ژاک شېراک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ژاک ریني شېراک (د ۱۹۳۲ ز کال د نومبر له ۲۹ مې نه – د ۲۰۱۹ ز کال د سپټمبر تر ۲۶ مې پورې) یو فرانسوی سیاستوال و چې له ۱۹۹۵ز  کال نه تر ۲۰۰۷ ز کال پورې یې د فرانسې د ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له دې وړاندې شېراک له ۱۹۷۴ ز کال نه تر ۱۹۷۶ز کال او له ۱۹۸۶ کال نه تر ۱۹۸۸ ز کال پورې د فرانسې لومړی وزیر و او د ۱۹۷۷ ز کال نه تر ۱۹۹۵ ز کال پورې د پاریس ښاروال و. [۱][۲][۳][۴][۵]

شېراک د اداري علومو په ښوونځي کې له ګډون وروسته، د جګپوړي ملکي مامور په توګه خپله دنده پیل کړه، چې لږ وروسته یې په سیاست کې پښه کېښوده. شېراک د کرنې وزارت او د کورنیو چارو د وزارت په ګډون په بېلابېلو جګ پوړو پوستونو کې کار کړی دی. نوموړي په ۱۹۸۱ او ۱۹۸۸ ز کلونو کې، د ولسمشرۍ لپاره د محافظه کار ګولیسټ ګوند د جمهوريت لپاره د خوځښت د مشر په توګه بې پایلې هڅې درلودې. په لومړی سر کې د شېراک په کورنیو سیاستونو کې د مالیاتو ټیټې بیې، د نرخونو د کنټرول لرې کول، د جرم او ترهګرۍ لپاره سخته سزا او د سوداګرۍ خصوصي کول ګډون درلود. په دویمه دوره کې د لومړي وزیر په توګه د دې سیاستونو له تعقیب وروسته، نوموړي خپل نظر بدل کړ. هغه د مختلفو اقتصادي سیاستونو لپاره استدلال وکړ او د ۱۹۹۵ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې په دویم پړاو کې د ۵۲.۶ سلنه رایو په ګټلو سره ولسمشر وټاکل شو، چې سوسیالیست لیونل جوسپین ته یې، وروسته له هغه ماتې ورکړه چې د "ټولنیزو شخړو" (ټولنیز جلاتوب) د حل د تګلارې پر بنسټ یې کمپاین وکړ. د شېراک اقتصادي سیاست، چې د دیریجیزم پر بنسټ ولاړ و، یعنې د دولت په لارښوونه پانګونې ته اجازه، د مارګریټ تاچر او جان میجر په صدارت کې د انګلستان د آزاد بازار د سیاست سره په ټکر کې راغی، چې شېراک هغې ته د "انګلو-سیکسون الترالیبرالیزم" یا نوی لیبرالیزم په سترګه کتل.    [۶][۷][۸]

نوموړی په عراق باندې د امریکا په مشرۍ د یرغل په وړاندې د خپل درېځ، د یهودانو په شړلو کې د فرانسې د حکومت د همکارۍ د ونډې او په ۲۰۰۰ ز کال کې د ټولپوښتنې له لارې له ۷ کلونو نه ۵ کلونو د ولسمشرۍ دورې د کمولو په برخه کې هم شهرت ترلاسه کړ. نوموړي د ۲۰۰۲ کال کال د فرانسې په ولسمشریزو ټاکنو کې، د ښي اړخه نوماند، ژان ماري لوپین په وړاندې په دویم پړاو کې د ۸۲.۲ سلنه رایو په ګټلو سره بریالی شو، خو نوموړي په خپله دویمه دوره کې، د محبوبیت خورا ټیټه درجه درلوده او د فرانسې په معاصر سیاسي تاریخ کې یو له لږ محبوبو ولسمشرانو نه ګڼل کېده.

د پاریس محکمې په ۲۰۱۱ زکال کې، شېراک د عامه پیسو د ضایع کولو او د خلکو باور نه د ناوړه ګټې اخیستنې په برخه کې مجرم و ګڼل شو، هغه ته یې د دوه کاله تعلیقي بند سزا ورکړه.[۹]

د ژوند لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

د کورنۍ مخینه[سمول]

ژاک ریني شېراک د ۱۹۳۲ز کال د نومبر په  ۲۹ مه نېټه د پاریس په پنځمه ناحیه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې. هغه د ابیل فرانسوا ماری شېراک (۱۸۹۸ – ۱۹۶۸ ز)، چې په یو هوایي شرکت کې بریالی اجرائیوي مشر و او ماری لوئیس والیټ (۱۹۰۲ – ۱۹۷۲ز)، چې د کور مېرمن وه، زوی و. د هغه نيکه او انا له سانت-فيريول نه په کوريز کې ښوونکي وو. د نوموړي نيکه او انا دواړو اړخونو د کورېز په کليوالي سويل لوېديځه سيمه کې بزګران وو. [۱۰][۱۱][۱۲]

د شېراک په وینا: د هغه نوم د اکسیتان ژبې د منځنیوو پېړیو د یوه شاعر له نامه نه سرچینه اخلي، نو له همدې امله شاعرانه دی". نوموړی کاتولیک مذهبه عیسوي و. [۱۳]

شېراک یوازینی ماشوم و (مشره خور یې جیکولین، د زېږون نه وړاندې په ماشومتوب کې مړه شوه). هغه په پاریس کې د کورس هټمر په یوه خصوصي ښوونځي کې زده کړې وکړې. نوموړی بیا د کرنات په لېسه او د لویز لي ګړنډ لېسه کې خپلې زده کړې پر مخ یووړې. د بکلوریا د سند له لاس ته راوړلو وروسته، نوموړي درې میاشتې د ډبرو سکرو په ټرانسپورټ کې د ماڼو په توګه کار وکړ. [۱۴][۱۵][۱۶]

شېراک د بریو د ځوانانو په ټیم کې د رګبي لوبه کوله او د پوهنتون په کچه هم لوبیدلی دی. نوموړي په لوبو کې ۸ شمېره او دویمه لیکه کې لوبه کوله. [۱۷]

زده کړې او پخوانۍ تجربه[سمول]

شېراک چې له شارل ډو ګول نه اغېزمن شوی و، په ۱۹۵۰ ز کلونو کې یې د ملکي خدمتونو مسلک تعقیب کړ. نوموړی په دې وخت کې، د فرانسې له کمونست ګوند سره يو ځای شو او د بشریت (L'Humanité) ورځپاڼې نسخې يې پلورلې او د کمونستي خونې په غونډو کې يې ګډون کاوه. نوموړي په ۱۹۵۰ ز کال کې د اتومي وسلو د له منځه وړلو په اړه د شوروي په نوښت د ستاکهولم غوښتنلیک لاسلیک کړ - چې متحده ایالاتو ته د خپلې لومړۍ ویزې د غوښتنلیک پر مهال تر پوښتنو لاندې راغئ. [۱۸][۱۹]

هغه په ۱۹۵۳ز کال کې، د سیاسي علومو د مطالعاتو له انستېتیوت نه تر فراغت وروسته، د هارورډ پوهنتون د دوبي په سمستر کې په غیر کریډیټ کورس کې برخه واخیسته. وروسته له هغه یې په ۱۹۵۷ ز کال د اداري علومو په ملي ښوونځي کې ګډون وکړ، چې د فرانسې لوړ پوړي دولتي مامورین روزي.

په متحده ایالاتو کې شېراک، د میسوري په سینټ لویز کې د انهیوسر-بوش د بیر په کمپنۍ کې دنده ترسره کوله. [۲۰]

شېراک په سامور کې د زغره وال پلي ځواک د احتیاط پوځي افسر په توګه وروزل شو. وروسته نوموړي په خپله خوښه د الجزایر په جګړه کې د شخصي اړیکو پر بنسټ ګډون وکړ، که څه هم له هغه جګپوړي کسان لا هم په احتیاط کې پاتې وو. د هغه جګپوړو چارواکو نه غوښتل چې نوموړی د افسر په توګه وټاکي، ځکه چې دوی شک درلود چې هغه کمونیستي لیدلوری لري. نوموړی په ۱۹۶۵ز کال کې د پلټونکو په محکمه کې پلټونکی شو. [۲۱][۲۲][۲۳]

سرچینې[سمول]

  1. کينډۍ:Cite Oxford Dictionaries
  2. "Chirac, Jacques". Longman Dictionary of Contemporary English. Longman. خونديځ د اصلي څخه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. کينډۍ:Cite American Heritage Dictionary
  4. کينډۍ:Cite Merriam-Webster
  5. He was ex officio Co-Prince of Andorra
  6. Privatization Is Essential, Chirac Warns Socialists: Resisting Global Currents, France Sticks to Being French Archived 9 May 2008 at the Wayback Machine., International Herald Tribune.
  7. "Jacques Chirac President of France from 1995 to 2007". Bonjourlafrance.net. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۷ اگسټ ۲۰۰۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Giavazzi, Francesco; Alberto Alesina (2006). The Future of Europe: Reform Or Decline. د کتاب پاڼې 125. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780262012324. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. (په 26 September 2019 باندې). Jacques Chirac, French president, 1932-2019.
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "Jacques Chirac Fast Facts". CNN. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. (په 15 December 2011 باندې). Jacques Chirac verdict welcomed by anti-corruption campaigners. The Guardian.
  15. "Quelques Anciens Celebres". Hattemer. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ جون ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ جون ۲۰۱۵. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Chirac, Jacques (2012). My Life in Politics. St Martin's Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1137088031. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Famous Ruggers by Wes Clark and others Archived 19 August 2009 at the Wayback Machine.. Retrieved 19 August 2009.
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. France 3, 12 November 1993
  20. (په 26 September 2019 باندې). Jacques Chirac, former French president, is dead at 86. CNN
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. Emmanuel Hecht and François Vey Chirac de A à Z, dictionnaire critique et impertinent, A. Michel, 1995, ISBN 2-226-07664-6
  23. "Jacques Chirac". CVCE.eu. 30 September 2019. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ جنوري ۲۰۲۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)