چک جمهوریت

Permanently protected article
د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
(له چېک جمهوريت نه مخ گرځېدلی)
  
چک جمهوریت
چک جمهوریت
چک جمهوریت
بیرغ
چک جمهوریت
چک جمهوریت
نښان

Location of  چک جمهوریت  (dark green) – on the European continent  (green & dark grey) – in the European Union  (green)  —  [Legend]
Location of  چک جمهوریت  (dark green)

– on the European continent  (green & dark grey)
– in the European Union  (green)  —  [Legend]

Location of  چک جمهوریت  (dark green)

– on the European continent  (green & dark grey)
– in the European Union  (green)  —  [Legend]


شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۵۰°شمال ۱۵°ختیځ / 50°شمال 15°ختيځ / 50; 15   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ[۱]
پراخوالی 78866 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پلازمېنه پراګ (پرایان)
رسمي ژبې چيکی ژبه   د (P37) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
د خپلواکۍ نېټه ۱ جنوري ۱۹۹۳  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن
16 کلن   د (P3000) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بې کارۍ کچه 2.4 سلنه (۳۰ اپرېل ۲۰۲۳)[۲]  د (P1198) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اوسط عاید
34741 Czech koruna (۲۸ فبروري ۲۰۲۳)[۳]  د (P3529) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
نورې عددونه او شمېرې
بیړنۍ ټليفون
شمېره
۱۱۲   د (P2852) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ترافيکي لورۍ ښي لورۍ [۴]  د (P1622) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
رسمي وېب‌پاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ‌‌‌‌‌‌‌‌
د هيواد کوډ CZ  د (P297) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +420  د (P474) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
Map

د چېک جمهوريت (په چيکي:Česká republika)يو صنعتي هېواد دی چې په مرکزی اروپا کې پروت دی.

مساحت یی ۷۸۸۶۵ کېلومتره مربع دی او ۱۰۳۳۰۰۰۰ وگړی (نفوس) لری. پایتخت یی پراگ دی. د چک جمهوریت د اروپا د مشترکو هېوادو غړی دی. د چک جمهوریت په شمال کېله پولنډ سره، په سوېل کېله اتریش سره، په لویدیځ کېله آلمان سره او په ختیځ کېد سلواکيا له جمهوریت سره گډې پولې لری. پراگ، برنو( Brno )، اوستراوا( Ostrava )، اولوموڅ( Olomouc ) او پلزن( Plzeň ) تر ټولو لوی ښارونه دی. د لابې سیند تر ټولو اوږد سیند دی. د چک جمهوریت صنعتی هېواد دی مګر په دغه هېواد کشې عصری کرهنه هم شته.

جغرافیه

چک جمهوریت په منځنۍ اروپا کې په وچه کې حیسار هیواد دی. یاد هیواد په سیمه کې ښه او معتدله هوا لري.

اقتصاد

اداري وېش

(د موټر پلیټ) سیمه مرکز وګړي (د ۲۰۰۴ کال اټکل) وګړي (اټکل ۲۰۱۰)
A  پاراګوای، پلازمېنه (Hlavní město Praha) ۱٬۱۷۰٬۵۷۱ ۱٬۲۵۱٬۰۷۲
S  مرکزي بوهيميا سيمه (Středočeský kraj) اداري مرکز: پراګ ۱٬۱۴۴٬۰۷۱ ۱٬۲۵۶٬۸۵۰
C  سوېلي بوهيميا سيمه (Jihočeský kraj) چسکه بودیوویتسه ۶۲۵٬۷۱۲ ۶۳۷٬۷۲۳
P  Plzeň Region (Plzeňský kraj) پلزېن ۵۴۹٬۶۱۸ ۵۷۱٬۸۳۱
K کينډۍ:د هېواد مالومات Karlovy Vary Region (Karlovarský kraj) کارلووی واری ۳۰۴٬۵۸۸ ۳۰۷٬۳۸۰
U کينډۍ:د هېواد مالومات Ústí nad Labem Region (Ústecký kraj) اوستی ناد لابم ۸۲۲٬۱۳۳ ۸۳۵٬۸۱۴
L کينډۍ:د هېواد مالومات Liberec Region (Liberecký kraj) لیبرتس ۴۲۷٬۵۶۳ ۴۳۹٬۴۵۸
H کينډۍ:د هېواد مالومات Hradec Králové Region (Královéhradecký kraj) هرادتس کرالووه ۵۴۷٬۲۹۶ ۵۵۴٬۳۷۰
E کينډۍ:د هېواد مالومات Pardubice Region (Pardubický kraj) پاردوبیتسه ۵۰۵٬۲۸۵ ۵۱۶٬۷۷۷
M کينډۍ:د هېواد مالومات Olomouc Region (Olomoucký kraj) الوموتس ۶۳۵٬۱۲۶ ۶۴۱٬۵۵۵
T کينډۍ:د هېواد مالومات Moravian-Silesian Region (Moravskoslezský kraj) استراوا ۱٬۲۵۷٬۵۵۴ ۱٬۲۴۴٬۸۳۷
B کينډۍ:د هېواد مالومات South Moravian Region (Jihomoravský kraj) برنو ۱٬۱۲۳٬۲۰۱ ۱٬۱۵۲٬۸۱۹
Z کينډۍ:د هېواد مالومات Zlín Region (Zlínský kraj) زلین ۵۹۰٬۷۰۶ ۵۹۰٬۵۲۷
J کينډۍ:د هېواد مالومات Vysočina Region (Vysočina) ییهلاوا ۵۱۷٬۱۵۳ ۵۱۴٬۸۰۵

سیاسی جوړښت

تاریخ

د کلټ قبیلو په ۴۰۰ کال ق.م. کې په مرکزی اروپا کې یو دولت تاسیس کړ. هغه د کلټ قبیله د بویون ( په لاتین: بوهیم ) په نوم یادېږی. د دی لپاره د چېک دولت هم د بوهیما په نوم یادېږی. په پنځمه پیړی کې سلوانی قبیلې د آسیا څخه مرکزی اروپا ته راغللې او په بوهیما کې یی سلوانی دولت جوړ کړ. په ۷ پېړۍ کې په بوهیما کې لمړی قوی دولت تاسیس شو. هغه دولت په اوس وخت کې د سامو دولت په نوم یادېږی. په ۸۳۰ کال کې په بوهیما او موراوا کې یو لوی او قوی دولت تاسیس شو . دغه دولت په اوس وخت کې لوی موراویا په نوم یادېږی. دغه لوی دولت به ۹۰۷ کال کې په پوهیما او موراوا تقسیم شو. د لوی موراوا د تقسیمولو وروسته په بوهیما کې لمړی د چېک دولت د پږېمسل کورنۍ لخوا تاسیس شو.په ۱۰ پېړۍ کې د پږیمسل حکمرانانو موراوا او سلواکېا ونیول. په ۹۷۳ کال کې په بوهیمیا کې د اسقف مقر جوړ شو. په ۱۲۱۲ کال کې د چېک دولت په چېک پاچایۍ بدله شوه. په ۱۲۵۳ کال کې پښيميسل اوتاکار ۲ چېکی پاچا شو.پښيميسل اوتاکار ۲ د واده او توره په مرسته د چېک پاچایی پراخه وکړه او په دی ډول د چیک پاچایی د اروپا تر ټولو قدرتمن ( پیاوړی ) هېواد شو. مگر پاچا پښيميسل اوتاکار ۲ په ۱۲۷۸ کال کې په جگړه کې د اتریش د اردو لخوا ووژل شو. زوی یی واتسلاف دوهم په ۱۲۸۳ کال کې چېکی پاچا شو. پاچا واتسلاف دوهم پر پولند برید وکړ او په ۱۳۰۰ کال کې د پولند پاچا شو. په ۱۳۰۱ کال کې زوی یی واتسلاف ۳ د اوهری ( هنگری ) پاچا شو او په ۱۳۰۶ کال کې واتسلاف ۳ د خپل پلار تر وفات وروسته د چېک پاچا شو. واتسلاف ۳ په ۱۳۰۶ کال کې په اولوموڅ کې وژل شو. د پاچا واتسلاف ۳ تر وفات وروسته د چېک پاچایی د لوگزامبورگ د حکمرانانو لاس ته ورغله. په ۱۳۴۴ کال کې په پراگ کې د لوی اسقف مقر تاسیس شو. په ۱۳۴۶ کال کې کارل څلورم د چېک پاچا شو. پاچا کارل څلورم د چېک تر ټولو مشهور پاچا وو. کارل ۴ په پراگ کې یو مشهور پوهنتون تاسیس کړ. په اوس وخت کې دغه پوهنتون د کارل پوهنتون په نوم یادېږی او دغه پوهنتون په مرکزی اروپا کې تر ټولو زوړ پوهنتون دی. پاچا کارل ۴ په پراگ کې هم یو مشهور پل جوړ کړ. په اوس وخت کې دغه پل د کارل د پل په نوم يادېږی او د پراگ تر ټولو مشهور یادگار دی. د پاچا کارل د حکومت په وخت کې پراگ د چېک د پاچایی او د مقدس روم دامپراطوری پایتخت شو. پاچا کارل څلورم دوه زامن لرل. د کارل ۴ تر وفات وروسته زوی یی واتسلاف څلورم چېکی پاچا شو او زوی یی زیکموند د هنگري پاچا شو. واتسلاف ۴ ډېر نالایق او عیاش پاچا وو. واتسلاف یوازې ښکاری کاوه او پېغلې یی خوښی وی. په دی وخت کې یو کشیش چې نوم یی یان هوس وو په پراگ کې په یوه کلیسا کې پر کاتولیکې روحانیونو انتقاد وکړ.یان هوس خلکو ته وویل چې کاتولیکې روحانیونه او چېکې اشرافیان د خدای د دستورونو په مطابق ژوند نکوی او دغه روحانون پر خلکو ظلمونه کوی. پاپ او روحانیونه یان هوس د مذهبی مشرانو ټولنې ته دعوت کړ. کله چې یان هوس ټولنې ته ورځی نو روحانیونو هغه ونیو. په ۱۴۱۵ کال کې یان هوس په اور کې ووژل شو. د یان هوس تر وفات وروسته د چېک په پاچایی کې لوی قیام پېل شو.په ۱۴۲۰ کال کې صلیبی اردو د چېک پاچایی ته ورسېده. مگر دغه اردو په پراگ کې د قیامکوونکې لخوا ماته وخوړله. په ۱۴۵۸ کال کې یرژی پودیبراد چېکی پاچا شو. په ۱۴۷۱ کال کې پولندی پاچا د یرژی پودیبراد تر وفات وروسته چېکی پاچا شو. په ۱۴۷۵ کال کې لمړی چېکي چاپخانه جوړ شوه. په ۱۵۱۶ کال کې لودیک یاگېلون د چېک پاچا شو. پاچا لودویک یاگیلون په ۱۵۲۶ کال کې په جگړه کې د ترکې پوځ لخوا وژل شو. په ۱۵۷۳ کال کې د هابسبورگ امپراتور رودلف ۲ په پراگ کې خپل مقر جوړ کړ. په دی وخت کې پراگ د علم او ثقافت مرکز وو. په ۱۶۱۵ کال کې دیرش کلنه جگړه پېل شوه.

د چک سلواکیا جمهوریت

د چکوسلواکيا جمهوريت ۱۹۱۸ - ۱۹۳۹
د چکوسلواکيا جمهوريت په ۱۹۳۹ کال کی
د چکوسلواکيا جمهوريت ۱۹۶۰ - ۱۹۹۰

د چکوسلواکيا جمهوريت په ۱۹۱۸ کال کی تر لومړنۍ نړېواله جگړه وروسته د اتريش - مجارستان تر تقسیمولو وروسته جوړه شوه او لومړني ولسمشر یی توماش گاريک ماساريک وټاکل شو. په دی وخت کی په چيکوسلواکيا کی مرکزی حکومت جوړ شو او صنعتي او اقتصادي پراختيا هم پېل شوه. خو په ۱۹۲۹ کال کی د اقتصادي سوړبازاري (رکود) پېل شو او ډیرو خلکو بې کاری شول. په ۳۰ کالو کی د آلماتي ژبه ویوونکو سیمونه غوښتل چی د چکوسلواک څخه تقسیم کړي او د المان سره ټول کړي. چکوسلواکیا مجبور شو چی خپلو مرزونو پیاوړي وکړي. خو په ۱۹۳۸ کال کی بریټانيا، فرانسه، اټاليا او آلمان پر چکوسلواکیا باندي سیاسی فشار وچاول او چکوسلواکیا مجبور شو چی د دی هواد لویدیځی او شمالی سیمو المان ته ورکړي. خو تر څو مياشتو وروسته په ۱۹۳۹ کال کی سلواکیا د چکوسلواکیا څخه خپلواکی اعلان کړه او چېک هېواد د آلمان لخوا ونيول شو. په ۱۹۴۵ کال کی چیکوسلواکیا د روسي او امريکایی پوځونو لخوا آزادی شو. په ۱۹۴۸ کال کی کومنسټ گونډ سیاسی قدرت لاس ته ورغله او چیکوسلواکیا د شوروی بلوک سره یوځای شو. په ۱۹۶۰ کال کی سیاسی اصلاحات پېل شول.خو شوروي حکومت او ځيني چېکي کومنسټانو سیاسی اصلاحاتو ته په بده سترگه کتل او د دی لپاره په ۲۱ سپټامبر په ۱۹۶۸ کال کی شوروي، پولنډي آلماني، مجارستاني او بلغاري پوځونه چکوسلواکيا ته ورسېدل او چېکي عالي کومنسټان یی ونیو. په دی وخت کی ډیر خلگ مجبور شول چې د چکسلواکيا څخه کډه وکړي. په ۱۹۷۵ کال کی گوستاف هوساک چی د شوريانو پلوي وو د چکوسلواکيا ولسمشر په ټوکه وټاکل شو. په ۱۹۸۹ کال کی د کومنسټ سیاسی سیستم په چکوسلواکيا کی پای ته ورسېده او واتسلاف هاول د چکوسلواکيا ولسمشر په توکه وټاکل شو. په ۱. جنوري ۱۹۹۳ کی چکوسلواکيا د قومي او سیاسی سترونزونو په سبب په دوو آزاديو هوادونو تقسیم شو.

د چېک جمهوريت

د چېک جمهوريت

د چېک جمهوريت په ۱۹۹۳ کال کی جوړه شوه. لمړني ولسمشر یی واتسلاف هاول شو. په ۱۹۹۹ کال کی چېک جمهوريت د ناټو عضو شو او په ۲۰۰۴ کال کی د اروپایی اتحاديه عضو هم شو. د سیاست سیستیم پارلماني دیموکراسي دی. د چېک پارلمان د خلکو لخوا انتخابېږی. پارلمان دوې ادارې لري. تر ملی ټول ټاکنو وروسته حکومت د بریالی شوی گونډ له خوا ټاکل کېږی.د چېک جمهوریت یو ولسمشر لری چې د ۲۰۱۲ کال څخه د خلکو لخوا ټاکل کېږی.

انځورتون

سرچينې

  1.   د (P402) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ "د [[:کينډۍ:اسم الصفحة]] اړوند په اوپن‌سټرېټ‌مېپ کي". OpenStreetMap. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مې ۲۰۲۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); تحقق من التاريخ في: |تاريخ الوصول= (مساعدة); وصلة إنترويكي مضمنة في URL العنوان (مساعدة)
  2. https://ec.europa.eu/eurostat/documents/2995521/17075197/3-30062023-BP-EN.pdf/ee3b1511-c710-4033-fc9a-aaf1c3d60241
  3. https://www.czso.cz/csu/czso/cri/prumerne-mzdy-1-ctvrtleti-2023
  4. http://chartsbin.com/view/edr

باندنۍ تړنې