نورېک برېښنابند
نورېک برېښنابند | |
---|---|
څلور خواوې (کارډیناټ) | ۳۸°۲۲′۱۸″ شمال ۶۹°۲۰′۵۳″ ختیځ / 38.37167°شمال 69.34806°ختيځ |
د نارک بند يا نورېک برېښنابند (سیریلیک: Неругаха обии Норак ، په فارسي کې د «نیروگاه آبی نارک» په نوم لیکل شوی) د تاجکستان په وخش سیند کې يو خاورين بند دی.
دا بند د ۳۰۰ متره لوړوالي سره تر ۲۰۱۲ کال پورې د نړۍ تر ټولو لوړ بند و. [۱] [۲] [۳]
جوړېدل[سمول]
د نورېک بند د شوروي اتحاد لخوا د 1961 او 1980 کلونو ترمنځ جوړ شوی و. بند په ځانګړي ډول جوړ شوی، د مرکزي کانکریټ سره چې د ۳۰۰ متر (۹۸۰ فوټه) لوړ ډبرې او ځمکې جوړښت ته د اوبو د تېریدو مخه نیسي. د بند حجم ۵۴ میلیونه متر مکعب دی. په دې بند کې د اوبيزې برېښنا د تولید نهه واحدونه شامل دي، چې لومړی پړاو یې په ۱۹۷۲ او وروستی یې په ۱۹۷۹ کې پیل شو. اټکل کیږي چې د بند جوړېدو له کبله ۵۰۰۰ تنه له يادې سيمې بې ځايه شوي دي. [۴]
دا بند د تاجکستان په لوېدیځ کې د وخش سیند په اوږدو کې د دې هېواد د پلازمېنې دوشنبې په ختیځ کې شاوخوا ۷۵ کیلومتر (۴۷ ميل) کې موقعیت لري. د نورېک برېښنا بند ته څېرمه يو ښارګی د برېښنايي انجينرانو او د بند کارګرو د استوګېنې لپاره جوړ شوی دی.
سرچينې[سمول]
- ↑ تشه حواله (لارښود)
- ↑ . د کتاب نړيواله کره شمېره 0-442-24397-9. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود); ورک يا خالي|url=
(لارښود) - ↑ . د کتاب نړيواله کره شمېره 0-442-24397-9. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي|title=
(لارښود); ورک يا خالي|url=
(لارښود) - ↑ Sodiqov, Alexander (2013). "From Resettlement to Conflict: Development-Induced Involuntary Displacement and Violence in Tajikistan". In Heathershaw, John; Herzig, Edmund (سمونګران). The Transformation of Tajikistan: The Sources of Statehood. New York, MY: Routledge. د کتاب پاڼي 49–65. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-135-69760-0. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود)
- د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO)
- انګلیسي ویکیپیډیا (د جولای 9، 2007 ته رسېدلی)