مائو تسه تونګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
مائو تسه تونګ
مائو تسه تونګ
مائو تسه تونګ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت د چینګ کورنۍ (۲۶ ډيسمبر ۱۸۹۳–۳۱ ډيسمبر ۱۹۱۱)

د چين جمهوريت (۱۹۴۹-۱۹۱۲ز کلونه) (۱ جنوري ۱۹۱۲–۳۰ سپټمبر ۱۹۴۹) چين د خلکو جمهوريت (۱ اکتوبر ۱۹۴۹–۹ سپټمبر ۱۹۷۶)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

نسل هان چینايان [۱]  د (P172) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
قد 180 سانتي متره   د (P2048) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند د چین کمونیست ګوند   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت د پارکېنسون ناروغي   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک
مورنۍ ژبه چينايي   د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) چينايي [۲][۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې د چین کورنۍ جګړه ،  د چین-جاپان دویمه جګړه ،  د کوريا جګړه ،  د ویتنام جګړه ،  دچين او هند جګړه   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
مائو تسه تونګ
مائو تسه تونګ

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مائو تسه تونګ (د ۱۸۹۳ کال د ډسمبر ۲۶ – د ۱۹۷۶ کال د سپټمبر ۹) چې د مشر مائو په نوم هم یادېږي، یو چینايی کمونیست انقلابي او د چین د ولسي جمهوریت (PRC) بنسټګر ؤ، چې د چین د کمونیست ګوند د مشر په توګه یې په ۱۹۴۹ کال کې د چین د ولسي جمهوریت له رامنځته کېدو څخه په ۱۹۷۶ کال کې تر خپلې مړینې پورې د دې حکومت مشري وکړه. د آیډیالوژیکي پلوه یو مارکس پلوه  – لینن پلوه ؤ او د هغه نظریې، نظامي ستراتیژۍ او سیاسي تګلارې جمعاً د مائویزم په نوم یادېږي.

مائو د هونان په شائوشان کې د يوه هوسا بزګر زوی ؤ. هغه د چینایي ملتپالنې ملاتړی ؤ او د خپل ژوند په لومړیو کې یې د امپریالیزم ضد لید درلود او په ځانګړې توګه د ۱۹۱۱ کال د شین های انقلاب (Xinhai Revolution) او د ۱۹۱۹ کال د مې د څلورمې غورځنګ (May Fourth Movement) پیښو تر اغېزې لاندې راغئ. کله چې په پیکنګ پوهنتون کې یې د کتابدار په توګه کار کاوه، مارکسیزم– لینینیزم یې ومانه او د چین د کمونیست ګوند (CCP)  یو بنسټګر غړی شو او په ۱۹۲۷ کال کې یې د مني درمند پاڅون (Autumn Harvest Uprising) مشري وکړه. مائو د چین د کورنۍ جګړې پرمهال چې د کومین تانګ (KMT) او چین د کمونیست ګوند ترمنځ وشوه، د چینايي کارګرانو او بزګرانو د سره پوځ په رامنځته کېدو کې یې مرسته وکړه، د جيانګشي شوروي ځمکنۍ افراطي تګلاره یې پر مخ یوړه او په نهایت کې د اوږده لاریون (Long March) په اوږدو کې د چین د کمونیست ګوند مشر شو. که څه هم د چین کمونیست ګوند د چین او جاپان دوهمې جګړې (۱۹۳۷ - ۱۹۴۵) په اوږدو کې تر دوهمې متحدې جبهې لاندې د کومین تانګ سره د لنډې مودې لپاره متحد شو، د جاپان له تسلیمېدو وروسته د چین کورنۍ جګړه بیا پیل شوه او د مائو ځواکونو ملتپال حکومت ته ماتې ورکړه او په ۱۹۴۹ کال کې یې تایوان ته شاتګ وکړ.  

مائو د ۱۹۴۹ کال د اکټوبر په ۱ د چین خلق جمهوریت بنسټ اعلان کړ، چې دا د مارکسیسټ – لیننیسټ واحد ګوند هغه دولت و چې د چین کمونیست ګوند له لوري کنټرول کېده. هغه په راتلونکو کلونو کې د ځمکې د خاوندانو پر وړاندې د چین د ځمکنیو د اصلاحاتو، د انقلابيونو ضد ځپلو لپاره د مبارزې،  " د دریو ضد او د پنځو ضد مبارزې" یا "Three-anti and Five-anti Campaigns" او د کوریا په جګړه کې د رواني بریا له لارې خپل کنټرول پیاوړی کړ، چې ټول د څو مېلیونو چینایانو د مړینې لامل شول. مائو له ۱۹۵۳ کال څخه تر ۱۹۵۸ کال پورې د چین خلق جمهوریت د لومړي اساسي قانون په جوړولو، د صنعتي کېدنې پروګرام په لاره اچولو او د پوځي پروژو لکه "دوه بمونه، یو سپوږمکۍ" پروژې او ۵۲۳ پروژې په پیلولو سره یې په چین کې د پلان شوي اقتصاد په پلي کولو کې مهم رول ولوباوه. په دې موده کې یې بهرنۍ تګلاره د چين او شوروي د وېش (Sino-Soviet split ) تر سلطه لاندې وه، چې د چين او شوروي اتحاد تر منځ يې درز رامنځته کړ. مائو په ۱۹۵۵ کال کې د سوفان غورځنګ (Sufan movement) په لاره واچو او په ۱۹۵۷ کال کې یې د ښي پالو ضد کمپاین (Anti-Rightist Campaign) پیل کړ، چې لږ تر لږه ۵۵۰۰۰۰ خلک، زیاتره روڼ آندي او مخالفان، وځورول شول. په ۱۹۵۸ کال کې يې لوی ګام په وړاندې (Great Leap Forward) کمپاین په لاره واچو چې موخه یې دا وه چې د چين اقتصاد په چټکۍ سره له کرنې څخه صنعت ته واړوي، چې په تاريخ کې د ډېړې وژونکې لوږې او د ۱۹۵۸ او ۱۹۶۲ کلونو ترمنځ د ۱۵ - ۵۵ مېليونو انسانانو د وژل کېدو لامل شو. مائو په ۱۹۶۳ کال کې د سوسياليستي زدکړې غورځنګ (Socialist Education Movement) په لاره واچاوه او په ۱۹۶۶ کال کې یې کلتوري انقلاب (Cultural Revolution) پیل کړ، دا داسې پروګرام و چې موخه یې په چینایي ټولنه کې د "انقلابي ضد" عناصر له منځه وړل و، چې لس کاله یې دوام وکړ او د تاوتریخجنې طبقاتي مبارزې، د کلتوري آثارو پراخه ویجاړونې او د مائو شخصیت پالنې د بې سارې ودې سره مشخص شوه. د انقلاب په اوږدو کې په لسګونه مېلیونه خلک وځورول شول، پداسې حال کې چې د مړینې اټکل شوی شمېر له سلګونو زرو څخه تر مېلیونونو پورې رسي. مائو د څو کلنو ناروغۍ وروسته په ۱۹۷۶ کال کې د زړه له یو لړ ټکانونو سره مخ شو او په ۸۲ کلنۍ کې مړ شو. د مائو په دوره کې حکومت د کورنۍ جوړونې تګلاره په کره بڼه پلې نه کړه، نو د چين نفوس له ۵۵۰ مېليونو څخه ۹۰۰ مېليونو ته لوړ شو.

مائو د چين د دننه او بهر يوه لاجمنه څېره وه او لا تر اوسه د شلمې پېړۍ تر ټولو اغېزناکه څېره ګڼل کېږي. مائو د سیاست هاخوا د یوه نظرخاوند، پوځي ستراتیجیست او شاعر په توګه یادېږي. د مائو په دوره کې چین د آسیا په سویل ختیځ کمونیستي نښتو لکه د کوریا جګړه، د ویتنام جګړه او د کمبوډیا کورنۍ جګړه کې ډېر ښکیل ؤ، چې خمر روج (Khmer Rouge) یې واک ته ورساوه. هغه په چین باندې د یوه استبدادي او دیکتاتوري رژیم له لارې حکومت وکړ چې د ډله ییزې ځپنې او همدارنګه د دیني او کلتوري آثارو او ځایونو د ویجاړونې مسؤل ؤ. حکومت د لوږې، ځورونې، د زندان کار او د ډله ییز اعدامونو له لارې د زیات شمېر مړینو مسؤل ؤ چې قربانیانو شمېر د ۴۰ څخه تر ۸۰ مېلیون کسانو پورې رسي. مائو له نيمې مستعمرې څخه د نړۍ په يو مخکښ ځواک د چین د بدلولو له امله چې ډېر پرمختللی سواد، د ښځو حقونه، د روغتيا لومړني خدمتونه، لومړنی تعلیم او متوسط ژوند لري، ستايل شوی دی.  [۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

د نوم انګلیسي رومي بڼه [سمول]

د مائو د ژوند په اوږدو کې، انګلیسي ژبې رسنیو عموماً د معیاري چینایي لپاره د ویډ ګیلز (Wade-Giles) د ژباړې سیسټم په کارولو سره د هغه نوم د مائو تسه تونګ وژباړه، که څه هم د Tsê په هجاء کې یې د سرمفلیکس اکسنټ حذف کړ. د نوم د پیژندلو له امله یې دا املا په پراخه کچه کارول کېده، حتی د چین خلق جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت له خوا وروسته له هغه وکاول شوه چې د هانیو پنین (Hanyu Pinyin) سیسټم په ۱۹۵۸ کال کې د ماندارین چینایي لپاره د چین خلق جمهوریت کې د رومي بڼې رسمي سیسټم شو؛ د مائو د سیاسي بیانیو په مشهور کوچنی کتاب، کوچنی سور کتاب (The Little Red Book) باندې په انګلیسي ژباړو کې رسماً د مشر مائو تسه تونګ مسایل (Quotations from Chairman Mao Tse-tung ) نوم کېښودل شو. پداسې حال کې چې د پنین څخه اخیستل شوې املا Mao Zedong  زیاته عام ده، د ویډ ګیلز څخه اخیستل شوې املا Mao Tse-tung  تر یو حده پورې په عصري خپرونو کې کارول کېږي.  [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Chinese Political Elites Database ID: https://cped.nccu.edu.tw/eliteDetail.aspx?pid=1141717 — د نشر نېټه: ۲۷ فبروري ۲۰۲۴
  2. https://plus.si.cobiss.net/opac7/conor/12508003
  3. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12508003
  4. "The Cultural Revolution and the History of Totalitarianism". Time. د لاسرسي‌نېټه December 14, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. Fenby, Jonathan (2008). Modern China: The Fall and Rise of a Great Power, 1850 to the Present. Penguin Group. د کتاب پاڼې 351. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-06-166116-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Schram, Stuart (March 2007). "Mao: The Unknown Story". The China Quarterly (189): 205. doi:10.1017/s030574100600107x. S2CID 154814055. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Pantsov, Alexander V.; Levine, Steven I. (2013). Mao: The Real Story. Simon & Schuster. د کتاب پاڼې 574. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1451654486. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Galtung, Marte Kjær; Stenslie, Stig (2014). 49 Myths about China. Rowman & Littlefield. د کتاب پاڼې 189. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4422-3622-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Babiarz, Kimberly Singer; Eggleston, Karen; et al. (2015). "An exploration of China's mortality decline under Mao: A provincial analysis, 1950–80". Population Studies. 69 (1): 39–56. doi:10.1080/00324728.2014.972432. PMC 4331212. PMID 25495509. China's growth in life expectancy at birth from 35–40 years in 1949 to 65.5 years in 1980 is among the most rapid sustained increases in documented global history. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pottinger, Jesse (August 26, 2019). "Explainer: Mao Zedong or Mao Tse-tung? We Have the Answer". That's Online. د لاسرسي‌نېټه April 24, 2020. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)