کلاشېنکوف اې کې ۴۷

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کلاشېنکوف اې کې ۴۷
اړوند
په نامه د
عامه معلومات
عمومي معلومات
ټاټوبی هیواد
ډیزاینر
ځانګړې وېشنيزه
ټول تولید
۸۰٬۰۰۰٬۰۰۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
د خدمت پیل
۱۹۴۹ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړين معلومات
جګړه
کچه او لوړوالۍ
اوږدوالۍ
۸۷ سنتيمتر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
وزن

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ (په روسی: Автомат Калашникова) چی د AK-47 په نوم هم پېژندل شوی دی د ۳۹×۷،۶۲ یو برید کوونکی خپل کاري توپک دی چی په شوروی اتحاد کی په ۱۹۴۷ کال کی د یو روسی عسکر Mikhail Kalashnikov لخوا طرح او جوړ شو. نوموړي وسله د ۱۹۴۹ کال څخه راهسی د Izmash د شرکت لخوا جوړېږي او تر اوسه پورې د نړی تر ټولو گن شمیر لرونکی او مشهور توپک دی. تر اوسه پورې په نړی کی د کلاشېنکوف اې کې ۴۷ سل میلیون توپکونه جوړ شوی دی.

تاريخ

د کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د طرحی کارونه په ۱۹۴۵ کال کی پېل شول. دغه توپک د نازی توپک StG 44 د جوړښت په اساس جوړ شو.د کلاشنیکوف د جوړولو په ۱۹۴۹ کال کی پېل شو او شوروی پوځ د دغی توپک څخه په رسمی ډول د ۱۹۵۱ کال څخه راهیسی کار اخلی. دغه توپک د سړې جگړې په وخت کی په ځانگړی ډول د شرقی بلوک په پوځونو کی پرته له چکوسلواکيا (په چکوسلواکی پوڅ کی او وروسته په چېکی او سلواکی پوځونو کی د ۱۹۵۸ کال څخه تر ۲۰۱۱ کال پورې د توپک ماډل ۵۸ څخه کار اخیستل کېده ) کارېده. دغه توپک پرته له روسیې نه په چین (توپک ماډل ۵۶)، پولنډ(PMK)، بلغارستان (AKK)، مجارستان (AK-55)، مشرقی آلمان (Mpi-K)، یوگوسلاوی (Automatska puška vz. 64 )، رومانيا (AI) او نورو هېوادونو کی جوړېده. په اوس وخت کی نوموړی توپک پرته له قومو پوځونو نه د مخالفینو او جزایی ډلو په لاس کی هم دی. کلاشېنکوف اې کې ۴۷ د ۳۹×۷،۶۲ ماډل ۴۳ گولی کاروی.دغه گولی په ۱۹۴۳ کال کی د SKS روسی توپک لپاره طرح او جوړه شوه او د شرقی بلوک تر تاسیسولو وروسته د وسلو والو ځواکونو سټندرد گولی په توگه انتخاب شوه. د کلاشېنکوف توپک په ۷۰ کلو کی عصری شو. دغه توپک چی د AK-74 په نوم یادېږي د ۳۹×۵،۵۴ د گولی څخه کار اخلی او د خولې سرعت یی ۹۰۰ متر په ثانیه کی دی.

د ټوپک پېژندنه

د ټوپک د گلنگدان سیستم

کلاشېنکوف اې کې ۴۷ یو برید کونکی او په خپله چارچونکي لاسی وسله ده چی د گاز د فشار په مرسته چې د باروت تر چاودنی وروسته رانځته کېږی، ویشتل کېږی. د گلنگدان سیستم یی څرخ کوونکی دی. نوموری وسله د ۳۹×۷،۶۲ یا ۳۹×۵،۵۴ گولی څخه کار اخلی. ویشتونکی سرعت یی ۶۰۰ گولی په دقیقه کی دی. اې کې ۴۷ په جاغور کې ۳۰ گولی لری. دغه وسله د ثابت قنداغ یا د کت کېدونکی قنداغ درلودلای سی. اې کې ۴۷ یو یو گولۍ یا جرعه ویشتلای سی. وزن یی ۴،۳ کیلو ته رسېږي.


د کلاشېنکوف ډولونه

وسله د مرمی کالیبر عکس
AK-47 ۳۹×۷،۶۲
AKS-47 ۳۹×۷،۶۲
AK-74 ۳۹×۵،۴۵
AKM ۳۹×۷،۶۲
AK-103 ۳۹×۷،۶۲