کارن:استاد ښوونیار محمد ذاکر ذکي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

صحنه څنګه جوړه کړو؟ په مخکنیو موضوعاتو کې د ستاینې په اړه پو شوو، چې لیکوال هغه څه چې خپله ویني یا یې درک کوي، داسې لیکي چې خپلې لیدنې او درک لوستونکو ته ورسوي؛ یعنې څرنګه یې چې خپله لیدلي او تصور کړي، لوستونکي یې هم باید په ذهن کې هم هغه ډول درک کړي. په ستاینه کې لیکوال هڅه کوي، چې د څېزنو او کرکټرونو بڼه او څهره لوستونکو ته ور وښيي. اوس دلته دښکاره کولو یوه بله وسیله « د صحنې جوړونه» در پيژنو. په ستاینه کې لیکوال په خپله کیسه کې ساکن انځور وړاندې کوي؛ مکر په صحنه جوړونه کې خوځنده انځورونه وړاندې کیږي. په ستاینه کې لیکوال، لوستونکو ته ښیي چې شخصیتونه یا څېزونه کومه بڼه او شکل لري، څه احساس لري، څېزونه او شخصیتونه په کوم ځای او حالت کې دي. مګر صحنه جوړونه کې لوستونکو ته ښودل کېږي، چې شخصیتونه کوم کارونه ترسره کوي او یا څه وایي او څنګه حرکت کوي. که چېرې لاندې دوه بېلګې سره پرتله کړو، د دوه مهمو وسیلو( ستاینې او صحنه جوړونې) ترمنځ توپیر باندې پوهېږو. د ستاینې په برخه کې مو وویل. که چېرې تاسې وغواړئ، ملګري ته مو په یو لیک کې د ساحل ستاینه وکړئ ، نو کیدای شي په دغه بڼه جملې وکاروئ: (( هوا توده وه ، هسک او ځمکه یو رنګ وو خپل اوبرنګی رنګ یې درلود. رنګینې او ښکلې سیپۍ د سیند هرې خواته پرتې وې ؛ د سیند ښکلا یې لا زیاته کړې وه. وړو پاڼو او لنډو وښو د سیند غاړې پوښلې وې. کب خوړونکو مرغانو د بوټو ترڅنګ کتارونه جوړ کړي وو...)) تاسو به د څېزونو او په سیند کې د موجودو اشیاوو د ستاینې په بهیرکې د هغوی خبرو او کارونو یادونه هم کوئ، چې ترسره کړي مو دي. حتا د اوبو د څپو او د کب خوړونکو ماهیانو په اړه هم لیکئ او لاندې جملې په پورتني متن باندې اضافه کوئ: (( تیاره ورو ورو خوریده او ما د سیند پر غاړه ورو ورو ګامونه اخیستل، ستا شعرونه مې زمزمه کول ، چې راته ویلي دې ول. د سیند څپو به ساحل ته یوه یوه څپیړه هم ورکوله. سپینې سیپۍ به له ځایه بې ځایه شوې او د سیند غیږ ته به وکولیدې. زما پښې هم د سیند دغاړې په پستو شګو کې ښکته لاړې. د اوبو واړه او غټ څاڅکي به مو په مخ لګېدل او تریو خوند به مې په خوله کې حس کاوه. د کب خوړونکو مرغانو شور د سیند له برې خوا تر خوږ کیده او زه یې د سیند په لور راکاږلم...)) نو د کرکټرونو ، دهغو خبرو اترو او په داستان کې د څیزونو خوځون او حرکت ته صحنه جوړنه یا صحنه کاږنه وايي. په ستاینه کې لیکوال کیسه دروي ، ترڅو څیزونه په خپله اصلي بڼه موږ ته را وښيي ؛ خو په صحنه جوړونه کې موږ ته د کارونو ترسره کول، خبرې اترې او حرکتونه ښيي. یا مثلاً لیکو چې کوټه پاکه او ستره وه، په دغې بېلګه کې هېڅ خاص کار نه دی ترسره شوی. دلته یوازې د کوټې پاکي ښودل شوې. که چېرې ولیکو چې مریم اتاق جارو کوي. په دغه بېلګه کې د مریم د جارو کولوکار بیانوو. لومړۍ بېلګه د ستاینې ده او دویمه بېلګه دصحنې جوړونې یا لحظه پردازۍ ده. ځکه په لومړۍ بېلګه کې تصویر ساکن دی؛ مګر په دویمه بېلګه کې انځور خوځند وړاندې شوی. لاندې بېلګو ته پام وکړئ، چې د کیسو له کتابونو څخه مې ټاکلې دي: (( د غر له لوري نرم نسیم را والوت او تیر شو. قاشګا لګیا وه ، خپل لاسونه یې څټل. له لرې قولې اوریدل کېدې. نور د لېوانو قولې نه وې. بیا هم ، د قاشګا غوږنه څک شول او څه شیبه په تروږمۍ کې ، ځیر شوه، سر مې په سره ورته کیښود، ددې لپاره چې تود یې کړم: ومې ویل: (( اورې؟ قولې دي. نه وېریږې؟ رښتیا که اوس یو لېوه راشي او ورسره مخامخ شوې، بیاڅه کوې؟))

                                                                                                                                            ( شب در بیابان – محمد رضا بایرامی- ۲۱ مخ)

(( ځان مې په زور سره د خلکو په ګڼه ګونه کې مخ ته ورساوه. خاورو، دوړو، دود؛ هوا خرابه کړې وه. د خاورو او دوړو په منځ کې ځوانان له لاسي څراغونو سره چټک چټک ګامونه اخیستل او له کورڅخه یې څېزونه بېرون ته راوېستل. ناڅاپه مې سترګې په دغه ګڼه کوڼه کې په حسین ورور ولګیدلې. نور مې معطل ونکړو. لاس مې تېر کړ، یوکس چیغه کړه، دېخواته راځه، دېخوا...))

                                                                                                         ( آن شب که بی بی مهمان بود-عموزاده خلیلی – ۲۲ مخ )

(( زموږ کور په یو میدان کې دی چې یو لوی وسپنیز ور لري، چې د شپې له ننه خوا بندېږي.( ستاینه) زنګ مې وواهه، کله چې یوه سور پوستي ورخلاص کړ. سهار نیکمرغه -مې ورته وویلې، په لوړو او ارامو قدمونو پخلنځي خواته لاړم، یوه کاسه حلیم مې وخوړل. خپلې کوټې ته لاړم. مرغلره مې تر بالښت لاندې کېښوده او اوږده وغځېدم؛ چې ویده شم. په یاد مې شوه ،چې د دفتر ور رانه خلاص پاتې دی ،مرغلره مې بیا په کمیسه کې کېښوده او له تپې نه کوزې خوا را ښکته شوم، د یوې ښځې د وړوکي کور له څنګه تیره شوم ، چې د ککوو شیدې يې خرڅولې، زه یې ځان ته د لاس په اشاره وبللم او ویې ویل: « نن ډیره کوزه بره کیږې.»

                                                                                                                                    ( مروارید سیاه –اسکات اًدل – ۶۲ مخ )

(( په پټه د باغ له واړه وره بهر لاړو.( صحنه جوړونه) عجیبه ساړه وو.( ستاینه) د ساړو داسې وږم مو پرمخ لګېده چې اړ شووسترګې مو پټې کړو.(( صحنه یا لحظه پردازي) باغ په رښتیني توګه پاک او سوتره و.( ستاینه) لورنز ویل: په ژمي کې بانډه بدرنګه او منظره یې بې خونده ده؛ خو زما په نظر ډېر ښایسته او ښکلې ولګېده.( صحنه جوړونه) د ځمکې غولی ځلېده، ځکه ټوله ځمکه یخ وهلې پرخې نیولې وه( ستاینه) او هغه ورځ لمر هم خپلې وړانګې د وریځو له سوريو دیخوا را تیرولې او ځمکه یې پرې تودوله( صحنه جوړه کړو. تمرین یو پارک ته لاړ شئ او یو څنګ ته کینئ. خپل شاوخوا ته ښه وګورئ. هر هغه څه چې وینئ او اورئ، په هماغه ډول یې ولیکئ. له شنو ځایونو نیولې، د ونو پاڼې، د ګلونو رنګ، د خلکو تګ راتګ، د هغوی خبرې، د مرغانو شورماشور، د ماشومانو هغه چیغې چې د لوبو پر وخت یې کوي... دا ټول ولیکئ. وروسته خپله لیکنه په دقیق ډول ولولئ. حتما هغو ځانګړونو ته په کتلو سره چې تاسې د صحنې او ستاینې په برخه کې زده کړي، د هغو تیوریو پر بنسټ کولای شئ، چې په خپله لیکنه کې د ستاینې او صحنې جوړونې ترمنځ توپیر وکړئ او کولای شئ، هغه جملې تشخیص کړئ، چې کومې د ستاینې او کومې د صحنه جوړونې اړوند دي؟ د دې لپاره چې یو موقعیت لوستونکو ته په ښه شکل انځور کړئ، څېزونه بې حرکته او ساکن شیان له خپل موقعیت سره او خوځنده شیان له خپلو حرکتونو او خوځښت سره ولیکئ، چې لومړنۍ یې ستاینه او دویم یې صحنه جوړونه یا لحظه پردازي وي.