منصور داد الله

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
منصور داد الله
د شخص معلومات
پيدايښت ۱۹۷۲
افغانستان   د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 11 نومبر 2015 (42–43 کاله)[۱]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
زابل ولايت   د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت افغانستان   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک
پوځي خدمت
وفاداري طالبان   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
جګړه/جګړې د افغانستان کورنۍ جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

ملا منصور داد الله (په ۲۰۱۵ ز کال کې مړ شوی) د ملا دادالله اخند کوچنی ناسکه ورور و، هغه کس چې له هغه وروستهد افغانستان په ختیځ کې د طالبانو ستر قومندان و. نوموړی د کندهار ولایت د ارغنداب ولسوالۍ اوسیدونکی او د پښتنو د کاکړ له قوم څخه و.

جګړه ییز فعالیت[سمول]

نوموړی په هغه ویډیو کې را ښکاره شو چې د ځانمرګو د «فراغت جشن» و. داسې انګېرل کېږي چې نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې شاوخوا ۳۰ کاله عمر درلود. ملا منصور دادالله په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې، هغه مهال چې طالبان د شمال ټلوالې پر وړاندې جنګېدل، د خپل ورور د مرستیال په توګه یې دنده تر سره کوله. نوموړی د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د طالبانو د انشعابي څانګې د امیر د مرستیال په توګه وټاکل شو چې د افغانستان اسلامي امارت د عالي شورا په نوم یادیده. [۲][۳][۴]

ملا دادالله منصور کله چې د ۲۰۱۷ کال د مارچ په میاشت کې په کابل کې زنداني و، له یو څو کسه طالبانو سره یو ځای د ډانیال ماسټرو جیاکومو په نوم له یوه ایټالوي خبریال سره چې د طالبانو په بند کې و، تبادله او له زندان څخه ازاد شو. هغه مهال داسې نه انګېرل کېدل چې هغه به د طالبانو د ډلې مهم غړی وي. [۵]

وروسته له هغه چې نوموړی د ۲۰۰۷ کال د مۍ په ۱۲مه ووژل شو، د طالبانو یوه ویاند اعلان وکړ چې منصور دادالله به د افغانستان په سویل کې د خپل ورور ځایناستی وي. د منصور ټاکنه په ظاهره توګه د هغه کومه ځانګړې وړتیا نه وه، بلکې یوازې په دې خاطر وه چې هغه د ملادادالله اخند ورور و. د طالبانو مشر ملا محمد عمر اخند چې د دادالله اخند له ظلمونو څخه ناخوښه و، ویل کېږي چې د دادالله له انتصاب سره مخالف و. خو بیا هم، هغه د القاعدې ډلې تر ملاتړ لاندې و او ترې وغوښتل شو تر څو په افغانستان کې د ابومصعب الزرقاوي له تاکتیکونو څخه کار واخلي.   [4]

ملا منصور دادالله د ۲۰۰۷ کال د جون په میاشت کې وویل: «شیخ اسامه بن لادن ژوندی دی او خپل فعالیت پر مخ وړي. نوموړی د خپلو دندو پر مخ وړلو لګیا دی. د هغه د ژوندي پاته کېدو تر ټولو وروستی سند دا دی چې زما د ورور له مړینې وروسته یې ما ته د ډاډګیرنې پیغام را لیږلی. هغه ما ته نصیحت وکړ تر څو د خپل ورور لاره ته ادامه ورکړم». ملا منصور دادالله د ۲۰۰۷ کال د ډیسمبر په ۲۹مه د ملامحمد عمر له خوا د سرغړونې په تور د طالبانو له پوځي قومندانۍ څخه لري شو. دادالله د ۲۰۰۸ کال د فبرورۍ په ۱۱مه د ګاول اسمعیل زیو په سیمه کې له طالبانو سره د پاکستاني ځواکونو په جګړه کې ټپي او ونیول شو. [۶][۷]

له زندان څخه ازادیدل[سمول]

دادالله سره له ۶ نورو بندیانو د افغانستان د حکومت په غوښتنه او د سولې د خبرواترو په موخه د ۲۰۱۳ کال د سپټمبر په ۷ د پاکستان د حکومت له خوا له زندان څخه ازاد شو. دادالله له زندان څخه له ازادیدو وروسته افغانستان ته ستون شو تر څو هلته د خپل ورور پیروان یو ځل بیا د ملادادالله د جبهې تر نوم لاندې سره را ټول کړي. د ۲۰۱۵ کال د اګسټ په میاشت کې د طالبانو د اعلامیې له مخې چې د خدای بښلي ملاعمر له مړینې وروسته به اختر منصور د طالبانو مشر وي، دادالله له هغه سره بیعت و نه کړ او له خپلو ملاتړو سره یې په خپل اصلي ولایت زابل کې ځان ته قرارګاه جوړه کړه. له هغه وروسته د دادالله د وفادارو کسانو او منصور کسانو تر منځ جګړې رامنځته شوې. [۸][۹][۱۰]

د افغانستان رسنیو د سپټمبر په لومړیو کې رپوټ ورکړ، چې ویل کېږي ملادادالله وروسته له هغه چې اختر منصور د طالبانو د مشر په توګه وګومارل شو، خپله لاره یې له طالبانو بېله کړې او د اسلامي دولت (داعش) د افغانستان له څانګې سره یو ځای شوی دی. دغه اعلامیه د اسلامي دولت د یوه ملاتړي له خوا اعلام شوه او همداشان یې وویل چې د داعش ۲۳۰ جنګیالي له فراه څخه زابل ولایت ته هم لیږل شوي تر څو له هغو ۲۱۰۰ طالب جنګیالیو سره چې د اختر منصور له خوا لېږل شوي، وجنګیږي. د زابل ولایت د ارغنداب ولسوالۍ د ولسوال حاجي مهمند نصرت یار په وینا، د دادالله جنګیالي د اسلامي دولت یا داعش له مفکورو سره همفکره دي. سره له دې هم، ځینې افغان سرچینې وايي چې دادالله له اسلامي دولت سره خپل یو ځای کېدل رد کړي دي او لا تر اوسه پورې طالبانو ته ژمن دی. د رپوټونو له مخې هغه وايي: «موږ له امارت سره یو او تل به یو». دادالله د طالبانو له رهبري سره مخالفت درلود او اختر منصور ته به یې «درواغجن» وایه. [۱۱][۱۲][۱۳]

مړینه[سمول]

دادالله د خپلو سرتیرو او د اختر منصور جنګیالیو تر منځ په جګړه کې د ۲۰۱۵ کال د نومبر په میاشت کې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې ووژل شو. د نوموړې د مړینې ادعا د سیمې د قومي مشرانو، افغان دولتي چارواکو او ځینو طالب قومندانانو له خوا تایید شوې، خو د هغه ویاند چې ملا نعیم نیازی نومیږي وايي چې دادالله یوازې ټپي شوی دی. د همدې خبرې په تکذیبولو سر بېره، د هغه ډلې د ۲۰۱۶ کال د اګسټ په ۱۵مه په رسمي بڼه د هغه مړینه تایید کړه او پر ځای یې د هغه وراره، ملا امدادالله منصور ځایناستی اعلان کړ. منصور قسم وخوړ چې د خپل تره غچ به اخلي. [۱۴][۱۵][۱۶]

سرچینۍ[سمول]

  1. http://www.pajhwok.com/en/2015/11/12/dadullah-killed-mullah-mansoor-loyalists-zabul-police-chief
  2. (په 15 May 2007 باندې). Taliban replaces slain top commander with brother.
  3. Rahmani, Waliullah (24 July 2007). "Taliban Commander Mansoor Dadullah Follows his Brother's Footsteps". The Jamestown Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Afghan Taliban splinter group names Mullah Rasool as leader". BBC. 4 November 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Rahmani, Waliullah (24 July 2007). "Taliban Commander Mansoor Dadullah Follows his Brother's Footsteps". The Jamestown Foundation. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 11 February 2008 باندې). Senior Taliban figure caught in Pakistan.
  7. (په 29 December 2007 باندې). Taleban sack military commander. BBC News.
  8. (په September 8, 2013 باندې). Dadullah among seven Afghan Taliban detainees released.
  9. (په 4 April 2015 باندې). IS emergence sounds alarms in Afghanistan. The Express Tribune.
  10. (په 9 September 2015 باندې). Taliban's New Leader in Afghanistan Moves to Quash Dissent. The New York Times.
  11. "Taliban leader Mullah Mansoor Dadullah joined ISIS, the terror group claims". Khaama Press. 8 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Taliban's New Leader in Afghanistan Moves to Quash Dissent". New York Times. 6 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Disaffected Dadullah denies joining Daesh after rumors". Pajhwok. 17 September 2015. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ سپټمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. "آرشیف کاپي". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ ډيسمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. "Picture of Mullah Dadullah's dead body found by Pajhwok". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Leader of Taliban Splinter Group Allied With ISIS Is Killed". The New York Times. 1 December 2015. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)