ويکيپېډيا:ويکيپروژه افغانستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
افغان ويکي‌پروژې ته ښه راغلاست
افغانستان د غيرتي افغانانو ټاټوبی دی.
ليکنې لړليکونه کينډۍ تانبې وېشنيزې لارښوونې

افغانستان لنډه پېژندنه


افغانستان، (د افغانستان اسلامي امارت) په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د آسیا په زړه کې پروت دی. په ټولیزه توګه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمه څرگنده شوې ده چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي آسیا پورې تړلې ده،‌ او دا په دې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره د د ډیورنډ کرښه فرضي پوله،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره ګډې پولې لري.نور...

نوميالی


امیر شیر علی خان (۱۸۲۵ زېږديز کال - د ۱۸۷۹ ز کال د فبروري ۲۱، مزارشريف) د ۱۸۶۳ زېږديز کال نه تر ۱۸۶۶ زېږيز کال پورې او بيا د ۱۸۶۸ زېږيز کال نه تر خپلې مړينې پورې د افغانستان امير وو. هغه د امير دوست محمد خان، د بارکزيو د بنسټگر، درېيم زوی وو. امير شېر علي خان که څه هم د امير دوست محمد خان درېيم زوی وو، خو امير دوست محمد خان تر خپلې مړينې دمخه دا وصيت کړی وو چې د هغه تر مړينې وروسته بايد امير شېر علي خان د هغه ځایناستی شي. هغه وو چې د امير دوست محمد خان تر مړينې وروسته هغه د افغانستان امير شو، خو ډېر ژر بيا د هغه د مشر ورور امير محمد افضل خان له خوا د پاچاهۍ له پلاز څخه گوښه کړای شو.نور...

تاريخ


په افغانستان کې د مسلمانانو فتوحات د مسلمانانو له خوا د فارس له فتحې وروسته پیل شول. هغه مهال چې مسلمانانو ختیځ خوا خراسان، سیستان او ماورالنهر یا فراه رود ته کډه وکړه. له نهاوند جګړې ۱۵ کاله وروسته، دوی له افغانستان پرته ټول ساساني قلمرونه تر خپلې ولکې لاندې راوستي و. په بشپړ ډول د افغانستان مسلمان کول، د ۱۰مې او ۱۲ مې پېړۍ په منځ کې د غزنویانو او غوریانو د سترواکۍ تر مهاله، چې له مذهبي ډلو نه یې ملاتړ کاوه، نه و ترلاسه شوي. خراسان او سیستان، چېرې چې د زردشت دین رامنځته شوی و، فتح شول. عربو د فارس ختیځو خواوو ته حرکت پیل کړ او په ۶۵۲ ز کال یې د هرات ښار ونیو او همدلته یې عربي واکمني جوړه کړه. د افغانستان د سیمو د نسبي کم اهمیت له مخې له لومړۍ هجري پېړۍ وروسته د مسلمانانو پوله له معاصر افغانستان سره تثبیت شوه. د تاریخي شواهدو له مخې داسې ښکاري چې توخارستان (باختر) یا بلخ لومړنۍ سیمه وه چې په شدت سره د عربو له خوا ونیول شوه، هغه چې بودیزم په کې غوړېدلی و. بلخ د وروستي ځل لپاره د قطیبه بن مسلم له خوا په ۷۰۵ ز کال کې فتح شو. های چوا، هغه چې بلخ یې په ۷۲۶ ز کال کې لیدلی و، څرګندوي چې ډېری اوسېدونکي یې بودایان و او عربو ورباندې حکومت کاوه. د افغانستان ختیځې برخې چې هغه مهال له سیاسي پلوه هند ته اړوندې بلل کېدلی، بودیزم او هندویزم د مسلمانانو د فتوحاتو ترمهاله هلته واکمن وو. کابل او زابلستان چې د بودیزم او نورو هندي مذهبونو کورونه وو، د دوو پېړیو لپاره د مسلمانانو پر وړاندې سخت مقاومت وکړ او د صفویانو او غزنویانو د فتوحاتو تر مهاله زنبیلیانو ته اړوند کابل شاهي و نه نیول شو. د زون او د هغه د واکمنانو زنبیلیانو اهمیت په دې کې و چې په سیند دره یې د عربو د برید مخه نیولې وه..نور...

جغرافيه


که څه هم چي افغانستان دپرمختيا يي هېوادنو په کتار کې نه شمارل کيږي خو سيندونه يې ددې هېواد دملي اقتصاد دپرمختيا لپاره ځانگړی ارزښت لري هغه داچې که د نوې تېکنالوژۍ او علم په اساس او د اوسني ضرورتونو او غوښتنو په پام کي نيولو سره نوموړو سيندونو باندې بندونه جوړ شي نور ډېری ګټې به ترې ترلاسه شي، چې له يوا خوا به د کښت ځمکو ته په پراخه پيمانه اوبه ترلاسه شي او له بلې خوا به پرې د برېښناکوټونو په تړلو سره برېښنا ترلاسه شي، چې د اوسنۍ پرمختللې نړۍ تر ټولو ستره اړتيا ده.نور...

کلتور

د افغانستان کلتور له دریو زریزو څخه د زیاتې مودې لپاره خپل شتون حفظ کړی دی، چې تاریخ یې لږ تر لږه په ۵۰۰ م.ز کال کې هخامنشي سترواکۍ ته ور رسېږي او د د دې هېواد د اتباعو کلتوري تنوع په بر کې نیسي. د مرکزي، سویلي او لوېدیځې اسیا تر منځ په لویو لارو یې موقعیت، نوموړی هېواد له تاریخي پلوه د تنوع په مرکز بدل کړی دی، چې د یو تاریخ پوه له لوري ورته " د لرغونې نړۍ د ګرځندځای" لقب ورکړی دی. افغانستان تر ډېره یو قبیلوي ټولنه ده چې په دې هېواد کې بېلابېلې سیمې خپل ځانګړي فرعي کلتورونه لري. له دې سره سره، نږدې ټول افغانان له اسلامي دودونو څخه پیروي کوي، د رخصتۍ یو شان ورځې تجلیلوي، یو شان جامې اغوندي، یو ډول خواړه خوري، یو شان موسیقي اوري او تر یوې معینې اندازې پورې په څو ژبو سره افهام او تفهیم کوي. د دې هېواد کلتور په پیاوړي ډول له ترکو-فارسي او هندو-پارسي کلتورونو له عناصرو سره تړلی دی کوم چې د ژبې، خوړو او کلاسیکې موسیقۍ په څېر برخو کې تر سترګو کېدای شي.

افغانی کلتور په علمي لحاظ په مخ پر زیاتېدونکي ډول په یوه خوځنده حوزه باندې د بدلېدو په حال کې دی. په ډېر راوروسته تاریخ کې، افغاني کلتور په دې هېواد کې د روان اوږدمهاله کړکېچ له امله تهدید شوی او په کلکه اغېزمن شوی دی.

غړي

ګډون کول

په دې پروژه کې د برخې اخيستو او ګډون لپاره کارن کينډۍ د {{کارن:ويکيپروژه افغانستان غړی}} په کارن مخ باندې ولګوئ. تاسو به په اتوماتيک ډول په غړو کې اضافه شئ. د يادې کينډۍ ترلګولو وروسته به ستاسې په کارنمخ باندې لاندې ډول ښکاره شي.

دا کارن د افغان ويکي‌پروژې غړی دی.
د همدې مخ حافظه سپينول