عبدالله الهام جمالزى

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

عبدالله الهام جمالزى ( ۲۵ د زمري، ۱۳۶۶ ل. = ۱۶ د اگست، ۱۹۸۷ ز. - ) افغان لیکوال، خبریال او مدني – فرهنگي فعال دی. په پښتو، فارسی او انگلیسي ژبو لیکنې کوي او په تېره بیا په ادبیاتو کې يې نوې لیکنې لکه کیسه‌ګۍ مشهورې دي.

مخينه

عبدالله الهام جمالزى د افغانستان په مرکزي سيمو کې د ميدان وردگو ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د الحاج مولوي عبدالسليم جمالزی په کورنۍ کې زيږيدلى.

د عبدالله الهام جمالزي کورنۍ هغه مهال چې په هيواد د پخواني شوروي اتحاد يرغل پيل شوى د پاکستان پېښور ښار ته کډوال شوي. پلار يې د افغانستان د جهاد د پړاو په لومړنيو کلونو کې فعاله څيره وه چې د جهاد له بريا سره جوخت له اړوند گوند څخه ووت او په کويټ کې يې له يوې نړيوالې اسلامي ادارې سره کار پيل کړی. څه موده وروسته يې د حاجيانو د ښونکي په توگه سعودي عربستان ته د تگ راتگ دنده اخیستې او د حج او عمرې لارښود د پښتو ژبې د لومړني عملي لارښود لیکوال هم دی.

زده کړې

عبدالله الهام جمالزي لومړنۍ زده کړې په ۱۳۸۳ کال کې په امام اعظم ابوحنيفة (رح) عالي لېسه کې بشپړې کړې. په راډیو او ټلویزیون کې د وینديۍ فن، ژورنالیزم او د پېښو د مدیریت او خطرراټیټولو په برخو کې په لنډمهالو زده کړو سربېره یې په کابل کې د سیاسي علومو په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې. د افغانستان په امریکايي پوهنتون کې يې هم د عامه ادارې او سیاسي علومو او نړیوالو ادبیاتو په برخه کې د لېسانس تر کچې زده کړې. په ترکیه، ایران او هند کې يې هم زده کړې. د نړیوالو اړیکو او امنیت په برخه کې يې ماسټري د برېتانیا د لندن له وېسټ‌منسټر پوهنتون څخه تر لاسه کړې.

دندې

په ١٣٧٩ کال کې هغه مهال چې د طالبانو واکمني په هېواد کې ټينگه وه شعرونه او لنډې کيسې او مقالې يې په هېواد ورځپاڼه کې چې له کابله چاپېدله خپرېدې.

په افغانستان کې د نوي جمهوري حکومت له واک ته رسېدو وروسته یې په غزني کې له سنايي جريدې او غزني دولتي راديو سره همکاري کړې. په ۲۰۰۳ او ۲۰۰۴ کلونو کې په غزني او پکتیکا ولایتونو کې د پژواک خبري آژانس او نورو خبري رسنیو لپاره د خبریال په توګه پاتې شوی او په پکتیکا کې هم د پکتیکا غږ ځايي راډیو د خپرونو د مسؤول په توګه يې هم کار کړی.

له پکتيکا ولايت وروسته يې له نیمروز ولایته پژواک خبري آژانس ته راپورونه چمتو کړي.

په ٢٠٠٦ او ۲۰۰۷ کلونو کې يې د ايران د اسلامي جمهوريت د راديو تلويزيون د تهران راډيو په پښتو څانگه کې د ویاند، ژباړن، متن اوډونکي او خپرونو وړاندې کوونکي په توګه کار کړی.

په افغانستان کې يې په ګڼو ځايي رسنیو کې هم کار کړی. لکه سبا مؤسسه کې د سبا ټلویزیون او نوا راډیو د خبري برخې د مسؤل، کابل نیوز او ګوربت تلویزیونونو د تولید او خپرونو د مسؤول او ځینو رسنیو کې د همکار په توګه يې فعالیت کړی.

د افغانستان د ژبو او ژباړې د مرکز او وروسته د افغان لیکوال بنسټ او انستیتوت له بنسټګرانو هم دی او هلته يې د ژباړې فن تدریس کړی.

په یو شمېر نورو دندو سربېره یې د بي بي سي له نړیوال خبري سرویس سره هم کار کړی.

آثار

  1. د ويندويۍ فن ( لیکنه او ژباړه )
  2. د ابراهيم ادهم په پلونو ( داستان )
  3. ښکار ( د لنډو کيسو ټولگه)
  4. واوره او وينه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  5. سلامونه ( داستاني ليکونه )
  6. کیسه‌گۍ
  7. انځورونه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  8. هندي خالونه ( د لنډو کيسو ټولگه)
  9. ځينې بهرنۍ کيسې ( ژباړه)
  10. لارښود او ستره پېښه (داستان)

باندنۍ تړنې

سرچينې