د تجدید وړ انرژي
د تجدید وړ انرژي هغه انرژي ده چې د تجدید وړ سرچینو څخه چې په طبیعي ډول د وخت په تېرېدو سره بېرته ذخیره کېږي، لاس ته راځي. په دې کې د لمر وړانګې، باد، باران، جذر او مد، څپې او د ځمکې د سطحې د تودوخې سرچینې ګډون لري. د تجدید وړ انرژي د فوسیل سوند موادو چې مصرف یې د بېرته ذخیره کولو په پرتله خورا ګړندي دی، برعکس ده. که څه هم د تجدید وړ انرژی ډېرې سرچینې دوامداره دي خو ځینې لنډ مهاله دي. د بېلګې په توګه، د کتلوي ژوند ځېنې سرچېنې د روانې ګتې اخیستنې د کچې په پرتله د پایښت وړ نه ګڼل کېږي.[۱][۲][۳]
د تجدید وړ انرژي ډېری په څلورو مهمو برخو کې انرژي چمتو کوي: د برېښنا تولید، د هوا او اوبو تودول او یخول، ترانسپورت او کلیوالي (خپلواکه) د انرژي چوپړتیاوې . د انسانانو د انرژي نړیوال مصرف نږدې ۲۰٪ د تجدید وړ انرژی ده چې تقریباٌ ۳۰٪ بریښنا په کې شامله ده. د انرژي د مصرف نږدې ۸٪ دودیزه د کتلوي ژوند انرژي ده، خو دا کچه مخ په کمېدو ده. له ۴٪ څخه زیات د انرژي مصرف د عصري تجدید وړ سرچینو څخه، لکه د سولر په وسیله د اوبو تودول، ترلاسه کېږي او له ۶٪ څخه ډېره برېښنا څخه لاس ته راځي. [۴][۵][۶]
د نړۍ په کچه له ۱۰ میلیون څخه زیاد کاري فرصوتونه د تجدید وړ انرژۍ په صنعت پورې تړلې دي، چې لمریز فوتوولتایک د دې ترمنځ د تجدید وړ ترټولو لوی د ګمارونکی دی. د د تجدید وړ انرژی سیستمونه په چټکۍ سره ډېر اغېزمن او ارزانه کېږي او د انرژی په ټول مصرف کې یې ونډه مخ په زیاتېدو ده، ځکه د نړۍ په کچه د نوې نصب شوې برېښنا ظرفیت لویه کچه د تجدید وړ د انرژي دی. فوټوولتایک سولر یا د ساحل باد په ډېرو هېوادونو کې تر ټولو ارزانه نوې جوړه شوې برېښنا ده.[۷][۸]
اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېری هېوادونه د تجدید وړ انرژي لري چې د دوی د انرژي له ۲۰٪ څخه ډېره برخه چمتو کوي. او اوس مهال په ټوله نړۍ کې ډېر هېوادونه د تجدید وړ انرژیو څخه خپله نیمایي برېښنا تولیدوي. داسې اټکل کېږي چې د د تجدید وړ انرژۍ ملي بازارونه به په راتلونکې لسیزه او له هغه وروسته په لویه کچه ودې ته دوام ورکړي. اوس مهال یو څو هېوادونه د تجدید وړ انرژي په کارولو سره خپله ټوله برېښنا تولیدوي او ډېر نور هېوادونه په اند کې لري چې په راتلونکې کې ۱۰۰٪ د تجدید وړ انرژۍ کچې ته ورسېږۍ. د تجدید وړ انرژۍ سرچینې په پراخه جغرافیایي ساحو کې شتون لري، خو برعکس د فوسیلي سوند مواد په محدود شمېر هېوادونو کې غونډ دي. د تجدید وړ انرژي او د انرژۍ د اغېزمنتیا د تکنالوژیو کارول، په پراخه کچه د انرژي د خوندیتوب، د اقلیم د بدلون د کموالي او د اقتصادي ګټو لامل شوی دی، خو د تجدید وړ انرژی د فوسیل سوند د سلګونو بېلیون ډالرو مالي مرستو یا سبسایدي له خوا له خنډ سره مخ شوې ده. د عامه افکارو په نړیوالو سروې ګانو کې د تجدید وړ سرچینو لکه د لمریزې برېښنا او د بادي برېښنا د رواجولو لپاره قوي ملاتړ شتون لري. [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]
پداسې حال کې چې د تجدید وړ انرژۍ ډېرې پروژې په لوړه کچه دي، د تجدید وړ تکنالوژي د کلیو او د لرې پرتو سیمو او د مخ پر ودې هېوادونو لپاره هم غوړه ګڼل کېږي چې هلته انرژي د بشري پراختیا لپاره ډېره اړینه ګڼل کېږي. لکه څنګه چې د تجدید وړ انرژۍ ډېری تکنالوژی د برېښنا چوپړتیاوې چمتو کوي، نو له دې امله ډېری د تجدید وړ انرژي له پېچلي برېښنایي سیستم سره مل ده چې ډېرې ګټې لري، لکه: برېښنا په تودوخې بدلېدلای شي، په لوړه اغېزمنتیا په میخانیکي انرژي بدلېدلای شي او د مصرف په وخت کې پاکه ده. سربېره پردې، د تجدید وړ انرژی په واسطه برېښنایې کول ډېر اغېزمن دی او له همدې امله د انرژۍ په لومړنیو اړتیاو کې د پام وړ کمښت راځي. چین په ۲۰۲۱ کال کې د تجدید وړ برېښنا په برخه کې نږدي نیم زیاتوالي درلود. [۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲]
کتنه[سمول]
د تجدید وړ انرژی په جریان کې طبیعي پېښې لکه لمر، باد، جزر او مد، د بوټي وده او د ځمکې د سطحې تودوخه شامل دي، لکه څنګه چې د انرژی نړیوال آژانس داسې وایي:[۲۳]
د تجدید وړ انرژي د طبیعي بهیر څخه لاسته راځي چې په دوامداره توګه بېرته ذخیره کېږي. دا انرژي په مستقیم ډول په مختلفو بڼو کې د لمر یا د ځمکې دننه له تولید شوې تودوخې څخه ترلاسه کېږي. په دې تعریف کې برېښنا او د لمر، باد، سمندر، د اوبو برېښنا، کتلوي ژوند، د ځمکې د تودخې سرچینې، او د ژوندیو موجودات څخه ترلاسه شوي تېل، اوهایدروجن چې د د تجدید وړ سرچینو څخه ترلاسه کېږي، شامل دي.
د انرژۍ د نورو سرچینو په پرتله چې په محدود شمېر هېوادونو کې متمرکزې دي، د تجدید وړ انرژۍ سرچینې او د انرژۍ د اغېزمنتیا لپاره په پراخو جغرافیایي سیمو کې د پام وړ فرصتونه شته دي. د تجدید وړ انرژۍ چټکه کارونه او د انرژۍ اغېزمنتیا او د انرژی د سرچینو تخنیکي تنوع به د انرژی د تامین او اقتصادي ګټو لامل شي. دا به د چاپېریال ککړتیا، لکه د هوا ککړتیا، هم کمه کړي چې د فوسیل سوند موادو د سوځولو له امله رامنځ ته کېږي او عامه روغتیا به ښه کړي، د ککړتیا له امله د وخت څخه مخکې مړینې به کمې کړي او د روغتیا اړوند لګښتونه به ټیټ کړي چې کېدای شي په کال کې ترېلیون ډالرو ته ورسېږي. د کاربن د کمولو (دیکاربنایزشن) ستراتیژیو ډېرو تحلیلونو موندلې چې د روغتیا کمي ګټې کولی شي د دې ستراتیژیو د پلي کولو لګښتونه په براخه کچه جبران کړي. د تجدید وړ انرژۍ سرچینې چې خپله انرژي په مستقیم یا غیر مستقیم ډول له لمر څخه ترلاسه کوي لکه هایدرو او باد، تمه کیږي چې د نږدې نورو ۱ ملیارد کلونو لپاره د بشریت لپاره انرژي چمتو کړي چې ویل کېږي پدې پړاو کې د لمر د تودوخې د زیاتولي وړاندوینه شوی چې د ځمکې سطحه د مایع اوبو د شتون لپاره ډېره ګرموي. [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]
د اقلیم بدلون او د نړیوالې تودوخې اندېښنې، د تجدید وړ انرژۍ د ځینو تجهیزاتو لکه د بادي توربینونو او لمریزو تختو په لګښتونو کې دوامداره کمښت د تجدید وړ انرژیو د ډېر استعمال لامل شوی دی. د حکومت نوو لګښتونو، مقرراتو او پالیسيو د صنعت سره مرسته وکړه چې د نورو ډېرو سکتورونو په پرتله د نړیوال مالي بحران څخه په ښه توګه ووزي. د تجدید وړ انرژۍ د نړیوال آژانس په وینا، که څه هم د ۲۰۱۹ کال راهیسې د انرژۍ په ترکیب کې د تجدید وړ انرژیو ټولیزه ونډه (د برېښنا، تودوخې او ترانسپورت په ګډون) باید شپږ چنده چټکه وده وکړي ترڅو، د صنعتي کېدو څخه د مخکې کچې په پرتله، د اوسنۍ پېړۍ په اوږدو کې د نړیوالې تودوخې کچه په اوسط کې لوړوالی له ۲،۰ سانتی ګراد یا ۳،۶ فرانهایت څخه "په ښه توګه ټيټ" وساتي.[۳۲][۳۳][۳۴]
کوچني لمریزو فوتو ولتایک سیستمونه د ۲۰۱۱ کال راهیسې څو مېلیونو کورنیو ته برېښنا چمتو کوي او مایکرو-هایدرو (کوچني بندونه) چې په کوچنیو شبکو کې تنظیم شوي ډېرو کورنیو ته چوپړتیاوې وړاندې کوي. له ۴۴ مېلیون څخه زیاتې کورنۍ د کورنيو حیواناتو له موادو څخه له جوړ شوی بایوګاز د رڼا او یا د پخلي لپاره کاروي او له ۱۶۶ مېلیون څخه زیاتې کورنۍ د عضوي مواد د پخلي د نوي نسل له ډېر اغیزمنو منقلونو څخه کار اخلي. بانکي مون د ملګرو ملتونو اتم سرمنشي وویل چې د تجدید وړ انرژي د دې وړتیا لري چې تر ټولو بې وزله هېوادونه د سوکالۍ نوو کچو ته ورسوي. په ملي کچه په ټوله نړۍ کې لږ تر لږه ۳۰ هېوادونه اوس د تجدید وړ انرژي لري چې د ۲۰٪ څخه ډېره انرژي عرضه کوي. اټکل کېږي چې د تجدید وړ انرژي ملي بازارونه به په راتلونکې لسیزه کې او له هغې وروسته قوي ودې ته دوام ورکړي، شاوخوا ۱۲۰ هېوادونه د تجدید وړ انرژۍ د اوږد مهاله ونډې لپاره بېلابېل سیاسي اهداف لري، چې له دې ډلې د اروپایي اتحادیې لپاره تر ۲۰۲۰ کال پورې د ټولې تولید شوې برېښنا یو ۲۰٪ هدف دی. ځینې هېوادونه تر ۱۰۰٪ پورې د تجدید وړ انرژیو د پالیسی ډېر لوړ اوږد مهاله اهداف لري. د اروپا څخه بهر، د ۲۰ یا ډېرو نورو هېوادونو مختلفو ډلو د ۲۰۲۰-۲۰۳۰ په موده کې د تجدید وړ انرژي له ۱۰٪ څخه تر ۵۰٪ پورې ونډه په نښه کوي.[۳۵][۱۶][۳۶]
د تجدید وړ انرژي ډېری په څلورو برخو کې د معمولي سوند موادو ځای نیسي: د برېښنا تولید، د ګرمو اوبو یا فضا تودېدل، ترانسپورت، او د(خپلواکې) کلیوالي انرژۍ چوپړتیاوې: [۶]
سرچینۍ[سمول]
- ↑ Ellabban, Omar; Abu-Rub, Haitham; Blaabjerg, Frede (2014). "Renewable energy resources: Current status, future prospects and their enabling technology". Renewable and Sustainable Energy Reviews. 39: 748–764 [749]. doi:10.1016/j.rser.2014.07.113. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Timperly, Jocelyn (23 February 2017). "Biomass subsidies 'not fit for purpose', says Chatham House". Carbon Brief Ltd © 2020 - Company No. 07222041. خونديځ د اصلي څخه ۰۶ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Harvey, Chelsea; Heikkinen, Niina (23 March 2018). "Congress Says Biomass Is Carbon Neutral but Scientists Disagree - Using wood as fuel source could actually increase CO2 emissions". Scientific American. خونديځ د اصلي څخه ۰۱ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ REN21 Renewables Global Status Report 2021.
- ↑ ۶٫۰ ۶٫۱ REN21 Renewables Global Status Report 2010.
- ↑ کينډۍ:Cite report
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ "12 Countries Leading the Way in Renewable Energy". Click Energy. خونديځ د اصلي څخه ۲۹ جنوري ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۲۸ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Renewable Electricity Capacity And Generation Statistics June 2018". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۸ نومبر ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسينېټه ۲۷ نومبر ۲۰۱۸. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ "Renewable Electricity Capacity And Generation Statistics June 2018". خونديځ د اصلي څخه ۲۸ جون ۲۰۱۹. د لاسرسينېټه ۰۳ جنوري ۲۰۱۹. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ International Energy Agency (2012). "Energy Technology Perspectives 2012". خونديځ د اصلي څخه ۲۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Sütterlin, B.; Siegrist, Michael (2017). "Public acceptance of renewable energy technologies from an abstract versus concrete perspective and the positive imagery of solar power". Energy Policy. 106: 356–366. doi:10.1016/j.enpol.2017.03.061. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ ۱۶٫۰ ۱۶٫۱ REN21 Renewables Global Futures Report 2017.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ World Energy Assessment (2001). Renewable energy technologies Archived 9 June 2007 at the Wayback Machine., p. 221.
- ↑ Armaroli, Nicola; Balzani, Vincenzo (2011). "Towards an electricity-powered world". Energy and Environmental Science. 4 (9): 3193–3222. doi:10.1039/c1ee01249e. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Armaroli, Nicola; Balzani, Vincenzo (2016). "Solar Electricity and Solar Fuels: Status and Perspectives in the Context of the Energy Transition". Chemistry – A European Journal. 22 (1): 32–57. doi:10.1002/chem.201503580. PMID 26584653. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Volker Quaschning, Regenerative Energiesysteme. Technologie – Berechnung – Simulation. 8th. Edition. Hanser (Munich) 2013, p. 49.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ IEA (2002). IEA. Renewable Energy... ... into the Mainstream (PDF). IEA. د کتاب پاڼې 9. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۱۹ مارچ ۲۰۲۱. د لاسرسينېټه ۰۹ ډيسمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ International Energy Agency (2012). "Energy Technology Perspectives 2012". خونديځ د اصلي څخه ۲۸ مې ۲۰۲۰. د لاسرسينېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۲۰. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Jacobson, Mark Z.; et al. (2015). "100% clean and renewable wind, water, and sunlight (WWS) all-sector energy roadmaps for the 50 United States". Energy and Environmental Science. 8 (7): 2093–2117. doi:10.1039/C5EE01283J. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Gallagher CL, Holloway T (2020). "Integrating Air Quality and Public Health Benefits in U.S. Decarbonization Strategies". Front Public Health. 8: 563358. doi:10.3389/fpubh.2020.563358. PMC 7717953 تأكد من صحة قيمة
|pmc=
(لارښود). PMID 33330312 تأكد من صحة قيمة|pmid=
(لارښود). منځګړی|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Schröder, K.-P.; Smith, R.C. (2008). "Distant future of the Sun and Earth revisited". Monthly Notices of the Royal Astronomical Society. 386 (1): 155–163. arXiv:0801.4031. Bibcode:2008MNRAS.386..155S. doi:10.1111/j.1365-2966.2008.13022.x. S2CID 10073988. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ . Hope dims that Earth will survive Sun's death. New Scientist.
- ↑ (په 21 February 2000 باندې). Date set for desert Earth. BBC News.
- ↑ "Global Trends in Sustainable Energy Investment 2007: Analysis of Trends and Issues in the Financing of Renewable Energy and Energy Efficiency in OECD and Developing Countries" (PDF). unep.org. United Nations Environment Programme. 2007. د کتاب پاڼې 3. خونديځ (PDF) د اصلي څخه ۰۴ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسينېټه ۱۳ اکتوبر ۲۰۱۴. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ Clean Edge (2009). Clean Energy Trends 2009 Archived 18 March 2009 at the Wayback Machine. pp. 1–4.
- ↑ Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
- ↑ Leone, Steve (25 August 2011). "U.N. Secretary-General: Renewables Can End Energy Poverty". Renewable Energy World. خونديځ د اصلي څخه ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۳. د لاسرسينېټه ۲۷ اگسټ ۲۰۱۱. منځګړی
|CitationClass=
له پامه غورځول شوی (لارښود) - ↑ REN21 Renewables Global Status Report 2011، م. 14.