په هند کې ښځې
د هند د ثبت شوي تاریخ په اوږدو کې په دې هېواد کې د ښځو وضعیت ګڼ بدلونونه لیدلي دي. د پخواني هند په لومړیو په ځانګړې توګه په هندو آریايي سیمو کې په ټولنه کې د دوی ځایګی تر ډېرې کچې په بد حالت وو، چې د مدرن هند تر لومړیو پورې ورځ تر بلې مخ په خرابیدو و.[۱][۲][۳][۴][۵]
د ختیځ هند بریتانوي کمپنۍ (۱۷۵۷-۱۸۵۷) او بریتانوي راج (۱۸۵۸-۱۸۴۹) د واکمنیو پر مهال د دغه حالت د ښه کېدو په مخه یو لړ ګامونه واخیستل شول، چې له هغو په ۱۸۲۹ کال کې د بنګالي ساتي مقررات، په ۱۸۵۶ کال کې د هندي کونډو د بیا واده کولو قانون، په ۱۸۷۰ کال کې د نویو زیږدلو ښځینه ماشومانو د وژنې څخه د مخنیوي قانون، او په ۱۸۹۱ کال کې د قانوني عمر قانون شاملېږي. د هند د اساسي قانون له مخې د ښځو په حقونو کې مساوات، درناوی او له تبعیض څخه آزادي شاملېږي؛ په داسې حال کې چې هند یو شمېر سیمه ییز قوانین هم لري چې د ښځو د حقونو په برخه کې کنترول لري.[۶][۷]
له دې سره ځینو ښځو د هندي دولت په لوړ پوړو دولتي څوکیو، لکه د هند د ولسمشرې، لومړۍ وزیرې، د پارلمان یا لوک سبها د رئیسې په توګه دندې ترسره کړې دي. په داسې حال کې چې ګڼ شمېر نورې ښځې له ګڼو ستونزو سره مخ وې.[۸][۹]
له مهالیز پلوه په هند کې د ښځو د لاسته راوړنو نوملړ[سمول]
هغو لاسته راوړنو ته په کتنې چې ښځو په دغه هېواد کې ترلاسه کړې کولای شو د ښځو په وضعیت کې لاندې بدلونونو ته اشاره وکړو:
- ۱۸۴۸: ساوتریبای پهول له خپل مېړه جیوتیراو پهول سره په پونه ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی پرانیست. ساوتریبای پهول هم په هند کې لومړنۍ ښځینه ښوونکې شوه.
- ۱۸۷۹: جان ایلیوت درنکواټر بیتهون په ۱۸۴۹ کال د بیتهون ښونځي په نوم ښوونځی تاسیس کړ، چې په ۱۸۷۹ کال کې یې د بیتهون کالج تر کچې ورته وده ورکړه، له همدې امله په هند کې د نجونو په لومړني کالج وواښت.
- ۱۹۰۵: سوزان آر ډي ټاټا لومړۍ ښځه وه چې په هند کې یې موټر وچلواه.
- ۱۹۱۶: د ښځو لومړنی پوهنتون، SNDT Women's University، د ۱۹۱۶ کال د جون په ۲ مه د ټولنیز اصلاح غوښتونکي دوندو کیشو کاروی Dhondo Keshav Karve له خوا یوازې د ۵ زده کړیالانو په لرلو تاسیس شو.[۱۰]
- ۱۹۱۷: آنی بیسانت Annie Besant لومړنۍ ښځه وه چې د هند د پارلمان د رئیسې په توګه وټاکل شوه.
- ۱۹۲۷: د ټول هند د ښځو کنفرانس All India Women's Conference تاسیس شو.
- ۱۹۵۳: ویجیا لکشمي فاندېت لومړنۍ ښځه ( او لومړۍ هندي ښځه) وه چې د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په توګه وټاکل شوه.
- ۱۹۶۶: اندرا ګاندي لومړنۍ ښځه وه چې د لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه.[۱۱]
- ۱۹۷۰: کملاجیت سندهو لومړنۍ ښځه وه چې په اسیایي لوبو کې یې د هند لپاره د سروزرو مډال وګاټه.
- ۱۹۸۴: د مۍ په ۲۳ مه، بچهندري پال لومړنۍ هندي ښځه وه چې د ایورېست لوړې څوکې ته وخته.
- ۱۹۸۹: قاضي محمد فاطمه بیوي لومړنۍ ښځه وه چې د هند د سترې محکمې د قاضي په توګه وټاکل شوه.
- ۱۹۹۹: د اکتوبر په ۳۱ مه سونیا ګاندي لومړنۍ ښځه وه چې د هند د اپوزیسیون مشري یې په غاړه واخیسته.[۱۲]
- لومړنۍ هندي ښځه چې د هند لپاره یې په المپیک لوبو کې مډال ترلاسه کړ، کارنام ملیشوري، وه چې د سیډني په المپیک لوبو کې یې د ۶۹ کیلو وزن په کتګوري کې د وزن جګولو په سیالۍ کې د برونزو مډال وګاټه.
- ۲۰۰۷: د جولای په ۲۵ مه، پرتیبها پټیل Pratibha Patil د هند د لومړنۍ ښځینه ولسمشرې په توګه وټاکل شوه.
- ۲۰۰۹: د جون په ۴ مه، میرا کومار د هند د پارلمان (لوک صبها) د لومړنۍ ښځینه مشرې په توګه وټاکل شوه.
- ۲۰۱۴: د موډي د لومړي وزارت په ترڅ کې ۷ ښځې د وزیرانو په توګه وټاکل شوې چې دا د هند په تاریخ کې تر ټولو لوړه کچه وه، وړاندې له دې تر ۶ وزیرانو ټاکل شوې وې.
- ۲۰۱۸: په فبروري میاشت کې ۲۴ کلنې پیلوټه آوني چترودهي د هند د هوايي ځواک لومړنۍ افسره وه چې په یوازې ځان یې مېګ-۲۱ جېټ الوتکې ته الوتنه ورکړه، هغه الوتکه چې په نړۍ کې د چټک پرواز او چټکې ناستې کوونکې الوتکې په توګه پېژندل کېږي.[۱۳][۱۴]
سیاست[سمول]
هند د نړۍ په کچه د ډېرو ښځینه سیاستوالو لرونکو هېوادونو له ډلې دی. ښځو په هند کې لوړ پوړې دولتي څوکۍ لکه د ولسمشرۍ، لومړي وزارت، د پارلمان یا لوک صبها د مشرتابه او د اپوزیسیون د مشرۍ څوکې خپلې کړې دي.د هند په مادیا پردیش، بیهار، اوتاراکند، هیماچال پردیش، آندرا پردیش، چاتیسگار، جارکند، کرالا، کارناتاکا، ماهاراشترا، اوریسا، راجستان او تریپورا ایالتونو په سیمه ییزو ادارو کې د ښځو لپاره ۵۰٪ څوکۍ ځانګړې شوې دي.[۱۵][۱۶][۱۷][۱۸]
له ۲۰۱۸ کال راهیسې د هند له ۲۹ ایالتونو او د ډهلي اتحادیې ته د اړوندو برخو څخه نږدې ۱۲ یې لږ تر لږه یوه ښځینه وزیره لرلې ده.
زده کړې او اقتصادي وده[سمول]
د ۱۹۹۲-۹۳ پورې شمېرو له مخې یوازې د ۹.۲٪ هندي کورنیو مشري د ښځې له خوا کېدله. خو اوس مهال د نږدې ۳۵٪ سلنه هغو کورنیو چې د فقر له کرښې لاندې ژوند لري د ښځو له خوا یې سرپرستي یا مشري کېږي.[۱۹]
زده کړې[سمول]
په داسې حال کې چې په هند کې د ښځو د زده کړو کچه په چټک ډول مخ پر ودې روانه ده، خو تر اوسه د نارینه وو په پرتله په ښځو کې د سواد کچه ټیټه ده. د هلکانو په نسبت نجونې تر ډېرې کمې کچې په ښوونځیو کې نوم لیکنه کوي، ډېری نجونې زده کړې پرېږدي. د هند په ښارونو کې نجونې د زده کړو په برخو کې له هلکانو سره یوشان دي. په داسې حال کې چې، په کلیوالي هند کې نجونې د هلکانو په نسبت ډېرې کمې زده کړو ته مخه کوي. د ۱۹۹۷ کال د ملي سروې له مخې یوازې کریلا او میزروم هغه ایالتونه دي چې د نجونو د زده کړو په برخه کې نړیوالې کچې ته نږدې شوي. د څېړونکو په وینا، په کریلا ایالت کې د ښځو د اقتصادي او ټولنیز وضعیت د ښه کېدو یوازنی لامل زده کړې دي. د نارینه وو په پرتله د ښځو د زده کړو کچه ټېټه ښوول شوې: د ښځو لپاره ۶۰.۶ سلنه کوم چې د نارینه وو لپاره ۸۱.۳ سلنه ده. د ۲۰۱۱ کال د سرشمېرنې پر بنسټ، له ۲۰۰۱- ۲۰۱۱ کال پورې د سواد کچې ۹.۲٪ وده لرلې چې د تېرې لسیزې په نسبت کمزورې وده ښيي. په هند کې د زده کړو له مخې په لویه کچه جنسیتي نابرابري شتون لري: د اغېزمنو زده کړو له مخې (له ۷ کاله عمر څخه زیات) په ۲۰۱۱ کال کې نارینه ۸۲.۱۴٪ او د ښځینه ۶۵.۴۶٪.( له ۱۵ کلنو څخه زیات عمر لرونکي وګړي، شمېرې د ۲۰۱۵).[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د ځمکې او مالکیت حق[سمول]
په ډېری هندي کورنیو کې، ښځې هیڅ ډول مالکیت په خپل نوم نلري، همدارنګه د والدینو له مالکیت څخه هم کومه برخه نشي ترلاسه کولی. د ښځو له حقونو د کمزورو ملاتړو قوانینو له امله، دوی په ډېره کچه ځمکې او مالکیت ته لاسرسی لري. په هند کې د مالکیت لرلو حقونه تر ډېره دیني او کلتوري موضوعاتو ته اړوندېږي، کوم چې د قانون او کلتور له پیچلي ترکیب پیروي کوي، خو په ټولیز ډول ښځو ته د مساوي حقونو د ورکړې په برخه کې ګامونه اخیستل شوي هغه هم وروسته له هغې چې په ۲۰۰۵ کال کې په هند کې د جنسیتي برابرۍ په موخه د اصلاحاتو قانون یا Hindu Succession (Amendment) Act تصویب شو.[۲۵][۲۶][۲۷]
د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی[سمول]
په هند کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لکه د تېزاب پاشلو، لوړ مهریې اخیستلو ، ناموسي وژنو او بدلمنۍ ته په زوره د پیغلو نجونو د وړولو راپورونه ورکول کېږي. د پولیسو اسناد د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي لوړه کچه ښيي. د جنايي پېښو د ثبت د ادارې د شمېرو له مخې له ۱۹۹۸ کال څخه تر ۲۰۱۰ کال پورې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي کچه د وګړو د شمېر د ودې له کچې ډېره ده. کوم چې مخکې به د ټولنیز شرم له امله د ښځو په وړاندې د ډېری پېښو لکه د جنسي تېری راپور پولیسو ته نه ورکول کېده. رسمي شمېرې د ښځو پر وړاندې په ډراماټیک ډول د تاوتریخوالي په پېښو کې زیاتوالی ښيي.[۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ (په 10 March 2010 باندې). Rajya Sabha passes Women's Reservation Bill. The Hindu.
- ↑ Dyson, Tim (2018), A Population History of India: From the First Modern People to the Present Day, Oxford University Press, د کتاب پاڼې 20, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-882905-8 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Stein, Burton (2010), A History of India, John Wiley & Sons, د کتاب پاڼې 90, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4443-2351-1 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ramusack, Barbara N. (1999), "Women in South Asia", in Barbara N. Ramusack, Sharon L. Sievers (سمونګر), Women in Asia: Restoring Women to History, Indiana University Press, د کتاب پاڼي 27–29, د کتاب نړيواله کره شمېره 0-253-21267-7 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Ludden, David (2013), India and South Asia: A Short History, Oneworld Publications, د کتاب پاڼې 101, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-78074-108-6 منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Parihar, Lalita Dhar (2011). Women and law: from impoverishment to empowerment. Lucknow: Eastern Book Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 9789350280591. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Rao, Mamta (2008). Law relating to women and children (چاپ 3rd). Lucknow: Eastern Book Co. د کتاب نړيواله کره شمېره 9788170121329.
...women and the protection provided under various criminal, personal and labour laws in India
منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Narayan, Jitendra; John, Denny; Ramadas, Nirupama (2018). "Malnutrition in India: status and government initiatives". Journal of Public Health Policy. 40 (1): 126–141. doi:10.1057/s41271-018-0149-5. ISSN 0197-5897. PMID 30353132. S2CID 53032234. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ India + Rape and Sexual Assault, Guardian, د لاسرسينېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۱۹ منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Mumbai Police History". mumbaipolice.maharashtra.gov.in. Mumbai Police. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ اپرېل ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسينېټه ۰۴ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Former Chief Justices / Judges". highcourtofkerala.nic.in. High Court of Kerala. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۴ ډيسمبر ۲۰۰۶ باندې. د لاسرسينېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Asia's first woman to drive a diesel train is an Indian". Rediff. د لاسرسينېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Kumar, Ajay (3 December 2019). "First Navy Pilot: Bihar girl first woman pilot of Indian Navy". The Times of India. د لاسرسينېټه ۰۴ ډيسمبر ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Staff Reporter. "Young woman loco pilot has the ride of her life". The Hindu. د لاسرسينېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۷. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 27 August 2009 باندې). 50pc reservation for women in panchayats. Oneindia News.
- ↑ (په 25 November 2011 باندې). 50% reservation for women in AP, Bihar Panchayats. Sify News.
- ↑ (په 26 November 2015 باندې). Mayor Malayalam News. Mathrubhumi.
- ↑ (په 24 November 2015 باندې). Woman's Malayalam News. Mathrubhumi.
- ↑ "Asia's women in agriculture, environment and rural production: India". fao.org. Food and Agriculture Organization of the United Nations. د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسينېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) PDF version - ↑ (په 2 August 2015 باندې). Rise in women graduates almost double that of men in a decade. The Times of India.
- ↑ Singh, Shweta (2007). "Schooling girls and the gender and development paradigm: quest for an appropriate framework for women's education". The International Journal of Interdisciplinary Social Sciences. 2 (3): 1–12. doi:10.18848/1833-1882/CGP/v02i03/59330. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Comparing costs & outcomes of formal & non-formal education programs for girls in Uttar Pradesh" (PDF). betifoundation.org. BETI Foundation (Better Education Through Innovation). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۵ ډيسمبر ۲۰۱۳ باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Velkoff, Victoria A. (October 1998). Women of the World: Women's Education in India Some famous attitude status for girls https://www.attitudestatusforgirls.com/2019/11/attitude-status-for-girls-2020.htmlarchiveurl=https://web.archive.org/web/20110628184303/http://www.census.gov/ipc/prod/wid-9801.pdf (PDF). U.S. Department of Commerce, Economics and Statistics Administration. د لاسرسينېټه ۲۵ ډيسمبر ۲۰۰۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); بېرونۍ تړنۍ|title=
(لارښود) - ↑ "The World Factbook: India". Central Intelligence Agency. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۴ نومبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ The Hindu Succession (Amendment) Act, 2005 (PDF). Human Rights Law Network (HRLN). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر 19 مارچ 2015 باندې. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Pandey, Shruti. Property rights of Indian women (PDF). South Africa: Law and Sharia Consultants. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Coonrod, Carol S. (June 1998). "Chronic hunger and the status of women in India". thp.org. The Hunger Project. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسينېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۰۶. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 11 March 2013 باندې). Crimes against women increase in India – Features. Al Jazeera English.
- ↑ (په 14 November 2011 باندې). India is home of unspeakable crimes against women. Deccan Herald.
- ↑ (په 8 March 2013 باندې). Atrocities against women on the rise. The Times of India.