د کندهار دوه ژبی ډبرلیک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کندهار دوه ژبی ډبرليک
عامه معلومات
عمومي معلومات
ځای
هېواد
نور معلومات
کورډي‌نېشن
۳۱°۳۶′۵۵″شمال ۶۵°۳۹′۴۹″ختیځ / 31.615278°شمال 65.663611°ختيځ / 31.615278; 65.663611 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
Map

د کندهار دوه ژبۍ ډبرلیک (په دوو ژبو لیکل سوی) چي د اشوکا د کندهار ایت په نوم او یاهم د د چیل زینو ایت په نوم پیژندل کیږي، په یوناني او آرامي ژبو کې یوه لیکنه ده چې د 260 مخکي تر میلاد کلونو پورې تاریخ لري، او په لرغوني افغانستان کي د موریان امپراتور اشوکا اړوند ده، چي اوس وخت د کندهار ولایت په چهل زینو سیمه کي ده. یاد ډبرلیک د اشوکا د لومړنیو پیژندل سویو فرمانونو څخه دی، چې د هغه د واکمنۍ د اتم کال په شاوخوا کي ( تر میلاد ۲۶۰ کاله ترمخه ) او د هغه د نورو ټولو لیکنو څخه مخکي لیکل سوی دی. همدارنګه په هند کي د کوچني ډبرې ایډیکټس او باربار غارونه او د لوی راک ایډیکټس هم ددغه تمدن اړوند ګڼل کیږي. د اشوکا دغه لومړنۍ لیکنه په یوناني او آرامي ژبو لیکل سوې وه. د اشوکا لیک په 1958 کي د یوې کیندني په جریان کي په کندهار کي تر خځلو لاندي کشف [۱] او د KAI 279 په نوم ونومول سو.

د ځینو تاریخونو له مخي اوسنی لیک د اشوکا د کوچنیو ډبرو ایډیټس یوه برخه ګڼل کیږي (د "کوچني ډبرې فرمان نمبر 4" پر اساس)، [۲] [۳] د اشوکا د کندهار ایت په افغانستان کي له دوو لرغونو لیکنو څخه یو دانه دی چي یوناني لیکنه لري او بل یې د کندهار یوناني لیکنه ده چي کټ مټ په یوناني ژبه لیکل سوې ده. [۱] چهل زینه، هغه غرنۍ سیمه ده چیري چي دغه فرمانونه کشف سوي دي. دغه ځای د لرغوني یونان د الکساندریا اراکوشیا ښار او همدارنګه د اوسني کندهار زوړ ښار د طبیعي حوزې لویدیځ اړخ جوړوي. [۴]

دا فرمان د غره په غاړه کي لیکل سوی دی چي کشف یې وروسته په ۱۳۳۷ کال کي ترسره سو او د افغانستان مشهوره تاریخ پوه احمد علي کهزاد خلکو ته وروپېژندی[۵]. د ایټالوي لرغونپوه امبرټو سیراتو په وینا، "دغه ځای د کوچني سیډل په ختیځ کي د دوه غرنیو غونډیو په مینځ کي تر څوکۍ لاندي پروت دی چي د مغولی واکمن بابر له لوري چهل زینې ورباندی جوړي سوي دي. [۶] په کابل کي د افغانستان په ملي موزیم کي د نقاشۍ یوه کاسه هم ددې تمدن اړوند شتون لري. د کندهار په فرمان کي اشوکا د بودیزم ملاتړ او د افغانستان یوناني ټولني ته د تقوی اختیار د منلو غوښتنه کوي. [۷]

لنډیز[سمول]

یوناني ټولنې د موریانو د امپراتورۍ په شمال لویدیځ اوسني افغانستان کي ژوند کاوه، په ځانګړې توګه د افغانستان د بدخشان سیمي ته نږدې د لرغوني یوناني بکتریا (بلخ)، او د اراکوشیا (کندهار) په سیمو کي چي نن ورځ د افغانستان په سویل کي د سکندر اعظم د فتحې او استعمار هڅي او تاریخ په ډاګه کوي، کوم چي تر میلاد 323 کاله ترمخه یې ترسره کړي وې. د همدې ثبوتونو پر اساس داسي ښکاري چي یاد تمدن د سکندر څخه شاوخوا 70 کاله وروسته د اشوکا د واکمنۍ پرمهال د افغانستان په سیمه کي لاهم فعال وو. [۱]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ . 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود)
  2. . 1979. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود)
  3. For exact translation of the Aramaic see "Asoka and the decline of the Maurya" Romilla Thapar, Oxford University Press, p.260 Error in webarchive template: Check |url= value. Empty.
  4. Une nouvelle inscription grecque d'Açoka, Schlumberger, Daniel, Comptes rendus des séances de l'Académie des Inscriptions et Belles-Lettres Année 1964 Volume 108 Numéro 1 pp. 126-140
  5. افغانستان در پرتو تاریخ https://ketabton.com/index.php/book/1663
  6. . 1958. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); Cite journal requires |journal= (لارښود); ورک یا خالي |title= (لارښود)
  7. Notes on the Kandahar Edict of Asoka, D. D. Kosambi, Journal of the Economic and Social History of the Orient, Vol. 2, No. 2 (May, 1959), pp. 204-206