والیس سیمپسون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
والیس سیمپسون
والیس سیمپسون
والیس سیمپسون

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه امریکايي انګرېزي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي)
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

والیس، د وینزر دوشس (زوکړه: د ۱۸۹۶ زکال د جون ۱۹ مه – مړینه: د ۱۹۸۶ زکال د اپرېل ۲۴ مه) امریکايي بشرپاله او د وینزر د دوک، پخواني پاچا – سترواک اتم اډوارډ مېرمن وه. د دوی دواړو ترمنځ د واده کولو هوډ له دې امله چې نوموړې طلاق شوې مېرمن وه؛ قانوني کړکېچ رامنځته کړ او لامل وګرځېد څو اډوارډ له واکه لاس پر سر شي.

والیس د مریلنډ په بالتیمور کې را لویه شوه. پلار یې د هغې له زیږون لږ وروسته ومړ او بډایه خپلوانو یې د دې او کونډې مور ملاتړ کاوه. د متحده ایالاتو د سمندریز ځواک له افسر وین سپنسر سره د نوموړې لومړی واده د جلاتوبونو له دورو سره مل و او بالاخره یې اړیکه په طلاق سره پای ته ورسېده. په ۱۹۳۱زکال کې یې له ارنست سیمپسون سره یې د خپل دویم واده پر مهال د ولز له شهزاده اډوارډ سره ولیدل. پنځه کاله وروسته هغه مهال چې اډوارډ د بریتانیا پاچا شو، والیس له خپل دویم مېړه طلاق واخیست څو له اډوارډ سره واده وکړي.

له داسې مېرمنې سره د واده کولو اړوند د پاچا لیوالتیا چې دوه ژوندي پخواني مېړونه یې لرل په بریتانیا او نورو سلطنتي سیمو کې یې قانوني کړکېچ رامنځته کړ چې له امله یې نوموړي د ۱۹۳۶ زکال په ډسمبر میاشت کې د هغه په خپله خبره «له هغې ښځې سره چې ورسره مینه لرم» د واده کولو په موخه یې واک خوشی کړ. له واک څخه له ګوښه کېدو وروسته پخوانی پاچا د خپل ورور او ځای ناستي پاچا شپږم جورج له خوا د وینزر دوک وټاکل شو. والیس شپږ میاشتې وروسته له اډوارډ سره واده وکړ او له دغه مهال وروسته په رسمي توګه د ونیزر د دوشس په توګه پېژندل کېده، خو اجازه یې نه لرله د خپل مېړه له «عالي سلطنتي» عناوینو څخه ګټنه وکړي. [۲]

له دویمې نړیوالې جګړې وړاندې، د هغو پر مهال او وروسته ګڼ شمېر دولتي چارواکو او وګړو دا شک درلود چې دوک او دوشس د نازیانو پلویان دي. په ۱۹۳۷زکال کې دوی جرمني ته سفر وکړ او له اډولف هټلر سره یې ولیدل. په ۱۹۴۰ زکال کې دوک د باهاما د والي په توګه وټاکل شو؛ دوی دواړه دغو ټاپو ګانو ته کډه شول او تر ۱۹۴۵ زکال پورې هغه مهال چې له دغې دندې یې استعفا ورکړه همدلته پاتې شول. د ۱۹۵۰مې او ۱۹۶۰مې لسیزو پر مهال دوک او دوشس د اروپا او متحده ایالاتو ترمنځ تګ راتګ درلود او د ټولنې د مشهورو کسانو په څېر یې ژوند درلود. په ۱۹۷۲ زکال کې د دوک له مړینې وروسته هغې ځان له ټولنې لرې کړ او ډیر کم مهال به په عامه ځایونو کې لیدل کېده. د نوموړې شخصي ژوند د ګڼ شمېر ګمانونو منبع جوړوله او سربېره پر دې د بریتانیا په تاریخ کې د یوې بحث پارونکې څېرې په توګه پاتې شوې.

لومړی واده[سمول]

د ۱۹۱۶ زکال په اپرېل میاشت کې والیس د متحده ایالاتو سمندریز ځواک ته له اړوند پیلوټ ارل وینفیلډ سپنسر جونیر سره د فلوریدا په پنساکولا کې هغه مهال ولیدل؛ چې نوموړې د خپل تره زوی کورین ماستین لیدو ته هلته تللې وه. دا هغه مهال و چې والیس یوازې دوه اونۍ وړاندې د دوه الوتکو د سقوط پېښې لیدلې وې او له امله یې له پرواز څخه تل پاتې ویره په زړه کې پیدا شوې وه. دوی دواړو د ۱۹۱۶ زکال د نومبر په ۸ مه د بالتیمور په کرېسټ ايپسکوپال کلیسا کې چېرې چې د والیس استوګن ځای و، واده وکړ. د نوموړې مېړه په پریمانه کچه الکول څښل. یوځل یې د الوتنې له کولو وړاندې شراب څښلي و او خپله الوتکه یې په سمندر کې ډوبه کړې وه، خو دی ترې ژوندی راوتی و. په ۱۹۱۷ زکال کې هغه مهال چې متحده ایالات په لومړۍ نړیواله جګړه کې ښکېل شول، سپنسر د کوروناډو له روزنیز مرکز څخه چې د شمالي ایسلنډ د سمندریز هوايي ځواک د سټیشن په نوم پېژندل کېږي د لومړي افسر په توګه سان دیګو ته ولېږل شو او تر ۱۹۲۱ زکال پورې هلته پاتې شو. [۳][۴][۵][۶]

په ۱۹۲۰ زکال کې د ولز شاهزاده اډوارډ سن دیګو ته سفر درلود خو په دغه سفر کې یې هغه نه وه لیدلې. د همدغه کال په وروستیو کې سپنسر خپله مېرمن د څلورو میاشتو لپاره خوشې کړه، خو د ۱۹۲۱ زکال په پسرلي کې دوی بیاځلي په واشنګټن ډي. سي کې له یوبل سره یوځای شول چېرې چې سپنسر دلته ګمارل شوی و. بیاځلي ډېر ژر په ۱۹۲۲ زکال کې سره جلا شول؛ هغه مهال چې سپنسر لرې ختیځ ته د یواس اس پامپانګا بېړۍ د قوماندان په توګه ولېږل شو، والیس له هغه لرې پاتې شوه او د فیلیپه ډی اسپیل په نامه له یوه ارجینټایني دیپلمات سره یې اړیکې جوړې کړې. [۷][۸][۹][۱۰]

والیس چین ته سفر وکړ او په بیجنګ کې له کاترین او هرمان راجرز سره پاتې شوه چې د هغې د ټول ژوند ملګري شول. د وین د یوه همکار افسر د مېرمنې، میلتون اي. مایلز په خبره والین له ګالئاتسو چانو سره چې وروسته د موسولیني زوم او بیا د بهرنیو چارو وزیر شو ولیدل، له هغه سره یې نامشروع اړیکه لرله او له هغه امېدواره شوه؛ همدا و چې د ماشوم د سقط کولو له امله د تل لپاره شنډه شوه. دغې شایعه خپره شوه خو هېڅکله ثابته نه شوه؛ د چانو مېرمنې، ادا موسولیني هم دغه چاره رد کړه. د ۱۹۲۵ زکال په سپټمبر میاشت کې نوموړې له چین او مېړه یې له لرې ختیځ څخه متحده ایالاتو ته راستانه شول، خو دوی جلا ژوند کاوه او د ۱۹۲۷ زکال د ډسمبر په ۱۰مه د دوی د طلاق وروستۍ فیصله وشوه. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

دویم واده[سمول]

هغه مهال چې د سپنسر سره یې د واده اړیکه له منځه تللې وه، والیس د ارنست الدریچ سیمپسون په نامه د انګو- امریکايي بېړۍ چلونې شرکت له اجرایوي مدیر او د کولډ سټریم ګارد له پخواني افسر سره اړیکې جوړې کړې وې. نوموړي له خپلې لومړۍ مېرمنې دوروتیا (چې له هغې څخه یې د آدري په نوم یوه لور هم لرله) طلاق واخیست څو د ۱۹۲۸ زکال د جولای په ۲۱ مه د لندن د چلسي د ودونو په دفتر کې واده وکړي. والیس د فرانسې له کن څخه چېرې چې د خپلو دوستانو راجرز او د هغې له مېرمنې سره اوسېده د ټلګراف په لېږلو د واده وړاندیز ومانه. [۲۰][۲۱][۲۲]

والیس د خپل یو ملګري کانسولو تاو له لارې د کانسلو له خور تلما فرنس سره ولیدل چې د ولز د شهزاده اډوارډ معشوقه وه. د ۱۹۳۱ زکال د جولای په ۱۰ مه لیډي فرنس میلټو موبرې ته څېرمه په بورو دربار کې والیس له شهزاده سره معرفي کړه. شهزاده د پاچا پنځم جورج او ملکې ماري مشر زوی او د هغوی د تاج او تخت وارث و. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷]

د ولز له شهزاده اډوارډ سره اړیکې[سمول]

د ۱۹۳۴ زکال په جنوري میاشت کې هغه مهال چې لیډي فرنس په نیویارک ښار کې نه وه، په ښکاره توګه والیس د شهزاده معشوقه شوه. اډوارډ دخپل پلار پر وړاندې له دغې موضوع انکار وکړ، په داسې حال کې چې کارکوونکو یې دوی دواړه په یو بستر کې لیدلي و او همدارنګه په «فزیکي جنسي عمل باندې دلالت کوونکو شته شواهدو» هم شتون درلود. [۲۸][۲۹][۳۰]

د ۱۹۳۴ زکال په وروستیو کې اډوارډ په نه جبران کېدوني ډول په والیس باندې زړه بایلود؛ د هغه د رسمي ژوند لیک لیکونکي په خبره نوموړی د غلام په څېر هغې ته اړوند شوی و. د والیس په خبره د ۱۹۳۴ زکال په اګست میاشت کې هغه د لارډ موین په شخصي بېړۍ روزارا کې وه چې په اډوارډ یې زړه بایلود. په یوه ماښامانۍ کې چې په باکینګهام ماڼۍ کې جوړه شوې وه، هغه الیس خپلې مور ته ور وښوده، خو پلار یې ډېر غصه و. هغه هم د نوموړې د واده کولو د پخوانۍ سابقې له امله، ځکه چې طلاق شوو مېرمنو عموما په دربار کې اجازه نه لرله. اډوارډ پریمانه پیسې او جواهرت والیس ته ورکړل او د ۱۹۳۵ زکال په فبروري میاشت کې او بیا ځلي د کال په وروستیو کې دوی دواړه اروپا ته په چکر لاړل. درباریان یې په مخ پر زیاتېدوني ډول له دې چارې اندېښمن و، ځکه دغې چارې د هغه د رسمي دندو مخه نیوله. [۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

سرچينې[سمول]

  1. The Peerage person ID: https://wikidata-externalid-url.toolforge.org/?p=4638&url_prefix=https://www.thepeerage.com/&id=p10072.htm#i100717 — د نشر نېټه: ۷ اگسټ ۲۰۲۰
  2. Duke of Windsor, p. 413
  3. King, p. 38; Sebba, pp. 20–21; Vickers, p. 257; Duchess of Windsor, pp. 59–60
  4. Higham, p. 20
  5. Duchess of Windsor, pp. 76–77
  6. King, pp. 47–52; Vickers, pp. 258, 261; Duchess of Windsor, pp. 79–85
  7. King, pp. 51–52; Sebba, p. 36; Vickers, p. 260; Duchess of Windsor, p. 85
  8. Bloch, The Duchess of Windsor, p. 22; King, p. 57; Sebba, pp. 41–43; Duchess of Windsor, pp. 100–101
  9. Ziegler, Philip (2004) "Windsor, (Bessie) Wallis, duchess of Windsor (1896–1986)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/38277, retrieved 2 May 2010 (subscription required)
  10. King, p. 60; Duchess of Windsor, pp. 104–106
  11. King, pp. 62–64; Sebba, pp. 45–53; Vickers, p. 263; Duchess of Windsor, pp. 112–113
  12. Higham, p. 50; King, p. 66; Sebba, pp. 55–56
  13. Higham, p. 50
  14. Higham, p. 119; King, p. 61; Vickers, p. 263; Ziegler, p. 224
  15. Moseley, Ray (1999), Mussolini's Shadow: The Double Life of Count Galeazzo Ciano, New Haven: Yale University Press, د کتاب پاڼي 9–10, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-300-07917-3 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Koo, Madame Wellington (1943), Hui-Lan Koo: An Autobiography as told to Mary van Rensselaer Thayer, New York: Dial Press الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Maher, Catherine (31 October 1943), "Madame Wellington Koo's Life Story", The New York Times: BR7 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. King, p. 66
  19. Sebba, p. 60; Weir, p. 328
  20. King, pp. 68–70; Sebba, pp. 62–64; Vickers, pp. 267–269; Duchess of Windsor, pp. 125, 131
  21. Sebba, pp. 62–67; Weir, p. 328
  22. Higham, p. 58
  23. Duchess of Windsor, p. 140
  24. Higham, p. 67
  25. Bloch, The Duchess of Windsor, p. 33; Sebba, p. 84; Vickers, p. 272
  26. Bloch, The Duchess of Windsor, p. 37; King, p. 98; Vickers, p. 272
  27. Bloch, The Duchess of Windsor, pp. 37–41
  28. Edward sued one author, Geoffrey Dennis, who claimed that Wallis and Edward were lovers before their marriage, and won (King, p. 119).
  29. Diary of Clive Wigram, 1st Baron Wigram quoted in Bradford, pp. 145–147
  30. Sebba, p. 98; Vickers, p. 287; Ziegler, pp. 227–228
  31. King, p. 113; Duchess of Windsor, pp. 195–197, 200
  32. Ziegler, p. 231
  33. Beaverbrook, Lord (1966), A. J. P. Taylor (المحرر), The Abdication of King Edward VIII, London: Hamish Hamilton, د کتاب پاڼې 111 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. King, pp. 126, 155; Sebba, pp. 103–104; Ziegler, p. 238
  35. King, pp. 117, 134
  36. Bloch, The Duchess of Windsor, pp. 58 and 71
  37. Ziegler, Philip (2004) "Windsor, (Bessie) Wallis, duchess of Windsor (1896–1986)", Oxford Dictionary of National Biography, Oxford University Press, doi:10.1093/ref:odnb/38277, retrieved 2 May 2010 (subscription required)