پل صراط

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پل صراط د دوزخ د پاسه تير شوی دی له ويښته څخه نری او له تورې څخه تيز دی ، توره تياره ده ، له هغه څخه ترېدل به د اعمالو په ذريعه وي ، نيک عمل به روښنايي ګرځي او هر مؤمن به د نيک عمل په پرتله له دې پل څخه تيريږي څوک د سترګو د رپ په اندازه ، څوک د برق پشان ، څوک د باد پشان ، څوک د مرغه پشان ، څوک د آس پشان به تيريږي لکه څنګه چې په متفق عليه حديث شريف راغلي دي : جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«فيمرُّ المؤمنون كطرف العين، وكالبرق، وكالريح، وكالطير، وكأجاويد الخيل والرِّكاب، فناجٍ مسلَّم، ومخدوش مرسل، ومكدوس في جهنم» (متفق عليه).

لومړی پيغمبر به جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم وي چې له پل څخه به تيريږي ، او لومړی امت به امت محمدي وي چې له دغه پل څخه به تيريږي ، او په دغه ورځ هر رسول او بني به د خپل ځان د نجات نارې وهي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«فأكون أنا وأمَّتي أولَ مَن يجيزها، ولا يتكلم يومئذٍ إلا الرسلُ، ودعاء الرسول يومئذٍ: اللهم سلِّمْ سلِّمْ» (رواه البخاري).

يا الله ! مونږ ته په هغه ورځ نجات راکړي ، يا الله ! نيک اعمالو مو د ستا په درګاه کې قبول کړي ، يا الله ! په هغه ورځ مو کامياب کړې چې نه به مال چليږي، نه واسطه ، نه قدرت او منزل بلکي يوازې هغه کس به کامياب وي چې په پاک زړه ( د ايمان او نيک عمل ) سره درغلی وي.

يَوْمَ لَا يَنْفَعُ مَالٌ وَلَا بَنُونَ * إِلَّا مَنْ أَتَى اللَّهَ بِقَلْبٍ سَلِيمٍ (سوره: الشعراء ).

ژباړه: په هغه ورځ چې نه مال ګټه رسولای شي او نه ځامن ، مګر ګټه يوازې د هغه چا ته چې الله تعالی ته په پاک زړه ورشي .


سرچینې[سمول]

آن لاين اسلامي لارښود
https://dawat610.com/archives/14681