لورا بوش

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
لورا بوش
(انګلیسي: Laura Lane Welch Bush د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لورا بوش
لورا بوش

د شخص معلومات
زیږون نوم (انګلیسي: Laura Lane Welch د (P1477) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پيدايښت ۴ نومبر ۱۹۴۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]
تابعیت د امریکا متحده ایالات [۸]  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ګوند جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات)   د (P102) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ميړه جورج واکر بوش (۵ نومبر ۱۹۷۷–)  د (P26) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک ښوونکی
ليکوال
سياستوال
ولسمشر   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي [۹]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
لورا بوش
لورا بوش

ويبپاڼه
ويبپاڼه د تاييدولو سرچينه  د (P856) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB مخونو  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

لورا لین ولش بوش (کورنی نوم یې ولش؛ زیږون ۴ نومبر ۱۹۴۶ زکال) امریکايي ښوونکې، کتابتون جوړونکې، خاطره لیکونکې او لیکواله وه چې له ۲۰۰۱ زکال څخه تر ۲۰۰۹ زکال پورې د متحده ایالاتو لومړنۍ مېرمن وه. بوش له دې وړاندې له ۱۹۹۵ زکال څخه تر ۲۰۰۰ زکال پورې د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه خدمت وکړ. هغه د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو. بوش ښځه او د پخواني ولسمشر جورج اچ. ډبلیو. بوش نږور وه. [۱۰][۱۱][۱۲]

بوش چې د تکزاس په میډلنډ کې زېږېدلې، په ۱۹۶۸ زکال کې یې له سویلي متدیست پوهنتون څخه یې د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ او د دویم ټولګي د ښوونکې په توګه یې دنده ترلاسه کړه. هغې په اسټین کې له تکزاس پوهنتون څخه د کتابدارۍ په برخه کې د ماسټرې د سند له ترلاسه کولو وروسته د کتابدارې په توګه دنده پیل کړه.

بوش په ۱۹۷۷ زکال کې له خپل راتلونکې مېړه جورج ډبلیو بوش سره وپېژندل او یو کال وروسته یې واده وکړ.  په ۱۹۸۱ زکال کې د دغې جوړې دوه غبرګلونې لوڼې وزېږېدې. مېړه یې بوش سیاست ته له واده وروسته مخه کړه. په ۱۹۷۸ زکال کې نوموړې کانګرس ته د خپل مېړه د لارموندلو په موخه کمپاین وکړ، خو بریالی نه شو. له دې وروسته هغه وکولای شول د تکزاس د والي د څوکۍ لپاره ټاکنې وګټي.

بوش د تکزاس د لومړۍ مېرمنې په توګه روغتیا، زده کړو او سواد ته په پام له خپلو ډېرو ابتکاراتو ګټنه وکړه. په ۱۹۹۹ - ۲۰۰۰ زکال کې هغې د بېلابېلو لارو چارو څخه په ګټنې لکه په ۲۰۰۰ زکال کې د جمهوري غوښتونکو په ملي کنوانسیون کې د مهمې وینا په کولو سره چې په ملي کچه یې پام ځانته واړوه د ولسمشریزو ټاکنو په کمپاین کې له خپل مېړه سره مرسته وکړه. هغه د ۲۰۰۱ زکال د جنوري په ۲۰مه هغه مهال چې مېړه یې د امریکا ولسمشر شو؛ د امریکا لومړۍ مېرمن شوه. [۱۳]

بوش چې د ګالوپ سازمان له خوا د تر ټولو محبوبې لومړۍ مېرمنې په توګه وټاکل شوه؛ د خپلې کاري دورې پر مهال له ملي او نړیوالو اندېښنو سره ښکېل وه. هغې په ۲۰۰۱ زکال کې د کتاب د ملي نندارتون په جوړولو سره د زده کړو او سواد په برخه کې د خپل سوداګریز نښان د علایقو مخته وړو ته دوام ورکړ او همدارنګه یې په نړیوال مقیاس سره د زده کړو لپاره هڅې وکړې. هغې همدارنګه د The Heart Truth او Susan G. Komen for the Cure بنسټونو له لارې د ښځو لپاره کار وکړ. هغې په خپلو بهرنیو سفرونو کې د متحده ایالاتو استازولي کوله او لیوالتیا یې لرله چې د اېډز او مالاریا ناروغیو اړوند په عامه پوهاوي تمرکز وکړي. [۱۴][۱۵]

لومړنی ژوند او مسلک[سمول]

لورا لین ولش د ۱۹۴۶ زکال د نومبر په ۴مه نېټه د تکزاس په میډلنډ سیمه کې د میډلنډ په مموریال روغتون کې وزېږېده. نوموړې د هارولډ ولش او جینا لوئیز ولش (کورنی نوم یې هاوکینز و) یوازنۍ ماشومه وه. هغې انګلیسي، فرانسوي او سویسي اجداد لرل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

پلار یې د کورونو جوړونکی او وروسته د املاکو بریالی پراختیا ورکوونکی و، په داسې حال کې چې مور یې د پلار په سوداګرۍ کې د حسابدارې په توګه کار کوه. والدینو یې په پیل کې هغه زده کړو ته وهڅوله چې بیا له مطالعې سره د هغې د مینې لامل وګرځېده. هغې وویل: ما په خپل کور کې له مور څخه زده کړل چې [مطالعه څومره مهمه ده]. هغه مهال چې زه ماشومه وم مور به مې راته کیسې ویلې. له هغه مهاله ما له کتاب ویلو او کتابتون ته له تللو سره مینه پیدا کړه. په اوړي کې زما خوښېده چې له غرمې وروسته وخت په کتابتون کې په مطالعه تیر کړم. زما د Little House on the Prairie او Little Women کتابونه ډېر خوښېدل همدارنګه مې ډېر نور... مطالعه تاسو ته د خپل ژوند په اوږدو کې خوشحالي دربخښي. بوش همدارنګه د خپل دویم ټولګي ښوونکې شارلین ګناګی ستايي چې دې ته یې د ښونې او روزنې سره د لیوالتیا الهام وربخښلی.  [۲۰][۲۱][۲۲]

د ۱۹۶۳ زکال د نومبر په ۶مه د هغې د اوولس کلنۍ له کالیزې دوه ورځې وروسته لورا ولش له ترافیکي نښې تېره شوه او له بل موټر سره یې ټکر وکړ چې له امله یې د هغه موټر چلونکی ووژل شو. د دغې پېښې قرباني د هغې نږدې ملګری او ټولګیوال مایکل ډاټون داګلاس و. د یو شمېر روایتونو له مخې داګلاس د هغې بای پرېڼد و خو هغې څرګنده کړه چې دغه مهال نوموړی د دې بای پرېنډ نه و یوازې نږدې ملګری یې و. بوش او ورسره یې بل ملګری چې دواړه ۱۷ کلن و د وړو ټپونو له امله تر درملنې لاندې ونیول شول. د میډلنډ ښار د چارواکو له خوا د دغې پېښې راپور چې په ۲۰۰۰ زکال کې د پرانیستې دوسیې د غوښتنې په ځواب کې وړاندې شو هغه په پېښه کې تورنه وه نه ګڼل شوه. د بوش ویاند وویل، «دا ډېره خواشینونکې پېښه و چې په کلکه سره یې د دواړو لورو کورنۍ او په ټولیزه توګه یې ټوله ټولنه خواشینې کړه». هغې د زړه د خبرو په نامه خپل کتاب کې ویلي چې دغه ټکر د دې لامل وګرځېد چې «د ډیرو زیاتو کلونو لپاره» خپل باور له لاسه ورکړي. [۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

هغې د میډلنډ د جیمز بووي په ابتدايي ښوونځي او د سنټ جاسینټو او رابرټ ای. لي په عالي ښوونځیو کې زده کړې وکړې. هغه په ۱۹۶۴ زکال کې له لي ښوونځي فارغه شوه او په دالاس کې سویلي متدیست پوهنتون ته لاړه چېرې چې یې بیا د کاپا الفا تتا بنسټ غړیتوب ترلاسه کړ. نوموړې په ۱۹۶۸ زکال کې له دغه پوهنتون څخه د ښوونې او روزنې په برخه کې د لیسانس سند ترلاسه کړ. [۲۹][۳۰][۳۱]

له سویلي متدیست پوهنتون څخه له فراغت وروسته یې د ښوونځي د ښوونکې په توګه د دالاس د ښوونځیو د واټ په لانګ فیلو ابتدايي ښوونځې کې په کار پیل وکړ. وروسته یې د دریو کلونو لپاره د هوسټون د ښوونځیو په واټ کې د جان اف کنډې په ابتدايي ښوونځي کې تر ۱۹۷۲ زکال پورې تدریس وکړ. [۳۱]

واده او کورنۍ[سمول]

هغې د ۱۹۷۷ زکال په جولای میاشت کې له جورج ډبلیو بوش سره هغه مهال ولیدل کله چې د دوی مشترکو ملګرو جو او جان اونیل هغه او بوش د خپل کور په هویلۍ کې د کباب پخولو یوې میلمستیا ته وغوښتل. هغه د سپټمبر په وروستیو کې دې ته د واده وړاندیز وکړ او دوی هم د همدغه کال د نومبر په ۵ مه د خپلې ۳۱مې کالیزې څخه یوه ورځ وروسته د میډلنډ په لومړۍ متحده متدیست کلیسا کې واده وکړ؛ هماغه کلیسا چې دې ته په کې د تعمید غسل ورکړل شوی و. دغه جوړه د شاتو د میاشتې تېرولو په موخه د مکسیکو کوزومل ته ولاړه. جورج ډبلیو بوش له لورا سره د خپل واده ټاکنه د خپل ژوند «تر ټولو ښه پرېکړه» بللې. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

له واده یو کال وروسته دغې جوړې په ۱۹۱۸ زکال کې کانګرس ته د جورج ډبلیو بوش د لار موندو په موخه ټاکنیزې سیالۍ پیل کړې. د جورج بوش په خبره، کله چې ما له هغې وغوښتل له ماسره واده کوې، هغې وویل، «هو. خو یوازې په دې شرط چې ژمنه وکړې چې هېڅکله به ما په ټاکنیزو سیالیو کې وینا کولو ته نه اړ باسې». له دې سره هغې ډېر ژر په ۱۹۷۸ زکال کې د تکزاس په مولشو کې د هغه په ګټه لومړنۍ وینا وکړه. خو بوش په داسې حال کې چې ابتدايي ټاکنې یې وګټلې؛ په عمومي ټاکنو کې یې ماته وخوړه. [۳۸][۳۹]

دوی درې کاله هڅه وکړه چې ماشوم ولري خو دغه چاره ورته ډېره اسانه تمامه نه شوه. بالاخره د ۱۹۸۱ زکال د نومبر په ۲۵ مه د لورا بوش دوه غبرګلونې لوڼې وزېږېدلې چې بیا یې پرې باربرا او جینا نومونه کېښودل. دغه جوړه ماشومان د زیږون له نورمال مهال پنځه اونۍ وړاندې د یو عاجل سیزارین عملیاتو په ترڅ کې چې د تکزاس په دالاس کې د بایلور پوهنتون په روغتیايي مرکز کې ترسره شو وزېږېدې، هغه هم ځکه چې لورا په pre-eclampsia ژوند ګواښوونکې ناروغۍ اخته شوې وه. [۴۰][۴۱]

جورج ډبلیو بوش په ۱۹۸۶ زکال کې د الکولو نه څښلو اړوند خپله پرېکړه خپلې مېرمنې ته اړونده وبلله. هغې څرګنده کړه چې فکر مې کاوه مېړه مې «له کچې زیات شراب څښي» په داسې حال کې چې خپله پوهېده دا د ژوند سمه لار نه ده. هغه ته په نږدې کېدو سره دې ورته ویلي و چې پلار یې الکول څښل او نه غواړي د هغې په ژوند کې بل څوک هم دغه کار تکرار کړي. نوموړې ته همدارنګه د دې کریدیت ورکول کېږي چې د بوش په خصوصي ژوند یې ډېر مثبت اغېز لرلی. [۴۲]

سرچينې[سمول]

  1. انټرنېټ موويز ډېټابېس آئ ډي: https://www.imdb.com/name/nm1197615/ — د نشر نېټه: ۲۱ جولای ۲۰۱۵
  2. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6x356sx — subject named as: Laura Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Laura-Welch-Bush — subject named as: Laura Welch Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  4. subject named as: Laura Welch Bush — FemBio ID: https://www.fembio.org/biographie.php/frau/frauendatenbank?fem_id=29865 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=xx0013957 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  6. GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=bush — subject named as: Laura Bush
  7. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000023869 — subject named as: Laura W. Bush — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. https://libris.kb.se/katalogisering/gdsw2gt03z65dt8 — د نشر نېټه: ۲۴ اگسټ ۲۰۱۸ — د خپرولو نیټه: ۱۶ سپټمبر ۲۰۱۰
  9. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb14462609w — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  10. "Laura Welch Bush". The White House. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Biography of Mrs. Laura Welch Bush". whitehouse.gov. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2009 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Laura Bush First Ladies Biography". National First Ladies' Library. د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه June 23, 2016. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Texas Governor George W. Bush: An Inventory of First Lady Laura Bush's Files (Part I) at the Texas State Archives, about 1994–1999, bulk 1995–1999". University of Texas at Austin. د اصلي آرشيف څخه پر October 11, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په February 9, 2006 باندې). Laura Bush Approval Ratings Among Best for First Ladies. Gallup Organization
  15. “Laura Bush Announces Foundation and Festival.(wife of President George Bush).” American Libraries (Chicago, Ill.) 32, no. 8 (2001): 16
  16. Kessler, Ronald (April 4, 2006). Laura Bush: An Intimate Portrait of the First Lady. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780385518970. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. "Laura Bush Biography". Advameg, Inc. د اصلي آرشيف څخه پر June 13, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 24, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Strock, Ian Randal (July 5, 2016). Ranking the First Ladies: True Tales and Trivia, from Martha Washington to Michelle Obama. Carrel Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781631440601 – عبر Google Books. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. . The all-American icons with British roots.
  20. . Laura Bush: A supportive but behind-the-scenes spouse. CNN
  21. "Mrs. Bush's Remarks at Laura Bush Foundation for America's Libraries Grant Awards". whitehouse.gov. May 20, 2003. مؤرشف من الأصل في May 14, 2011. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2008 – عبر National Archives. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Laura Bush". Encyclopedia of World Biography 25. (2005). Detroit: Gale. 
  23. Robin Toner (په February 15, 2004 باندې). 'The Perfect Wife': The Un-Hillary.
  24. Matthew Davis (په April 5, 2006 باندې). Inside (the) private world of Laura Bush. BBC News.
  25. "TRUE: Laura Bush Fatal Car Accident : snopes.com". snopes. December 20, 2015. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. (په May 3, 2000 باندې). Mrs. Bush ran stop sign in fatal crash. USA Today.
  27. Midland police report
  28. (په April 27, 2010 باندې). Laura Bush Opens Up About Crash. The New York Times.
  29. "History and research". George W. Bush Childhood Home, Inc. د اصلي آرشيف څخه پر January 30, 2009 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 24, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Laura Welch Bush." Encyclopædia Britannica
  31. ۳۱٫۰ ۳۱٫۱ . Laura Welch Bush. CBS
  32. Bush, Laura (2010). Spoken from the Heart. Scribner. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4391-5520-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة) excerpt available at Oprah.com.
  33. (په April 8, 2001 باندې). Read her lips: Literacy efforts on first lady's agenda.
  34. Stritof, Sheri and Bob. "George and Laura Bush". About.com. The New York Times Company. د اصلي آرشيف څخه پر October 8, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه May 25, 2008. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په January 16, 2005 باندې). کينډۍ:-'We Need To Pay More Attention To Boys' (First Lady Laura Bush). Parade.
  36. Bush, George W. (2011). Decision Points. Broadway Books. د کتاب پاڼې 27. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0307590633. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په May 1, 2005 باندې). Laura leaves 'em laughing, gasping.
  38. Reaves, Jessica (په August 1, 2000 باندې). Now making her bow: The un-Hillary.
  39. (په June 23, 2000 باندې). Laura Welch Bush: Shy no more.
  40. Bush, George W. (2011). Decision Points. Broadway Books. د کتاب پاڼې 42. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0307590633. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Bush, Laura (2010). Spoken From The Heart. Scribner. د کتاب پاڼې 103. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1439155202. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. (په April 8, 2001 باندې). Read her lips: Literacy efforts on first lady's agenda.