پر ګرېنادا باندې د متحده ایالاتو یرغل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر ګرېنادا باندې د متحده ایالاتو یرغل د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر د ۲۵مې په سهار کې پیل شو. متحده ایالات او د کریبن شپږو هېوادونو ټلوالې د ګرېنادا پر ټاپو، چې د وېنزوېلا شمال ته په ۱۰۰ مایلي (۱۶۰ کیلومتري) واټن کې پرته ده، یرغل وکړ. دغه یرغل د متحده ایالاتو پوځ له‌خوا د «د بېړنۍ غوسې عملیاتو» کوډ په توګه پېژندل کېده، چې پایله یې د څو ورځو په لړ کې د ګرېنادا نظامي نیواک ؤ. دغه نیواک د خلق انقلابي حکومت کې د دننیو لانجو او ناندریو له‌امله رامنځ‌ته شو او په پایله کې یې د ګرېنادا پخوانی مشر او دوه‌یم صدراعظم «موریس بیشاپ» په کور کې اسیر او اعدام شو، او همدا راز د هدسن اوستین په مشرۍ انقلابي نظامي شورا رامنځ‌ته شوه. د یرغل په پای کې، یو لنډمهاله حکومت رامنځ‌ته او وروسته بیا په ۱۹۸۴ز کې کال کې ټاکنې ترسره شوې.[۱]

ګرېنادا په ۱۹۷۴ز کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي اخېستې وه. د «New Jewel» کمونېستي غورځنګ په ۱۹۷۹ز کال کې د موریس بیشاپ په مشرۍ د یوې کودتا له‌لارې واک په لاس کې ونیوه، اساسي قانون یې وځنډوه او یوشمېر سیاسي بندیان یې توقیف کړل. بیشاپ د ګوند په یوې غونډه کې تر فشار لاندې راوستل شو ترڅو له د صدراعظم معاون «برنارد کورد» سره قدرت ووېشي. په سر کې بیشاپ موافقه وښوده، خو وروسته یې مخالفت وکړ. هغه د خپل ګوند مرکزي کمېټې له‌خوا په کورني حبس کې وساتل شو، تر هغو چې غاړه یې کېښوده. کله چې د بیشاپ پټ توقیف د خلکو تر غوږو ورسېده، د خپلو ملاتړ کوونکو یوې لمسېدلې ډلې په زور له بنده ازاد شو. وروسته، «کورد» ته د ژمنو ګرېنادایي سرتېرو او د بیشاپ ملکي ملاتړ کوونکو ترمنځ په نظامي قرارګاه‌ګانو کې نښته رامنځ‌ته او د داسې یوې مسألې پر سر شخړې او ډزې پیل شوې چې لا هم د بحث په مېز پرته وه. د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر پر ۱۹، د بیشاپ، د هغه ملګري «ژاکلین کرېفت»، د کابینې دوو وزیرانو او د اتحادیې دوو نورو مشرانو په شمول، لږ تر لږه ۱۹ سرتېري او ملکي وګړي ووژل شول.[۲]

په متحده ایالاتو کې د ریګان دولت، وروسته له هغه چې د ختیځ کربین ایالتونو سازمان له‌خوا د مرستې غوښتلو یو رسمي غوښتنلیک ترلاسه کړ، نظامي مداخله پيل کړه. سربېره پر دې، د ګرېنادا نایب‌الحکومه «پاول سکون» په پټه خبر ولېږه چې هغه به هم د یوه بهرني هېواد له مداخلې څخه ملاتړ کوي، خو د بلنلیک لاسلیک کول یې د اکټوبر تر ۲۶ پورې وځنډول. همدا راز، ریګان دغه اقدام «د ګرېنادا په ټاپو کې د متحده ایالاتو ۶۰۰ د طب زده‌کړیالو په هکله اندېښنې» او د ایران یرغمل نیولو کړکېچ د تکرارېدو وېرې له‌امله ترسره کړ.[۳]

یرغل د ۱۹۸۳ز کال د اکټوبر د ۲۵مې په سهار کې، په بیروت کې د امریکا سمندري پوځي هډو له بمبارۍ څخه یوازې دوه ورځې وروسته پیل شو. یرغلګر ځواک کې د امریکا د پوځ د ۷۵م کومانډو غونډ لومړی او دوه‌یم کنډکونه، ۸۲یمه هوایي فرقه او د پوځ چټک غبرګون ځواک، سمندري ځواکونه، د پوځ دلتا ځواک، د SEAL سمندري ځواک او مرستندوی ځواکونه شامل وو چې په ټوله کې یې شمېر ۷،۶۰۰ تنو ته رسېده او ورسره جامایکایي ځواکونه او د سیمه‌ییز امنیتي نظام (RSS) سرتېرې هم مل وو. دغو ځواکونو، د ټاپو په سویلي څنډه کې د پاینت سالین پر هوایي ډګر باندې د کومانډو ۸۲یمې هوایي فرقې پر مټ د یوې ټېټې ارتفاع هوایي برید، او په پیرلز هوایي کې د سمندري ځواکونو چورلکې راښکته کېدو او د ځمکني-سمندري قطعو د پياده کېدلو په لړ کې د ګرېنادا مقاومت ته ماته ورکړه. د اوستین نظامي حکومت نسکور او په ځای یې، د ۱۹۸۴ز کال تر ټاکنو پورې، د یوې لنډمهالې مشورتي شورا له‌خوا، پاول سکون د نایب‌الحکومه په توګه وټاکل شو.[۴]

ډېرشمېر هېوادونو پر دغه یرغل باندې نیوکه وکړه. د بریتانیا صدراعظمې «مارګرېټ تاچر»، له‌دې چې ورته خبر ورکړل شوی نه‌ؤ، په پټه کې له دغه ماموریت سره مخالفت، خو په ظاهره کې یې ملاتړ وکړ. د ملګرو ملتونو عمومي مجلس، د ۱۹۸۳ز کال د نومبر پر ۲، په ۹ موافقو او ۱۰۸ مخالفو رایو له‌لارې، دغه برید وغنده او هغه یې «له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه» په توګه ونوموه.[۵][۶]

په ګرېنادا کې اوس‌مهال د دغه برید ورځ د «شکرکښنې ورځ» تر نامه لاندې او د هغو څوګونو سیاسي بندیانو د ازادۍ لمانځلو په پار، چې له خلاصون وروسته وګومارل شول، عمومي رخصتي ده. په ۲۰۰۰ز کال کې د حقیقت موندنې او پخلاینې یو کمیسیون رامنځ‌ته شو ترڅو د هغې دورې ځینې لانجې دوه‌یم ځلي وارزوي؛ په ځانګړې توګه، یاد کمیسیون د بیشاپ جسد موندلو لپاره (چې د اوستین په امر پټ شوی ؤ او هېڅکله پيدا نه‌شو) هڅې وکړې، خو کومې پایلې ته ونه‌رسېده. سربېره پر دې، دغه یرغل، د عملیاتو پر مهال د مشترک ځواک په توګه د امریکا نظامي پوځ بېلابېلو څانګو ترمنځ ارتباطي او د همغږۍ موارد، د ګولډواتر-نیکولز قانون په قالب کې څېړنو او پراخو بدلونونو او نورو تنظیمي برخو ته د مرستې رسولو مسایل په ډاګه کړل.[۷]

مخینه[سمول]

ګرېنادا د ښاغلې اېریک ګېري په مشرۍ، په ۱۹۷۴ز کال کې له بریتانیا څخه خپلواکي واخېسته، خو د هغه واکمنۍ دوره په ګرېنادا کې له دننیو جګړو سره هم‌مهاله وه. هغه د ګرېنادا متحد کارګر ګوند مشر ؤ او د ۱۹۷۶ز کال په ټاکنو کې یې د بریا ادعا وکړه، خو سیالې ډلې یې د ټاکنو پایله مشروع ونه‌ګڼله. د ګېري خصوصي پوځ «د مونګوز ډلې» او د New Jewel غورځنګ (NJM) تنظیمي ډلو ترمنځ په کوڅو او بازار کې دننۍ جګړه ونښته. موریس بیشاپ د یوې نظامي کودتا له‌لارې د NJM مشر شو د ۱۹۷۹ز کال د مارچ پر ۱۳مه یې، هغه مهال چې ګېري له هېواده بهر د خلق انقلابي حکومت پر رامنځ‌ته کولو بوخت ؤ، حکومت نسکور کړ. [۸][۹]

هوایي ډګر[سمول]

د بیشاپ دولت، د بریتانیا، کیوبا، لیبیا، الجزیرې او نورو هېوادونو په مرسته د پاینت سالین نړیوال هوایي ډګر بیارغونې چارې پیل کړې. د بریتانیا دولت په ۱۹۵۴ز کې، چې ګرېنادا لا هم د بریتانیا یوه مستعمره وه، د دغه هوایي ډګر طرحه وړاندې کړې وه. ډیزاین یې په کاناډا کې وشو، د بریتانیا دولت ډیزاین ومنه او د لندن یوه شرکت له‌خوا جوړ شو. د امریکا دولت تور ولګوه چې ګرېنادا، په کربین سمندرګي کې د شوروي-کیوبا نظامي هوایي ډګرونو جوړولو لپاره ودانیزې اسانتیاوې برابرې کړي، چې د الوتلو کرښې اوږدوالی یې 9,000ft (2,700m) ته رسېږي او کولای شي د شوروي تر ټولو سترې الوتکې (An-12، An-22 او An-24) په کې الوتنې ترسره کړي، چې دغه اسانتیاوې به شوروي او کیوبا سره مرسته وکړي ترڅو د مرکزي امریکا بلواګرو ډلو ته وسلې تامین کړي او په سیمه کې د شوروي نفوذ پراخ شي. د بیشاپ دولت ادعا وکړه چې هوایي ډګر د سوداګریزو الوتکو لپاره جوړ شوی دی او جېټ الوتکې د ټاپو په شمالي څنډه (5,200ft) باندې د پیرلز په هوایي ډګر کې ناسته کولای نه‌شي او پیرلز نور پراخېدلای نه‌شي ځکه چې د الوتلو کرښې یو څوکه غره ته او بله څوکه سمندر ته نږدې شوې ده.[۱۰]

د ۱۹۸۳ز کال په مارچ میاشت کې، ولسمشر ریګان څرګنده کړه چې د هوایي ډګر د الوتلو یوې خورا اوږدې کرښې باندې کار روان دی او د استخباراتو د خبر له‌مخې، شوروي دغه ټاپو تر نظر لاندې نیولې او نږدې راتلونکې کې به د کربین سمندرګی د شوروي او کیوبا نظامي هډه وګرځي چې دا به هم متحده ایالاتو او هم د کربین سیمو لپاره ستر ګواښ وي. هغه وویل چې د الوتلو اوږده کرښه او د سون ګڼ‌شمېر زېرمې د سوداګریزو الوتنو لپاره اړینې نه‌دي او د شواهدو له‌مخې، پلان دا دی چې په دغه هوایي ډګر کې کیوبا او شوروي خپله نظامي هوایي هډه تاسیس کړي.[۱۱][۱۲]

سرچينې[سمول]

  1. (په 18 September 2013 باندې). How Grenada reshaped the US military. The Boston Globe.
  2. Seabury, Paul; McDougall, Walter A., سمونګران (1984). The Grenada Papers. San Francisco: Institute for Contemporary Studies. OCLC 11233840. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-917616-68-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. Scoon, Sir Paul (2003). Survival for Service: My Experiences as Governor General of Grenada. Oxford: Macmillan Caribbean. د کتاب پاڼي 136, 145. OCLC 54489557. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-333-97064-0. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. "Caribbean Islands – A Regional Security System". country-data.com. خونديځ د اصلي څخه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ نومبر ۲۰۰۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Moore, Charles (2016). Margaret Thatcher: At her Zenith. p. 130.
  6. "United Nations General Assembly resolution 38/7". United Nations. 2 November 1983. خونديځ د اصلي څخه ۱۰ اگسټ ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ مارچ ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Kukielski, Philip (2019). The U.S. Invasion of Grenada: legacy of a flawed victory. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company. د کتاب پاڼي 213–214. OCLC 1123182247. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4766-7879-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Burrowes, Reynold A. (1988). Revolution and rescue in Grenada : an account of the U.S.–Caribbean invasion. New York: Greenwood Press. OCLC 17943224. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-313-26066-4. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Kukielski, Philip (2019). The U.S. Invasion of Grenada: legacy of a flawed victory. Jefferson, North Carolina: McFarland & Company. د کتاب پاڼي 213–214. OCLC 1123182247. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4766-7879-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Payne, Anthony (1984). Grenada : revolution and invasion. Sutton, Paul K., Thorndike, Tony. New York: St. Martin's Press. د کتاب پاڼې 31. OCLC 10548141. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-312-35042-2. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. (په 26 March 1983 باندې). Grenada. The New York Times.
  12. Peter Collier, David Horowitz (January 1987). "Another 'Low Dishonest Decade' on the Left". Commentary. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)