ویلما نونیز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
ویلما نونیز
ویلما نونیز
ویلما نونیز

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۵ نومبر ۱۹۳۸
نيکاراګوای   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت نيکاراګوای   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک د بشري حقوقو فعال   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ويلما نونيز دي اسکورسيا (ويلما نونيزرويز، زوکړه د ۱۹۳۸ د نومبر په ۲۵) د نيکاراګوای حقوقپوه او د بشري حقونو فعاله ده. نوموړې له يوې مجردې مور څخه دنيا ته راغله او د ژوند له لومړيو څخه يې د ټولنيز عدالت په برخه کې خپله علاقه څرګنده کړه. کله چې هغې د نيکاراګوای په ملي خودمختار پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې تحصيل کاوه، د دولت له لوړپوړو کارلوس تونرمن او سرجيو رامرز سره يې وکتل او د ۱۹۵۹ کال د جولای د ۲۳ د سوموزا د ګاردانو له خوا د زده کوونکو د عامه وژنې څخه ژوندي پاتې شوو څخه وه. نوموړې په ۱۹۷۵ کال کې د ساندينستا له ملي ازادۍ بخښونکي مقاومت سره يو ځای شوه. مګر په ۱۹۷۹ کال د سوموزا د حکومت له خوا بندي او تر ځورونې لاندې ونيول شوه. وروسته د ۱۹۷۹ کال د جولای په ۱۹ د ساندينستا د ملي ازادي بښوونکي مقاومت له برياليتوب څخه مخکې له بنده ازاده شوه. کله چې مقاومت واک ونيو، نوموړې د عدالت د سترې محکمې د مرستيالې رئيسې په توګه او وروسته يې د بشر د حقونو د ملاتړ او ترويج د کميسيون د رئيسې په توګه دنده تر سره کړه.

کله چې د اندينسټا ازادي بخښوونکی ملي مقاومت له واک څخه لرې کړای شول، نونيز د نيکاراګوای د بشر حقونو د مرکز نادولتي سازمان (CENIDH) رامنځته کړ او په ۱۹۹۶ کال يې ونه شو کولی دانيال اورتګا د د ولسمشرۍ د تر لاسه کولو لپاره د خپلې ډلې د نوماند په توګه مبارزې ته راوباسي، مګر په ۱۹۹۸ کال د حزب له غړيتوب څخه په شا شوه، تر څو د اندر اورتګا د لور زولمريکا اورتګا موريلو ملاتړ وکړي، چې نوموړی يې په کوچنيوالي کې ورڅخه د ناسمې جنسي ګټې اخېستنې په تور تورن کړ. نونيز له هغې څخه وروسته له تکليف او ضرر سره مخ شوه، د همدې له مخې د امريکا د بشري حقونو محکمې د نوموړې د ساتنې په موخه حکمونه صادر کړل. د حکومت پر ضد د ۲۰۱۸ د اپريل له مظاهرو څخه وروسته، د نيکاراګوای د بشر د حقونو مرکز نادولتي سازمان د غير انتفاعي په شمار سازمانونو له ډلې څخه و، چې حقوقي بنسټ يې لغوه شوی و. پر دفتر يې د پوليسو له خوا حمله وشوه، مګر نونيز د بشري حقونو په برخه کې د خپلو فعاليتونو په دوام ټينګار کاوه. بېرونيو استازو ته د رسيده ګۍ (لاسرسي) د قانون په وضع کولو سره، چې به کې تصريح شوي وو؛ ټولې هغه ډلې چې له بهره يې مالي ملاتړ کېږي، بايد د بهرنيو استازو په نوم ثبت او راجستر شي. هماغه و چې په ۲۰۲۰ کال د نوموړې پر وړاندې نوي خنډونه رامنځته شول او په محکمه کې له قانوني ستونزو سره لاس او ګرېوان شوه.

د ژوند لومړني وختونه[سمول]

ويلما نونيز د ۱۹۳۸ د نومبر په ۲۵ د ناواده شوي والدينو څخه وزېږېده، چې همدا د نيکاراګوای په محافظه کاره ټولنه کې د هغې په ژوند کې د يو لړ محروميتونو سره د مخامخ کېدو سبب شو. هغې او مور يې په ښوونځي، کليسا او ټولنيزو کلبونو کې په اکواپا، چنتالس کې سره سمه رويه نه کېده. کېدای شي د هغې د پلار د ښځې د سيمه ايزې اغېزې له امله وي. د نوموړې پلار همبرتو نونيز سويا (چې د هغې له مور سره د وينې اړيکه نه لری) د سومزا د منتقد حکومت د محافظه کار ګوند مشر و، چې د کوچنيوالي په دوره کې ډېر کله ويلما نونيز بندي کېده، که څه هم نوموړی د انستازيو سوموزا ګارسيا په وخت کې د پارلمان د معاون په توګه دنده تر سره کړه. د سياست په ډګر کې د ويلما د پلار ونډه د ويلما لپاره اغېزناکه وه، چې د سوموزا د ديکتاتوري ليبرال په وړاندې د هغې د مقاومت لومړني فعاليتونه يا اقدامات د محافظه کارانو د ملاتړ په بڼه ښکاره شوې. په داسې حال کې چې نوموړې بالاخره دې پاېلې ته ورسېده، چې د هغوی د نظرياتو تر منځ لږ توپير دی او په ټولنيزې بې عدالتۍ يې په کافي ډول تمرکز ونه کړ. [۱][۲]

نونيز سويا په ۱۹۴۷ کال کې وفات شوه او ويلما نونيز او د هغې دوه خويندو او ورور (لئون او انديانا) ته يې يو ميراث پرېښود. مګر دې مسئلې د نوموړې مور يو ځل بيا تر لاس لاندې کړه، ځکه چې د نونيز سويا د پيسو مستقيم وصيت يې مور ته نه و شوی؛ بلکې د دې پر ځای يې اداينه د هغې په واک کې وه. د نوموړې د ژوند د لومړيو همدې تجربو نوموړې د دې جوګه کړه چې د بشر د حقونو يوه فعاله شي او همدارنګه يې لېوالتيا پيدا کړه چې د حقوقو په ښوونځي کې زده کړې وکړي؛ که څه هم مور يې غوښتل نوموړې د مهندسۍ په برخه کې زده کړې وکړي.

مګر هغه د ۸ کلنۍ تر عمره پورې ښوونځي ته لاړه نه شوه او بالاخره منګوانا ته لاړه. هلته د يو غوره منځني ښوونځي په لټه کې شوه، چې نوموړې قبوله کړي (داخله ورکړي). بالاخره هغې د (Colegio Madre del Divino Pastor) په ښوونځي کې نوم ليکنه وکړه او د ۱۹ کلنۍ په عمر په لیون کې د نيکاراګوای په ملي خپلواک پوهنتون کې شامله شوه. هلته يې د حقوقو په څانګه کې زده کړې پيل کړې. نوموړې په پوهنتون کې له کارلوس تونرمن سره چې لا ځوان استاد و، زده کړې وکړې. کارلوس له دې وروسته هغې ۱۲ کسيزې ډلې غړی شو، د ساندينستا د ملي ازادي بخښوونکي ډله يې رهبري کوله. هغه بالاخره د ساندينستا د ملي ازادي بخښوونکې ډلې د حوکت پر مهال د پوهنې وزير شو. [۳][۴][۵][۶][۷]

مسلک[سمول]

د ساندنيستا ملي ازادي بښوونکې ډله کې لومړنی مسلک او فعاليتونه[سمول]

وروسته له هغې چې نونيز له پوهنتونه فارغه شوه، د وکيلې په توګه، په بنسټيز ډول د جنايي برخې د مدافع وکيل په توګه يې کار پيل کړ. د سوموزا حکومت له لورې د سياسي بنديانو له پېچلو قضيو څخه د دفاع لپاره لاس په کار شوه. د هغې د مشتريانو يا پرونده ها له ډلې هغه بزګران هم وو، چې هغوی ته د ورګرځول شوې ځمکې د تاوان اخېستلو لپاره يې له هغوی سره مبارزه کوله. مګر وروسته پوه شول چې ځمکې ساندينستانو نيولې وې. [۸]

نونيز په ۱۹۷۵ کال د ساندينستا په ملي ازادي بښوونکي ډله کې شامل شو، د ۱۹۷۹ د اپرېل په ۳۰ د سوموزا د حکومت له لورې بندي شوه. وروسته د جولای په ۱۱ يانې د حکومت له منځه تللو (۱۹ جولای) څخه څو ورځې مخکې له بنديخانې څخه ازاده شوه. نوموړې د خپل ۵ مياشتني حبس په جريان کې شکجه شوه او ان برېښنايي شاټونه ورکړل شول، مګر د ساندينستا د ازادي بخښونکې ډلې د فعاليتونو او عملياتو اړوند لکه: د دورا د مشر ماريا تيلز په واسطه د ليون ښار د نيولو بريالي عمليات؛ هيڅ معلوماتو باندې يې اقرار ونه کړ. [۹]

د جولای په ۲۰ د سندينستا د ملي ازادي بښونکې ډلې له تسلط څخه يوه ورځ وروسته له نونيز څخه وغوښتل شول، چې د سترې محکمې د مرستيالې رئيسې په توګه خدمت وکړي. په همغه دوره کې نونيز د نيکاراګوای د سولې د کمېسيون معاونه هم وه، چې د امريکا د متحده ايالاتو د تحريمونو پر ضد د نړيوال يووالي د رامنځته کولو مسووليت يې درلوده. نوموړې له هغو ډلو سره کار وکړ، چې د نيکاراګوای لپاره يې سهولتونه او تجهيزات استول او دې هېواد ته يې ورسره د مرستې په موخه کاري سفرونه درلودل. نوموړې په دې ونډه يا دنده کې په پراخ ډول امريکا ته سفرونه وکړل او په ځانګړي ډول يې ورسره د نيکاراګوای د حقوقي سيستم په اړه خبرې وکړې. نوموړې همدارنګه د نيويارک له پخواني څارنوال ريد برودي سره غيرنظاميانو (ملکيانو) باندې د کنترا د حملو په اړه د معلوماتو د راټولولو په برخه کې کار وکړ چې په ۱۹۸۵ کال کې په نيکاراګوای کې د کانترا د وحشت تر عنوان لاندې: د ۱۹۸۴ سپټمبر څخه د ۱۹۸۵ تر جنوري پورې د حقيقت موندونکي ماموريت راپور خپور شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

د ساندينستا ملي ازادي بښونکې ډلې د قدرت له ترلاسه کولو څخه وروسته، په ۱۹۸۸ کال نونيز د نوې رامنځته شوې ادرې (د بشر د حقونو د ملاتړ او رواجولو ملي کميسيو) د رئيسې په توګه وټاکله، چې تر ۱۹۹۰ کاله پورې يې په کې خدمت وکړ. هغې په دې دنده کې خپله ګمارنه جزا وګڼله، ځکه چې پخوا له دې د محکمې مرستياله وه چې ان د (حتی در آستانه احراز پُست ریاست بود.) مګر هغه د بشر حقونو د کميسيون د مشرې په توګه ټاکلو سره د نوموړې د وظيفوي پرمختګ مخنيوی وشو. [۱۳]

نونيز د ملي ازادي بښونکې ډلې د غړې په توګه جنسيتي برابري د عملي او نظرې تيورۍ په پرتله مشاهده کړ. په داسې حال کې چې په دې اړه رسمي سندونو برابر سياسي مشارکت تصريح کړی دی. په دې ډول نوموړې وويل: «د دې مسئلې تطبيق متفاوت و». نوموړې د جنسيت په برخه کې د ښځو محدود پرمختګ د مبارزو مېرمنو فردي هڅو او د نيکاراګوای د ښځو ټولنې ليزا امندا اسپينوزا ته نسبت ورکړ. [۱۳]

وياړونه[سمول]

نونيز د بشر حقونو په برخه کې د خپلو فعاليتونو له امله په ۲۰۱۱ کې د فرانسې د سفارت له لورې د لژيون مډال تر لاسه کړ. په همدې کال يې د ښځود حقونو په برخه او د جنين د ضايع کولو اړوند د نيکاراګوای د غير عادلانه قانون پر وړاندې د اوږد مهاله مبارزې په وياړ د استيک لارسون جاېزه او ۲۰۰ زره سويدني کرون (شاوخوا ۳۰ زره امريکايي ډالر) تر لاسه کړل. په دې ترتيب، نونيز په ۲۰۱۹ کال د «په عامه ژوند کې د سولې د استازې» په برخه کې د عزتمنې سولې د نړېوالې جاېزې ګټونکې شوه. [۱۴][۱۵][۱۶]

شخصي ژوند[سمول]

نونيز د ۱۹۶۳ په دسمبر کې له اتو اسکورسيا پستران سره، چې د غاښونو ډاکتر و؛ د نيکاراګوای په ملي خپلواک پوهنتون کې اشنا شوه او ورسره يې واده وکړ. دوی دواړه د پوهنتون د غوره زده کوونکو د جاېزو ګټونکي وو. وروسته هغه د «ويليام نونيز دي اسکورسيا» په نوم ونومول شوه. دوی دوه ماشومان (اتو او يوجينيا)، څلور لمسيان او يو کړوسی لري. [۱۷]

سرچينې[سمول]

  1. Cruz, Eduardo (19 March 2017). "La lucha de Vilma Núñez de Escorcia". La Prensa (په اسپانيايي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Grabe, Shelly (June 2011). "SITE: NICARAGUA. Transcript of Vilma Núñez" (PDF). GLOBAL FEMINISMS COMPARATIVE CASE STUDIES OF WOMEN'S ACTIVISM AND SCHOLARSHIP. University of Michigan Institute for Research on Women and Gender. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 23 December 2018 باندې). La intrépida vida de Vilma Núñez, defensora de derechos humanos en Nicaragua.
  4. Nicaraguan Biographies: A Resource Book (په انګلیسي ژبه کي). U.S. Department of State, Bureau of Public Affairs. 1988. د کتاب پاڼې 32. مؤرشف من الأصل في ۳۱ جنوري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Zimmermann, Matilde. Sandinista: Carlos Fonseca and the Nicaraguan Revolution. Duke University Press, 2001. Pp. 57. Via Project MUSE.
  6. (په 16 July 1979 باندې). Sergio Ramirez Mercado. The New York Times.
  7. Álvarez, Leonor (23 July 2020). "Generación del 23 de julio reivindica el reclamo histórico de los estudiantes por los derechos civiles". La Prensa (په اسپانيايي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۲۴ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Cruz, Eduardo (19 March 2017). "La lucha de Vilma Núñez de Escorcia". La Prensa (په اسپانيايي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Grabe, Shelly (June 2011). "SITE: NICARAGUA. Transcript of Vilma Núñez" (PDF). GLOBAL FEMINISMS COMPARATIVE CASE STUDIES OF WOMEN'S ACTIVISM AND SCHOLARSHIP. University of Michigan Institute for Research on Women and Gender. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Peace, Roger. A Call to Conscience: The Anti-Contra War Campaign. University of Massachusetts Press, 2012. Via Project MUSE.
  11. Kruijt, Dirk (4 April 2013). Guerrillas: War and Peace in Central America (په انګلیسي ژبه کي). Zed Books Ltd. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-84813-696-0. مؤرشف من الأصل في ۱۵ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Disney, Jennifer Leigh. Women's Activism and Feminist Agency in Mozambique and Nicaragua. Temple University Press, 2008. Via Project MUSE.
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Disney, Jennifer Leigh. Women's Activism and Feminist Agency in Mozambique and Nicaragua. Temple University Press, 2008. Via Project MUSE.
  14. "Reconocen trayectoria de doctora Vilma Núñez". El Nuevo Diario (په اسپانيايي ژبه کي). 27 January 2011. مؤرشف من الأصل في ۰۲ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Vilma Núñez de Escorcia gana el premio Stieg Larsson". El Nuevo Diario (په اسپانيايي ژبه کي). 13 October 2011. مؤرشف من الأصل في ۰۴ اکتوبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Vilma Núñez de Escorcia: "Siempre quisiera que la persona con la que estoy trabajando estemos al mismo ritmo"". Magazine - La Prensa Nicaragua (په اسپانيايي ژبه کي). 13 January 2020. مؤرشف من الأصل في ۰۳ اگسټ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Cruz, Eduardo (19 March 2017). "La lucha de Vilma Núñez de Escorcia". La Prensa (په اسپانيايي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۰۸ مې ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)