هنري وېلسن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هنري وېلسن
هنري وېلسن
هنري وېلسن

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
واشنګټن ډي سي   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
استوګنځای ماساچوست   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د امریکا متحده ایالات   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه انګليسي ژبه   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د امریکا کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هنري وېلسن
هنري وېلسن

هنري وېلسن (د زېږون نوم جیرمیا جانز کولباث، د ۱۸۱۲ ز کال د فبروري له ۱۶ مې نه د ۱۸۷۵ ز کال د نومبر تر ۲۲ مې پورې) د ۱۸۷۳ ز کال نه په ۱۸۷۵ ز کال کې تر خپلې مړینې پورې د متحده ایالاتو اتلسم مرستیال ولسمشر او له ۱۸۵۵ز کال نه تر ۱۸۷۳ ز کال پورې د ماساچوستس سناتور و. له کورنۍ جګړې مخکې او د هغې په اوږدو کې، نوموړی مخکښ جمهوري غوښتونکی او د غلامۍ لوی مخالف و. وېلسن خپله انرژي، د "غلام ځواک" ویجاړولو ته وقف کړه، چې د غلامانو د مالکینو او د دوی سیاسي د متحدینو ډله وه، چې د غلامۍ ضد امریکایانو هغوی ته په هېواد باندې د برلاسي ځواک په سترګه کتل.

وېلسن چې په اصل کې د ویګ ګوند غړی و، په ۱۸۴۸ ز کال کې یې د آزادې خاورې ګوند (Free Soil Party) بنسټ کېښود، نوموړي د ۱۸۵۲ز کال ولسمشریزو ټاکنو نه وړاندې او د هغو په ترڅ کې د ګوند د رئیس په توګه دنده ترسره کوله. وېلسن د غلامۍ ضد ائتلاف د را منځ ته کولو لپاره په لېوالتیا سره کار وکړ، چې په دې ائتلاف کې د آزادې خاورې ګوند، د غلامۍ ضد ډیموکراتان، د نیویارک بارن بړنرز (انبار سوځوونکي)، د آزادۍ ګوند، د بومي امریکایی ګوند د غلامۍ ضد غړي (موږ په هیڅ شی نه پوهېږو)، د وېګ ګوند د غلامي ضد غړي (چې د با وجدانه وېګ غړو په نامه یادېدل) ګډون درلود. کله چې د ۱۸۵۰ ز کلونو تر منځ د آزادې خاورې ګوند منحل شو، وېلسن د جمهوري غوښتونکي ګوند سره یوځای شو، چې هغه یې په بنسټ اېښودلو کې مرسته وکړه، او په لویه کچه د غلامۍ ضد ایتلاف له هغو کړنو سره همغږی و چې نوموړي په ۱۸۴۰ز او ۱۸۵۰ ز کلونو کې وده ورکړې وه.  

نوموړی چې د کورنۍ جګړې په اوږدو کې سناتور و، "سخت درېځه جمهوري غوښتونکی" ګڼل کېده او د نوموړي تجربو د اربکیو د جنرال په توګه، د اتحادیې د پوځ د قطعې د قوماندان او تنظیم کوونکي په توګه او د سنا د نظامي کمېټو د رئیس په توګه هغه ته دا وړتیا ورکړه چې د ابراهام لینکن له ادارې سره د اتحادیې د پوځ او اتحادیې د سمندري ځواک په تنظیم او څارنه کې مرسته وکړي. وېلسن هغه قوانین په بریالیتوب سره ولیکل چې په واشنګټن ډي سي کې یې غلامي غیرقانوني کړه او افریقایي امریکایان یې، په ۱۸۶۲ ز کال کې د اتحادیې د کورنۍ جګړې په هڅو کې مدغم کړل.  

نوموړي له کورنۍ جګړې نه وروسته، د سخت درېځو جمهوري غوښتونکو د بیارغونې له پروګرام نه ملاتړ وکړ. وېلسن په ۱۸۷۲ ز کال کې، د یولیسس ایس ګرنټ، چې د متحده ایالاتو واکمن ولسمشر و او د دویمې دورې لپاره یې سیالي کوله، د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. د ګرانټ او وېلسن ټکټ بریالی شو او وېلسن د ۱۸۷۳ ز کال مارچ له ۴ نېټې نه د ۱۸۷۵ ز کال د نومبر تر ۲۲ مې نېټې پورې تر خپلې مړینې پورې د مرستیال ولسمشر په توګه دنده ترسره کړه. د مرستیال په توګه د وېلسن اغېزمنتوب وروسته له هغه کم شو، کله چې د ۱۸۷۳ ز کال په مې میاشت کې له کمزورې کوونکې سکتې سره مخامخ شو او روغتیایې حالت یې د زوال پر لور روان شو. د ۱۸۷۵ ز کال په وروستیو کې، د دندې پر مهال د متحده ایالاتو په پلازمېنه کې د وژونکي سکتې قرباني شو.

وېلسن د خپل مسلک په اوږدو کې، د هغو لاملونو له امله شهرت ته ورسېد، چې دخلکو لپاره ډېری نا پېژنده وو، کله د دواړو هم تور پوستو او هم سپین پوستو لپاره د کارګرانو حقوق او د غلامۍ له منځه وړل غوښتل. د ماساچوسټس سیاستوال جورج ایف هور، چې د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې یې هغه مهال دنده ترسره کوله ،چې وېلسن سناتور و او وروسته یې په خپله هم په سنا کې دنده ترسره کړه، په دې باور و  چې وېلسن په هېواد کې ترټولو هوښیار سیاسي طرحه کوونکی و، خو د هغه د شخصي بشپړتیا او اصولي سیاست پر بنسټ شهرت د سنا د دندې په وروستیو کې د کریډیټ موبیلیر کمپنۍ د رسوایئ په قضیه کې د ښکېلتیا له امله یو څه زیانمن شو.

د ژوند  لومړي کلونه او زده کړې[سمول]

هنري وېلسن د ۱۸۱۲ ز کال د فبروري په ۱۶ مه د نیوهیمپشایر په فارمینګټن سیمه کې نړۍ ته سترګې پرانیستې او د وینتروپ او ابیګېل (ویثام) کولباث د څو ماشومانو له ډلې نه و. پلار يې د یوه بډایه ګاونډی د نامه له امله چې یو بې اولاده مجرد کس و، نوموړي ته د جریمیا کولباث نوم ورکړ، په دې هیله چې له دې لارې به د هغه میراث یوسي. وینتروپ کولباث د ۱۸۱۲ز کال د جګړې یو تجربه کاره اربکی و، چې کله ناکله د لرګیو د اره کولو په ماشین د سربېره، د ورځني کارګر په توګه په سیمه ییزو کروندو او سوداګریو کې کار کاوه.[۱][۲][۳]

د کولباث کورنۍ بې وزله وه او نوموړی یې په لس کلنۍ کې له لنډو ابتدايي زده کړو وروسته له یو ګاونډي کروندګر سره د قرادادي کارګر په توګه بوخت کړ، چې هلته یې د راتلونکو لسو کلونو لپاره  کار وکړ. په دې وخت کې نوموړي ته دوو ګاونډیانو کتابونه ورکړل او وېلسن د انګلستان تاریخ، د امریکا تاریخ او د مشهورو تاریخي شخصیتونو د ژوندلیکونو په پراخه کچه لوستلو سره خپلې کمزورې زده کړې ته وده ورکړه. د هغه د کار په پای کې، هغه ته "شپږ مېږې او یوه جوړه غوایه" ورکړل شول. وېلسن سمدلاسه خپل څاروي په ۸۵ ډالرو (په ۲۰۲۱ ز کال کې شاوخوا ۲۰۲۰۰ ډالر) وپلورل او دا لومړنۍ پیسې وې چې هغه د خپل کار پرمهال ترلاسه کړې وې.  [۴][۵]

په ښکاره توګه وېلسن د خپل د زېږون نوم نه خوښ نه و، که څه هم د دې په اړه ډول ډول دلایل وړاندې شوي دي. ځینې سرچینې وایي چې: هغه له خپلې کورنۍ سره نږدې اړیکې نه درلودې او یا یې د پلار د افراط او منځنیو مالي شرایطو له امله خپل نوم نه خوښاوه. نورې سرچینې بیا څرګندوي چې: هغه د "جېډ" او "جیري" په نوم یادېده او له دې مستعارو نومونو یې دومره کرکه درلوده، چې هغه د خپل نوم د بدلولو هوډ وکړ،خو د هر دلیل له امله چې و، کله چې هغه ۲۱ کلن شو، نو د هیمپشایر عمومي محکمې ته عارض شو، تر څو خپل نوم په قانوني توګه بدل کړي. هغه د هینري وېلسن نوم غوره کړ، چې ښایي د فلاډلفیا د یوه ښوونکي د ژوندلیک نه یې الهام اخیستی وي یا د انګلیسي روحانیونو په اړه د کتاب له یوه انځور نه. [۴][۶][۷][۸][۹]

مسلک او تجربه[سمول]

وېلسن په نیوهیمپشایر کې د کار موندنې له هڅو او ناکامۍ وروسته، په ۱۸۸۳ ز کال کې د ناټیک، ماساچوسټس په لور د کار یا سوداګرۍ ړ لټولو لپاره نوموړي له سله مایلو نه ډېر پیاده مزل کولو. هغه هلته د ویلیم پی لیګرو سره ولیدل، چې یو موچي و او د وېلسن د روزنې لپاره یې لیوالتیا درلوده. وېلسن د پنځو میاشتو لپاره ځان په کار وګوماره ترڅو د بروګن په نوم د چرمي بوټانو جوړول زده کړي. وېلسن په څو اونیو کې سوداګري زده کړه او د خپل قرارداد سهم یې په پنځلسو ډالرو واخیست او خپله هټۍ یې په دې هوډ پرانیسته، چې د قانون د زده کړې لپاره کافي پیسې سپما کړي. وېلسن د بوټانو جوړولو په برخه کې بریا لاس ته راوړه او په لنډ وخت کې یې دا وړتیا ترلاسه کړه چې څو سوه ډالر سپما کړي. دې بریاوو د وېلسن د وړتیاوو په اړه کېسې را برسېره کړې. د یوې کیسې پر بنسټ هغه په پرچون خرڅلاو سره وده وکړه، هغه یو ځل هڅه وکړه چې له خوبه پرته سل جوړه بوټان جوړ کړي او په لاس کې له سلمې جوړې سره ویده شوی و. د وېلسن د بوټ جوړولو تجربه د دې لامل شوه چې نوموړي ته سیاسي مستعار نومونه ورکړل شي چې وروسته د هغه ملاتړ کونکو د هغه د کاري طبقې د ریښې د روښانه کولو لپاره کارول چې - "ناټیک موچي" او "ناټیک بوټ جوړوونکی" وو.  [۱۰][۱۱][۱۲]

وېلسن په دې وخت کې په پراخه کچه لوستلو ته مخه کړه او د ناټیک د بحث له ټولنې سره یوځای شو، چې په هغه ځای کې د یو تکړه ویناوال په توګه را څرګند شو. د اوږدې مودې لپاره د بوټانو په جوړولو کې د کار په پایله کې د هغه روغتیا زیانمنه شوه، او هغه بیا ویرجینیا ته د رغونې لپاره سفر وکړ. په واشنگټن ډي سي کې د یوې دمې په ترڅ کې، هغه د غلامۍ او د هغې د ختمېدو په اړه د کانګرس بحثونه واوریدل، او افریقایي امریکایي کورنۍ یې ولېدلې چې جلا وطنه شوې وې او واشنګټن ته د غلامانو په سوداګرۍ کې پلورل او پېرودل کېدې. وېلسن هوډ وکړ چې ځان "په امریکا کې د آزادۍ لامل" ته وقف کړي او د روغتیا له ښه کېدو ورسته بېرته نیو انګلنډ ته راستون شو، چې په دې ځای کې نوموړي د نیو هیمپشایر په ډېری اکاډمیو لکه سترافورد، وولفبورو او کانکورد، کې په ګډون سره خپلو زده کړو ته وده ورکړه. [۴][۱۳]

نوموړي چې د خپلې سپما یوه برخه یې په سفر او زده کړو کې مصرف کړه او یو څه پیسې د داسې پور له امله له لاسه ورکړې، چې ده ته بېرته نه ورکول کېدې، وېلسن د ښوونځي د ښوونکي په توګه دنده ترسره کړه، ترڅو له پور نه خلاص شي او د پیسو سپما بېرته پیل کړي او هوډ یې درلود چې خپله سوداګرۍ پیل کړي. وېلسن یوازې د دولسو ډالرو په پانګونې سره د بوټانو د جوړولو شرکت پیل کړ. شرکت بریالی را ووت او نوموړي وروسته تر ۱۰۰ ډېر کارګران په کار وګمارل.

سرچینې[سمول]

  1. New Hampshire Adjutant General 1868، م. 203.
  2. Abbott 1972، م. 1.
  3. Haynes 1936، م. 322.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Haynes 1936، م. 323.
  5. Haynes 1936، مم. 322–323.
  6. Abbott 1972، م. 6.
  7. Scales 1914، م. 501.
  8. Abbott 1965، م. 8.
  9. McKay 1971، م. 11.
  10. Winks 1883، م. 362.
  11. Hide and Leather 1919، م. 36.
  12. Giddings 1889، م. 551.
  13. McKay 1971، م. 16.