چټ جي پي ټي
چټ جي پي ټي (ChatGPT) یو چیټ بوټ (د مکالمې سیسټم) دی چي د OpenAI لخوا رامینځته سوی او د نومبر په 30، 2022 کې پیل سوی دی. د لوی ژبې موډلونو (LLMs) پراساس یاده ټکنالوجي کاروونکو ته وړتیا ورکوي ترڅو د مطلب اوږدوالی، بڼه، سټایل، د توضیحاتو کچه، او ژبي خبري اتري اصلاح او پرمخ بوځي.
چټ جي پي ټي د AI بوم ټکنالوجي پر اساس اعتبار لري، کوم چي د مصنوعي استخباراتو په ډګر کي یې د رواني چټکي پانګوني له امله د خلکو پام ځان ته اړولی دی. [۱] د 2023 په جنوري کي یاده ټکنالوجي د تاریخ ترټولو ګړندئ وده کونکی او مصرف کونکی پوستغالۍ (سافټوېر) وګرځېدی، چي له 100 ملیون څخه ډیر کاروونکي یې ترلاسه کړل او د OpenAI اوسني ارزښت 80 ملیارد ډالرو ته ورسېد. [۲] [۳] د چټ جي پي ټي له راتګ سره یوځای مایکروسافټ د OpenAI GPT-4 پراساس Copilot سیسټم رامنځ ته کړ. ځینو کتونکو د ChatGPT او ورته پروګرامونو د احتمال په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده چي ګواکي د انساني استخباراتو بې ځایه کولو یا کمولو، د غلا کولو توان، یا د غلطو معلوماتو د خپرولو ګواښ هم له ځان سره لري. [۴] [۵]
د ChatGPT سیسټم لمړۍ په آزاده توګه د موجوده څیړني د مخکتنې په توګه خپور سو، مګر ددې د نړیوال شهرت له امله OpenAI اوس دا خدمت په فریمیم ماډل کي هم پرمخ وړي.
- ↑ (په December 5, 2023 باندې). Inside the A.I. Arms Race That Changed Silicon Valley Forever. The New York Times.
- ↑ (په 2024-02-17 باندې). Microsoft-backed OpenAI valued at $80bn after company completes deal. The Guardian.
- ↑ (په 2024-02-16 باندې). OpenAI Completes Deal That Values the Company at $80 Billion. The New York Times.
- ↑ (په July 18, 2023 باندې). Wikipedia's Moment of Truth. The New York Times Magazine.
- ↑ (په May 30, 2023 باندې). What is ChatGPT and why does it matter? Here's what you need to know. ZDNET.