شپږم جورج

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
P511
شپږم جورج
P1559
شپږم جورج
شپږم جورج

د شخص معلومات
زیږون نوم P1477
پيدايښت
P19
مړینه
P20
د مړینې لامل د سږو سرطان   د (P509) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
هديره P119
استوګنځای P551
تابعیت برېتانيا

د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (–۱۲ اپرېل ۱۹۲۷)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

استعمال ہاتھ P552
رکن P463
طبی کیفیت P1050
ښځه P26
اولاد P40
پلار P22
مور P25
خور/ورور P3373
کورنۍ P53
واک
عملي ژوند
تعلیم P69
استاد P1066
کار/مسلک P106
مورنۍ ژبه P103
کاروونکي ژبه(ي) انګليسي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوبه P641
پوځي خدمت
وفاداري برېتانيا ،  ود بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي   د (P945) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
برخه P241
مقام P410
جګړه/جګړې P607
جايزې
P166
لاسليک
شپږم جورج
شپږم جورج

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

شپزم جورج (البرت فریدریک آرتور جورج؛ د ۱۸۹۵ ز کال دسمبر له ۱۴ نه د ۱۹۵۲ ز کال د جنوري تر ۶ ) د ۱۹۳۶ ز کال د دسمبر د ۱۱ نېټې نه تر ۱۹۵۲ ز کال تر خپلې مړینې پورې د بریتانیا او مشترک المنافع د غړو هېوادونو پاچا و. هغه په ورته وخت کې د ۱۹۴۷ ز کال د اګست تر میاشتې پورې د هند وروستی سترواک و، چې په دې وخت کې د بریتانیا هندې پاچهي منحل شوه. 

شپږم جورج چې د خپلې کورنۍ او نږدې ملګرو تر منځ د "برتي" په نوم مشهور و، د خپلې انا ملکې ویکتوریا په واکمنۍ کې زېږېدلی او د خپل نیکه شهزاده کنسورت البرت په نوم نومول شوی دی. هغه چې د پاچا پنځم جورج دویم زوی و، تمه يې نه درلوده چې تخت په میراث یوسي او د ژوند په لومړیو کې د خپل مشر ورور اډوارد تر سیوري لاندې لوی شو. د ځوانۍ په بهیر کې سمندري کالج ته شامل شو او د لومړۍ نړیوالې جګړې په ترڅ کې یې په شاهي سمندري او شاهي هوایی ځواک کې دنده ترسره کړه. نوموړي  په ۱۹۲۰ ز کال کې، د یارک ډوک لقب ترلاسه کړ او په ۱۹۲۳ ز کال کې يې د آغلې الیزابت بویس لیون سره واده وکړ، چې د الیزابیت او مارګریټ په نومونو یې دوه لوڼې درلودې. نوموړي د ژبې د تړ(لکنت) له امله، په ۱۹۲۰ ز کلونو کې تر درملنې لاندې ونیول شو، چې هغه وکولای شول، تر یوې کچې زده کړې وکړي. په ۱۹۳۶ ز کال کې د پلار تر مړینې وروسته، د جورج مشر ورور د آتم ادوارډ په توګه په تخت کېناست. د هغه کال په ورستیو کې، ادوارډ د دوه ځله طلاق شوې امریکایي مشهورې څېرې والیس سمپسن سره د واده کولو له امله له واک نه لاس په سر شو او جورج د شاهي مجلس درېیم پاچا وټاکل شو.

د ۱۹۳۹ ز کال د سپتمبر په میاشت کې، د بریتانوي سترواکۍ او د ټول ګټو ډېری غړو هېوادونو، پرته له آیرلنډ نه، د نازي آلمان په وړاندې جګړه اعلان کړه. د ایټالیا د شاهي هېواد او د جاپان د سترواکۍ سره په ۱۹۴۰ او ۱۹۴۱ ز کلونو کې په ترتیب سره جګړه وشوه. جورج د عامو وګړو د ستونزو د اورېدلو له امله شهرت ته ورسېد. د بکین ګهم ماڼۍ د بلیتز (نازي بمباریو) په ترڅ کې په داسې حال کې تر برید لاندې و نیول شوه چې پاچا او ملکه هلته وو او د هغه کشر ورور، د کینت ډوک د عسکري خدمت پر مهال ووژل شو. جورج د جګړې د ګټلو لپاره د بریتانوي هوډ د بېلګې په توګه مشهور شو. په ۱۹۴۵ ز کال کې بریتانیا او متحدین یې بریالي شول، خو بریتانوي سترواکۍ سقوط وکړ. آیرلنډ په لویه کچه بېل شو، چې په ۱۹۴۷ ز کال کې د هند او پاکستان د خپلواکي لامل شو. د ۱۹۴۸ز کال د جون په میاشت کې جورج د هند د سترواک لقب پرېښود او پر ځای یې د مشترک المنافع هېوادنو د مشر نوی لقب غوره کړ. هغه د خپلې واکمنۍ په وروستیو کلونو کې د سګرټ څکولو له امله له روغتیایی ستونزو سره مخامخ شو او په ۱۹۵۲ ز کال کې د زړه د رګونو د بندېدو له امله مړ شو. د هغه لور دویمه الیزابیت د هغه ځایناستې شوه.

د ژوند لومړي کالونه[سمول]

شپږم جورج د خپلې انا ملکې ویکتوریا د واکمنۍ پر مهال په یارک کوتېج کې د سنډرینګم ایالات په نورفولک کې نړۍ ته سترګې پرانستې. د هغه پلار شهزاده جورج د یارک ډوک و (چې وروسته د پاچا پنځم جورج په توګه واک ته ورسېد)، د ویلز د شهزاده او شهزادګۍ (چې وروسته د پاچا اووم ادوارډ او ملکه الکساندرا په توګه واک ته ورسېدل) دویم او ترټولو د اوږد عمر لرونکي زوی و. د هغه مور، د یارک دوچیس (چې وروسته د ملکه ماري په توګه واک ته ورسېده)، د تیګ ډوک، فرانسس او دتیک دوچیس، ماري مشره او یوازینۍ لور وه. د ۱۸۹۵ز کال د دسمبر د میاشتي ۱۴ مه نېټه چې د هغه د زوکړې ورځ وه او  د هغه د نیکه البرت، شهزاده کنسورت د مړینې له ۳۴ کلیزې سره  یې سمون درلود. په زړه ناړزه توګه چې د شهزاده کونسور کونډه، ملکه ویکټوریا به د زېږون خبر څنګه ترلاسه کړي، د ویلز شهزاده د یارک ډوک ته ولیکل چې: ملکه "یوڅه خواشینې" ده. دوه ورځې وروسته، هغه بیا ولیکل: "زه په ریښتنې توګه فکر کوم چې دا به د هغې د خوشحالۍ لامل شي، که تاسو په خپله هغې ته د البرټ نوم وړاندیز کړئ." [۳][۴][۵][۶]

نوي ماشوم ته د البرټ د نوم وړاندیزملکه خوشحاله کړه او د یارک دوچیس ته یې ولیکل: "زه د نوي ماشوم لیدو ته بې صبره یم، چې په داسې غمجنه ورځ زېږېږي، خو زما لپاره ډېر د ګرانښت ځای دی، په ځانګړي توګه، کله چې هغه په ګران نوم غږ شي، چې تر ټولو  لویه او غوره کلیمه ده." په پای کې، د ۱۹۹۶ ز کال د فبروري میاشتې په ۱۷ مه نېټه "البرټ فریډریک ارتور جورج" ته د سیندرګهم په سینټ ماري مګدالین کلیسا کې د تعمید غسل ورکړل شو. نوموړی په ​​غیر رسمي توګه په کورنۍ کې د "برټي" په نوم مشهور و. د ټیک دوچیس خپل لمسی ته ورکړل شوی لومړی نوم خوښ نه و او په غیبي توګه یې لیکلي چې، هیله لري چې وروستی نوم به "د لږ غوره شوي نوم ځای ونیسي". البرټ د خپل نیکه، پلار او مشر ورور اډوارډ نه وروسته، د زېږون په وخت کې د تخت په لړۍ کې څلورم ځای درلود. [۷][۸][۹]

نوموړی ډېری وختونه، له  ناوړه روغتیایي حالت نه ځورېده او ویل کېدل چې: "په اسانۍ سره وېرېږي او لږ څه ژر ژاړي." د هغه وخت په اشرافو کورنیو کې د معمول دود له امله د هغه مور او پلار په عمومي ډول د خپلو ماشومانو د ورځنۍ روزنې نه لرې وو. د نوموړي ژبه بندېده، چې د ډېرو کلونو لپاره یې دوام درلود. که څه هم په طبیعي توګه کیڼ لاسی و، په ښي لاس لیکلو ته مجبور کېده، ځکه چې په هغه وخت کې معمول دود و. هغه د ګېډې له پرله پسې ستونزو او د زنګنونو له کږوالي سره مخامخ و، چې له امله یې اړ و، چې د سموالي قالبونه واغوندي. د ۱۹۰۱ز کال د جنوري میاشتې په ۲۲ مه نېټه ملکه ویکتوریا مړه شوه او د ویلز شهزاده د هغې ځای ناستی د پاچا آتم اډوارډ په توګه واک ته ورسېد. په دې وخت کې شهزاده البرت، د خپل پلار او مشر ورور نه وروسته د تخت په لړۍ کې درېیم ځای ته پورته شو. [۱۰][۱۱][۱۲]

سرچینې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118690477  — د نشر نېټه: ۲۷ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. https://web.archive.org/web/20080210110244/http://www.stgeorges-windsor.org/history/hist_burials_date.asp
  3. Rhodes James, p. 90; Weir, p. 329
  4. Weir, pp. 322–323, 329
  5. Judd, p. 3; Rhodes James, p. 90; Townsend, p. 15; Wheeler-Bennett, pp. 7–8
  6. Judd, pp. 4–5; Wheeler-Bennett, pp. 7–8
  7. Wheeler-Bennett, pp. 7–8
  8. Judd, p. 6; Rhodes James, p. 90; Townsend, p. 15; Windsor, p. 9
  9. Bradford, p. 2
  10. Wheeler-Bennett, pp. 17–18
  11. Kushner, Howard I. (2011), "Retraining the King's left hand", The Lancet, 377 (9782): 1998–1999, doi:10.1016/S0140-6736(11)60854-4, PMID 21671515, S2CID 35750495 الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Matthew, H. C. G. (2004), "George VI (1895–1952)", Oxford Dictionary of National Biography الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)