا حديث "خواجه نصيرالدين طوسي" متواتر ګڼلى او ملا علي قوشچي يې له اصله منکر نه دى؛خو وايي:واحد خبر دى. ديني عالم؛ "مير حامد حسين" په "عبقات" کې او علامه اميني په الغدير کې جوت کړى،چې "واحد خبر" نه دى. دا خبره پېغمبراکرم هغه مهال کړې وه،چې د تبوک جګړې ته روان و. په دې سفر کې پېغمبراکرم علي (ک) له ځان سره يو نه وړ او په مدينه کې يې خپل ځايناستى کړ.شيعه علماء وايي: علي (ک) يې ځکه يو نه وړ،چې پوهېده جګړه نه راپېښېږي؛نو علي (ک) وويل: دلته مې له ښځو او ماشومانو سره پرېږدئ؟ پېغمبراکرم ورته وويل: اما ترضى ان تکون (يا:انت) منى بمنزلة هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى (غوښتل يې ووايي:زه دې په مدينه کې ځايناستى پرېږدم؛نع داچې خوشې مې پرېښى يې ) په قرآن کې حضرت موسى (ع) ته د حضرت هارون د مقام په هکله راغلي،چې موسى (ع) د رسالت په پېل کې وويل: قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِي صَدْرِي . وَيَسِّرْ لِي أَمْرِي. وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّن لِّسَانِي. يَفْقَهُوا قَوْلِي. وَاجْعَل لِّي وَزِيرًا مِّنْ أَهْلِي. هَارُونَ أَخِي. اشْدُدْ بِهِ أَزْرِي. وَأَشْرِكْهُ فِي أَمْرِي . كَيْ نُسَبِّحَكَ كَثِيرًا. وَنَذْكُرَكَ كَثِيرًا (طه/٢٤-٣٤)=(موسى) وويل:(( پالونكيه! سينه مې پراخه كړه؛ او كار مې راته اسانه كړې ؛ او له ژبې مې غوټه پرانيځه؛ چې زما په خبرو پوه شي.او له كورنۍ مې راته يو وزير (مرستيال) وټاكه؛ هارون، چې ز ما ورور دى . ملا مې پرې ټينګه كړه؛او په كاركې يې راسره برخوال كړه،چې ډېره پاکي دې ووايو؛ او ډېر دې ياد كړو؛)) وزير له بېخه د مرستيال په مانا دى. وزر؛يعنې دروندوالى.وزير؛يعنې هغه،چې يو اندازه دروندوالى زغمي.دا مشهوره اصطلاح هم،چې ووروسته پيدا شوه،په دې اعتبار وه،چې وزير د پاچا مرستيال و.

په بل ځاى کې (تر دې وروسته) د حضرت موسى (ع) او هارون (ع) په هکله وايي :

((وَوَاعَدْنَا مُوسَى ثَلاَثِينَ لَيْلَةً وَأَتْمَمْنَاهَا بِعَشْرٍ فَتَمَّ مِيقَاتُ رَبِّهِ أَرْبَعِينَ لَيْلَةً وَقَالَ مُوسَى لأَخِيهِ هَارُونَ اخْلُفْنِي فِي قَوْمِي وَأَصْلِحْ وَلاَ تَتَّبِعْ سَبِيلَ الْمُفْسِدِينَ (اعراف/١٤٢)=او موږ له موسى سره د دېرشو شپو وعده ايښې وه، بيا مو پرهغې لس شپې (نورې) پوره كړې او په دې توګه له هغه سره د خپل پالونكي ټاكلې موده پوره څلوېښت شپې شوه او موسى (د تلو پر وخت) خپل ورور هارون ته وويل :(( ته په قوم كې زما ځايناستى اوسه او(چارې يې) سمې کړه او د ورانکارو پر لار مه ځه .)) نو پردې بنسټ،چې کله پېغمبراکرم وايي : ((انت منى بمنزلة هارون من موسى))؛غواړي ووايي؛لکه څنګه چې هارون موسى ته و او ټول د قرآن له مخې پوهېږي،چې هارون د حضرت موسى وزير و،ملا يې پرې ټينګه وه،په کار کې يې برخوال و او په قوم کې يې ځايناستى و؛خو په دومره توپير،چې تر حضرت محمد (ص) وروسته بل پېغمبر نه راته او که پېغمبراکرم نه وو ويلي : (( الا انه لا نبى بعدى))؛نو ويلې به مو،چې دلته د پېغمبراکرم نظر په چارو کې يوې چارې او ځانګړې ورته والي ته دى؛خو چې کله نبوت استنثاء کوي؛نو وايي،چې په ټولو چارو کې (البته په ټولنيزو چارو کې نه په طبيعي چارو کې،چې حضرت هارون (ع) د حضرت موسى (ع) طبيعي ورور و ؛ته مې هم طبيعي ورور يې!)) دا تړاو برقرار دى؛هغه تړاو،چې هارون (ع) په ټولو چارو کې حضرت موسى (ع) ته درلود؛ته يې هم ماته لرې . د اهلسنتو ځواب دادى،چې که دا حديث متواتر وي؛منو يې؛خو متواتر نه دى؛بلکې واحد دى؛خو لکه څنګه چې مې وويل :د مير حامد حسين په څېر علماوو پخپلو کتابو کې جوته کړې،چې دا حديث متواتر دى. پوښتنه : ((تېرو ويناوو مې په ماغزو کې د حکومت او امامت ترمنځ يوه پوله جوړه کړه او لکه څنګه چې استاد مطهري وويل : امامت يو لړ دندې لري،چې يوه څانګه يې حکومت دى؛نه پوهېږم،چې نورې څانګې يې څه دي،چې حکومت پکې نه ګډېږي او بهير ته مخونه ور نه کړي؟ تر اوسه مو له اسلامه دا زده کړي،چې د دنيا او آخرت او دنيوي کړنو او اخروي کړنو ترمنځ مو بريد نشته.هغه څه چې د اخروي کړنو په نامه يادېږي،په دنيوي ژوند کې د لاسوهنې او په دنيوي کړنو د عمل د ضمانت لپاره دي او دنيوي کړنې مو کمال،د ټولنيز ژوند ښه کولو او پر ټولنه د ټولنيز حکومت جوړول دي.په قرآن کې هم،چې ګورو خداى تر ټولو ستر مډال هغو وګړيو ته ورکوي،چې غوښتي يې دي،چې پخپلو عبادي کړنو کې دنيا،د دنيا واکمني او د عدالت منګولو ته يې ورکول جوت کړي.تر ټولو ستر ارزښت جهاد ته قايل دي او د دولس ګونو امامانو ژوند ته هم،چې ګورو ټولې غورځې پرځې يې ددې لپاره وې،چې خپل حقوق،واکمني او حکومت لاس ته راوړي؛نو دادي،چې نه پوهېږم بې له حکومته کومې نورې دندې امامت ته راوړم؛ځکه حکومت يې د امامت ټولو چارو ته مخونه ورکوي؛نو لږه رڼا پرې واچوئ.)) ځواب :

د پولې خبره مو پخپله مطرح کړه؛ما بېخي د پولې خبره نه ده کړې او سمه يې هم نه ګڼم،چې و کارول شي.و مې ويل: په شيعه مذهب کې امامت تر حکومته په لوړه درجه مطرح دى،چې هغه د اسلام توضيح او د عصمت په کچه د ديني احکامو مرجعيت دى،چې حکومت به د امامت يوه څانګه وي.و مو ويل:د پېغمبراکرم يو چار حکومت کول ول؛ دا خو څه پوله نه ده؛يوه دنده،چې په خلکو کې پېغمبراکرم ته ور تر غاړې وه،د واکمنۍ چارې وې؛خو دا واکمني د خلکو له لوري نه وه او هغه حق نه و،چې خلکو ورکړى وي؛هغه حق و،چې خداى ورکړى و؛ځکه پېغمبراکرم تر بشر مافوق و او داچې د الهي احکامو ښوونکى و او له عالم غيب سره يې معنوي اتصال درلود؛نو پر خلکو يې واکمني هم درلوده.ما خو د دنيا او آخرت ترمنځ پوله نه ده جوړه کړې او امام او واکمن خو مې نه دي جلا کړي او نه مې دي ويلي،چې امام د خلکو په آخرت پورې اړوند چار دى او واکمن د وګړيو په دنيا پورې اړوند چار دى او که ما داسې ويلي؛نو نيوکه مو پر ځاى وه.و مو ويل په شيعه و کې بله مسئله مطرح ده،چې که جوته يې کړو؛پخپله به حکومت هم جوت شي او لکه څنګه چې د پېغمبر په شتون کې د بل وګړي د واکمنۍ خبره مطرح نه ده؛نو په کومه کچه،چې شيعه امام معرفي کوي؛نو د امام په شتون کې د بل وګړي د واکمنۍ خبره نه مطرحېږي. د ننني حکومت په مانا خبره هله مطرحېږي،چې فرض کړو په دنيا کې امام نه وي يا هغه مهال،چې امام غايب وي؛ګنې په شيعه مذهب کې،چې په کومه کچه امام معرفي کوي؛پخپله د حکومت مسئله روښانېږي.

پوښتنه : اهلسنت د غدير خم روايت "واحدخبر" ګڼي او "متواتر" يې نه ګڼي که هغه روايت،چې پېغمبراکرم وويل: علي ته د اميرالمؤمنين په نامه سلام کوئ؟ ځواب: د روايت له دې برخې (( من کنت مولاه فهذا على مولاه)) نه کېداى شي ان اهلسنت هم انکار نشي کړاى،چې متواتر دى او ملا علي قوشچي وايي،چې متواتر نه دى.دا برخه يې دومره رانقل شوې،چې اهلسنت هم ترې انکار نه کوي. ډېرى راويانو يې لومړۍ برخه هم روايت کړې،چې و يې ويل: (( الست اولى بکم من انفسکم )) شيعه دا برخه يې هم متواتره ګڼي؛خو د ((سلموا على على بامرة المؤمنين)) برخه يو اهلسنت هم نه مني،چې متواتره به وي او وايي،چې واحد خبر دى؛خو د خم غدير روايت زموږ له نظره متواتر دى او پردې سربېره، په هکله يې ټول اهلسنت علماء يوه خوله نه دي،چې دا حديث متواتر دى يا واحد خبر دى؛ځينې يې وايي،چې متواتر دى او ځينې وايي،چې "واحدخبر" دى؛خو مانا يې دا نه ده،چې شيعه و به ويلي وي؛بلکې پېغمبر اکرم وويل: څوک چې زما دوست وي او زه يې ښه ايسم؛نو علي دې يې هم ښه و ايسي؛خو موږ وايو،چې دا لا څنګه خبره ده،چې پېغمبراکرم په تر هغه سره لمر لاندې خلک تم کړي، چې ورته ووايي: د چا چې زه ښه ايسم؛نو علي دې يې هم ښه وايسي ؟! په تېره بيا دا چې په روايت کې ((الست اولى بکم من انفسکم)) او د ((مولا)) ټکى راغلى وي،چې بېخي په يو ځاى کې هم د ملګري په مانا نه دى راغلى. پوښتنه : آيا د (( اليوم اکملت لکم دينکم )) آيت د خم غدير تر پېښې وروسته راغى ؟ ځواب: نه په خم غدير کې نازل شو.

د ((الْيَوْمَ يَئِسَ)) آيت او امامت په تېرو څپرکيو کې مې وويل،چې د امامت په هکله د شيعه او اهلسنتو فکر له بېخه يو له بل سره توپير لري؛نو په دې بڼه ددې مسئلې په اړه بحث کول له سره سم نه چار دى،چې موږ پر امامت قايل يو او هغوى هم پر امامت قايل دي؛خو د امامت شرايط زموږ او د هغوى له نظره توپير لري؛ځکه پر کوم څيز،چې شيعه د امامت په نامه ګروهمن دى، غير له هغه څيزه دى،چې اهلسنت پرې د امامت په نامه ګروهمن دي او په دې بڼه د مسئلې مطرحول سم چار نه دى،چې آيا امامت په نص دى که په شورا؛يعنې آيا پېغمبر دى،چې امام ټاکي که خلک بايد امام وټاکي؛ ځکه څه چې شيعه د امامت په هکله وايي او وايي،چې په نص دى غير له هغه څه دي،.چې اهلسنت وايي او وايي،چې په شورا دى. نه داچې د يو څيز په هکله بحث کوي او يو ووايي،چې په نص دى او بل ووايي،چې همدا چار په شورا دى. په واقع کې بايد داسې وويل شي،چې په شيعه و کې د امامت په نامه مسئله مطرح ده،چې اهلسنت يې له بېخه نه مني؛نه داچې په شرايطو کې يې اختلاف لري؛بېخي د نبوت د مسئلې په څېر دي د نبوت د مسئلې د منکرانو پر وړاندې. شيعه امامت دومره لوړې کچې ته وړي،چې که څوک يې ومني؛نو قهراً به دا ومني،چې خداى دى،چې امام ټاکي؛لکه څنګه چې د نبوت په هکله هېڅوک نه وايي،چې خلک دې کېني او نبي دې وټاکي؛نو په کومه سترګه او کچه،چې شيعه امام ته ګوري؛نو دې خبرې ته پکې ځاى نه پاتې کېږي،چې خلک دې کېني او امام دې وټاکي. په تېرو څپرکيو کې مې هغه پړاوونه او شرايط وويل،چې شيعه يې امام ته لري او دلته ته راورسېدو،چې شيعه مسئله له پورته پېلوي او لاندې رارسي. بيا وايي:داچې دا يوازې يوه فرضيه نه وي؛بايد وګورو،چې په هغه لوړه کچه،چې موږ يې د امامت په اړه وايو،پېغمبراکرم دې لوړ مقام ته څوک ټاکلى که نه؟ آيا په قرآن کې راغلي کې نه ؟

د ((الْيَوْمَ يَئِسَ)) آيت ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ (مائده/٣)= نن كا فران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي؛نو ځكه ترې مه وېرېږئ؛بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ (؛نوځكه د حلالو او حراموكوم بنديزونه،چې درباندې لګول شوي، عملي يې كړئ)؛خو هغوى چې وږي وي اونور خواړه ور ونه رسېږي او د ګناه په نيت دا منع شوي څېزونه ونه خوري (؛نو باك نشته چې له منع شويو غوښو وخوري )؛نو بېشكه چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى. )) دا دوه برخې،چې دواړه په ((اليوم)) پېلېږي، په يو آيت کې دي؛نه داچې په دوو آيتونو کې دي او څرګنده ده،چې دواړه هم په يو مطلب پورې اړوند دي. د ((يوم)) ټکى،چې کله په (( الف و لام)) ويل کېږي ( د عهد الف و لام))؛ کله "د هغې ورځې" په مانا دى او کله هم د "نن" په مانا او دواړو ځايو ته کارول کېږي . "د هغې ورځ" په مانا هله کارول کېږي،چې مخکې يې د يوې ورځې نوم اخستى وي؛بيا وايي: هغه ورځ؛خو که ووايو،چې پلانى ((اليوم)) راغى؛يعنې همدا نن راغى. ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ)) [اوس نه وايو،چې مراد يې "هغه ورځ" ده که "نن"،پردې به وروسته رڼا واچوو] پر هغه ورځ ( يا نن) كافران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي. فَلاَ تَخْشَوْهُمْ؛نو ځكه ترې مه وېرېږئ؛يعنې نور له دې نهيلي دي،چې پر دين برلاسي شي او يا يې له منځه يوسي او دا چې نهيلي شوي؛نو د اسلام پر خلاف له خپلو پخوانيو سياستونو يې لاس واخست؛نو ځکه ترې مه وېرېږئ.ډېره حيرانوونکې جمله ده.وايي: وَاخْشَوْنِ بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ.خبره په دې کې ده،چې د هغوى له لوري وېره مه لرئ؛خو له ما وېره ولرئ.ددې خبرې په پامنيوي،چې پخپله د دين په باب بحث دى. له هغوى ځکه وېره وه،چې دين ته ضرر و نه رسوي.وايي :نور ترې مه وېرېږئ؛ځکه ضرر نشي دررسولاى؛ وَاخْشَوْنِ بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ؛قهراً مانا يې داده،چې که دې دين ته ضرر رسي؛زما له اړخه ور رسي. اوس دا څه مفهوم درلوداى شي،چې تردې وروسته د خپل دين په هکله له کفارو مه وېرېږئ؛له ما ووېرېږئ؛وروسته به پرې رڼا واچوم،چې مراد يې څه دى. الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورنه مې درته پوره كړه.دلته دوه ټکي سره نږدې راغلي: (( اکمال او اتمام)) دا دوه ټکي خورا سره نږدې دي : بشپړ كړ او پوره کړ.

د اکمال او اتمام توپير ددې دوو ټکيو توپير (په فارسي او ډېرى په عربي کې) په دې کې دى،چې ((تمام)) په هغه ځاى کې ويل کېږي،چې د يو څيز اجزاوې بايد په يو بل پسې راشي او تر هغې چې ټولې اجزاوې يې ترتيب شوي نه وي؛نو وايو،چې ناقص دى؛خو چې وروستى جز يې هم راغى؛نو وايو،چې تمام شو؛لکه د يو تعمير په څېر،چې وايو تمام شو،تعمير بيا هم تمام نه دى، چې ستنې يې ودروي او چت هم پرې واچوي او تر هغه ورته تمام نه شو ويلاى،چې تعمير ته پکار ټولې اجزاوې يې نه وي پوره شوې؛خو چې کله ټولې هغه اجزاوې ورته راغلې،چې تعمير يې هستوګنې ته چمتو کړ؛نو بيا وايو،چې تمام شو؛خو د "کامل" په اړه داسې نه ده،چې [ناکامله څيز] ناقص جز ولري؛بلکې شونې ده،چې هېڅ ناقصه برخه او ناتمامي و نه لري؛خو تر اوسه لا کامل نه وي.د بېلګې په توګه: يو "جنين" د مور په رحم کې د تمام ترحده رسي؛يعنې ټول تعمير يې پاى ته رسي،ماشوم هم دنيا ته راځي؛خو تر اوسه لا کامل انسان نه دى؛يعنې هغه وده يې لا نه ده کړې،چې بايد و يې کړي.وده کول بې له دې دي،چې ناقصه برخه ولري؛په واقع کې د "کامل" او "تمام" ترمنځ توپير د "څرنګوالي" او "څومره والي" دى. له يوه اړخه قرآن کريم وايي: الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ.بلخوا وايي: وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي او خپله لورنه مې درته پوره كړه. وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ؛يعنې د نن دا اسلام هغه اسلام دى،چې خداى غوښتل داسې وي.روښانه ده،چې مراد دا نه دى،چې اسلام هماغه پخوانى اسلام دى؛خو د خداى نظر بدل شوى دى؛بلکې مراد دادى : داچې نن اسلام د کمال او تمام بريد ته رسېدلى؛نو دا هماغه د خداى غوره کړى دين دى؛هغه دين،چې خداى غوښته،همدا کامل شوى او تمام شوى دين دى. د آيت مفهوم تردې ډېر نه دى؛هر څه چې دي، د ((اليوم)) د ټکي په هکله دي، چې مراد يې کومه ورځ ده؟د ارزښت له نظره دا کومه ورځ ده،چې قرآن کريم وايي: نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه.بايد دا خورا مهمه ورځ وي؛ بايد يوه فوق العاده پېښه پکې شوې وي او دا نو نوره په شيعه او سني پورې اړوند نه ده. حيرانوونکې خو داده،چې تر آيت په مخکې او وروسته آيتونو کې داسې څه نشته،چې پردې ورځ دلالت وکړي.لنډه داچې ددې آيت له لفظي قرآينو پر څه نه پوهېږو.يو وخت وي،چې په مخکې آيت کې يې کومه پېښه يا بهير ياد کړى وي،بيا وايي: ((اليوم=نن))؛يعنې د هغه مطلب په اړه،چې دلته مو وويل.په دې مورد کې داسې نه دى؛ځکه تردې آيت مخکې د غوښې په اړه ساده حکم دى،چې د کوم څاروي غوښه حلاله ده او کومه يې حرامه ده او.... يو ځل وايي:((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) داچې دين تمام شو بيا هماغه لومړي سياق ته ورستنېږي،چې کومه غوښه حرامه ده او د اضطرار په شرايطو کې خوړل يې منع نه ده. فَمَنِ اضْطُرَّ فِي مَخْمَصَةٍ غَيْرَ مُتَجَانِفٍ لِّإِثْمٍ فَإِنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ= خو هغوى چې وږي وي او نور خواړه ور ونه رسېږي او د ګناه په نيت دامنع شوي څېزونه ونه خوري (؛نو باك نشته چې له منع شويو غوښو وخوري )؛نو بېشكه چې خداى ډېر بښونكى (او) لورين دى.))؛يعنې دا آيتونه په دې بڼه کې که د منځ برخه ترې اوچته کړو؛نو لومړۍ او وروستۍ برخه يې نښلي،بې له دې،چې په مطلب کې يې کوچنى توپير راشي او کوم مطالب،چې د آيت په لومړۍ او وروستۍ برخه کې راغلي،په قرآن کې په نورو ځايو کې هم راغلي دي،بې له دې،چې دا چار يې په منځ کې راشي او مطلب هم متلائم او کامل وي .


له ((اليوم)) نه مراد کومه ورځ ده؟ شيعه او سني علماء په دې هڅه کې دي،چې د ((اليوم)) مانا لاس ته راوړي،چې دا ((اليوم=نن)) کومه ورځ ده؟ دا چار دوې لارې لري.يوه لار يې داده،چې له قرآينو پوه شو؛يعنې د مضمون له قرېنې پوه شو،چې دا مضمون له کومې ورځې سره اړخ لګوي او د کومې ورځې په هکله داسې جمله راتلاى شي؟ بل داچې له تاريخ او احاديثو پوه شو،چې ددې آيت د نزول شان څه دى؟ هغه ډلې،چې لومړۍ لار ټاکلې له تاريخ،سنتو او حديثو سره _چې په حديث کې څه راغلي او داچې آيت کله او په کوم مناسبت راغى_ کار نه لري،وايي:موږ د آيت له مضمون سره کار لرو؛نو په پايله کې وايي،چې دا آيت د بعثت په وخت پورې اړوند دى؛نو ((اليوم))؛يعنې ((هغه ورځ)) نه ((نن)). دا آيت د مائدې د سورت په پيل کې راغلى،چې د قرآن کريم پينځم سورت دى او د ((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَوْفُواْ بِالْعُقُودِ= مؤمنانو ! پر ژمنو ( او تړونو ) وفا وكړئ.)) په آيت پيلېږي او د ټولو مفسرينو د وينا له مخې،د مائدې سورت وروستى سورت دى،چې پر پېغمبراکرم نازل شوى دى؛يعنې مدني سورت دى،ان تر ((إِذَا جَاء نَصْرُ اللَّهِ وَالْفَتْحُ)) هم وروسته راغلى دى؛ البته يو دوه آيتونه يې ويلي،چې تردې آيت وروسته راغلي، چې په نورو آيتونو کې ايښوول شوي دي؛خو تردې سورت وروسته بل سورت نه دى نازل شوى او دا سورت وروستي آيتونه دي،چې پېغمبراکرم ته راغلي دي.

د ((اليوم)) په اړه بېلابېلې څرګندونې

١-د بعثت ورځ : و مو ويل :ځينو ويلي،چې له ((اليوم)) نه مراد ((هغه ورځ )) ده؛نه ((نن)). وايو: پر کومه قرينه ؟ وايي: چې کله وايي: ((اليوم)) او يوه ورځ داسې توصيفوي،چې پر دې ورځ مې نن اسلام تاسې ددين په نامه غوره کړ؛ نو قاعدتاً دا ورځ بايد هماغه د پېغمبراکرم د بعثت ورځ وي. ځواب يې ورکړ،چې تاسې دا خبره د ((وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) په قرينه واست.دا سمه ده؛خو په هغه بڼه کې،چې مخکنۍ جملې يې نه وې؛ځکه خبره په دې کې ده،چې نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه،حال داچې د بعثت ورځ ددې نعمت د پېلېدو ورځ وه. ((وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) هم په دې نامه دى،چې اوس مې،چې اسلام بشپړ کړ او خپله لورنه مې درپوره کړه؛نو دا مې د هغه اسلام په نامه غوره کړ،چې زه يې غواړم؛نو ((اليوم)) د بعثت ورځ نشي کېداى.

٢_د مکې د سوبې ورځ : بله ورځ د مکې د سوبې ورځ ده،چې احتمال يې ورکړى،چې ((اليوم)) وي او وايي:يوه بله ورځ،چې د اسلام په تاريخ کې خورا مهمه ورځ ده، د مکې د سوبې ورځ ده او رښتيا هم وايي؛ځکه خورا مهمه ورځ وه،چې د ((إِنَّا فَتَحْنَا لَكَ فَتْحًا مُّبِينًا . لِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ وَيُتِمَّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَيَهْدِيَكَ صِرَاطًا مُّسْتَقِيمًا (فتح/١-٢)= په حقيقت كې موږ ستا په چارو کې څرګنده پراخي رامنځ ته کړه؛ چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکېو ګناهونو تېر شي،چې په تا پورې يې تړل (او ستا حقانيت يې جوت كړى) او پر تا خپله پېرزوېنه بشپړه كړي او سمه لار دروښيي.)) په جزيرة العرب کې مکې له روحي او موقعيت له پلوه حيرانوونکى موقعيت درلود. تر "عام الفيل" او "اصحاب فيل" پېښې وروسته،چې پر مکه يې يرغل وکړ او په هغه حيرانوونکې بڼه يې ماتې وخوړه؛نو ټول جزيرة العرب پر کعبې د ستر معبد په نامه ګروهه پيدا کړه.قريش هم په همدې خبره مغرور ول.قريشو دا هر څه پخپل حساپ ګڼلي ول او ويل يې: هو ! دا کعبه ده،چې له دومره درناوي برخمنه ده،چې هومره ستر ځواکمن لښکر يې په اسماني بلا له منځه يووړ،چې هېڅوک ترې پاتې نه شو . وګورئ،چې څومره مهم يو او تردې وروسته قريشو حيرانوونکى غرور پيدا کړ او په جزيرة العرب کې ترې نورو ټبرونو هم يو ډول لاروي کوله.د مکې بازار خورا ګڼ و او د قريشو هم،چې يې څه زړه غوښتل،هغسې حکمونه يې پر خلکو کول او خلکو هم د قريشو د همدې اروايي او اعتقادي اړخ له مخې لاروي کوله. له هغه مهاله خلک ګروهمن شول،چې ناشونې ده څوک پر کعبه برلاس شي او پېغمبراکرم مکه بې له وينې تويېدنې او بې له مقاومته سوبه کړه او کېداى شي د مکې پر حرمت سربېره د پېغمبراکرم هم همدې خبرې ته پام و،چې دومره ټينګار يې کاوه،چې مکه بې له جګړې او وينې تويېدنې سوبه شي.که په بل ځاى کې جنګېدل او په سلګونو مسلمانان هم پکې شهيدانېدل؛نو چا پر کوم حساب نه ايښـوول؛خو که د مکې په سوبه کې کوم مسلمان شهيد يا ټپي شوى واى؛نو خلکو به ويل :وګورئ ! هماغه د محمد (ص) له اصحابو سره وشول،چې له "اصحاب فيل" سره شوي ول.حضرت محمد (ص) مکه داسې سوبه کړه،چې نه په مسلمانانو کې او نه په کفارو کې ان د چا له پوزې هم وينه تويه نه شوه؛يوازې حضرت خالد بن وليد يو څه کسان ووژل؛خو چې کله پېغمبراکرم ته خبر راورسېد؛نو سخت يې وګواښاوه،چې ولې دې داسې کار کړى او له خدايه يې تبرى وغوښته،و يې ويل: (( خدايه زه له هغه کاره تبرى غواړم،چې دې سړي وکړ او هېڅکله پردې کار خوښ نه وم.)) نو دا ول،چې د مکې سوبې له اروايي اړخه د جزيرة العرب پر خلکو فوق العاده اغېز وکړ.و يې ويل: څرګنده ده،چې بله خبره ده. محمد (ص) راغى،مکى يې ونيوه او کوچنى ضرر هم ور و نه رسېد او تردې وروسته ول،چې د جزيرة العرب خلک تسليم شول او ډلې ډلې راتلل او اسلام يې راووړ. قرآن کريم وايي: ((وَمَا لَكُمْ أَلَّا تُنفِقُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ وَلِلَّهِ مِيرَاثُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ لَا يَسْتَوِي مِنكُم مَّنْ أَنفَقَ مِن قَبْلِ الْفَتْحِ وَقَاتَلَ أُوْلَئِكَ أَعْظَمُ دَرَجَةً مِّنَ الَّذِينَ أَنفَقُوا مِن بَعْدُ وَقَاتَلُوا وَكُلًّا وَعَدَ اللَّهُ الْحُسْنَى وَاللَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ خَبِيرٌ (حديد/١٠)= او پر تاسې څه شوي چې د خداى په لاركې نفقه نه وركوئ، حال دا چې د اسمانو او ځمكې ميراث يوازې خداى ته پاتې دى (او څوك څه شى له ځان سره نه وړي )؟! له تاسې چې چا له بريا (د مكې له سوبې) مخكې مال لګولى او جنګېدلي دي، هغه سره يو انډول نه دى (چې تر بريا وروسته يې انفاق كړى دى) مقام يې تر هغو لوړ دى،چې تر سوبې وروسته يې نفقه وركړې او جنګېدلي دي او خداى له ټولو سره د غوره (بدلې) وعده كړې ده او څه چې كوئ، خداى پرې خبر دى. )) نو په دې کې نه موږ بحث لرو او نه بل څوک،چې د مکې د سوبې ورځ د اسلام لپاره ستره ورځ او بريا ده. و مو ويل ځينې وايي،چې له هغه ورځې،چې قرآن دومره ارزښت ورکړى دى ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) د مکې د سوبې ورځ وي. (خو ددې خبرې د اثبات لپاره په لفظ يا تاريخ کې کوم دليل نشته) دا خبره پردې سربېره،چې هېڅ قرينه او تاريخ يې نه تاييدوي،د آيت صدر يې هم نه تاييدوي؛ځکه آيت وايي: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورنه مې درته پوره كړه؛يعنې داسې څه نه دي پاتې،چې نه مې وي ويلي؛هر څه مې وويل،حال داچې پوهېږو د اسلام ډېرى احکام د مکې تر سوبې وروسته راغلل؛نو دا خبره له ((وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي)) سره اړخ نه لګوي. چې کله وايي: ما د تعمير جوړونې کار پاى ته ورساوه؛څرګنده ده،چې مراد يې نيمګړى تعمير نه دى.ډېرى آيتونه او له هغې ځينې د مائدې د سورت ټول آيتونه،چې ډېرى احکام هم لري،د مکې تر سوبې وروسته راغلى دى؛نو څرنګه شونې ده،چې دا آيت د مائدې د سورت وي او د مکې په سوبې پورې اړوند وي،چې په لسم هجري کال کې وه؛خو که ووايو،چې يوازې دا آيت د مکې په سوبه کې نازل کې شوى؛نو بيا له ((وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي)) سره اړخ نه لګوي. دا چې وايي : له ((اليوم)) نه مراد د مکې سوبه ده؛نو پردې څرګندونه بله نيوکه هم شته او هغه داچې آيت وايي: ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ= نن كا فران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي))؛يعنې ستاسې پر دين له برلاسۍ نهيلي شوي دي.آيا د مکې د سوبې پر ورځ داسې وه؟ سمه ده،چې دې سوبې سترې اغېزې درلودې؛خو آيا دا هغه ورځ وه،چې کافران بېخي د دين له راپرځولو نهيلي شول که نه؟ نه !.

٣-په منى کې حضرت علي حاجيانو ته د برائت سورت ولوست يوه بله ورځ يې هم مهمه شمېرلې او ويلي يې دي،چې احتمالاً دا ورځ وي؛يعنې هغه ورځ،چې حضرت علي (ک) پر نهم هجري کال په منى کې د برائت سورت ولوست. د مکې سوبه پوځي چار و،چې له امله يې د اسلام پوځي او معنوي ځواک په حيرانوونکې بڼه تثـبيت شو؛خو لا تر اوسه پېغمبراکرم له کفارو سره د سولې په شرايطو کې ژوند کاوه؛د سولې تړون يې کړى و؛نو کفارو حق درلود،د کعبې طواف وکړي،په مکه کې ووسي او حق يې درلود،چې په حج کې ګډون وکړي؛يو کال هم د حج مراسم همداسې ول؛يعنې مسلمانانو د حج په مراسمو کې ګډون کاوه او کفارو هم،مسلمانانو د اسلام د احکامو له مخې حج تر سره کاوه او کفارو هم د خپل دود له مخې حج کاوه.پر نهم هجري کال د برائت سورت راغى،چې بايد په حج کې مشرکينو ته واورول شي.کيسه يې داسې ده: پېغمبراکرم لومړى حضرت ابوبکر(رض) د حاجيانو مشر کړ؛هغه هم ولاړ او تراوسه لا نيمايي لارې ته نه و رسېدلى،چې آيت راغى.په دې کې د مفسرينو اختلاف دى،چې حضرت ابوبکر (رض) د برائت سورت له ځان سره يووړ يا له پېله د برائت سورت نه و او هغه يوازې د حاجيانو د مشر په توګه تلل و؛خو په هر حال شيعه او اهلسنت دواړه يوه خوله دي،چې دا د حضرت علي (ک) له فضائلو شمېرل کېږي،چې پېغمبراکرم حضرت علي (ک) پخپلې ځانګړنې سپرلۍ ولېږه،ورته يې وويل: (( ولاړ شه او ورته ووايه،چې وحې راته راغلې،چې دا سورت يا بايد زه پخپله او يا هغه ولولې،چې له ما ځنې وي او ته دا سورت خلکو ته مه لوله.)) حضرت علي (ک) ولاړ او حضرت ابوبکر (رض) ته په نيمه لار کې ورسېد.کيسه يې داسې کوي،چې دا مهال حضرت ابوبکر (رض) په خيمه کې و.د پېغمبراکرم د ځانګړې سپرلۍ غږ واورېدل شو؛هغه دا غږ پېژانده؛و يې ويل:دا د پېغمبراکرم د سپرلۍ غږ دى؛دا سپرلي دلته څه کوي؟! و يې ليدل،چې علي (ک) راغى.خورا خپه شو؛پوه شو،چې کوم مهم خبر يې راوړى دى.و يې ويل: څه شوي دي؟ علي (ک) وويل: د خداى استازي ګومارلى يم،چې د برائت سورت خلکو ته ولولم. حضرت ابوبکر (رض) وويل: آيا پر خلاف مې څه نازل شوي که نه؟ علي(ک) وويل: نه ! په دې ځاى کې اختلاف دى.اهلسنت وايي:حضرت علي (ک) ورسره و او خلکو ته يې د برائت سورت ولوسته او حضرت ابوبکر هماغسې د حاجيانو مشر و؛خو ډېرى اهلسنت او شيعه؛لکه په الميزان تفسير ګروهمن دى،چې حضرت ابوبکر (رض) له همدې ځايه راستون شو او ځان يې پېغمبراکرم ته ورساوه،و يې ويل: رسول اکرمه ! آيا زما په هکله درته وحې راغلې؟ رسول اکرم وويل: نه. د برائت د سورت اعلانول هم مسلمانانو ته فوق العاده ورځ وه؛پر هغه ورځ اعلان شو،چې تردې وروسته کفار حق نه لري،چې د حج په مراسمو کې ګډون وکړي او د حرم چاپېريال يوازې په مسلمانانو پورې ځانګړى دى او مشرکان پوه شول،چې نور نشي کړاى له شرک سره ژوند وکړي؛اسلام شرک زغملاى نشي؛له يهود،نصراني او مجوسي سره ژوند مني؛خو له شرک سره يو ځاى ژوند نه مني.ويلي يې دي: کېداى شي له ((اليوم)) نه مراد همدا ورځ وي. په ځواب کې ورته ويل شوي،چې دا څرګندونه له ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ)) سره اړخ نه لګوي؛ځکه ډېرى احکام تر دې پېښې وروسته راغلل.دا ورځې حتماً بايد د پېغمبراکرم د عمر وروستۍ ورځې وي،چې وروسته ترې نوي احکام نه دي راغلي. هغوى چې وايي له ((اليوم)) نه مراد پلانۍ ورځ ده؛هېڅ دليل نه لري؛يعنې نه يوازې تاريخ يې نه تاييدوي؛بلکې قرآين يې هم نه تاييدوي.

د شيعه و وينا ١- له تاريخي اړخه : دلته شيعه يوه څرګندونه لري او وايي،چې هم يې تاريخ تاييدوي او هم يې د آيتونو مضمون؛نو پر مسئله بايدپه دوو برخو کې بحث وشي : يو دا چې تاريخ يې تاييدوي او بل داچې د آيتونو مضمون يې تاييدوي. که وغواړو تاريخي اړخ يې راوسپړو؛نو دا پخپله اوږد بحث دى او په دې هکله،چې کتابونه ليکل شوي،ډېرى يې په تاريخي او حديثي اړخ ډډه کړې،چې ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) په خم غدير کې راغلى دى. د "الغدير" کتاب هم دا همدا مطلب جوت کړى دى. "د يعقوبي تاريخ" تر ټولو پخوانى او ډاډمن تاريخي کتاب دى،چې هم پرې شيعه ډاډ لري او هم سني؛خورا ډاډمن کتاب دى،چې پر درېم هجري کال ليکل شوى دى.ظاهراً تر مامون وروسته د متوکل د خلافت پر مهال ليکل شوى دى.دا کتاب يوازې تاريخي دى او حديثي کتاب نه دى او له هغو کتابو دى،چې د "خم غدير" پېښه يې راوړې ده. د اهلسنتو ډېرى نورو کتابو هم د "خم غدير" پېښه رانقل کړې ده. کيسه يې داسې ده،چې : پېغمبراکرم،چې له "حجة الوداع" نه راستنېده؛نو "جُحفه" ته نږدې د "خم غدير=تالاب" ته،چې راورسېدل؛نو کاروان يې تم کړ،و يې ويل:د يوې مهمې موضوع په اړه خلکو ته خبرې کول غواړم. (دا آيتونه هم همدلته نازل شوي دي) حکم يې وکړ،چې ممبر ورته جوړ کړي،حضرت رسول اکرم ممبر ته وروخوت او اوږدې خبرې يې وکړې : الست اولى بکم من انفسکم ؟ قالو : بلى. بيا يې وويل: من کنت مولاه فهذا مولاه على مولاه او تردې وروسته ول،چې د ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) آيت راغى. که غواړو له تاريخي اړخه يې وڅېړو؛نو بايد د شيعه او اهلسنتو او په تېره بيا د اهلسنتو بېل بېل کتاب راوړو او و يې څېړو،چې دا پېښه يې رانقل کړې.دا يې د "الغدير" په څېر يا د دې کتاب په ژباړو کې يې کښلي دي. د شيعه و يو استدلال تاريخي اړخ دى،چې وايي:چې کله ګورو د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) د آيت په لفظ کې دا مطلب نه دى،چې ((اليوم)) کومه ورځ ده؛نو تاريخ او د نزول شان ته يې مراجعه کوو؛نو ګورو،چې په دې اړه تاريخي نقلونه يو نه،دوه نه،لس نه؛بلکې متواتر دي،چې وايي دا آيت په "خم غدير" کې نازل شوى دى او پېغمبراکرم (ص)،حضرت علي(ک) خپل ځايناستى وټاکه.

٢- په آيت کې د شته قرآينو له اړخه خو موږ غواړو ووينو،چې آيا په آيت کې شته قرآين هم هغه تاييدوي، چې تاريخ يې تاييدوي که نه؟ آيت وايي:((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ=نن ( يا ووايو هغه ورځ) کافران ستاسې له دينه نهيلي شول.دا به له يو لړ هغو آيتونو سره په قرآن کې ضميمه کړو،چې مسلمانان وېروي او وايي:کافران (کتابيان او بې کتابه) تل نقشې باسي او خوښ دي،چې له دينه مو واړوي او د دين پر خلاف مو ګامونه اوچت کړي : ((وَدَّ كَثِيرٌ مِّنْ أَهْلِ الْكِتَابِ لَوْ يَرُدُّونَكُم مِّن بَعْدِ إِيمَانِكُمْ كُفَّاراً حَسَدًا مِّنْ عِندِ أَنفُسِهِم مِّن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الْحَقُّ فَاعْفُواْ وَاصْفَحُواْ حَتَّى يَأْتِيَ اللّهُ بِأَمْرِهِ إِنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (بقره/١٠٩) = ډېر كتابوال د كينې له امله، چې د هغوى په وجود كې يې ريښې ځغلولې دا غواړي، چې تاسې تر ايمان او اسلام وروسته د كفر حالت ته وګرځوي؛كه څه هم حق ورته په بشپړ ډول څرګند شوى دى، تاسې ورته عفوه وكړئ او ترې تېر شئ، چې خداى خپل فرمان (د جهاد فرمان) در ولېږي ،خداى پر هر څه قادر دى .)) له يوه اړخ ګورو،چې خداى د قرآن په ځينو آيتونو کې په غوږ وهي،چې کفارو بډې وهلي،چې دين مو له منځه يوسي؛خو بلخوا ګورو،چې په بل آيت کې وايي : خو نن ستاسې له دينه نهيلي شوي دي،له نننه ستاسې د دين پر خلاف د کافرانو غورځې پورځې پاى ته ورسېدې فَلاَ تَخْشَوْهُمْ نور له هغوى مه ډارېږئ َاخْشَوْنِ له ما وډارېږئ.تردې وروسته داچې دين مو له منځه ولاړ شي يا کمزورى شي او هر څه چې درباندې راځي؛نو بايد له ما ووېرېږئ . ((له ما وډارېږئ))؛يعنې څه؟ مګر خداى د خپل دين دښمن دى؟ نه ! دا آيت هم هماغه مطلب وايي،چې په ډېرى آيتونو کې د يو بنسټيز اصل په بڼه دى، د هغه نعمتونو په اړه دى،چې خداى پر خپل بنده تمام کړي دي. وايي: ((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي، څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى. ((ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَأَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (انفال/٥٣)= دا (سزا) له دې امله ده، چې خداى يو نعمت كوم قوم ته پېرزوكړى وي؛نو ترهغه يې نه بدلوي،چې هغه قوم پخپله نه وي بدل شوى او دا چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى.)) مضمون دادى: خداى،چې کوم قوم ته نعمت ورکړي؛ ترې نه يې اخلي؛ خو داچې هغه خلک پخپله ځان له دې وړتيا وغورځوي؛يعنې داچې هغه خلک پخپله وغواړي دا نعمت ورک شي.دا مطلب له بېخه په قرآن کې يو بنسټيز اصل دى.

محکمات او متشابهات د قرآن ځينې نور آيتونه ځينې نور تفسيروي (القرآن يفسر بعضه بعضاً) قرآن مبين کتاب دى،څرګند او څرګندونکى دى. پخپله قرآن وايي: آيتونه مې دوه ډوله دي:محکمات او متشابهات.محکمو آيتونو ته مور آيتونه ويل کېږي،چې حيرانوونکى تعبير دى. ((هُوَ الَّذِيَ أَنزَلَ عَلَيْكَ الْكِتَابَ مِنْهُ آيَاتٌ مُّحْكَمَاتٌ هُنَّ أُمُّ الْكِتَابِ وَأُخَرُ مُتَشَابِهَاتٌ فَأَمَّا الَّذِينَ في قُلُوبِهِمْ زَيْغٌ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَابَهَ مِنْهُ ابْتِغَاء الْفِتْنَةِ وَابْتِغَاء تَأْوِيلِهِ وَمَا يَعْلَمُ تَأْوِيلَهُ إِلاَّ اللّهُ وَالرَّاسِخُونَ فِي الْعِلْمِ يَقُولُونَ آمَنَّا بِهِ كُلٌّ مِّنْ عِندِ رَبِّنَا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الألْبَابِ (آل عمران/٧) = هماغه خداى دى چې دا ( اسماني ) كتاب يې پر تا نازل كړ، چې يوه برخه آيتونه يې (( محكمات)) [ =څرګنداو روښانه ] دي،چې ددې كتاب ا صلي بنسټ دى ( او د نورو آيتونو هر ډول پېچلتوب دې آيتونو ته په مراجعه كولو سره لرې كېږي ) او بله برخه يې متشابهات دي (هغه آيتونه دي،چې مطالب پكې په لوړه کچه څېړل شوي او پردې سربېره ځينې نور اړخونه هم پكې په پام كې نيول شوي دي؛نو د لوستونكي ذهن ته په لومړي ځل لوستو سره بېلا بېل احتمالات راځي؛خو بيا محكماتو ته په پام سره د هغوى تفسير روښانېږي )؛ خو هغوى چې په زړونو كې يې كوږوالى دى، په همدې متشابهاتو پسې ګرځي، چې فتنه راولاړه كړي ( او خلك بې لارې كړي ) او ورته د ناسم تفسير د لټولو هڅه كوي،حال دا چې پر تفسير يې يوازې خداى او په علم کې پاخه پوهېږي ( هغوى چې دالهي پوهې په رڼا كې د قرآني آيتونو د رازونو په پوهېدو پسې وي )، وايي: (( موږ پر هغو ټولو ايمان راوړى، دا ټول زموږ د پالونكي له لوري دي)) او له عقلمنو پرته نور څوك پند نه اخلي (او پردې حقايقو پوهېداى نشي .)) متشابه آيت هغه دى،چې مفهوم يې څو ډوله پلى کولاى شو. محکم آيت يوازې يو ډول پلى کولاى شو.قرآن کريم،چې محکمو آيتونو ته مور وايي؛يعنې متشابه آيتونه د محکم آيتونو په مرسته پلي کولاى شو. که د قرآن کوم آيت څو ډوله پلى کولاى شو؛نو حق نه لرو،چې پلى يې کړو؛خو داچې د قرآن نورو آيتونو ته مراجعه وکړو،چې په رڼا کې يې به پوه شو،چې څرنګه يې پلي کړو.د متشابه آيت مانا دا نه ده،چې مجمل ده يا داسې لغت پکې دى،چې په مانا يې نه پوهېږو؛بلکې متشابه آيت يعنې هغه آيت،چې په څو يو بل ته ورته ډولونو مخونه ورکولاى شو. د بېلګې په توګه: په قرآن کې د الهي مطلقه مشيت په هکله آيتونه دي،چې هر څه په الهي مشيت دي.استنثاء نه کوي،چې يو يې دا آيت دى،چې په همدې مانا متشابه دى. ((قُلِ اللَّهُمَّ مَالِكَ الْمُلْكِ تُؤْتِي الْمُلْكَ مَن تَشَاء وَتَنزِعُ الْمُلْكَ مِمَّن تَشَاء وَتُعِزُّ مَن تَشَاء وَتُذِلُّ مَن تَشَاء بِيَدِكَ الْخَيْرُ إِنَّكَ عَلَىَ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (آل عمران/٢٦)= ووايه:(( خدايه ! د واكمنۍ خاونده ! ستا چې چا ته خوښه شي،حكومت وركوې او چا ته،چې دې خوښه شي ترې اخلې يې او چا ته، چې دې خوښه شي عزت وركوې او څوك چې وغواړې خواروې يې، ټولې ښېګڼې ستا (د قدرت) په لاس كې دي ،ته پر هر څه قادر يې.)) تر دې نور کلک ټينګار نه کېږي . دا آيت له دې نظره متشابه دى،چې څو ډوله يې پلى کولاى شو.همدومره وايي،چې هر څه په الهي مشيت دي او دا چار دوه ډوله شونى دى:يو دا چې په الهي مشيت کې هېڅ څيز د بل څيز شرط نه دي؛لکه څنګه چې ځينو همداسې ناسمه پايله اخستې ده،ويلي يې دي: نو پردې بنسټ شونې ده،چې ټول هغه شرايط پيدا شي،چې موږ ورته عزت وايو؛خو ورپسې د عزت پر ځاى ذلت ومومي او شونې ده،چې ټول هغه شرايط ومومو،چې موږ ورته د ذلت شرايط وايو؛خو شاته يې عزت ومومو.په دنيوي او اخروي نېکمرغۍ کې هېڅ څيز د بل څيز شرط نه دي؛ځکه هر څه په الهي مشيت دي ! په پايله کې شونې ده،چې بې له کومې سريزې په دنيا کې يو قوم يا يو وګړى بشپړه نېکمرغي ومومي او يا يو قوم يا وګړى بې له کومې سريزې بشپړه بدمرغي ومومي يا په آخرت کوم قوم "اعلى عليين" ته يووړل شي او يا يو قوم يا وګړى بې له کومه شرطه او سريزې د "سجين" تل ورګوزار کړاى شي. په خواشينۍ ځينې مسلمانان،چې اشاعره ورته ويل کېږي،له همدې آيته په ګټنې يې ويلي،چې هېڅ مانع نشته،چې خداى پېغمبراکرم دوزخ ته يوسي او ابوجهل جنتي کړي؛ځکه خداى ويلي:هر څه په الهي مشيت دي. خو دا يو ډول غلط پلي کول دي.آيت يوازې وايي: هر څه په الهي مشيت دي؛خو د مشيت د بهير څرنګوالى يې نه دى ښوولى او نه يې دي ويلي،چې الهي مشيت،چې نېکمرغي،بدمرغي،عزت او ذلت دى؛ څرنګه کار کوي؛نو دا آيت څو ډوله پلى کړاى شو؛خو چې کله موږ د قرآن نورو آيتونو ته ګورو؛هغوى مور آيتونه شي او دا آيت تفسيروي. د بېلګې په توګه:دا آيت په ډاګه وايي: ((ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا نِّعْمَةً أَنْعَمَهَا عَلَى قَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنفُسِهِمْ وَأَنَّ اللّهَ سَمِيعٌ عَلِيمٌ (انفال/٥٣)= دا (سزا) له دې امله ده، چې خداى يو نعمت كوم قوم ته پېرزوكړى وي؛نو تر هغه يې نه بدلوي،چې هغه قوم پخپله نه وي بدل شوى او دا چې خداى اورېدونكى (او) پوه دى.)) يا بل آيت،چې يو عمومي نظر دى،وايي: ((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،څو هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى. )) دا دواړه آيتونه هر يو داسې څه لري،چې بل يې نه لري.داچې وايي: که خداى يو نعمت كوم قوم ته پېرزوكړى وي؛نو ترهغې يې نه بدلوي،چې هغه قوم پخپله نه وي بدل شوى.دا عمومي آيت دى؛يعنې خداى هغه نعمت له يو قومه نه اخلي،چې لري يې؛خو داچې قوم پخپله "نعمت" په "نقمت" واړوي او که نقمت لري؛نو نه يې ترې لرې کوي؛خو داچې هغه قوم يې پخپله لرې کړي؛خو لومړى آيت يوازې د نعمتونو په اړه دى او له نقمتونو سره کار نه لري؛خو اضافه ټکى لري او هغه داچې وايي: ((ذَلِكَ بِأَنَّ اللّهَ لَمْ يَكُ مُغَيِّرًا)) دا له دې امله دي،چې خداى داسې نه و. (قرآن کريم وايي: ما کان الله خداى داسې نه و؛يعنې د خداى د خدايي غوښتنه نه ده.) د خداى د خدايي پر ضد خبره ده،چې له يوه قومه نعمت واخلي او دا خبره د خداى د حکمت او د ذات د کمل پر خلاف ده، داچې د الهي مشيت بهير همداسې وي او هېڅ څيز د بل څيز شرط نه کړي؛نو دا آيتونه د آيت پر وړاندې مور آيتونه دي.کوم آيتونه،چې په مشيت پورې اړوند دي همدومره وايي،چې هر څه په الهي مشيت دي.دا آيت وايي: خو الهي مشيت داسې په عالم کې جريان لري او داسې قوانين لري. نو په قرآن کې دا يو بنسټيز متين اصل دى او په ډېرى آيتونو کې تکرار شوى دى،چې که د نعمت شکر مې پر ځاى کړئ؛يعنې که له نعمته مې سمه ګټنه وکړئ؛نو پايښت به ورکړم او که په نعمت مې لوبې وکړئ او کفران نعمت وکړئ؛نو درنه به يې واخلم. نو د ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ)) مانا داده،چې نور کافران،له اسلامي ټولنې بهر نهيلي دي؛له لوري يې اسلام ته خطر متوجه نه دى؛له ما ووېرېږئ؛يعنې له ځانه ووېرېږئ . د مسلمانانو ټوليه ! که تردې وروسته کوم خطر وي؛نو هغه به دا وي، چې تاسې پخپله د اسلام له نعمت سره ناوړه کړنې وکړئ،کفران نعمت وکړئ او هغه ګټنه ترې و نه کړئ،چې بايد و يې ترې کړئ؛نو په پايله کې زما قانون به پر تاسې پلي شي :((إِنَّ اللّهَ لاَ يُغَيِّرُ مَا بِقَوْمٍ حَتَّى يُغَيِّرُواْ مَا بِأَنْفُسِهِمْ(رعد/١١)= په حقيقت كې خداى د كوم قوم (او ملت) حال نه اړوي،چې هغوى خپل حال پخپله نه وي اړولى.)) تر دې وروسته له بهره کوم خطر اسلامي ټولنه نه ګواښوي؛له دنننه يې ګواښوي. پوښتنه: ((لکه څنګه،چې مو وويل :ګروهمن يو امامت د دين او دنيا مشري ده او دا د ويل شويو دلايلو له مخې حضرت علي (ک) ته ځانګړې ده؛خو ولې د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو وروسته،چې خلک ورته بيعت ته راغلل؛نو حضرت علي مکث وکړ،حال داچې د مکث ځاى نه و او بايد بې ځنډه يې منلې واى؟)) ځواب: د پوښتنې ځواب دې د حضرت علي (ک) په ويناوو کې دى.بيعت ته،چې ورغلل،و يې ويل: (( دعونى و التمسوا غيرى فانا مستقلبون امراً له وجوه و الوان=ما پرېږدئ او په بل پسې ولاړ شئ،چې خورا تيارې پېښې مو مخې ته دي.داسې چارې مو مخې ته دي،چې څو څېرې لري؛يعنې يو اړخيز ورته نه شو رسېداى او بايد څو اړخيز حل کړاى شي. بيا وايي: (( ان الافاق قد اغامت و المحجة قد تنکرت او کومه پېژندل شوې لار،چې پېغمبراکرم ټاکلې وه،اوس نه پېژندل کېږي او په پاى کې وايي: خو که وغواړم واکمني درباندې وکړم ((رکبت بکم ما اعلم))؛نو هغسې عمل به کوم،چې پخپله پوهېږم؛نه هغسې،چې ستاسې زړه يې غواړي.)) دا مطلب،چې له تاريخي پلوه هم څرګند دى،ښيي،چې اوسنى وخت د پېغمبراکرم تر مړينې وروسته له وخت سره خورا توپير لري؛يعنې حالات عجيبه بدل او خرب شوي دي او دا جمله امام ددې لپاره وويله،چې پر خلکو خپله غاړه خلاصه کړي؛ځکه د بيعت اخستل له هغوى ژمنه اخستل ول،چې لاروي به مې کوئ.د بيعت مسئله دا نه ده،چې که بيعت و نه کړئ؛نو زما خلافت نور باطل دى. ((بيعت کوي))؛يعنې ژمنه کوي،چې هر کار کوې موږ درپسې يو. دا خبره هم شيعه و ليکلې او هم اهلسنتو،چې حضرت عمر (رض) وروسته د شورا چار رامخې ته کړ د شورا له شپږو تنو يو حضرت علي و او په دې شورا کې درې تنه د درې تنو په ګټه شا ته شول. حضرت زبير (رض) د حضرت علي په ګټه شاته شو.حضرت طلحه (رض) د حضرت عثمان (رض) په ګټه او حضرت سعدبن وقاص (رض) د حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) په ګټه شاته شو.حضرت عبدالرحمن بن عوف (رض) وويل: زه ځان نه نوماندوم؛نو دوه تنه پاتې شول: حضرت علي او حضرت عثمان.د چار کونجي د حضرت عبدالرحمن بن عوف لاس ته ورغله؛هر لوري ته،چې هغه و؛نو هماغه خليفه ټاکل کېده. لومړى حضرت علي ته راغى،و يې ويل: چمتو يم بيعت درسره وکړم؛خو په کتاب الله،نبوي سنتو او د شيخينو په سيرت به چلېږې.حضرت علي ورته وويل: چمتو يم پر کتاب الله او نبوي سنتو عمل وکړم؛خو د شيخينو پر سيرت نه . بيا په حضرت عثمان (رض) پسې ولاړل او همدا خبره يې ورته وکړه. حضرت عثمان ورته وويل: چمتو يم پر کتاب الله،نبوي سنتو او د شيخينو پر سيرت عمل وکړم او خليفه وټاکل شو. که پرتله کړو:داچې د پېغمبراکرم او حضرت علي (ک) سيرت يو و؛نو د شيخينو سيرت ته هم نږدې و؛ځکه شيخينو تر ډېره د پېغمبراکرم پر سيرت عمل کاوه؛خو حضرت علي ددې لپاره دا شرط و نه مانه،چې د شيخينو په سيرت کې تېروتنې هم وې او که دا شرط يې هم لاسليک کړى و؛نو يعنې د شيخينو تېروتنې يې بايد منلې واى؛نو بيا يې نشو کړاى،مبارزه ورسره وکړي. د بېلګې په توګه: د تفاضل مسئله؛يعنې د تساوي له منځه وړل او د مهاجرو،انصارو او نورو ترمنځ توپير راوړل د حضرت عمر (رض) پر مهال رامنځ ته شو،چې حضرت علي (ک) له دې چار سره سخت مخالف و.که ويلي يې ول،چې د شيخينو په سيرة به چلېږم؛نو هغه څه به يې تثبيتول،چې د حضرت عمر پر مهال رامنځ ته شوي ول،حال داچې له بېخه له دې چار سره مخالف و.نه يې غوښتل،چې درواغ ووايي،چې نن ووايي عمل پرې کوم او سبا له خپلې خبرې واوړي؛نوځکه يې ويل،چې نه يې غواړم. نو پردې بنسټ،چې کله حضرت علي (ک) تر حضرت عمر (رض) وروسته نه چمتو کېږي،چې شورا ته ووايي،چې ددې دوو خلفاوو پر سيرت به چلېږم او د حضرت عثمان (رض) د خلافت پر مهال،چې حالات بېخي بدل شوي ول او خلکو ترې غوښتل،چې حضرت علي (ک) د هغوى په زړه وچلېږي؛نو ډېره طبيعي او پر ځاى خبره ده،چې حضرت علي ورته ووايي،چې واکمن شوم؛نو هغسې به چلېږم،چې پوهېږم؛نه ستاسې د زړه په خوښه؛نو د حضرت علي (ک) دا خبرې د حکومت د رد لپاره نه وې؛بلکې پر خلکو غاړه خلاصولو ته وې. پوښتنه : ((ګورو،چې پخپله په قرآن شريف کې په يووالي خورا ټينګار شوى دى؛نو سره له دې،چې امامت دومره ارزښت لري؛نو ولې په قرآن کې په ډاګه نه دى ويل شوې او ولې پېغمبراکرم پخپله په بېلابېلو ځايو کې نه دى په ډاګه کړې.)) ځواب: دا دوه مطلبه دي.يو داچې دا مسئله ولې په قرآن کې نه ده په ډاګه شوې او بل داچې ولې پېغمبراکرم په بېلابېلو ځايو کې د امامت پر مسئلې ټينګار نه دى کړى؟ همداراز آيا دا مسئله په قرآن کې په بېلابېلو ځايونو کې ويل شوې که نه؟ د دويمې خبرې په باب مو څرګندونه داده،چې دا مسئله تاريخي مسئله ده؛ان ډېرى اهلسنت هم مني،چې پېغمبراکرم په ډېرى ځايو کې دا خبره څرګنده کړې ده او دا خبره يوازې په "خم غدير" کې نه ده په ډاګه شوې. د (( انت منى بمنزلة هارون من موسى الا انه لا نبى بعدى)) خبره يې د "تبوک" جګړې ته د تګ پر مهال کړې ده. د (( لا عطين الراية غداً رجلاً يحب الله و رسوله و يحبه الله و رسوله)) خبره يې د خيبر په جګړه کې وکړه،چې د حضرت علي د مقام تثبيت دى. ان د بعثت په لومړيو کې پېغمبراکرم قريشو ته وويل: (( په تاسې کې،چې چا ړومبى راباندې ايمان راووړ؛نو هغه به مې وصي،وزير او ځايناستى وي))،چې دا وګړى يوازې علي (ک) و. قرآن کريم همداسې دى.په يو ځاى او دوه ځايو کې خو څه نه دى؛خو يوازېنۍ مسئله داده،چې ولې قرآن کريم نوم نه دى اخستى؟ ځکه زموږ پر عقيده په قرآن کې تحريف نه دى شوى؛يعنې نه ترې څه کم شوي او نه پرې ورزيات شوي؛ په ډاګه په قرآن کې د حضرت علي نوم نه دى راغلى. دې مسئلې ته يې د استاد محمدتقي شريعتي د خلافت او ولايت په کتاب کې دوه اړخ ويلي دي: قرآن تل غواړي مطلب د اصل په بڼه بيان کړي؛نه په وګړيز او شخصي بڼه او دا پخپله د قرآن يو غوراوى دى. د بېلګې په توګه: د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) په مسئله کې کفار په دې نهيلي شوي،چې تل يې ويل: چې پېغمبر وي؛نو هېڅ کار نه شو کړاى؛خو همدا چې ومړ؛نو هر څه به له منځه ولاړ شي او دا د مخالفيتو د هيلې د پاى ټکى و؛خو چې و يې ليدل،چې پېغمبراکرم د امت پايښت ته تدبير کړى،چې تر ما وروسته به څوک راځي؛نو مخالفين يې نهيلي کړل. بل مطلب –چې دا خبره اهلسنتو هم کښلې- دا چې پېغمبراکرم د عمر په وروستيو کې د ((واخشون)) تشويش[،چې په آيت کې دى،] درلوده؛يعنې د امت په داخل کې يې د امت له راتلونکې تشويش درلود. روايت دى (دا روايت اهلسنتو هم رانقل کړى دى): "ابومدله" د حضرت ام المؤمنين عايشې مريى وايي: د پېغبراکرم د عمر په وروستيو شپو کې مې وليدل،چې پېغمبراکرم له خپلې کوټې ځان ته راووت؛هېڅوک ويښ نه ول، د بقيع هديرې ته ولاړ.ما چې وليدل پېغمبراکرم ځان ته روان دى او نه مې غوښتل پېغمبراکرم يوازې وي؛نو له لرې مې د پېغمبر اکرم سيورې وليد،چې بقيعوالو ته بښنه غواړي بيا يې څه خبرې وکړې،چې مضمون يې دادى:ولاړئ او څومره ښه ولاړئ او نېکمرغۍ ته ورسېدئ.د شپو د تيارو په څېر فتنو رامخه کړې ده. دا ښيي،چې پېغمبراکرم تر ځان وروسته د فتنو وړاندوينه کړې وه،چې څرګنده ده يوه يې هم همدا ده. داچې ولې په قرآن کريم کې د امامت او د حضرت علي(ک) نوم نه دى په ډاګه شوى،داسې يې ځوابولى دى:لومړى داچې قرآن غواړي مسايل د اصل په بڼه بيان کړي او دويم داچې پېغمبراکرم او پاک خداى نه غوښتل،چې په دې مسئله کې،چې بالاخره ځاني غوښتنې پکې لاس لري،مطلب په دې بڼه مطرح شي او ګواکې مطرح شوې بڼې ته يې مخونه،اجتهاد او داسې خبرې ويلي دي،چې نه د پېغمبراکرم مطلب داسې او هغسې و او که په دې اړه په ډاګه کوم آيت هم و؛نو بيا به يې توجيه کاوه،چې مراد يې دا نه دى.پېغمبراکرم پخپلو ويناوو کې په ډاګه وويل: (( هذا على مولاه))؛نو تر دې يې نور څرنګه څرګند ووايي؟!

يو يهودي غوښتل د صدر اسلام په پېښو حضرت علي(ک) ته پېغور ورکړي او انصافاً پېغور هم دى،و يې ويل: خپل پېغمبر مو لا نه و ښخ کړى،چې اختلاف مو وکړ.حضرت علي حيرانوونکى ځواب ورکړ:

((إِنَّمَا اخْتَلَفْنَا عَنْهُ لاَ فِيهِ، وَلكِنَّكُمْ مَا جَفَّتْ أَرْجُلُكُمْ مِنَ الْبَحْرِ حَتَّى قُلْتُمْ لِنَبِيِّكُمْا اجعل لنا الها کما لهم الهة فقال انکم قوم تجهلون=موږ له هغه د رارسېدلي (حکم) په اړه اختلاف وکړ،نه په هغه کې خو تاسې تر ژغورنې وروسته،پښه مو له نيل سينده لا وچه شوې نه وه،چې خپل پېغمبر ته مو وويل: "موږ ته د بوت پالو په څېر خداى جوړ کړه!" او پېغمبر مو ورته وويل: "تاسې ناپوهان ياست".)) نو په هغه څه کې خورا توپير دى،چې موږ ته راپېښ شو او هغه څه چې تاسې ته راپېښ شول؛موږ پخپله د پېغمبر په هکله اختلاف و نه کړ؛بلکې په دې کې مو اختلاف وکړ،چې د پېغمبر د حکم مفاد او مفهوم څه دى؟ دا دواړه ډېر توپير لري،چې هغه کار يې،چې په هر حال کاوه،توجيه يې په بهر کې داسې وي؛نه داچې په واقع کې داسې ول،چې وايي:هغوى،چې داسې تېروتي،خيال کوي،د پېغمبر مراد دا و او په پايله کې يې د پېغمبراکرم خبرې ته داسې مخونه ورکړه او يا داچې ووايي د قرآن د آيت دا دومره څرګند نص يې شاته واچو يا قرآن يې تحريف کړ.

پوښتنه: کومه پوښتنه،چې ډاکټر کاظم يزدي مطرح کړه،په دې بڼه يې مطرحوم، چې سمه ده،چې په قرآن کې بايد د اصل په بڼه وويل شي؛خو څرګنده ده، چې په اسلام کې د حکومت او ځايناستۍ اصل خورا اهميت لري؛نو نه داچې قرآن دې چار ته د چا نوم راوړى وى؛بلکې د يو حکم په نامه پرې خورا ټينګار شوى واى او يا د بېلګې په توګه:بايد پېغمبراکرم ته وحې شوې واى،چې ځايناستى دې وټاکه او هغه تر ځان وروسته او دې امام هم تر ځان وروسته امام ټاکلى واى يا داچې د ځايناستي ټاکل په مشوره وي يا د ټاکنې په بڼه؛يعنې د ځايناستۍمسئله اسلام ته ساده مسئله نه وه،چې پر خپل حال پرېښوول شي او په ډاګه او څرګند نشي. اسلام داسې دين دى،چې بايد حکومت يې کړى واى او واکمن ورته پکار و.خبره دا نه ده،چې د حضرت علي (ک) نوم راوړل شي که را نه وړل شي؛ بلکې د حکومت او ځايناستۍ په هکله ددې اختلاف په پامنيوي کې بايد يو قانون ټاکل شوى واى،چې پېغمبره! دا پر تا دي،چې تر ځان وروسته ځايناستى وټاکې.اوس شونې وه،چې په دې اړه بېلابېل تفسيرونه وکړي،چې ځايناستى څوک دى؛خو دا به څرګنده وه،چې پېغمبراکرم بايد پخپله خپل ځايناستى وټاکي او دا چار د مسلمانانو په سلامشورې پورې اړوند نه دى.همداراز آيا د پېغمبراکرم ځايناستى بايد تر ځان وروسته ځايناستى او امام وټاکي يا بايد په دې چار کې يو لړ کسانو سلامشوره او ټاکنه کړې واى؟ او څومره،چې زه پوهېږم دا چار د قرآن له نظره مبهم پاتې دى؛خو په هر حال په دې اړه څرګند قانون نه لرو. دويم داچې څو ورځې مخکې مې په اسلام کې د حکومت په اړه کتاب ولوست او په هغه کتاب کې له حضرت علي (ک) او نورو خورا نقلونه شوي ول،چې په اسلام کې د حکومت چار په مسلمانانو پورې اړوند دى او بايد په دې اړه مسلمانان يو له بل سره مشوره وکړي؛"اهل حل و عقد" بايد نظر او رايه ورکړي او خورا دليلونه يې راټول کړي ول،چې په اسلام کې د حکومت چارې په ټاکنه دي؛نه داچې پېغمبر اکرم تر ځان وروسته څوک وټاکي؛نو غوښتل مې په دې اړه خپل نظر څرګند کړئ. درېم داچې فرض به کړو،چې دولس ګوني امام د ځايناستيو په نامه په يو بل پسې ټاکل شوي دي (يا په الهې وحې يا په بله بڼه) په اسلامي ټولنه کې د ځايناستي د ټاکنې لپاره پرېکنده اصل څه دى؛يعنې آيا له مخکې يې ويلي ول،چې د الهي وحې له مخې له دې ځانګړنو سره يوازې دولس امامان،چې معصوم دي او... راځي او تر هغه وروسته د غيبت په پېر کې بايد داسې ټاکنه وشي؟ آيا دا چارې په ډاګه شوې دي؟ دا زموږ خپل استنباط دى،چې اوس،چې دولسم امام پټ دى؛نو د چارو واګي بايد د "جامع الشرايط مجتهد" په واک کې وي يا نه وي؛خو قرآن بايد مسلمانانو ته يو بنسټيز قانون ورکړي،چې تر پېغمبراکرم وروسته يو لړ هغه کسان به درباندې واکمني وکړي،چې معصوم دي او تر هغه وروسته تاسې بايد پخپله مشوره يو څوک وټاکئ يا فقيه درباندې واکمني وکړي.دا چار هم تر يوولسم امام وروسته لاينحل پاتې کېږي او بيا پرې خورا نيوکې دي؛نو دا چار د شيعه وو له نظره څرنګه هوارېږي؟)) ځواب: په دې چارو مې په تېرو څپرکيو کې څه رڼا اچولې ده.تاسې بيا د امامت مسئله يوازې حکومت ته راواړوله او دا مې په تېره اونۍ کې هم وويل،چې د حکومت مسئله غير د امامت له مسئلې ده او د شيعه وو له نظره،د امام پر مهال د حکومت مسئله د پېغمبراکرم پر مهال د حکومت په څېر ده؛يعنې استثنايي واکمني لري او لکه څنګه چې د پېغمبراکرم پر مهال دا خبره مطرح نه ده،چې د پېغمبر په شتون کې د حکومت د چار تکليف څه دى او د امام په شتون کې او په هغه کچه،چې شيعه امام ته قايل دي؛نو د حکومت مسئله هم يوه فرعي او طفيلي مسئله ده او که وغواړو د حکومت مسئله په جلا ډول مطرح کړو،چې د امام د نه شتون پر مهال (چې داسې وخت نشته) مطرح ده او البته يوه بنسټيزه مسئله هم ده؛موږ له ((وامرهم شوى بينهم)) له اصله منکر نه يو؛ خو ((وامرهم شورى بينهم)) په کوم ځاى او چار کې؟ آيا په هغه چار کې،چې په اړه يې څرګند نص راغلى دى؟ سلا مشوره په هغو چارو کې ده،چې په اړه يې الهي حکم نه وي راغلى. او هغه خبرې،چې په "حکومت در اسلام" کتاب کې يې کښلې وې.دومره ويلى شم،چې په خواشينۍ په دې کتاب کې تر ډېره بريده مسايل يواړخيز ليکل شوي دي؛يعنې يوازې يو لړ دلايل کښل شوي دي او ددې دلايلو مخالف دلايل يې بېخي نه دي راوړي او دا يوه ستره نيمګړتيا ده؛ځکه که انسان ليکنه کوي؛نو ټول اړخونه دې وليکي او بيا وويني،چې په دې دلايلو کې کوم يو واخلي؟معتبر او ډاډمن دي که نه؟ ددې کتاب بله نيمګړتيا تقطيعات (غوڅونې او لاسوهنې) دي؛يعنې د خبرې سر او بېخ يې لرې کړى او يوازې منځ يې پرېښى دى؛نو په پايله کې جملې هغه مفهوم پيدا کړى،چې که د خبرې سر او پاى ورسره يوځاى کړې؛نو هېڅکله به ترې دا مانا او مفهوم نه راولاړېده او پردې سربېره د مسايلو ډېرى برخه يې هغه مسايل دي،چې د امام د شتون او امامت په مهال پورې اړوند نه دي او په هغو څيزونو کې څوک بحث نه لري،چې د امام د شتون په مهال پورې اړوند نه وي.   امامت په قرآن کريم کې په تېره برخه کې مو د [((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا (مائده/٣)= نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپل لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) ] بحث وکړ. دننني قرآين او بهرني شواهد-؛يعنې هغه روايتونه،چې ددې آيت د شان نزول په اړه شيعه او سني رانقل کړي دي- ښيي،چې دا آيت د "خم غدير" د موضوع په اړه دى او داچې په دې اړه د قرآن پر آيتونو بحث دى؛يعنې هغه آيتونه،چې په دې اړه شيعه پرې استدلال کوي؛نو هغه دوه درې نور آيتونه به هم راوړم،چې شيعه پرې استدلال کوي،چې سمه روښانه شي،چې د استدلال سبک څه دى. يو له هغوى د مائدې د سورت بل آيت او ورپسې تقريباً شپېته آيته نور دي. آيت وايي : ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده/٦٧)= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ (خلكو ته) ورسوه اوكه داسې دې ونه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري .)) پکار ده،چې يوه سريزه ووايم،چې ددې آيت مفاد روښانه کړم او دا سريزه د هغو مطالبو په پوهه کې هم مرسته کوي،چې په تېره برخه کې مو ورته اشاره وکړه.


د اهلبيتو په اړه د آيتونو ځانګړې وضع کومه خبره،چې واقعاً رمز ډولى ده داده،چې په ټوليزه توګه په قرآن کې کوم آيتونه،چې د پېغمبراکرم (ص) د اهلبيتو په اړه دي او تېره بيا هغه آيتونه،چې د شيعه وو له نظره د حضرت علي (ک) په اړه دي؛نو ځانګړې وضع لري او هغه داچې سره له دې،چې پر مطلب دلايل او قرآين پخپله په آيت کې دي؛خو لکه چې يوه هڅه ده،چې دا مطلب د نورو مطالبو په ترڅ کې يا ترڅنګ يې وويل شي او ترې تېر شي،چې دا مطلب علامه محمد تقي شريعتي د "خلافت او ولايت" په کتاب کې ښه روښانه کړى دى.د مطلب راز په څه کې دى؟ ددې پوښتنې د ځواب ترڅنګ به د هغو پوښتنې هم وځوابېږي،چې که خداى غوښتل علي (ک) تنصيص شي؛نو ولې يې نوم په قرآن کې نه دى راغلى؟

د تطهير آيت ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا(احزاب/٣٣)= بېشكه خداى يوازې غواړي چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي.)) که موږ يو او همدا آيت او همدا برخه؛نو و به وايو،چې خورا روښانه مفاد لري : خداى داسې اراده کړې ده او کوي يې،چې له تاسې"اهل البيت =نبوي كورنۍ" پليتي او ګناه لرې كړي او بشپړ موسپېڅلي كړي، وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا په ځانګړې بڼه مو پاک کړي. کوم تطهير،چې خداى يادوي؛څرګنده ده،چې عرفي او طبي تطهير نه دى،چې دا يې په پام کې وي،چې ناروغۍ درنه لرې کړي او بدن مو له مېکروبونو پاک کړي. نه وايم،چې دا د تطهير مصداق نه دى؛خو څرګنده ده کوم تطهير،چې دا آيت وايي،په لومړۍ درجه کې له هغو څيزونو پاکوالى دى، چې پخپله قرآن يې "رجس=پليتي" ګڼي . په قرآن کې "رجس" او "رُجز" او دې ته ورته څيزونه؛يعنې هر څه چې په قرآن کې ترې منع کوي؛هر څه چې ګناه ګڼل کېږي،که اعتقادي وي که عملي او که اخلاقي . دا رجس او پليتي ده.دادى،چې وايي : ددې آيت مفاد د اهلبيتو عصمت دى؛يعنې له هر ډول پليتۍ يې پاکوالى . فرض کړئ،چې نه شيعه يو او نه سني او يو مسيحي مستشرق يو،چې له مسيحي نړۍ راغلي يو او غواړو وګورو،چې د مسلمانانو کتاب څه وايي.دا جمله په قرآن کې وينو او بيا په تاريخ،سنت او احاديثو پسې ځو؛نو ګورو،چې نه يوازې شيعه،چې ځان د اهلبيتو لاروۍ ګڼي؛بلکې هغه ډله،چې له اهلبيتو ځانګړې لاروي نه کوي،په کتابونو کې يې ددې آيت د شان نزول د اهلبيتو ستاينه ګڼلې او ووايي،چې ددې آيت د نزول پر مهال حضرت علي (ک)،حضرت فاطمة الزهرا،حضرت امام حسن، حضرت امام حسين او پخپله رسول اکرم و. د اهلسنتو په روايتونو کې راغلي : دا آيت،چې نازلېده؛نو حضرت ام سلمه بي بي، چې د پېغمبر اکرم مېرمن وه هم په کور کې وه،رسول اکرم ته وويل : رسول الله ! آيا زه هم په اهلبيتو کې شمېرل کېږم که نه ؟ رسول اکرم ورته وويل: ته نېکه ښځه يې؛خو په اهلبيتو کې نه شمېرل کېږې .دا خبره د اهلسنتو په ډېرى روايتونو کې راغلې ده. ګورو،چې همدا آيت در نورو آيتونو په ترڅ کې دى او مخکې او وروسته ترې د پېغمبر اکرم د مېرمنو په اړه دى. مخکې ترې دادي : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء (احزاب/٣٢) د پېغمبر مېرمنو! تاسې هېڅ د(نورو) ښځو غوندې نه ياست)) (البته نه وايي،چې امتياز لرئ) ګناه مو دوه ګرايه ده؛ځکه که ګناه وکړئ؛لومړى داچې ګناه مو کړې او دويم داچې د مېړه د مقام سپکاوى مو کړى دى؛نو دا دوه ګناوې دي او د خير کړنې مو هم دوه ګرايه ثواب لري؛ځکه د خير کړنې مو دوه کړنې دي او لکه څنګه چې ويل کېږي،چې د ساداتو د ښه کړنو او ګناه ثواب او عذاب دوه ګرايه دى؛ددې لپاره نه دى،چې يوه ګناه د دوى په اړه له نورو سره توپير لري؛بلکې يوه ګناه يې دوه کېږي .د ساري په ډول : که يو "سيد" شراب وڅښي؛نو بې له دې،چې شراب يې څښلي؛يو بل کار يې هم کړى دى او هغه داچې د پېغمبراکرم ځوځات دى؛نو د پېغمبراکرم سپکاوى يې هم کړى دى؛نو څوک چې ګوري،چې پخپله د پېغمبراکرم ځوځات داسې له پېغمبره سرغړونه کوي؛نو په روحيه يې خورا ناوړه اغېز کوي. په دې آيت کې ضميرونه هم مؤنث دي : (( لَسْتُنَّ كَأَحَدٍ مِّنَ النِّسَاء إِنِ اتَّقَيْتُنَّ (احزاب/٣٢)= د(نورو) ښځو غوندې نه ياست؛كه پرهېزګاري كوئ؛)) څرګنده ده،چې مخاطب يې د پېغمبراکرم مېرمنې دي. تر دوو يا درې آيتونو وروسته يودم ضمير مذکرېږي او همدې آيت ته را رسو((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ [نه وايي : (عنکُن)] الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) بيا ځلي ضمير مونثېږي . قرآن خو يو کار هم بېځايه نه کوي . لومړى يې دلته د ((اهلبيت)) لفظ راوړى او مخکې ترې ټول ((نساءالنبي)) دى : ((يَا نِسَاء النَّبِيِّ))؛يعنې د ((نساءالنبي)) عنوان د پېغمبراکرم د اهلبيتو په عنوان واوړېد او ترڅنګ يې مؤنث ضمير په مذکر ضمير واوړېد.دا خو څه بېځايه خبرې نه دي .په آيتونو کې پر شته مطلب سربېره بل څه ويل غواړي.تردې آيت مخکې او وروسته د پېغمبراکرم د مېرمنو په اړه ټول مکلفيت، ګواښ،ډارول،رجاء او امر دى : ((وَقَرْنَ فِي بُيُوتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِيَّةِ= او پخپلو كورونو كې اوسئ او د ړومبني جاهلي پېر په څېر خپل ښايست او سينګار مه ښكاره كوئ)) ټول امر،حکم،ګواښ او ترڅنګ يې ډارول او رجاء دى؛که ‌ښه کار وکړئ داسې کېږي او که بد کار وکړئ؛هغسې کېږي. خو د تطهير آيت تر ستاينې اوچت دى؛له ګناه د پاکوالي او پاکلمنۍ خبره يې کوي.ددې آيت مفاد له مخکېني او وروستني آيت سره توپير لري. دلته مخاطب ((اهلبيت)) دي او هلته ((نساء النبي)) دلته ضمير مذکر دى او هلته مؤنث؛خو همدا آيت چې مفاد يې له مخکني او وروستني آيت سره دومره توپير لري،په هغو آيتونو کې ځاى په ځاى شوى دى؛لکه څوک چې د خپلو خبرو په ترڅ کې بل مطلب وايي او بيا خپلې خبرې ته دوام ورکوي؛نو ځکه زموږ په روايتونو کې امامانو خورا ټينګار کړى،چې د قرآن د آيتونو پيل يو مطلب،منځ يې بل مطلب او پاى يې بل مطلب دى؛نو ځکه د قرآن تفسير ته پر دومره ارزښت قايل دي . نه يوازې زموږ روايتونو او امامانو ويلي،چې د ((إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا)) آيت مخکېنى او وروستنى مطلب سره توپير لري او مخاطب او مضمون يې غير له هغوى دى او په هغوى پورې اړوند دى،چې هغه کيسه يې په اړه ده؛بلکې ټولو اهلسنتو هم دا مطلب روايت کړى دى.

بله بېلګه : د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ...)) آيت

د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) په آيت کې همدا مطلب وينو او بلکې ددې آيت په اړه خورا حيرانوونکى دى.تر دې آيت مخکې د فرعي او عادي مسايلو په اړه خبرې دي : ((أُحِلَّتْ لَكُم بَهِيمَةُ الأَنْعَامِ (مائده/١)= تاسې ته د څارويو ( غوښه او جنين ) حلا ل شوي دي)) او تذکيه داسې وکړئ او که مردار وي؛حرام دى او هغوى چې زندۍ کوي (منخنقه) حرام دى او هغوى چې د يو بل په ښکر وژل کېږي؛غوښه يې حرامه ده او.... يو دمي وايي : ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا (مائده/٣)= نن كافران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوي دي؛نو ځكه ترې مه  وېرېږئ،بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ ! نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورېنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ.)) او بيا هماغو مسايلو ته مخه کوي،چې مخکې يې ويلي ول. اساساً دا جملې له مخکېنيو او وروستنيو سره اړخ نه لګوي؛يعنې ښيي چې دا هغه مطلب دى،چې په بل مطلب کې ځاى په ځاى شوى دى او له هغه تېر شوي دي.

کوم آيت چې نن وايو؛همداسې برخليک لري؛يعنې د نورو آيتونو په منځ کې يو بل آيت دى،چې که د هغه آيت له منځه يې راواخلو؛نو د هغه د مطلب لړۍ سره نه شلېږي او که د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) برخه له آيته اوچته کړو؛نو د آيت د مخکېنۍ برخې د مطلب لړۍ له وروستنۍ برخې سره نه شلېږي. د بل آيت په منځ کې يو بل آيت دى،چې نه شو ويلاى،چې د مخکني مطلب دوام او د وروستني مطلب سريزه ده؛بلکې پخپله بېل مطلب دى.دلته هم د آيت مطلب او د اهلسنتو او شيعه وو روايتونه هم همدا خبره کوي؛خو دا آيت هم قرآن د بل مطلب په منځ کې ايښى دى.اوس بايد پوه شو،چې ددې مطلب راز په څه کې دى ؟

ددې چار راز ددې مسئلې راز برسېرنې ته هم د قرآن د آيت له اشارې او د امامانو له روايتونو ګټنه کېږي او هغه داچې په ټولو اسلامي احکامو کې د حضرت علي (ک) د امامت او د پېغمبراکرم د کورنۍ د ځانګړنې په څېر يو حکم داسې نه و،چې د پلي کېدو لږ چانس ولري؛په دې مانا :کوم تعصبونه، چې د عربو د زړه په تل کې ول؛ددې مطلب پلي کولو ته يې خورا لږ چمتووالى درلود.سره له دې،چې پېغمبراکرم ته د حضرت علي (ک) په هکله حکم راته؛خو آنحضرت تل دا وېره درلوده،چې که و يې وايي،نو هغه منافقين،چې قرآن يې پرله پسې نوم اخلي،ووايي : وګوره ! خپلې کورنۍ ته خواړه پخوي . حال دا چې د پېغمبراکرم ژوند دود داسې و، چې په هېڅ ځاى کې ځان ته ځانګړلى او امتياز قايل نه و،خوى يې همدا و او د اسلام حکم هم همدا و او په کلکه يې له دې ډډه کوله،چې د ځان او نورو ترمنځ ځان ته پر امتياز قايل شي او همدا لامل د پېغمبراکرم د پرمختګ او بري ستر لامل و. دا مسئله د خداى حکم و؛خو پېغمبراکرم پوهېده،چې که و يې وايي؛نو د کمزوريو ايمان خاوندان به وايي : وګوره ! ځان ته امتياز جوړوي . په ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) آيت کې مو وليدل،چې مخکې يې دا ول : ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ= نن كافران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي؛نو ځكه ترې مه وېرېږئ،بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ !)) وايي : نور کافران ستاسې له دينه نهيلي شوي دي؛يعنې هغوى نور له هغې لارې نهيلي شوي،چې پر اسلام به برلاسي شي؛پوه شوي،چې نور يې چارې پرمخ نه ځي فَلاَ تَخْشَوْهُمْ نور ترې مه وېرېږئ وَاخْشَوْنِ؛خو له ما وډارشئ . و مې ويل :مراد دادى : ووېرېږئ؛ځکه که منځ مو خراب شي؛نو د هغه سنت له مخې، چې زه يې لرم،چې که هر قوم د فساد پر لور تغيير وکړي؛نو زه هم خپل نعمت ترې اخلم [د اسلام نعمت به درځنې واخلم] دلته وَاخْشَوْنِ کنايه ده له دې،چې له ځانه وډار شئ؛له ما ووېرېږئ له دې بابه،چې له ځانه ووېرېږئ؛يعنې له کوره وېره ده؛نور له بهره څه وېره نشته.بلخوا پوهېږو،چې دا آيت د مائدې په سورت کې دى او د مائدې سورت وروستى سورت دى،چې پر پېغمبراکرم نازل شوى دى؛يعنې دا سورت د پېغمبر اکرم د عمر په دوه درې وروستيو مياشتو کې،چې اسلام د ځواک پر هسکه څوکه و،نازل شوى دى. مخکې مې هم،چې کوم آيت ولوست؛همدې مطلب ته پکې اشاره شوې،چې وېره نوره له کوره ده او له بهره نشته.وايي: ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ (مائده/٦٧)= پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پرتا نازل شوي، بشپړ(خلكو ته) ورسوه او كه داسې دې ونه كړل؛ نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ژغوري .)) اصلاً موږ بې له دې آيته په قرآن کې بل آيت نه لرو،چې پېغمبراکرم يو کار ته وهڅوي.داسې به وي،چې غواړئ څوک يو کار ته وهڅوئ؛هغه يو ګام مخکې ځي او بل شاته ږدي او وېرېږي.په دې آيت کې هم پېغمبراکرم ته بلنه ورکول کېږي،چې ابلاغ کړه،له يوې خوا يې ګواښي او بلخوا يې هڅوي؛يعنې تسلي ورکوي؛ګواښي يې که دا موضوع ابلاغ نشي؛نو ټول رسالت دې تويې تللى دى او تسلي ورکوي،چې مه وېرېږه ! خداى به دې له دې خلکو ساتي (وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ) او په ((الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُواْ مِن دِينِكُمْ فَلاَ تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ= نن كافران ستاسې د دين ( له زواله) ناهيلې شوې دي؛نو ځكه ترې مه وېرېږئ،بلكې زما له مخالفته ووېرېږئ !)) کې يې وويل :نور له کافرانو مه ډارېږئ . څرګنده ده،چې پېغمبراکرم په لومړۍ درجه کې نبايد له کافرانو ووېرېږي؛خو ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ)) ښيي،چې تشويش لري؛نو دا تشويش د مسلمانانو له کورنيو چارو دى؛خو زه اوس له دې سره کار نه لرم،چې له مسلمانانو [هغوى،چې د حضرت علي (ک) خلافت او امامت نه مانه] باطني کافران ول که نه؛بالاخره دا موضوع په يو ډول وه،چې د منلو چمتوتيا يې نه درلوده .

تاريخي شواهد تاريخي بهيرونه همدا خبره کوي؛يعنې د مسلمانانو ټولنپوهنه همداسې ښيي؛نو حضرت عمر (رض) وويل : موږ چې علي خلافت ته و نه ټاکه (( حيطة على الاسلام)) و؛يعنې اسلام ته مو احتياط وکړ؛ځکه چا ورسره نه منله.يا په بل ځاى کې،چې له حضرت ابن عباس (رض) سره يې خبرې کولې،وويل : قريش ته سمه نه ښکارېده،چې خلافت دې هم په هماغه کورنۍ کې وي،چې نبوت پکې و؛يعنې و يې ويل : نبوت،چې په بني هاشمو کې پيدا شو؛نو ښکاره خبره ده،چې دا ورته امتياز شو؛ قريشو حساب وکړ که خلافت هم په بني هاشمو کې وي؛نو ټول امتيازات به بني هاشمو وي؛نو ځکه قريشو له دې مسئلې کرکه درلوده او حضرت ابن عباس (رض) هم حضرت عمر (رض) ته د قرآن آيتونو په رڼا کې خورا پاخه ځوابونه ورکړي دي. د مسلمانانو په ټولنه کې يوه وضع وه،چې په بېلابېلو عبارتونو او ژبو وويل شو . قرآن کريم يې په هغه بڼه وايي.حضرت عمر(رض) هماغه په بله وينا او بڼه وايي. يا د بېلګې په توګه ويل يې : حضرت علي په اسلامي جګړو کې د عربو خورا مشران وژلي او عرب هم کينه کښ خلک دي او تر مسلمانېدو وروسته يې هم تر اسلام د مخه کينې علي (ک) ته په زړونو کې دي؛نو ځکه علي خلافت ته مناسب نه دى. ځينې اهلسنت هم له همدې خبرو عذر جوړوي،وايي: سمه ده،چې علي (ک) افضل و او مقام يې خورا اوچت و؛خو ډېر دښمنان يې هم درلودل. نو د پېغمبراکرم پر مهال ددې حکم له سرغړاوي يو ډول تشويش و.داچې قرآن دا آيتونه له قرآينو او دلايلو سره ويلي دي؛نو کېداى شي راز يې په دې کې وي،چې هر بې غرضه انسان پردې مطلب پوه شي؛خو نه يې غوښتل،چې دا مطلب په داسې بڼه ووايي،چې هغوى چې غوښتل سرغړونه وکړي،سرغړونه يې د قرآن او اسلام پر وړاندې سرغړونه وي؛هغوى چې په هر حال سرغړونه کوي؛نو تمرد يې دا بڼه و نه مومي،چې په څرګند ډول قرآن طرد کړي؛لږ تر لږه وکړاى شي،چې دې چار ته پوښښ جوړ کړي؛نو ځکه يې د تطهير آيت په نورو آيتونو کې ځاى پر ځاى کړى دى؛خو هر پوه،عاقل،مدبر او متدبر انسان پوهېږي،چې دا بل څه دي . د ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ)) آيت هغسې ږدي او د ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ)) آيت داسې ږدي .

د (إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ...)) آيت په دې اړه نور آيتونه هم داسې دي،چې ددې لپاره فکر هڅوي، چې ځان پوه کړي،چې دلته يوه خبره شته او بيا هم د متواترو نقلونو په مرسته قضيه جوته شي؛لکه دمائدې د سورت٥٥ آيت :

((إِنَّمَا وَلِيُّكُمُ اللّهُ وَرَسُولُهُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ الَّذِينَ يُقِيمُونَ الصَّلاَةَ وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ = ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبراو هغه مؤمنان دي، چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي.))

عجيبه تعبير دى : ستاسې ولي او پالندوى خو يوازې خداى، د هغه پېغمبر او هغه مؤمنان دي،چې لمونځونه كوي او د ركوع په حال كې زكات وركوي. د رکوع پر مهال زکات ورکول عمومي چار نه دى،چې وکړاى شو د يو ټوليز اصل په بڼه يې ووايو؛بلکې ښيي،چې يوې ټاکلې پېښې ته اشاره ده .هم يې تصريح کړې نه ده؛هغه تصريح،چې سرغړونه ترې د دښمن او دوست په نزد له قرآنه سرغړونه وشمېرل شي او هم يې تفصيح کړى دى؛يعنې داسې يې ويلي،چې هر بې غرضه انسان پوهېږي،چې دلته يو څه دي او يوې پېښې ته اشاره ده . الَّذِينَ ..... وَيُؤْتُونَ الزَّكَاةَ وَهُمْ رَاكِعُونَ (د رکوع په حال کې زکات ورکوي) يو معمولي چار نه دى؛يوه استنثايي قضيه ده،چې ناڅاپه پېښه شوې ده.دا قضيه څه وه؟ ګورو،چې شيعه وو او اهلسنتو ټولو رانقل کړي،چې دا آيت د حضرت علي (ک) په اړه نازل شوى دى.

د عرفاوو خبره نور آيتونه هم شته،چې پکې ځيرنه مطلب روښانوي . عرفاوو له پخوا يوه خبره کړې او البته دا خبره پخپله په شيعه وو کې شته او عرفاوو ښه بيان کړې ده،وايي: د امامت او ولايت مسئله د شريعت باطن دى؛يعنې څوک چې دې مطلب ته رسي،چې له پوټکي تېر شوى وي او ماغزو او لُب ته رسېدلى وي او اساساً په اسلام کې د ولايت او امامت مسئله يوه لُبي مسئله وه؛يعنې يوازې ژور کسان به پرې پوهېدل؛نور هم رابلل شوي،چې دې ژورتيا ته ورسي؛خو ځينې به رسي او ځينې به نه رسي . اوس به په نورو آيتونو پسې ولاړ شو؛غواړو له هغو استدلالونو سره اشنا شو،چې شيعه يې کوي او پر منطق يې پوه شو.

په شيعه وو کې امامت د نبوت په څېر مفهوم دى په قرآن کې په همدې مسئلې پورې اړوند يو عجيبه آيت دى؛البته دا آيت پخپله د حضرت علي (ک) په باب نه دى،پخپله د امامت د مسئلې په هکله دى . و مې ويل : په اسلامي متکلمينو کې له پخوا دا ستره تېروتنه وه،چې مسئله يې په دې بڼه مطرح کړې ده: د امامت شرايط څه دي ؟ مسئله يې داسې فرض کړه امامت هم موږ منو او اهلسنت؛خو په شرايطو کې يې اختلاف لرو؛موږ وايو :د امام شرط دادى،چې معصوم او منصوص وي؛هغوى وايي : نه ! حال دا چې پر کوم امامت،چې شيعه ګروهمن دى،اهل تسنن پرې بېخي ګروهمن نه دي. پر څه چې اهلسنت د امامت په نامه ګروهمن دي دا د امامت د شان يو دنيوي چار دى؛لکه څنګه چې د نبوت په هکله د پېغمبر اکرم يوه دنده دا وه،چې د مسلمانانو واکمن و؛خو نبوت خو له حکومت سره مساوي نه دى .نبوت پخپله يو حقيقت دى،چې په زرګونو مطالب پکې دى . د پېغمبر له شئونو يو دادى،چې د پېغمبر په شتون کې مسلمان بل واکمن نه لري او هغه د مسلمانانو واکمن دى.اهلسنت وايي: امامت؛يعنې حکومت او امام هم هماغه د مسلمانانو واکمن دى؛د مسلمانانو يو وګړى،چې بايد حکومت ته وټاکل شي . اهلسنت تر حکومت پورته لانړل؛خو امامت په شيعه وو کې تالى تلو نبوت دى؛بلکې د نبوت له ځينو درجو پورته هم دى؛يعنې اولوالعزم انبياء هغوى دي،چې امامان هم دي.ډېرى انبياء اصلا امامان نه ول. اولوالعزم انبياء په اخره کې امامت ته رسېدلي دي . لکه څنګه چې څو پېغمبر وي؛نو ددې خبره نه وي،چې څوک دې واکمن وي؛ځکه يو فوق بشري اړخ هم لري او چې امام وي؛نو د بل د واکمنۍ خبره بېخي نه مطرحېږي او چې کله امام نه وي ( اوس که ووايو چې بېخي نشته او يا زموږ د پېر په څېر غيب وي)؛نو هله د حکومت خبره رامنځ ته کېږي،چې څوک واکمن شي؛نه ښايي،چې د امامت او حکومت مسئله سره ګډه کړو او بيا ووايو،چې اهلسنت څه وايي او موږ څه وايو.دا يوه بله مسئله ده . په شيعه وو کې امامت کټ مټ د نبوت په څېر مفهوم لري هغه هم تر نبوت په لوړه درجه؛نو پردې بنسټ شيعه پر امامت ګروهمن دي او هغوى بېخي نه دي نه داچې پر امامت قايل وي؛خو امام ته نور شرايط قايل وي .   امامت د حضرت ابراهيم عليه السلام په ځوځات کې کوم آيت چې لولم د امامت مفهوم د شيعه وو په مانا دى. شيعه وايي : له دې آيته ګټنه کېږي،چې د امامت په نامه يو بل حقيقت شته،چې نه يوازې د اسلام تر پېغمبر وروسته و؛بلکې له هغه وخته و،چې پېغمبران راښکاره شوي دي او دا حقيقت د قيامت تر ورځې د حضرت ابراهيم عليه السلام په ځوځات کې پاتې دى او هغه د بقرې د سورت ١٢٤ آيت دى،چې وايي : ((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ =او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم لدې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) ابراهيم عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) خداى ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نرسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) .




حضرت ابراهيم عليه السلام ازمېيل کېږي حجاز ته د مهاجرت حکم پخپله قرآن کريم د حضرت ابراهيم عليه السلام د ازمېښوتو په اړه مطالب ويلي دي؛ د "نمردو" او نمردويانو پر وړاندې يې مقاومت او داچې چمتو شو په اور کې واچول شي او ځينې نورې پېښې،چې وروسته ورته راپېښې شوې،چې يو يې هغه حيرانوونکى حکم و،چې يوازې هغه کسان يې پلى کولاى شي،چې مطلق عابد او کټ مټ د خداى امر ته تسليم وي . يو زوړ بوډا،چې اولاد يې نه درلود او د لومړي ځل لپاره يې ‌مېرمن؛"هاجر" په اويا کلنۍ کې ماشوم وزيږاوه؛حکم ورته کېږي،چې بايد له "شام" او "سوريه" ووځې او د حجاز سيمې ( د اوسني مسجدالحرام سيمه) ته ولاړ شې او زوى او مېرمن دې همغلته پرېږدې او پخپله ترې راستون شې .دا خبره له يو منطق سره هم اړخ نه لګوي؛خو هغه منطق چې دا امر د خداى امر دى (دا يې حسول؛ځکه وحې وه) او زه يې بايد پلى کړم . ((رَّبَّنَا إِنِّي أَسْكَنتُ مِن ذُرِّيَّتِي بِوَادٍ غَيْرِ ذِي زَرْعٍ عِندَ بَيْتِكَ الْمُحَرَّمِ رَبَّنَا لِيُقِيمُواْ الصَّلاَةَ فَاجْعَلْ أَفْئِدَةً مِّنَ النَّاسِ تَهْوِي إِلَيْهِمْ وَارْزُقْهُم مِّنَ الثَّمَرَاتِ لَعَلَّهُمْ يَشْكُرُونَ (ابراهيم/٣٧)= پالونكيه ! ما په يو بې اوبو او بې کښته ناو كې د خپل اولاد يوه برخه ستا د قدرمن كور تر څنګ مېشت كړه، چې لمونځ وكړي؛ نو ته د يو شمېر خلكو زړونه ورته راواړوه او له محصولاتو ځنې روزي وركړه، ښايي چې هغوى ستا شكر وباسي.)) البته هغه د الهي وحې له لارې پوهېږي،چې د چار پاى څه ده؛خو له ازمېښتونو سرلوړى راووت.


د زوى د حلالو حکم تردې اوچت اوسخت ازمېښت د زوى حلالول دي او ورته ويل کېږي،چې بايد پخپلو لاسونو د خپل زوى سر غوڅ کړې او په همدې منى کې يې قرباني کړې (چې نن موږ د هغه فوق العاده تسليم په ياد دلته پسه قرباني کوو او ځکه يې کوو،چې خداى ويلي او دليل پکې نه راوړو.) درې څلور ځل چې ورته په خوب کې وحې کېږي او ډاډمنېږي،چې دا الهي وحې ده؛نو له خپل زوى سره خبره کوي او زوى يې هم ورته وايي : ((قَالَ يَا أَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ سَتَجِدُنِي إِن شَاء اللَّهُ مِنَ الصَّابِرِينَ (صافات/١٠٢)=(اسماعيل) وويل: (( پلاره! څه چې درته امر كېږي، همغه وكړه، كه خداى وغواړي (؛نو) ما به له زغمونكيو ومومې.)) قرآن څومره ښه ننداره انځوروي : ((فَلَمَّا أَسْلَمَا وَتَلَّهُ لِلْجَبِينِ(صافات/١٠٣) = نو چې كله دواړو(دې کار ته) غاړه كېښووه او زوى يې پړمخې څملاوه،)) (؛يعنې هغه پړاو ته راورسېد،چې نه حضرت ابراهيم شک درلود،چې بايد د خپل زوى سر غوڅ کړي او نه حضرت اسماعيل شک درلود،چې سر يې پرې کېږي؛پلار له بشپړ طمانينه او زوى له بشپړ طمانينه سره) ((وَنَادَيْنَاهُ أَنْ يَا إِبْرَاهِيمُ . قَدْ صَدَّقْتَ الرُّؤْيَا (صافات/١٠٤-١٠٥)= او هغه ته موږ غږ وكړ چې: (( ابراهيمه! په يقين تا(خپل)خوب رښتيا كړ(او خپله دنده دې ترسره كړه) ))؛يعنې زموږ موخه د سر غوڅول نه ول؛موږ نه غوښتل،چې سر غوڅ شي . و يې نه ويل،چې پکار نه ده دا کار عملي کړې؛و يې ويل : عملي دې کړ،پاى ته ورسېد؛ځکه څه چې موږ غوښتل دا نه ول، چې د حضرت اسماعيل سر غوڅ شي؛بلکې د اسلام راښکاره کېدل او ستاسې د پلار و زوى تسليم و،چې عملي شو . د قرآن د نص له مخې، حضرت ابراهيم ته خداى په بوډاتوب کې زوى ورکړ او د قرآن څرګند نص دى،چې کله پرښتې راغلې او خبر يې ورکړ،چې خداى به زوى درکړي؛نو مېرمن يې وويل : ((قَالَتْ يَا وَيْلَتَى أَأَلِدُ وَأَنَاْ عَجُوزٌ وَهَـذَا بَعْلِي شَيْخًا إِنَّ هَـذَا لَشَيْءٌ عَجِيبٌ . قَالُواْ أَتَعْجَبِينَ مِنْ أَمْرِ اللّهِ رَحْمَتُ اللّهِ وَبَرَكَاتُهُ عَلَيْكُمْ أَهْلَ الْبَيْتِ إِنَّهُ حَمِيدٌ مَّجِيدٌ (هود/٧٢-٧٣)= (د ابراهيم ښځې) وويل: ((هاى هاى! پدې بوډۍ توب كې به مې اولاد وشي؟! او (حال دا چې ) دا مېړه هم بوډا دى؟!دا يو عجيبه څيز دى! )) ( پرښتو) وويل :(( ايا د خداى پر كار تعجب كوې؟ دا د خداى رحمت او برکتونه ستاسې پر کورنۍ دي؛ځكه چې هغه ستايل شوى اوستر دى ؛)) نو خداى په بوډاتوب کې حضرت ابراهيم ته زوى ورکړ او تر هغه چې ځوان و؛نو اولاد يې نه درلود او حضرت ابراهيم هغه مهال د اولاد څښتن شو،چې پېغمبر شوى و او دا چې د حضرت ابراهيم په اړه خورا آيتونه دي،ښيي چې ابراهيم عليه السلام چې تر کلونو وروسته پېغمبر شو؛نو خداى ورته د عمر په وروستيو کلونو؛يعنې په اته اويا کلنۍ کې زوى ورکړ او تر هغه وروسته هم لس شل کاله وروسته ژوندى و،چې حضرت اسحاق او حضرت اسماعيل عليهم السلام دواړه غټ شول او اسماعيل (ع) دومره غټېږي،چې د حضرت ابراهيم په مرسته د کعبې خونه جوړوي. ((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ =او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه ؛او هغه هم لدې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل:(( زه تا د خلكو امام او مشر ټاكم .)) ابراهيم عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه.) )) خداى ورته وويل:(( ظالمانو ته مې وعده نرسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) . وايي خداى حضرت ابراهيم وازمېيه او له دې ازمېښوتونو سرلوړى راووت؛بيا ورته خداى وويل : زه به دې امام کړم . ابراهيم (ع) وويل : آيا له ځوځاته به مې هم امام وي؟ ځواب ورکړ شو: ظالمان يې نه ! دا آيتونه په وخت پورې اړوند دي ؟ آيا د حضرت ابراهيم د ځوانۍ د پېر دي؟ څرګنده ده،چې تر نبوت په مخکې پېر پورې اړوند نه دي؛ځکه د وحې خبره ده او د نبوت په پېر پورې اړوند دى؟ د نبوت د پيل پېر دى؟ نه ! د نبوت وروستي کلونه دي؛په دوو دليلونو:يو دا چې وايي : تر ازمېښتونو وروسته ول او د حضرت ابراهيم ازمېښوتونه د نبوت په پېر کې ول او خورا مهم د حضرت ابراهيم د عمر وروستي کلونو ول او بل دا چې په همدې آيت کې د ځوځات خبره ده.دا چې ويلي يې دي : وَمِن ذُرِّيَّتِي ؛څرګندېږي،چې اولاد يې درلود. دا آيت نوي رسول ابراهيم نبي ته د عمر په وروستي کلونو کې وايي،چې موږ يو نوى او اضافه منصب او مقام درکوو : إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا . څرګندېږي،چې حضرت ابراهيم پېغمبر و،رسول و او دا پړاوونه يې تېر کړي ول؛خو يو بل پړاو و،چې لا تر اوسه حضرت ابراهيم عليه السلام نه ور ورسېدلى او تر هغه ور و نه رسېد،څو له ټولو ازمېښوتونو سرلوړى راووت . آيا دا نه ښيي،چې د قرآن په منطق کې يو بل حقيقت هم شته،چې نوم يې امامت دى؟؛نو د امامت مانا څه ده؟

امامت الهي ژمنه ده امامت؛يعنې يو انسان هغه بريد ته ورسي،چې په اصطلاح يو کامل انسان شي،چې دا کامل انسان پخپل ټول وجود کړاى شي،چې د نورو مشر شي. ابراهيم (ع) بې ځنډه د خپل ځوځات په فکر کې شي : خدايه له ځوځاته مې څنګه؟ ځواب ورکوي : لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ . دلته د امامت مسئلې ته "الهي ژمنه" وايي؛نو شيعه ځکه وايي کوم امامت چې موږ وايو؛له خداى سره دى؛نو قرآن وايي : عَهْدِي؛يعنې زما ژمنه ده؛نه د خلکو.موږ چې پوه شو،چې امامت غير د حکومت له مسئلې دى؛نو نور به نه حيرانېږو،چې له خداى سره دى.وايي : حکومت له خلکو سره دى که له خداى سره؟دا حکومت چې موږ يې وايو،غير د امامت له مسئلې دى. امامت زما ژمنه ده او زما ژمنه ستا د اولاد ظالمو ته نه رسي. او په ټوليزه توګه يې و نه ويل : ((نه !)) او په ټوليزه توګه يې و نه ويل : ((هو !))؛ځکه يې داسې بېل کړل او ظالمان يې څنډې ته کړل؛نو بې له ظالمانو نور پاتې کېږي او دا آيت ښيي،چې اجمالاً د حضرت ابراهيم په ځوځات کې امامت شته.

بل آ يت ((وَجَعَلَهَا كَلِمَةً بَاقِيَةً فِي عَقِبِهِ لَعَلَّهُمْ يَرْجِعُونَ (زخرف/٢٨)= هم د حضرت ابراهيم په هکله دى،وايي : خداى دا يو باقي حقيقت د ابراهيم په ځوځات کې پرېښود. له ظالم نه مراد څه دى؟ د "ظالمين" مسئله رامخې ته کېږي . امامانو به تل د "ظالمين" پر آيت استدلال کاوه. له ظالمه مراد څه دى؟ د قرآن له نظره هغه ظالم دى،چې پر خپل نفس او يا پر بل ظلم وکړي. د خلکو په عرف کې موږ هغه ته ظالم وايو،چې د نورو پر حقوقو تېرى وکړي؛خو ظالم په قرآن کې عمومي دى که څوک پر بل تېرى وکړي او که پر ځان . چا چې پر بل يرغل کړى؛بيا يې هم پر ځان ظلم کړى دى او په قرآن کې د ظلم د شرح لپاره خورا آيتونه دي . علامه طباطبايي د خپل يو استاد له خولې د هغه پوښتنې په اړه رانقلوي،چې حضرت ابراهيم عليه السلام د خپل ځوځات په اړه وکړ.د حضرت ابراهيم نسل او ځوځات د بدوالي او ښه والي له نظره داسې تفسيرېږي :يو دا چې فرض کړو،چې داسې وګړي ول،چې د عمر له ړومبۍ ورځې تر وروستۍ ټول ظالم ول . بل دا چې فرض کړو،چې د عمر په لومړيو کې ظالمان ول او بيا ښه شول.درېم دا چې د عمر په ړومبيو کې ښه ول او بيا وروسته ظالمان شول.څلورم دا چې هېڅکله ظالمان نه ول .وايي :ناشونې ده،چې حضرت ابراهيم عليه السلام دا دومره ستر منصب خپل هغه ځوځات ته غوښتى وي،چې د عمر له پيل تر پايه ظالمان او بدچاري ول او همداراز ناشونې ده،چې دا منصب هغه اولاد ته وغواړي،چې د عمر په پيل کې ښه ول او اوس،چې دې منصب ته رسي؛نو بدچاري دي.ابراهيم (ع) که دا منصب غوښتى وي؛نو خپلو نېکچارو او ښه اولاد ته يې غوښتى دى . ښه وګړي دوه ډوله دي : هغه ښه،چې د عمر له پيله تر پايه ښه ول او هغه ښه،چې په پيل کې بد ول؛خو اوس ښه شوي دي. چې کله د ابراهيم (ع) د غوښتنې ځاى مشخص شو،چې بې له دې دوو ډلو هاخوا نه اوړي؛نو هغه کسان هم پکې شاملېږي،چې سره له دې،چې اوس ظالمان نه دي؛خو ښه مخينه نه لري او پخو ککړ ول؛خو ګورو،چې قرآن وايي : لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ . هغوى پکې نه شاملېږي،چې د ظلم مخينه لري . نه ! زما ژمنه ظالمانو ته نه رسي؛نو څرګنده ده،چې د امامت غوښتنه هغوى ته نه ده،چې بالفعل ظالمان دي يا دا چې تل ظالمان ول او يا پخوا نه ول او اوس ظالمان دي؛نو قرآن دا خبره نفې کوي،چې امامت به هغوى ته رسي،چې مخينه يې بده وه. دا دى،چې شيعه استدلال کوي،چې ناشونې ده امامت هغو ته ورسي،چې د خپل عمر په يوه برخه کې مشرکان ول .

پوښتنه : معصوم؛يعنې څه ؟ آيا دا خبره شيعه وو جوړه کړې،چې بنسټ هم لري؛خو موږ پاللې او ښه کړې ده؟ اصولاً هغه ته معصوم وايي،چې وايو ګناه نه کوي يا هغه چې پر ګناه نه کولو سربېره تېر هم نه وځي.موږ شل کاله مخکې د مرحوم ميرزا ابولحسن خان فروغي په غوڼدو کې ګډون کاوه.هغه د عصمت په اړه ځانګړي مطالعات او ګروهې درلودې او ډېر روښانه او اوږدې ويناوې يې هم کولې؛خو موږ يې په اتيا سلنه خبرو نه پوهېدو او په هغو شل سلنو يې هم چې پوهېدو؛نوعصمت يې بل ډول تعريفاوه،ويل يې :معصوم هغه نه دى،چې ګناه نه کوي؛موږ ډېر وګړي لرو،چې ګناه يې نه ده کړې؛خو معصوم ورته نه وايو؛اوس له هغه منطق سره کار نه لرو.قطعاً استاد مطهري به خپل ځواب لري،چې معصوم څه ته وايي؛خو که معصوم هغه وي،چې بايد تېروتى هم نه وي؛موږ ګورو،چې په دولس ګونو امامانو کې يوازې دوو تنو يې؛يعنې امام علي او امام حسن د لنډ مهال لپاره خلافت کړى دى او شک نشته،چې دوى د خلافت په چارو کې خورا تېروتنې کړې وې او د تاريخي منطق له پلوه په دې تېروتنو کې بحث نشته او دا خبره د معصوم له هغه تعريف سره اړخ نه لګوي. د بېلګې په توګه : امام حسن له معاويه بن ابي سفيان سره د جګړې لپاره عبيدالله عباس ته دنده ورکړه يا پخپله حضرت علي،چې عبدالله بن عباس يې د بصرې واکمن کړ؛نو که حضرت علي پوهېده،چې دا سړى به هغسې رسوايي او چټلي کوي؛نو څرګنده ده،چې دا کار يې نه کاوه؛نو څرګنده ده،چې له دې مطلبه خبر نه و؛يعنې پخوا يې فکر کاوه،چې دا سړى دې کار ته غوره وګړى دى،چې وروسته ښه وګړى و نه خوت او که د حضرت علي د حکومت په اړه نورې څېړنې وکړو؛نو هرومرو پکې داسې مسايل شته،چې د عصمت له دې تعريف سره اړخ نه لګوي . .... دا په اصطلاح يو اړخيز بحث کول،چې ټول موافق په يو بحث کې ګډون وکړي؛نو دا چار ډېر ګټور نه دى؛ځکه انسان چې کومه ګروهه لري؛نو ورسره مينه لري او لېوال نه وي،چې د ګروهې پر خلاف يې خبره وشي؛په تېره بيا چې له وړوکتوبه مو په افکارو کې له علي او کورنۍ سره يې مينه وه او هېڅکله مو نيوکه پرې نه ده ليدلې ان پخپله د دين د اصولو،توحيد او خداى لمانځنې په اړه مو ډېر په اسانه نيوکې اورېدلي؛خو په تشيع،امامانو او داچې څوک يې پر ژوند نيوکه وکړي؛نو دا مو کله هم نه دي ليدلي؛نو ځکه موږ ته خورا درنده وي،چې څوک پر امام حسين نيوکه وکړي؛خو د بېلګې په توګه دا آيت،چې استاد مطهري پرې په لومړۍ غونډه او هم په دې غونډه کې استناد وکړ،چې وايي : هغوى چې لمونځ کوي او د رکوع په حال کې زکات ورکوي او بيا وايي،چې دا آيت يوازې د حضرت علي په هکله دى او دا پېښه هم يوازې حضرت علي ته راپېښه شوې،چې د رکوع په حال کې زکات ورکوي؛نو زما په نظر ډېره منطقي او معقوله نه ښکاري؛ځکه موږ د حضرت علي د حال په شرح کې ويلي،چې د لمانځه پر مهال به يې دومره خداى ته پام و،چې خلک به يې نه پېژندل او ان د اودس کولو پر مهال به يې هم هغه وګړي نه پېژندل،چې په مخ کې يې تېرېدل؛نو څرنګه کېداى شي،چې دداسې سړي د لمانځه پر مهال پام يې بل ته وي،چې ګدايي کوي او څوک ورته څه نه ورکوي او بيا حضرت علي خپله ګوتمه ورکوي او دا خو څه ښه کار نه دى،چې سوالګر ته پيسې ورکړو او ګدا ته پيسې ورکول دومره ارزښت نه لري،چې انسان پرې خپل لمونځ ټکنى کړي او پردې سربېره د شيعه فقهاوو له نظره ګوته هغه څه نه دي،چې زکات پرې کېږي او که له دې راتېر شو؛نو ځينې متعصبين،چې غواړي دا موضوع ستره وښيي،ويلي يې دي،چې دا ګوته خورا ګرانبيه وه،حال دا چې حضرت علي ګرانبيه ګوتې نه په ګوته کولې .

ځواب : کومه خبره،چې ده وکړه،چې په غونډو کې مخالف کسان هم بايد وي،چې البته دا چار ټولو غونډو ته ګټور چار دى .ددې ځواب زه بايد ور نه کړم؛زه همدومره اقرار کوم،چې ګټور چار دى .

د عصمت مانا څه ده ؟ يو وخت انسان داسې فکر کوي،چې عصمت يعنې دا چې خداى ځينې ځانګړي وګړي څاري او همدا چې د ګناه کولو هوډ ونيسي؛نو بې ځنډه يې مخه نيول کېږي؛نو څرګنده ده،چې عصمت په دې مانا نه دى او که وي هم؛نو چا ته کمال شمېرل کېداى نشي . که څوک تل يو ماشوم و څاري او يو کار ته يې هم پرې نه ږدي او تل يې مخنيوى وشي؛نو دا ماشوم ته کمال نه ګڼل کېږي؛خو دلته يو بل مطلب دى،چې له قرآنه استنباطېږي او هغه دا چې قرآن د حضرت يوسف عليه السلام په هکله،چې زليخا ترې غوښتنه لري،وايي : ((وَلَقَدْ هَمَّتْ بِهِ وَهَمَّ بِهَا لَوْلا أَن رَّأَى بُرْهَانَ رَبِّهِ كَذَلِكَ لِنَصْرِفَ عَنْهُ السُّوءَ وَالْفَحْشَاء إِنَّهُ مِنْ عِبَادِنَا الْمُخْلَصِينَ(يوسف/٢٤)= او په حقيقت كې ښځه د يوسف پر لور ورمخکې شوه او که (يوسف هم) دخپل پالونکي څرګند دليل نه واى ليدلي (؛نو) د هغې پر لور به ورمخکې شوى واى! دغسې (مو وكړل) چې له هغه بدي او بې حيايي (زنا او خيانت) لرې كړو؛(ځكه) چې هغه زموږ له مخلصو او غوره کړاى شويو بندګانو و .)) يعنې هغه يو بشر او يو ځوان و او غريزه يې درلوده.هغه ښځه يوسف ته ورنږدې شوه؛خو حضرت يوسف ورنږدې نه شو او که حضرت يوسف عليه السلام شهود نه واى کړى؛نو هغه به هم ورغلى و او دا چې حضرت يوسف ايمان درلود او ايمان يې د شهود تر بريده کامل ايمان و او ددې کار په بدۍ او تاوان پوهېده؛نو هماغه ايمان،چې خداى حضرت يوسف ته ورکړى و؛نو له دې کاره يې ژغورنکى لامل شو. په موږ کې هم هر وګړى،بې له دې،چې کوم ځواک مو مخه نيولې وي د هغه ايمان له امله،چې د هغه ګناه پر خطر يې لرو له ځينو تېروتنو او ګناهونو معصوم يو. د ساري په ډول : له څو پوړيزه تعميره ځان راګوزارول او په اور کې ځان سيځل ګناه ده،چې موږ دا ګناه هېڅکله نه کوو؛ځکه ګناه او تاوان يې راته جوت او انځور شوى دى.پوهېږي د برېښنا لوڅ تار په لاس کې نيول له مرګ سره مساوي دى او يوازې هغه مهال دا کار کړاى شو،چې له خطره يې سترګې پټې کړو؛خو يو ماشوم اور ته لاس وروړي،ولې؟؛ځکه ددې ګناه خطر څومره،چې موږ ته څرګند دى،ماشوم ته څرګند نه دى. د يو عادل انسان تقوا عادت شوې وي؛نو ځکه ډېرى ګناهونه اصلاً نه کوي او د تقوا همدا عادت ورته د عصمت دا بريد ټاکي؛نو پردې بنسټ، له ګناه عصمت د هغه ګناه د ګناهتوب او د خطر په خطرتوب د ايمان په درجې پورې اړه لري.موږ ګناهونه تعبداً منلي دي،چې ګناه ده؛يعنې وايو:دا چې اسلام ويلي شراب مه خښئ؛نو نه يې څښو،جواري مه کوئ؛نو نه يې کوو.څه نا څه هم پوهېږو،چې دا چارې بدې دي؛خو هغسې راته ددې ګناه خطر انځور شوى نه دى؛لکه څوک،چې ددې ګناه خطر هومره وګڼي؛لکه په اور کې،چې ځان اچوي.که موږ هومره،چې پر هغه خطر ايمان لرو،ددې ګناه پر خطر هم ايمان ولرو؛نو موږ به له دې ګناهونو معصوم واى؛نو له ګناه عصمت؛يعنې د ايمان د کمال وروستى بريد.هغه چې وايي : (( لو کشف الغطاء ما ازددت يقيناً=که پرده هم راولوېږي؛نو پر يقين به مې څه اضافه نشي)) وګ : سفينة البحار٢/٧٣٤ له حضرت علي. څرګنده ده،چې له ګناه معصوم دى؛هغه له پردې له دې خوا هم د پردې هاخوا انځور ويني؛يعنې د بېلګې په توګه هغه حسوي،چې په يوه کنځل يې په واقع کې يو لړم ځان ته جوړ کړى دى؛نو ځکه دا کار نه کوي او په دې کې هېڅ شک نشته قرآن هم د ايمان ددې درجې خبره ياده کړې ده. نو عصمت نسبي دى؛يعنې پوړونه او درجې لري . معصومين د هغو څيزونو پر وړاندې معصوم دي او هېڅکله ګناه نه کوي،چې موږ ته ګناه ده او کله پرې ککړېږي او کله ترې ځان ژغورو؛خو هغوى هم مراتب او مراحل لري او ټول يو شان نه دي؛په ځينو مراحلو او درجو کې هغوى زموږ په شان دي او لکه څنګه چې موږ د ځينو ګناهونو پر وړاندې معصوم نه يو؛هغوى يې په هغو مراحلو او مراتبو کې عصمت نه لري.له هغو څيزونو معصوم دي،چې موږ يې ګناه شمېرو؛خو هغه څيزونه ورته ګناه ده،چې موږ ته حسنه ده؛ځکه موږ هغه پوړ ته نه يو رسېدلي،د بېلګې په توګه : د پينځم ټولګي يو زده کوونکى که د شپږم ټولګي د رياضي پوښتنه حل کړي؛نو دا ورته فضيلت دى او که همدا سوال د نهم ټولګي يو زده کوونکى حل کړي؛نو دا کار يې ارزښت نه لري.کوم څيزونه،چې موږ ته حسنات دي؛هغوى ته ګناه دي.دادى چې وينو قرآن سره له دې،چې انبياوو ته د عصيان نسبت ورکوي : ((وَعَصَى آدَمُ رَبَّهُ فَغَوَى (طه/١٢١) = (هو) آدم د خپل پالونكي سرغړاوى وكړ)) يا پېغمبراکرم ته وايي : ((ِيَغْفِرَ لَكَ اللَّهُ مَا تَقَدَّمَ مِن ذَنبِكَ وَمَا تَأَخَّرَ(فتح/٢)= چې خداى ستا له هغو تېرو او راتلونکېو ګناهونو تېر شي چې په تا پورې يې تړل)) دا ټول ښيي،چې عصمت نسبي چار دى؛هغه پخپل بريد کې او موږ پخپل بريد کې؛نو د عصمت منځپانګه د ايمان د کمال په درجې پورې اړه لري. انسان د ايمان په هره درجه کې،چې وي،د هغې موضوع په نسبت،چې د کمال هومره ايمان پرې لري؛يعنې (( ولو لا ان راى برهان ربه)) په پړاو کې وي؛نو قهراً ددې موضوع پر وړاندې عصمت لري؛نه دا چې معصوم هم زموږ په څېر دى،چې په ګناه پسې ځي؛خو د خداى له لوري يو مامور راځي او مخه يې نيسي او که داسې وي؛نو زما او د حضرت علي ترمنځ به هېڅ توپير نه وي؛ځکه زه هم د ګناه پر لور ځم او هغه هم؛خو هغه ته خداى يو مامور ګومارلى،چې د ګناه کولو مخه يې ونيسي؛خو زما د مخنيوي لپاره يې څوک نه دى ګومارلى . که بهرنى مامور د انسان د ګناه کولو مخنيوى وکړي؛نو دا خو څه هنر نه دى؛لکه يو سړى،چې غلا کوي او زه يې نه کوم او زه ځکه غلا نه کوم،چې تل يو څارونکى راسره دى؛نو په دې بڼه کې زه هم د هغه غله په څېر يم؛په دې توپير،چې مخه يې څارونکي نه ده نيولې او زه هغه غل يم،چې څارونکي مې مخه نيولې ده،چې دا کوم هنر نه دى. په عصمت کې اصلي خبره، له ګناه د عصمت خبره ده او له تېروتنې عصمت بله خبره ده،چې پخپله دوه ډوله ده : يوه د احکامو په تبليغ کې د تېروتنې خبره ده،چې ووايو: پېغمبر موږ ته احکام ويلي؛خو کېداى شي تېروتى وي،کېداى شي خداى ورته يو ډول وحې کړې وي او هغه په تېر کې بل شان راته ويلې وي؛لکه څنګه چې موږ تېروځو؛موږ ته وايي:ولاړ شه او دا پيغام ورسوه او بيا موږ همدا پيغام بل شان رسوو؛يعنې اصلاً د پېغمبراکرم پر خبره ځکه ډاډ نه وي،چې کېداى شي تېروتى وي؛نو څرګنده ده،چې دا خبره غلطه ده. دلته مهندس کتيرايي په بيړه قضاوت وکړ او پر اميرالمؤمنين يې ستر تېرى وکړ،تاسې څرنګه په بيړه قضاوت وکړ،چې که پر ځاى يې واى؛نو عبدالله بن عباس به مو نه ټاکه او ...؟ په دا ډول تاريخي مسايلو کې ظني قضاوتونه پروا نه لري . انسان د يو چا په هکله قضاوت کوي،چې فکر کوم که پلاني پينځه سوه کاله پخوا داسې کړي ول؛نو ښه به ول .يو څوک ووايي :قطعاً ؟ وايي: زه داسې فکر کوم،چې دا پروا نه لري؛خو په دې ډول مسايلو کې نه يوازې د اميرالمؤمنين په اړه؛بلکې د بل هر چا په اړه داسې قضاوت کول سم چار نه دى.هغه د پېښو او مسايلو په بهير کې و او عبدالله بن عباس او نور ياران يې تر موږ ښه پېژندل او بيا موږ داسې قضاوت کوو،چې حضرت علي د عبدالله بن عباس پر ځاى بل څوک ټاکلى واى؛نو دا دنده به يې ښه ترسره کړې وه،چې دا په دې ډول مسايلو کې په قضاوت کې بيړه کول دي . پردې سربېره تاسې پخپلو ويناوو کې تل ويلي،چې علي (ک) ځانګړى سياست درلود او نه يې غوښتل او نه ښايي،چې لږ هم ترې پر شا شوى واى او په دې سياست کې يې ملګري نه درلودل؛پخپله يې هم تل ويل،چې وګړي نه لرم؛همدا عبدالله بن عباس او نورو تل علي (ک) ته سپارښتنه کوله،چې لږ نرم او راکوز شه؛يعنې هماغه څه،چې نن ورته سياست ويل کېږي .راشئ او راته يې جوته کړئ،چې امام علي بسيا کادر درلود او د هغه کادر په درلودو سره هم تېرووت؛زه خو نشم جوتولى،چې بسيا کادر يې درلود.زه همدومره پوهېږم،همدا چې پېغمبراکرم د خلافت لپاره وټاکه او خلافت ترې واخستل شو او د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو وروسته،چې د خلافت د چارو د سمبالولو لپاره ورپسې راغلل؛نو شا ته شو او و يې ويل : (( حالات خراب شوي او څه چار کړاى نشو؛يعنې زه وګړي نه لرم او وګړي مې له لاسه ورکړي دي او زه هغه وګړي نه لرم،چې د ټولنې د حالاتو سمونه پرې وکړم.همدارزا وايي : زما غاړه خلاصه ده،زه د تاريخ پر وړاندې پړ نه يم او تاريخ له ما دا خبرې نه مني،وايي : علي فرصت له لاسه ورکړ او سره له دې،چې دا فرصت ماته فرصت نه دى؛خو ځکه يې منم،چې بيا تاريخ و نه وايي،چې ښه فرصت يې له لاسه ورکړ؛نو امام علي پخپله مدعي دى،چې کافي وګړي يې نه درلودل او اوس مې د خلافت وخت نه دى . که د هر چا په اړه څوک شک وکړي؛خو د امام علي په اړه ان تاريخ هم شک نشي کړاى،چې هغه تر نورو ځان خلافت ته وړ ګڼه. اهلسنت هم دا مني،چې حضرت علي تر حضرت ابوبکر (رض) او حضرت عمر (رض) ځان خلافت ته وړ ګاڼه؛نو سره له دې،چې ځان يې له دوو ړومبيو خلفاوو وړ ګاڼه؛نو د حضرت عثمان (رض) تر وژل کېدو وروسته،چې د خلافت وړانديز ورته کېږي؛نو څرنګه پر شا ځي او وايي : که تردې وروسته هم درته سلاکار ووسم؛نو تر اميرۍ به راته غوره و؛نو کسان يې نه درلودل،داچې ولې يې کسان نه درلودل،دا بېل بحث دى . د ((و يوتون زکاة و هم راکعون)) مسئله.لومړى مو وويل : ((په ګوته کې زکات نشته )) اصلاً په ټوليزه توګه د خير کار کولو ته زکات ويل کېږي.دا اصطلاحي زکات،چې نن کارول کېږي،د فقهاوو په عرف کې د فرض زکات لپاره عَلَم شوى؛ګنې په قرآن کې داسې نه ده،چې په هر ځاى کې : (( يقيمون الصلوة و يوتون الزکوة)) وي؛مراد ترې همدا فرض زکات دى . زکات؛يعنې د مال پاکول او ان د روح او نفس پاکول .په ټوليزه توګه قرآن مالي انفاق او لګښت ته د مال زکات يا د روح زکات او يا د نفس زکات وايي او د "صدقه" ټکى هم همداسې دى.نن صدقه ځانګړى مفهوم لر. قرآن د خير هر کار ته صدقه ته وايي.د بېلګې په توګه که روغتون جوړ کړئ او يا کتاب وليکئ،چې خير يې ټولو خلکو ته ورسي؛نو دا چار د قرآن له نظره صدقه ده (صدقه جاريه)؛نو هغو اهلسنتو،چې هم له دې آيته پر اخستل شوي مفهوم نيوکه وکړي؛په دې ټکي يې نيوکه نه ده کړې،چې په ګوته کې زکات نشته؛ځکه هغوى په عربي ادبياتو پوهېږي او پوهېږي،چې زکات يوازې په فرض زکات پورې ځانګړى نه دى. خو داچې ويلې يې په رکوع کې داسې وشول ؟دا نيوکه پخوانيو؛لکه "فخررازي" کړې،چې امام علي تل په لمانځه کې داسې بېخوده و،چې شاوخوا ته يې پام نه و؛نو څنګه واست،چې په لمانځه کې يې داسې وکړل؟ ځواب : داچې امام علي په لمانځه کې بېخوده کېده يو حقيقت دى؛خو داسې هم نه ده،چې د ټولو الهي اولياوو حالات تل يو شان وي؛پخپله د پېغمبراکرم لپاره هم دوه حالته ويل شوي دي :کله به په لمانځه کې ورته داسې حالت راپېښ شو،چې بېخي د اذان تر پاى ته رسيدو يې طاقت يې نشو کړاى او حضرت بلال (رض) ته يې ويل،چې ژر اذان وکړه،چې لمونځ پيل کړو.کله به هم په لمانځه کې پر سجده و او لمسي يې امام حسن او امام حسين به راتلل او سپرېدل به پرې او پېغمبراکرم به تر هغه خپله سجده غځوله،چې لمسي به ترې کوز شول.همداراز پېغمبر اکرم لمونځ کاوه او يو چا يې مخې ته لياړې واچولې،پېغمبراکرم يو ګام ورمخکې شو او پر پښه يې پر توکاڼو خاورې واچولې،چې له دې مسئلې فقهاوو د لمانځه په هکله احکام استخراج کړي دي.سيد بحرالعلوم وايي : و مشى خير الخلق بابن طاب يفتح منه اکثر اکثر الابواب يعنې : داچې پېغمبراکرم په لمانځه کې دوه ګامه مخکې ولاړ،هغه کار يې وکړ او راستون شو؛نو دا چار ډېرى مسايل هواروي،چې په لمانځه تر کومه خارجي عمل جايز دى او ډېر نور مسايل؛نو بېلابېل حالات ول . بل مطلب،چې عرفاني دى،دادى : هغوى،چې په عرفاني ترنمونو خبرې کوي،ګروهمن دي که انجذاب ډېر کامل شو،په هغه حالت کې راستنېدل دي؛يعنې سره له دې،چې له خداى سره بوخت دى،له ماوراء سره هم بوخت دى.هغوى داسې وايي او زه هم دا خبره منم؛خو په دې غونډه کې کېداى شي ډېر د منلو وړ نه وي،چې موږ يې ووايو؛لکه د بدن د خلع مسئله.څوک چې نوي دې پړاو ته رسي،د يوې شېبې،دوو شېبو او يا يو ساعت لپاره بدن خلع کوي.ځينې وګړي په هر حال کې د بدن د خلع په حالت کې دي (البته زه پرې ګروهمن يم او ليدلي مې هم دي)د بېلګې په توګه:همدا اوس له موږ او تاسې سره ناست دي او د بدن د خلع په حالت کې دي.ښايي په هغه حالت کې،چې په لمانځه کې له پښې يې غشى وباسي او پام يې نشي،تر هغه حالته نيمګړى وي،چې د لمانځه پر حال بېوزليو ته پام وکړي؛نه دا چې دا مهال له خدايه غافل شي او بېوزله ته پام وکړي؛بلکې خداى ته توجه يې دومره کامله ده،چې په هغه حالت کې ټوله نړۍ ويني؛نو پردې قرآينو نشو کړاى،چې دا چارې رد کړو.   امامت د امامانو له نظره نننى بحث مو د امامت د ټوليزو مسئلو په هکله وروستى بحث دى.تردې وروسته ټول بحثونه به مو نقلي اړخ ولري؛لکه هغه احاديث چې د حضرت علي په هکله له پېغمبراکرمه رانقل شوي دي يا تر ځان وروسته د نورو امامانو په اړه د حضرت علي نقلونه او يا د امامانو په اړه د رسول اکرم نقلونه يا داچې هر امام تر ځان وروسته امام څرنګه وټاکه . ننني بحث ته مو کېداى شي په تېرو بحثونو کې هم اشاره کړې وي؛خو دا چې د امامت د روح په اړه بحث دى؛نو نن به زه د امامانو د خبرو پر استناد بحث وکړم او د کافي د "کتاب الحجه" يوه برخه لولم. تل مې ويلي،چې په شيعه وو کې د امامت مسئله غير له هغې مسئلې ده،چې په اهلسنتو کې مطرح ده او غير د حکومت له مسئلې ده،چې زموږ په وخت کې مطرح ده. د امامت مسئله د نبوت تالى تلو ده؛خو نه په دې مانا،چې تر هر نبوته ټيټ وي؛بلکې مقصد ترې دادى،چې نبوت ته ورته يو چار دى،چې سترو انبياوو هم درلود؛يعنې نبوت يې له امامت سره يو ځاى درلود؛نو داسې يو معنوي چار دى. په ټوليزه توګه په دې چارو کې د امامانو د خبرې ډډه د انسان مسئله ده.موږ لومړى بايد د انسان په اړه پخپلو انګېرنو کې بيا کتنه وکړو،چې دا مطلب روښانه شي.

انسان څرنګه موجود دى؟ داچې انسان څرنګه موجود دى؛په دې اړه دوه ډوله نظرونه دي : يو داچې انسان هم د نورو موجوداتو په څېر سل په سلو کې _په اصطلاح_خاورين موجود دى؛يعنې مادي دى؛خو هغه مادي موجود،چې د مادي تحولات په بهير کې يې هغه حداکثر تکامل موندلى،چې يوه ماده يې موندلاى شي.په بوټو،څارويو او انسانانو کې ژوند د تکاملونو يوه وړانګه ده،چې په تدريج يې پخپل بهير کې لاس ته راوړى دى؛يعنې بې له مادي عناصرو يو بل عنصر ددې موجود په وجود کې لاسوهنه نه لري . (ځکه "عنصر" وايو،چې بل تعبير ورته نه لرو) هر کمال چې په دې موجود کې دى،له همدې مادي خټې يې سرچينه اخلي؛نو په دې حساب لومړني انسانان او هغه انسانان،چې په پيل کې پيدا شول ول،تر ټولو کوز انسانان به ول او څومره،چې انسان مخکې راغلى،د تکامل درجه يې لوړه شوې ده؛که لومړنى انسان د پخوانيو د تصور په بڼه وانګېرو،چې نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى يا په هغه بڼه،چې نن ځينو ښاغليو رامخې ته کړى –او پخپله يوه فرضيه ده او د فرضيې له نظره ورته مخونه ورکړاى شو_،چې انسان له نورو پرېوتو موجوداتو ټاکل شوى او له ټيټيې طبقې يې تحول موندلى دى او جرړه يې په خاوره کې ده؛نه داچې لومړنى انسان نېغ په نېغه له خاورې پيدا شوى دى .

لومړنى انسان په قرآن کې د اسلامي او قرآني؛بلکې د ټولو مذاهبو د ګروهې له نظره لومړنى انسان هغه موجود دى،چې تر ځان وروسته تر ډېرو انسانانو ان له ننني انسانو خورا متکامل و؛يعنې له هماغه پيله،چې دې انسان نړۍ ته پښه کېښووه،د خليفة الله او په بله وينا يو پېغمبر و او دا د دين په منطق کې د پام وړ ټکى دى،چې لومړنى انسان،چې په نړۍ کې رامنځ ته شو، د خداى د حجت او د پېغمبر په بڼه رامنځ ته شو،حال داچې ښايي د عادي تکاملي بهير له مخې بايد انسان راشي او د پرمختګ هسکو څوکو ته تر رسېدو وروسته،يو يې د نبوت او پېغمبرۍ مقام ته ورسي؛نه داچې لومړنى انسان پخپله پېغمبر وي . قرآن لومړني انسان ته ستر مقام ورکړى دى : ((وَإِذْ قَالَ رَبُّكَ لِلْمَلاَئِكَةِ إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً قَالُواْ أَتَجْعَلُ فِيهَا مَن يُفْسِدُ فِيهَا وَيَسْفِكُ الدِّمَاء وَنَحْنُ نُسَبِّحُ بِحَمْدِكَ وَنُقَدِّسُ لَكَ قَالَ إِنِّي أَعْلَمُ مَا لاَ تَعْلَمُونَ . وَعَلَّمَ آدَمَ الأَسْمَاء كُلَّهَا ثُمَّ عَرَضَهُمْ عَلَى الْمَلاَئِكَةِ فَقَالَ أَنبِئُونِي بِأَسْمَاء هَـؤُلاء إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ (بقره/٣٠-٣١) =(هغه وخت درياد كړه) چې ستا پالونكي پرښتو ته وويل:(( زه پر ځمكه ځايناستى، خليفه (استازى) ټاكم.)) (پرښتو) وويل:(( (پالونكيه!) ايا ته داسې څوك ټاكې چې فساد او وينه تويه كړي؟ (؛ځكه له آدم نه مخكې ځمكني موجودات پرفساد او وينه تويدنه ككړ وو،كه ددغه انسان له پېدايښته موخه عبادت وي )؛ نو موږ (خو) ستا ستاېنه كوو او تا پر سپېڅلتوب ستايو.)) خداى وويل: ((زه، چې پرڅه پوهېږم تاسې پرې نه پوهېږ ئ.)) او (خداى) آدم ته د اسماوو علم [=د پيدايښت د رازونو پوهه او د موجوداتو نومونه]وښود، بيايې پرښتو ته وړاندې كړ او و يې ويل:((كه رښتيني ياست؛ نو ددې ( شيانو) نومونه وښيئ )) لنډه دا:لومړي انسان پرښتې حيرانې کړې،چې راز او رمز پکې دى؟ د لومړني انسان په اړه د ((وَنَفَخْتُ فِيهِ مِن رُّوحِي(حجر/٢٩)= او له خپل ( ښكلي اوستر) روح نه مې په هغه كې پوكړ)) دا ښيي،چې ددې موجود په وجود کې بې له مادي عناصرو يو عِلوي عنصر هم شته،چې په ((روح نه مې په هغه كې پوكړ)) تعبير شوى دى؛يعنې له "من عنداللهى" يو ځانګړى څيز پکې شته. پردې سربېره،ولې د "خليفة الله" تعبير لري : إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً؛ ځان ته مې خليفه . نو په قرآن کې انسان ته دومره په درنده سترګه کتل شوي دي،چې لومړى انسان،چې نړۍ ته راځي، د خداى حجت،پېغمبر او د غيبو له نړۍ سره په اړيکه کې راځي.زموږ د امامانو د وينا ډډه د انسان همدا اصالت دى،په دې مانا،چې هغه لومړى انسان چې ځمکې ته راغلى، له هغه سنخ او ډول و او وروستى انسان هم به له همدې ډوله وي او هېڅکله د انسانيت نړۍ له هغه موجوده تشه نه ده،چې إِنِّي جَاعِلٌ فِي الأَرْضِ خَلِيفَةً وي. (اصلاً د خبرې چورليد همدا مسئله ده) نور انسانان ددې انسان پر وجود فرع دي او که داسې انسان نه وي؛نو نور انسانان به هم نه وي.داسې انسان د خداى پر حجت تعبيرېږي : (( اللهم بلى لاتخلو الارض من قائم لله بحجة)) دا جمله په نهج البلاغه کې او ډېرى نورو کتابونو هم رانقل کړې ده.ما دا خبره له مرحوم بروجرودي اورېدلې؛خو ياد مې نه دي،چې په بل ځاى کې مې ليدلې که نه؛يعنې ورپسې نه وم؛هغه به ويل: دا هغه خبره ده،چې حضرت علي (ک) په بصره کې کړې وه او شيعه او سني متواتر رانقل کړې ده . حضرت کميل وايي : يوه ورځ حضرت علي له لاسه ونيوم او له ځان سره يې له ښاره بهر يوړم،چې د "جبان" سيمې ته ورسېدم؛همدا چې له ښاره ووتو او چوپتيا شوه؛حضرت اوږده ساه واخسته او سوړ اوسېلى يې وکړ او بيا يې وويل : کميله ! د آدم د اولادې زړونو د لوښو په څېر دي او غوره لوښى هغه دى،چې غوره ساتل وکړي؛يعنې سورى و نه لري،څه چې درته وايم،په ماغزو کې يې وساته . لومړى هغه مشهور وېش يې راته ووايه : خلک درې ډلې دي : يوه ډله رباني عالمان دي ( البته د حضرت علي په اصطلاح رباني عالم له هغه سره توپير لري،چې موږ په ست کې هر چا ته رباني عالم وايو؛يعنې واقعاً هغه سل په سلو کې الهي او سوچه عالمان،چې کېداى شي دا تعبير يوازې پېغمبرانو او امامانو ته وي) دويمه ډله زده کوونکي دي؛هغوى،چې له دې رباني عالمانو ګټنه کوي (دا چې هغه عالم ددې زده کوونکي پر وړاندې دى،مراد ترې هغه عالم دى،چې له کوم بشره زده کړه نه کوي) درې ډله خلک دي،چې د علم له رڼا يې څه وړانګه نه وي اخستې او په مضبوطه اډانه يې ډډه نه وي. بيا يې د خپل وخت له خلکو ګيله وکړه،و يې ويل: زه خورا پوهه لرم؛خو وړ يې نه مومم.و يې ويل :داسې خلک شته،چې هوښيار دي؛خو هغه هوښياران،چې هر څه چې زده کوي،پخپله ګټه يې کاروي،غواړي دين د خپلې دنيا په ګټه وکاروي؛نو مجبور يم،چې له دې خلکو ګوښه شم.بله ډله ښه خلک دي؛ خو احمق دي؛نه پوهېږي؛خو که پوه شو؛نو سرچپه پوهېږي،تردې ځايه د حضرت علي خبرې نهيلې کوونکي دي؛ځکه ښـايي څوک نه پيدا کېږي؛خو لاندې يې وايي : هو ! ځمکه کله هم له حجته تشه نه وي؛که په خلکو کې ښکاره او مکتوم وي؛شته خو خلک يې نه ويني او له سترګو پټ دى او په هماغو حجتونو خداى په خلکو کې خپل دلايل خوندي ساتي او هغوى هم پر څه،چې پوهېږي،دا تخم پخپلو زړونو (چې هغوى هم د خپل ځان په څېر دي) کې کري؛داسې نه ده،چې بې له کرلو ولاړ شي؛يعنې داسې نه ده،چې زه چې څه لرم،بې ويلو يې پرېږدم او ولاړ شم. بيا د هغو خلکو په هکله،چې له يوې ملکوتي مبداء ګټنه کوي،داسې وايي: پوهه پرې يرغل کوي؛نه دا چې دوى پر پوهه يرغل وکړي (مراد يې دادى،چې پوهه يې افاضي ده) او کوم علم،چې پرې يرغل کوي؛په حقيقي مانا بصيرت او ليد ورکوي؛يعنې په هغه پوهه کې غلطي،نيمګړتيا او تېروتنه نشته،له بلې نړۍ سره يې اړيکه نښلېدلې ده او څه چې بډايانو او هوسايانو ته سخت وي؛دوى ته اسان وي.د بېلګې په توګه : هوسايانو او بډايانو ته له خداى سره يوه ساعت خلوت سخت چار وي او تر هر چاره ورته سخت وي؛خو هغوى له دې چار سره مل وي؛له خلکو سره پخپلو بدنونو مرسته کوي؛خو په هماغه وخت کې روح يې له "اعلى ځاى" سره په نښلون کې وي؛يعنې بدن يې له خلکو سره دى؛خو روح يې دلته نه وي؛کوم خلک،چې له دوى سره محشور دي؛هغوى د ځان په څېر ګڼي او د ځان او هغوى ترمنځ پر هېڅ توپير قايل نه وي؛خو نه پوهېږي،باطن يې له بل سره په تړاو کې دى. په هر حال داسې يو منطق شته او "کافي" هم د "باب الحجة" په نامه يو باب خلاص کړى دى،وايي : که په دنيا کې دوه تنه هم پاتې شي؛نو يو به يې داسې يو انسان وي؛لکه چې کله لومړى انسان پيدا شو،چې دغسې يو انسان و.داچې ددې منطق له روح سره مو ښه اشنا کړم؛ د کافي د الحجة کتاب مې راوړى،چې په دې اړه څه مطالب يې درته ووايم او و يې ژباړم. نور مسايل _ لکه داچې امام بايد وي،چې پر خلکو پر عدالت واکمني وکړي يا په ديني چارو کې د خلکو د اختلاف مرجع وي _ټول له دې اصله راولاړ شوي؛نه داچې امام ددې لپاره وټاکي،چې پر خلکو واکمني وکړي.خو خبره تردې چارو اوچته ده او دا يې په اصطلاح استجراري؛يعنې تبعي ګټې دي . له هر حديثه يوه جمله درته وايم،چې له دې منطق سره اشنا شئ.

د امام صادق روايت د انبياوو او رسولانو په اړه يو روايت دى،چې يو زنديق امام صادق وپوښته : په کوم دليل انبياء او رسولان اثباتوې؟امام پخپل ځواب کې د توحيد پر مسئلې ډډه ووهله،و يې ويل : لنډه داچې د انبياوو او رسولانو د اثبات جرړه،له صفاتو او چارو سره يې د خداى اثبات دى،چې کله پوه شو،چې خالق او صانع لرو،چې تر موږ حکيم او متعالي دى؛يعنې موږ نشو کړاى،پر هغو حواسو او مدارکو،چې لرو ورسره په اړيکه کې شو او يا يې لمس کړو يا ورسره محاجه او سوال و ځواب وکړو،داچې موږ اړمن يو،چې هغه راته لارښوونه وکړي؛ځکه هغه چې يوازې حکيم دى؛زموږ له واقعي ګټو او مصالحو خبر دى؛نوځکه يو موجود،چې دوه اړخه لري :له يوه اړخه له خداى سره په اړيکه کې دى؛يعنې کړاى شي له هغه وحې او تلقي وکړي او بلخوا نور موږ کړاى شو،ورسره په اړيکه کې شو او دداسې کسانو شتون لازم او واجب دى . بيا يې ددې خلکو په اړه وويل: دوى بايد پخپله حکيمان وي او په حکمت تاديب شوي وي،په حکمت مبعوث شوي وي؛يعنې بلنه يې حکمت ته بلنه وي،سره له دې،چې په خلقت کې له خلکو سره شريک دي،په ځينو اړخونو کې بايد ورسره شريک نه وي،يو اضافه اړخ او اضافه روح پکې وي او د هغه له اړخه مويد وي او په هر وخت کې او ځاى کې داسې لازم وزلي ولري . وګ :کافي١/٢٣٦ د "الحجة" کتاب .

زيد بن علي او امامت زيد بن علي بن الحسين د امام باقر ورور او خورا صالح انسان و.زموږ امامانو او لارويانو يې ستايلى دى.په دې اړخ کې يې اختلاف دى،چې زيد ځان لپاره د خلافت مدعي و که نه يوازې "پر نېکيو امر او له بديو منع" يې کوله او خلافت يې امام باقر ته غوښته؛خو دا څرګنده ده،چې زموږ امامانو ستايلى او شهيد يې ورته ويلى دى . د کافي په کتاب کې راغلي،چې زيد له دنيا شهيد ولاړ؛خو خبره په دې کې ده،چې آيا هغه پخپله مشتبه و که نه؟ لاندې روايت به جوته کړي،چې هغه پخپله مشتبه و؛نو اوس دا بېله خبره ده،چې څرنګه شونې ده،چې داسې سړى مشتبه وي . د امام باقر يو ملګرى ابوجعفر احول نومېده.وايي :زيد بن علي،چې کله پټ و؛نو په ما پسې يې څوک راولېږه،راته يې وويل : که په موږ کې څوک پاڅون وکړي؛نو چمتو يې،چې مرسته وکړې؟ ورته مې وويل : که ورور او پلار دې يې ومني؛نو مرستې ته چمتو يم او که و يې نه مني؛نو نه ! و يې ويل: زه پخپله يم او له ورور سره مې کار نه لرم؛آيا چمتو يې چې ملاتړ مې شې که نه؟ ورته مې وويل : نه ! و يې ويل : څرنګه ؟ آيا ځان دې راڅخه نه بلهاروې (ځان تر ما جيګ ګڼې)؟ ورته مې وويل : زه يو ځان لرم او ته خو هم څه ادعا نه لرې،چې د خداى حجت يې.که د خداى حجت بې له تا وي؛نو څوک چې درسره پاڅون وکړي؛نو ژوند تويې تللى؛بلکې هلاک شوى دى او که د ځمکې پر مخ حجت نه و؛نو که زه درسره پاڅون وکړم که و يې نه کړم؛نو دواړه يو شان دي . هغه پوهېده،چې د زيد مطلب څه و.ددې روايت له مخې وايي : نن د ځمکې پر مخ حجت شته او هغه حجت ستا ورور دى او ته نه يې .د زيد د خبرې لنډيز دادى،چې ته څنګه په دې مطلب پوه شوې او زه،چې مې د خپل پلار زوى يم؛پوه نشوم او پلار مې راته و نه ويل ؟ آيا پر پلار مې ګران نه وم؟ پر خداى،چې پر پلار مې دومره ګران وم،چې په ماشومتوب کې يې تل په څنګ کې کېنولم او خواړه به يې راته پخپله سړول او ولې يې دا مطلب راته و نه وايه،چې ته پرې پوه شوى يې؟ ابو جعفر حول ورته وويل : ددې لپاره يې درته و نه ويل،چې د دوزخ په اور کې و نه سوځې او داچې پرې ګران وې؛نوځکه يې درته و نه وايه؛ځکه پوهېده که درته يې ووايي؛نو ته به مخالف کوې او بيا به دوزخي کېدې او ځکه يې درته و نه ويل،چې ستا د روح له سرغړاندۍ خبر و،غوښتل يې په ناپوهۍ کې پاتې شې،چې د عناد حالت و نه لرې؛خو دا مطلب يې ځکه ما ته ووايه،چې که و يې منم؛نو خلاصى به ومومم. بيا وايي،ورته مې وويل : تاسې اوچت ياست که انبياء؟ځواب يې راکړ :انبياء .ورته مې وويل: حضرت يعقوب (ع)،چې د خداى پېغمبر دى او حضرت يوسف (ع) هم چې د خداى پېغمبر او د حضرت يعقوب (ع) ځايناستى دى؛نو ورته وايي: خوب دې ورونو ته مه وايه. آيا دا له وروڼو سره د دښمنۍ له امله ول يا د دوستۍ له امله يې؛ځکه هغه ورونه پېژندل،چې که پوه شي،چې يوسف (ع) داسې مقام ته رسي؛نو له همدا اوسه به ورسره دښمني پيل کړي.له تا سره دې د ورور او پلار کيسه، له يوسف (ع) سره د يعقوب (ع) او ورونو کيسه يې ده. دلته،چې راورسېد؛نو ځواب يې ور نه کړاى شو او په ټوليزه توګه يې پر زيد لار وتړله. بيا زيد ورته وويل :اوس،چې ته دا خبره کوې؛نو زه هم دا خبره درته کوم : صاحب دې (صاحب؛يعنې ورور مې امام باقر) په مدينه کې راته وويل : ته به په کوفه کې غرغره او ووژل شې او راته يې وويل په هغه کتاب کې،چې راسره دى،ستا وژل کېدل او غرغره کېدل پکې شته. دلته زيد بل مخ ابوجعفر ته وايي؛ځکه يودمي منطق بدلېږي او دويم نظر تاييدوي؛نو لومړى يې،چې هغه خبرې ابوجعفر ته کولې؛نو ځان يې نانګاره کړ،بيا يې چې وليدل،چې ابوجعفر دومره په امامت پوهېږي؛نو له ځان سره يې وويل،چې زه هم له دې مطلبه غافل نه يم،مه تېروځه زه هم پوهېږم او اعتراف کوم او د جملې په پاى کې وايي : زه په لوى لاس او د ورور په حکم مې ځم. تردې،چې ابوجعفر وايي :يو کال مکې ته ولاړم او هلته مې دا کيسه امام جعفر صادق ته وکړه او امام هم زما نظريات تاييد کړل.

د امام صادق دوه نور حديثونه ١-(( ځمکه هېڅکله بې امامه نه وي. )) ٢- (( که پر ځمکه دوه تنه پاتې شي؛يو به يې د ځمکې پر سر حجت وي.)) د امام رضا روايت : په دې اړه موږ ډېر روايتونه لرو.يو اوږد روايت دى،چې عبدالعزيز بن مسلم ته وايي : موږ په هغه سفر کې له امام رضا سره وو،چې د ولايتهعدۍ په بهير کې خراسان ته تللى و، په"مرو" کې د جمعې پر ورځ په جامع جومات کې وو؛خلک راغوڼد شوي ول او د امامت د مسئلې خبره رامنځ ته شوې وه،زه امام رضا ته ورغلم او خبرې مې ترې رانقل کړې . امام په ملنډيز تبسم وويل،چې دوى څه پوهېږي؟اصلاً خبر نه دي،چې اصلي خبره څه ده.بيا يې وويل : دوى ناپوه دي او پخپلو ګروهې کې تېروتي دي.خداى تر هغه خپل پېغمبر له دې دنيا يو نه ووړ،څو دين يې پشپړ کړ،قرآن يې راولېږه،چې پکې له حلالو تر حرامو،حدود او ټول احکام او هغه څه چې ددين لار ورته اړتيا لري شته او بيا يې وويل : ((مَّا فَرَّطْنَا فِي الكِتَابِ مِن شَيْءٍ (انعام/٣٨)= موږ په كتاب كې هېڅ شى ندى پرېښى)؛يعنې هر څه مو ويلي دي (لږ تر لږه د حلالو او حرامو او د خلکو ديني دندې دي او پېغمبر اکرم د عمر په وروستيو کې په حجة الوداع کې دا آيت ولوست : ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا)) او د امامت چار د دين له بشپړونکيو چارو دى ولم يمض حتى بين لامته معالم دينهم او پېغمبراکرم تر هغه له دې دنيا ولانړ،څو دين يې خلکو ته وښود او لار يې ورروښانه کړه و اقام لهم عليا علما . لنډه داچې قرآن په ډاګه وايي،چې موږ څه نه دي پرېښي؛خو آيا جزييات يې هم نه دي پرېښي که نه يوازې کليات،اصول او هغه څيزونه يې ويلي،چې خلک ورته اړتيا لري؟ يو يې دادى،چې قرآن تر پېغمبر وروسته يو تن معرفي کړي،چې څه چې د قرآن په تفسير،د ماناوو په توضيح او د کلياتو په تشريح کې دي نه د اجتهاد او راى له مخې،چې ځينې يې سم او ځينې يې تېروتنه وي[؛بلکې په الهي علم پوهېږي] او هغه د هغه ترڅنګ د اسلام حقيقت دى؛نو دا چې وايي موږ هر څه ويلي؛يعنې نور څه نه دي پاتې؛يعنې کليات مو ويلي،جزييات مو هم ويلي او له يو تن سره مو ايښي،چې پوه شي.تل يو تن په اسلام پوهېږي او په خلکو کې وي او که څوک ووايي،چې خداى دين نه دى پوره کړى؛نو د قرآن پر ضد خبره يې کړې ده او څوک،چې د خداى کتاب رد کړي؛کافر دى. هغوى چې وايي امامت انتخابي دى،آيا اصلاً پوهېږي،چې امامت؛يعنې څه؟ دوى انګېرلي،چې د امام ټاکل هم لښکر ته د قومندان د ټاکلو په څېر دي،حال دا چې امام؛يعنې هغه څوک چې د قرآن د وينا له مخې په انتصاب يې دين کامل شو او همداراز پوهېږو،چې د چارو جزييات په قرآن کې نشته او د اسلام حقيقت له هغه سره دى.آيا پوهېداى شي،چې داسې وګړى څوک دى،چې پخپله يې وټاکي؟داسې به وي؛لکه چې وايي،چې موږ پېغمبر پخپله ټاکو.امامت د خلکو د فکر تر کچې لوړ دى،چې انتخابي وي.يوه مسئله بايد وويل شي : هغه انتخاب،چې تشخيص يې پر خلکو وي.دين هېڅکله په هغه چارو کې نېغ په نېغ لاسوهنه نه کوي،چې تشخيص يې پر خلکو وي او له بېخه په داسې چارو کې د اسلام لاسوهنه ناسمه ده؛ځکه که داسې وي؛نو د خلکو فکر او عقل د څه لپاره دى؟تر هغه چې د بشر د عقل او فکر سيمه وي؛بشر دې پخپله ټاکنه وکړي؛خو هله چې خبره د بشر له فکر او خياله ووته؛نو بيا يې د ټاکنې ځاى نه وي .[امامت] "اجل قدراً،اعظم شاناً،اعلى مکاناً،امنع جانباً او ابعد غوراً" دى له دې،چې خلک وکړاى شي،پخپل عقل امام درک کړي او پخپله راى کې ورورسي او داسې وګړي پخپله ټاکنه وټاکي؛که غواړئ د امامت په واقعي مانا پوه شئ [نو پوه شئ]،چې امامت غير له دې چارو دى،چې زموږ د وخت خلک يې وايي،چې يو خليفه به پېغمبر ته وټاکو او د پېغمبر ځايناستى دې يوازې د خلکو چارې سمبالوي.امامت هغه مقام دى،چې حضرت ابراهيم (ع) تر نبوت وروسته ورورسېد او پر هغه حال حوشحالېږي او وايي: خدايه زما ځوځات هم دې مقام ته ورسوې،حال داچې پوهېږي،دا چار يې ټول ځوځات ته ناشونى دى.ځواب ورکول کېږي : ((لا ينال عهدى الظالمين)) او دا هغه چار دى،چې ظالمانو ته نه ورکول کېږي (چې و مې ويل،چې ويلي يې دي،چې دلته مراد څه دى؟ آيا ظالم؛يعنې داچې اوس ظالم دى که پخوا ښه و؟ وايي :دا ناشونې ده،چې ابراهيم ووايي : خدايه ! [امامت] زما د ځوځات ظالمانو ته هم ورکړه؛نو ښايي امامت يې د ځوځات ښو ته غوښته . ځواب ورکړ شو : [امامت] د ځوځات هغو ښو ته دې ورکول کېږي،چې د ظلم مخينه و نه لري)دا چار په هغو منتخبانو کې دى؛د حضرت ابراهيم د ځوځات په غوره کړاى شويو او صفوه وو کې (صفوه هغه څيز ته ويل کېږي؛لکه کوچ،چې له شړومبو اخستل کېږي؛هماغه د زبده مانا ورکوي) دى بيا خداى ستر مقام ورکړ،چې امامت يې د هغه د ځوځات په صفوه وو او طهارتوالو کې کېښود.بيا امام د قرآن پر آيتونو استدلال کوي : ((وَوَهَبْنَا لَهُ إِسْحَقَ وَيَعْقُوبَ نَافِلَةً وَكُلًّا جَعَلْنَا صَالِحِينَ . وَجَعَلْنَاهُمْ أَئِمَّةً يَهْدُونَ بِأَمْرِنَا وَأَوْحَيْنَا إِلَيْهِمْ فِعْلَ الْخَيْرَاتِ وَإِقَامَ الصَّلَاةِ وَإِيتَاء الزَّكَاةِ وَكَانُوا لَنَا عَابِدِينَ (انبياء/٧٢-٧٣)= او ابراهيم ته موږ پراسحاق سربېره يعقوب (هم) ور وباښه، چې دا ټول مو نېكان كړل . او موږ هغوى لارښوونكي كړل، چې زموږ په امر يې (خلكوته) لار ښوونه كوله او موږ ورته د ښو چارو د کولو او لمونځ درولو او زکات ورکولو وحې وكړه او يوازې زموږ لمانځونكي وو .)) په قرآن کريم کې په دې چار خورا ډډه شوې،چې د حضرت ابراهيم ځوځات د امامت حامل او وړونکى دى . بيا وايي : داسې مقام دا ناپوهان څنګه ټاکي،چې حضرت ابراهيم ورته تر نبوت وروسته ورورسېد؟آيا شونې ده،چې دا مقام انتخابي وي. امامت يو وراثتي چار دى؛په دې مانا چې استعداد يې له هر نسله بل نسل ته لېږدول کېږي؛نه قانوني وراثت.امامت خلافة الله دى؛هماغه چې لومړي آدم درلود او خلافة الرسول دى. بيا وايي :امامت د ددين مشري،د مسلمانانو نظام،د دنيا سمونه،د مؤمنينو عزت او د اسلام جرړه ده ...........

پايله په ټول کې يو منطق ته رسو او که ويې منو؛نو يو بنسټ لري او که فرضاً څوک يې رد کړي؛نو دا بله خبره ده.دا منطق بې له دې مسايلو ډېر رغى دى، چې د ډېرى متکلمينو په څېر ووايو:تر پېغمبراکرم وروسته حضرت ابوبکر(رض) خليفه شو او حضرت علي (ک) څلورم خليفه شو . آيا علي (ک) بايد لومړى خليفه وي که څلورم ؟ آيا حضرت ابوبکر(رض) د امامت شرايط درلودل که نه؟ او د مسلمانانو د واکمنۍ په مانا د امامت په شرايطو پسې ولاړ شو؛البته دا يو بنسټز مطلب دى او شيعه وو د واکمن د شرايطو له نظره هم پرې پر ځاى نيوکې لري؛خو اصولاً په دې نامه د امامت مسئله مطرحول سم نه دي، چې آيا حضرت ابوبکر(رض) د امامت شرايط درلودل که نه.اصلاً پخپله اهلسنت هم پر داسې مقام اعتراف نه کوي.د اهلسنتو د ګروهې لنډيز دادى،چې : څه چې خداى له حضرت آدم (ع) او حضرت ابراهيم (ع) او ...پېغمبراکرم پورې د انسان د ماوراء الطبيعي اړخ په اړه ويلي،تر هغه وروسته نور پاى ته رسېدلي.تر پېغمبراکرم وروسته نور ټول بشر عادي بشر دى؛يوازې علماء دي،چې د علم په لاس ته راوړو عالمان شوي،کله تېروځي او کله هم نه تېروځي او ځينې واکمنان دي،چې ځينې عادل او ځينې فاسق دي.مسئله په دې بريدونو کې ده.بل هغه باب،چې موږ د الهي حجتونو په نامه لرو،هغوى،چې له طبيعت هاخوا سره اړيکه لري [نو اهلسنت پرې ګروهمن نه دي] او د پېغمبراکرم په مړينه دا دسترخوان ټول شوى دى. شيعه ځواب ورکوي : تر پېغمبر اکرم وروسته د رسالت مسئله او دا چې يو بل بشر به راشي او يو بل قانون به راوړي،پاى ته رسېدلى. يوازې يو دين دى او هغه هم اسلام دى او د اسلام پر پېغمبر رسالت او نبوت پاى ته ورسېد؛خو د حجت او کامل انسان خبره،چې پر ځمکه لومړى انسان داسې و او وروستى هم بايد داسې وي،هېڅکله په بشر کې پاى ته نه ده رسېدلې.په اهلسنتو کې يوازې صوفيان دا مسئله په نورو نومونو لري او د اهلسنتو صوفيان سره له دې،چې صوفيان دي،د امامت مسئله يې په ځينو مسئلو کې هغسې منلې؛لکه څنګه يې چې شيعه مني.محيى الدين عربي اندلسي و او ددې سيمې خلک نه يوازې اهلسنت دي؛بلکې له شيعه وو سره کينه هم لري؛علت يې دادى،چې اندلس امويانو فتح کړى و او کلونه کلونه پرې د امويانو واکمني وه او امويان د اهلبيتو دښمنان ول؛نو د اهلسنتو په علماوو کې ناصبي اندلسي علماء دي او کېداى شي په اندلس کې شيعه نه وي او که وي هم؛نو خورا لږ به وي.محيى الدين اندلسى د عرفاني ذوق له مخې ګروهمن دى،چې ځمکه هېڅکله له حجت او ولي تشه نه پاتې کېږي،د شيعه وو نظر يې منلى او د امامانو نومونه اخلي،چې امام مهدي ته رارسي او مدعي کېږي،چې ما پر ٦٠٠ کال په پلاني ځاى کې امام مهدي ليدلى دى.البته ځينې خبرې يې،چې کړي،ددې خبرې ضد دي او اصلاً متعصب سني دى؛خو داچې د عرفاني لېوالتيا غوښتنه يې ده،چې ځمکه هېڅکله له حجت او ولي تشه نه وي؛نو دا مسئله يې منلې او ان د امام د ليدو مدعي هم دى .

پوښتنه : لکه چې څنګه مو وويل اهلسنت او شيعه د خلافت او ولايت په مسئله کې اختلاف لري او په خواشينۍ هغه شيعه،چې د امامت له مسئلې خبر نه دي،نيوکه کوي دا څنګه ده،چې د ولايت ټکى په قرآن کې شته؛خو د خلافت ټکى په قرآن کې نشته او خلافت غير له ولايته دى؛نو زه په لټه کې وم،چې وګورم ((مولا)) يې په خليفه هم مانا کړى که نه؟ په المنجد کې مې وليدل،چې د "مولا" يوه مانا يې "خليف" کښلې؛نو په دې بڼه دا نيوکه يې ځوابېږي؛خو داچې "خليف"يې ورته کښلى؛غواړم پوه شم،چې "خليفه" سم دى که "خليفه"؛البته په قرآن کې "خليفه" راغلى دى. ځواب: داسې نه ده. په قرآن کې خليفه په دې مانا نه لرو؛خو په هغو احاديثو کې خليفه خورا ډېرى دى،چې شيعه وو رانقل کړي دي .دومره مهم ټکى نه دى،چې د خليفه پر ټکي بحث وکړ. استاد: خليفة الله يوه مسئله ده او د پېغمبر اکرم خليفه بله مسئله ده.خليفه؛يعنې ځايناستى.نه ښايي دومره ټينګار وکړو،چې آيا دا ټکى د پېغمبراکرم په اړه په قرآن يا سنتو کې راغلى که نه،ددې مطلب په مانا کې خبره ده.مانا يې راغلې ده؛که ټکى يې راغلى وي او که نه وي راغلى . خو دا چې و مو ويل : د "مولا" د ټکي مانا "خليف" دى؛نو دا يې مانا نه ده.فکر کوم غلط مو ووايه؛هلته "خليف" نه دى او "حليف" دى. حليف؛يعنې "همقسم"؛ځکه د "مولا" يوه مانا مرستندوى دى او عرب به کله يو له بل سره همقسمېدل؛ټبرونه به همقسمېدل،چې حُلفاء يې ورته ويل،يا دوه تنه به همقسمه شول او د يو بل مرستندويانېدل؛نو د مولا ټکى که د "حليف" په مانا راغلى وي؛نو بيا هم د مرستندوى مانا ورکوي.


  ځينې پوښتي: ولې په قرآن مجيد کې د پېغمبر اکرم د "وصي"؛حضرت علي کرم الله وجهه نوم راغلى نه دى او همدا راز د "مشرتوب" موضوع نوموتې نه ده؟ موږ د مسئالې د ړنا کولو لپاره لومړى مشرتوب يا امامت مانا کوو: په عربي کې ((امام))مشر ته وايي او يوه بشري ټولنه هم بې مشره پاتې کېداى نشي؛نو ځکه په دې باب بحث-ويينه وشي،چې څوک د بشري ټولنو مشران ټاکي؟ خداى تعالى يا د بشري ټولنې وګړي؟! په دې اړه خداى پاک وايي:

((وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِن ذُرِّيَّتِي قَالَ لاَ يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ(بقره/١٢٤)= او ( درياد كړئ) چې كله خداى ابراهيم په ډول ډول وسايلو وازمېيه او هغه هم له دې ازمېښتونو ښه راووت (؛نو) خداى ورته وويل : (( په واقع کې زه دې د خلكو امام او مشر ټاكم .)) [ابراهيم] عرض وكړ:((او له ځوځاته مې هم (مشران او امامان وټاكه .) )) [خداى] ورته وويل : ((ظالمانو ته مې وعده نه رسي (او يوازې ستا د اولادې سپېڅلي ددې مقام وړ دي ) )) 

نو ددې آيت له مخې خداى خلکو ته مشر ټاکلى دى،چې بايد سپينلمنى وي. دا مشر کله د شريعت خاوند استازي دي؛لکه حضرت نوح،ابراهيم،موسى،عيسى او محمد عليهم السلام او کله يې ((وصيان)) وي؛لکه "سام" د نوح زوى،"يَسَع" د حضرت موسى وصي او تر دوى مخکې "هبة الله" يا "شيث" د حضرت آدم وصي و،چې په قرآن کې د ځينو نومونه راغلي او د ځينو نه؛نو ځکه په قرآن مجيد کې د ((وصي)) د نوم نه يادول يې (( نه وصي توب)) نه راښيي. څه چې لازم په نظر راځي،دا دي،چې هر پېغمبر تر ځان وروسته وصي خپلو لاروايانو ته ورښيي.د اسلام د دين په اړه هم په څرګنده په قرآن کريم او نبوي سنتو کې د "خاتم النبيين" وصي ښوول شوى دى . په دې ليکنه کې موږ صحيح روايات کاروو. په اهل سنتو کې صحيح روايات هغه دي،چې د حديث د روايانو لړۍ سره نښتې وي او د رسول اکرم يوه صحابي ته ورسي؛خو په شيعه و کې صحيح روايت هغه دى،پر دې سربېره،چې د حديث د روايانو د لړۍ وينا سمې او هغوى يو له بل سره نښتي وي،روايت يوازې يو څوارلس ګوني سپينلمني ته ورسي. په دې اړه وګورئ : اسدالغابه،تهذيب التهذيب،الاصابة او ميزان الاعتدال.

قرآن او سنت د يو بل مکمل دي قرآن مجيد د ټولو عقيدوي آرونو،احکامو او د اسلامي علومو سرچينه ده. په قرآن مجيد کې د ټولو ګروهيز آرونو، احکامو، معارفو او اسلامي علومو جرړه ده،چې تشرح،تفسير او عملي کول يې د خاتم النبيين په وينا او چلن کې راښوول کېږي؛نو له همدې امله،خداى د خپل استازي لاروي،د خداى لاروي بللې ده.

((يَسْأَلُونَكَ عَنِ الأَنفَالِ قُلِ الأَنفَالُ لِلّهِ وَالرَّسُولِ فَاتَّقُواْ اللّهَ وَأَصْلِحُواْ ذَاتَ بِيْنِكُمْ وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ إِن كُنتُم مُّؤْمِنِينَ (انفال/١)= له تا د انفال [=غنيمتونه او هر ډول مال،چې څرګنداو ټاكلى خاوند نه لري ] په باب پوښتي (ورته) ووايه :(( انفال يوازې د خداى او د هغه د استازي دي؛نو ( د خداى د فرمان له مخالفته) ووېرېږئ او خپلمنځي اړيکې سمې کړئ او د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ،كه مؤمنان ياست . ))

((يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَلاَ تَوَلَّوْا عَنْهُ وَأَنتُمْ تَسْمَعُونَ (انفال/٢٠)= مؤمنانو! د خداى او د هغه د استازي اطاعت وكړئ او غاړه ترې مه غړوئ،حال دا چې (خبرې يې) اورئ .(( قُلْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ فإِن تَوَلَّوْاْ فَإِنَّ اللّهَ لاَ يُحِبُّ الْكَافِرِينَ (آل عمران/٣٢)= ورته ووايه : (( د خداى اواستازي (يې) اطاعت وكړئ او كه غاړه مو كېنښووه ؛نو خداى كافران نه خوښوي .)) ))وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَالرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (آل عمران/١٣٢)= او د خداى او استازى (يې) لاروي وكړئ ،چې رحم درباندې وشي. ((

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً (نساء/٥٩) = مؤمنانو! له خداى استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پرخداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.                                                             

وَأَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَاحْذَرُواْ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلاَغُ الْمُبِينُ (المائده/٩٢)= او د خداى او پېغمبر اطاعت وكړئ او (د هغه د فرمان له مخالفته) ډډه وکړئ؛نو كه مخ مو واړاوه (؛ نو د جزا وړ به شئ او) پوه شئ،چې زموږ پر پېغمبر د څرګندې پيغام رسونې مسووليت دى (او دا دنده يې تاسې ته تر سره کړه).

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا وَصَدُّوا عَن سَبِيلِ اللَّهِ وَشَاقُّوا الرَّسُولَ مِن بَعْدِ مَا تَبَيَّنَ لَهُمُ الهُدَى لَن يَضُرُّوا اللَّهَ شَيْئًا وَسَيُحْبِطُ أَعْمَالَهُمْ (محمد/٣٣) = مؤمنانو! د خداى اطاعت وكړئ او (د خداى) د استازي اطاعت وكړئ او (په ګناهونو) خپلې كړنې مه پوپنا کوئ .

((وَأَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّيْتُمْ فَإِنَّمَا عَلَى رَسُولِنَا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (التغابن١٢)= او د خداى اطاعت وكړئ او د استازي يې اطاعت وكړئ؛نو كه مخ واړوئ؛نو زموږ پراستازي يوازې د څرګند (پيغام) د رسونې مسؤوليت دى . ))

((قُلْ أَطِيعُوا اللَّهَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ فَإِن تَوَلَّوا فَإِنَّمَا عَلَيْهِ مَا حُمِّلَ وَعَلَيْكُم مَّا حُمِّلْتُمْ وَإِن تُطِيعُوهُ تَهْتَدُوا وَمَا عَلَى الرَّسُولِ إِلَّا الْبَلَاغُ الْمُبِينُ (النور/٥٤)= ووايه : ((دخداى اطاعت وكړئ او د استازي اطاعت وكړئ؛خو كه شا كړئ؛ نو پېغمبر د خپلو كړنو مسؤول دى او تاسې د خپلو كړنو؛خو كه اطاعت يې وكړئ؛ نو سمه لار به ومومئ او (د خداى) پر استازي بې له څرګند پيغام رسونې نور څه (مسؤوليت) نشته .))
((وَأَقِيمُوا الصَّلَاةَ وَآتُوا الزَّكَاةَ وَأَطِيعُوا الرَّسُولَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ (النور/٥٦)= او لمونځونه ودروئ او زكات وركړئ او د (خداى د) استازي اطاعت وكړئ،ښايي لورنه در باندې وشي . ))

((مَّنْ يُطِعِ الرَّسُولَ فَقَدْ أَطَاعَ اللّهَ وَمَن تَوَلَّى فَمَا أَرْسَلْنَاكَ عَلَيْهِمْ حَفِيظًا(النساء/80)= چا چې د پېغمبر اطاعت وكړ؛ نو په حقيقت کې د خداى اطاعت يې كړى دى او چاچې ترې مخ واړاوه ؛نو ته موږ ورته ( د همېشه) ساتونكي( په توګه) نه يې لېږلى ( او پر وړاندې يې مسوول نه يې) )) خداى،له خاتم النبيين څخه سرغړونه،له خپلو لارښوونو سرغړونه ګڼلې ده: ((إِلَّا بَلَاغًا مِّنَ اللَّهِ وَرِسَالَاتِهِ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَإِنَّ لَهُ نَارَ جَهَنَّمَ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَدًا (جن/٢٣)=[زما دنده]يوازې د خداى له لوري د پيغام رسونه ده او څوك چې د خداى او د هغه د استازي حكم ته غاړه كېنږدي؛ نو په واقع كې هغه ته د دوزخ اور دى،چې تل به پكې اوسېږي!)) ((فَإِنْ عَصَوْكَ فَقُلْ إِنِّي بَرِيءٌ مِّمَّا تَعْمَلُونَ (شعراء/٢١٦)= نوكه هغوى له تا سروغړوي؛ نو ورته ووايه : (( په حقيقت کې څه چې کوئ،په اړه يې ژمن نه يم )) همدا راز خداى او استازي يې،چې کوم احکام وضع کړي،پر وړاندې يې د مؤمنانو واک سلب کړاى شوى دى. ((وَمَا كَانَ لِمُؤْمِنٍ وَلَا مُؤْمِنَةٍ إِذَا قَضَى اللَّهُ وَرَسُولُهُ أَمْرًا أَن يَكُونَ لَهُمُ الْخِيَرَةُ مِنْ أَمْرِهِمْ وَمَن يَعْصِ اللَّهَ وَرَسُولَهُ فَقَدْ ضَلَّ ضَلَالًا مُّبِينًا (احزاب/٣٦)= او چې كله خداى او د هغه استازى د يو كار(د ترسره كولو) پرېكړه وكړي؛نو هېڅ مؤمن او مومنه حق نه لري،چې د خپل هماغه كار په باب (د خداى د حکم پرخلاف) اختيار ولري او څوك چې د خداى او د هغه له استازي سرغړونه وکړي؛ نو په يقين،چې په څرګنده بې لارې شوى دى .)) خداى،خاتم النبيين په وينا او چلن کې يې،پر خلکو خپل حجت کړى دى او هغه يې د امت مشر ټاکلى،چې ورپسې ولاړ شي: ((مَّا أَفَاء اللَّهُ عَلَى رَسُولِهِ مِنْ أَهْلِ الْقُرَى فَلِلَّهِ وَلِلرَّسُولِ وَلِذِي الْقُرْبَى وَالْيَتَامَى وَالْمَسَاكِينِ وَابْنِ السَّبِيلِ كَيْ لَا يَكُونَ دُولَةً بَيْنَ الْأَغْنِيَاء مِنكُمْ وَمَا آتَاكُمُ الرَّسُولُ فَخُذُوهُ وَمَا نَهَاكُمْ عَنْهُ فَانتَهُوا وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ شَدِيدُ الْعِقَابِ(حشر/٧آيت)= څه چې خداى ددغو كليو له اوسېدونكيو خپل استازي ته را اړوي؛نو هغه د خداى او د(هغه) د استازي او خپلوانو او يتيمانو او مسكينانو او پرديسانو لپاره دي،چې (دا ډېره شتمني) ستاسې د بډايانو ترمنځ لاس په لاس نشي او څه چې درته د (خداى) استازي راوړي دي؛ نو وا يې خلئ (او عمل پرې وكړئ) او چې له څه مو منع كوي؛نو ډډه ترې وكړئ او د خداى له (مخالفته) ځان وساتئ،چې خداى سخت عذابى دى .))

((وَلَقَدْ رَآهُ نَزْلَةً أُخْرَى . عِندَ سِدْرَةِ الْمُنْتَهَى (نجم/١٣او١٤)= او په يقين، هغه يې په بل ځل راكېووتو كې وليد، له سدرة المنتهى (کوزنۍ ډېرې برکتي ونې) سره.))
((لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (احزاب/٢١)= په يقين، چې د خداى د استازي په ژوند كې ستاسې هغو خلكو ته غوره بېلګه ده، چې خداى او د آخرت ورځې ته هېلمن وي او خداى ډېر يادوي .))
                   

د پېغمبر اکرم (ص) اټکل دلته پېغمبر اکرم د هغو کسانو په اړه خبرې کوي،چې په راتلونکي کې به ووايي،چې موږ ته يوازې د قرآن په اړه وايه او له بېخه د پېغمبر اکرم حديث ته پام نه وراړوي : ١- د ترمذي،ابن ماجه او دارمي په ((سننو)) او د امام حنبل په ((مُسنَد)) کې راغلي دي: ((له مِقدام بن معدى کَرب)) روايت شوى،چې رسول اکرم ويلي: ((په دې پوه شئ،چې پر ما قرآن نازل شوى او ورسره په څېر يې سنت دي.با خبر ! لرې نه ده،چې يو سړى- چې په ګېډه موړ شوى او بې غمه يې پر خپل ځاى دډه وهلې- ووايي:يوازې قرآن ومومئ،چې څه مو پکې حلال وليدل،حلال يې وګڼئ او چې څه مو پکې حرام وموندل، حرام او ناروا يې وبولئ.)) د ترمذي په ((سننو)) کې دا حديث دغسې دوام مومي : ((حال داچې بيشکه څه چې رسول اکرم حرام کړي دي؛لکه چې خداى حرام کړي دي)) او د ابن حاجه په ((سننو)) کې د پورته وينا په ورستيو کې راغلي دي : ((د خداى د حرامو په څېر دي)) د امام احمد حنبل په ((مُسند)) کې له "مقدام بن معدى کرب" روايت شوى: ((رسول اکرم د خيبر په غزا کې څه څيزونه حرام کړل،وروسته يې وويل: لرې نه ده،چې له تاسې ځينې زما د مقام په درواغ ګڼلو پسې راپاڅي،سره له دې،چې بې غمه به يې پر خپل بالښت ډډه وهلي وي،زما حديث به ورته ووايي او هغه به وايي:زموږ او ستاسې تر منځ د خداى کتاب شته،چې څه مو پکې حلال وموندل،روا به يې ګڼو او چې څه مو پکې حرام وليدل،حرام به يې وګڼو. باخبر،چې څه د خداى رسول حرام کړي؛لکه چې خداى حرام دي)) ٢- د ترمذى،ابن ماجه،ابوداوود په ((سننو)) او د احمد په ((مسند)) کې ((عبيدالله بن ابي رافع)) له خپل پلاره روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: باخبر! يو مو هم و نه وينم،چې بې غمه مو ډډه وهلې وي،يو چاچې ما يې د کولو لارښوونه کړې وي يا مې منع کړى وي،ور وړاندې يې کړي او هغه ووايي : نه پوهېږم ! چې څه د خداى په کتاب کې ووينم،عملي کوم يې!!)) د پورته حديث وروستۍ غونډله د احمد په ((مسند)) کې داسې راغلې: ((ما خو دا د خداى په کتاب کې ليدلې نه ده!!)) ٣- د ابوداوود په سننو [کتاب خراج،باب:تعشير اهل ذمه] کې له ((عيرباض بن ساريه)) روايت دى، چې و يې ويل ((موږ له پېغمبر اکرم سره خيبر ته ولاړو،حال داچې څو تنه اصحاب ورسره ملګري ول.د خيبريانو مشر،چې ډېر غوسناک ښکارېده،رامخې ته شو او په سپين سترګۍ يې رسول اکرم ته وويل : محمده!دا سمه ده،چې څاروي مو ووژنئ، مېوې مو وخورئ او ښځې مو وځوروئ؟! د خداى استازى له دې موضوع سخت خپه شو،حضرت ((عبدالرحمن بن عوف)) ته يې وويل : پر اس دې سپور شه او په خلکو کې غږ کړه،چې جنت يوازې مؤمنانو ته روا دى او ووايه،چې خلک لمانځه ته راټول شي. "عيرباض" وايي : خلک راټول شول او رسول اکرم تر لمانځه وروسته وويل:ځينې مو(چې بې غمه پر خپلو بالښتونو ډډه وهلې ده) ګڼلې،چې د خداى حرام يوازې په قرآن کې دي؟! باخبر،چې ما درته نصيحت وکړ او د ځينو چارو د کولو او د ځينو د نه کولو حکم مې کړى،چې دا ټول د قرآن په منزله دي يا ترې ډېر[اهميت لري او لازم الاجرا دي] خداى دا درته حلال کړي نه دي،چې کتابيانو خپله ژمنه پوره کړي وي؛خو تاسې يې بې اجازې کورونو ته ننوځئ يا يې ښځې وځوروئ يا يې مېوې وخورئ)) د امام حنبل په ((مسند)) کې له حضرت ((ابوهريره)) روايت دى،چې رسول اکرم وويل: ((يو مو هم ونه وينم،چې کله زما حديث او خبره ورته وشي، بې غمه يې ډډه وهلې وي او ووايي: په دې اړه له قرآنه راته ووايه!!)) ٥- د دارمي د ((سننو)) په سريزه کې له ((مسان بن ثابت الفارى)) روايت شوى،چې و يې وويل: ((کان جبرئيل،قرآن پر رسول اکرم نازلاوه،سنت يې هم پرې نازلول)) دا د قرآني آيتونو او نبوي احاديثو بېلګې وې،چې مسلمينو ته امر کوي، چې په رسول اکرم او سنتو پسې يې ولاړ شئ او د هغه له مخالفته يې منع کوي او هغوى سنت دګي،چې پر قرآن د منګولو لګولو په پلمه سنت لتاړي او څه پام ورته نه اړوي . پر دې سربېره،اصلاً موږ اسلام يوازې د قرآن د آيتونو له ترڅ او بې د نبوي سنتو له مراجعې زده کولاى نشو. دوه لاندې مثالونه دا حقيقت ښه څرګندوي: په قرآن کې امر او ټينګار شوى،چې لمونځ وکړو؛خو داچې دا چار څرنګه او تر کومو شرايطو لاندې تر سره شي،بې له نبوي سنتو له مراجعې نه څرګندېږي. احاديثو او د رسول اکرم سيرت ته په مراجعې د رکعتونو او سجدو پر شمېر،اذکار،قوانين او د لمانځه پر باطلونکيو پوهېداى شو . حج همداسې دى. نبوي سنتو ته په مراجعې د احرام، نيت، د ميقاتونو پېژندنه،د طواف طريقه،په عرفات کې تمېدل او حرکت، مشعر او منى،د شيطان ايشتل،قرباني،حلق او تقصير او په خپل وخت او ځاى د دې هرې يوې دندې کول، فرايض، مستحبات، مکروهات او حرام يې زده کولاى شو. همدا دوه بيګلې راښيي،چې بې له نبوي سنتو له مراجعى او يوازې قرآن ته په مراجعې،دا دوه فرض شرعي دندې تر سره کېداى نشي؛ البته د اسلام ټول شرعي احکام همداسې دي. نو ځکه پر موږ لازم دي،چې د اسلام د زده کړې لپاره او له دې جملې،پر احکامو او الهي لارښوونو د پوهېدو لپاره په يو ځاى قرآن او نبوي سنتو ته مراجعه وکړو او يو له بله يې پېل کړو؛نو بيشکه داسې يې ګڼلې،چې ځان د اسلام له چوکاټه وباسي او قوانين په خپلې خوښې تفسير کړي؛نو ځکه د نبوي سنتو(چې د قرآن د پوهېدو کونجي او تفسير دى) په ګوښه کېدو به قرآن په اسانى په خپله خوښه او سليقې تاويل کړي.

پېغمبراکرم تر ځان وروسته د ځايناستۍ موضوع ته پام درلود تر پېغمبراکرم وروسته د مشرتوب مسئاله د اسلام يوه خورا مهمه مسئاله وه او اهميت او حساسيت يې پخپله له رسول اکرم او صحابو يې پټ نه و؛بلکې د بعثت او بلنې له پيله ډېر وګړي د مشرۍ په فکر او هيله کې ول او نقشې يې ورته کاږلې.له دې امله وينو،چې د "بني صعصعه" له ټبره "بُحيره" د خپل او ټبر اسلام منلو شرط دا و،چې تر پېغمبر اکرم وروسته مشري د ده او ټبر يې وي او همدا راز "هوذه حنفي" د خپل اسلام راوړو په بدل کې،تر پېغمبراکرم وروسته په واکمنۍ کې حق وغوښت. رسول اکرم د بعثت له پيله-البته د وحې په ښوونه-تر ځان وروسته د مشرۍ مسئالې ته پام درلود. په تېره بيا چې په لومړۍ ورځ يې له خپلو لارويانو د اسلامي ټولنې د جوړښت لپاره بيعت اخسته؛نو دې مهم چار ته يې پوره پاملرنه درلوده. دا مسئاله بخاري او مسلم په ((صحيح)) کې، نسايي او ابن ماجه په ((سننو)) کې، امام مالک په ((المُوَطا)) کې، امام احمد حنبل په ((مُسند)) کې او نورو په خپلو کتابونو کې راوړې ده .

موږ دلته د صحيح بخاري خبره راخلو: ((عباده بن صامت وويل : موږ له رسول اکرم سره پر دې بنسټ بيعت کړى،چې په تنګسه او پراخۍ او غم و خپګان کې د آنحضرت لاروي وسو او د مشرۍ له وړ سره په شخړه لاس پورې نه کړو.))  
"عباده بن صامت" د ((عقبه کبرى))  د بيعت پر ورځ د انصارو له دولس ګونو نقيبانو و،چې آنحضرت پر هغه ورځ له څو اويا تنو وغوښتل، چې په خپلو کې دولس تنه ډاډمن غوره کړي او آنحضرت (ص) ته يې معرفي کړي،چې هر يو په مدينه کې د خپلې ډلې مسووليت پر غاړه واخلي . رسول اکرم ټاکل شويو ته وويل: ((په ټولو چارو کې د خپلې ډلې مسووليت ستاسې پر غاړه دى او تاسې هماغه دنده لرئ،چې حواريونو عيسى بن مريم ته درلوده))  

"عباده بن صامت" يو له دولس ګونو نقيبانو دى،چې څرګندوي،چې د عقبې پر ورځ له رسول اکرم سره د بيعت له مادو يوه هم دا وه،چې تر رسول اکرم وروسته د مشرتوب په اړه له وړ سره يې په شخړه لاس پورې نه کړو: ((ان لا تنازعوا الامر اهله)) په دې حديث کې د ((امر)) له امر ويى-کليمې د آنحضرت (ص) مطلب هماغه مشرتوب او واکمني ده، چې د ((بني ساعده)) په څپرګي کې يې لاس ته راوړو ته په شخړه لګيا شول، سره له دې،چې خداى د دې واکمنۍ وړ وګړي داسې ستايي :

(( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَطِيعُواْ اللّهَ وَأَطِيعُواْ الرَّسُولَ وَأُوْلِي الأَمْرِ مِنكُمْ فَإِن تَنَازَعْتُمْ فِي شَيْءٍ فَرُدُّوهُ إِلَى اللّهِ وَالرَّسُولِ إِن كُنتُمْ تُؤْمِنُونَ بِاللّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ ذَلِكَ خَيْرٌ وَأَحْسَنُ تَأْوِيلاً(نساء/٥٩)= مؤمنانو! له خداى، استازي او اولوالامر ځنې مو اطاعت وكړئ او كه ستاسې ترمنځ په كومه [ديني] چار كې شخړه پېښه شي (؛نو د منځګړتوب لپاره د) خداى [کتاب] او د رسول [سنتو] ته مخه كړئ كه ( په رښتيا ) پر خداى او د اخرت پر ورځې ايمان لرئ . دا (كار) غوره او ښه پايله لري.))                                                             

که څه رسول اکرم ((عقبه کبرى)) د ورځې د بيعت پر مهال تر ځان وروسته ځايناستي ځکه معرفي نه کړل،چې له انصارو نه و،چې دا د حکمت غوښتنه وه؛ ځکه د بيعت پر مهال د انصارو روحيه د دې موضوع منلو ته چمتو والى نه درلود؛خو سره له دې رسول اکرم ترې ژمنه واخسته،چې وروسته،چې آنحضرت خپل ځايناستى ټاکي،په شخړه ورسره لاس پورې نه کړي.


  د پېغمبراکرم د وصي ټاکنه لومړى : د بعثت پر دريم کال تاريخ او معتبر احاديث ګواهي لي،چې رسول اکرم(ص)تر ځان وروسته مشر د هغې کوچنۍ غونډې پر لومړۍ ورځ،چې خپل نژدې خپلوان يې د اسلام منلو ته را بللي ول،په نښـه او وښـود. دا موضوع حديثپوهانو او د سيرت ليکوالو؛لکه طبري،ابن عساکر،ابن اثير،ابن کثير،متقي هندي او نورو په خپلو کتابونو کې راوړې ده. طبري دا پېښه د حضرت علي(ک) له خولې په خپل تاريخ کې دغسې راخستې ده:((چې کله پر رسول اکرم د شعرا٢١٤آيت[=وَأَنذِرْ عَشِيرَتَكَ الْأَقْرَبِينَ] نازل شو؛نو آنحضرت (ص) وغوښتم او راته يې وويل: ((علي! خداى حکم راکړى،چې نژدې خپلوانو ته مې خبردارى ورکړم او له بېلاريتوبه يې وډاروم. دې ته مې پام دى،چې دا يو دروند چار دى؛ځکه پوهېږم،چې څنګه مې په دې اړه په خبرو پيل وکړ، له ناوړو غبرګونو سره به يې مخ شم، چې دې چار ته غاړه نږدم؛نو چوپ کېناستم،چې جبرئيل راباندې راکېوت او و يې ويل:محمده !که غاړه دې کېنښووه؛نو خداى به دې په عذاب کړي.اوس نو د پسه له ورانه خواړه چمتو کړه او له شملو يوه کټوه هم او د عبدالمطلب اولاده راوبله او د خداى حکم ورته اعلان کړم. حکم مې پر ځاى کړ او د عبدالمطلب د اولادې څلوېښت تنه (يو زيات يا کم)مې راوبلل،چې پکې يې ترونه؛ لکه ابوطالب،حمزه،عباس او ابولهب ول. مېلمانه،چې راغلل؛نو پېغمبراکرم راته د خوړو راوړو امر وکړ،چې دا چار مې وکړ؛نو لومړى آنحضرت(ص) خوړو ته لاس وغځاوه او يوه ټوټه غوښه يې راواخسته او په خپلو غاښـونو يې څو برخې کړه او په لوښي کې يې واچوله او بيا يې مېلمنو ته وويل:د خداى په نامه په خوړو بوخت شئ او هر يو خپله برخه واخلئ. ټولو تر مړښټه وخوړه،ان چې د ګوتو د څوکو نښې يې د خوړو په لوښي کې کتل کېدې،پر هغه خداى قسم،چې د علي ساه يې په واک کې ده،چې دا ټول خواړه يوازې د يوه تن د مړښت لپاره بسيا وو.تر خوړو وروسته رسول اکرم راته وويل،چې د شملو لوښى راوړه ! ټولو ترې وڅښلې او خپله تنده يې پرې ماته کړه، پر خداى قسم، چې د کټوې شملې يوازې د يوه تن د تندې ماتولو ته بس وې. په دې وخت کې رسول اکرم ځان خبرو ته جوړاوه؛خو ابولهب پرېنښود او رامخې ته شو او ويې ويل : ملګري مو درباندې بد ډول کوډې کړي دي. په دې خبره،ټول مېلمانه پاڅېدل او ولاړل او پېغمبراکرم خبرې و نه کړې. تر وتو وروسته،رسول اکرم راته وويل:علي!دا سړى راباندې په خبرو کې را مخکې شو او لکه چې دې وليدل،مخکې تر دې،چې زه ورسره خبرې وکړم خپاره شول. بيا څه چې دې چمتو کړي ول،چمتو يې کړه او سبا يې غرمې ته راوبله.دا چار مې وکړ،ټول د پېغمبر دسترخوان ته کېناستل او د پرون په څېر يې خوراک څښاک وکړ. وروسته رسول اکرم(ص)خبرې پيل کړې او ويې ويل:د عبدالمطلب اولادې!ما په عربو کې داسې ځوان ليدلى نه دى،څه چې ما درته راوړي، تر دې يې غوره خپلو خپلوانو ته راوړي وي.ما درته د دنيا او آخرت خير راوړى او خداى حکم راکړى،چې دغې خير ته مو راوبولم.اوس نو په تاسې کې کوم يو د دې مهم چار په پر مخ وړو کې زما لاسنيوى کوئ،چې هغه مې په تاسې کې ((ورور))،((وصي)) او((ځايناستى=خليفه))وي؟ يو هم دې وړانديز ته "هو" و نه ويله او سرغړونه يې وکړه.زه چې په عمر کې تر ټولو کوچنى وم په نمناکو سترګو او ....مې وويل:رسول الله!زه به دې په دې مهم چار کې ملاتړ او مرستندوى يم. نو په دې وخت کې رسول اکرم زما پر غاړه لاس کېښود او رابللو ته يې وويل:((ان هذا((اخى)) و ((وصيى)) و ((خليفتى)) فيکم؛فاسمعوا له و اطيعو؛ دا به په تاسې کې زما ((ورور))، زما ((وصي)) او زما ((خليفه=ځايناستى)) وي،حکم ته يې غوږ ږدئ او اوامر يې منئ.رابلل شويو سخت خندل،راولاړ شول او له کوره د وتو پر مهال يې ابوطالب ته وويل : تا ته يې وويل،چې د زوى خبره به دې منې او ورپسې به ځې))

دويم:په تبوک غزا کې په ((صحيح)) بخاري،مسلم،د طيالسى په ((مُسنَد))، د امام احمد حنبل په ((مُسنَد))،د((تِرمذي)) په ((سننو)) د ابن ماجه په ((سننو)) او په نورو حديثي سرچينو کې راغلي،چې موږ د((بخاري))خبره راخلو: رسول اکرم (ص)،حضرت ((علي)) ته وويل: ((انت منى بمنزلة هارون من موسى الا انه ليس نبى بعدى؛ مقام دې راته داسې دى؛لکه د هارون،چې موسى ته و؛ خو په دې توپير،چې تر ما وروسته به بل پېغمبر نه وي)) په صحيح مسلم کې ددې حديث پاى داسې راغلې: ((الا انه لانبى بعدى،په دې توپير،چې تر ما وروسته به پېغمبر نه وي)) ابن سعد په خپلو((طبقاتو))کې د "براء بن عازب" او "زيد بن ارقم" له خولې ليکي،چې دواړو اصحابو وويل : د تبوک جګړه،چې راغله؛رسول اکرم، حضرت علي ته وويل:يا بايد زه په مدينه کې پاتې شم يا ته او دا چې علي يې خپل ځايناستى وټاکه،پخپله له مشرکانو سره جګړې ته له مدينې ووت. د پېغمبر اکرم تر تلو وروسته چا وويل:رسول اکرم ځکه علي په مدينه کې پرېښود،چې علي يې يو ناسم چار ليدلى و!دا خبره، چې علي ته ورسېده، ځان يې رسول اکرم(ص)ته ورساوه.پر علي(ک)چې د پېغمبر اکرم سترګې ولګېدې،ويې پوښتل:څه پېښ شوي؟!علي وويل: نه! رسول الله! له اورېدو،داسې ډنډوره خپره شوې،چې له ما يو ناوړه چار شوى او ته پرې خپه يې؛نو ځکه دې نه يم بوتلى! رسول اکرم په موسکا شو او ويې وويل: (( علي!نه غواړې ته راته داسې يې؛ لکه هارون،چې موسى ته و،په دې توپير،چې تر ما وروسته به پېغمبر نه وي .)) علي ځواب ورکړ:د خداى رسوله ښه مې ايسي. او رسول اکرم وويل:او هاغسې ستا مقام او رتبه ده.

د ((مِنى)) مطلب په ((انت مِنى بمنزله هارون من موسى)) حديث کې، چې د ((مِنى)) لفظ راغلى،په نورو احاديثو کې،چې دا لفظ کارول شوى،د پېغمبر اکرم مطلب ترې څرګندېږي. او هغه داچې هارون (ع) له حضرت موسى(ع)سره په پېغمبرۍ کې شريک و او د الهي احکامو په تبليغ کې يې ملاتړ او مرستندوى و. حضرت علي هم د منزلت د حديث له امله،خاتم النبيين ته داسې و؛لکه موسى ته چې هارون و؛خو بې له نبوته او پېغمبرۍ؛نو علي ته د هارون له مرتبې يوازې د الهي احکامو د تبليغ په چار کې د پېغمبر اکرم ملاتړ او مرستندوى پاتې کيږي. همدا راز رسول اکرم د عرفات پر ورځ په "حجة الوداع" کې له ((مِنى)) خپل مطلب ويلى دى: ((على منى و انا من على،لا يودى عنى الا انا او على=علي له ما ځنې دى او زه له علي ځنې يم او زما دنده يوازې زه پخپله يا بې له علي،بل څوک تر سره کولاى نشي .)) په زيات شمېر احاديثو کې د((منى))د لفظ له کارولو د رسول اکرم مطلب دادى،چې حضرت علي مکلفينو ته د الهي احکامو د تبليغ په مقام کې د خاتم النبيين پر منزلت دى. له همدې ځايه د((منى))مانا او مفهوم،چې په نورو نبوي احاديثو کې د حضرت علي په اړه سر پوښتلي راغلي،څرګندېږي؛لکه د((بريدة))په روايت کې،چې له حضرت علي(ک)يې شکايت کړى او پېغمبر اکرم ورته وويل: ((لا تقع فى على فانه منى))يا د "عمران بن حصين" په روايت کې، چې رسول اکرم ورته وويل: ((ان عليا مني)) په دې ټولو رواياتو کې د رسول اکرم مطلب دا و،چې خلک وپوهوي، چې د رسول اکرم پر وړاندې د حضرت علي او له ځوځاته يې د امامانو دنده دا ده؛لکه چې څنګه پېغمبر اکرم مکلفينو ته د بې واسطې تبليغ دروند پيټى پر غاړه کړى و،دغسې دوى هم د پېغمبر دنده پر غاړه لري؛ نو ځکه دوى ټول له پېغمبره دي او خاتم النبيين له دوى دى.دوى يې د تبليغ په چار کې شريک دي او يوازې په يوه ځاى کې يو له بل سره توپير لري او هغه داچې رسول اکرم الهي احکام بې واسطې او نېغ په نېغ په وحې له خداى اخستل؛خو دوى يې له خاتم النبيين اخلي؛نو امامان د پېغمبر اکرم له لوري اسلامي امت ته د اسلام مبلغين دي او خداى او رسول يې دې درون پېټي وړو ته، له مخکې چمتو کړي دي.؛نو ځکه دوى خداى له هر ډول چټلۍ خوندي کړي او د سپينلمنتوب او سپېڅلتيا جامې يې ور اغوستي دي. پر دې سر بېره، څه چې رسول اکرم ته وحې کېدل، حضرت علي يې ترې په ځانګړي ډول برخمناوه او امامانو پرله پسې دا ټول له خپل پلار؛ حضرت علي نه په ميراث وړي ول. لاندې روايتونه دا مطلب څرګندوي.

د پېغمبر اکرم (ص) د علومو حاملان په رازى تفسير(د ان الله اصطفى آدم و....تر آيت لاندې)او د متقي هندي په کنزالعمال (٦ټ :٣٩٢ او ٤٠٥مخونه)کې راغلي، چې علي (ک) وويل : رسول اکرم د حکمت او پوهې زر ورونه رازده کړل، چې له هر يو يې راته د نورو علمونو زر ورونه پرانستل شو)) په طبري تفسير،د ابن سعد په طبقاتو،تهذيب التهذيب،کنزالعمال او فتح الباري کې لاندې روايت راغلى، چې موږ يې له فتح الباري راخلو: ((ابوطفيل روايتوي،چې: د علي په يوې وينا کې وم،چې يې وويل: څه غواړئ، و مې پوښتئ،پر خداى قسم،چې څه تر قيامته پېښېږي له ما يې وپوښتئ،چې ځواب يې درکړم.د قرآن په اړه مې وپوښتئ، چې پر خداى قسم پر هر آيت يې پوهېږم،چې د ورځې يا شپې په بېديا يا غره کې...پر پېغمبر نازل شوى دى.)) له همدې امله رسول اکرم د جابر بن عبدالله د روايت له مخې د علي په حق کې وويل: ((زه د علم ښار يم او علي يې((ور)) دى،چې څوک غواړي دې ښـار ته راننوځي، بايد له وره راننوځي.)) حاکم وايي: د دې روايت اسناد سم دي. او د بل روايت له مخې د پورته حديث په وروستيو کې راغلي:(( او څوک چې پوهه غواړي،بايد له وره راننوځي)) . همدا موضوع په بل روايت کې داسې راغلې ده : ((د حديبې په جګړه کې مې وليدل،چې رسول اکرم د علي لاس ونيو او و يې ويل:دا سړى،د ازردګانو مشر،او د تبهکارانو مشر دى،ملاتړى يې بريمن دى او خواروونکى يې خوار او ناڅيزه دى.)) دلته رسول اکرم غږ لوړ کړ او خبرو ته يې داسې دوام ورکړ: ((زه د علم ښـار يم او علي يې ور دى،چې څوک غواړي دې ښار ته راننوځي بايد په وره يې ارننوځي)) د ابن عباس په روايت کې د پېغمبر خبره داسې راغلې ده:((زه د علم ښـار يم او علي يې ور دى،چې څوک د دې ښار هوډ وکړي؛ نو بايد په وره يې راننوځي))

خو د امام علي(ک)په روايت کې راغلي، چې پېغمبر وويل: ((انا دارالعلم و على بابها))  

او د ابن عباس په روايت کې: ((انا مدينه الحکمة و على بابها،فمن اراد الحکمه فليات الباب)) او له علي(ک)په بل روايت کې راغلي: ((انا دارا الحکمه و على بابها)) او د حضرت ابوذر(رض)په روايت کې،پېغمبراکرم د حضرت علي په حق کې وويل: ((على باب علمي و مبين لامتى ما ارسلت به بعدى.....علي زما د پوهې ور دى او تر ما وروسته،امت ته به مې هغه څه څرګند کړي،چې پرې را استول شوى يم)) د حضرت انس بن مالک(رض)په روايت کې راغلي: پېغمبر اکرم، علي (ک) ته وويل: ((انت تبين لامتى ما اختلفوا فيه بعدى؛ته به تر ما وروسته د امت اړپېچ هوار کړې)) حاکم ليکي دا حديث د بخاري او مسلم د شرايطو له مخې سم دى. په بل روايت کې پېغمبر(ص)،علي(ک)ته وويل: ((انت تودى عنى و تسمعهم صوتى و تبين لهم ما اختلفوا فيه بعدى؛ته به مې رسالت ته دوام ورکړې او غږ به مې امت ته ورسوې او تر ما وروسته اړپېچ به يې هوار کړې))

درېم:د خم ډنډ تر غاړې د معتبرو رواياتو له مخې،د خم ډنډ داستان داسې و: د ذې حجې پر اتلسم د هجرت پر لسم کال او له حجة الوداع نه په راستنېدو کې د خم ډنډ تر غاړې،په جُحفه نومې ځاى کې (چې د مدينې،مصر او شام لارې ترې بېلېږي دا آيت پر رسول اکرم نازل شو: ((يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنزِلَ إِلَيْكَ مِن رَّبِّكَ وَإِن لَّمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (مائده/٦٧)= او پېغمبره! څه چې ستا د پالونكي له لوري پر تا نازل شوي،( ټول يې خلكو ته) ورسوه اوكه داسې و نه کړې؛نو د هغه پيغام دې نه دى رسولى،خداى تا د خلكو (له احتمالي زيانونو) ساتي، هو ! خداى،"خداى ناپېژاندو" ته سمه لار نه ښيي . ))د آيت تر نازلېدو وروسته،رسول اکرم(ص)کاروانونه ته د تمېدو حکم وکړ،چې تېر دې راستانه او ورپسې دې ورسره يو ځاى شي او خپل اصحاب يې تر اغزنو بوټيو لاندې له کېناستو منع کړل، چې خپاره شي او و يې وويل: تر ونو لاندې خس او ډکي ټول کړئ او بيا يې په جماعت لمانځه ته راوبلل اصحابو د ونې پر لښتو او پاڼو ټوټې خپرې کړې او آنحضرت (ص) ته يې سيورى جوړ کړ او په هغه سخته ګرمۍ کې يې د ماسپښېن لمونځ وکړ. بيا خطبې ته را پاڅېد او خداى يې وستايه او خلکو ته يې نصيحت وکړ او بيا يې وويل: ((نژدې دى،چې ما وبلي او زه هم دا بلنه ومنم (د مرګ وخت مې را نژدې شوى دى) او موږ او تاسې د خداى پر وړاندې مسوول يو، پر هغه ورځ به خداى ته څه ځواب ورکوئ؟)) خلکو غږ وکړ: موږ ګواهي لي،چې تا خورا ښه خپل رسالت تر سره کړ، موږ ته دې لار وښووه او خداى دې د دې غوره بدله درکړي.ورپسې خاتم النبيين و پوښتل:ايا د خداى پر وحدانيت او زما پر رسالت شاهدي نه ورکوئ؟! ايا ګواهي نه ورکوئ،چې جنت او دوزخ رښتيا دي او شته؟)) خلکو غږ وکړ: هو ! پر دې ټولو شاهدي ورکوو. خاتم النبيين وويل: خدايه!ګواه وسه)) بيا يې وپوښتل:غږ مې اورئ ؟ ځواب ورکړ شو: هو! بيا يې وويل: ((خلکو!زه تر تاسې مخکې له دې نړۍ ځم او تاسې به د کوثر ډنډ پر غاړه راته راځئ،داسې ډنډ،چې پراخوالى يې د بصرې تر صنعا پورې دى او د اسمانو د ستوريو هومره د سپينو جامونه يې پر غاړه ايښوول شوي دي او زه به پر هغه مهال له تاسې د دوو ارزښتمنو څيزونو په اړه وپوښتم،چې په تاسې کې مې پرېښې دي؛نو ځير شئ،چې تر ما وروسته ورسره څرنګه چلېږئ!)) دلته له غونډه والو يو وپوښتل: رسول الله!دا دوه ګرانبيه څېزونه کوم دي؟ رسول اکرم ورته وويل: ((يو د خداى کتاب دى،چې يو لورى يې د خداى په لاس کې دى او بل يې ستاسې.ښه يې وساتئ او لارښوونې يې وکاروئ او پر کوم بل څيز يې بدل نه کړئ،چې بې لارې به شئ. بل زما عترت او اهل بيت دي او لطيف خداى خبر کړى يم،چې دا دواړه(قرآن-اهل بيت)يو له بله نه بېلېږي،چې د کوثر ډنډ پر غاړه ماته راشي.دا مې له خدايه غوښتي دي: نو پر هغو دواړو مه ړومبي کېږئ، چې هلاک او بې لارې به شئ . وروسته هم ترې مه پاتې کېږئ،چې هلاکېږئ،څه مه ورښيئ،چې هغوى تر تاسې ښه پوه دي)) ويې وويل : ((ايا پوهېږئ،چې زه تر ټولو مؤمنانو پر هغوى وړ او ړومبى يم؟)) خلکو غږ وکړ: هو يا رسول الله ! حضرت بيا وپوښتل: ((پوهېږئ (يا ګواهي ورکوئ) چې زه پر هر مؤمن،تر هغه مخکې او ړومبيتوب لرم؟)) خلکو غږ کړ: هو يا رسول الله! نو پېغمبر اکرم د علي لاس ونيو او پورته يې کړ، تر دې،چې د دواړو د تښرګونو سپين ښکاره شول او و يې ويل: ((خلکو ! خداى زما مولا او پالندوى دى او زه ستاسې مولا او پالندوى يم ؛نو د چاچې زه مولا يم؛نو دا علي يې هم مولا دى))

دعا يې وکړه او و يې وويل: ((خدايه! د علي دوست،دوست ولره او دښمن يې دښمن د ملاتړي يې ملاتړ شه او خواروونکى يې خوار کړه   هغه دوست ولره،چې علي دوست لري او پر هغه غوسناک وسه،چې پر علي غوسه وي   او په پاى کې يې وويل: ((خدايه!شاهد وسه  . راوي وايي: ((پېغمبر او علي بېل شوي نه ول،چې دا آيت پر پېغمبر رانازل شو: ((الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإِسْلاَمَ دِينًا(مائده/٣)= نن مې ستاسې دين تاسې ته بشپړ كړ او خپله لورنه مې درته پوره كړه او اسلام مې درته ستاسې (تلپاتې) دين غوره کړ)) ورپسې رسول اکرم وويل: ((الله اکبر،د دين په بشپړېدو،د نعمت په پوره کېدو او زما په رسالت او د علي په ولايت د خداى په خوښېدو))   يعقوبى په خپل تاريخ (د مدني آيتونه په باب)کې ليکي: ((وروستى آيت،چې پر آنحضرت(ص)نازل شو د((اليوم اکملت لکم دينکم))آيت و او دا سم روايت دى او پر هغه ورځ نازل شو،چې رسول اکرم په خم ډنډ کې په ډاګه د علي ولايت اعلان کړ))  

تر دې مراسمو وروسته،حضرت عمر بن خطاب (رض)،علي(ک) وکوت او و يې وويل: (( د ابوطالب وزيه!دا ستره پېرزوينه دې درته مبارک وي،چې سهار دې ماښام کړ،حال داچې د ګردو مؤمنانو مولا او پالندوى شوې)) په بل روايت کې يې ورته وويل: ((د ابوطالب زويه پر حالاتو دې خوښي وي)) او په بل روايت کې: ((د ابوطالب زويه!خوندور دې وي درته، سهار دې ماښام کړ،حال دا چې د ګردو مؤمنانو پالندوى شوې)) .

پېغمبراکرم علي ته پګړۍ وتړله رسول اکرم د((سحاب))په نامه يوه توره پګړۍ درلوده ، چې په ځانګړو ورځو ؛لکه د مکې په سوبې کې يې، چې پر سر کړې وه پېغمبر همدا پګړۍ د خم غدير پر ورځ د علي پر سر کېښووله. له ((عبدالاعلي بن عدى التبهواني)) روايت شوى، چې ويې وويل: ((رسول اکرم،علي ځان ته راوغوښت او په خپل لاس يې ورته پګړۍ وتړله او پاتې يې ورته پر اوږه واچوله))

له حضرت علي(ک)روايت دى،چې ويې وويل: ((رسول اکرم(ص)د خم غدير پر ورځ راته پګړۍ پر سر کېښووه او پاتې يې راته پر اوږه پرېښووله))  
د طياسي په مُسند او د بيهقي په سننو کې د حضرت علي خبره داسې ده: ((رسول اکرم راته د خم غدير پر ورځ پګړۍ پر سر کېښووه او پاتې يې راته شاته خوشې کړه.بيا يې وويل:خداى د بدر او حنين په غزاګانو کې په هغو پرښتو زما لاسنيوى وکړ، چې دغسې پګړۍ يې پر سر وې، وروسته يې وويل:پګړۍ د دې لامل دى،چې مسلمانان له مشرکانو وپېژندل شي)) 

د پېغمبراکرم (ص) دولس ځايناستي دلته هغه روايات راخلو،چې نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب جوتوي، چې پکې متعال خداى او رسول اکرم(ص)تر خاتم النبيين وروسته امامان او وصيان ټاکلي او خلکو ته ښوولي دي او ورپسې يې په څرګندونه هم لاس پورې کوو. (الف)په رواياتو(ثقلينو حديث)کې د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب په دې لړ احاديثو کې،د کوم امام ځانګړي نوم اخستل شوى نه دى؛ خو د نبوي کورنۍ عمومي مشرتوب پکې نوموتى دى. دوه بيلګې يې دا دي: په صحيح مسلم(٧/١٢٢-١٢٣)او نورو لس ګونو کتابونو؛ لکه د امام حنبل مُسنَد،د دارمي سنن،د بيهقي سنن او مستدرک الصحيحين (٣/١٠٩او١٤٨)کې روايت شوى دى چې: زيد بن ارقم وايي: (له حجة الوداع نه په ستنېدو کې يې)د مکې او مدينې په لار کې د ((خم)) ډنډ پر غاړه،خلکو ته وينا وکړه: ((خلکو! باخبر، زه [ستاسې]يو بشر يم،نژدى دى،چې ما[تلپاتې نړۍ ته]وبولي او زه د حق بلنه ومنم.زه درته دوه ارزښتمن څيزونه په ميراث پرېږدم: د خداى کتاب،چې پکې ښيون-هدايت او رڼا ده،مه يې پرېږدئ او منګولې پرې ولګوئ)) بيا يې وويل: ((او زما اهلبيت،کورنۍ مې،د خپلو اهل بيتو په اړه خداى دريادوم!(دا غونډله يې درې ځله وويله) )) بيا د مستدرک د روايت له مخې زياتوي: ((هوښيار وسئ، چې تاسې تر ما وروسته له دې دوو پاتې شونو سره څرنګه چلن کوئ.دا دواړه بيخي يو له بله نه بېليږي،څو په کوثر ډنډ کې ماته راشي))

د پېغمبراکرم له وروستۍ غونډلې پوهېداى شو،چې بايد د نبوي کورنۍ يو امام(چې په معتبر رواياتو کې ټاکل شوى دى)اوږد عمر ولري، چې د نړۍ تر پايه ژوندى وي او تل په بشري ټولنه کې له قرآن سره جوخت او اوږه په اوږه وي او ددې دواړو (قرآن-اهل بيت) د نه بېلتون په اړه د پېغمبر وينا رښتيا شي.

٢-همدې ته ورته وينا حضرت جابر(رض) د پېغمبراکرم(ص) د عرفې له خطبې روايتوي.هغه وايي: پېغمبر(ص) د حج پر مهال په عرفات کې وليد،چې پر خپل اوښ ((غضباء))نومي سپور و او خلکو ته يې وويل: ((...خلکو!زه درته داسې څه پرېږدم،که منګولې پرې ولګوئ او لاس ترې وانخلئ،بيخي به بې لارې نشئ: د خداى کتاب او کورنۍ مې،چې زما اهل بيت دي. )) ترمذي ددې خبرې تر راوړو وروسته زياتوي،چې دا حديث له ابوذر، ابوسعيدخِدري،زيدبن ثابت او حُذيفة بن اُسيد(رضى الله عليه)هم روايت شوى دى. په دې روايت کې،پېغمبر اکرم(ص) خپل اهل بيت د قرآن هم اوږه کړي او ښيون په دوى او قرآن پورې ګڼي او د دوى د لمن نيول له بې لارۍ د ژغورنې لامل ښيي او وايي : هوښيار وسئ او ځير شئ،چې تر ما وروسته له دې دواړو سره څرنګه چلېږئ او پوه شئ،چې دا دواړه بيخي يو له بله نه بېلېږي او د کوثر ډنډ(د قيامت د ژغورنديو د راټولېدو ځاى)ته به را ته راشي. له نظري اړخ دا يوه غوڅه قرآني مساله ده،چې اسماني کتابونه د خلکو ګروهيز،اخلاقي او د عمل لارښوونکي او امامان دي: ((وَمِن قَبْلِهِ كِتَابُ مُوسَى إِمَامًا وَرَحْمَةً وَهَذَا كِتَابٌ مُّصَدِّقٌ لِّسَانًا عَرَبِيًّا لِّيُنذِرَ الَّذِينَ ظَلَمُوا وَبُشْرَى لِلْمُحْسِنِينَ ( احقاف/١٢)= او له دې مخكې د موسى كتاب، چې لارښود او رحمت و (د قرآن نښې ښوولې دي) او دا كتاب په عربي ژبه د تورات له نښو سره اړخ لګوي،چې ظالمان ووېروي او نېكانو ته زېرى وركړي . )) د همدې اصل په پامنيوي او ډډه پرې وهل،له قرآن سره د پېغمبر د اهل بيتو يوځاى کېدل د دوى مشرتوب او امامت هم جوتوي. په بله وينا،د اسلام نظري اړخ په قرآن کريم کې ويل شوى دى؛خو بهرنى انځور يې د اهل بيتو په سيرت کې ښوول کېږي. دا چې په نظري اړخ کې مو د قرآن امامت او مشرتوب منلې؛نو بايد په عملي اړخ کې هم د اهل بيتو امامت ومنو. پردې سربېره،د پېغمبراکرم د وينا له مخې،ښيون يوازې په دې دوو ارزښتمنو ميراثونو پورې اړوند دى او پوهېږو،چې د قرآن ښيون په ټوليزه بڼه د ګروهيز،اخلاقي او عملي مسايلو په باب دى؛نو هرومرو به د قرآني اسلام[؛يعنې هغه اسلام،چې په قرآن کريم کې راغلى او مطلب، ددې دين اصول او ټوليز مسايل دي]څرګندول،بيانول او رڼا پرې اچول د اهل بيتو دنده وي،چې ښيون پوره شي. (ب)په رواياتو کې د امامانو د شمېر ټاکنه رسول اکرم(ص)خبر کړي يو،کوم امامان،چې ترې وروسته راځي ((دولس)) تنه دي،چې دا مساله په صحاحو او مسانيدو کې روايت شوې ده: ١-امام مسلم په خپل صحيح کې له جابر بن سُمَرة(١)روايت کړى چې: رسول اکرم وويل: ((دا دين،تل او تر قيامته او هله،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان وي،ټينګ او پر ځاى دى.دا خلفاء ټول له قريشو دي.)) په دوو نورو روايتونو کې،داسې راغلي: ((تر هغې،چې دولس تنه خلفاء مو پالندويان شي)) په بل حديث کې: ((د دولس تنو تر پايه)) (٢) په صحيح بخاري کې راوي وايي:له پېغمبراکرم(ص)مې واورېدل،چې يې ويل: ((دولس تنه اميران او بولندويان دي)) راوي وايي:پېغمبر(ص)تر دې وروسته خبرې وکړې،چې زه پوه نشوم.پلار مې وويل:ويې وويل: ((هغوى ټول له قريشو دي)). بل روايت دى،چې يې وويل: ((د چا دښمني يې زيانمولاى نشي)). ٢-بل روايت دى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((لا تزال هذه الامه مستقيماً امرها،ظاهرة على عدوها،حتى يمغى منهم اثنا عشر کلهم من قريش؛((د دې امت چارې به تل سمې او پر دښمنانو به برلاس وي،چې دولس تنه قريشي خلفا پرې تېر شي)) ٣-په بل روايت کې راغلي،چې يې وويل: ((دا امت دولس تنه پالندويان لري، چا يې چې لاسنيوى و نه کړ،زيان ورته نشي رسولاى،ټول له قريشو دي.)) په بل روايت کې يې وويل: ((د دې امت چار به تل په جريان کې وي،تر هغې چې دولس تنه پرې ولايت ولري.)) ٥-له حضرت انس(رض)روايت دى،چې آنحضرت(ص) وويل : دا دين په هيڅ توګه نه ورکېږي،چې له قريشو دولس تنه وي او چې له دنيا ولاړل،ځمکه خپل اوسېدونکي ډوبوي)) ٦-په بل روايت کې يې ويلي: ((د دې امت چار تل بريا ته نژدې دى،چې هغه ټول دولس تنه راپاڅي،هغوى ټول قريشي دي)) ٧-امام احمد بن حنبل،حاکم او نور له مسروق څخه روايت کوي،چې و يې ويل: ((يوه شپه له عبدالله بن مسعود سره ناست وو او قرآن يې را زده کاوه،چې يو سړي ترې وپوښتل:اباعبدالرحمانه!ايا رسول اکرم دې پوښتلى و،چې د دې امت څو تنه خلافت ته رسي؟عبدالله وويل:عراق ته چې راغلى يم، داسې نه يم پوښتل شوى.په دې اړه مې پېغمبر پوښتلى او راته يې ويلي: ((هغوى د بني اسرائيلو د نقيبانو په شمير دولس تنه دي.)) ٨-ابن مسعود وايي،رسول اکرم وويل: ((تر ما وروسته خلفاء د موسى د اصحابانو په شمېر دي.)) تېر روايتونه په څرګنده وايي: د واليانو شمېر دولس تنه دى،چې ټول له قريشو دي. امام علي(ک)په خپلې يوې وينا کې له قريشو مطلب څرګند کړى دى چې يې وويل: ((ټول امامان قريشي دي او د بني هاشمو(اهل بيتو)له ټبره ټاکل شوي دي، بې له دوى(ولايت) بل چاته روا نه دى او يوازې دوى (پر امت د ولايت)وړ دي. وګورئ:نهج البلاغه،١٤٢خطبه،د مصر چاپ،مطبعة الاستقامه او همدا راز ويې ويل : هو،پر خداى قسم،ځمکه به بيخي د خداى لپاره د حق له حجته خالي نشي[دا قايم امام]يا بريمن دى او ښکاره او يا ډارن او پټ،چې الهي حجتونه او روښانه الهي نښې تل وي))

د تېرو احاديثو نچوړ د تېرو احاديثو پايله او لنډيز دادى: ددې امت د امامانو شمېر پر له پسې دولس تنه دى،چې د نړيوالو دنيوي او اُخروي نېکمرغي به د دوى په ښوونو وي . په لومړى حديث کې راغلي:

په دې حديث کې تر قيامته د اسلام تلپاتېتوب ته اشاره شوې او د امت امامان يې دولس تنه ښوولي دي.

په پينځم حديث کې راغلي:

دې حديث هم،د دين شتون او پايښت د دولس ګونو امامانو د عمر پر پايه تاييد کړى او عمر يې د دنيا پاى بولي.

اتم حديث،د امامانو شمېر يوازې دولس تنه ښيي: ((تر ما وروسته خلفا،د موسى د اصحابو د شمېر هومره دي.)) دا حديث راښيي،چې تر رسول اکرم وروسته به بې له دولس ګونو خلفاوو بل خليفه نه وي. د دې رواياتو الفاظ په ډاګه وايي: ((د خلفاوو شمېر يوازې دولس تنه دى او وروسته ترې ګډوډي،د ځمکې نابودي او قيامت دى)) نور روايتونه،چې دغسې څرګندتوب نه لري،همدا(روايت) يې بيانوي. نو ځکه شونې ده،چې د دولس ګونو امامانو د يو امام عمر دعادي انسانانو د عمر پر خلاف،اوږد او خارق العاده وي؛لکه چې همدا اوس دى او دولسم امام؛ حضرت مهدي په همدې توګه دى.

علما څرنګه د دولس ګونو امامانو حديث تفسير وي په دې اړه عالمان بېلا بېلې څرګندونې لري: د((ترمذي دسننو))شارح،ابن عربي وايي:تر رسول اکرم وروسته اميران،مې،چې وشمېرل؛نو دا دي: ابوبکر، عمر، عثمان، علي، حسن، معاويه،يزيد،معاويه بن يزيد،مروان،عبدالمالک مروان، سليمان، عمربن عبدالعزيز،يزيدبن عبدالمالک،مروان بن محمد بن مروان،سفاح او...)) وروسته،تر خپل وخته ٢٧تنه عباسي خلفاء شمېري او وايي:په دوو کې تر سليمان ابن عبدالمالک پورې دي او که خليفه په واقعي مانا په پام کې ونيسو،موږ ته يوازې پينځه تنه پاتې کېږي: څلورګوني خلفاء او عمربن عبدالعزيز؛نو ځکه زه دې حديث ته کومه مانا نه مومم.)) قاضي عياض،د دې خبرې[چې له دې شمېر(دولس ګونو تنو)ډېر ولايت او واکمنۍ ته رسېدلي دي]په ځواب کې وايي: ((دا سمه نيوکه نه ده؛ ځکه پېغمبر ويلي نه دي،چې يوازې دولس تنه ولايت ته رسي؛البته دا شمېر ولايت ته رسېدلي دي او دا مطلب د هغوى پر شمېر د ور زياتوالي مخه نه نيسي))

((سيوطي)) د خپل تاريخ په دولسم مخ کې،د هغه په ځواب کې يوه خبره راوړى او وايي: ((د حديث مراد،د اسلام په اوږدوکې تر قيامته د((دولس ګونو خلفاوو شتون دى،چې پر حق عمل کوونکي وي،که څه پر له پسې نه وي.))

د فتح الباري (٦/٣٤١)مولف او هم سيوطي د خپل تاريخ په دولسم مخ کې ليکي: ((په يقين چې له دې شمېره(دولس ګونو)څلورګوني خلفا تېر شوي دي او پاتې نور د قيامت تر راتلو مخکې بايد هرومرو پوره شي.)) ابن جوزي وايي: ((نو ځکه داچې يې ويلي: ((وروسته به فتنه او ګډوډي وي)) مراد ترې د قيامت تر جوړېدو مخکې فتنې دي؛ لکه د دجال راوتل او وروسته هغه دى)) سيوطي وايي: ((له دې "دولسو تنو" څلور ګوني خلفا، حسن، معاويه، عبدالله بن زبير او عمربن عبدالعزيز،دا اته تنه واکمن شوي او احتمال دا چې عباسي خليفه مهدي(چې په عباسيانو کې؛ لکه په امويانو کې چې عمربن عبدالعزيز و)هم پرې ور زيات کړو او همدا راز طاهر عباسي د عدالت له امله يې؛نو بيا هم دوه تنه پاتې کېږي او د انتظار وړ دى، چې يو يې مهدي آل محمد(ص)له اهل بيتو وي)). همدا راز ويل شوي دي: ((د حديث مراد دا دى،چې هغه ((دولس تنه)) د خلافت د عزت په دوران،د اسلام په ځواکمنۍ او چارې يې ښه سمبالې وي،هغه کسان (دولس تنه)،چې د واکمنۍ پر مهال يې اسلام عزتمن شوى وي او ټول مسلمانان پرې راټول وي)). سيوطي،د خلفاوو تاريخ:لسم مخ د بيهقي له خولې ليکي : ابن کثير، تاريخ٦/٢٤٩ : ((دا شمېر(دولس تنه)د وليدبن يزيد بن عبدالمالک تر مهاله واکمن شول بيا ستره ګډوډي شوه او ورپسې د عباسيانو حکومت راغى او دا چې پر نوموړي شمېر يې ور زياتوي علت يې دا دى،چې د حديث ځانګړنې يې پرېښي يا يې له دولس تنو هغه کسان شمېري،چې له سترې ګډوډۍ وروسته راغلي دي.)) او همدا راز ويلي يې دي: ((پر چا چې امت يوه خوله شوې درې ګوني خلفا ورپسې علي په صفين کې د منځګړتوب تر وخته،چې معاويه يې پر هغه ورځ خليفه ونوماوه.بيا د حسن له سولې سره،پر معاويه يوه خوله شول او تر دې وروسته يې پر زوى يزيد. حسين هم خلافت ته تر رسېدو مخکې ووژل شو.د يزيد په مړينه اړپېچ پيدا شو، تر دې چې د عبدالله ابن زبير تر وژنې وروسته،پر عبدالملک مروان يوه خوله شول او ورپسې پر څلورو زامنو يې: وليد،سليمان،يزيد او هشام،چې په دوى کې عمربن عبدالعزيز د سليمان او يزيد تر منځ په يوه واټن کې و او دولسم يې وليدبن يزيدبن عبدالملک و،چې خلکو له هشام وروسته پرې يوه خوله شول او څلور کاله يې واکمني وکړه))

نو ځکه د دې دولسو تنو خلافت په دې دليل سم دى، چې مسلمانان پرې يوه خوله ول او پېغمبر مسلمانانو ته د دوى خلافت،چې خلکو ته به اسلام ورلېږي زېرى ورکړى دى.

ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي: ((دا خورا غوره مخونه ده)) او ابن کثير وايي: ((د بيهقي لار د منلو نه ده،چې يو شمېر ورسره يوه خوله دي؛ يعنې داچې له پرله پسې خلفاوو؛د حديث مراد تر وليدبن يزيدبن عبدالملک پورې دى؛ځکه د دې "وليد" تر وخته خلفاو تر "دولسو تنو" زيات ول،په دې دليل،چې د ابوبکر،عمر،عثمان او علي خلافت سم ول او وروسته ترې حسن بن علي دى.په دې دليل،چې علي وصيت کړى و او د عراق خلکو ورسره بيعت کړى و،تردې چې له معاويه سره يې سوله وکړه.ورپسې يزيد ابن معاويه،معاويه بن يزيد،مروان بن حکم، عبدالملک بن مروان،وليدبن عبدالملک،سليمان بن عبدالملک،عمر بن عبدالعزيز،يزيدبن عبدالملک او هشام بن عبدالملک دى،چې ټول پينځلس تنه کېږي.ورپسې وليدبن يزيدبن عبدالملک او که تر عبدالملک مخکې د عبدالله بن زبير واکمني وشمېرو؛نو اولس تنه کېږي.په دې شمېرنې سره يزيد بن معاويه په هغو دولسو تنو کې راځي؛ خو عمربن عبدالعزيز ترې وځي،هغه عمربن العزيز،چې ټول مشران د هغه په ستاېنه يوه خوله دي او له خلفاى راشدينو يې شمېري او ټول خلک يې پر عدالت قايل دي او د واکمنۍ پير يې خورا ښه وخت و،ان شيعه هم پرې منښته کوي. که ووايي :((ما يوازې هغه کسان شمېرلي،چې امت پرې يوه خوله شوي؛ نو لازمه يې دا ده،چې علي او زوى يې و نه شمېرل شي؛ځکه ټول خلک پرې يوه خوله نه ول؛ځکه ټولو شاميانو ورسره بيعت و نه کړ)) نو ددې ليد له مخې وايو: ((په دې مسلک کې،درې ګوني خلفاء معاويه، يزيد، عبدالملک،وليدبن سليمان،عمربن عبدالعزيز، يزيد او هشام شمېرل کېږي،چې ټول لس تنه کېږي او په دوى پسې وليدبن يزيدبن عبدالملک دى،چې د دې ليد لازمه د علي او زوى (حسن) يې ترې ايستل دي،چې دقيقاً دا نظر د اهل سنتو د امامانو او؛بلکې د شيعه و د څرګندونو پر خلاف دى)) ابن جوزي په ((کشف المشکل))کتاب کې د دې مخونو په ځواب کې دوه نور دلايل وړاندې کوي چې وايې: لومړى: ((پېغمبر په خپل حديث کې تر ځان او اصحابو وروسته پېښو ته اشاره نه کوي؛ځکه د اصحابو حکم د آنحضرت(ص)له حکم سره تړلى دى؛نو پايله داچې،تر اصحابو وروسته، راغليو واکمنو په اړه روايت دى،وينا يې د اموي خلفاوو شمېر ته اشاره ده؛ لکه چې د آنحضرت (ص) خبره ((لايزال الدين))؛يعنې ولايت تر هغه دوام لري،چې دولس تنه واکمن شي.بيا اوضاع تر لومړي حالته هم بدترېږي.په دې شمېر کې لومړى اموي خليفه يزيدبن معاويه او وروستى يې مروان حمار دى،چې ((ديارلس تنه))کېږي. عثمان،معاويه او عبدالله بن زبير نه شمېرل کېږي؛ځکه دوى اصحاب دي،که مروان بن حکم هم (له دې امله،چې د صحابيتوب په اړه يې اړپېچ دى او د عبدالله بن زبير پر وړاندې يې ماته وخوړه او خلک پر ابن زبير راټول شول) ترې وباسو؛نو ((دولس تنو شمېر)) رښتيا کېږي. له امويانو،چې خلافت ووت؛ نو سترې فتنې،ګډوډۍ او خونړى حالت رامنځ ته شو،تردې چې عباسيانو حالات کابو کړل او حالات يې له بيخه واړول)) ابن حجر په ((فتح الباري))کې دا استدلال رد کړى دى. دويم:ابن جوزى دا برخه له هغې ليکنې راخستې ده،چې((ابوالحسين ابن منادي)) د ((مهدي)) په اړه يې کښلې ده او وايي:دا شونې ده،چې دا موضوع تر مهدى وروسته حالاتو پورې اړوند وي،چې آخرالزمان کې راووځي؛ځکه ما د ((دانيال)) په کتاب کې ليدلي،چې مهدي وفات شي؛ نو ((سبط اکبر)) له کړوسو پينځه تنه واکمنۍ ته رسي، ورپسې د ((سبط اکبر)) له کړوسو پينځه تنه د دوى وروستۍ د((سبط اکبر))يو تن خپل وصي کوي،چې وروسته يې خپل زوى واکمنېږي او په دې توګه ((دولس تنه))واکمنېږي،چې هر يو يې امام او مهدى دى))

همدا راز وايي: ((په بل روايت کې دي،چې وروسته ترې دولس تنه نارينه (شپږ تنه د حسن اولاده،پينځه تنه د حسين اولاده او بې له دوى يو تن) حکومت ته رسي او دا چې وروستۍ تن مومي؛نو فساد نړيوالېږي.))

ابن حجر په صواعق کې پر دې حديث يو لمن ليک کښـلى او وايي: ((دا يو خوشى روايت دى،چې ډاډ پرې نشته)) بله ډله وايي: ((غالب ګومان دا دى،چې پېغمبراکرم په دې حديث کې تر ځان وروسته له عجايبو خبر کړي يو؛هغه فتنې،چې خلک په يوه وخت کې تالاترغۍ کوي او د((دولسو تنو اميرانو))ولکې ته يې راکاږي او که يې بې له دې غوښتي واى؛نو يې ويل: ((دولس اميران دي،چې دغسې کوي)) او داچې دغسې ځانګړنې يې ورته ويلي نه دي؛نو پوهېږو،چې دوى به پر يوه وخت کې وي.)) ويلي يې دي:پر پينځمه لېږديزه پېړۍ کې په ((اندلس))کې يوه پېښه وشوه،چې شپږو تنو ځانونه ((خليفه))ګڼل،پردې سر بېره،د مصر واکمن، د بغداد عباسي خليفه او له علويانو او خوارجو او همدا راز د خلافت نور مدعيان هم ول. ابن حجر د دې مخونې په اړه وايي:دا د هغه چا خبره ده،چې تش په بخاري کې په لنډو يو راغلي حديث پوهېږي؛نو نور څه. او همدا راز وايي: په يوه وخت کې شتون يې،ګډوډي او بېلتون دى او د حديث مرادېداى نشي.)) وګورئ:تېره سر چينه. نو د همدې څيرنې له مخې د هېواد ستر عالمان او فرهنګي شخصيتونه؛لکه محمد جلال الدين بلخي (٦٧٢س مړ) شيخ نورالدين عبدالرحمان جامي(٨٩٨س مړ)شيخ سليمان قندوزي حنفي او خوشال بابا او همدا راز امام جويني په فرايد السمطين کې شيخ علي بن محمد مالکي په ابن صباع مشهور(٨٥٥س مړ)په خپلو اثارو کې د دولس ګونو امامانو نومونه راخلي:

د دې روايتونو حقيقي مفهوم د دولس ګونو امامانو په اړه،چې کوم روايتونه راغلي،که دا ټول راټول کړو او په ځير ورته وګورو؛نو حقيقي مفهوم ترې لاس ته راځي او د هغو مخونو په ناسموالي به هم وپوهېږو،چې په دې اړه يو له بل سره اړخ نه لګوي: ١-د پېغمبر اکرم خلفا او د اسلام مخکښان تر دولسو تنو نه اوړي او ټول قريشى دي. و يکون لهذه الامع اثنا عشر قيما کلهم من قريش= دې امت ته دولس تنه پالندويان دي،چې ټول له قريشو دي. او يا:يملک هذه الامه اثنا عشر خليفه=دې امت ته به دولس تنه خلفا وي. اويا:يکون بعدى اثنا عشر خليفه کلهم من قريش= تر ما وروسته به دولس تنه خلفا وي،چې ټول له قريشو دي. ٢-دوى پر له پسې تر قيامته په امت کې وي :

((د خلافت چارې تر هغې،چې ان په نړۍ کې دوه تنه پاتې وي،په قريشو کې به وي))  
چې دا حديث د خلافت تداوم د نړۍ تر پايه اعلانوي . دا حديث [...دا دين،چې تر هغې دولس تنه خلفا پر تاسې واکمن وي،تر قيامته پاتې کېږي] تر قيامته د دين د پاتې کېدو زېر‌ى راکوي او همدا راز د دولس تنو خلافت اعلانوي،په دې مانا چې پېغمبر اکرم څرګندوي،چې دين مې تر قيامته پاتې کېږي،چې دا موده د دولس ګونو امامانو د خلافت موده هم ده،چې بايد لږ تر لږه له دې خلفاو د يوه عمر دومره اوږد وي،چې د خلافت وخت يې تر قيامته وغځېږي . 

تر رسول اکرم(ص)وروسته د دولس ګونو امامانو ښوونه د اهل سنتو په سرچينو کې د دولس ګونو امامانو نومونه : (الف):امام جويني له عبدالله بن عباس څخه روايت کوي،چې و يې ويل: رسول اکرم وويل: ((له کتاب وکښل شي)) زه د پېغمبرانو ښاغلى يم او علي بن ابيطالب د وصيانو ښاغلى دى او بېشکه تر ما وروسته وصيان مې ((دولس)) تنه دي،چې لومړى يې علي بن ابيطالب او وروستى يې مهدي دى)). (ب)امام جويني بيا هم په خپل سند له حضرت ابن عباس څخه روايت کوي چې و يې ويل:رسول اکرم وويل: ((په واقع کې تر ما وروسته خلکو ته مې خلفاء،وصيان او حجتونه ((دولس))تنه دي،لومړى يې زما ورور او وروستى يې زما زوى دى)) ورته وويل شو: رسول الله!ورور مو څوک دى؟ورته يې وويل: ((علي بن ابيطالب)) ورته وويل شو:زوى مو څوک دى؟ورته يې وويل :((هغه مهدي دى،هغه چې ځمکه به له عدله ډکوي لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې . پر هغه سوګند،چې زه يې پر حق زېرى ورکوونکى او ګواښنګرى لېږلى يم،که له نړۍ يوه ورځ هم پاتې نه وي، خداى به دا ورځ دومره اوږده کړي،چې زوى مې مهدي راووځي،د خداى روح عيسى بن مريم راکېوځي او ورسره لمونځ وکړي،ځمکه د پالونکي له رڼا روښانه شي او واکمني به يې ختيځ او لويديځ راونغاړي)) (ج)امام جويني بيا هم په خپل سند روايت کوي،چې راوي وويل : وا مې ورېدل،چې رسول اکرم وويل : ((انا و على و الحسن و الحسين و تسعه من ولد الحسين مطهرون معصومون = زه،علي،حسن،حسين او د حسين نهه تنه زامن سپېڅلي او سپينلمني يو)) د اسلام د تاريخ په اوږدو کې واکمنو هڅه کړې،چې دغسې احاديث د اسلامي امت له لاسرسۍ لرې وساتل شي؛ خو بيا هم عالمانو خورا هڅې کړي،چې احاديث د خلکو غوږونو ته ورسول شي،موږ دلته د خپلې موضوع سره په اړه هغه متواتر روايتونه راوړو،چې د دولس ګونو امامانو نومونه پکې دي.   د دولس ګونو امامانو نومونه لومړى امام : اميرالمؤمنين علي(ک) پلار:ابوطالب بن عبدالمطلب بن هاشم مور:فاطمه بنت اسد بن هاسم کنيه:ابوالحسن و الحسين ابوتراب لقب:اميرالمؤمنين زوکړه:په کعبه کې تر((عام الفيل))دېرش کاله وروسته . شهادت:پر څلوېښتم لېږديز کال يو خارجي عبدالرحمن بن ملجم شهيد کړ او له کوفې بهر په نجف اشرف کې ښخ شو. د حضرت علي(ک)مور،فاطمه بنت اسد د دوه ځانۍ پر حال پر طواف بوخته وه،چې د زوکړې درد پرې راغى،په دې وخت کې د کعبې په دېوال کې چاود رامنځ ته شو او هغه ورننووته او زوى يې ((علي)) وزېږېد.په دې اړه د زياتو معلوماتو لپاره وګورئ:

دويم امام :حسن بن علي بن ابيطالب مور:فاطمه الزهرا د رسول اکرم لور کنيه:ابومحمد لقب:سبط اکبر،مجتبى زوکړه:په مدينه کې په لېږديز درېم کال د رمضان په نيمايي کې شهادت:د پينځوسم لېږديز کال د صفرې پر اته ويشتم شهيد شو او د مدينې په بقيع هديره کې ښخ شو.

درېم امام : حسين بن علي بن ابيطالب مور: فاطمه الزهرا د پېغمبراکرم لور کنيه:ابوعبدالله لقب:سبط،د کربلا شهيد زوکړه: په مدينه کې پر لېږديز څلورم کال د شعبان درېمه شهادت:پر ٦١س د محرم پر لسمه له خپلو اهلبيتو او يارانو سره يزيديانو په کربلا کې شهيدان کړل او زيارت يې د عراق په کربلا کې دى .

څلورم امام : علي بن الحسين مور:غزاله يا د ښځو پاچا کنيه:ابوالحسن لقب:زين العابدين،سجاد زوکړه:٣٣يا٣٧يا٣٨س په مدينه کې شهادت:پر٩٤س پر شهادت ورسېد او په بقيع کې د خپل تره امام حسن تر څنګ ښخ شو.

پينځم امام : محمد بن علي مور: ام عبدالله د امام حسن بن علي لور کنيه:ابوجعفر لقب:باقر زوکړه:٥٧س،مدينه شهادت:پر١١٤پا١١٧س په مدينه کې شهيد کړاى شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. شپږم امام : جعفربن محمد مور:ام فره د قاسم بن محمد بن ابي بکر لور کنيه:ابو عبدالله لقب:صادق زوکړه:٧٣س،مدينه شهادت:١٤٨س شهيد شو او په بقيع کې د خپل پلار تر څنګ ښخ شو. اووم امام : موسى بن جعفر مور:حميده کنيه:ابوالحسن لقب:کاظم زوکړه:١٢٨س،مدينه شهادت:پر ١٨٣د هارون الرشيد عباسي خليفه په زندان په بغداد کې شهيد شو او د قريشو په هديره کې،د ننني بغداد په لويديځ کې(په کاظمه ښار مشهور) ښخ شو. اتم امام : علي بن موسى مور:نجمه يا((تُکتَم )) کنيه:ابوالحسن لقب:رضا زوکړه:١٤٨س،مدينه شهادت:٢٠٣س،د خراسان په طوس کې ښخ دى. نهم امام : محمد بن علي مور: سکينه کنيه: ابوعبدالله لقب:جواد زوکړه:١٩٥س،مدينه منوره شهادت:پر ٢٢٠س شهيد شو او د خپل نيکه موسى بن جعفر په څنګ کې ښخ شو. لسم امام : علي بن محمد مور: سمانه مغدبيه کنيه: ابوالحسن عسکري لقب:هادي زوکړه:٢١٤س،مدينه منوره شهادت:پر٢٥٤س شهيد شو او د عراق په سامرا کې ښخ شو. يولسم امام : حسن بن علي مور: د سوسن په نامه ام ولد کنيه:ابومحمد لقب:عسکري زوکړه:٢٣١س،سامرا شهادت:پر٢٦٠س شهيد شو او په سامرا کې ښخ دى. دولسم امام : حجة بن الحسن مور: د نرجس يا صيقل په نامه ام ولد کنيه:ابوعبدالله،ابوالقاسم لقب:قائم،منتظر،خلف،مهدي،صاحب الزمان زوکړه:٢٥٥س،سامرا امام مهدي له ((دولس ګونو امامانو))وروستى امام دى، چې تر اوسه ژوندى دى،چې کله خداى وغواړي،په امر به يې راپاڅي او نړۍ به له قسط وعدله ډکه کړي.

د پېغمبر اکرم (ص) وصيان؛ د شريعت ساتندويان او مبلغان پېغمبراکرم(ص)د خداى په امر د شريعت ساتنې،تبليغ او د احکامو پلي کولو ته دولس تنه خپل وصيان وټاکل،چې دې چارو د وصيانو په زمانه کې دوه څيزونه لازم ګڼل: (الف)پېغمبر خپلو وصيانو ته د اسلام شريعت تبليغاوه. (ب)وصيانو په مسلمانانو کې اسلامي شريعت خپراوه. دلته پر دواړو چارو رڼا اچوو: (الف)پېغمبراکرم(ص)خپلو وصيانو ته د اسلام شريعت تبليغاوه.په قرآن کريم کې د حقايقو جوړه او د اسلام احکام دى،چې د شرح ذمه واري يې پر پېغمبراکرم او د اسلام پر نورو لومړيو درجو مبلغانو ده.پر رسول اکرم چې څه وحې کېدل او بشر ورته تر قيامته اړتيا درلوده،ټول يې د خپل تره زوى علي(ک)ته املا کول او علي دا ښوونې تدوينولې.دا ښوونې په بېلابېلو ناستو کې تر سره کېدې،چې شرحوو يې: ١-د ښوونو منظمې ناستې ٢-د ښوونو نامنظمې ناستې

دښوونو منظمې ناستې له رسول اکرم(ص)سره د علي(ک)د ښوونو د ناستو پاستو په اړه تفصيلي مطالب روايت شوي دي،چې په ((کافي))کې د حضرت علي(ک)له خولې لولو: ((زه د ورځې يو ځل او هم د شپې يو وار رسول اکرم ته تلم او راسره به ګوښه کېده او چې چېرې به تله،زه به ورسره وم. ټول اصحاب پوهېدل،چې پېغمبراکرم يوازې له ما سره دغسې ليده کاته کوي او دغه کتنې زما په کور کې وې او آنحضرت (ص)به راکره راته. که زه به د آنحضرت کور ته ليدو ته تلم؛نو مېرمنې به يې له خونې دباندې لېږلې او يوازې له ما سره به يې خبرې کولې او که زما کور ته به راغى؛نو نه به فاطمه او نه کوم اولاد مې له خونې وته. په داسې ليدو کاتو کې، چې څه مې پوښتل،پوره ځواب يې راکاوه او چې چوپ به شوم او پوښتنې مې پاى ته ورسېدې؛نو آنحضرت به پخپله خبرې پيلولې،د قرآن هر آيت، چې پر آنحضرت(ص)نازل شوى ما ته يې لوستى او ښـوولى،په خپله مې ليکلى او د هغه تاويل و تفسير ناسخ و منسوخ،محکم و متشابهه او خاص و عام يې راښوولى او له خدايه يې وغوښتل،چې پر علي د پوهېدنې او ساتنې وس ولوروه. د پېغمبر تر دعا وروسته د قرآن مجيد هر آيت او چې څه يې راته املا کول او کښلم مې،هېر کړي مې نه دي)) د دې روايت تر دوام مخکې د زيد بن علي بن الحسين(١٢١س مړ)يو روايت راوړو، چې په دې اړه نيوکې ځوابوي : ((زيد بن علي وويل: اميرالمؤمنين وويل: ((د ورځې به چې جبرئيل پر آنحضرت (ص) د يوه څيز يا د چا په اړه،حلال و حرام او سنت يا هر ډول امر و نهى رانازلوه؛نو ما ته يې ښووله؛نو هله به خوب وړم)) زيد ته وويل شو: چې کله به دوى يو له بله لرې شول او د ډېر واټن له امله به يې ليداى نشول؛نو بيا يې څه کول؟زيد ځواب ورکړ: ((په کومو ورځو کې چې به ليده کاته نه کېدل؛نو دا ورځې به د پېغمبر يادې وې؛نو چې کله بيا علي ورته،ورته يې ويل: ((علي!پر پلانۍ ورځ پلانى مطلب راغلى او په پلانى ورځ،دغسې يو مطلب رانازل شوى دى)) په تېر روايت کې د علي(ک)خبرې راخلو: ((رسول اکرم(ص)راته ټول اوامر او نواهي،الهي حلال او حرام راوښوول، که دا په هماغه وخت پورې اړوند و او که په راتلونکې پورې او همدا راز له هغو څيزونو يې هم خبر کړم،چې په آسماني کتابونو کې پر تېرو پېغمبرانو نازل شوي ول او د خداى د طاعت او سرغړونې يې خبر کړي ول، ټول يې راوښوول . ما هم ټول خپل ذهن ته وسپارل او ان يو ټکى مې هم هېر نه کړ. بيا رسول اکرم(ص) خپل لاس زما پر سينه کېښود او له خدايه يې وغوښتل،چې زړه مې له پوهې،حکمت او رڼا ډک کړي.

  نامنظمې ناستې د دې ډول ناستو په اړه لاندې روايتونه لولو: ترمذي کاږي: له حضرت جابر بن عبدالله انصاري روايت شوى،چې ويلي يې دي: ((د طايف په غزا کې رسول اکرم،على(ک)راوغوښت او په ګوښه کې ورسره په خبرو شو،خلکو[په نيوکې]وويل:د خپل تره زوى علي سره يې پسپسکې څومره اوږدې شوى!!دا خبره،چې رسول اکرم ته ورسېده؛نو يې وويل: ((ما له ځانه ورسره پسپسکى نه دي کړي؛بلکې دا خداى دى،چې ورسره پسپسکې کوي)). ترمذي د دې حديث په توضيح او څرګندونې کې وايي: ((د خداى پسپسکې))؛يعنې خداى پېغمبر ته امر کړى،چې له علي سره پسپسکې وکړي. اوس ګورو،چې واقعاً څه مساله وه،چې رسول اکرم(ص)د خداى په امر،له علي(ک)سره او هغه هم د طايف په غزا کې پسپسکې کوي؟! ايا په دې ګوښه کېناستو کې،پوځي سلا مشوره وه؟حال داچې پېغمبر په جګړييزو چارو کې له ټولو سره مشوره کوله او له ځانګړي سړي سره يې مشوره نه کوله،چې د بدر،احد،خندق او....غزا کې دا مطلب په تاريخ کې ثبت شوى دى. نو له ناچارۍ بايد ومنو،چې دا ليده کاته او په څېر يې د هماغو منظمو ليده کاتو لړۍ ده.پر ځاى ده،چې ووايو،دا ليده کاته شونې ده، چې هماغه وي،چې((زيد بن علي بن الحسين))يې يادوي .

تردې ځايه پوه شو،چې منظمو او نامنظمو ناستو کې پېغمبراکرم (ص) علي(ک)ته اسلامي علوم؛ګروهې او احکام ورښوول او سپارل .

  نورو وصيانو ته الهي علوم وليکه د شيخ طوسي په امالي(٢/٥٦) بصائرالدرجارت (١٦٧مخ) او د شيخ قندوزي حنفي په ينابيع المودة (٢٠مخ)کې راغلي: احمد بن محمد بن على بن امام باقر له خپلو پلرونو روايت کوي: رسول اکرم،حضرت علي ته وويل: ((چې څه وايم،ويې ليکه))علي وپوښتل:رسول الله!وېرېږې،چې هېر به يې کړم؟ورته يې وويل:نه يې هېروې او له دې اړخ درباندې نه ډارېږم، له خدايه مې غوښتي،چې دا علوم دې په حافظه کې وساتل شي او په هېر اخته نشې؛بلکه[د خلافت په چارو کې]شريکانو ته دې يې وليکه. علي وپوښتل:رسول الله(ص)!شريکان مې څوک دي؟ رسول الله ورته وويل: ((ستا له ځوځاته امامان دي،چې له برکته يې پر امت مې د رحمت باران اوري . له امله يې دعا قبلېږي،د شتون له امله يې خداى زما له امته بلاګانې او افتونه لرې کوي او له امله يې له اسمانه پرې الهي لورنه رانازلېږي)) بيا يې به ګوته امام حسن ته اشاره وکړه او ويې ويل: ((دا يې لومړنى دى)). وروسته يې حسين ته اشاره وکړه او ويې ويل : ((امامان د دې له ځوځاته دي))   دوه ډله تبليغ چې خداى خپل پېغمبر ته وحې کوله،د تبليغ له اړخ يې په دوه ډوله وېشل کېږي: لومړى هغه برخه ده،چې د ويلو لپاره يې شرايط چمتو ول او آنحضرت (ص) مخامخ خلکو ته ويل . دويمه هغه برخه ده،چې تر پېغمبراکرم وروسته په زمانې کې پرې عمل وشي، چې دا برخه يې يوازې علي(ک)ته ښووله او علي دواړه برخې مطالب په بېل کتاب کې په خپل لاس کښل. دې کړلار دوام درلود،تر هغې چې د بېلتون او له پېغمبر سره د وحې د خداى پامانۍ وخت راورسېد. پېغمبر د ژوند په وروستيو شېبو کې په يوې مهمې ځانګړې ناسته کې وروستي الهي ښوونې امام علي(ک)ته ولېږدولې.

د ښوونې وروستۍ ناسته عبدالله بن عمروعاص(رض)وايې: رسول اکرم په وروستۍ ناروغۍ کې وويل: ((ورور مې راوبولئ)) علي ورته راغى. پېغمبر اکرم پرې خپل څادر واچو او پټ يې کړ او ځان يې پوره ورنژدې کړ او په ورو يې ورسره خبرې وکړې. ام سلمه رضى الله عنهما دا داستان داسې نقلوي: ((پر هغه قسم،چې دا سوګند پرې يادوم،په واقع کې علي وروستى تن و، چې له پېغمبر سره يې خبرې وکړې.ګهيځ مهال د آنحضرت پوښتنې ته ورغلو،په څو څو ځل يې پوښتل:((آيا علي راغى؟ آيا علي راغى؟)) فاطمې بي بي وويل: ((لکه چې هغه په کوم کار پسې لېږلى و!؟)) څه وخت وروسته علي راغى. پوهېدم،چې آنحضرت (ص) له علي سره څه کار لري؛ نو له نورو سره له خونې راووتو او په درشل يې کېناستو،زه تر نورو خونې ته نژدې وم،رسول اکرم خپل ځان پوره علي(ک)ته نژدې کړ او په راز لګيا شول.آنحضرت پر همدې ورځ وفات شول؛نو ځکه وروستي تن،چې ورسره خبرې وکړې علي(ک)و. خپله امام علي(ک)په دې اړه وايي: رسول اکرم په وروستۍ ناروغۍ کې وويل: ((ورور ته مې ووايه،چې راشي)) بيا يې وويل: ((رانژدې شه)). ورنژدې شوم.بيا يې راباندې ډډه ووهله او خبر ېي راسره کولې-داسې چې کله يې د خولې لاړې رارسېدې-تر دې چې د رحلت وخت يې راورسېد او زما په غېږ کې وفات شو. په تېرو احاديثو کې مو وکتل،چې رسول اکرم ټول اسلامي معارف او علوم علي ته املا کړل او په يوه کتاب کې يې هغه ته ډالۍ پرېښوول، چې د اسلام ټولګه د کښلي سند په توګه د خپل ځوځات امامانو ته وسپاري .   وصيان په مسلمانانو کې اسلامي شريعت خپروي

  • د جامعې يا د امام علي د کتاب قيصه

په کافي او بصائرالدرجات کې له ابوبصيره يو روايت شوى،چې موږ يې کټ مټ له ((کافي)) راخلو:

ابوبصير ويلي دي: امام جعفرصادق ته ولاړو،ورته مو وويل:ځار مو شم، پوښتم؛ايا دلته څوک شته،چې خبرې مې واوري؟)) امام تر څنګ خونې پرده يې وکاږله او سر يې دننه کړ او راته يې وويل: ((ابومحمده! وپوښته)).و مې ويل:ستا لارويان د احاديثو په ترڅ مدعي دي،چې رسول اکرم د علي پر مخ داسې يو ور پرانستى،چې زر نور ورونه ترې پرانستلېږي. امام ورته وويل: ((ابومحمده!موږ جامعه لرو او هغوى څه پوهېږي،چې جامعه څه ده))و مې پوښتل:ځار دې شم؛جامعه څه ده؟امام راته وويل: ((د رسول اکرم په ذراع يوه اويا ذراع اوږده صحيفه ده،چې د آنحضرت(ص)له مبارکو شونډو،چې هر څه راوتلي،هغه يې علي ته املا کړي او علي په خپل لاس کښلي دى.په دې صحيفه کې ټول حلال او حرام او هر څيز،چې خلکو ورته اړتيا درلوده او لري،په اړه يې خبرې شوي دي ان د بدن د پوټکى د سرسري ګرولو ديه)) بيا يې لاس زما پر اوږه کېښود او راته يې وويل: ((ابومحمده!اجازه راکوې))ځواب مې ورکړ: ځار دې شم، ستا په واک کې يم،چې څه غواړې ويې کړه.بيا يې په خپل لاس زما اوږې ته زور ورکړ او ويې ويل: ((ان د دې ديه!))او مطلب يې په غوسه ووايه. و مې ويل:پر خداى قسم،چې دا پخپله علم دى))

د امام علي د کتاب (جامعې) په اړه ګڼ شمېر روايتونه راغلي دي،چې موږ يې پر همدې يوه بسيا کوو. اوس په دې خبره لګيا کېږو،چې تر اميرالمؤمنين وروسته امامانو، د امام کتابونه په تېره بيا جامعه د خپل دوران له پاى ته رسېدو وروسته څرنګه بل امام ته امانت ورسپارله.

له امامانو سره د امام علي(ک)کتابونه

  • د امام حسن،امام حسين او امام سجاد مواريث

شيخ کليني په اصول کافي کې د سليم بن قيس روايت داسې راوړى : زه امام حسن ته د اميرالمؤمنين د وصيت شاهد وم.حضرت علي تر وصيت وروسته، حسين، محمد حنفيه،ټول زامن د شيعه و مشران او کورنۍ يې پرې ګواه ونيوه،بيا يې کتاب او خپله وسله خپل زوى امام حسن ته وسپارل او ويې ويل: ((زويه!رسول اکرم(ص) امر راکړى و،چې تا خپل وصي کړم او کتابونه او وسله مې دروسپارم؛لکه چې رسول اکرم زه خپل وصي کړى وم او کتابونه او وسله يې راوسپارله. همدا راز حکم يې راکړى،چې حکم درکړم،چې مرګ دې راورسېد،دا به دې خپل ورور حسين ته ورسپارې)) بيا اميرالمؤمنين حسين ته وويل: ((او رسول اکرم تا ته هم حکم کړى چې هغوى به خپل زوى علي بن الحسين ته ورسپارې)) بيا يې د علي بن الحسين لاس ونيو او ورته يې وويل: ((رسول اکرم تاته هم لارښوونه کړې،چې هغوى به خپل زوى ((محمد))ته سپارې او د رسول اکرم او زما له لوري ورته سلام ورسوه)) بيا په کافي او بصائرالدرجات کې دغسې راغلي دي،چې حمران وايي : له ابوجعفرامام باقر(ع)نه مې د هغې مهر او موم شوې صحيفې په اړه وپوښتل،چې له حضرت ((ام سلمې))بي بي سره په امانت اېښوول شوې وه او خلکو يې په اړه خبرې کولې.امام راته وويل: ((د رسول اکرم چې اجل راورسېد،علي د رسول اکرم علم،وسله او[د امامت له مواريثو] چې څه ورسره ول، په ميراث يووړل.[دا علوم،معارف او د رسول اکرم وسله همداسې له حضرت علي سره وه]تر دې،چې حسن او ورپسې حسين ته ورسېدل.هغه مهال،چې د دښمنانو له برلاسۍ ډارېدو؛ نو نيکه مې حسين دا څېزونه له حضرت ((ام سلمه)) بي بي سره په امانت کېښوول او بيا ترې علي بن الحسين واخستل)) ما ورته وويل: ډير ښه[نو ځکه]بيا ستا پلار ته ورسېدل او ورپسې تا ته. امام ځواب راکړ: ((هو همداسې ده !))

د امام محمدباقر مواريث په کافي،اعلام الورى،بصائرالدرجات او بحارالانوار کې د عيسى بن عبدالله له پلاره له نيکه يې داسې روايت دى: ((د امام سجاد د مړينې پر مهال،اولادونه يې ترې راټول ول او چې سترګې يې پر محمد بن علي(باقر)ولګېدې ورته يې وويل: ((محمده!دا صندوق واخله او خپلې خونې ته يې يوسه)) بيا يې امام خپلې خبرې ته دوام ورکړ او و يې ويل: ((په دې صندوق کې څه دينار او درهم نشته؛بلکې له علومو ډک دى)) له امام صادق (ع) روايت دى : ((مخکې تر دې،چې امام سجاد وفات شي، ټوکرۍ يا صندوق يې راوړ او خپل زوى ته يې وويل : محمده! دا صندوق يوسه.هغه هم صندوق په څلورو تنو يووړ.د امام سجاد تر وفات وروسته ترونو مې له صندوقه خپله برخه غوښته،امام باقر ورته وويل:پر خداى قسم ستاسې برخه پکې نشته،که ورکې واى؛نو پلار مې ماته نه راسپارله)) [بيا امام صادق زياتوي:]((په صندوق کې د رسول اکرم وسله او کتابونه ول))

د امام صادق مواريث په بصائرالدرجات (١٥٨مخ)کې له زُراره روايت دى،چې امام صادق وويل: ((لا امام باقر ژوندى و،چې هغه مواريث او کتابونه راولېږدول شول)) په قاموس الرجال (٤/١٥٤)کې راغلي : زراره ابوالحسن او نوم يې عبدربه د اعين زوى دى،چې له امام صادق يې روايتونه کړي او پر١٥٠ومړ.

د امام موسى بن جعفر مواريث د نُعماني په ((غيبت)) کتاب (١٧٧مخ) او د مجلسي په بحارالانوار (٤٨/٢٢)کې له "حماد صائع" روايت دى :...امام جعفرصادق امام کاظم ته اشاره وکړه چې: ((دا د علي د کتاب وارث او مالک دى))

د امام رضا مواريث په کافي،د مفيد په ارشاد،دشيخ نعماني په ((غيبت)) او بحارالانوار کې له امام کاظم روايت دى : ((علي مې مشر زوى،خورا ښه سړى او راته ګران دى او زما ترڅنګ جعفر ته ګوري،چې بې له پېغمبر يا وصي يې بل چا ورته نه دي کتلي))

امامانو"جامعې"ته مراجعه کوله

  • "جامعه" د امامانو مرجع کتاب و

امام علي بن الحسين زين العابدين لومړى امام و،چې د اميرالمؤمنين د کتاب په اړه يې خبرې کړي دي،چې دا مطلب په کافي،من لايحضره الفقيه،تهذيب،معانى الاخبار او وسايل الشيعه کتابونو کې راغلى دى، چې دلته موږ د کافي نقل راخلو: له "ابان بن تغلب" روايت شوى: علي بن الحسين د چا په اړه وپوښتل شو،چې د خپلې شتمنۍ د يوې برخې په باب يې وصيت کړى و(؛يعنې مبهم وصيت يې کړى و،چې له شتمنۍ مې يوه برخه په پلاني ځاى کې ولګوي؛خو اندازه يې ورته ټاکلې نه وه او د((شئ من مالى))عبارت يې ورته کارولى و) امام ورته په ځواب کې وويل: ((د علي په کتاب کې شپږمه برخه شمېرل کېږي)) همدار راز امام ويلي دي: ((د علي په کتاب کې راغلي :درې خويونه دي، چې خاوند يې تر هغې نه مري،چې په ژوندون يې زيان ونه مومي چې دا دي : سرغړونه،له خپلوانو سره پرېکړه او پر دروغو قسم)) امام باقر او امام صادق د دې کتاب متن ځينو يارانو؛ لکه زراره،محمدبن مسلم عمروبن اذينه ابوبصير، ابن بُکير عبدالملک بن اعين او متعب ته لوستى دى. همدا راز اهل سنتو ته يې هم پرانستى،چې لاندې روايت دې مطلب ته اشاره ده:نجاشي روايت کړى : عذافرحيرفي له حکم بن عُتيبه سره امام باقر ته ولاړل، حکم خبرې پيل کړې او مسالې يې مطرح کړې او امام سره له دې، چې حکم يې ښه نه ايسېده،پوښتنې يې ځوابولې، تردې چې د يوې مسالې په اړه يې ورسره اړپيچ پيدا شو[او حکم د امام ځواب نه مانه].په دې وخت امام خپل زوى ته وويل: ((پورته شه او د علي کتاب راوړه))کتاب يې راوړ، چې د اوږدې لړۍ په څېر رانغاړل شوى و . امام پرانست او تر ويينې لاندې موضوع يې پکې پيدا کړه او ويې ويل: ((دا د رسول اکرم(ص) املا او د علي ليک دى)) بيا يې حکم ته وويل: ((ابواحمده! ته او سلمه او ابوالمقدام ختيځ او لويديځ ته،چې ولاړ شئ او هر چېرې،چې ولاړ شئ، پر خداى قسم کوم،ډاډمن علم،چې له موږ کورنۍ سره دى او جبرئيل راکوز کړى، له بل هيچا سره به يې ونه مومئ)) . د نبوي کورنۍ امامانو کله د يوې مسالې حکم د امام علي له کتابه وايه او د کتاب نوم يې ياداوه او کله يې هماغه حکم بې د کتاب له يادولو ښووه، چې موږ دا مطلب د((معالم المدرستين))په دويم ټوک٣٤٤مخ کې شرح کړى دى. نو له همدې امله د نبوي کورنۍ د امامانو ټول احاديث ((واحد)) سند لري او احاديث يې له يوه بيخه راولاړ شوي دي او له پوره يورنګوالي برخمن دي. هشام بن سالم حماد بن عثمان او نورو روايت کړى،چې امام صادق ويلي: ((زما حديث،زما د پلار حديث دى او د پلار حديث مې،د نيکه حديث دى او د نيکه حديث مې،هماغه د حسين حديث دى او د حسين حديث،د حسن حديث دى او د حسن حديث د اميرالمؤمنين حديث دى او د اميرالمؤمنين حديث د رسول اکرم حديث دى او د رسول اکرم حديث د خداى تعالى خبره ده))

حضرت جابربن عبدالله له امام باقر وغوښتل،چې حديث دې راته وايه؛ نو سند يې وايه،امام ورته وويل: ((پلار مې،له نيکه له رسول اکرم له جبرئيل د خداى له لوري راته دغسې روايت وکړ او هر حديث مې همدغسې دى))  

له همدې امله امام صادق ((حفص بن نجتري)) ته وويل: ((چې څه دې له ما اورېدلي،کړاى شې هغه زما د پلار له اړخ روايت کړې او چې څه دې له ما اورېدلي،اجازه لرې د رسول اکرم له اړخ يې روايت کړې)) يو شاعر په دې باب څومره ښه ويلي دي:((له داسې کسانو سره دوستي وکړه او لار يې ونيسه،چې وينا او حديث يې دغسې دى: نيکه مې له جبرئيل،له خدايه روايت کړى دى)). په پايله کې،د نبوي کورنۍ امامانو امت دغسې پوهاوه،چې دوى (سپېڅلي امامان)په الهي علومو کې د پېغمبر وارثان دي او دا علوم حضرت علي(ک)په خپل ليک او د رسول اکرم په املا په ځانګړي کتاب کې راټول کړي دي.


  په اهلسنتو کې پر مهـــــــــــــــــدويــــــت ګروهه پر اماميه شيعه و،د خلفاوو ښوونځي د لارويانو يوه شبهه دا ده،چې: ((شيعه ګروهن دي،چې پېغمبراکرم(ص)دولس تنه خپل ځايناستي ښـوولي،چې لومړى يې علي بن ابيطالب او وروستى يې حضرت مهدي عليه السلام دى؛خو شيعيان چې پر کوم ((مهدي))ګروهن دي، د څه له پاسه دولسو سوو کالو راهيسې تر اوسه غيب دى؛نو په حقيقت کې خو په دې دومره موده کې اسلام،بې له لارښوده او مسلمين بې له مشره يا د پېغمبر له ځايناستي بې برخې دي.)) په ځواب کې وايو: پر مهدي ګروهه يوازې په موږ پورې اړوند نه ده؛ بلکې د خلفاوو د ښوونځي لاروي عالمان هم پرې ګروهن دي.دلته په دې اړه د خلفاوو د ښوونځي له کتابونو صحيح او سم روايات راوړو:   پر امام مهدي عليه السلام ټول مسلمانان ګروهن دي چې په دې اړه ديني سرچينو ته مراجعه کوو او څه پوښتنې ګروېګنې چې وي، ځان پرې پوهوو: مهدي د حضرت پېغمبر همنومى دى په سنن ترمذى،سنن ابوداوود او نورو کتابونو کې له رسول اکرم(ص) روايت کوي،چې يې ويلي دي: ((نړۍ به تر هغې پاى ته ونه رسي،چې له اهل بيتو مې يو همنومى سړى د عربو واکمن شي))(١) مهدي له اهل بيتو دى د حاکم نيشابوري په مستدرک،د امام احمد حنبل په مسند او په نورو کتابونو کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضي الله عنه روايت شوى، چې رسول اکرم(ص)وويل: ((قيامت تر هغې نه راځي،چې ځمکه له تېري او دښمنۍ تر خولې نه وي ډکه شوې؛بيا له اهل بيتو مې يو وګړى راپاڅي او له عدله يې داسې ډکوي؛لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه.))[٢] د ابن ماجه په سننو کې[ابواب جهاد]له حضرت ((ابوهريره)) رضي الله عنه روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،خداى تعالى هغه ورځ اوږدوي،چې له اهل بيتو مې يو سړى واکمنى ته ورسي او د ديلم او قسطنطيه د لوړو واکمن شي)) همدا راز د همدې کتاب په ((ابواب فتن))[باب خروج مهدي]او د امام احمد حنبل په مسند او نورو کتابونو کې له امام علي(ک)روايت کوي چې رسول اکرم وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى او خداى يې په يوه شپه کې پاڅون ته چمتو کوي)). د حاکم په مستدرک کې له حضرت ((ابوسعيدخدري)) رضى الله عنه روايت شوي،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له اهل بيتو دى؛ پوزه يې اوږده راښکلې اوږد مخ او نوراني تندى لري،چې ځمکه له عدله ډکوي، چې له ظلم او تېري ډکه شوې وه))

مهدي د فاطمې(س) له ځوځاته دى د ابو داوود په سننو کې له حضرت ((ام سلمى)) بي بي روايت دى،چې وامې ورېدل،رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زما له کورنۍ او د فاطمې له اولادې دى)) او په کنزالعمال (لومړى چاپ٧/٢٦١)کې له حضرت علي(ک)روايت شوى،چې رسول اکرم(ص)وويل: ((مهدي زموږ له سړيو دى؛ د فاطمې له اولادې))

مهدي د حسين عليه السلام له اولادې دى په ذخائرالعقبى(١٣٦مخ)کې له حضرت ((ابوايوب انصاري))رضي الله عنه روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: ((د دې امت مهدي به له دې دواړو؛يعنې حسن و حسين زېږولېږي)) او همدا راز په ذخايرالعقبى کې له حضرت ((حذيفه)) روايت شوى، چې پېغمبراکرم وويل: ((که له نړۍ يوازې يوه ورځ پاتې نه وي،هغه ورځ به اوږده شي،چې له اولادې مې (يو) همنومى راپاڅي)) حضرت سلمان فارسي رضى الله عنه وويل: ((يا رسول الله!له کوم اولاد دې؟)) ورته يې وويل: ((له دې زوى مې))؛او پر حسين يې خپل لاس کېښود.

مهدي د امام حسن عسکري زوى دى د اهل سنتو ځينې عالمان،امام مهدي د امام حسن عسکري زوى ګڼي چې يو شمېر يې دا دي. ١-علامه شيخ ابوبکر،احمدبن حسين بن علي بيهقي نيشاپوري شافعي فقيه(٤٥٨ل س مړ)په خپل کتاب(شُعَب الايمان)کې ليکي: ((خلکو د مهدي په اړه اړپيچ کړى او ټولو خوله نيولې او پوهه يې د هغه عالم ته پرېښې او ګروهن دي،چې هغه د رسول اکرم(ص)د لور فاطمې له اولادې دى،چې خداى هر وخت وغواړي،پيدا کوي يې او د خپل دين مرستې ته يې رالېږي . او يوه ډله وايې: موعود مهدي د٢٥٥ل س د شعبان پر پينځلسمه د جمعې پر ورځ زېږېدلى او هغه هماغه امام دى،چې په حجت قايم منتظر محمد بن حسن عسکري ملقب دى،چې په سامرا کې سرداب ته ننووتى او د خلکو له ليده پټ شوى دى او خپل پاڅون ته سترګې پر لار دى.هغه راښکاره کېږي او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري او ځورونې ډکه شوې ده.د حضرت عيسى بن مريم،خِضر و حضرت نوح(عليهم السلام)په څېر اوږد عمرى او پېر يې غځېدلى دى)). د حضرت مهدي د اوږد عمرۍ په اړه وايو،قرآن د حضرت نوح(ع)د عمر په باب وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ (عنکبوت/١٤)= او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال داچې دوى [مشرک] ظالمان ول . ))

له بېرۍ تر راکېوتو وروسته يې هم نور درې سوه او پنځوس کاله عمر وکړ؛ نو ځکه په ټول کې يې عمر ديارلس سوه کالو ته رسي. 

حال داچې،همدا اوس د حضرت مهدي عمر تر١٢٠٠کالو لږ دى او د حضرت خضر عليه السلام عمر تر دې ډېر دى،پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دغسې استدلال کوي. ٢-شيخ محي الدين ابو عبدالله محمد بن علي بن محمد،په ابن حاتمي طايي اُندلسي شافعي مشهور(٦٣٨ل س مړ) چې د شام په ((صالِحيه)) کې يې زيارت دى،د خپل کتاب((فتوحاتو))په٣٣٦باب کې ليکي: ((پوه شئ،چې مهدي(ع) به په رښتيا راپاڅي؛خو پاڅون به يې هله وي، چې ‌ځمکه له تېري او ځورونې تر پوزې راغلې وي او هغه به يې له قسط او عدله ډکه کړي، که د نړۍ له عمره يوازې يوه ورځ پاتې وي،خداى دا ورځ دومره اوږدوي،چې دا خليفه ولايت ته ورسي.هغه د رسول الله (ص) له ځوځاته دى،د فاطمې له اولاده،نيکه يې حسين بن ابيطالب دى، پلار يې ((حسن عسکري)) د امام علي نقي زوى،د امام محمد تقي زوى،د امام علي بن موسى الرضا زوى، د امام موسى کاظم وزى،د امام جعفرصادق زوى،د امام محمد باقر زوى،د امام زين العابدين زوى،د امام حسين زوى،د علي بن ابيطالب زوي(رضى الله عنهم)د رسول اکرم همنومى دى او مسلمانان به[په کعبه کې]د((رکن))او (د ابراهيم عليه السلام)د مقام تر منځ ورسره بيعت کوي. څېره يې رسول اکرم(ص)ته ورته ده او خُلق و خوى يې هغه ته نه دى؛ځکه په خويونو کې د رسول اکرم(ص)سيال نشته،چې خداى وايي: ((وَإِنَّكَ لَعَلى خُلُقٍ عَظِيمٍ (قلم/٤)= او په رښتيا،چې ته ستر خويونه لرې .)) تندى يې پراخ او پوزه يې لوړه ده،له کوفې يې ښه ډېر ياران دي.بيت المال مساوي ويشي او له خلکو سره په عدالت چلېږي؛لکه چې يو تن راځي او وايي: ((مهدي!پېرزو راباندې وکړه))او د مهدي په مخ کې له پرتې شتمنۍ يې،دومره جيبونه او څادر ډکوي،چې وړاى يې شي)) بيا يې په ځانګړنو او ځينو کړنو لګيا کېږي. دا چارې ((ابن خبان)) په ((اسعاف الراغبين))کې د((نورالابصار))په لمنليک کې هم راوړي دي. ويلي يې دي:د امام مهدي په ځانګړنو کې شيخ محي الدين دا شعر ويلى،چې په ((فتوحاتو))کې هم راغلى دى: هغـــــه،همــــــاغه سيــــــد او د آل احــــــــمد مهـــدي دى هغه،هماغه هنـدي توره ده،چـې[دښمنۍ]له منځه وړي هغه،هماغه لمـــر دى،چـې هر غم او تيارې لــرې کــــوي او هغــــه،هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي. په ينابيع المودة(٤٦٧مخ)کې راغلي: شيخ محي الدين عربي په مکيه فتوحاتو(٣٣٦باب)د مهدي آخرالزمان د وزيرانو مقام يادوي او وايي: ((هغه له اهل بيتو دى او د خداى يو خليفه دى،چې پاڅون کوي،حال دا چې ځمکه له تېري او ځورونې ډکه شوې وي او هغه پکې قسط و عدل خپروي او که له نړۍ يوازې يوه ورځ هم پاتې نه وي،خداى(ج)يې دومره اوږدوي،چې د پېغمبر له ځوځاته يو تن واکمنۍ ته ورسي. د ((رکن)) او ((مقام)) تر منځ ورسره بيعت کېږي او کوفه وال ډېر راماتېږي. شتمنۍ مساوي ويشي له ولس سره په عدالت چلېږي،قضاوت-ورمندون پاى ته رسوي او چې څوک يې و نه مني،وژل کېږي، جګړه مار ورسره خوارېږي. اسلام لکه څنګه چې دى،پلى کوى يې؛داسې چې که رسول اکرم(ص)هم ژوندى واى،هماغسې يې کول . مذاهب له منځه وړي او يوازې سوچه دين به پاتې کېږي.دښمنان يې د((اهل راى))عالمانو لارويان دي،چې په زوره به يې حکم ته غاړه ږدي؛ځکه چې له ځواکمنۍ يې ډارېږي او په ورسره څيزونو يې زړه تړلى دى.په شتون يې عام مسلمانان خوشحاله دي او عارفان او اهل حقايق د کشف او شهود له مخې ورسره بيعت کوي. الهي انسانان ورسره دي،چې بلنه مني او ملاتړ يې کوي،هغوى يې وزيران دي،چې د هېوادنيو چارو پېټى يې پر اوږو وړي)). همدا راز وايي: ((هغه،هماغه ښاغلى او د آل محمد مهدى او هماغه پسرلنى باران دى،چې په پېرزو ورېږي،هغه تاييد شوى او مضبوط خليفه دى،چې د څارويو په خبرو پوهېږي،عدالت يې په پېريانو او انسانانو کې خپرېږي.وزيران يې عربان نه دي؛خو په عربي به خبرې کوي. د وزيرانو ساتندويان به د دوى له خپل خېله نه وي.مهدي هېڅکله د خداى له حکمه سرغړونه نه کوي،سوچه ( د خداى د دين)مرستندوى او خورا غوره امين دى.)) همدا راز د((اسعاف الراغبين))کتاب په١٣١مخ کې د((نورالابصار))په لمنليک کې راغلي: ((پوه شه،چې د مهدي په پاڅون کې شک نشته، هغه د امام علي بن ابيطالب رضى الله عنه-زوى او د رسول الله(ص)همنومى دى.مسلمانان د((رکن))او((مقام))تر منځ ورسره بيعت کوي، څېره يې د رسول اکرم په څېر ده او خوى يې د هغه څېر نه دى؛ ځکه په خوى کې هېڅوک د رسول الله(ص)سيالېداى نشي.د کوفې اوسېدونکي تر نورو يې ډېر ملاتړ کوي،شتمني يو رنګ ويشي او له ولس سره په عدالت چلېږي. خضر يې په مخ کې روان وي او پينځه يا اوه يا نهه کاله ژوند کوي.له رسول اکرم لاروي کوي او بيخي ګناه نه کوي،داسې پرښته لري،چې ټينګ يې ساتي.روم په اويا زرو مسلمانانو په تکبير ويلو سوبوي . خداى خوار شوى او (په فکر او کړنوکې) مړ شوى اسلام عزتمن او ژوند کوي.د((جزيي)) حکم جاري کوي او په ځواک د خداى لوري ته رابولى،چې څوک يې (بلنه) ونه مني وژل کېږي او چې څوک جګړه وکړي خوارېږي.حکم يې د سوچه اسلام له مخې او له ځانه له نظريې ورکولو لرې دى او په ډېرى احکامو کې له علماوو سره اړپېچ کوي؛نو له دې امله عالمان ترې خپه کېږي؛ځکه په دې ګومان دي،چې د هغوى له امامانو وروسته يې کوم مجتهد پيدا کړى نه دى)) بيا زياتوي: ((پوه شه مهدي، چې کله راپاڅي، خاص و عام مسلمانان پرې خوشحالېږي او هغه الهي انسانان لري،چې بلنه يې منلې او ملاتړ يې کوي.هغوى يې وزيران دي،چې د واکمنۍ درنې چارې تر سره کوي او خداى،چې پر مهدي څه ژمنې ايښي، وزيران يې په اړه مرستندويان دي. حضرت عيسى بن مريم عليهما السلام د دمشق د ختيځ په سپينه مناره کې پرې په داسې حال کې راکېوځي،چې په خپلو دوو ښي او کيڼو پرښتو به يې ډډه وهلي وي.د هغه په زمانه کې د دمشق په چاپېريال کې له ونې سره ((سفياني)) وژل کېږي او لښکر يې په بېديا کې ډوبېږي)) او په مشارق الانوار(١٠٤مخ،دويم څپرکي)کې هم همدا عبارت راغلى دى. همداراز قاضي حسين بن محمدبن حسن د پاربکري مالکي(٩٦٦س مړ)په خپل کتاب ((تاريخ الخميس)) دويم ټوک٣٢١مخ کې دا مطلب په لنډو او په الفاظو کې(پر څه)اړپېچ راوړى دى. ٣-شيخ کمال الدين ابوسالم محمد بن طلحه حلبي شافعي (٦٥٢يا٦٥٤س مړ) په خپل کتاب ((مطالب السول)) (د ايران د١٢٨٧س چاپ،٨٨مخ) کې ليکي: ((دولس باب د ابوالقاسم محمدبن الحسن الخالص بن علي المتوکل بن محمد القانع بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن علي زين العابدين بن الحسين(الشهيد)بن علي المرتضى اميرالمؤمنين بن ابيطالب په اړه دى،هماغه مهدي (چې) د خلف حجت او صالح منتظر دى،چې د خداى اسلام،رحمت او برکتونه دې پرې وي)) بيا يې دا بيتونه راوړي دي،چې پښتو مفهوم يې دا دى: ((په رښتيا،چې دا د خلف حجت خداى تاييد کړى دى او موږ ته يې د حق کړنلار ښووولې او نېکۍ يې ورکړي دي. او په عزتمنې کورنۍ کې يې د درناوي وړ ګرځولى دى او د لورنې په سترو جامو کې يې رانغاړلى دى. او رسول اکرم يوه خبره کړې،چې موږ روايت کړې ده. او که عالم د رسول اکرم(ص)د خبرې پر مانا پوه شي؛نو مومي،چې د((مهدي))په اړه رارسېدلي روايتونه يوازې پر همدې مسمى تطبېقېږي،چې د هغه تړاو،ځانګړنې او نوم اخستل يې په ډاګه ويلي دي. او د پېغمبراکرم دا وينا((چې له موږه دى،زما د بدن د ټوټې؛له زهرا دى)) د مهدي د څېرې او مقام د پېژندو لپاره بسيا دي. او تېرې بېلګې،چې مې وويلې؛نو هېڅوک به ورته و نه رسي؛نو که ووايي: ((هغه مهدي دى))نو د خپلې خبرې به پوروړى شوى نه وي)) تر شعر وروسته وايي:د نبوت له اصيلو جوړو يې ځان موړ کړى او له پاتې جامو نه يې څښلي او د هغوى له ځوښا يې ځان خړوب کړى دى او شريعت پرې پاى ته رسېدلى دى،په خورا غوره نسب پورې تړاو لري او د ښيون(هدايت)مېوه يې له هماغه کانه راخستې ده. هو،هغه د پاکلمنې زوکړى دى،هماغه چې د رسول اکرم د بدن ټوټه ده او رسالت يې بنسټ دى؛هغه بنسټ،چې د عناصرو او اصولو اشرف دى. زوکړه يې په ((سر من راى)) (سامرا) پر(٢٥٨س)د رمضان پر٢٣مه وه او پلار يې((الحسن الخالص))او مور يې((ام ولد))،چې له نومو يې((صيقل))او((حکيمه))وو. خو خپل نوم يې((محمد)) کنيه يې((ابوالقاسم))او القاب يې ورته ((حجت)،((صالح خلف))او((منتظر))ويل شوي دي.بيا هماغه احاديث راوړي،چې موږ راوړي او جوتوي،چې هغه هماغه ((موعود منتظر مهدي)) دى. په پاى کې د حضرت((مهدي))د غيبت او اوږد عمر په اړه،چې څه نيوکې شوي،ځواب يې ورکړى دى. ٤-شيخ شمس الدين يوسف بن قزاعلي حنفي بن عبدالله په سبط ابن الجوزي مشهور(٦٥٤ي مړ)په خپل کتاب تذکرة خواص الائمه(٨٨مخ د ايران چاپ د١٢٨٧س لومړى چاپ)د حسن بن على بن محمدبن علي بن موسى بن جعفربن محمدبن علي بن الحسين بن علي بن ابيطالب په څپرکي کې ليکي: ((مور يې ام ولد وه،چې په ((سوسن)) هم يادېده او کنيه يې ابومحمد او عسکري هم ويل شوې ده. حضرت پر٢٣١س په ((سرمن راى))کې زيږدېدلى او پر٢٦٠س د معتمد عباسي خلافت پر مهال په نهه ويشت کلنۍ کې مړ شوى دى. بيا وايې: ((او له اولادونو يې يو ((محمد))امام دى...هغه محمدبن حسن بن علي بن محمد...بن علي ابيطالب دى.کنيه يې ابوعبدالله او ابوالقاسم دى،هغه د خلف حجت،صاحب الزمان،قائم منتظر او وروستى امام دى)). زياتوي:عبدالعزيز بن محمود بن بزاز له ابن عمره روايت کوى،چې رسول اکرم وويل: ((په وروستي وخت به زما له اولادې يو راپاڅي،چې نوم يې زما نوم او کنيه يې زما کنيه ده او ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له تيري ډکه شوې ده او هغه مهدي دى)) سبط ابن الجوزي وايي: ((دا يو مشهور حديث دى او ابوداود او زهري له علي(ک)روايت کړى دى)) زياتوي : ((هغه ته ذوالاسمعين وايي: او محمد او ابوالقاسم.ويلي يې دي،مور يې ام ولد،چې په صيقل هم يادېده)). ٥-شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف بن محمد قرشي ګنجي شافعي (٦٥٨س مړ)په خپل کتاب[البيان فى اخبار صاحب الزمان ٢٥باب،٣٣٦مخ]کې جوتوي،چې د مهدي عليه السلام پايښت شونى دى،وايي: ((مهدي د حسن عسکري زوى دى او د غيبت له پيله تر اوسه ژوند،شته او پاتې دى)).همدا مطلب په ينابيع المودة(٤٧١مخ)کې هم راغلى دى. امام بخاري په خپل صحيح (٣/٣٥٧د١٣٧٢س د هند چاپ)له حضرت ابوهريره(رض)روايت کوي،چې رسول اکرم وويل: ((څرنګه به وي،چې عيسى بن مريم په تاسې کې راکوز شي او امام مو خپل وي؟)) همدا حديث ابن ماجه په خپلو سننو(٢/٢٦٧مخ)کې د امام بخاري په همدې عبارت راوړى دى. په الحاوي للفتاوي (٢/١٦٧)کې راوړي دي،چې ابوداود او ابن ماجه په خپلو اسنادو له ((ابوامامه باهلي))روايت کړى،چې رسول اکرم وويل: ((رسول الله راته وينا وکړه او له ((دجال))او کړنو يې خبر کړو)) تر دې چې وايي: ((او امام يې صالح نارينه دى، چې کله د ګهيځ لمانځه ته ځي،ناڅاپه عيسى بن مريم راکېوځي او هغه امام د ګهيځ پر لمانځه ولاړ وي،چې شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي او د لمانځه امامت وکړي؛نو دلته عيسى خپل لاس د هغه پر وليو ږدي او وايي: ((مخکې ولاړ شه او لمونځ ورکړه،چې تاته اقامه شوى دى)) او امام يې له هغوى سره لمونځ کوي.)) را وروسته حديث د((الملاحم و الفتن))[لومړى ټوک، ١٨٦باب ، ٥٤مخ ] ليکوال د ابونعيم له((فتن))کتابه او ده دا حديث له ابوامامه باهلي روايت کړى دى،چې وايي: ((رسول اکرم د د جالو په اړه وينا وکړه)) ام شريک وويل: ((رسول الله!نو مسلمانان به پر هغه ورځ چېرې وي؟)) ويې ويل: ((دجال په بيت المقدس کې راوځي او هغه ځاى محاصره او را ايساروي او پر هغه ورځ د مسلمانانو امام يو صالح نارينه دى . ورته ويل کېږي : د ګهيځ لمونځ وکړه او چې تکبير ووايي او هغه لمانځه ته مخکې شي؛نو عيسى بن مريم له آسمانه راکوزېږي او چې کله دا امام هغه وپېژني؛نو پر لمانځه ولاړ،شاته کېږي،چې عيسى بن مريم رامخې ته شي؛نو عيسى پر وليو يې لاس ږدي او ورته وايي: ((لمونځ وکړه،چې درته اقامه شوى دى)) او عيسى ورپسې لمونځ کوي.)) او په مشارق الانوار(٢/٣٢٢)کې وايي: ((عيسى د هغه[امام مهدي]په زمانه کې د دمشق د ختيځ پر سپينه مناره د شپې په وروستيو کې راکېوځي او مهدي راځي او ورسره پاتې کېږي او ګهيځ مهال خلک ترې د لمانځه د امامت هيله کوي؛خو هغه ډډه کوي او وايي: ((امام مو خپل دى)) او مهدي د دې امت او د پېغمبر د کرامت له امله يې پر عيسى مخکې کېږي)) له دې حديثه او بېلګو يې راڅرګندېږي،چې حضرت عيسى(ع)په مهدي عليه السلام پسې د لمونځ کولو ته اوږد مهاله ژوندى پاتې کېږي؛نو ځکه د امام مهدي ژوندي پاتې کېدل څه لرې چار نه دى؛لکه څنګه چې عيسى(ع)ژوندى پاتې کېږي.پېغمبراکرم ويلي: ((چې څه تېرو امتونو کې پېښ شوي دى،زما په امت کې به هم پېښ شي))؛نو لکه څنګه چې عيسى(ع)له تېرو امتونو ژوندى پاتې دى،امام مهدي هم ژوندى او پاتې دى. مسلمانانو ته د((خضر او الياس))عليهماالسلام ژوندي پاتې کېدل ثابت دي او لکه څنګه چې خداى تعالى خضر(ع)ته اوږد عمر ورکړى؛نو غوښتي يې دي،چې امام مهدي(ع)هم ژوندى وي او پاتې شي؛ځکه چې د ځمکې پر مخ د خداى حجت دى او که نه وي ځمکه پر خپل ځاى نه پاتې کېږي؛نو ځکه د ځمکې پايښت د هغه دشتون له امله دى. په تذکرة خواص الائمه(٣٧٦مخ،د نجف چاپ)کې له سدى روايت دى چې: ((مهدي له عيسى بن مريم سره يو ځاى وي او چې د لمانځه وخت شي؛نو مهدي،عيسى ته وايي: ((مخکې شه)).عيسى وايي: ((ته دې لمانځه ته وړ يې او عيسى ورپسې درېږي)) بيا له خپل نظره په هغو دلايلو لګيا کېږي،چې حضرت عيسى(ع)په امام مهدي پسې لمونځ وکړ او ورپسې خبره ډېر اوږد عمروته غځوي او د امام مهدي د ژونديتوب او پايښت خبره پياوړې کوي او وايي،چې تر اسلام مخکې د دې چار بېلګې هم وې. ګنجي شافعي په کناية الطالب (٣١٢مخ)کې وايي: ((د ابومحمد حسن عسکرى زوى تر هغه وروسته امام دى. دا (امام حسن عسکري)پر ٢٣٢س په ربيع الاول کې په مدينه کې دنيا ته راغى او پر٢٦٠س د ربيع الاول پر اتمه پر٢٨کلنۍ کې ومړ او په سامرا کې د خپل پلار امام هادي سره په څنګ کې خاورو ته وسپارل شو او زوى يې منتظر امام ځايناستى شو)) ورپسې وايي: ((ډېر ژر به يې ژوند ليک وکاږم)) وروسته يې د((البيان فى اخبار صاحب الزمان))کتاب و کښله،چې چاپ شوى هم دى.)) ٦-جلال الدين محمدبلخي په ((مولوى)) مشهور[٦٧٢س مړ]د شيخ سليمان قندوزي حنفي (ينابيع المودة٤٧٣مخ)د اهل بيتو او امام مهدي په باب شعرونه ويلي چې: ((له کتابه وکښل شي. )) ٧-شيخ کامل صلاح الدين صفدي (٧٦٤س مړ)په ((شرح الدائره))کې کاږي: ((موعود مهدي له دولس ګونو امامانو،هماغه (وروستى)امام دى،چې لومړى يې زموږ ښاغلى علي او وروستى يې مهدي(رضى الله عنهم و نفعناالله بهم)دى)) ٨-شيخ ابوعبدالله اسعد بن علي بن سليمان عفيف الدين يافعي يمني شافعي (٧٦٨س مړ)پخپل کتاب ((مرآة الجنان))(دويم ټوک، ١٠٧ او ١٧٢مخونه، د١٣٢٨س د حيدرآباد چاپ)کې ليکي: ((پر٢٦٠س شريف عسکري ابومحمدحسن[بن علي بن محمدبن علي بن موسى الرضابن جعفرصادق]د اماميه شيعه و د ګروهنې له مخې له دولس ګونو امامانو،يو امام ومړ،هغه د منتظر[امام]پلار د سرداب خاوند دى، چې په عسکري پېژندل کېږي او پلار يې هم په همدې نوم پېژندل کېده.هغه د جمعې پر ورځ د ربيع الاول پر شپږمه ومړ-ځينو اتم او ځينو نورې ورځې ښوولي دي-او په سامرا کې د خپل پلار تر څنګ خاوروته وسپارل شو)) ٩-علامه سيد علي بن شهاب الدين همداني شافعي(٧٨٦س مړ)په خپل کتاب((مودة القربى في المودة العاشره))کې د امام مهدي د شتون په اړه ډېر احايث راوړي،چې په وروستي وخت کې به راښکاره کېږي او ځمکه به له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلمه تر خولې راغلې ده. ١٠-شمس الدين ابوعبدالله محمدبن احمدذهبي شافعي(٨٠٤س مړ) په خپل کتاب (دُوَل الاسلام١/١٢٢ د١٣٣٧س کال حيدرآباد چاپ) کې کاږي: ((امام مهدي د امام حسن عسکري له اولاده دى،هغه ژوندى پاتې کېږي،چې خداى ورته د پاڅون اجازه ورکړي او ځمکه به له قسط و عدله ډکه کړي؛لکه چې له ظلم او ځورونې ډکه شوې ده)) ١١-شيخ جمال الدين احمدبن حسين بن علي بن مهنا(٨٢٨س مړ)په خپل کتاب((عمدة الطالب))[د نجف د١٣٢٣س چاپ، ١٨٦ او ١٨٨مخونه]کې کاږي : ((خو[امام]علي هادي،چې د سامرا په پوځي غونډ کې د اوسېدانې له امله په ((عسکري)) مشهور شوى و،مور يې ام ولد د اخلاقي ښو ځانګړنو او ذکاوت خاونده وه. متوکل هغه سامرا ته بوت،هلته و،چې مسموم او ورپسې شهيد شو. دوه اولادونه يې درلودل،چې يو يې امام ابومحمدحسن عسکري دى،چې په زهد او پوهه کې د سترې مرتبې خاوند و،هغه د امام محمدمهدي پلار د اماميه شيعه و دولسم امام دى او پر وړاندې يې هماغه قائم منتظر دى،چې د نرګس په نامه ام ولده دې دنيا ته راغلى دى. ١٢-شيخ شهاب الدين دولت آبادي (٨٤٩س مړ) په تفسير او مناقبو کې ډېر تاليفات لري،چې يو يې((هداية السعداء))دى،چې پکې يې د امام حسن عسکري د زوى امام مهدي په اړه احاديث راوړي،چې امام مهدي،له نظرونو پټ شوى او د اوږد عمر خاوند دى؛لکه چې نور مؤمنان عيسى،الياس او حضر(عليهم السلام) اوږد عمرونه لري او له کفارو هم دجال،شيطان او سامري. ١٣-شيخ علي بن محمدبن احمد مالکي مکي،په ابن صباع مشهور (٨٥٥س مړ)په خپل کتاب[((الفصول المهمة))،دولسم باب،٢٧٣ او٢٧٤مخونه] کې د امام مهدي د ژوند په باب څرګندونې کړي،د زوکړې وخت او د مور (نرګس) نوم يې راوړى دى: ((ابوالقاسم محمدالحجة بن الحسن الخالصي په سامرا کې په نيمه شپه د شعبان پر پينځلسمه پر ٢٥٥س وزېږېد او د پلار او مور له اړخ يې نسب دا دى:ابوالقاسم محمدالحجه بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدباقر بن علي (زين العابدي) بن الحسين بن علي بن ابيطالب او مور يې د نرګس په نامه ام ولدې وه،چې خورا غوره وينځه وه او ويل کېږي،چې نور نومونه يې هم درلودل؛کنيه يې ابوالقاسم او لقب يې حجت،مهدي،خلف،منتظر قائم او صاحب الزمان دى او ښه مشهور يې مهدي دى. ځانګړنې يې دا دي : په قد کې برابر ځوان، ښکلى، ويښان به يې پر اوږو پراته وي،پوزه يې لوړه او تندى يې پراخه او نوراني دى،کارمند يې محمدبن عثمان دى او د معتمد همعمرى دى)) حديث پوهانو په ښکاره پورته کومې ځانګړنې، چې ابن صباع راوړي،دا يې نيکه ((محمد رسول الله)) ښوولي دي. ابن صباع زياتوي: ((له هغو عالمانو،چې د امام مهدي د حالاتو په باب کتابونه کښلي،يو هم شيخ جمال الدين ابوعبدالله محمدبن ابراهيم په نعماني مشهور دى،چې د امام مهدي د غيبت او اوږد غيبت په اړه يې کتاب کښلى دى.)) همدا راز زياتوي: ((حافظ ابونعيم د امام مهدي په اړه څلوېښت ځانګړي احايث راټول کړي دي او شيخ ابوعبدالله محمدبن يوسف ګنجي شافعي يې په اړه د ((البيان فى الخبار صاحب الزمان)) کتاب کښلى دى. ١٤-د افغانستان ستر عالم او مشهور شاعر شيخ نورالدين عبدالرحمن بن احمدبن قوام الدين په جامي شافعي مشهور (٨٩٨س مړ،او زيارت يې په هرات کې دى) په خپل کتاب ((شواهد النبوه)) کې د دولسم امام،د امام مهدي په اړه خبرې کړي او د هغه حالات او کرامات يې بيان کړي دي او ليکي: ((هغه به ځمکه له قسط و عدله ډکه کړي)). بيا يې د زوکړې داستان د امام مهدي له ترور حکيمې او نورو راخلي،چې کله امام وزېږېد؛نو پر ځنګنو کېناست او د شهادت ګوته اسمان ته ونيوه او پرنجى يې وکړ او ويې ويل: ((الحمدلِلِه رب العالمين)). همدا راز جامي په هغو وګړيو لګيا شوى،چې امام مهدي يې ليدلى دى او د هغه چا يادونه هم کوي،چې له امام حسن عسکري دي ، د ځايناستي په اړه پوښتلي او وايي: ((امام کور ته راننووت او بهر شو او څوارلسمې سپوږمۍ په څېر درې کلن ماشوم ورسره و او وښتونکي ته يې وويل:که الهي ارزښت دې نه واى،دا زوى مې نه درښووه،چې نوم يې د رسول الله (ص) او کنيه يې هم!هغه به ځمکه له عدله ډکوي؛ لکه چې له ظلم او تېري ډکه شوې ده.)) همدا راز د هغه چا کيسه راخلي چې: ((امام حسن عسکري ته تلل او تر هغه وروسته د ځايناستي په اړه يې پوښتي او امام ورته وايي: ((پرده راکاږه،چې يې وکاږله؛نو امام مهدي يې وليد)) همداراز هغه کيسه هم راخلي: ((معتمد عباسي يا معتمندعباسي د امام مهدي د نيولو لپاره يوه ډله د امام حسن عسکري کور ته استوي؛ خو له ډله هغه نو مومي او سرداب ته ننووتل او هغه د سرداب په وروسته کې له اوبو ډک،د اوبو پر مخ ويني او چې غواړي و يې نيسي،په اوبو کې ډوبېږي او نيواى يې نشي . عباسي چارواکى يې له پېښې خبر کړ هغه ورته وايې،چې څه مو ليکلي پټ يې کړئ او وايي:که دا حال مو چاته ووايه؛نو وژنم مو هغوى هم دا پېښه د خليفه تر ژونده پټوي.)) ١٥-شيخ عبدالوهاب بن احمدبن علي شعراني (٩٧٣يل٩٦٠س مړ) په خپل کتاب ((اليواقيت و الجواهر)) [١٤٥مخ،د١٣٠٧س د مصر چاپ] کې ليکي: ((پينځه شپېتم بحث د دې په بيان کې،چې سپېڅلي شارع د قيامت له ټولو شرطونو خبر ورکړى،چې ټول حق دي او بايد د قيامت تر راتلو مخکې پېښ شي،چې له دې د مهدي (ع) پاڅون هم دى، هغه د امام حسن عسکري له زامنو دى،چې د ٢٥٥س د شعبان په نيمايي کې دنيا ته راغلى دى او تر هغې به ژوندى وي،چې له عيسى بن مريم سره يوځاى شي او عمر يې تر اوسه،چې کال ٩٨٥س دى،٧٦٦ کاله دى)) شعراني زياتوي: ((دا پېښه، چې له شيخ حسن عراقي سره وم، راته وويله (شيخ په مصر کې ښخ دى) چې ورسره وم او زموږ شيخ ((سيد على الخواص)) هم ورسره ومنله)) ١٦-شهاب الدين احمد بن حجر هيثمي شافعي د مکې هستوګن (٩٩٣س مړ) په خپل کتاب ((الصواعق المحرقه)) [١٢٧مخ،د ١٣٠٨ س د مصر چاپ] کې د دولس ګونو امامانو د حالاتو په شرح کې ليکي: ((ابومحمدحسن خالصي پر ٢٣٢س دنيا ته راغلى،چې له مشهورو کراماتو يې په سامرا کې د استسقا داستان دى . دا د يوه نصراني عالم داستان دى،چې د ځينو پېغمبرانو هډوکي ورسره ول،چې بهر به يې راوړل،باران ورېده او چې پټول يې؛نو باران درېده او امام پرې پوه شو او هډوکي يې ترې واخستل او چې راهب څومره دعا وکړه باران و نه ورېده او خلکو له اشتباه راووتل او د مسيحي ملا په چل پوه شو)) زياتوي: ((امام حسن عسکري په سامرا کې تر مړينې عزتمن او د درناوي وړ و او د خپل پلار (علي الهادي) تر څنګ ښخ شو او ٢٨ کلن و)) همدا راز وايي: ((هغه يوازې يو زوى پرېښود او هغه ابوالقاسم حجت و او د پلار د مړيني پر مهال پينځه کلن و،چې خداى پرې حکمت ولوراوه . هغه قايم او منتظر نومېږي او ويل کېږي، چې پټ شوى او معلوم نه دى،چې چېرې تللى دى)) . ١٧-شيخ عبدالله بن محمدعامرشبراوي شافعي (١١٥٤ س مړ) په خپل کتاب ((الاتحاف بِحُب الاشراف))[١٧٨مخ،د ١٣١٦ س د مصر چاپ] کې کاږي: ((يولسم امام،حسن خالصي په عسکري مقلب دى، چې پر ٢٣٢س د ربيع الاول پر اتمه په ٢٨ کلنۍ کې ومړ . په شرافت کې يې همدومره بس دى،چې امام مهدي منتظر يې زوى دى. د امام عسکري مړينه په سامرا کې وه او قبر يې د خپل پلار تر څنګ دى او تر ځان وروسته يې دولسم امام ځايناستى کړ؛ابوالقاسم محمد، حجت، امام زاده،امام،چې پر ٢٥٥ س د شعبان په نيمايي کې د خپل پلار تر مړينې پينځه کاله مخکې دنيا ته راغى او داچې سخت پېر و او له عباسي خلفاوو ډار و؛نو پلار يې زوکړه پټه ساتله؛ځکه هاشميان د واکمنو تر تعقيب او څارنې لاندې ول؛هغوى يې بنديان او وژل او له منځه يې وړل؛ځکه هغوى د رسول اکرم له احاديثو پوهېدلي ول،چې امام مهدي د ظالمانو واکمني له منځه وړي . امام محمد،حجت او په مهدي،قائم،منتظر،صالح خلف او صاحب الزمان ملقب دى،چې خورا مشهور يې مهدي دى. نو ځکه شيعه وايي: ((دا هماغه دى،چې سم روايتونه يې په وروستي وخت کې په اړه خبر ورکوي او اوس هم شته د مهدي د نسب لړۍ،چې دا ده:محمدحجت بن الحسن الخالصي بن علي الهادي بن محمدالجواد بن علي الرضا بن موسى الکاظم بن جعفرصادق بن محمدالباقر بن زين العابدين بن امام الحسين (د امام حسن ورور) بن اسدالله غالب علي بن ابيطالب رضى الله عنهم اجمعين)) ١٨-شيخ حسن عراقي (د مصر په کُرم الرئيس کې ښخ دى) د امام مهدي پر شتون منښته کوي او وايي: ((امام يې ليدلى دى)) شعراني په لواقح الانوار فى طبقات الاخبار (دويم ټوک،د مصر ١٣٠٥س چاپ) کې کاږي: ((شيخ حسن عرقي د خپلې ګرځېدنې (سياحت) په ترڅ کې له امام مهدي سره ليده کاته کړي دي او عمر يې ترې پوښتل شوى او ځواب يې اورېدلى،چې ((زويه ! عمر مې همدا اوس ٦٢٠ کاله دى)) شعراني وايي: ((دا مې خپل استاد علي الخواص ته وويل،چې د مهدي-رضى الله عنه-له عمر سره يې توافق وښود . )) د امام مهدي د عمر په اړه وايو چې: قرآن مجيد (عنکبوت/١٤) د حضرت نوح عليه السلام د عمر په اړه وايي: ((وَلَقَدْ أَرْسَلْنَا نُوحًا إِلَى قَوْمِهِ فَلَبِثَ فِيهِمْ أَلْفَ سَنَةٍ إِلَّا خَمْسِينَ عَامًا فَأَخَذَهُمُ الطُّوفَانُ وَهُمْ ظَالِمُونَ =او په رښتيا موږ نوح د هغه قوم ته [په رسالت] ولېږه؛نوح د هغوى په منځ کې نهه سوه او پنځوس كاله تېر کړل؛خو په پاى كې (د خپل ظلم له امله) توپان او نېز لاندې کړل،حال دا چې دوى [مشرک] ظالمان ول . )) نوح (ع) تر توپان او بېړۍ راوتو وروسته،هم درې سوه او پينځوس کاله عمر وکړ؛نو ځکه ټول عمر يې ديارلس سوه کاله کېږي،حال داچې همدا اوس د حضرت امام مهدي (ع) عمر تر ١٢٠٠ کالو لږ دى او د حضرت خضر (ع) عمر تر دې ډېر دى ؛پر شيعه و سربېره د اهل سنتو يو شمېر عالمان هم دا استدلال مطرحوي .




د امامت په باب د شيعه علماوو رسمي نظر  

آيت الله العظمى جعفر سبحاني په "په منشور عقايد اماميه" کې ليکي :

امامت او خلافت پېغمبر اکرم (ص)د اسلام د شريعت په تبليغ او د فاضله مدينې په تاسيس کي د 23کلونو ډېرو هڅو او کوښښونو څخه وروسته، د يوولسم هجري کال په لومړنيو ورځو کي سترګې له دې نړۍ څخه وتړل. د هغه حضرت په تلو سره، که څه هم وحی او نبوت پای ته ورسېد او نور به نه پېغمبر راشي او نه به د نوي شريعت بنسټ کېښودل شي، امّا هغه دندې (د وحی د رسولو د مسئوليت نه پرته) چې د پېغمبر په اوږه باندي وې په مسلّمه توګه پای ته نه وې رسېدلي، او په پايله کي لازمه وه د هغه حضرت د مړينې څخه وروسته، يو پوه او آزاد شخصيت، د پېغمبر د خليفې او ځايناستې، او د مسلمانانو د امام او لارښود تر عنوان لاندي. د دغې دندې ترسره کول په هره زمانه کي په غاړه واخلي. دا مطلب د ټولو مسلمانانو له خوا منل شوی دی، که څه هم د پېغمبر د ځايناستې د ځينو صفاتو په باره او د هغه د ټاکنې په لاره کي د شيعه او اهل سنت تر مينځ اختلاف نظر شتون لري. په لاندي کي لومړۍ د شيعه د معنا د تبيين او د هغه د پيدايښت د تاريخ ورکړنه کوو او بيا په امامت باندي د اړوندو بحثونو څېړنه کوو. «شيعه» په لغات کي د لاروي او پيرو په معنا ده او په اصطلاح کي د مسلمانانو هغې ډلې ته ويل کېږي چې د پېغمبر اکرم (ص)له مړينې وروسته د اسلامي ټولنې رهبري د حضرت علي (ک) او د هغه د معصومو اولادونو حق بولي. د تاريخ په شهادت سره، ګران پېغمبر اکرم (ص) د خپل ژوند په اوږدو کي په مختلفو مواردو کي په ډېرو ځلو سره د علي (ک) د فضايلو او مناقبو او هم وروسته له ځانه د هغه د رهبرئ خبرې مينځ ته راوړل. او د غه توصيې او سپارښتې سبب شوي وې چې د مستندو روايتونو سره سم، همغه د پېغمبر په زمانه کي، يوه ډله د علي (ک) شا او خوا ونيسي او د علي (ک) د شيعه په نامه وپېژندل شي. دغه ډله د پېغمبر د رحلت نه وروسته په خپله همغه مخکيني عقيده باندي پاتې شول او وګړيز او ډله ايز مصلحتي فکرونه يې د رهبري په باب کي د خدای د رسول پر تنصيص باندي مخ ته نه کړ، او دغسي و چې يوه ډله د خدای د رسول په زمانه او د هغه د وفات څخه وروسته د شيعه په نامه وپېژندل شول. په دې مطلب باندي د ملل او نحل د ليکوالانو په وينا کي هم اشاره او تصريح شوی دی. نوبختي (وفات 310هـ) ليکي: «شيعه هغو کسانو ته ويل کېږي چې د خدای د رسول په زمانه او وروسته له هغه نه، علي (ک) يې په خلافت او امامت منلي او د نورو څخه بېل شوي او په هغه پوري تړل شوي دي». ابو الحسن اشعري وايي: د دې لامل چې دغې ډلې ته شيعه وايي دا دی چې دوئ د علي لاروي کړي او هغه د نورو اصحابو څخه وړاندي کوي. شهرستاني ليکي: شيعه هغه کسان دي چې په ځانګړي توګه د علي (ک) لاروي کوي او د هغه په امامت او خلافت باندي د نص او وصيت له لارې ويونکي دي. نو په دې اساس شيعه، د اسلام د تاريخ څخه پرته، او د اسلام د پيدايښت له مبدأ نه بله سرچينه نه لري، او په حقيقت کي، اسلام او تشيع د يوه سکې دوه مخه يا د يوې څېرې دوې نيمي څيرې دي چې په يوه زمانه کي زېږېدلي دي. په شپږ اتيايم اصل کي به راشي چې پېغمبر د خپل د ښکاره بلنې په لومړنيو ورځو کي، بني هاشم يې را ټول کړل او د علي خلافت او وصايت يې هغوئ ته اعلان کړ، او وروسته له هغې نه هم په مختلفو پړاونو کي، په تېره بيا د غدير په ورځ د هغه خلافت يې رسماً اعلام کړ. هوکې، تشيع نه د سقيفه‌والو د هملاسۍ زېږېده ده او نه د عثمان د وژنې د پېښو او نورو افسانو محصول دی، بلکې دغه پخپله پېغمبر و چې وار وار د خپل آسماني لارښوونو په واسطه د تشيع تخم د لومړي ځل د پاره د اصحابو په زړونو کي وپاشل او د زمانې په تېرېدو سره هغې ته وده ورکړ او يوه ډله د کرامو اصحابو څخه لکه سلمان او اباذر يې شيعه ونومول. اسلامي مفسرينو د إِنَّ الَّذِينَ آمَنُوا وَعَمِلُوا الصَّالِحَاتِ أُولَئِكَ هُمْ خَيْرُ الْبَرِيَّةِ (بينه/٧) د آيې په تفسير کي نقل کړي دي چې پېغمبر اکرم (ص)وفرمايل: د دې آيې څخه مقصد علی او د ده شيعيان دې. د تاريخ په کتابونو کي دعلي (ک) د شيعيانو نومونه د اصحابو او تابعينو څخه چې د پېغمبر اکرم (ص)څخه وروسته د هغه پر بې فصله خلافت باندي معتقد ول، راغلي دي چې د هغوئ د نومونو راوړل په دې لنډيز کي نه ځاييږي. تشيع په نوموړي مفهوم سره، د نړۍ د ټولو شيعيانو په مينځ کي يو ګډ لار دی چې د نړۍ په مسلمانانو کي يوه لويه برخه جوړوي. شيعيان د تاريخ په اوږدو کي د نورو اسلامي مذهبونو سره اوږه په اوږه د اسلام په خپورلوو کي لويه ونډه تر سره کړې ده: د ډول ډول پوهنې لومړنې ډبرې يې ايښي، او د مهمو دولتونو بنسټونه يې کېښودلې، او بشري ټولنې ته يې ډېر لوړ علمي او ادبي او سياسي شخصيتونه وړاندي کړي دي، او دغه دی د نړۍ په زياتو سيمو کي حضور لري. لکه څنګه چې په راتلونکي اصولو کي به اثبات کړو، د امامت مسئله يوه الهي او سماوي مسئله ده او د پېغمبر ځای ناستۍ بايد پېغمبر ته د الهي وحی له لارې وټاکل شي. امّا د دې موضوع د نقلي او شرعي دلايلو د ورکړنې څخه مخکي، دا فرضيه رامينځ ته کوو چې هېڅ ډول شرعي نص په دې باره کي په لاس کي نشته. په دې بڼه کي، بايد ووينو د هغې زمانې د شرايطو په پاملرنې سره د عقل حکم څه شی دی؟ روغ عقل حکم کوي چې که يو مصلح وګړی د خپل د طاقت وړونکو زيارونو په واسطه د کلونو کلونو په اوږدو کي يوه طرحه پلی کړي او نوې روده او اسلوب د بشري ټولنې لپاره ابداع کړي، په طبيعي توګه بايد د نوموړي طرح او رودې د پايښت او دوام لپاره، بلکې د هغه د ودې او پياوړتيآ د تدبير په فکر کي واوسيږي، او په هېڅ وجه سمه نه ده چې يو شخص په ډېرو زيارونو سره، د يوه ودانۍ بنسټ کښېږدي امّا د راتلونکي خطرونو څخه د هغه د ساتنې لپاره، هېڅ ډول مخنيوۍ تر سره نه کړي او د دغې ودانۍ د ساتنې لپاره متولّي او مسئول معرّفی نه کړي. ګران پېغمبر د بشريت د نړۍ د سترترينو شخصيتونو څخه دی چې د خپل د شريعت په راوړلو سره يو ژور اوښتون د بشريت په نړۍ کي او د يو بشپړ نوي تمدن بنسټ کېښود. په مسلّمه توګه هغه حضرت، چې تل پاتې شريعت يې بشر ته عرضه کړه او پخپله زمانه کي يې بشري ټولنه رهبري کړ، د احتمالي راتلونکي آفتونو او خطرونو څخه د دې شريعت د ساتنې او همدا راز د تل پاتې امّت د هدايت او ادارې لپاره، د يو تدبير فکر يې کړی دی او د ځان څخه وروسته د رهبرۍ څرنګوالۍ يې بيان کړی دی، ځکه هېڅکله معقول نه دی هغه د يو تل پاتې شريعت بنسټ کښېږدي، امّا د ځان څخه وروست د هغه د رهبرۍ لپاره چې د شريعت د پايښت ضامن دی، هېڅ طرحه و نه ښيي. هغسي پېغمبر چې د بشر د نېکمرغۍ په اړوند کوچني ترينې مسئلې يې و نه سپمول، څنګه معقول دی د اسلامي ټولنې د رهبرۍ په مورد او د هغه څرنګوالي نه، چې د کليديو او د بشر د برخليک جوړوونکو مسئلو څخه دی، خبره و نه کړي او لار ښوونه ور نه کړي، او په حقيقت کي اسلامي ټولنه بې تکليفه خوشي کړي؟! نو له دې کبله، دا ادّعا چې ګران پېغمبر اکرم (ص) خپلې سترګې له دې نړۍ څخه پټې کړې او د ځان څخه وروسته د رهبرۍ په باره کي يې هېڅ خبره نه ده کړې، د منلو وړ نه دی. د اسلام د لومړنيو ورځو تاريخ ته مراجعه کول او د پېغمبر اکرم (ص)په زمانه کي د سيمې او نړۍ د موجودو شرايطو په نظر کي نيولو سره، په ښکاره ډول سره د امامت د منصب لپاره د تنصيص لزومتيا ثابتوي. ځکه د هغه حضرت د وفات په وخت کي، درې ګوني او مثلث ډوله خطر د اسلام دين يې ګواښول: د دې خطر دمثلث يوه ضلعه د روم امپراتوري (ټولواکي)، او بله ضلعه د ايران امپراتوري، او دريمه ضلعه د منافقينو کورني ډلې تشکيلول. د لومړني ضلعې د خطر په اهميت کي همدغه بس دی چې پېغمبر تر وروستۍ ترينې شيبې د هغه له فکر څخه خلاص نه و، او په همدې علت په همغه ورځو بلکې د خپل د عمر په آخرني ساعتونو کي يو لوئ پوځ يې د زيد بن اسامه په مشرۍ د روميانو سره د جګړې لپاره ولېږدول او سرغړوونکي يې ښېرا کړل. دويمه ضلعه هم بد فکره دښمن و چې د پېغمبر ليک يې څيري کړ او د يمن حاکم ته يې وليکل چې پېغمبر ونيسي او يا يې سر له تنه غوڅ کړي او ده ته ور وليږي، او په پای کي د دريم خطر په باب کي هم بايد وپوهېږو چې دغه ډله په پرله پسې توګه په مدينه يا د هغه نه په بهر کي د پېغمبر ځوروونکي ول او د خپل په راز راز توطئو سره د هغه زړه يې خوږول او د قرآن په مختلفو سورو کي د هغوئ د خنډ اچونو په باره کي ډېري خبرې شوي دي، تر هغه ځايه چې يوه سوره په قرآن کي، د دوئ په نامه او د هغوئ د بدو فکرونو او کړنو په باره کي ده. اوس دا پوښتنه کېږي، آيا د دغسي خطرناکه مثلث په شتون سره دا صحيح دی چې پېغمبر اکرم اسلامي امت او د اسلام دين، چې دښمن له هرې خوا د هغه په کمين کي ناست ول، بې رهبره او بې لارښوده په خپل حال باندي خوشي کړي؟! بې له شکه پېغمبر پوهېده چې د عربو ژوند، ټبريزه ژوند دي، او د ټبرونو د وګړو په مينځ کي د ټبر د مشرانو په هکله تعصّب د دوئ له روح سره اخښل شوی دی. نو له دې کبله، د لارښود ټاکنه د دغسي خلکو غاړې ته پرېښودل، د څو ډله ايزي او د ټبرونو د شخړي تومنه به وي، او دښمن له دې اختلاف څخه به ګټه پورته کړي. د همدغې حقيقت په اساس دی چې شيخ الرئيس ابو علي سينا وايي: «د ځايناستي تعيينېدل د پېغمبر له خوا پر هغه باندي د نص له لارې، واقع ته نژدې تره ده، ځکه د ځايناستي په تعيينولو سره هر ډول شخړه او اختلاف له بېخه کښل کېږي». اوس چې ثابت شو د پېغمبر حکمت او پوهه دا ايجابول چې له ځانه وروسته د اسلامي امت د رهبرۍ په باره کي پر ځای او مقتضي ګام پورته کړي، بايد وليدل شي د هغه حضرت د تدبير او درملنې څرنګوالی څنګه و؟ دلته دوه نظريې شتون لري چې د هغو د څېړنې او نقد ورکړنه کوو: 1. ګران رسول الله، د خدای تعالی په امر، يو ممتاز وګړی يې چې د اسلامي امت د رهبري وړتيا يې لرلې وه غوره کړی او هغه يې د خپل د ځايناستي په عنوان خلکو ته معرفي کړی دی. 2. پېغمبر، د رهبر او لارښود ټاکنه د خلکو پر غاړه باندي اېښودلی دی چې له هغه نه وروسته، دوئ پخپله يو وګړی وټاکي، او دا مطلب يې بيان کړی دی. اوس بايد وليدل شي د دې دوې نظريې نه کوم يو د کتاب او سنت او د پېغمبر له سيرې او د اسلام له تاريخ څخه لاس ته راځي؟ د پېغمبر اکرم (ص) په ژوند کي ځيرتيا ـ له هغې ورځې نه چې مامور شو خپل شريعت خپل نژدې خپلوانو ته او بيا ټولو خلکو ته اعلام کړي، د هغه حضرت د مړينې تر شېبې پوري ـ دا مطلب قطعي کوي چې هغه حضرت د ځان څخه وروسته د خليفې پر ځانګړنو په وار وار باندي تصريح کړی دی او په اصطلاح سره د رهبري په مسئله کي يې د «تنصيص» روده غوره کړې ده نه د «خلکو د ټاکنې» روده. دا مطلب د نوموړو چارو سره په لاندي کي ثابتيږي: د بعثت له پيل څخه د درې کالو له تېرېدو نه وروسته، خدای تعالی پېغمبر مامور وګرځول چې خپله بلنه ښکاره کړي. او د وَأَنْذِرْ عَشِيرَتَكَ الأقْرَبِينَ (شعراء/٢١٤) آيه په دې باره کي نازله شوه. پېغمبر د بني هاشم مشران راټول کړل او وفرمايل: ما ستاسو لپاره د دنيا او آخرت خير راوړی دی. خدای ما ته امر کړی دی چې تاسو هغه ته را وبولم. په تاسو کي کوم يو د دې دين په خپرولو کي زما سره مرسته کوي تر څو زما ورور او وصي او ځايناستی په تاسو کي وي؟ هغه حضرت درې ځلې يې دا خبره تکرار کړه او په هر ځل کي يوازي علي (ک) خپل چمتوالی اعلام کړ. په دې وخت کي پېغمبر اکرم (ص) وفرمايل: «انّ هذا أخي و وصيّي و خليفتي فيکم». ګران پېغمبر اکرم (ص) په مختلفو مواردو کي، د اميرالمؤمنين منزلت او مقام د ځان په پرتله، همغه د هارون مقام او منزلت د موسی په پرتله بللی او د هارون له مقاماتو څخه يوازي يو مقام يې (چې د نبوت مقام دی) د علي (ک) څخه سلب کړی دی او تواتر ته نژدي په يو حديث کي فرمايلي دي: «يا علي أَنتَ منّي بمنزلة هارون من موسی الاّ انّه لا نبیّ بعدي». د قرآن کريم په نص، د موسی په زمانه کي هارون د نبوت ، خلافت او د وزارت د مقام لرونکی و، او د منزلت حديث ـ د نبوت له مقام نه پرته ـ د هارون ټوله مقامات د علي (ک) لپاره ثابتوي. په طبيعي توګه که د هغه(ع) لپاره له نبوت نه پرته د ټولو مقاماتو اثبات مقصد نه وه، د نبوت استثنا ته هېڅ اړتيا شتون نه درلود. ګران پېغمبر اکرم (ص)، خپل اهل بيت د نوح بېړۍ ته تشبېه کوي چې هر څوک په هغه کي کښېناست وژغورېد او هر څوک چې د هغه سره مخالفت وکړ په طوفان کي ډوب شو، لکه څنګه چې فرمايي: «ألا انّ مَثَلَ أهل بَيتي فيکم مَثَلُ سَفينَةِ نوح في قَومِهِ مَن رَکِبَها نَجی وَ مَن تَخَلَّفَ عَنها غَرق» . پوهېږو چې د نوح بېړۍ، دطوفان څخه د انسانانو لپاره يوازينۍ ملجأ او پناه ځای و. نو له دې کبله د سفينې د حديث سره سم، د پېغمبر اهل بيت د هغو بدو او نا خوندو پيښو څخه چې څه ډېر به د انسانانو د انحراف او ګمراهي سبب ګرځي، د امت د ژغورنې لپاره يوازينۍ پناه ځای دي. پېغمبر اکرم (ص)خپل اهل بيت د کلمې د وحدت او د اختلاف څخه د امت د لېريتوب سبب ښوولی دی او فرمايلي دي: «النجُومُ أمانٌ لِاَهل الاَرضِ مِنَ الغَرق و أهلُ بَيتي أمانٌ لِأُمّتي مِنَ الاِختِلاف، فاِذا خالَفَتها قَبيلةٌ مِن العَرَب اختلفوا فصاروا حزب ابليس» : همغه راز چې ستورې د ځمکې د اهل لپاره په سمندر کي د ډوبېدو څخه د ژغورنې وسيله ده (ځکه، څوک چې په بېړيو کي په سمندرونو کي مسافرت کوي د وَبِالنَّجْمِ هُمْ يَهْتَدُونَ (نحل/١٦) په حکم باندي د څپو په مينځ کي د ستورې په وسيله لاره پيدا کوي او د سمندر غاړې ته رسيږي)، زما اهل بيت هم د امت د دوه ډلې کېدو څخه د ژغورنې تومنه دي. که د عرب څخه يوه ډله د هغوئ سره په مخالت باندي وپاڅيږي، په اختلاف باندي به اخته او په پايله کي به د شيطان د ګوند (حزب) له جملې څخه به وګرځي. د ثقلين حديث، د اسلامي د متواترو احاديثو څخه دی چې د فريقين عالمانو هغه په خپلو حديثي کتابونو کي نقل کړی دی. پېغمبر په دې حديث کي اسلامي امت ته په خطاب کي فرمايی: «په تاسو کي دوه ګران بيه شيان د امانت په توګه پرېږدم او ځم»، او بيا يې په دواړو باندي په يوه ټوټې سره منګولې ټينګول د امّت د هدايت تومنه او د هغو دواړو څخه د يوه نه ليري کېدل او مخه ګرځول د ضلالت تومنه ګڼي، لکه څنګه چې فرمايي: «اِنّي تارِکٌ فيکُمُ الثَقَلَين کتابَ الله وَ عِترَتي أَهلَ بَيتي ما اِن تَمَسَکتُم بِهِما لَن تَضِلُّوا أبداً وَ لَن يَفتَرِقا حَتّی يَرِدا عَلَیّ الحَوضَ». دا حديث، د اهل بيت علمي مرجعيت د قرآن کريم سره اوږه په اوږه په ډاګه ثابتوي، او پر مسلمانانو باندي لازم ګرځوي چې په ديني چارو کي، يو ځای د خدای په کتاب او د اهل بيت په لارښوونو منګولې ولګوي. امّا څه ډېر د خواشينۍ ځای دی چې ځينې کسان پرته د اهل بيت له دروازې څخه ټولې دروازې وهي، ! د ثقلين حديث، چې شيعه او سني د هغه په نقل کي اتفاق لري، کولای شي د نړۍ ټوله مسلمانان د يو امّت په بڼه را ټول کړي، ځکه، که د پېغمبر څخه وروسته د ځايناستي او د امت د سياسي واکمن په تعيينولو کي، فريقين يو د بل سره اختلاف درلودلی او په دې مسئله کي د تاريخ په لاس ته راوړنو کي په دوه ډلو باندي وېشل شوي وي، په علمی مرجعيت کي هېڅ دليل د تفرقې لپاره شتون نه ده درلودلی او بايد ـ د دغه متفق عليه حديث سره سم ـ ټوله سره يو لاس او يو ږغ وي. په اصولي توګه د خلفاوو د خلافت په زمانه کی هم علمي مرجعيت، په عملي توګه د علي (ک) لپاره و او په ديني چارو کي اختلافونه د علي (ک) په واسطه له مينځه تلل. په حقيقت کي له هغې ورځې څخه چې د پېغمبر اهل بيت  د مرجعيت له ډکر نه څنډې ته وتنبول شول، فرقه ګرايي او ډله ډله کېدل هم پيل شو او بې شمېره کلامي ډلې يو په بل پسې مېنځ ته راغلل. په تېر شوو احاديثو کي ګران پېغمبر اکرم (ص) کله په کلّي بڼه او کله هم په مشخصه توګه، خپل ځايناستی يې په ښکاره ډول سره معرفي کړی دی، هغسي چې د هغو نه هر يو پر با خبره او حقيقت لټونکي وګړو باندي حجت تماموي. په عين حال کي هغه حضرت د دې لپاره چې خپل پيغام ليري او نژدې د ټولو مسلمانانو غوږونو ته ورسوي او په دې سيمه کي د هر ډول ترديد او تشکيک لاره په بشپړه توګه بنده کړي، د حجة الوداع څخه د راستنېدو په وخت کي د غدير خم په نامه په يوه سيمه کي تم شو او خپلو هم لارو ته يې وفرمايل د خدای له لوري ماموريت لري چې يو پيغام دوئ ته ورسوي؛ هغسي الهي پيغام چې د لويې دندې د ترسره کولو څخه يې حکايت کول او که چېرې ترسره نه شي، پېغمبر خپل رسالت نه ده ترسره کړې. لکه څنګه چې فرمايي: يَا أَيُّهَا الرَّسُولُ بَلِّغْ مَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ مِنْ رَبِّكَ وَإِنْ لَمْ تَفْعَلْ فَمَا بَلَّغْتَ رِسَالَتَهُ وَاللَّهُ يَعْصِمُكَ مِنَ النَّاسِ إِنَّ اللَّهَ لا يَهْدِي الْقَوْمَ الْكَافِرِينَ (مائده/٦٧): «ای د خدای رسوله هغه څه چې ستا د پالونکي له خوا پر تا باندي نازل شوی دی ابلاغ يې کړه، او که دغه ماموريت ترسره نه کړې خپل رسالت دي نه ده ترسره کړې، او خدای تا د خلکو (له شر) څخه خوندي کوي». او بيا يې يو منبر د پيغبر لپاره جوړ کړ او هغه حضرت په منبر باندي وخوت او خلکو ته يې وويل: په نژدې راتلونکي زمانه کي د حق بلنې ته به لبيک ووايم، تاسو زما په باره کي څه واياست؟ په ځواب کي وويل: شهادت ورکوو تا د خدای دين موږ ته را ورسول او خير غوښتنه دي وکړه او ډېره هڅه دي وکړه، خدای دي تاته د خير جزا درکړي. بيا يې وفرمايل: آيا د خدای پر وحدانيت، او زما په رسالت، او د قيامت د ورځې په واقعيت باندي شهادت ورکوئ؟ ټوله مثبت ځواب ورکړل. بيا يې وفرمايل: زه ستاسو نه مخکي (د کوثر) پر حوض باندي واريدېږم، وګورئ زما د دوه ګران بيه ځايناستي سره به څه چلند وکړئ؟ يو چا پوښتنه وکړه: مقصد دي د دوه ګران بيه ځايناستي څخه څه شی دی؟ پېغمبر ځواب ورکړ: يو يې د خدای کتاب او بل يې زما عترت دی، او لطيف او خبير خدای ما ته خبر راکړی دی چې دغه دواړه يو له بل څخه نه بېليږي تر څو د قيامت په ورځ د حوض تر څنګ ما ته راورسيږي. له هغه دواړو څخه وړاندي مه ځئ چې هلاک به شئ، او له هغوئ څخه مه جلا کېږئ چې هلاک به شئ. په دې وخت کي يې د علي (ک) لاس ونيو او پورته يې کړ تر هغه ځايه چې ټوله حاضرينو هغه دواړه ليدل، او بيا يې داسي وفرمايل: «أيهاالنّاسُ مَن أولی النّاسِ بالمُؤمِنينَ مِن أنفُسِهِم؟»: څوک پر مؤمنينو باندي له هغوئ نه اولی (د اختيار خاوند تره) دي؟ په ځواب کي يې وويل: خدای او د هغه پېغمبر ښه تره پوهيږي. پېغمبر اکرم (ص) وفرمايل: «اِنّ الله مولایَ و أنا مَولَی المؤمنين و أنا اولی بِهم مِن أنفُسِهِم»: خدای زما مولا دی، او زه هم د مومنينو مولا يم، او زه پر مومنينو باندي له هغوئ نه د اختيار خاوندتر يم. وروسته يې درې ځله وفرمايل: «مَن کُنتُ مَولاهُ فَعَليٌ مَولاهُ»: هغه څوک چې زه د هغه مولا يم، علي هم د هغه مولا دی. او بيا يې زياته کړه: «اللّهم والِ مَن والاهُ وَ عادِ مَن عاداهُ و أحِبّ مَن أحَبَّه و أبغِض مَن أبغَضَهُ و انصُر مَن نَصَرَهُ و اخذُل مَن خَذَله، و أدِر الحَقّ مَعهُ حَيثُ دارَ، ألا فَليُبَلِّغ الشاهد الغائب»: پالونکيه، دوست ولره هغه څوک چې د علي دوستي لري او د هغه چا دښمن و اوسه چې د علي سره دښمني کوي، او مهربان واوسه د هغه چا سره چې د علي سره مهرباني کوي او خواشينی شه پر هغه څوک چې پر علي باندي خواشينی کېږي او مرسته وکړه د هغه چا سره چې د علي سره مرسته کوي او خوار وګرځوه هغه څوک چې علي خوار ګرځوي، او حقّ له هغه سره او د هغه په مدار باندي وګرځوه. حاضرين دي دغه مطلب غائبينو ته ورسوي. د غدير حديث د متواترو احاديثو څخه دی او د حديث روايت کوونکي، له صحابه او تابعين او اسلامي محدثونو څخه، په هره پېړۍ کي هغه په متواتره توګه نقل کړی دی. 110 کسه له صحابه‌وو څخه، 89 کسه له تابعينو څخه، 350 کسه له اسلامي عالمانو او محدثينو څخه د غدير حديث نقل کړی دی، او په دې تواتر سره، د دې حديث په اصالت او اعتبار کي هېڅ ترديد شتون نه لري. همدا راز د عالمانو څخه يوه ډله د غدير د حديث په باره کي يې په جلا توګه کتابونه ليکلي دي، چې په دې مينځ کي، جامع ترينه کتاب چې د حديث سندونه يې يو ځای را ټول کړي دي، د الغدير، شريف کتاب دی چې د علاّمه عبدالحسين اميني (1320ـ1390هـ. س) په واسطه ليکل شوی دی. اوس بايد وليدل شي د پېغمبر د مولا اوسېدنې، او د علي د مولا اوسېدنې څخه مقصد څه شی دی؟ ډېري قرينې شهادت ورکوي چې د دې تعبير څخه، زعامت او رهبري مقصد دی، چې د هغو په ځينو باندي اشاره کوو: الف ـ د غدير په ماجرا کي، پېغمبر اکرم (ص)د خدای د کور د زيارت کوونکو کاروان يې په يوه بې اوبه او بې واښه سيمه کي، هغه هم د ورځې په نيمايي په ډېره توده شېبو کي، ودرول. د هوا تودوالۍ تر هغه اندازې وه چې حاضرانو خپله د عبا يوه نيمه پر سر او بله نيمه يې تر پښو لاندي اچولي ول. په دې تمهيداتو سره، په طبيعي توګه بايد پېغمبر هغسي خبره وکړي چې د امّت په هدايت کي د کيلۍ په شان او برخليک جوړوونکی رول ولري، او په رښتيا څه کار کولای شي د مسلمانانو په برخليک کي، د ځايناستې له تعيينولو څخه، چې د مسلمانانو د کلمې د وحدت او د دين د ساتنې تومنه ده، برخليک جوړوونکي تره وي؟ ب ـ ګران پېغمبر د علي (ک) د ولايت له طرح کولو نه مخکي د توحيد او نبوت او معاد د درې ګونو اصولو څخه خبري وکړل او د خلکو څخه د هغو په باره کي يې اقرار واخيستل، او بيا يې د خدای پيغام ابلاغ کړ. د اصولو په باره کي د اعتراف اخيستنې سره د دې پيغام د تقارن څخه، کېدای شي د پيغام اهميت لاس ته راوړل شي او وپوهېدل شي چې د دې لويې او فوق العادې غونډې څخه د پېغمبر هدف او موخه نه شي کيدای يو عادي شی لکه د يو خاص وګړي سره د «دوستي» سپارښتنه وي! ج ـ هغه حضرت د خطبې په پيل کی خپل د نژدې پېښېدونکي مړينې څخه خبر ورکړ، او دغه ښکاره کوي چې هغه خپل د امّت د وضعې په باره کي اندېښمن و. نو څه بهتره چې د راتلونکي لپاره چاره ولټول شي تر څو د هغه دين د راتلونکي پېښو په طوفانونو کي په خطر باندي اخته نه شي. د ـ د علي (ک) په باره کي د خدای د پيغام نه مخکي، خپل د مولويت او اولويت څخه خبره مېنځ ته رواړه او ويې وفرمايل: خدای زما مولا دی، او زه د مومينينو مولا يم، او د هغوئ په نسبت، له دوئ څخه خپله اولی يم. دا مطلب پر دې باندي شهادت ورکوي چې د علي (ک) «مولا اوسېدنه» همغه د پېغمبر اکرم (ص)د اړوند مولويت او اولويت له توکي څخه دی او هغه حضرت په الهي دستور سره نوموړی اولويت يې د علي (ک) لپاره هم ثابت کړی دی. د مکرّم نبي د «اولويت» څخه مقصد، همغه شی دی چې په مبارکه آيه کي په هغه باندي تصريح شوی دی هلته چې فرمايي: النَّبِيُّ أَوْلَى بِالْمُؤْمِنِينَ مِنْ أَنْفُسِهِمْ (احزاب/٦): پېغمبر مؤمنانو ته له هغوئ نه خپله وړتره ده. او د مؤمنانو نه خپله د پېغمبر د وړتيا څخه مقصد، دا دی چې په الهي امر سره د دوئ په ځانونو او مالونو کي د تصرّف حق لري، يعني که د جهاد يا د انفاق دستور ورکړي بايد مؤمنين بې له څه او ولي څخه هغه ومني. او د ځان او مال په اړوند د يو دغسي اطاعت لپاره بايد هغسي د ټولنې ولايت او سرپرستۍ شتون ولري چې د خدای له لوري هغه ته ورکړ شوی دی او يو داسي مقام، وروسته له هغه څخه، امام علي (ک) ته ورکړ شو، او هغه د سرپرستۍ مقام ته ورسېد او امامت، په چارو کي د ټولنې له سرپرستۍ نه پرته بل شی نه دی. هـ ـ پېغمبر اکرم (ص)د الهي پيغام له بيانولو څخه وروسته، له حاضرينو څخه وغوښت، هغه غايبينو ته ورسوي او ګران پېغمبر له منبر څخه را ښکته شو او خپلو يارانو ته يې دستور ورکړ چې علي ته د «امير المؤمنين» په نامه مبارکي ورکړي، ـ نو له دې کبله ـ امام په يوه خيمه کي خای ونيول، او د پېغمبر يارانو، ډله ډله ورته ورغلل او مبارکي يې ورته وويل. شيخين ابوبکر او عمر، خيمې ته ورننوتل امام ته يې مخونه واړول او وويل: هنيئاً لَکَ يا علي بن ابي طالب أصبَحتَ مولایَ و مولا کلّ مؤمنٍ و مؤمنة: خوندور دي وي پر تا باندي ای علي، نن هر مؤمن سړي او ښځي ته وړترينه وګړی وګرځېدې. د اسلام تاريخ ښيي چې د اسلام د پېغمبر اکرم (ص) دښمنان د هغه د الهی بلنې د مړ کولو لپاره، د ډول ډول لارو څخه راننوتل؛ په سحر او جادو باندی د پېغمبر له تورنولو څخه نيولی او په بستر کي يې د هغه د وژلو تر تصميم پوري. اما په ټولو مواردو کي، د حق د عنايت لاس د پېغمبر سره و او هغه يې د مشرکانو د شومو نخشو څخه وساتل. د هغوئ د هيلې آخرنی ټکی (په تېره بيا د پېغمبر لپاره د زوئ د نه پاتېدنې په پام کی لرلو سره) دا و چې د پېغمبر د مړينې سره دا بلنه به هم مړ شي: أَمْ يَقُولُونَ شَاعِرٌ نَتَرَبَّصُ بِهِ رَيْبَ الْمَنُونِ (طور/٣٠): يا وايي يو شاعر دی او موږ د هغه به باره کی د روزګار د پېښو (مړينه) انتظار باسو. دا فکر د ډېرو مشرکانو او منافقانو په ذهن کی شتون درلود. اما پېغمبر د باکفايته ځايناستي په تعيينولو سره چې د ژوندانه په اوږدو کی يې خپل خالص او ټينګ ايمان د اسلام په وړاندي ښوولی و، د مخالفينو هيله يې په نا هيله تبديله کړه، او په دې ډول يې د دين پايښت تضمين کړ او د هغه ستنې يې ټينګ کړ او د اسلام نعمت د دغسي لارښود په تعيينولو سره کمال ته ورسېد. نو له دې کبله ده چې د پېغمبر د ځايناستي په عنوان، د علي (ک) له نصبېدو څخه وروسته، د غدير په ورځ د «اکمال آيه» نازله شوه: الْيَوْمَ يَئِسَ الَّذِينَ كَفَرُوا مِنْ دِينِكُمْ فَلا تَخْشَوْهُمْ وَاخْشَوْنِ الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الإسْلامَ دِينًا (مائده/٣)  : نن کافرانو ستاسو د دين له نابودي څخه نا هيلې شول، نو له هغوئ څخه مه وېرېږئ او زما څخه ووېرېږئ. نن مي ستاسو دين بشپړ کړ او خپل نعمت مي پر تاسو باندي تمام کړ، او راضي شوم چې دغه (د پېغمبر دځايناستي په معرّفی سره بشپړ شوی) اسلام ستاسو دين وي. که د پورتني متواترو رواياتو څخه تېر شو، چې ثابتوی د پېغمبر د ځايناستي مسئله يوه الهي مسئله ده او خلک په هغه کي اختيار نه لري، تاريخي راپورونه هم د دې څخه حکايت کوي چې پېغمبر په همغو ورځو کي چې په مکه کي استوګنه درلود او تر اوسه په مدينه کي يې حکومت نه و جوړ کړی، د ځايناستي مسئله يې الهي مسئله بلل. د مثال په توګه، کله چې د بني عامر د ټبر مشر د حج په موسم کي د پېغمبر حضور ته ورسېد او وويل: که چيري موږ ستا سره بيعت وکړل او ته پر خپلو مخالفينو باندي بريالۍ شوې، آيا په رهبري کي زموږ لپاره نصيب او برخه شته؟ پېغمبر په ځواب کي وفرمايل: دغه په خدای پوري اړه لري هر څوک چې وغواړي پر دې کار باندي ګماري: «الأمر لله يضعه حيث يشاء» . ضروري ده که چيري رهبري د خلکو په ټاکنه باندی موکول و، بايد يې فرمايل: «الأمر الی الأًمّة» يا «الی اهل الحلّ و العقد»! د پېغمبر خبره په دې مورد کي، د خدای خبرې ته د رسالت په مورد کي ورته ده، هلته چې فرمايي: اللَّهُ أَعْلَمُ حَيْثُ يَجْعَلُ رِسَالَتَهُ (انعام/١٢٤): خدای پوه دی چې خپل رسالت په کوم شخصيت باندي وګرځوي. د خلافت د مقام تنصيص والی، او دا چې د پېغمبر د ځايناستي په تعيينولو کي امت هېڅ رول نه لری، د صحابه‌وو په ذهن کی هم شتون درلود. څه شی چې دی دوئ د لومړني خليفې نه پرته، په نورو خليفه ګانو کي، د خدای او پېغمبر د تنصيص پرځای، د مخکيني خليفې تنصيص يې مطرحول، لکه څنګه چې د ټولو تاريخونو په اتفاق سره دويمه خلېفه د لومړني خليفې په واسطه وټاکل شو. د دې تصور چې د دويمې خليفې تعيينېدل د ابوبکر په واسطه پرېکنده نه وه بلکه د وړانديز جنبه يې درلودلې وه، د تاريخ د نص سره مخالف دی. دا ځکه چې لا تر اوسه لومړنی خليفه ژوندی و چې پر دې تعيين باندی د پېغمبر د يارانو له لوري اعتراض وشو، او د هغوئ څخه يو زبير و. دا ښکاره ده که چيرته دا جريان يوازي د وړانديز جنبه يې لرلی وای، د صحابه‌وو اعتراض پر ځای نه و. د ابوبکر په واسطه د عمر د نصب څخه چې تېر شو، دريمه خليفه هم د شپږ کسيزې شورا له لارې چې د هغه غړي دويمه خليفه معين کړل تر سره شوه، او دا کار هم د خليفې يو ډول تعيينول و چې د نورو لاسونه يې د عمومي افکارو د مراجعې څخه لنډ کړل. په اصولي توګه عمومي افکارو ته د مراجعې کولو فکر کول او د خليفې ټاکنه د امت له لوري، د خدای د رسول د يارانو په ذهن کي شتون نه درلود او هغه څه چې په دې سيمه کی په وروستيو کي ادعا شوې ده يو لړ توجيهات دي چې نورو يې يادونه کړې ده، بلکې دوئ په دې اعتقاد ول چې خليفه بايد د مخکيني خليفې له لوري تعيين شي. د بېلګې په توګه کله چې دويمه خليفه ټپي شو، عايشه د پېغمبر ښځه د خليفې د زوئ، عبدالله بن عمر په وسيله، ده ته پيغام ولېږل او ويې ويل: «زما سلام خپل پلار ته ورسوه او ووايه د پېغمبر امت بې شپونه مه پرېږده» . عبدالله بن عمر هم کله چې يې پلار په بستر کي پروت و، هغه يې د خليفې تعيينولو ته وبلل او ويې ويل: «خلک ستا په باره کی خبری کوي، دوئ فکر کوي چې ته به څوک ځايناستې و نه ټاکې. آيا که ستا د اوښانو او پسونو شپون، هغوئ په بيابان کی خوشي کړي او د ځان په غياب کي څوک پر هغوئ باندي و نه ګماري، ته به هغه و نه غندې؟! د خلکو د حال رعايت کول د اوښانو او پسونو د حال د رعايت څخه لوړ تره ده» . د امامت د بحث په پيل کي مي اشاره وکړه چې امام او د پېغمبر ځايناستی د مسلمانانو له نظره هغه څوک دی چې د پېغمبر اکرم (ص)دندې (پرته د شريعت د راوړلو د مسئلې څخه) په غاړه لري. دغه ده د دې دندې څخه د مهمترينو يادونه کوو تر څو د امامت ځايتون او د هغه اهميت لاډېر روښانه شي: الف. د قرآن کريم د مفاهيمو تبيينول او د هغه د معضلاتو حلّ کول، د پېغمبر اکرم (ص) د دندو له جملې څخه و. قرآن فرمايي: وَأَنْزَلْنَا إِلَيْكَ الذِّكْرَ لِتُبَيِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ إِلَيْهِمْ (نحل/٤٤): قرآن مو پر تا باندي نازل کړ تر څو هغه څه ته چې پر دوئ باندي نازل شوی دی توضيح ورکړې او تبيين يې کړې. ب. د شرعي احکامو بيانول د هغه حضرت د دندو څخه بله دنده وه چې ځينې يې د آياتو د تلاوت له لارې، او ځينې نور يې د سنت په وسيله بيانول. د احکامو بيانول د هغه حضرت لخوا، په تدريجي بڼه او د هرې ورځې د پېښو په پاملرنې سره تر سره کېدل، او د چارې طبيعت دا ايجابول چې دغه دنده دوام ومومي، حال دا چې د احکامو په باره کي د پېغمبر اکرم (ص)څخه د وارد شوو احاديثو شمېر چې زموږ لاس ته را رسېدلي دي، د پنځه سوو حديثونو څخه نه زياتيږي . او دغه اندازه فقهي احاديث نه شي کولای امت د تقنين په ولکه کی «ځان بسنې» ته ورسوي. ج. له هغه ځايه چې پېغمبر اکرم (ص)د حق محور و او خپل په روښان کاريو سره د امت په عقايدو کي له هر ډول انحراف او کږېدني څخه مخنيوی کول، له دې کبله ډله ايز او مذهبی کارونه د هغه د ژوندانه په وخت کي د هغه د شتون او حضور په علت منځ ته را نه غلل يا د ښکارېدو او ظهور مجال يې پيدا نه کړل. د. ديني او اعتقادي پوښتنو ته ځواب ورکول د ګران پېغمبر اکرم (ص) د دندو څخه بله دنده وه. هـ. د وګړو روزنه د وينا او کړنو له لارې. و. په اسلامي ټولنه کي د قسط او عدل او عمومي امنيت برقرارول د اسلام د ګران رسول اکرم د دندو څخه بله دنده وه. ز. د دښمنانو په وړاندي د اسلام د پولو او سرحدونو او شتمنيو څارنه هم د هغه حضرت د مسئوليتونو څخه ګڼل کېدل. که چيري د دوو وروستيو دندو تر سره کېدل د خلکو لخوا د ټاکل شوی لارښود په وسيله هم ممکن او د حاصلېدو وړ وي، په مسلّمه توګه لومړنې دندې (د قرآن د مشکلو مفاهيمو تبيينول او د شرع د احکامو بيانول او...) د يو پوه او مقتدر لارښود شتون ته اړتيا لري چې د الهي تر خاصو عناياتو لاندي وي او په علم او عمل (پوهه او کړنه) کي د پېغمبر اکرم (ص)تالی تلو (به دغو شيانو که په هغه پوري نښلېدلی) وي. يعني د نبوي علومو حامل او له هر ډول خبط او خطا څخه خوندي وي تر څو وکولای شي ياد شوي غټې او لويې دندې ته د عمل جامه ور واغوندي او د اسلام لوړ او ژور تاريخ په اوږدو کي د پېغمبر د شتون خلاء ډک کړي. که څه هم داسي څوک چې د نبوي علومو حامل دی نه پېغمبر دی او نه د شريعت بنسټ اېښودونکی، او هېڅکله د امامت مقام د نبوت د مقام سره يو شان نه دی. بديهي ده دغسی څوک د علم او پوهې له نظره د امت څخه لوړ تره او د موسی د مصاحب په شان «لدني» علم به ولری او د هغه پېژندنه د الهي فرمان په واسطه د پېغمبر له لارې د امکان وړ دی. او هم روښانه ده چې د پورتني اهدافو تحقق د دې په ګرو کي ده چې خلک د پېغمبر په واسطه د تعيين شوی لارښود په ملاتړي او اطاعت باندي و پاڅيږي، او الهي تعيين او د پېغمبر اعلامول، د هغو اهدافو د تحقق لپاره بس کونکی شرط نه دی (لا رأی لِمَن لا يُطاع)، لکه څنګه چې د قرآن او پېغمبر اکرم (ص)په باره کی هم ما جرا همدغسی وه او ده. د خدای د رسول څخه وروسته منفی پېښې او د مسلمانانو لخوا د ډلبازيو لامل دا نه و چې (العياذ بالله) پېغمبر خپله په حکيمانه دنده باندي عمل و نه کړ او له ځانه وروسته د امت د ادارې لپاره اصولي طرحه وا نه چول، يا طرحه يې نيمګړې وه، بلکې يوازي د هغه علت او لامل دا و چې د امت ځينې وګړي خپل ځان يې د پېغمبر له طرحې نه وړاندي وګرځول او خپل د شخصي مصلحتونو فکر يې د خدای او رسول پر طرحه باندی ترجېح ورکړ؛ او دا يوازينی مورد نه دی چې داسي پېښه په تاريخ کي لوېدلې ده، بلکه د اسلام په تاريخ کي هغه ته ورته پېښې ډېر دي. په مخکينی اصل کي مو وويل چې امام يو عادي لارښود نه دی چې يوازي د هېواد په اداره او د پولو په ساتنه باندي ورکړنه وکړي، بلکه دی سربېره پر دې دندې باندي، نورې دندې لري چې په هغو باندي اشاره وشوه. د دې لويو دندو تر سره کول لکه د قرآن تفسير، د احکامو بيانول، د خلکو اعتقادي پوښتنو ته ځواب ورکونه، او په عقيده کي د هر ډول انحراف او د شريعت د تحريف مخنيوی، د پراخې او خطا نه منونکی علم په ګرو کي دی، او عادي وګړي که چيري د داسي چارو متصدي وګرځي، د خطا او اشتباه څخه به خوندی نه وي. هرومرو عصمت د نبوت سره مساوی نه دی، دا ممکن دی چې يو انسان د اشتباه او خطا څخه معصوم وي، اما د نبوت د مقام لرونکی نه وي. د هغه روښانه بېلګه، مريم عذرا ده چې مخکي د پېغمبرانو د عصمت په بحث کي د هغې د عصمت د دلايل يادونه مو وکړ. پر دې عقلي تحليل باندي سربېره، يوه لړئ چارې د امام پر عصمت باندي دلالت کوي چې ځينې يې دلته يادوو: 1. د خدای پرېکنده او حتمي اراده د اهل بيت پر پاکي او طهارت باندي د رجس او چټلی څخه تعلق نيولې ده، لکه څنګه چې فرمايي: إِنَّمَا يُرِيدُ اللَّهُ لِيُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ أَهْلَ الْبَيْتِ وَيُطَهِّرَكُمْ تَطْهِيرًا (احزاب/٣٣): هرو مرو خدای غواړي ستاسو اهل بيت څخه هر ډول پليدي او چټلي ليري کړي او تاسو په بشپړه توګه پاک وګرځوي. د آيې دلالت د اهل بيت پر عصمت باندي داسی ده چې: د الهی د ځانګړي مشيت تړاو له هر ډول پليدی او چټلتيا څخه د اهل بيت په تطهير باندي، د ګناه څخه د هغوئ د عصمت سره مساوي او ملازم دی. ځکه چې په آيه کي د «رجس» څخه مقصد هر ډول فکري او روحي او کړنيز پليدي ده چې ګناه د هغه د ښکاره مصاديقو څخه ده، او له هغه ځايه چې دغه اراده په ځانګړو وګړو باندي تعلق موندلې ده نه د امت په ټولو وګړو باندي، په طبيعي توګه د هغه تطهير د ارادې سره چې په ټولو باندي تعلق نيولې ده توپير به ولري. د تطهير اراده چې ټوله مسلمانان په غېږ کي نيسي، تشريعي اراده ده او څه ډېر ممکن دی د وګړو د سرغړونې په خاطر به تحقق پيدا نکړي؛ حال دا چې دغه اراده، تکويني اراده ده چې د مراد او د ارادې له متعلق (د ګناه څخه پاکوالی) څخه به بېل نه وي. د يادونې وړ ده چې د حق تعالی تکويني اراده د اهل بيت پر عصمت باندي، د دوئ د اختيار د سلب تومنه نه ده؛ په همغه شان چې په پېغمبرانو کی هم عصمت د دوئ د اختيار د سلب تومنه نه ده (د دې مطلب تفصيل د عقايدو په کتابونو کی راغلی دی). 2. د حديث ثقلين په حکم چې فرمايي: «انّي تارکٌ فيکُمُ الثَقَلَين: کتابَ الله و عِترَتي»، د اهل بيت امامان  د قرآن يه ليکه کي راغلي دي، يعني همغسي چې قرآن له هر ډول خطا او اشتباه څخه خوندي دی، د اهل بيت امامان هم له هر ډول فکري او عملي خطا څخه خوندي او مصون دي. دا مطلب د دې حديث د ورستيو برخو په پاملرنې سره چې فرمايي: الف ـ ما اِن تَمَسَّکتُم بِهِما لَن تَضلّوا أبداً: که چيري په دغه دوه باندي منګولې ټينګې کړئ هېڅکله به ګمراه نه شئ؛ ب ـ انَّهُما لَن يَفتَرِقا حتّی يَرِدا عَلَیَّ الحَوض: دغه زما دوه يادګارونه هېڅکله يو له بل څخه نه بېليږي تر هغه وخته چې د قيامت په ورځ د حوض تر څنګ ما ته راشي، په بشپړه توګه روښانه ده، ځکه څه شی چې په هغه باندي تمسک د هدايت تومنه ده، له ضلالت څخه مخنيوی کوي او هېڅکله هم له (معصوم) قرآن څخه نه بېليږي، په قطعي توګه له هر ډول خطا او ګناه څخه به خوندي وی. 3. ګران پېغمبر اکرم (ص) خپل اهل بيت د نوح د بېړۍ سره تشبېه کړې ده چې که هر څوک په هغه کي سپور شو د طوفان د څپو څخه وژغورېد او هر څوک چې له هغه نه تخلف وکړ په څپو کي ډوب شو. لکه څنګه چې وفرمايل: «انَّما مَثَلُ أهل بيتي في اُمَّتي کَسَفينةِ نوحٍ مَن رَکِبَها نَجی و مَن تَخَلَّفَ عَنها غَرق». دغو دلايلو ته په پاملرنې سره چې په لنډه توګه بيان شول، د اهل بيت عصمت روښانه او مبرهنه ده، او هرو مرو، د عصمت نقلي دلايل په هغو شيانو کي چې وويل شو منحصر نه دي. د امام پېژندنه له دوو لارو څخه امکان لري: الف ـ ګران پېغمبر د خدای په امر سره د يو معين شخص پر امامت باندي تصريح وکړي؛ ب ـ مخکينی امام د وروستي امام پر امامت باندي تصريح وکړي. د شيعه د دوولس ګونو لارښودو امامت له دواړو لارو څخه ثابت شوی دی. هم د رواياتو سره سم، پېغمبر د هغوئ پر امامت باندي تصريح کړی دی، او هم هر يو امامانو له ځان نه وروسته امام يې معرفي کړی دی. د اختصار د رعايت کولو په خاطر، په دي باره کي يوازي د يوه حديث يادونه کوو: ګران پېغمبر اکرم (ص) يوازي د علي (ک) په نصب باندي بسنه و نه کړه، بلکه يادونه يې وکړه چې له ده نه وروسته به دوولس ګونې امامان راشي چې د اسلام او دين عزت به د دوئ په لاس تحقق پيدا کړي، لکه څنګه چې يې وفرمايل: «لا يزال الدّين منيعا الی اثنی عشر خليفة» او په بل نقل سره وفرمايل: «لا يزال الاسلام عزيزاً الی اثنی عشر خليفة». د ويلو وړ ده چې د دوولس ګونو امامانو پر شتون باندي دلالت کوونکي روايات د اهل سنت په معتبر ترينو صحاحو کی هم راغلي دي. په مسلمه توګه دغه دوولس خليفه ګان چې د اسلام عزت د دوئ پر شتون باندي تړل شوی دی، د شيعه د امامانو څخه پرته پر هېچا باندي د انطباق وړ نه دی. ځکه نه اموي خليفه ګانو د دين د عزت تومنه ول او نه عباسي خليفه ګان، او نه دا شمېره پر هغوئ باندي د تطبيق وړ ده. د شيعه دوولس ګونې امامان په داسي ډول دي: 1. امير المؤمنين علي بن ابي طالب(ع) (زېږېده: د بعثت څخه لس کاله مخکي، شهادت: د هجري 40 کال) په نجف اشرف کي خاورو ته سپارل شوی. 2. امام حسن بن علي ملقب په مجتبی (ع) (3ـ50 هـ. س) په مدينه کي د بقيع په هديره کي خاوروته سپارل شوی. 3. امام حسين بن علي سيدالشهداء (ع) (44ـ61 هـ. س) په کربلا کي خاورو ته سپارل شوی. 4. امام علي بن الحسين ملقب په زين العابدين (ع) (38ـ94هـ.س) په بقيع کي مدفون. 5. امام محمد بن علي په باقرالعلوم (ع) باندي معروف (57ـ114 هـ. س) په بقيع کي مدفون. 6. امام جعفر بن محمد په صادق باندي معروف (83ـ148 هـ.س) په بقيع کي مدفون. 7. امام موسی بن جعفر ملقب په کاظم (ع) (128ـ183 هـ.س) په کاظمين کي مدفون. 8. امام علي بن موسی الرضا (ع) (148ـ203 هـ.س) په خراسان کي مدفون. 9. امام محمد بن علي په جواد (ع) باندي معروف (195ـ220 هـ.س) په کاظمين کي مدفون. 10. امام علي بن محمد په هادي (ع) باندي معروف (212ـ254 هـ.س) په سامرا کي مدفون. 11. امام حسن بن علي په عسکري (ع) باندي معروف (232ـ260 هـ.س) په سامرا کی مدفون. 12. امام محمد بن حسن په حجت او مهدي باندي معروف. هغه د شيعه دوولسم امام دی او همدا اوس هم ژوندی او غايب دی، تر هغه ورځې چې د خدای په امر ظهور وکړي او د قرآن د صريحې وعدې (د نور/ 54 او توبې/ 33 او فتح/ 28 او صف/ 9 په سورو کښې) او د اسلامي متواترو احاديثو سره سم د اسلام حاکميت په ټوله نړۍ کي برقراره کړي. د شيعه د امامانو  د ژوندانه داستان د تاريخ په کتابونو کی په مفصله توګه بيان شوی دی، او له هغه ځايه چې دوولسم امام همدغه اوس ژوندی دی او په الهي غوښتنه د امامت منصب په غاړه لري، په وروستيو اصولو کي به ځينې ټکې د هغه حضرت په باره کي راوړو. د رسالت د کورنۍ سره مينه او محبت د هغو چارو څخه ده چې په قرآن او سنت کي په هغه باندي ټينګار شوی دی، لکه څنګه چې فرمايي: قُلْ لا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا إِلا الْمَوَدَّةَ فِي الْقُرْبَى (شوری/٢٣): ووايه خپل د رسالت په وړاندي د خپلوانو له دوستي څخه پرته هېڅ شی نه غواړم. له قربی نه مقصد هم، د پېغمبر خپلوان دي، په دې قرينه سره چې غوښتونکۍ پخپله پېغمبر دی. د ګران پېغمبر د کورنۍ سره دوستي، سر بېره پر دې چې پخپله يو ډول ستر کمال دی، د دې سبب ګرځي چې انسان د دوئ سره همرنګ شي، او د فضايلو په لاس ته راوړلو او د رذايلو څخه په ليري کېدلو کي په هغوي پسې اقتدا وکړي. د پيغمپر اکرم  څخه په متواترو حديثونو کی روايت شوی دی چې د هغه حضرت د اهل بيت سره دوستي، د ايمان نښه، او د هغوئ سره دښمني د کفر او نفاق نښه ده. هر څوک د هغوئ سره مينه ولري د خدای او پېغمبر سره يې مينه لرلې ده، او هر څوک د هغوئ سره دښمني وکړي، د خدای او رسول سره يې دښمني کړې ده. په اصولي توګه د رسالت د کورنۍ سره مينه د اسلام د ضرورياتو څخه دی چې په هغه کي شک او ترديد روا نه ده، او ټوله مسلمانان په هغه باندهي اتفاق لري، بې له هغې ډلې څخه چې د «نواصب» په نامه ياديږي او له همدې کبله د اسلام له منکرانو څخه شمېرل کېږي. د دوولس ګونو امامانو د هر يو په باره کي خبري کول د دې رسالې له ظرفيت څخه بهر دی، يوازي هغه شی چې لازم دی دلته په هغه باندي اشاره وشي، د امام عصر په شتون باندي د اعتقاد مسئله ده چې همدغه اوس د غيبت د پردې تر شا ژوند کوي او يوه ورځ به په الهي اذن سره ښکاره شي او کلّي عدل ته به په ټوله نړۍ کښې استقرار وبخښي. په لاندي ډول د څو اصل په ترڅ کي د ځينې مطلبونو يادونه کوو: د رسالت له کورنۍ څخه د يو سړي ښکاره کېدل، د نړييز د عدل د حکومت د درولو په منظور، د بشر په راتلونکي تاريخ کي (هغه وخت چې نړۍ د ظلم او تيري څخه ډکېږي) د مسلّمو اسلامی عقايدو څخه دی چې ټوله مسلمانان په هغه باندي اتفاق لري او هغه حديثونه چې په دې باره کی را نقل شوي دي د تواتر حد ته رسيږي. د محقيقينو د شمېرنې سره سم، 657 روايتونه په دې باره کي وارد شوي دي، چې له دې مينځه يوازي د احمد بن حنبل له مسند څخه د يوه حديث په نقل باندي بسنه کوو. د اسلام ګران پېغمبر اکرم (ص) وفرمايل: «لَو لَم يَبقَ مِنَ الدُّنيا اَلاّ يَومٌ واحِدٌ لَطَوَّل اللهُ ذالِک اليَوم حَتّی يَخرُجَ رَجلٌ مِن وُلدي فَيملأها عَدلاً وَ قِسطاً کَما مُلِئَت ظُلماً و جَوراً» : که د نړۍ عمر د يوې ورځې زيات پاته نه وي، خدای هغه ورځ هغومره اوږدوي تر څو يو سړۍ زما له اولادونو څخه وپاڅيږي او نړۍ له عدل او قسط څخه ډک کړي، همغسي چې له ظلم او تيري څخه ډک شوی وی. نو له دې کبله په آخره زمانه کي ديوه سړي پاڅون او ښکارېدنه د پېغمبر له کورنۍ څخه د ټولو ـ شيعه او سني ـ مسلمانانو د اتفاق مورد دی.

د دې نړييز مصلح ځانګړتياوي په اسلامی روايتونو کي چې فريقين هغه را نقل کړي دي په لاندي ډول بيان شوي دي: 1. د پېغمبر اکرم (ص)د اهل بيت څخه دی 389روايتونه 2. د اميرالمؤمنين علي (ک) د اولادو څخه دی 214 روايتونه 3. د فاطمه زهرا  د اولادو څخه دی 192روايتونه 4. د امام حسين (ع) د اولادو څخه نهم اولاد دی 148روايتونه 5. د امام زين العابدين (ع) د اولادو څخه دی 185روايتونه 6. د امام حسن عسکري (ع) د اولادو څخه دی 146روايتونه 7. د اهل بيت  د امامانو څخه دوولسم امام دی 136روايتونه 8. هغه روايتونه چې د هغه د زېږېدنې راپور ورکړی دی 214روايتونه 9. عمر به يې اوږد وي 318روايتونه 10. اوږد غيبت به ولري 91 روايتونه 11. د هغه د ظهور په وخت کي اسلام په ټوله نړۍ کې خپريږي 27روايتونه 12. ځمکه د عدل څخه ډکوي 132روايتونه د پورتني روايتونو په اساس، د دغسي نړييز مصلح شتون د بشر په راتلونکۍ تاريخ کي د اسلامي روايتونو له نظره يو مسلّم او شک نه منونکی څيز دی؛ هغه شی چې په هغه کي اختلاف شته دا دی چې آيا له مور څخه زېږېدلی دی او همدا اوس د ژوند په قيد کي دی، يا په راتلونکي زمانه کي به وزېږيږي؟ شيعه او دا هل سنت د محققينو څخه يوه ډله د لومړني نظر پلويان دي او دا عقيده لري چې هغه حضرت په 255هجري قمري کال کي له مور څخه زېږېدلی دی او همدغه اوس د ژوند په قيد کي دی، اما د اهل سنت څخه يوه ډله وايي هغه په راتلونکي زمانه کښې به وزېږيږي. له هغه ځايه چې موږ شيعيان اعتقاد لرو هغه حضرت په 255سپوږميز کال کي يې سترګې يې په نړۍ کي خلاصې کړي دي او دژوند په قيد کي دی، نو لازمه ده د دې ليکني د ظرفيت په اندازه، د هغه حضرت د غيبت او د عمر د اوږدوالي په باره کي د ځينې ټکي يادونه وکړو. د قرآن له نظره، الهي اولياوي پر دوه ډوله دي: ظاهر او ښکاره ولي چې خلک يې پېژني؛ او له سترګو نه غايب او پټ ولي چې خلک هغه نه پېژني، که څه هم دی د هغوئ په مينځ کي دی او د هغوئ له حاله باخبر دی. د کهف په سوره کي، هر دواړه ولي په يوه ځای کي بيان شوي دي: يو يې موسی بن عمران دی، اوبل يې موقّت مصاحب او په ځمکني او سمندري سفر کي د خضر په نامه معروف دی. دغه الهي ولي هغسی و چې حتی موسی د هغه سره آشنا نه و او يوازي د خدای په لارښوونه يې هغه و پېژاند او له پوهه يې؛ ټه واخيسته، لکه څنګه چې فرمايي: فَوَجَدَا عَبْدًا مِنْ عِبَادِنَا آتَيْنَاهُ رَحْمَةً مِنْ عِنْدِنَا وَعَلَّمْنَاهُ مِنْ لَدُنَّا عِلْمًا () قَالَ لَهُ مُوسَى هَلْ أَتَّبِعُكَ عَلَى أَنْ تُعَلِّمَنِ مِمَّا عُلِّمْتَ رُشْدًا (کهف/٦٥ـ٦٦): موسی او د هغه ملګرۍ (د سمندر په غاړه کي) زما د بندګانو څخه د يو بنده سره آشنا شول چې هغه ته مي خپل رحمت ورکړی و او د ځان لخوا مي پوهه ور زده کړې وه. موسی هغه ته وويل: آيا دا اجازه راکوې چې ستا سره واوسېږم تر څو خپل وده ورکونکی پوهه ما ته را زده کړې؟ قرآن وروسته له دې نه د دغه الهي ولي د ګټورو کارونو شرحه لاس ته ورکوي چې په بشپړه توګه ښکاره ده خلک هغه نه پېژندل اما د هغه د آثار او برکتونو څخه ګټه اخيستونکي ول. حضرت ولی عصر هم د موسی د مصاحب په شان، ناپېژندل شوی ولي دی چې په عين حال کي د امت لپاره د ګټورو کارونو مبدأ دی. نو په دې بڼې سره د امام غيبت د ټولنې څخه د بېلوالي او جلاتوب په معنا نه ده، بلکي هغه ـ په همغه شان چې د معصومينو  په روايتونو کي راغلی دی ـ د اوريځ تر شا د لمر په شان دی چې سترګې هغه نه ويني، اما ځمکو والو ته وړانګې او تودوالی بخښي. سربېره پر دې، د تاريخ په اوږدو کي، ډېر پاک زړنې او پاک لمنې ډلې چې د هغه د حضور وړتيا يې لرلې دي، د هغه حضرت محضر ته رسېدلي دي او له هغه نه يې ګته اخيستي دي او اخلي، او له دې لارې څخه نور هم د هغه د شتون له برکتونو څخه ګټه اخلي. د بشر په مينځ کي متعارفه تلنه دا ده چې حاکم او لارښود، دکارونو يوه برخه بې له واسطې نه تر سره کوي او بله برخه يې د هغه استازي تر سره کوي. دا سمه ده چې ډول ډول لاملونه د امام عصر د غيبت سبب ګرځېدلي دي او بشر هغه ته د لاس رسونې څخه محروم دي، اما له نېکه مرغه د هغه حضرت د استازو څخه د ګټه اخيستنې لاره چې همغه عادل او زاهد فقيهان دي، د هغه لوړ همته امام د لارويانو په مخ تړل شوې نه ده. غټ فقيهان او عاليمقام مجتهدان، په شرعي او حکومتي چارو کي د هغه حضرت استازي دي او د غيبت په زمانه کي د اسلامي ټولنې اداره هغوئ ته پرېښودل شوې ده. هرومرو د هغه حضرت د شتنيز آثارو څخه محروميت د ځانګړو شرايطو له امله ده چې د هغه غيبت يې يو ډډه نه منونکی څيز ګرځولی دی. د حضرت ولی عصرد غيبت لامل او علت د الهي رازونو څخه يو راز دی او ممکنه ده چې موږ و نه شو کولای د هغه په حقيقت باندي وپوهېږو. د الهی رهبرانو موقت غيبت د خلکو په مينځ کي، په مخکيني امتونو کي هم سابقه لرلې ده: موسی بن عمران (ع) څلوېښت ورځې له خپل امت څخه غايب شو او په ميقات يې په سر يووړ (اعراف/142). حضرت مسيح (ع) په الهي مشيّت سره خپل د امت له سترګو پټ شو، او دښمنانو د هغه په وژلو باندي بريالي نه شول (نساء/158). حضرت يونس (ع) يوه موده له خپل قوم څخه غايب شو (صافات/140). په اصولي توګه کله چې يو مطلب د متواتر نقل له لارې ثابت شي اما انسان و نه شي کړای په بشپړه توګه د هغه په راز باندي پوه شي، نبايد هغه د شک او انکار لاندی راولي، ځکه، په دې بڼه کي د الهي احکامو لويه برخه، چې د اسلام د دين د مسلّماتو او ضرورياتو څخه شمېرل کېږي، تر ترديد او شک لاندي به راشي. د حضرت ولي عصر غيبت هم د دې قاعدې څخه مستثنی نه ده او د هغه د حقيقی سرّ يا اسرارو څخه د اطلاع نشتون، د هغه د شک يا انکار مجوز نه شی کرځېدلای. په عين حال کي بايد ووايو چې کېدای شي د غيبت راز د بشري فکر په حد کي وپوهېدل شي او هغه دا چې: دغه الهي آخرنۍ معصوم حجّت د لوئ آرمان (د کلي عدل خپرېدنه او په نړۍ کي د توحيد د بيرغ رپول) د تحقق له پاره په نظر کي نيول شوی دی، او دغه آرمان د زمان تېرېدنې او د بشر د عقل او پوهې غوړېدنې او د بشريت چمتووالي ته اړتيا لري، تر څو نړۍ د دې عدل او آزادي امام د موکب (د امام سره سپرلي او لارويان) هرکلي ته ورشي. طبيعي ده چې که څنګه هغه حضرت د مقدمات د راټولېدو نه مخکي په خلکو کي ظاهر شي، د نورو الهي حجتونو په شان به برخليک (شهادت) ومومي او د هغه لوئ آرمان له تحقق نه مخکي به خپلې سترګې له دې دنيا څخه پټې کړي. په رواياتو کي هم په دې حکمت باندي اشاره شوې ده. امام باقر (ع) وفرمايل: د حضرت قائم لپاره مخکي له ظهور څخه يو غيبت شته. راوي د هغه د لامل څخه پوښتنه وکړه، امام وفرمايل: «د وژل کېدو د مخنيوی لپاره». له دې نه چې تېر شو، په ځينو رواياتو کي د خلکو د آزموينې او پاکونې مسئله طرحه شوې ده، په دې معنا چې خلک د غيبت په زمانه کې تر الهي آزموينې لاندي راځي او په ايمان او اعتقاد کي د هغوئ د ټينګښت مرتبې سنجول کېږي. کلامی برهانونه، په ټولنه کي د معصوم امام شتون د الهي لويو الطافو څخه يو لطف ګڼي چې د خلکو د هدايت او لارښوونې عامل دی. بديهي ده که چيري خلک د دې الهي لطف د مظهر هرکلۍ وکړ، د هغه د ټولو آثارو او برکتونو څخه برخمن کېږي، او د دې بڼې په غير سره د هغه حضرت نه د بشپړ ګټه اخيستنې د نعمت څخه به محروم او بې برخه شي، او د دې محروميت لامل هم پخپله خلک دي، نه خدای او امام. حضرت ولی عصر په 255هجري قمري کال کي زېږېدلی دی او په دې حساب سره، اوس (1416ق. کال) د هغه د شريف عمر څخه د يوولسو پېړيو څخه زيات تېريږي. د دې اوږده عمر منل، د خدای د پراخ قدرت په پاملرنې سره. يو مشکل او سخت کار نه دی او په حقيقت کي، هغه کسان چې د هغه حضرت د عمر اوږدوالی مشکل ګڼي، د الهی د بې پايه قدرت څخه يې غفلت کړی دی: وَمَا قَدَرُوا اللَّهَ حَقَّ قَدْرِهِ (انعام/٩١). له دې نه چې تېر شو، په مخکيني امتونو کي د اوږدو عمرونو خاوندان ډېر شتون درلودلي دي، لکه څنګه چې د حضرت نوح (ع) د رسالت دوران نه سوو پنځوس کاله شمېري (عنکبوت/ 14). همدا رنګه زموږ په زمانه کي بشري پوهنه هڅه کوي د اوږده عمر مشکل حل کړي، او له دې څخه دا لاس ته راځي چې د پوهياليو په اعتقاد کي، بشر د اوږده عمر وړتيا لري، څه شی چې ده ځينې خنډونه دي چې د عمر د اوږدېدو څخه مخنيوی کوي. په رښتيا هغه خدای چې کولای شي، د قرآن په تصريح سره، حضرت يونس د قيامت تر ورځې پوري د کب په ګېډه کي ژوندی و ساتي (صافات/ 143ـ144)، آيا نه شي کولای خپل بالغه حجت ته د ځمکي پر مخ خپل د برکاتو او الطافو تر وړانګې لاندي اوږد عمر ور وبخښي؟ ښکاره ده چې ځواب مثبت دی. يعني هغه خدای چې تل پاتی نړۍ لري کولای شي چې يو حجّت ژوندی وساتي. د هغه حضرت د ظهور وخت چا ته ښکاره نه ده او دا شی، د هغو رازونو څخه ده چې د قيامت د پاڅېدنې په شان، يوازي خدای ته ښکاره ده. نو له دې کبله، نبايد د هغو کسانو ادعاوي چې د هغه حضرت د ظهور د وخت د پېژندنې ادعا کوي يا د ظهور لپاره يوه مشخصه وخت ټاکي، ومنل شي (کذّب الوقاتون). د ظهور د دقيقي نېټې څخه چې تېر شو، بايد ووايو په رواياتو کي د هغه د ظهور لپاره کلّي نښانې بيان شوي دي چې په دوه ډوله «حتمي» او «غيرحتمي» علائمو باندي وېشل کېږي چې تفصيل يې د عقايد او حديث په کتابونو کي راغلی دی.   آيت الله العظمى ناصر مکارم شيرازي په "اعتقاد ما" کتاب کې ليکي : د امامت مسـئله

تل يو امام وي موږ عقيده لرو چې : لکه څرنګه چې د خداى د حکمت غوښتنه ده،چې د انسانانو د هدايت لپاره پېغمبران ولېږي، د حکمت غوښتنه يې ده،چې تر پېغمبرانو وروسته په هرې زمانې او وخت کې د خداى له لوري د انسانانو د هدايت لپاره يو امام اولارښود وي،چې د انبياوو شريعتونه او الهي دينونه له تحريفاتو او بدلونونو وساتي، د هرې زمانې اړتياوې روښانه کړي او خلک د خداى او د پيغمبرانو د دين په لور وبلي او بې له دې د انسان د پنځولو موخه،چې تکامل او نېکمرغي ده نه پوره کېږي، انسان د هدايت له لارې پاتې کېږي، د انبياوو شريعتونه ضايع کېږي او خلک لالهانده کېږي . نو ځکه موږ عقيده لرو چې د اسلام تر پېغمبر (ص) وروسته په هر زمانه او وخت کې يو امام موجود و «يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اتَّقُوا اللَّهَ وَكُونُوا مَعَ الصَّادِقِينَ؛ اى هغو کسانو چې ايمان مو راوړى دى، الهي تقوا خپله کړئ او له رښتينو سره اوسئ» دا آيه کوم ځانګړي وخت ته ځانګړى نه دى او له صادقانو سره بې قيد و شرطه ملګرتيا په دې دليل ده، چې په هره زمانه کې يو معصوم امام شته، چې بايد لاروي يې وشي؛ لکه څرنګه چې ډېرو شيعه او سني مفسرانو په خپل تفسير کې دې ته اشاره کړې ده .

د امامت حقيقت موږ عقيده لرو چې امامت يوازې د ظاهري حکومت مقام نه دى؛بلکې يو ډېر لوړ معنوي او روحاني مقام دى او امام د اسلامي حکومت پر مشرۍ سربېره د دين او دنيا په چاور کې د ټولنې هدايت پر غاړه لري . د خلکو فکر او روح هدايتوي او د اسلام د پېغمبر شريعت له هر ډول تحريف او بدلون ساتي او هغه موخې،چې رسول الله مبارک ورته راواستول شو،پوره کوي. دا هماغه لوړ مقام دى چې خداى تعالى د نبوت او رسالت د لارې له کچ کولو او په ډېر ازمېښتونو کې تر بريالي کېدو وروسته ورکړ، آنحضرت هم د خپلو ځينو اولادونو او کورنۍ لپاره له خداىه ددې مقام غوښتنه وکړه او ځواب ورکړل شو چې هېڅکله به ظالمان او ګناهکاران دغه مقام ته ونه رسي . «وَإِذِ ابْتَلَى إِبْرَاهِيمَ رَبُّهُ بِكَلِمَاتٍ فَأَتَمَّهُنَّ قَالَ إِنِّي جَاعِلُكَ لِلنَّاسِ إِمَامًا قَالَ وَمِنْ ذُرِّيَّتِي قَالَ لا يَنَالُ عَهْدِي الظَّالِمِينَ؛ راياد کړه هغه وخت چې د ابراهيم رب هغه په بېلابېلو چارو سره وازمېيه او له الهي ازمېښتونو بريالى راووته، خداى تعالى وفرمايل ته مې د خلکو امام وټاکلې، ابراهيم عرض وکړ : زما له کورنۍ هم امامان وټاکه، خداى تعالى وفرمايل: زما عهد او ژمنه (امامت) هېڅکله ظالمانو ته نه رسي . (او يوازې ستا له ځوځاته معصومانو ته رسي) څرګنده ده چې دا ډول مقام يوازې په ظاهري حکومت کې نه راټوليږي او که امامت په هغه ډول،چې وويل شول تفسير نشي دا آيت به څرګند مفهوم ونه لري . موږ باوري يو چې : ټول اولواالعزم پېغمبرانو د امامت مقام درلود . هغه څه چې په خپل رسالت يې خلکو ته و ړاندې کول په عمل کې به يې هم پوره کول او د خلکو ظاهري، معنوي او مادي مشران ول، په تېره بيا رسول الله مبارک د نبوت له لومړيو د امامت او الهي رهبرۍ لوړ مقام هم درلود او د هغه کار يوازې د الهي حکمونو رسول نه وو . موږ عقيده لرو چې : د امامت لړۍ تر پېغمبر (ص) وروسته هم د هغه د ځوځات او اولاد په معصومو امامانو کې پاتې شوه . هغه تعريف ته په پام،چې پاس د امامت په هکله راغى ښه معلومېږي،چې دغه مقام ته رسېدل، درانه شرائط لري هم د تقوا له نظره (له هر ډول ګناه د معصوم والي په حد کې تقوا) او هم د علم او پوهې له نظره او د دين په ټولو اوامرو او تعليماتو د برلاسي او په هره زمانه کې د انسانانو او د هغوى د اړتياوو د پېژندو له نظره . دقت وکړئ .

امام له ګناه معصوم او پاک دى موږ عقيده لرو چې امام بايد له هرې ګناه او خطا پاک او معصوم وي؛ځکه پر هغه څه سربېره، چې د تېر آيت په تفسير کې راغلل، په غير معصوم کس باندې په هره چاره کې باور نه شي کېداى او په هره چاره کې له هغه د دين اصول او فروع نه شو اخستاى؛نو ځکه عقيده لرو چې (د امام وينا) د هغه د (اعمالو) او (تقرير) په شان شرعي دليل او حجت ده (د تقرير مطلب دا دى چې يو څوک يې پر وړاندې يو کار وکړي او هغه (معصوم) پرې غلى پاتې شي او په خپلې چوپتيا سره يې د کار په سموالي ټاپه ووهي.

امام د شريعت ساتونکى دى موږ عقيده لرو چې امام هېڅکله له ځانه (نوى شريعت او قانون) نه راوړي؛بلکې دنده يې د اسلام د پېغمبر د شريعت او دين ساتنه او د هغه کار دغه سپېڅلي دين ته د خلکو لارښوونه، د دين معرفي، تبليغ،تعليم او ساتنه ده .

امام په اسلام تر ټولو خبر او پوه دى او همداراز عقيده لرو چې : امام بايد د اسلام په ټولو اصولواو فروعواو په احکامو او قوانينو او د قرآن په تفسير او معنا پوره پوره پوه وي او په دغه څيزونو يې علم او پوهه الهي اړخ لري او له رسول الله مبارکه ورته رارسېدلي دي . هو همداسې علم دى،چې خلک پرې پوره باور او اعتماد کولاى شي او په اسلام په پوهېدو کې پر هغه تکيه او با ور کولاى شي.

امام بايد منصوص (ټاکل شوى) وي موږ عقيده لرو چې امام او (د پيغمبر ځاىناستى) بايد منصوص وي؛يعنې د پېغمبر اکرم په تصريح او نص او همداراز د راتلونکي امام لپاره د تېر امام په تصريح ټاکل کېږي . په بله ژبه،امام هم د پېغمبر (ص) په شان د خداى له لوري (د پېغمبر په وسيله) ټاکل کېږي؛لکه څرنګه چې د حضرت ابراهيم (ع) د امامت په هکله په آيت کې مو ولوستل: إنّي جَاعِلُکَ لِلنّاسِ إمَاماً، ما ته د خلکو امام وټاکلې . پر دې سربېره، د عصمت په حد کې د تقوا د شتون او د ستر علمي مقام (په دې حد کې چې بې له څه خطا او تېروتنې په ټولو الهي تعليماتواو احکامو پوهه ولري) تشخيص يې بې له خداى اورسوله بل څوک نشي کولى . او په دې ډول موږ د معصومو امامانو امامت د خلکو په ټاکنه نه ګڼو .

امامان، پېغمبر (ص) ټاکلي دي موږ عقيده لرو چې : د اسلام پېغمبر تر ځانه وروسته امامان ټاکلي دي. په يو ځاى کې يې په عامه توګه، د ثقلينو په نامه مشهور حديث کې فرمايلي دي. په صحيح مسلم کې لولو : پيغمبر اکرم د مکې او مدينې په منځ کې د (غدير خم ) په نامه په يوه ځاى کې پاڅېده، يوه خطبه يې وويله، بيا يې وفرمايل : «نزدې ده، چې زه له تاسو ولاړ شم؛ إني تارک فيکم الثقلين، اولهما کتاب الله فيه الهدى والنور.... و اهل بيتي اذکرکم الله في اهلي بيتى؛ زه ستاسو په منځ کې دوه قيمتي څيزونه پرېږدم؛ لومړى يې د خداى کتاب دى، چې پکې رڼا او هدايت دى .... او اهل بيت مې، تاسو ته سپارښتنه کوم، چې زما د اهل بيتو په هکله خداى مه هېروئ» (دا جمله يې درې ځله تکرار کړه) همدا معنا په صحيح ترمذي کې هم راغلې ده او په ډاګه وايي : (که د دغو دوو لمنه راټينګه ګړئ؛نو هېڅکله به بې لارې نشئ) دا حديث په سنن دارمي او خصائص نسائي او مسند احمد او په ډېرى مشهورو اسلامي کتابونو کې راغلى دى او په دې کې هېڅ شک نشته او په حقيقت کې متواتر حديث ګڼل کېږي، چې هېڅ مسلمان ترې انکار نشي کولاى او له روايتونو معلومېږي،چې رسول الله مبارک نه يوازې يو ځل؛ بلکې په بېلابېلو ځاىونو کې څو څو ځله تکرار کړى دى . څرګنده ده چې ټول اهل بيت د قرآن په څنګ کې دا لوړ مقام نشي درلوداى؛نو يوازې د پېغمبر(ص) له ځوځاته معصومو امامانو ته اشاره ده (يوازې په ځينو کمزوريو او مشکوکو حديثونو کې د اهل بيتي په ځاى، سنتي راغلى دى) موږ په يوه بل مشهور حديث کې چې په مشهورو سرچينو؛ لکه صحيح بخاري، صحيح مسلم، صحيح ترمذي، صحيح ابو داود او مسند حنبل او نورو کتابونو کې راغلى دى استناد کوو: رسول الله مبارک وفرمايل: لايزال الدين قائماان تقوم الساعة او يکون عليکم اثنتى عشر خليفة کلهم من قريش، د اسلام دين پر ځاى دى، د قيامت تر ورځې پورې او تر هغه وخته، چې دولس خليفه ګان په تاسو حکومت وکړي، چې ټول له قريشو دي . موږ عقيده لرو چې: د دغو روايتونو لپاره د منلو وړ تفسير نه تصور کېږي، بې له هغه څه چې د اماميه شيعه په کتابونو کې د دولسو امامانو په هکله راغلي دي .

د پېغمبر(ص) لخوا د علي (ع)ټاکنه موږ عقيده لرو : رسول الله مبارک په بېلابېلو ځاىونو کې علي (ع) په ځانګړې توګه د خپل ځاىناستي په توګه (د خداى په امر) معرفي کړى دى . منجمله په غدير خم کې (جحفې ته نزدې يو ځاى) له حجة الوداع د ستنېدو پر مهال يې د خپلو ګڼ شمېر اصحابو په ټول کې خطبه وويله او دا مشهوره جمله يې: ايها الناس الست اولى بکم من انفسکم، قالوا بلى، قال : فمن کنتم مولاه فعلى مولاه؛ اى خلکو ! زه پر تاسو تر تاسو زيات حق نه لرم؟ ويې ويل: هو! و يې فرمايل : د هغه چې زه يې مولا او لارښود يم او پر هغه زيات حق لرم، علي يې مولا، لارښود او د زيات حق خاوند دى . داچې زموږ مقصد دا نه دى، چې د دغو اعتقاداتو په بيان کې ډېر استدلالونه راوړو او ټينګار او بحث ولرو؛ نو دومر ه وايو، چې دا حديث داسې نه دى، چې په اسانۍ ترې انسان تېر شي يا د يوې عامې دوستۍاو محبت په توګه تفسير کړاى شي، چې رسول الله مبارک په دومره تاکيداتو او تشريفاتو بيان کړى دى . ايا دا هماغه څيز نه دى، چې په کامل کې د ابن اثير په ويناپېغمبر (ص) د خپل رسالت په پيل کې، چې کله دا آيت (و انذر عشيرتک الاقربين) نازل شو، خپل خپلوان راغونډ کړل او اسلام يې وروړاندې کړ. بيا يې وفرمايل: ايکم يوازرني على هذ الامر على ان يکون اخى و وصى و خليفتى فيکم، په تاسو کې کوم يو په دې کار کې راسره مرسته کوي، چې په تاسو کې زما ورور، وصي او خليفه شي . هيچا د پېغمبر اکرم بلنې ته ځواب ورنه کړ يوازې علي(ع) عرض وکړ «انا يا نبى الله اکون وزيرک عليه، زه به اى رسول الله په دې کار کې ستا وزير او ملګرى يم . رسول الله (ص) ورته اشاره وکړه او و يې فرمايل: (ان هذا اخى و وصيى و خليفتى فيکم) دا هلک په تاسو کې زما ورور، وصي او خليفه دى او ايا دا هماغه نه ده چې پېغمبر (ص) د خپل عمر په وروستيو شېبو کې غوښتل يو ځل بيا يې بيان کړي او ټينګار پرې وکړي او د صحيح بخاري په وينا امر يې وکړ چې : ايتوني اکتب لکم کتابا لن تضلوا بعده ابدا، ما ته يوه وسيله راوړئ چې يوه ليکنه درته وکړم، چې په برکت به يې تر ما وروسته هېڅکله نه ګمراه کېږئ او د حديث په دوام کې راغلي دي، چې ځينې کسانو له پېغمبر سره مخالفت وکړ او ان ډېرې سپکې خبرې يې وکړې او د دې کار مخه يې ونيوه . بيا تکراروم، چې دلته زموږ موخه په مختصر دليل د عقايدو بيانول دي؛ نه زيات، که نه وي؛نو بحثونه به په بل ډول وو .

تر ځان وروسته په امام د هر امام ټينګار موږ عقيده لرو چې : په دولسو امامانو کې هر يو امام تر ځان وروسته د بل امام په راتللو ټنيګار کړى دى،چې لومړى يې علي ابن ابي طالب(ع) بيا يې زوى امام حسن مجتبى(ع) بيا يې بل زوى حسين بن علي سيد الشهدا(ع) ورپسې يې زوى علي بن الحسين(ع) بيا يې زوى محمد بن علي الباقر(ع) او بيا يې زوى جعفر ابن محمد الصادق(ع) بيا يې زوى موسى ابن جعفر(ع) ورپسې يې زوى علي ابن موسى الرضا(ع) ورپسې يې زوى محمد بن علي التقي(ع) بيا علي ابن محمد النقي(ع) او بيا حسن ابن على العسکري(ع) او تر ټولو وروستى يې محمد بن الحسن المهدي _ سلام الله عليهم _ دى او موږ عقيده لرو، چې هغه اوس هم ژوندى دى؛البته يوازې موږ نه يو چې د مهدي په وجود عقيده لرو، چې نړۍ به له عدل او انصافه ډکوي؛لکه څرنګه چې به له ظلم او زياتي ډکه وي دا عقيده يوازې موږ ته ځانګړې نه ده؛بلکې ټول مسلمانان پرې عقيده لري او ځينو اهل سنتو عالمانو د مهدي(عج) د روايتونو د متواتر والي په هکله روغ روغ کتابونه ليکلي دي، ان په هغه رساله کې چې څه موده مخکې د (رابطة العالم الاسلامي) لخوا د هغه پوښتنې په ځواب کې چې د حضرت مهدي(ع) په هکله خپره شوې وه، د مهدي د راښکاره کېدوه په مسلم او هرومرو والي په ټينګارسره له پېغمبر اکرم څخه د مهدي په هکله ډېر روايت شوي حديثونه او اسناد ذکر کړي دي . خو ډېر يې عقيده لري، چې مهدي(عج) به په اخره زمانه کې پيدا کېږي؛خو موږ عقيده لرو، چې هغه دولسم امام دى او اوس هم ژوندى دى او په هغه وخت کې چې خداى ورته ماموريت ورکړي، له عدل اوانصافه به د ځمکې د ډکولو لپاره پاڅون کوي .

علي(ع) تر ټولو اصحابو غوره و موږ عقيده لرو چې حضرت علي تر ټولو اصحابو غوره و او تر رسول الله (ص) وروسته يې په اسلامي امت کې لومړ ى مقام درلود؛ خو سره له دې په دې مسئله کې هر ډول غلو او افراط حرام ګڼو او عقيده لرو، چې هغه کس، چې د حضرت علي لپاره د خداىۍ مقام يا داسې بل څه قائل دي کافر دي او د مسلمانانو له ليکې وتلي دي اوموږ د هغوى له عقيدو بېزاره يو که څه له بده مرغه د شيعه له نامې سره يې اخښل کېدل او ګډېدل کله کله په دې مسئله کې د غلط فهمۍ لامل کېږي. حال دا چې تل د اماميه شيعه وو عالمانو دغه کسان له اسلامه بهر ګڼلي دي .

اصحاب د عقل او تاريخ د قضاوت پر وړاندې موږ عقيده لرو چې: د پېغمبر(ص) په اصحابو کې ستر سرښندونکي او غوره کسان وو او قرآن او اسلامي روايتونه يې په فضيلت کې ډېر بحثونه لري؛ خو د دې دمعنا دا نه ده، چې د پېغمبر اکرم ټول اصحاب معصوم وګڼو او عملونه يې بې له استثنا صحيح وګڼو؛ځکه قرآن په ډېرو آيتونو کې (په برائت، نور او منافقين سورتونو کې) د منافقانو خبره کوي، چې د پېغمبر اکرم د اصحابو په منځ کې وو او په ظاهره د پېغمبر اصحاب ګڼل کېدل حال دا چې قرآن په ډېرو سختو ټکيو کې غندلي دي . بلخوا داسې کسان هم وو، چې تر رسول الله وروسته يې په مسلمانانو کې د جنګ اور بل کړ او د وخت له امام او خليفه سره يې بيعت مات کړى او د زرګونو مسلمانانو وينې يې وبهولې،اياموږ دغو ټولو کسانو ته له هر نظره پاک او سپېڅلي ويلاى شو؟ په بله وينا : څرنګه د جنګ (مثلا د جمل او صفين د جنګونو) دواړه لوري سم او په حقه وګڼو؟ دا هغه تضاد دى، چې زموږ لپاره د منلو وړ نه دى او هغه کسان، چې ددې خبرې د توجيه لپاره د[اجتهاد] په شان مسائل کافي ګڼي، چې په دوى کې يو لورى په حقه و او بل په غلطه؛ خو له دې امله چې په خپل اجتهاد يې عمل کړى، د خداى په نزد معذور؛ بلکې د ثواب خاوندان دي ،موږ ته د دې خبرې منل مشکل دي . څرنګه د اجتهاد په پلمه د پېغمبر اکرم له ځاىناستي سره بيعت ماتولى او بيا د جنګ اور بلولى شي او د زرګونو بېګناه کسانو وينه بهول کېداى شي.که دا دومره خونريزي په اجتهاد د توجيه وړ وي؛ نو بيا خو هر کار په اجتهاد توجيهېداى شي صفا ووايو چې : موږ عقيده لرو چې : ټول انسانان ان د پېغمبر اکرم اصحاب په خپل عمل پړ دي او د قرآن دا اصل چې «إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ؛ په تاسوکې خداى ته تر ټولوغوره کس هغه دى چې زيات متقي وي په اصحابو کې هم لاګو او صادق دى؛ نو بايد حالت يې په عمل سره وارزوو او روښانه يې کړو او په دې ډول يې د ټولو په هکله يو منطقي قضاوت ولرو او ووايو: هغه کسان، چې د پېغمبر(ص) په وخت کې د مخلصو اصحابو په ليکه کې وو او تر پېغمبر(ص) وروسته يې هم د اسلام د حفاظت هڅه وکړه او په هغه تړون، چې له قرآن سره يې کړى و، وفاداره پاتې شول هغوى ښه ګڼو او درناوى يې کوو او هغه کسان، چې د پېغمبر(ص) په وخت کې د منافقانو په ليکه کې وو او داسې کارونه يې وکړل، چې د رسول الله مبارک زړه يې خپه کړ او يا يې د پېغمبر اکرم تر وفات وروسته خپله لار بدله کړه او داسې کارونه يې وکړل، چې د اسلام او مسلمانانو په تاوان شول؛نو ورسره مينه ونه کړو . قرآن مجيد فرمايي: «لا تَجِدُ قَوْمًا يُؤْمِنُونَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الآخِرِ يُوَادُّونَ مَنْ حَادَّ اللَّهَ وَرَسُولَهُ وَلَوْ كَانُوا آبَاءَهُمْ أَوْ أَبْنَاءَهُمْ أَوْ إِخْوَانَهُمْ أَوْ عَشِيرَتَهُمْ أُولَئِكَ كَتَبَ فِي قُلُوبِهِمُ الإيمَانَ؛ هېڅ قوم چې په خداى او د قيامت پر ورځ يې ايمان راوړى، نشې موندلى، چې له هغو کسانو سره، چې د خداى او د هغه د رسول نافرماني يې وکړه دوستي او مينه وکړي که څه د هغوى پلار ان وروڼه يا يې خپلوان وي، دا هغه کسان دي، چې خداى تعالى يې ايمان په زړونو ليکلى دى» هو ! هغه کسان، چې د پېغمبر په ژوند کې يا يې تر رحلت وروسته آنحضرت (ص) وځوراوه زموږ په عقيده د ستاينې وړ نه دي . خو بايد هير نه کړو، چې د پېغمبر اکرم ځينو اصحابو د اسلام د پرمختګ په لار کې سترې قربانۍ کړي او زيارونه يې ايستي دي او د خداى له لوري يې ستاينه شوې ده؛ همدا راز هغه کسان چې ترې وروسته راغلل يا به په راتلونکي کې پيدا کېږي د دنيا تر پايه پورې، دوى که د رښتينو اصحابو لارې ته دوام ورکړي او پروګرام يې جاري وساتي، د هر ډول مدحې اوستاينې وړ دي «وَالسَّابِقُونَ الأوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالأنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ؛ له مهاجرو او انصارو لومړي مخکښان او هغه کسان، چې په نېکه يې د هغوى لاروي وکړه، خداى تعالى ترې خوشحاله شو او هغوى له خداىه خوښ دي . دا د پېغمبر اکرم د اصحابو په هکله زموږ د عقيدې نچوړ او خلاصه ده.

د اهل بيتو امامانو(ع) علم له پېغمبره(ص) دى موږ عقيده لرو چې د هغه حکم له مخې، چې د خداى رسول(ص) د متواترو روايتونو پر بنسټ د قرآن او اهل بيتو(ع) په هکله موږ ته راکړى دى، چې د دغو دوو لمن پرې نه ږدو ،چې هدايت شو او همداراز دې ته په پام سره، چې موږ، امامان (ع) چې له اهل بيتو دي معصوم ګڼو، د هغوى ټولې خبرې او عمل زموږ لپاره حجت او سند دى او همداراز يې تقرير (؛يعنې که د هغوى په مخکې کوم کار وشي او هغوى يې منع نه کړي) نو تر قرآن اوپېغمبر(ص) وروسته زموږ يوه فقهي منبع د امامانو(ع) وينا عمل او تقرير دى . او چې کله دې ټکي ته پام وکړو، چې د ډېرو او معتبرو روايتونو سره سم، امامانو (ع) فرمايلي دي :هغه څه چې وايي له خپلو پلار نيکونو او په اخر کې تر پېغمبره (ص) نقلوي او په دې پوهېږو چې له پېغمبره د ثقه او باوري کس روايتونه د اسلام د ټولو عالمانو په نزد د منلو وړ دي . امام محمد بن علي الباقر (جابر ته) وفرمايل: يا جابر انا لو کنا نحدثکم برايناو هوانا لکنا من الهالکين، و لکنا نحدثکم باحاديث نکنزها عن رسول الله (ص)= جابره! که موږ د خپل نفس او هوا په غوښتنه تاسو ته کوم حديث نقل کړو له هلاک شويو کسانو به وګرځو.خو موږ تاسو ته داسې حديثونه نقلوو، چې له رسول الله مبارک مو د يوې خزانې په شان ستاسو لپاره زېرمه کړي دي . له امام صادق (ع) نه يو بل حديث دى، چې يو کس له آنحضرته پوښتنه وکړه، هغوى ځواب ورکړ، هغه کس د امام د نظر د بدلولو لپاره بحث او خبرې اترې پيل کړې، امام صادق (ع) وفرمايل: داخبرې پرېږده (ما اجبتک فيه من شيء فهو عن رسول الله) هر ځواب مې چې د يو څيز په هکله درکړ له پېغمبره(ص) دى (او د بحث ځاى نه لري) . د پام وړ ټکى دادى چې موږ په حديث کې معتبرې سرچينې لکه «کافي، تهذيب، استبصار او من لايحضره الفقيه» او داسې نورې لرو؛ خو زموږ له نظره د دغو منابعو معتبروالى په دې معنا نه دى، چې هر روايت چې پکې دى، زموږ له نظره د منلو وړ وي،موږ د روايتونو په څنګ کې د رجال کتابونه لرو، چې د سندونو په ټولو سلسلو کې د اخبار (حديثونو) د راويانو حال پکې بيان شوى دى، زموږ له نظره هغه روايت د منلو دى، چې د هغه د سند په سلسله او لړۍ کې ټول کسان يې ثقه او باوري وي؛ نو هغه روايتونه، چې په دغو کتابونو کې راغلي دي، که دغه شرط ونه لري زموږ له نظره د منلو وړ نه دي . پردې سربېره کېداى شي يو روايت داسې وي، چې د سند سلسله يې هم معتبره وي؛ خو زموږ عالمانو او فقيهانو له اوله تر اوسه پرې سترګې پټې کړې وي او ترې تېر شوي وي؛ ځکه نورې غلطۍ او خنډونه يې پکې موندلي وي؛ موږ دغه روايت ته (معرض عنها) وايواو زموږ له نظره اعتبار نه لري . له دې ځاىه روښانېږي،چې هغه کسان، چې زموږ په عقيدې دپوهېدو لپاره يوازې په هغو ځينو روايتونو، چې په دغو کتابونو کې راغلي دي، استناد کوي بې له دې، چې د هغه د سند په هکله تحقيق وکړي سمه لار نه وهي . په بله وينا: په ځينو مشهورو اسلامي مذهبونو کې داسې کتابونه شته د (صحاح) په نامه چې د هغوى د روايتونو صحيحوالى د هغو د ليکونکو لخوا تضمين شوى دى او نور هم په هغو د سموالي ټاپه وهي؛ خو زموږ په نزد معتبر کتابونه داسې نه دي؛ بلکې داسې کتابونه دي، چې ليکونکي يې ستر او د باوري کسان دي؛ خو د دغو کتابونو د روايتونو د سند صحيحوالى، د علم رجال په کتابونو کې د سند د رجالو په ارزونې پورې تړلى دى . دې ټکي ته چې موږ ذکر کړ پام کول د هغو ډېرو پوښتنو ځواب ويلى شي، چې زموږ د عقيدې په هکله موجود دي، لکه څرنګه چې ترې غفلت زموږ د عقايدو په هکله د ډېرو تېروتنو او غلطيو لاملېداى شي . په هر حال د قرآن مجيد تر آيتونو وروسته د پېغمبر(ص) روايتونه او د اهل بيتو د دولسو امامانو(ع) حديثونه زموږ په نزد معتبر دي په دې شرط، چې د دغو روايتونو صادروالى په معتبره طريقه له امامانو(ع) معلوم شي.