په روسيه کې د همجنس پالونکو حقوق
د لېزبين (د ښځې تمايل بلې ښځې ته)، همجنسپالانو(د نر تمايل بل نر ته)،دوهجنس پالانو(دواړو جنسونو ته تمايل) او ترانسجنډر (هغه کسان چې کړهوړه اوعادتونه يې له خپل بيولوژيکي جنسيت سره متضاد او د مخالف جنس وي) په روسيه کې له ټولنيزو او قانوني ګواښونو سره مخامخ دي، کوم چې غيرهمجنس پاله يې هېڅکله هم نه تجربه کوي. له دې سره سره چې په ۱۹۹۳ز کال کې په خلوت کې د بالغو همجنس پاله کسانو رضايت بښونکي جنسي فعاليتونه، د جرم له دايرې ووتل،همجنس پالنه ډېرو روسانو ته د منلو وړ نه ده،همجنس پاله جوړې او هغه کورنۍ چې مشري يې همجنس پالونکي پرغاړه لري، له هغه قانوني ملاتړڅخه بې برخې دي چې د مخالف جنس جوړې یې لري. لا تراوسه په روسیه کې د جنسي تمايل له مخې د توپيري چلند(تبعيض) د بنديز هېڅ قانون نه شته. ترانس جڼدر د جنسيت بدلون تر جراحۍ وروسته د خپل جنسیت د بدلولو قانوني اجازه لري. اوسمهال هېڅ داسې قانون نهشته چې د جنډر پېژندنې پر وړاندې د توپيري چلند مخنيوی وکړي، وروستي قوانين د ترانس جنډر کسانو پروړاندې د توپیري چلند لامل کېدی شي. همجنس پالنه، د ۱۹۹۹ ز کال راهيسې، د یوې اروايي ناروغۍ په توګه پېژندل شوې، که څه هم لېزبينان او همجنس پالونکي په څرګند او قانوني ډول په نظام کې فعاليت لري، خو په عمل کې د «پوښتنه مه کوه او څه مه وایه» پاليسي پلې کېږي.
روسيه له مودو راهيسې د همجنس پالنې په اړه منفي ليدلوری لري. وروستۍ ټول پوښتنې ښيي چې، ډېری روسان د همجنس پالنې له منلو سره مخالف دي او د همجنس پالونکو پر وړاندې د توپيري چلند قوانینو ملاتړ کوي. له وروستيو نړیوالو نيوکو سره سره، د همجنس پالونکو پر وړاندې د تاوتريخوالي، جنايت او ټولنیز تبعیض د ډېروالي په سبب ويل کېږي چې، د روسيې لوی ښارونه، لکه: مسکو او سېنټ پيټرزبېرګ د همجنس پالونکو پرمختللې ټولنې لري. په هر حال، د همجنس پالنې په ویاړ اعتراضیه لاریونونه، د ځايي حکومتونو له تاريخي مقاومت سره مخامخ شوي دي. د انساني حقوقو د اروپايي محکمو له جریمه کولو سره سره، په ۲۰۱۰ ز کال کې د تبعيض په سبب د مسکوپرایډ (د همجنس پالونکو،لېزبین او ترانس جنډر اړونده اداره) سل کسیزغوښتنليکونه، تر ۲۰۱۲ ز کال پورې رد کړل او وجه یې د ګډونوالو پروړاندې تاوتريخوالی یاد کړی دی. [۱][۲]
له ۲۰۱۶ ز کال راهيسې د روسيې په ګڼ شمېر سيمو کې بېلابېل قوانين ټاکل شوي دي چې، د کم عمرو(زیرسن) کسانو ترمنځ د همجنس پالونکو اړيکو او اړونده مواردو قانوني وده محدودوي. د ۲۰۱۳ز کال په جون مياشت کې یو فدرالي قانو ن، د تنکيو ځوانانو ترمنځ دغیرې دوديزې جنسي اړيکو د جرم ګڼلو په ملاتړ، د ماشومانو د ملاتړ قانون د سمون په توګه تصویب شو. یاد قانون د ګڼ شمېړ همجنس پاله روسي ښاریانو چې په څرګند ډول یې له قانون سره مخالفت کاوه، د نيولو لامل شو. راپورونه ښيي چې د همجنس پالانو ضد پراخ لاريونونه او ان له تاوتريخوالي او کرکې سره مل جرمونه شته وو.یاد قانون، د انساني حقوقو د کتونکو، د همجنس پالنې فعالانو او نړيوالو رسنيو له نيوکو سره مخامخ وو او د همجنس پالنې کلتور یې د جرم ګڼلو د اصلي وسيلې په توګه یاد کړ. دا قانون د انساني حقونو اروپايي محکمې، د بیان ازادۍ له ملاتړ سره په ټکر کې وباله، خو لا تر اوسه (۲۰۲۱ ز کال) پورې هم نه دی فسخ شوی. [۳][۴][۵]
د ۲۰۱۷ ز کال د اپریل مياشتې خپور شوي راپور پر بنسټ، یو پنځه کسيزه پلاوی، چې د ملګرو ملتو د انساني حقونو شورا متخصصینو هر یو ويت منتابورن، سيتونډي رولانډ اجوي،اګېنز کالا مارډ، نايلس مېلزر او ډېوېډکېې په کې برخه درلوده، په چیچنیا کې يې د همجنس پاله نارينهوو د لویې څپې شکنجه کول او وژل وغندل. [۶][۷]
تاريخچه[سمول]
اوسنی حالت[سمول]
- له ۲۰۰۳ ز کال راهيسې، د جنسي تمايل پایلو ته له پام پرته، د رضایت عمر په اوس وخت کې ۱۶ کاله دی.
- له ۱۹۹۷ز کال راهيسې، ترانس جنډر او ترانس سېکچول کسان له اړونده طبي پړاوونو وروسته، خپل قانوني جنډر بدلولی شي.
- په ۱۹۹۹ ز کال کې، د ICD-10 (د نارغيو د نړيوالې ډلبندۍ د شمېرو لسم اېډېټ) له رسمي تایید څخه وروسته، همجنس پالنه د روسيې د رواني ناروغيو له نوملړ څخه پاکه شوه.
- د زویولۍ په اړه: هغه مجرد کسان چې په روسيه کې ژوند کوي، خپل جنسي تمايل ته له پام پرته کولی شي، ماشومان په زویولۍ ونیسي. په یوه بهرني هېواد کې مېشت همجنس مجرد کولی شي ، روسي ماشومان په زویولی ونيسي، خو په دې شرط چې په هغه هېواد کې د همجنس پالانو ودونه، په رسميت نه وي پېژندل شوي. یوه مېرمنه او خاوند یوازې په هغه حالت کې خپل بچیان د جوړو په شکل په زویولی نيولی شي چې، یوه متاهله د بل جنس پاله (مخالف جنسه) جوړه وي. [۸]
- د روسيې اساسي قانون، د سولهييزې ټولنې حق تضمینوي، له دې سره د روسيې واکمنې ادارې، د همجنس پالانو د سازمانونو له رسمي پېژندلو څخه ډډه کوي. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
عامه نظرونه[سمول]
په روسیه کې عامه افکار، د هم جنس پالنې پر وړاندې دښمنۍ ته مایل دي او د نه زغملو کچه یې مخ پر زیاتېدو ده. په ۲۰۱۳ ز کال کې د یوې ټول پوښتنې پايلې ښيي چې، ۷۷ سلنه روسان په دې اند دي چې، ټولنه نه باید همجنس پالنه ومني. که دا سلنه، د ۲۰۰۲ ز کال له پایلو سره پرتله شي، هغه مهال یاده سلنه ۶۶ وه، خو ۱۶ سلنه بیا ویلي، چې همجنس پالنه باید د ټولنې له خوا په رسمیت وپېژندل شي. په ۲۰۱۵ز کال کې يوې بلې ټول پوښتنې ښودلې ده چې، ۸۵ سلنه روسان وايي چې، ټولنه نه باید همجنس پالنه ومني. په ۲۰۷۷ زکال کې ۶۸ سلنه روسانو ویلي دې چې، همجنس پالنه تل ناسمه(غلطه) ده، ۵۴ سلنه ویلي دي چې، همجنس پالنه یو څه او تل ناسمه(غلطه) ده. په ۲۰۰۵ ز کال کې ۴۴سلنه روسان په دې اند وو چې، دلویانو ترمنځ رضايت بښونکې همجنس پاله کړنې جرم وګڼل شي. په همغه وخت کې ۴۳ سلنه روسانو، د جنسي تمايل پر بنسټ د تبعيض د ممنوعیت له قانون څخه ملاتړ وکړ. په ۲۰۱۳ ز کال کې ۱۶ سلنه پوښتل شوو روسانو وویل چې، همجنس پالان باید له ټولنې څخه ګوښه شي، ۲۲ سلنه ویلي دي چې، باید درملنه یې وشي او پنځه سلنه ویلي دي چې، همجنس پالان باید په بې رحمۍ ووژل شي. د روسيې رواني درملنه، همجنس پالنې ته لا هم د ناروغۍ په سترګه ګوري، د مثال په ډول: له دې سره سره چې همجنس پالنه د اروايي ګډوډیو له نوملړ څخه پاکه شوې، د روسیې په روستوف سیمه کې، له ۴۵۰ ارواپوهانو پوښتنه شوې ده، چې ۶۲.۵ سلنه یې همجنس پالنه یوه ناروغي بللې ده او له درې څخه ترڅلور سلنه یې دا یوه غیراخلاقي چال چلند ښودلی. اروا پوهان د همجنس پالنې په وياړ، له اعتراضیه لاریونونو سره په مخالفت کې، د ماشومانو د پاملرنې له مرکزونو، ښوونځيو، مدرسو او نوروعامه ادارو څخه دلېزبینانو او همجنس پالانود ايستلو او لرې کولو پټ پلانونه تاییدوي. د شپې د لېوانو په نوم د موټرسایکلونو یو روسي کلپ، چې مرګ پر راغونډېدلو یې مستعار نوم دی او د روسيې له ولسمشر ولاد یمير پوتین سره نژډې اړیکه لري، د ۲۰۱۵ ز کال په فبرورۍ کې د انتي مېډن (په اوکراین کې یو لړ لاریونونو ته اشاره ده) لويه غونډه جوړه کړه او نامتو شعار یې دا و چې : «موږ لویدیځې ایډیالوژۍ او همجنس پالانو ته اړتیا نه لرو». [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]
د همجنس پالانو اتحادیې[سمول]
په روسیه کې نه د همجنس پالانو ودونو ته او نه هم مدني اتحادیو ته اجازه شته. پاتریاک ګېرل د اورټوډېکس کلیسا مشرچې لږترلږه ۷۱ سلنه روسان یې پیروي کوي، د ۲۰۱۳ ز کال په جولای میاشت کې وویل چې: د همجنس پالانو ودونه د وروستۍ زمانې تر ټولو خطرناکه نښه ده. د مسکو د نفوسو د ثبت او احوال رئیس ایرېناموراوی یوا په ۲۰۱۱ز کال کې یوه مطبوعاتي کنفرانس ته وویل: «د همجنس پالونکو د ودونو لپاره هڅې د روسیې په ډېرو برخو کې له ماتې سره مخامخ دي، موږ په یوه مدني ټولنه کې ژوند کوو،موږ ته د فدرال قانون پر بنسټ لارښوونه کېږي، هغه قانون چې په روښانه توګه وایي : په روسیه کې واده د یوې ښځې او یو نر تر منځ دی، دا ډول واده ( همجنس پاله) په روسیه کې نه شي کېدی.» د روسیي لوی اکثریت عام وګړي هم، د همجنس پالونکو له ودونو سره مخالف دي. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]
سرچينې او ياداښتونه[سمول]
- ↑ (په 13 June 2015 باندې). Gay in Putin's Moscow: why the city is pinker than you think. The Guardian.
- ↑ (په May 31, 2014 باندې). Inside the gay club scene in St Petersburg, Russia. Daily Xtra.
- ↑ Paul Gallagher; Vanessa Thorpe (2 February 2014). "Shocking footage of anti-gay groups". Irish Independent. د لاسرسينېټه ۱۲ فبروري ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 11 June 2013 باندې). Russia passes law banning gay 'propaganda'.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Sewell Chan, U.N. Experts Condemn Killing and Torture of Gay Men in Chechnya, New York Times (13 April 2017).
- ↑ End abuse and detention of gay men in Chechnya, UN human rights experts tell Russia, Office of the United Nations High Commissioner for Human Rights (April 13, 2017).
- ↑ (په 3 July 2013 باندې). Russia's Putin signs law limiting adoption by gays. USA Today.
- ↑ Совет Европы 2011، م. 98.
- ↑ Кочетков 2011، م. 191.
- ↑ Global Rights, ILGA-Europe, Российская ЛГБТ-сеть, Группа «FtM-Феникс», Российский Фонд «Трансгендер» 2009، م. 18.
- ↑ Global Rights, ILGA-Europe, Российская ЛГБТ-сеть, Группа «FtM-Феникс», Российский Фонд «Трансгендер» 2009، م. 2.
- ↑ Российская ЛГБТ-сеть 2012، م. 4.
- ↑ Московская Хельсинкская группа, Российская ЛГБТ-сеть 2009، م. 77.
- ↑ Kseniya A.Kirichenko، م. 4.
- ↑ (په 4 June 2013 باندې). Acceptance of gays in society varies widely.
- ↑ (په 10 May 2017 باندې). Religious Belief and National Belonging in Central and Eastern Europe. Pew Research Center.
- ↑ "The global divide on homosexuality: greater acceptance in more secular and affluent countries". Pew Research Global Attitudes Project. 4 June 2013. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Smith, Tom W. (April 2011). "Cross-national differences in attitudes toward homosexuality" (PDF). Charles R. Williams Institute on Sexual Orientation (UCLA Law School). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۵ مارچ ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسينېټه ۱۲ جون ۲۰۱۳. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Public opinion poll: Majority of Russians oppose gay marriages and a gay President but support ban on sexual orientation discrimination". Gayrussia.ru. 19 May 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۵ ډيسمبر ۲۰۱۵ باندې. د لاسرسينېټه ۲۶ مې ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 12 March 2013 باندې). 87% of Russians oppose gay parades.
- ↑ Savenko, Yuri; Perekhov, Alexei (13 February 2014). "The State of Psychiatry in Russia". Psychiatric Times. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Walker, Shaun (15 January 2015). "Patriotic group formed to defend Russia against pro-democracy protesters". The Guardian. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Thousands take part in 'Anti-Maidan' protest in Moscow against uprising in Ukraine". Telegraph.co.uk. 21 February 2015. د لاسرسينېټه ۲۲ اگسټ ۲۰۱۵. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Religion in Russia according to the Religious Belief and National Belonging in Central and Eastern Europe survey by the Pew Forum, 2017
- ↑ (په 11 August 2013 باندې). Gays in Russia find no haven, despite support from the West.
- ↑ (په 13 January 2011 باندې). Same-sex marriages not allowed in Russia – Moscow registrar. Interfax-Religion
- ↑ "Same-Sex Marriage Nixed By Russians". Angus Reid Global Monitor. 17 February 2005. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۵ مې ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسينېټه ۲۱ مې ۲۰۰۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ (په 2020-07-15 باندې). Russian parliament begins legalising ban on same-sex marriage. Reuters.
- ↑ Fedele, Giulio (23 July 2021). "The (Gay) Elephant in the Room: Is there a Positive Obligation to Legally Recognise Same-Sex Unions after Fedotova v. Russia?". EJIL: Talk! (په انګليسي ژبه کي). د لاسرسينېټه ۱۳ اگسټ ۲۰۲۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)