پاور مارټين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
پاور مارټين
پاور مارټين
پاور مارټين

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
استوګنځای مونټريال   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت کاناډا   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 1.88 متر [۲]  د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د کاناډا لېبرال ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ګوزڼ   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
د کاناډا لومړی وزیر (21  )   د (P39) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د واکمنۍ دوران
۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۳  – ۶ فبروري ۲۰۰۶ 
ژان کرېټین  
سټېفن هارپر  
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پاور مارټين
پاور مارټين

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

پاول ايګر فيليپ مارتين (Paul Edgar Philippe Martin PC CC QC) د ۱۹۳۸ ز اګسټ په ۲۸ مه نېټه وزېږېد، چې د (Paul Martin Jr.) په توګه هم پېژندل کېږي او کاناډايي وکيل، ليکوال او سياستپوه و، چې د کاناډا د ۲۱ ام لومړي وزير په توګه او وروسته يې له ۲۰۰۳ز نه تر ۲۰۰۶ ز پورې د کاناډا د ليبرال ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ.

د باندنيو چارو لپاره د دولت د پخواني منشي (Paul Martin Sr.) زوی مارتن مخکې له دې چې په ۱۹۷۳ ز کې د کاناډا د بخار بېړۍ د ليکو مشر او اجرائيه رئيس شي، د اونټاريو يو وکيل و. هغه دا موقف په ۱۹۸۸ ز کې د (LaSalle—Émard) د (Montreal) اداره کولو لپاره د پارلمان د غړي په توګه تر نوماندۍ پورې ونيو. مارتن په ۱۹۹۰ ز کې د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره نابريالۍ هڅې وکړې، چې (Jean Chrétien) ته يې خپله ماتې ومنله. مارتن به د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره د (Chrétien) اوږدمهاله سيال جوړېږي، که څه هم د ۱۹۹۳ ز په فدرالي ټاکنو کې د ليبرالانو د اکثريت حکومت له ګټلو نه وروسته د هغه د ماليې وزير په توګه وټاکل شو. پاول مارتن د کاناډايي حکومت په مالي ساختمان کې د زياتو بدلونونو څارنه وکړه او د نوموړي کړنلارو د ټولنيزو خدمتونو په ګډون د بېلابېلو خپرونو په واسطه د هېواد د اوږد مهاله مالي کسر په له منځه وړلو باندې مستقيمه اغېزه لرله.

مارتن په ۲۰۰۲ ز کې هغه مهال د ماليې د وزير په توګه استعفا ورکړه، چې له (Chrétien) سره يې ترينګلتيا اوج ته ورسېده. هغه په پيل کې د (Chrétien) مشرۍ د ګواښولو لپاره چمتووالی ونيو، که څه هم (Chrétien) د ۲۰۰۳ ز لپاره د مشرۍ ټاکل شويو ټاکنو نه په لاره اچولو سره د خپل تقاعد ورکولو اراده وښوده. د ۲۰۰۳ ز کال د نومبر په ۱۴ مه مارتن د ليبرال ګوند د مشر په توګه (Chrétien) بريالی کړ او د ۲۰۰۳ ز ډسمبر په ۱۲مه لومړی وزير شو. د ۲۰۰۴ز  په فدرالي ټاکنو کې ليبرال ګوند يو ځل بيا واک تر لاسه کړ، که څه هم يوازې د حکومت لږه برخه وه. د دې دورې پر مهال د مارتن حکومت د نا اشنا خلکو لپاره د ژوند حالتونو د ودې په موخه د کيلونا تړون (Kelowna Accord) لاسليک کړ او د ورته جنس (همجنس) واده ته يې په قانوني ډول اجازه ورکړه. په ۲۰۰۵ ز کال د عوامو په مجلس کې مخالفو ډلو د نه باور يو خوځښت (motion of no confidence) تصويب کړ، چې د مسووليت يا ژمنتيا له تور (sponsorship scandal) نه د نوې سپړنې د پايلې په توګه يې د مارتن حکومت د مفسدوالي دعوه کوله. ياد تورونه د (Gomery Report) په واسطه راښکاره شول، چې د ۲۰۰۶ ز فدرالي ټاکنې يې په لاره واچولې. په پراخه توګه د تورونو په اړه د تفصيلي معلوماتو د راڅرګندېدلو د پايلې په توګه مارتن د نوي متحد محافظه کار ګوند له خوا ماتې وخوړه، چې مشري يې سټيفن هارپر (Stephen Harper) کوله او د ليبرال ۱۲ کلن واک يې پای ته ورساوه. د ليبرالانو د مشر په توګه د مارتن له ښکته کېدنې نه لږ وروسته يې واګې بيل ګراهم (Bill Graham) ته وسپارلې، چې وروسته په تلپاتې ډول د (Stéphane Dion) له خوا بريالی شو. مارتن د ۲۰۰۸ز  فدرالي ټاکنو کې بيا غوره کېدل ونه غوښتل. د مارتن د لومړي وزارت ارزونې بېلابېلې (ګډې وډې يا مخلوطې) دي، په داسې حال کې چې د ماليې وزير په توګه د هغه د خدمت مودې ته د خوښۍ په توګه کتل کېږي.

مارتن چې اوس د نړيوال ديپلومات په توګه ورته کتل کېږي، په نړيواله برخه کې يې د يو لړ نوښتونو لکه: د نړيوالې روغتيا لپاره هڅونې او د روغتيا اغېز صندوق تر شا (د ګټې لپاره نه: not- for- profit) په واسطه خپلې مرستې يا ونډې ته دوام ورکړه، چې نوموړي په کې د مشورتي ډلې د غړي په توګه خدمت وکړ. هغه د کاناډا د ايکوفيسکال کميسيون (Canada's Ecofiscal Commission) د سلاکار په توګه هم دنده  تر سره کړه.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

مارتن د اونټاريو د وېنډسور (Windsor) په (Hôtel-Dieu of St. Joseph Hospital) کې زېږېدلی او په وېنډسور او اوتاوا کې ستر شو. د هغه پلار (aul Martin Sr.) چې د ايرلنډي او فرانسوي پښت فرانسوي الاصله اونټاري دی، ۳۳ کلونه يې د کاناډا د عوامو مجلس د غړي په توګه خدمت وکړ او د (W. L. Mackenzie King)، (Louis St. Laurent)، (Lester B. Pearson) او (Pierre E. Trudeau) لومړيو وزيرانو د دورو پر مهال په ليبرال حکومتونو کې د کابينې وزير و. د هغه مور (Eleanor "Nell" Alice (née Adams)) له سکاتلنډي او ايرلنډي پښت نه وه. نوموړي د (Mary-Anne Bellamy) په نوم يوه خور لرله، چې د ځوانۍ په عمر کې يې د کروهن ناروغي (Crohn's disease) تشخيص شوې وه او د ۲۰۱۱ ز د جولای په ۲۰ مه نېټه وفات شوه. نوموړي د اتو کلونو په عمر کې  په ۱۹۴۶ ز کې د پوليو تړون وکړ [د پوليو واکسين وکړل] لکه څرنګه چې د هغه پلار په ۱۹۰۷ ز کې کړي و. د دې لپاره چې مارتن ته يې د خپلې فرانسوي ژبې د پياوړې کولو موکه ورکړې وي، مور او پلار يې هغه په اوټاوا کې د فرانسوي ژبې يو منځني ښوونځي (École Garneau) ته ولېږه.[۳][۴][۵][۶][۷]

مارټن په ۱۹۶۱ز کې د تاريخ او فلسفې په برخه کې د ټورانټو پوهنتون کې د (St. Michael's College) ته د لېږد او ورنه د لېسانس سند له تر لاسه کولو نه مخکې د اوټاوا پوهنتون کې ګډون وکړ. د ټورانټو پوهنتون کې د زده کړو پر مهال د T ځوان ليبرالو د U غړی و. له هغې وروسته يې د ټورانټو پوهنتون د حقوقو پوهنځي کې ګډون وکړ، چې په ۱۹۶۴ ز کې له همدې برخې د لېسانس سند تر لاسه کړ. هغه په ۱۹۶۶ز کې د اونټاريو وکالت  ته وبلل شو. [۸][۹][۱۰]

د ۱۹۶۵ ز سپټمبر په ۱۱ نېټه مارټين له (Sheila Ann Cowan) سره واده وکړ، چې ورنه درې زامن پاول (Paul)، جيمې (Jamie) او ډيويډ (David) لري. [۱۱]

سوداګريز مسلک[سمول]

د رئیسانو مديره پلاوی[سمول]

په ۱۹۶۹ ز کې د ځواک اتحاديې د کاناډا د بخار بېړیو په ليکو (Canada Steamship Lines) کې اداره کوونکې ونډه (سهم) واخيست. د ۱۹۷۰ ز ډسمبر په ۲ پاول مارټين چې د ځواک اتحاديې د اجرائيه رئيس (Maurice Strong) ۳۲ کلن اجرائيه مرستيال و، د CSL [د کاناډا د بخار بېړیو ليکې] د رئيسانو په مديره پلاوي کې غوره شو. CSL په ۱۹۷۱ ز لږه کيو ونډه اخيستونکو د ځواک اتحاديې باندې د پام وړ ونډه (سهم) وپلورل، چې CSL يې د ځواک اتحاديې مرسته کوونکې (متمم او تابع) کړه. [۱۲]

اجرائيه رياست[سمول]

CSL په ۱۹۷۲ز کې هغه مهال له پرله پسې بايللو نه رنځ یووړ، چې په (Davie Shipbuilding) کې د درې ۸۰۰۰۰ ټنه سمندر له لارې تلونکو ټانکرونو (80,000-ton ocean-going tankers) په ساختمان کې د تمې خلاف زياتو شويو لګښتونو د پوښلو فشار پرې وارد و. د ۱۹۷۳ ز نومبر پر ۲۲ پاول مارټین د CSL Group د مشر او اجرائيه رئيس په توګه غوره شو. په ۱۹۷۴ ز کې د CSL لاسته راوړنې پر سترو جهيلونو (Great Lakes) باندې د اته اونيز بريد له امله لا زيانمنې شوې.

په ۱۹۷۶ ز کې د ځواک اتحاديې خپل ځان وروسته کړ او د وزارت مقام  پانګه اچونې (investment portfolio) مسووليت يې واخيست، چې پينځه کلونه وړاندې په CSL باندې پلورل شوې وه. CSL د ځواک اتحاديې يو عملياتي وېش ته وروګرځېده.

سياسي مسلک[سمول]

د پارلمان غړی او د ليبرال ګوند د مشرۍ لپاره نوماند (۱۹۹۳ – ز)[سمول]

مارټين په ۱۹۸۸ ز کې د (LaSalle-Émard) د سويل ختيځ (Montreal) لپاره د پارلمان د غړي په توګه وټاکل شو. هغه له سياست نه د متقاعد کېدلو تر وخته پورې  په هر ځل ټاکنو کې له ستونزې پرته بيا ځل وټاکل شو.

په ۱۹۸۴ ز کې د ليبرال ګوند د (John Turner) تر مشرۍ لاندې ماته وخوړه او يوازې ۴۰ چوکيو ته راښکته شو. د ځوانو ليبرالانو يوې ډلې د (Turner) پر ځای مارتن د يو ممکنه نوماند په توګه ورساوه او کله چې هغه د Turner د لرې کولو په موخه په يوه هڅه کې ګډون ونه کړ، هغه چمتو و چې که چېرې ياده دنده خلاصه وي، په مشرتابه کې د ټرنر پر ځای وټاکل شي.

مارتن د کاناډا د ۱۹۹۰ز  مشرۍ ټاکنو کې د ليبرال ګوند نوماند و، چې (Jean Chrétien) ته يې په يوه ترخه سيالۍ کې ماتې ومنله، چې پايله کې يې د دواړو نوماندانو او د دوی د ملاتړو تر منځ تلپاتې دښمني وه. په يادې سيالۍ کې يوه مهمه شېبه په (Montreal) کې د ټولو نوماندانو په مناظره کې پېښه شوه، چې بحث په خورا چټکۍ سره د ميچ جهيل تړون (Meech Lake Accord) ته واوښت. مارتن د مييچ په موضوع کې لېوالتيا لرله او پر (Chrétien) باندې يې د فشار راوړلو هڅه وکړه، چې په ياده معامله کې له خپل توپيري درېځ نه تېر شي او د دې لپاره او يا يې پر ضد څرګندونې وکړې. [۱۳]

سرچینې[سمول]

  1. پیوستون : 120046660  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://globalnews.ca/news/2650683/why-the-world-prefers-tall-politicians/
  3. Munroe, Susan. "Prime Minister Paul Martin". About: Canada Online. د لاسرسي‌نېټه November 29, 2006. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. (په December 14, 1988 باندې). Like father, like son?. CBC Archives
  5. "Former PM's sister always helped those in need". The Windsor Star. جولای 22, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر جولای 21, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه اکتوبر 19, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Mary-Anne Bellamy". legacy.com. July 22, 2011. د لاسرسي‌نېټه October 19, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. "We are on the cusp of ending polio". Globe & Mail. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. "Honorary Degree Citation – Paul Martin – Concordia University Archives". د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. Emshey, Lori-Lee (January 16, 2012). "U of T alumnus Paul Martin receives Order of Canada". The Medium. د لاسرسي‌نېټه July 28, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Kerr, Peter (August 21, 2009). "Paul Martin – life after politics". The Montrealer. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Martin, Paul (2009). Hell or High Water: My Life in and out of Politics. Emblem Editions. د کتاب پاڼې 33. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0771056932. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Kerr, Peter (August 21, 2009). "Paul Martin – life after politics". The Montrealer. د لاسرسي‌نېټه October 21, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. (په June 23, 1990 باندې). A very bitter defeat for Paul Martin. Archives.cbc.ca