هربرټ سپېنسر

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
هربرټ سپېنسر
هربرټ سپېنسر
هربرټ سپېنسر

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه بوټپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی اېکونومېسټ   د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک ازاداندي ،  پوزیټویزم ،  د ګټې اصالت   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
هربرټ سپېنسر
هربرټ سپېنسر

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

هربرت سپنسر (۲۷ اپرېل ۱۸۲۰ – ۸ ډسمبر ۱۹۰۳ زکال) انګلیسي فیلسوف، بیولوژي پوه، انسان پېژندونکی او ټولن پېژندونکی و چې د ټولنیز ډاروینېزم د فرضیې له امله چې له مخې یې پیاوړي فزیکي ځواکونه تاریخ جوړوي، مشهور شو. سپنسر د ژوند پوهنې په اصولو کې د چارلز ډاروین د ډولونو د اصل (On the Origin of Species) په نامه کتاب له لوستلو وروسته د «غوره بقا» عبارت (۱۸۶۴ زکال) ابداع کړ. دغه اصطلاح په کلکه توګه سره د طبیعي انتخاب وړاندیز کوي، خو سپنسر تکامل د ټولن پوهنې او د اخلاقو د قلمرو پراختیا بولي او له همدې امله له لامارکېزم څخه ملاتړ کوي. [۳][۴]

سپنسر د فزیکي نړۍ، بیولوژیکي اورګانېزمونو، انساني ذهن او انساني کلتور او ټولنو د مخکې تلونکې ودې په توګه د تکامل ټول شموله مفهوم رامنځته کړ. هغه د یو عالم په توګه د اخلاقو، دین، انسان پوهنې، اقتصاد، سیاسي نظریې، فلسفې، ادبیاتو، نجوم، ژوند پوهنې، ټولن پوهنې او ارواه پوهنې په ګډون د موضوعاتو په پراخه طیف کې ونډه لرله.

هغه د خپل ژوند په اوږدو کې په ځانګړې توګه په انګلیسي ژب ویونکو علمي کړیو کې فوق العاده ځایګی خپل کړ. «یوازې بل انګلیسي فیلسوف چې دغه ډول محبوبیت یې درلود ،په شلمه پېړۍ کې برتراند راسل و». سپنسر «د نوولسمې پېړۍ په وروستۍ لسیزه کې تر ټولو مشهور اروپايي روڼ آندی و»، خو د هغه نفوذ له ۱۹۰۰ زکال وروسته ډېر زیات راکم شو: تالکوت پارسونز په ۱۹۳۷ زکال کې پوښتنه کوي چې: «اوس څوک سپنسر لولي؟».[۵][۶][۷][۸]

لومړنی ژوند او زده کړې[سمول]

سپنسر د ۱۸۲۰ زکال د اپرېل په ۲۷ مه د انګلنډ په داربي سیمه کې وزېږېد، هغه د ویلیام جورج سپنسر (په عام ډول په جورج پېژندل کېده) زوی و. د سپنسر پلار د دین مخالف و چې له میتودېزم څخه کواکرېزم ته اوښتی و او داسې ښکاري چې د واک له ټولو ډولونو سره د هغه مخالفت د هغه زوی ته هم لېږدېدلی و. هغه داسې یو ښوونځی اداره کاوه چې د یوهان هاینریش د ترقي غوښتونکو روزنیزو لارو چارو پر بنسټ جوړ شوی و او هم  یې د داربي فلسفي ټولنې د منشي په توګه خدمت کاوه؛ هغه ټولنه چې په ۱۷۸۳ زکال کې د چارلز داروین د نیکه اراسموس داروین له خوا یې بنسټ اېښودل شوی و.[۹]

سپنسر د تجربي علومو په برخه کې له خپل پلار زده کړه وکړه، په داسې حال کې چې د داربي فلسفي ټولنې غړو هغه د ژوندانه د تکامل له داروین مخکې مفاهیمو په ځانګړې توګه د اراسموس داروین او ژان باپتیست لامارک له مفاهیمو سره بلد کړ. کاکا یې کشیش توماس سپنسر چې باث ته نږدې د هینټون چارتر هاوس ځای ناستی و؛ هغه ته یې د ریاضي او فزیک او همدارنګه په دومره کچه د لاتین په برخه کې رسمي زده کړې ورکړې چې کولای یې شو د یو شمېر مقالاتونو متنونه وژباړي. توماس سپنسر همدارنګه د خپل وراره په فکر کې د ازادې سوداګرۍ او د شمېرو مخالف سیاسي نظریات حک کړل. له دې پرته سپنسر یو په خپله زده کوونکی و چې خپله ډېره پوهه یې له لوستلو او له ملګرو او خپلوانو سره له خبرو اترو ترلاسه کړې وه. [۱۰][۱۱]

لیکنې[سمول]

سپنسر د «ټولنیز ستاتیک» په نامه خپل لومړی اثر (۱۸۵۱ زکال) هغه مهال خپور کړ، چې له ۱۸۴۸ زکال څخه یې ۱۸۵۳ زکال پورې د «اکونومیست» په نامه د ازادۍ سوداګرۍ د مجلې د فرعي مسئول مدیر په توګه کار کاوه. هغه وړاندوینه وکړه چې بشریت به بالاخره په بشپړ ډول په ټولنه کې د ژوندانه له الزاماتو سره همغږی شي او پایله به یې هم د دولت له منځه تلل وي. د دغه اثر چاپ کوونکی جان چپمن هغه خپل سالون ته معرفي کړ چې په کې د پلازمینې ګڼ شمېر مخکښو راډیکال متفکرینو لکه جان ستورات میل، هریت مارتینو، جورج هنري لویس او مری آن ایوانز (جورج الیوت) چې بیا یې ورسره لنډه عاشقانه اړیکه لرله؛ هم ونډه لرله. خپله سپنسر بیولوژي پوه توماس هنری هاکسلی دغه سالون ته ور معرفي کړ چې بیا وروسته د «بولداګ ډاروین» په نوم یې شهرت وموند او د سپنسر د ټول عمر ملګری شو. له دې سره له ایوانز او لویس سره د هغه ملګرتیا د دې لامل شوه، څو هغه د جان ستورات میل د منطقي سیستم او د اګوست کنت له مثبت پالنې سره بلد شي او له هغو د خپل ژوند په مسیر کې کار واخلي.هغه په کلکه سره له کامټ سره مخالف و.[۱۲]

د ارواه پوهنې د اصولو په نامه د سپنسر دویم کتاب چې په ۱۸۵۵ زکال کې خپور شو، د ایوانز او لویس سره د هغه د ملګرتیا پایله وه چې په کې یې د ارواه پوهنې فیزیولوژیکي بنسټونه و ارزول. دغه کتاب په دغه بنیادي فرضیې تکیه لرله چې د انسان ذهن د طبیعي قوانینو تابع دی او کېدلای شي دغه قوانین د عمومي ژوند پوهنې په اډانه کې کشف شي. [۱۳]

په ۱۸۷۰ زکال کې د سپنسر د هڅو له امله چې ځان د یو لیکوال په توګه تثبیت کړي، هغه د خپل دوران په مشهور فیلسوف واوښت. د نوموړي د ژوندانه پر مهال آثارو یې په پراخه کچه لوستونکي لرل او تر ۱۸۶۹ زکال پورې هغه د خپلو کتابونو د پلور او په ویکټوریايي دوره یي نشریاتو کې د منظمې ونډې له امله چې په دریو ټوکو کې مقالې راغونډول کېدې؛ د خپل ژوندانه لګښتونه پوره کول. د هغه آثار په آلماني، ایټالوي، هسپانوي، فرانسوي، روسي، جاپاني، چینايي او همدارنګه په ګڼ شمېر نورو ژبو وژباړل شول او په ټوله اروپا او شمالي امریکا کې یې جوایز وګټل. هغه همدارنګه په لندن کې د Athenaeum په نامه د هنر او علومو په برخه کې د مخکښو کسانو د انحصاري کلپ او اکس کلپ چې د ۹ کسانو د ډوډۍ خوړلو کلپ و او د توماس هنري هاکسلی له خوا تاسیس شوی و؛ غړیتوب ترلاسه کړ. دغه کسانو به په میاشت کې یوځل غونډه کوله او د ویکټوریایي عصر مخکښ متفکرین په کې شامل و (درې له هغو د سلطنتي ټولنې د مشرانو په توګه ټاکل کېدل).[۱۴][۱۵][۱۶]

وروستی ژوند[سمول]

د سپنسر د ژوند وروستۍ لسیزه د هغه د مخ پر ودې یوازیتوب او ځانته کېدو له مخې ځانګړې کېږي. هغه هېڅکله واده ونکړ او له ۱۸۵۵ زکال وروسته یو دایمي هیپوکندری و چې له داسې ناختمېدونکو دردونو او ناروغیو یې شکایت کاوه چې هغه مهال هېڅ طبیب نشو کولای هغه تشخیص کړي. په ۱۸۹۰ مه لسیزه کې د هغه ډېرو لوستونکو هغه ته شا کړه، دا په داسې حال کې وه چې ډېر ملګري یې مړه شوي و او هغه د خپل هغه پرمختګ په اړه چې دی یې د خپل فلسفي سیسټم په مرکزي قطعه اړولی و؛ په شک کې شوی و. د هغه د ژوند وروستي کلونه هغه کلونه و چې د هغه سیاسي نظریات هم په مخ پر ودې توګه محافظه کاره شوي و. په داسې حال کې چې د ده ټولنیز ستاتیک یو راډیکال دیموکات کار و او د ښځو په رایو ورکولو (آن د ماشومانو) او د اشرافو د واکمنۍ د له منځه تلو په موخه یې د ځمکو په ملي کېدو باور درلود، خو په ۱۸۸۰ زکال کې هغه د ښځو د رایو ورکولو یو له شدیدو مخالفینو څخه شو او د ځمکو د مالکینو د آزادۍ او مالکیت څخه د دفاع له ډلې سره مل شو هغو چې د ویلیام ګلادستون په دولت کې یې د سوسیالېزم د عناصرو (لکه د ویلیام هارکورت) د واکمنېدو څرګندونه کوله – په پراخه کچه د ویلیام ګلادستون له نظریاتو سره مخالف و. په دغه دوره کې د سپنسر سیاسي نظریات د دولت پر ضد کس (The Man Versus the State) په نامه د هغه په مشهور اثر کې بیان شول.[۱۷][۱۸]

د سپنسر د مخ پر زیاتېدونکې محافظه کارۍ استثنا له دې امله وه چې هغه د خپل ژوند په اوږدو کې د امپریالېزم او ملیتیارېزم یو له سختو مخالفینو څخه پاتې شو. له بویر جګړې څخه د هغه انتقاد ډېر سخت و او په بریتانیا کې یې د هغه د محبوبیت له کمښت سره مرسته وکړه.[۱۹]

نوموړی په ۱۸۸۳ زکال کې د امریکايي فلسفي ټولنې د غړي په توګه وټاکل شو. [۲۰]

سرچينې[سمول]

  1. دوتنه: Hugh Samuel Roger Elliot — نشرونه لخوا د: Dictionary of National Biography, second supplement
  2. پیوستون : 27074806  — خپرونکی: OCLC, Inc. — منښتلیک: Open Data Commons Attribution License
  3. "Letter 5145 – Darwin, C. R. to Wallace, A. R., 5 July (1866)". Darwin Correspondence Project. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ جنوري ۲۰۱۰. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود) Maurice E. Stucke. "Better Competition Advocacy" (PDF). د لاسرسي‌نېټه ۲۹ اگسټ ۲۰۰۷. Herbert Spencer in his Principles of Biology of 1864, vol. 1, p. 444, wrote "This survival of the fittest, which I have here sought to express in mechanical terms, is that which Mr. Darwin has called 'natural selection', or the preservation of favoured races in the struggle for life." منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Riggenbach, Jeff (24 April 2011) The Real William Graham Sumner Archived 2014-11-10 at the Wayback Machine., Mises Institute
  5. Richards, Peter (4 November 2010) Herbert Spencer: Social Darwinist or Libertarian Prophet? Archived 2014-09-14 at the Wayback Machine., Mises Institute
  6. Thomas Eriksen and FinnNielsen, A history of anthropology (2001) p. 37
  7. "Spencer became the most famous philosopher of his time," says Henry L. Tischler, Introduction to Sociology (2010) p. 12
  8. Talcott Parsons, The Structure of Social Action (1937; New York: Free Press, 1968), p. 3; quoting from C. Crane Brinton, English Political Thought in the Nineteenth Century (London: Benn, 1933).
  9. "Spencer, Herbert | Internet Encyclopedia of Philosophy". منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer pp. 53–55
  11. Rev. Thomas Spencer (14 October 1796 – 26 January. 1853) – See: http://www.oxforddnb.com/view/article/26138/?back=,36208
  12. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 113
  13. In 1844, Spencer published three articles on phrenology in The Zoist: A Journal of Cerebral Physiology & Mesmerism, and Their Applications to Human Welfare: "A New View of the Functions of Imitation and Benevolence" (Vol.1, No.4, (January 1844), pp. 369–385); "On the Situation of the Organ of Amativeness" (Vol.2, No.6, (July 1844), pp. 186–189); and "A Theory concerning the Organ of Wonder" (Vol.2, No.7, (October 1844), pp. 316–325).
  14. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 75
  15. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 497
  16. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 537
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. M. Francis (2014). Recension of Herbert Spencer's life. Routledge. د کتاب پاڼي 7–8. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1317493464. خونديځ د اصلي څخه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۸ – عبر ndpr.nd.edu. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. Duncan, Life and Letters of Herbert Spencer p. 464
  20. "APS Member History". search.amphilsoc.org. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)