د ښځو نړیواله ورځ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د ښځو نړیواله ورځ په نړیواله کچه یوه ځانګړې ورځ ده چې هر کال د مارچ میاشتې په ۸مه نېټه د ښځو حقونو ته د اړوندو خوځښتونو د کانوني ټکي په توګه لمانځل کېږي او یو شمېر مسایلو لکه جنسیتي مساوات، د نسل د تولید حقونو او د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالي یا ناوړې ګټنې ته د نړۍ پام اړوي. د ښځو نړیواله ورځ چې د ښځو د رایو ورکولو د حق غوښتنې د خوځښت له خوا تحریک شوه د شلمې پېړۍ پر مهال د شمالي امریکا او اروپا له کارګري خوځښتونو سره هم ریښه لري. [۱][۲][۳][۴][۵]

د «ښځو د نړیوالې ورځې» لومړنۍ ثبت شوې لمانځنه د ۱۹۰۹ زکال د فبروي په ۲۸ مه نېټه په نیویارک ښار کې د امریکا د سوسیالېست ګوند له خوا ترتیب شوه. دغه چاره د سوسیالېستو ښځو په نړیوال کنفرانس کې د جرمني استازو لپاره الهام بخښونکې شوه څو وړانډیز وکړي چې دغه ورځ هر کال له کومې ځانګړې نېټې پرته ولمانځل شي؛ راتلونکی کال په ټوله اروپا کې د ښځو نړیواله ورځ ولمانځل شوه. هغه مهال چې ښځو په شوروي روسیه کې د ۱۹۱۷ زکال پر مهال (د فبروري د انقلاب په پیل کې) د رایو د ورکړې حق ترلاسه کړ د مارچ میاشتې ۸مه نېټه د ملي ځانګړې ورځې په توګه په پام کې ونیول شوه؛ دغه ورځ د ۱۹۶۰مې لسیزې په وروستیو کې د نړیوال فیمینېستي خوځښت له خوا د هغو د تصویب تر مهاله کیڼ اړخو خوځښتونو او حکومتونو ته اړونده وه. په ۱۹۷۷ زکال کې د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د دغې ورځې په تصویب سره، یاده ورځ په نړیوالې ځانګړې ورځې واوښته. [۶][۷][۸]

د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په بېلابېلو ډولونو لمانځل کېږي؛ په یو شمېر هېوادونو کې په دغې ورځې عمومي رخصتي وي او په یو شمېر نورو هېوادونو کې بیا په ټولنیزه یا سیمه ییزه کچه په کې د ښځو لاسته راوړنې ستایل کېږي او د لا ترویج په موخه یې هڅه کېږي.[۹]

ملګري ملتونه دغه ځانګړې ورځ له یو شمېر ځانګړو موضوعاتو، تبلیغاتو یا هم د ښځو له حقونو سره په اړیکه کې بولي. د نړۍ په یو شمېر برخو کې د ښځو نړیواله ورځ لا هم د هغو سیاسي ریښې منعکسوي او د لاریونو څخه په کار اخیستو د راډیکال بدلونونو د غوښتنې له مخې مشخصه کېږي؛ په یو شمېر برخو په ځانګړې توګه په لویدیځ کې دغه ورځ تر ډېره ټولنیزه کلتوري ده او د ښځتوب په لمانځنه تمرکز لري. [۱۰]

تاریخچه[سمول]

ریښه[سمول]

د «ښځو د ملي ورځې» په نامه د ښځو د ورځې لومړۍ ثبت شوې لمانځنه د ۱۹۰۹ زکال د فبروري په ۲۸مه په نیویارک ښار کې د فعالې ترزامالکیل په وړاندیز د امریکا د سوسیالېست ګوند له خوا ترسره شوه. داسې ادعاوې شتون لري چې دغه ورځ د ۱۸۵۷ زکال د مارچ په ۸مه په نیویارک ښار کې د جامو ګڼدونکو ښځینه کارګرانو د لاریون لمانځنه ده، خو څېړونکو ادعا کړې چې دا یوه افسانه ده او د دې لپاره جوړه شوې څو د ښځو نړیواله ورځ د هغو له سوسیالېستي ریښې جلا کړای شي. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۹۱۰ زکال په اګست میاشت کې د سوسیالېستي ښځو نړیوال کنفرانس د ډنمارک په کوپنهاګن کې د نړیوال دویم سوسیالېزم له عمومي غونډې وړاندې ترتیب شوی و. له دې سربېره هغه څه چې د ښځو د ورځې د معاصرې لمانځنې تاریخ یې جوړ کړ، د کارګرو د نړیوال سازمان پر باور د ۱۹۱۱ زکال د مارچ میاشتې په ۲۵مه نېټه په نیویارک ښار کې د ټري انګل کالیو ګڼدنې په فابریکه (Triangle Shirtwaist factory) کې اورلګېدنه وه چې له امله یې ۱۴۶ ځوان کارګران چې ډېری یې کډوال و مړه شول. [۱۷][۱۸]

په شوروي اتحاد او نورو کمونېستي هېوادونو کې لومړني پرمختګونه[سمول]

د ۱۹۱۷ زکال د مارچ په ۸مه (د ژولین کالیزې له مخې د ۱۹۱۷ زکال د فبروري ۲۳مه) په پتروګراد ښار کې د نساجۍ د کارخونو کارکوونکو په لاریونونو پیل وکړ چې بالاخره یې ټول ښار ته پراختیا ومونده؛ لاریون کوونکو د «ډوډۍ او سولې» په شعار ورکولو سره - د لومړۍ نړیوالې جګړې له امله د خوړو کمښت او سزارېزم ته د پای ټکي اېښودو غوښتنه لرله. دغه ګام د فبروري د انقلاب بنسټ کېښود چې د اکتوبر د انقلاب په خوا کې یې د روسیې دویم انقلاب رامنځته کړ. د انقلاب رهبر لئون تروتسکي لیکلي: «د فبروري ۲۳مه (د مارچ ۸مه) د ښځو نړیواله ورځ وه او د هغو اړوندې ناستې او چارې له وړاندې تنظیم وې. خو موږ دا نه انګېرله چې د «ښځو ورځ» دې د انقلاب پیلامه وي. انقلابي اقدامات اټکل شوي و، خو نېټه یې نه وه مالومه. خو پر سهار یې له دستوراتو سره پر خلاف، د نساجي کارکوونکو په څو کارخونو کې خپلې دندې پرېښودې او له دغه اعتصاب څخه یې د ملاتړ په موخه هر لوري ته استازي ولېږل... چې د ټولیز اعتصاب لامل وګرځېدل... ټول سړکونو ته راووتل». اووه ورځې وروسته تزار دویم نیکولاس استعفا ورکړه او لنډ مهالي حکومت هم ښځو ته د رایو د ورکړې حق ورکړ. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

په ۱۹۱۷ زکال کې بلشویکانو الکساندرا کولونتای او ولادمیر لینېن د ښځو نړیواله ورځ په شوروي اتحاد کې رسمي ځانګړې ورځ اعلان کړه. د ۱۹۶۵ زکال د مۍ میاشتې په ۸مه نېټه د شوروي د عالي شورا مشرتابه پلاوي د ښځو نړیواله ورځ « د شوروي اتحاد په جمهوریتونو کې غیر کاري ورځ (عمومي رخصتي) اعلان کړه.[۲۴][۲۵]

په شوروي روسیه کې د دغې ورځې له رسمي کېدو وروسته نور نو د ښځو نړیواله ورځ د نړۍ په ګڼ شمېر کمونیستي هېوادونو او همدارنګه د کمونیستي خوځښتونو له خوا لمانځل کېدله. هسپانوۍ کمونېستې مشرې دولورس ایباروی د هسپانیا د کورنۍ جګړې په درشل کې د ۱۹۳۶ زکال پر همدغه نېټه په مادرید ښار کې د ښځو لاریون رهبري کړ. چیني کمونېستانو هم د ۱۹۲۲ زکال له پیل راهیسې دغه ورځ ځانګړې وبلله او ډېر ژر د سیاسونو پام یې ځانته واړاوه: په ۱۹۲۷ زکال کې ګوانګژو ښار د ۲۵ زره نارینه او ښځینه ملاتړو د لاریون شاهد و چې د کومینتانګ (ملت پاله ګوند)، YWCA (د ځوانو ښځینه و عیسوي ټولنه) او کارګري بنسټونو استازو هم په کې شتون درلود. د ۱۹۴۹ زکال د اکتوبر په لومړۍ نېټه د چین د خلکو د جمهوریت له رامنځته کېدو وروسته، دولتي شورا د ډسمبر په ۲۳مه اعلان وکړ چې د مارچ اتمه رسمي ځانګړې ورځ ده او ښځو ته په کې نیمه کاري ورځ رخصتي ورکول کېږي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د ملګرو ملتونو له خوا تصویب کېدل[سمول]

د ښځو نړیواله ورځ نږدې تر ۱۹۶۷زکال پورې هغه مهال چې د فیمینېستانو دویمې څپې ترې ګټنه وکړه یوه کمونېستي ځانګړې ورځ وه. دغه ورځ بیاځلي د فعالتوب د یوې ورځې په توګه راڅرګنده شوه او ځینې وختونه هم په اروپا کې «د ښځو د مبارزې د نړیوالې ورځې» په توګه پېژندل کېږي. د ۱۹۷۰مې او ۱۹۸۰مې لسیزې پر مهال کیڼ اړخي او کارګري سازمانونه د ښځو له ډلو سره مل شول او په ګډه سره یې د مساوي معاش، مساوي اقتصادي فرصتونو، مساوي قانوني حقونو، د نسل د تولید د حقونو، د ماشوم پالنې د ملاتړیزو خدمتونو او د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه کوله. [۳۰][۳۱][۳۲]

د ملګرو ملتونو سازمان په ۱۹۷۵ زکال کې چې د ښځو لپاره نړیوال کال بلل شوی و؛ د ښځو د نړیوالې ورځې لمانځنه پیل کړه. په ۱۹۷۷ زکال کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ له غړو هېوادونو وغوښتل څو د مارچ اتمه د ښځو د حقونو او نړیوالې سولې لپاره د ملګرو ملتونو د رسمي ځانګړې ورځې په توګه اعلان کړي. له دغه مهال راهیسې دغه ورځ د ملګرو ملتونو او د نړۍ د ګڼ شمېر هېوادونو له خوا د پورته یادو شوو موضوع ګانو یا هم د ښځو د حقونو په برخه کې د بلې ځانګړې موضوع په محوریت لمانځل کېږي. [۳۳]

د ۲۰۰۷ زکال د مارچ په ۴مه هغه مهال چې په ایران کې په سلګونو تنه چې د لاریون په موخه یې چمتووالی نیو د پولیسو له خوا ووهل شول، له امله یې په تهران کې د ښځو نړیواله ورځ په تاوتریخوالي واوښته. (د دغې موضوع اړوند بل لاریون په ۲۰۰۳ زکال کې په تهران کې شوی و). پولیسو په لسګونو ښځې ونیولې چې یو شمېر یې له څو ورځو بند او څېړنو وروسته بېرته راخوشې شوې. شادي صدر، محبوبه عباسقلي او څو نورې ټولنیزې فعالانې د نه خوړلو له پنځلس ورځني اعتصاب وروسته د ۲۰۰۷ زکال د مارچ په ۱۹ مه راخوشې شوې.[۳۴][۳۵][۳۶]

په نړیواله کچه[سمول]

د ښځو نړیواله ورځ په یو شمېر هېوادونو له دې ډلې په افغانستان، انګولا، ارمنستان، اذربایجان، بلاروس، بورکینافاسو، کمبودیا، چین (یوازې د ښځو لپاره)، کیوبا، ګرجستان، جرمني (په برلین او مکلنبورګ – یوازې په لویدیځ پومراني کې)، ګینه – بیسائو، اریتریا، قزاقستان، قرغزستان، لائوس، ماداګاسکار (یوازې د ښځو لپاره)، مولداوي، منګولیا، مونټینګرو، نیپال، روسیه، تاجکستان، ترکمنستان، یوګاندا، اوکراین، ازبکستان او زامبیا کې رسمي ځانګړې ورځ ده. [۳۷][۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲][۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰][۵۱][۵۲][۵۳][۵۴][۵۵][۵۶]

په یو شمېر نورو هېوادونو لکه اسټرالیا، کامرون، کرواسیا، رومانیا، بوسنیا او هرزګوین، بلغاریا، ویتنام او چلي کې بیا له دې سره چې رسمي ځانګړې ورځ نه ده خو په پراخه کچه لمانځل کېږي. [۵۷][۵۸][۵۹][۶۰][۶۱][۶۲][۶۳][۶۴]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  3. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  4. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  5. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  6. ""International Socialist Congress, 1910; Second International Conference of Socialist Women". د کتاب پاڼې 21. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2020. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. (په March 8, 2020 باندې). Women In Red: The Surprising History Of International Women's Day. Evie Magazine.
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Sindelar, Daisy. "Women's Day Largely Forgotten in West, Where It Got Its Start". Radio Free Europe. Radio Free Europe. خونديځ د اصلي څخه March 18, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. "United Nations page on the background of the IWD". Un.org. خونديځ د اصلي څخه March 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Miller, Sally M. (December 1978). "From Sweatshop Worker to Labor Leader: Theresa Malkiel, A Case Study". American Jewish History. 68 (2): 197. JSTOR 23881894. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. Kandel, Liliane; Picq, Françoise (1982). "Le Mythe des origines à propos de la journée internationale des femmes". La Revue d'en face. 12: 67–80. د اصلي آرشيف څخه پر September 27, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه April 29, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archiveurl= و |archive-url= منځګړی (لارښود); څوځلي تکرار شوی |archivedate= و |archive-date= منځګړی (لارښود)
  16. Zophy, Angela Howard (1991). Handbook of American Women's History. Garland. د کتاب پاڼې 187. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-8240-8744-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Rochelle Goldberg Ruthchild, "From West to East: International Women's Day, the First Decade", Aspasia: The International Yearbook of Central, Eastern, and Southeastern European Women's and Gender History, vol. 6 (2012): 1–24.
  18. "The Triangle Shirtwaist Fire and International Women's Day: 100 years on". March 8, 2011. خونديځ د اصلي څخه March 6, 2023. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. "8th of March – International woman's day: in search of lost memory". د اصلي آرشيف څخه پر March 13, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. "February Revolution". RIA Novosti. March 6, 2017. خونديځ د اصلي څخه March 2, 2022. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2017. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. "8th of March – International woman's day: in search of lost memory". د اصلي آرشيف څخه پر March 13, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 14, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  23. "United Nations page on the background of the IWD". Un.org. خونديځ د اصلي څخه March 8, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  24. "How Lenin and Russian Revolution in 1917 played a role in the origin of Women's Day". www.dailyo.in. خونديځ د اصلي څخه March 31, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  25. "How Lenin and Russian Revolution in 1917 played a role in the origin of Women's Day". www.dailyo.in. خونديځ د اصلي څخه March 31, 2018. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  26. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  27. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Yau Tsit Law (June–July 1927). "International Women's Day in Canton March 8, 1927". News Bulletin (Institute of Pacific Relations). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  29. "Anniversaries of important events". China Factfile. Chinese Government. د اصلي آرشيف څخه پر September 13, 2019 باندې. د لاسرسي‌نېټه August 28, 2011. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Kaplan, Temma (1985). "On the Socialist Origins of International Women's Day". Feminist Studies. 11 (1): 163–171. doi:10.2307/3180144. JSTOR 3180144. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. Søland, Birgitte (March 4, 2019). "International Women's Day". Origins. خونديځ د اصلي څخه March 2, 2022. د لاسرسي‌نېټه March 10, 2019. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. (په January 20, 2017 باندې). Ahead Of The Boston Women's March, A Look Back 47 Years Ago. WBUR
  33. "International Women's Day". United Nations. خونديځ د اصلي څخه May 12, 2021. د لاسرسي‌نېټه February 13, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. "Iranian Women Rally to Demand Equal Social, Political Rights" Archived March 9, 2016, at the Wayback Machine. Index-Journal (March 9, 2003): 9. via Newspapers.comکينډۍ:Open access
  35. (په March 8, 2007 باندې). Middle East | Iranian women struggle for equality. BBC News.
  36. "Iran: Release Women's Rights Advocates | Human Rights Watch". Hrw.org. March 8, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر November 2, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  37. "Armenian Holidays – Armenia Information". Armeniainfo.am. July 5, 1995. د اصلي آرشيف څخه پر May 12, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  38. Azerbaijan.msntour.az Archived September 12, 2008, at the Wayback Machine.
  39. "Public Holidays in Azerbaijan – International Women's Day". advantour.com. خونديځ د اصلي څخه August 16, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 9, 2016. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. "Национальный правовой Интернет-портал Республики Беларусь". wayback.archive-it.org. Archived from the original on July 5, 2017. د لاسرسي‌نېټه February 5, 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: BOT: original-url status unknown (link)
  41. Coordination Team (May 22, 2011). "Taking International Women's Day Seriously in Burkina Faso". capacity4dev.ec.europa.eu. Development and Cooperation – EuropeAid. خونديځ د اصلي څخه March 9, 2014. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  42. "2007 Cambodia Public Holiday – Cambodia e-Visa Blog". Cambodiaevisa.com. August 4, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر April 25, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  43. (په March 8, 2018 باندې). International Women's Day around the world: from sex worker strikes to women-only public holidays.
  44. "Public holidays in the People's Republic of China". Sg2.mofcom.gov.cn. January 9, 2008. د اصلي آرشيف څخه پر September 3, 2014 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2013. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  45. "Ministerio de Relaciones Exteriores de Cuba". Cubaminrex.cu. March 8, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر March 16, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  46. "დღესასწაულები". Embassy.mfa.gov.ge. د اصلي آرشيف څخه پر March 6, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  47. "Why Wednesday is a public holiday in only two German states including Berlin". thelocal.de. د اصلي آرشيف څخه پر March 7, 2023 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  48. "Holidays and weekends in the Republic of Kazakhstan in 2014 year". E.gov.kz. خونديځ د اصلي څخه March 5, 2017. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  49. "Kyrgyz and American Holidays (In Russian)". US Embassy Bishkek. د اصلي آرشيف څخه پر May 9, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  50. "Lao Cultural Events / Public Holidays". laoyp.com. د اصلي آرشيف څخه پر August 29, 2008 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2014. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  51. "Madagascar 2009 Public Holidays". Qppstudio.net. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  52. کينډۍ:In lang Article 111 (1c) of the work codex of Moldova Archived March 3, 2016, at the Wayback Machine., PDF, page 53 "Article 111. Non-working holidays. (1) in Moldova, non-working holidays, maintaining the average salary, are: (…) c) March 8 – International Women's Day; (…)".
  53. "Mongolia Web News". Mongolia-web.com. د اصلي آرشيف څخه پر April 2, 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  54. Women Demand Equal Rights In Kyiv March Archived April 23, 2018, at the Wayback Machine., RFE/RL (March 8, 2018)
  55. "National Holidays (In Russian)". Ministry of Foreign Affairs of the Republic of Uzbekistan. د اصلي آرشيف څخه پر March 8, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 7, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  56. "Zambia 2009 Public Holidays". Qppstudio.net. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  57. "International Womens Development Agency (in English)". خونديځ د اصلي څخه March 8, 2021. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2021. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  58. "QPPstudio.net". QPPstudio.net. د اصلي آرشيف څخه پر April 19, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  59. "Zakon o blagdanima, spomendanima i neradnim danima u Republici Hrvatskoj (pročišćeni tekst)". narodne-novine.nn.hr. خونديځ د اصلي څخه November 16, 2020. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2023. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  60. "Ziua Internațională a Femeii. De 8 martie Google posteaza un desen pentru acest eveniment". Agentia.org. November 24, 2010. د اصلي آرشيف څخه پر March 11, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  61. "Žene su heroji ovog društva (in Bosnian)". Oslobodjenje. March 8, 2012. خونديځ د اصلي څخه October 18, 2012. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  62. "Bulgarian national radio". Bulgarian national radio. خونديځ د اصلي څخه July 14, 2015. د لاسرسي‌نېټه July 14, 2015. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  63. "Hanoi streets jammed on Int'l Day for Women | Vietnam News & Information Portal". En.www.info.vn. March 9, 2011. د اصلي آرشيف څخه پر March 12, 2011 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  64. "Días Nacionales en Chile (in Spanish)". feriadoschilenos.cl. March 8, 2009. خونديځ د اصلي څخه January 7, 2019. د لاسرسي‌نېټه March 8, 2012. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)