د فریډم هاوس د امبولانسونو خدمتونه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فریډم هاوس د امبولانسونو خدمتونه، په متحده ایالاتو کې د فوریت خدمتونو لومړنی مرکز ؤچې کارکوونکي یې مرستندویان وو او له لومړنیو ابتدايي مرستو ورهاخوا یې زده کړې کړې وې. دغه مرکز چې په ۱۹۶۷ ز کال کې په پتسبورګ، پنسلوانیا کې د بلک هیل په سیمه کې یې بنسټ اېښودل شوی او ډېری کارکوونکي یې امریکايي افریقايي وو. د فریډم هاوس امبولانس خپل پرسونل له مخکې نه اورېدل شوو معیارونو په روزنې سره، روغتونونو ته د لارو په اوږدو کې کې نوې طبي زمینې برابرې کړې دي. د مرستې د روزنې معیارونو او د امبولانس طراحي چې د فریډم هاوس په امبولانس کې ترلاس لاندې ونیول شول، په ملي او ان نړیوالو کچو یې د بېړنیو مرستو معیار ټاکلی و. په بریالیتوبونو سربېره، د امبولانس خدمتونه د کار له پيل وروسته اته کاله بند شو.

مخینه(شالید)[سمول]

له ۱۹۶۰ ز لسیزې مخکې، په متحده ایالاتو کې د امبولانس خدمتونه معمولاً د پولیسو یا د جنازې خښولو سیمه ییزو مرکزونو له خوا ترسره کېدل. دا ډول خدمتونو تر ډېره لومړنۍ مرستې برابرولې او ناروغ به یې په چټکۍ سره روغتون ته لېږداوه. د پولیسو په امبولانسونو کې د امبولانس کارکوونکو به ناروغ  زیاتره د پولیسو موټرو شا ته پورته کاوه  او په چټکۍ سره به یې روغتون ته لېږداوه. د متحده ایالاتو طبي سیستم تراوسه له بېړنیو مرستو د جګړې ډګر په طبابت کې له پرمختګونو کار نه دی اخیستی. له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د متحده ایالاتو ښار په شاو خوا کې ژوند، د پېښو او ټپي کېدو لامل کېده، کوم چې تر ډېره له روغتونونو نه لرې وې او روغتونونو ته د لارې په اوږدو کې د طبي پاملرنې نشتوالی یې نور هم زیاتاوه.

په ۱۹۶۶ ز کال کې، د علومو ملي اکاډمۍ د « ناڅاپي معلولیت او مړینه: د مډرنې ټولنې بابېزه ګڼل شوې ناروغي» ترعنوان لاندې یوه سپینه مقاله خپره کړه. دغې مقالې څرګنده کړه چې: هر کال تر ۵۰۰۰۰ تنو پورې مړینې د امبولانس کارکوونکو د نا کافي شته والي او په لنډو ځایونو کې د روغتونونو د نشتوالي په پایله کې رامنځ ته کېږي او له روغتون مخکې پالنې په برخه کې یې د ښه والي د اړتیا لپاره د پاملرنې غوښتنه وکړه. په پتسبورګ کې حالت هغه وخت پام ځان ته واړاوه، چې د پنسلوانیا پخواني والي او د پتسبورګ پخواني ښاروال دیوید ال لارنس باندې د زړه حمله راغله او د پولیسو له خوا روغتون ته ولېږدول شو. لارنس روغتون ته د رسېدو پرمهال هېڅ مغزي فعالیت نه درلود او د خدمتونو له لرې کېدو وروسته یې ساه ورکړه، هغه مړینه چې د هغه د معالج ډاکټر پیټر سافار له نظره یې کولای شول، له کافي څارنې سره،  له روغتون نه مخکې یې مخنیوی شوی وای.

په پتسبورګ کې، د ښار پولیسو د امبولانس خدمتونه په ښار کې د ننه ترسره کول او ناروغان یې د پولیسوموټر کې لېږدول، په داسې حال کې چې د جنازې د بدرګې سیمه ییزمرکزونه او د امبولانس خدمتونه یې د ښار په شاو خوا کې وړاندې کول. تر ډېره په تورپوستو سیمو کې خدمتونو ته د انتظارتمې، په ځانګړي ډول د هیل په سیمه کې چې له اقتصادي پلوه په ښه حالت کې نه وه، تر وخت زیاتې وې. په دې سربېره، د پولیسو او ټولنې ترمنځ کړکېچ د دې لامل شو، چې ډېری خلک له پولیسو سره اړیکه ونه نیسي.

پيل[سمول]

دغه پروګرام خپله لومړنۍ بودیجه د لیندون جانسون د بې وزلۍ پروړاندې د مبارزې او د موریس فالک له صندوق نه ترلاسه کوله. د فالک صندوق د فیل هالن له خوا چې د امبولانس چلوونکی او بېړنیو حالاتو ته د ځواب ویلو د ښه والي او دغه راز، په پتسبورګ کې افریقايي الاصله امریکايي وګړو ته د کاري موکې برابرولو په لټه کې و، اداره کېده.

سافار، د دې په اورېدو سره چې هالن په پتسبورګ کې د امبولانس خدمتونو ښه والي لپاره د کار په حال کې دی، ورسره اړیکه ټینګه کړه. د سافار لور روغتون ته پر لار د ساه لنډي (asthma) له امله یې د روغتیایي خدمتونو په نشتوالي کې مړه شوه، هغې مخکې، له روغتون نه مخکې د ریوي قلبي بیا احیا د پراختیا (CPR) او د غیر عادي افرادو له خوا له هغه نه د کار اخیستو د رواجولو په برخه کې کار کړی و. هغې د نوي امبولانس د خدمتونو له لوري د نوو معیارونو د وړاندې کولو څرنګوالي په برخه کې خپلې مفکورې وړاندې کړې دي. د هغې په مفکورو کې په کلکه سره د مرسته کوونکو روزل او د امبولانس طرحې جوړولو ښه والی و.

هالن د فریډم هاوس له شرکتونو سره اړیکه ونیوله او له هغوی نه یې وغوښتل چې د امبولانس د نویو خدمتونو لپاره د مرسته کوونکو په برخه کې مرسته وکړي. هغه وخت، د فریډم هاوس شرکتونو د مدني حقوقي پروژو، له دې جملې د رایې ورکوونکو په نوم لیکنې او د NAACP غونډو په سازمان دهي، سمبالولو او د کاري زده کړو په وړاندې کولو او په پتسبورګ کې تور پوستو ته د کار لټولو په  برخه کې مرسته کوله. فریډم هاوس د امبولانس په پروګرام کې له مرستې سره هوکړه وکړه.

ګومارنې او روزنې[سمول]

د فریډم هاوس د امبولانس خدمتونو د ګومارنې په لومړنۍ ډله کې ۲۵ کسه نارینه وو چې د لږ عوایدو، د هیل سیمې ډېری تور پوستي و ګومارل شول. هغه وخت، سیمه ییزو رسنیو د دغې سیمې اوسېدونکي د«ګومارنې شرایطو نه وړ» په توګه یادول او په ګومارل شوو کې هغه نارینه شامل وو، چې له اوږد مهاله وزګارتیا رنځېدل. نیمايي ګومارل شوي، له لېسې نه وو فارغ شوي. ځینې د جرمي مخینې، لکه: د جنایتونو ترسره کوونکي وو. په ګومارل شوو کسانوکې د ویتنام د جګړې پخواني سرتېري هم وو.

ډاکټر پيټر سافار، مرستندویانو ته روزنه طرحه او عملي کړه، یوه ۳۲ اونیزه ۳۰۰ ساعته دوره چې په کې اناتومي، فزیولوژي، CPR، لومړنۍ پرمختللې مرستې، نرسنګ او تدافعي موټرچلوول شامل وو. له هغو کسانو سره به چې د لېسې دوره یې نه وه بشپړه  کړې، مرسته کېده، چې د لېسې معادل خپل بریلیک (GED) ترلاسه کړي.

ډاکټر سافار له ډاکټر ران ستوارټ او پاول پاریس سره د یوه روزنیز نصاب د جوړولو په برخه کې کار کاوه، چې ډېر ژر مرسته کوونکي د ټولې نړۍ په کچه سمبال کړي. ډاکټر سافار ډېر ژر له ځوان او ځان غوښتونکي نانسي کارولین سره و پېژندل، چې د خپلې طبي دورې د بشپړولو په حال کې و. نوموړي غوښتل چې له سافار، سټوارټ او پاریس سره د فریډم هاوس مرستندویانو ته د نوي نصاب په جوړولو کې مرسته وکړي. سټوارټ او پاریس دغه راز، د یوه ځای د موندنې په لټه کې وو، چې د پتسبورګ سیمې خلک وکړای شي، د طبي مرستو لومړیتوبونو د زده کړو لپاره ورشي.

چال چلند او میراث[سمول]

د فریډم هاوس امبولانس، د خدمتونو پروګرام په ۱۹۶۷ ز کال کې پيل شو او د ۱۹۶۸ ز کال کې یې په رسمي توګه خپل کار د دوو امبولانسونو په  مرسته پیل کړ.

د فریډم  هاوس مرسته کوونکي، مخکې له دې چې خپل امبولانسونه ترلاسه کړي، په ۱۹۶۸ ز کال کې د پاچا د ترور په بغاوت کې له ټپیانو سره د مرستې لپاره، له پولیسو سره په امبولانسونو کې کار کاوه. ښار د فریډم هاوس د امبولانسونو له خدمتونو سره، د ښار په مرکز او ځینو برخو په ځانګړې توګه د تور پوستو له سیمو د بېړني لېږد رالېږد لپاره تړون وکړ.

دوی د څارنې د لوړ معیار د وړاندې کولو له امله مشهور شول او تر ډېره له پولیسو سره د اړیکه نیوونکو له خوا غوښتل کېدل. په  لومړي کال کې د فريډم هاوس امبولانس خدمتونو نژدې ۵۸۰۰ کسو ته ځواب ویلی او له ۴۶۰۰ تنو زیات ناروغان یې په پتسبورګ کې له افریقايي ـ امریکايي سیمو ولېږدول. د ډاکټر سافار له خوا د ورکړل شوو شمېرو له مخې، مرستندویانو د عملیاتو په لومړي کال، ۲۰۰ کسه وژغورل. چېرې چې د تورپوستو په سیمو کې د پولیسو ارام(سوکه) خدمتونه، د ترینګلتیا ځایونه وو، د فریډم هاوس مرستندویانو په ډېرو ځایونو کې له لسو دقیقو لږ وخت درلود.

په ۱۹۷۵ ز کال کې، ډاکټر نانسي کارولین د ډاکټر سافار له خوا د فریډم هاوس د طبي مدیر په توګه وګومارل شو. هغو مرستندویانو ته intubation، قلبي څارنو او ورېدي (I.V) د ننه زرق کولو په برخه کې پرله پسې روزنې ورکوي. هغه روزنې چې ډاکټر کارولین وړاندې کړې، د مرستندویانو د نصاب لومړنی بنسټ شو، چې د کارولین له خوا لیکل شوی او په ۱۹۷۵ ز کال کې د فدرال دولت له خوا ومنل شو. د کارولین له  خوا ترسره شوې مطالعې او معلومات( ډیټا) د Magen David Adom لپاره د EMS کړنچارې وې.[۱]کينډۍ:R/superscript[۲]کينډۍ:R/superscript

سرچينې[سمول]

  1. Amato, Valerie (May 2019). "The Forgotten Legacy of Freedom House". emsworld.com/. HMP Global. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Hazzard, Kevin (June 2019). "The First Responders". magazine.atavist.com. the Atavist Magazine. مؤرشف من الأصل في ۰۹ جولای ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)