په ترکیه کې یهود ستېزي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په ترکیه کې یهود ستېزي (یهودیت ترهه) د ترکیې په جمهوریت کې د یهودانو ضد اقداماتو او همدارنګه د یهودیت ضد لیدلورو او باورونو ترویج ته نغوته کوي.

وګړیز جوړښت[سمول]

څه باندې ۲۴۰۰ کلونه کېږي چې یهودان د عثماني سترواکۍ څخه را نیولې تر معاصرې ترکیې پورې په دغه قلمرو کې ژوند کوي. په پیل کې کې د دغې سیمې یهودي وګړي رومانیوت یهودان و چې یوناني ریښه یې لرله، خو وروسته په کې سفاردي یهودان هم ورګډ شول چې د پنځلسمې پېړۍ پر مهال په هسپانیا کې د عقایدو د څارنې او همدارنګه د ځورونو له امله له ایبریا څخه عثماني سترواکۍ ته کډه شول. [۱]

له دې سره چې په ۲۰۰۹ زکال کې د ترکیې د وګړو له ۰.۰۳٪ څخه لږ برخه وګړي یهودان و، خو لا هم د ترکیې جمهوریت په اسلامي نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله لویو یهودي ټولنو ته ځای ورکړی دی. په دغه کال کې په ترکیه کې د یهودانو شمېر ۲۳۰۰۰ تنه و. ډیری دغه یهودان په استانبول کې ژوند کوي. یهودان په دغه هېواد کې ۲۳ فعالې کنیسې لري چې یوازې ۱۶ یې په استانبول کې دي. له تاریخي پلوه د عثماني سترواکۍ پر مهال د یهودانو شمېر د نوولسمې پېړۍ په وروستیو کې خپل اوج ته ورسېد چې دغه مهال یې شمېر ۵۰۰ زره تنه وو او نیمايي له دغو څخه د ترکیې د معاصر جمهوریت په قلمرو کې ژوند کاوه. [۲][۳][۴][۵]

له دې سره چې یهودان د دغه هېواد د نن ورځې د نفوسو ډېره کوچنۍ برخه جوړوي، خو بیا هم د ترکانو ترمنځ یهودیت ضد احساسات په بشپړه توګه شتون لري. په ترکیه کې د اسرائیلو په سیاستونو باندې نیوکې د یهود ستېزۍ اړوند د عامه احساساتو په جوړونکې سنتي وسیلې اوښتې دي. [۶][۷]

له ۲۰۰۹ زکال راهیسې په دغه هېواد کې د یهودو په نفوسو کې کمښت ثبت شوی دی. د ۲۰۱۰ زکال په سپټمبر میاشت کې د هغو شمېر ۱۷۰۰۰ تنو ته راکم شو، ځکه چې ډېری دغو یهودانو د یو شمېر پېښو له امله لکه په ۲۰۰۶ زکال کې د لبنان د جګړې، له ۲۰۰۸ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د غزې د جګړې او د ۲۰۱۰ زکال په مۍ میاشت کې غزې ته په مرستې رسونکي کاروان باندې د غزې د کلابند کوونکو اسرائیلي کمانډو سمندري ځواکونو د برید له امله چې ۹ ترکي وګړي هم په کې ووژل شول؛ د یهودیت ضد احساساتو له امله اسرائیلو ته کډه کړې ده.[۸][۹][۱۰][۱۱]

په ترکیه کې د یهودانو تاریخي وضعیت[سمول]

په عثماني سترواکۍ کې یهودان او یهود ستېزي[سمول]

د اسلامي قوانینو له مخې، یهودانو په عثماني سترواکۍ کې د ذمیانو ځایګی درلود، دا په دې معنی و چې هغوی د مسلمانانو تابع و. ورته مهال دغه ذمي وضعیت د هغوی شخصي خوندیتوب او دیني آزادي نه تضمین کوله. همدا و چې دغې چارې په عثماني ترکیه کې د یهود ستېزۍ مخه وه نه نیوله. [۱۲]

د وینې بهونې اړوند د عثمانیانو په دوره کې لومړنی تور په پنځلسمه پېړۍ کې د سلطان دویم محمد د واکمنۍ پر مهال په یهودانو ولګول شو؛ ګویا دا چې هغوی په خپلو دیني مراسمو (شومو مراسمو) کې د یهودانو د قرباني کولو پر ځای غیریهودي وګړي تښتولي او هغوی یې قرباني کړي دي (د یو شمېر نورو منابعو له مخې د ۱۶مې پېړۍ په پیل کې). ورپسې په ۱۴۹۲ زکال کې له هسپانیا څخه د یهودانو د ټولیزې کډوالۍ سربېره هم ډیر لږ شمېر دغه ډول خوني افتراوو شتون درلود چې په معمول ډول د عثماني چارواکو له خوا محکومېدلې. یو شمېر یهودي منابع هم د سلطان څلورم مراد د واکمنۍ پر مهال د وینې بهولو افتراوو ته اشاره کوي. له همدې امله سلطان دویم محمد داسې سلطنتي فرمان صادر کړ چې په عثماني سترواکۍ کې لومړنی دغه ډول فرمان و او امر یې وکړ چې د وینې بهونې د تور اړوند موارد دې د دغه هېواد په تر ټولو عالي شورا یا دیوان کې و ارزول شي. [۱۳][۱۴]

په ټولیزه توګه له لویدیځې اروپا څخه د یهودانو کډوالي د عثماني سترواکۍ له هرکلي سره مخ شوه. په ۱۵۵۳ زکال کې پاچا لوی سلیمان د خپل ډاکټر او سلاکار، موسی هارون په مشوره د دویم محمد فرمانونه تائید کړل چې سیمه ئیز محاکم یې د یهودانو په دیني مراسمو کې د وژنو د دوسیو له څېړنو منع کول. هغه همدارنګه د  پاپ څلورم پل هغه غوښتنه رد کړه چې ګویا د انکونا یهودان دې د څېړنو په موخه دوی ته وسپاري. [۱۵][۱۶]

د ترکیې په جمهوریت کې[سمول]

په ۱۹۲۳ زکال کې هغه مهال چې د ترکیې جمهوریت اعلان شو، په ترکیه کې ۲۰۰ زرو یهودانو ژوند کاوه چې له دغې شمېرې څخه یوازې ۱۰۰ زره یې په استانبول کې مېشت و. یهودانو ته مدني برابري ورکړل شوه، خو له دې سره هم د یهودانو ترور او ځورونو دوی کډوالۍ ته اړ کړل او له امله یې شمېر ۱۰ چنده راکم شو. [۱۷][۱۸]

په ۱۹۲۰ زکال کې د مصطفی کمال اتاترک د رژیم مخالفینو یو یهودستېزانه کمپاین پیل کړ او د یهودیت ضد کلاسیکو عباراتو له کارولو سربېره یې دا ادعا وکړه چې یهودانو د ترکیې د خپلواکۍ په جګړه کې د یونان له ګټو ملاتړ کړی او ممنوعه سیمې یې په ناقانونه توګه غصب کړې دي. دغه کمپاین پراخ عامه ملاتړ ترلاسه نه کړ او د مصطفي کمال د رژیم له خوا له تثبیت وروسته ودرول شو. په همدغه دوره کې دولت یهودي ټولنه اړ کړه چې قومي اقلیتونو ته ورکړل شوې کلتوري کورواکي له پامه وغورځوي او په دې سره یې له لوزان هوکړې سرغړونه کړه، په داسې حال کې چې دا د مصطفی کمال د رژیم یوه ټولیزه ځانګړنه وه چې د نورو سربېره یې ارمنیان او کردان هم تر اغېز لاندې راوړل. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په معاصره ترکیه کې[سمول]

په ترکیه کې د یهود ستېزۍ اصلي ایډیالوژیکې سرچینې اسلام پالنه، کین اړخي صهیونېست ضد باورونه او ملت پالونکې ښي اړخې سخت دریځي جوړوي. ترکي روڼ آندي تل په خپلو دریځونو کې د فلسطین پلویان او د اسرائیلو مخالفین پاتې شوې دي. په داسې حال کې چې د ترکیې د غیرمذهبي وګړو ترمنځ د منځني ختیځ بحث تل په یهود ستېزۍ اوړي. ترکي څېړونکې نفس څرګندوي چې یهودیت ضد بهیرونه د ترکیې په سیاست کې شامل نه دي، په داسې حال کې چې ترکي یهودانو ته په ترکي ټولنه کې د بهرنیانو په سترګه کتل کېږي. په بل عبارت د ترکیې یهودان یو سیمه ئیز ګواښ نه ګڼل کېږي، خو د اړوندو نړیوالو کړکېچونو له امله هغوی ته هم د غیربومي شکمنو کسانو په سترګه کتل کېږي. [۲۴][۲۵][۲۶]

د ملت پالونکو یهود ستېزي او له نازیانو سره همدردي[سمول]

د ۲۰۰۵ زکال د مارچ میاشتې په وروستیو کې د لویدیځو رسنیو پام په ترکیې کې دغه واقعیت ځانته جلب کړ چې د اډولف هېټلر اثر، زما جګړه، د ۲۰۰۵ زکال په لومړیو دوو میاشتو کې د ډېرو پلورل شوو کتابونو په کتار کې څلورم ځای درلود. د هغو ټیټې بیې (۴.۵ ډالر) دغه کتاب ټولو ته د لاسرسي وړ وګرځاوه او له امله یې له ۵۰ زرو څخه تر ۱۰۰ زرو نسخې وپلورل شوې. له همدې امله ترکي ټولنپوه او د سیاسي چارو شنونکی ډوګو ارګیل څرګندوي چې «په اروپا کې خښ شوی نازېسم بیاځلي په ترکیه کې را ژوندی کېږي». [۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

د ۲۰۱۰ زکال په جون میاشت کې د اسرائیلو پر ضد یو لړ لاریونونو پر مهال لاریون کوونکو د نازیانو له سمبولونو او شعارونو ګټنه وکړه او د اډولف هېټلر ستاینه یې کوله. [۳۲][۳۳]

د یهودانو پر ضد تاوتریخوالي[سمول]

د شلمې پېړۍ له پای څخه د یوویشتمې پېړۍ تر لومړیو پورې د یهودانو ضد درې ترهګریز بریدونه ترسره شول. په دریو واړو مواردو کې برید کوونکو په استانبول کې د نیوشالوم په نامه د یهودانو لویه کنیسه په نښه کړه. [۳۴][۳۵]

د ۱۹۸۶ زکال د سپټمبر په ۶مه نېټه فلسطیني ابو نېدال سازمان ته اړوند یو ترهګر د سبت یهودي مراسمو پر مهال په نیوشالوم کنیسه کې په راغونډو شوو کسانو ډزې وکړې چې له امله یې ۲۳ یهودان مړه او ۶ تنه نور ټپیان شول. [۳۶][۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳]

سرچينې[سمول]

  1. Гут А. (14 March 2009). "Chief of Jewish Community in Turkey: We do not ask for tolerance we want full equal rights as Turkish citizens". The First News. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. Department of Economic and Social Affairs Population Division (2009). "World Population Prospects, Table A.1" (PDF). United Nations. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ اپرېل ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود)
  3. (په 23 October 2009 باندې). Турецкий сериал "Айрылык" (Расставание) – новый этап в кризисе отношений между Анкарой и Иерусалимом. International French radio
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Guleryuz N. A. "Turkish Jews Today". Jewish Virtual Library. American-Israeli Cooperative Enterprise. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Rifat N. Bali. (July 2009). "Present-Day Anti-Semitism in Turkey". Jerusalem Center for Public Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "Antisemitism in the Turkish Media. Part III. Targeting Turkey's Jewish Citizens". MEMRI. 2005. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Zagury L. (19 June 2010). "Anti-Semitism is moving into the mainstream". Aish.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۴ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  13. "Blood libel cases in the Ottoman Empire and the protection of the Jews by the Ottoman governments". 16. (1971). Encyclopaedia Judaica.  Archived 21 September 2013 at the Wayback Machine.
  14. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  15. "Suleiman I". Jewish Virtual Library. AICE. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Harry Ojalvo. (1999). "Ottoman Sultans and Their Jewish Subjects". د لاسرسي‌نېټه ۲۴ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Авдосьев Д. (30 January 2009). "Turkish Jewry at stake". Federation of Jewish Communities in Russia. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ جولای ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  20. Özkirimli U.; Spyros Sofos (2008). "Minorities and the Politics of Homogenezation". Tormented by history: nationalism in Greece and Turkey. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-70052-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Özkirimli U.; Spyros Sofos (2008). "Minorities and the Politics of Homogenezation". Tormented by history: nationalism in Greece and Turkey. Columbia University Press. د کتاب پاڼې 168. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-70052-8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. M. Shleifer (21 February 2005). "Unknown stories of Turkish Jews". Sem40. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ سپټمبر ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. Bali, Rifat N. (2013). Antisemitism and Conspiracy Theories in Turkey. Istanbul: Libra. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 9786054326730. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. Aviv, Efrat (17 February 2017). Antisemitism and Anti-Zionism in Turkey: From Ottoman Rule to AKP. Routledge. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781315314129. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. Rifat N. Bali. (July 2009). "Present-Day Anti-Semitism in Turkey". Jerusalem Center for Public Affairs. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ مې ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Turkay Salim Nefes (2015) Online Antisemitism in Turkey. Palgrave MacMillan.
  27. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  28. (په 18 March 2005 باندې). Hitler book bestseller in Turkey. BBC
  29. Smith H. (په 29 March 2005 باندې). Mein Kampf sales soar in Turkey. The Guardian.
  30. Петров В. (28 September 2005). ""Mein Kampf" loses copies". Российская газета. Moscow (3885): 8. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "Antisemitism in the Turkish Media: Part 1". MEMRI. 28 April 2005. خونديځ د اصلي څخه ۱۹ جون ۲۰۱۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. "New Anti-Semitism in Turkey". Journal of Turkish Weekly (JTW). 7 February 2009. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  33. Mouradian K. (2010). "'Missing Hitler's Spirit': The Problematic Post-Flotilla Discourse in Turkey". Armenian Weekly. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. (په 16 November 2003 باندې). Bombings at Istanbul Synagogues Kill 23. Fox Broadcasting Company
  35. "Neve Shalom Synagogue". Istanbul Metropolitan Municipality. 2008. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۸ اگسټ ۲۰۱۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. (په 16 November 2003 باندې). Bombings at Istanbul Synagogues Kill 23. Fox Broadcasting Company
  37. Reeves P. (په 20 August 2002 باندې). Mystery surrounds "suicide" of Abu Nidal, once a ruthless killer and face of terror.
  38. Arsu S., Filkins D. (په 16 November 2003 باندې). 20 in Istanbul Die in Bombings at Synagogues. The New York Times.
  39. "The terrorist acts on Turkish sinagogues were conducted by Great Eastern Islamic Raiders' Front". Newsru.com. 15 November 2003. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. (په 17 November 2003 باندې). Film clue to Turkey Jewish attack. BBC
  41. "Al Qaeda associates jailed for Istanbul bombings". ABC New Online. 17 February 2007. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ جنوري ۲۰۰۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. (په 18 November 2003 باندې). The number of casualties of terrorist attacks in Istanbul reached 25. Newsru.com
  43. Most of victims were Turks