د امریکا زوال

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د امریکا زوال هغه ایډیه ده چې وايي امریکا له جیوپولیټيکي، پوځي، مالي، اقتصادي، ټولنیز، کلتوري، روغتیايي موضوعاتو او د ژوندانه د چاپیریال د مسئلو له اړخه د زوال په حال کې ده. د امریکا د زوال په اړه هغه که نسبي ده یا مطلق، ځینې بحثونه شته. هغه کسان چې وايي امریکا له زوال سره مخ ده، هغوی ته «زوال کتونکي» ویل کېږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

چین هغه هېواد دی چې پر نړۍ باندې د امریکا د واکمنۍ خنډ ګرځي او له همدې امله د امریکا د زوال په بحث کې اصلي موضوع هم چین ده. د امریکا متحده ایالات نور په نړۍ کې یوازینی بې سیاله ځواک نه دی، تر څو وکولای شي د نړۍ په هر ګوټ کې واک وچلوي. په ۲۰۲۰ کال کې د اسیا د واک د شاخص له مخې، د امریکا متحده ایالات لا اوس هم د پوهځي وړتیا، کلتوري او دفاعي اغېز او له ننګوونو څخه د وتلو په برخه کې د خپلې وړتیا له مخې لومړۍ خبره کوي. خو په څلورو برخو کې له چین څخه شاته دی: اقتصادي سرچینې، راتلونکې سرچینې، اقتصادي اړیکې او ډیپلوماتیک اغېز. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د پوځي ګټو کمښت، د لګښتونو کسر، د جیوپولیټیک سیمو له حده زیاته پراختیا او په اخلاقي، ټولنیزو او چلندیزو کړو وړو په وضعیت کې بدلون هغه شاخصونه دي چې په نړۍ کې د امریکا له زوال سره اړیکه لري. ځینې څېړونکې پر دې باور دي چې د امریکا زوال د ټرمپ ادارې له بهرني سیاست او ورسره له «نړیوالې صحنې څخه د هغه له وتلو» سره تړاو لري. په داسې حال کې چې ځینې نور بیا پر دې اند دي چې واک ته د ټرمپ رسېدل د امریکا د ثبات او واک په اوږدمهال زوال کې چټکتیا راوسته.[۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ځینې پوهان بیا ادعا کوي چې د امریکا زوال یا د زوال پالنې ایډیه له ډېر پخوا څخه تر اوسه پورې د امریکا د کلتور یوه برخه ده. په هغه سروې کې چې په ۲۰۲۱ ز کال کې تر سره شوه او په کې ۱۰۱۹ امریکايي وګړو ګډون کړی و، ۷۹ سلنه یې ویلي و چې دا هېواد د «تجزیې» په حال کې ده. په ورته وخت کې، په دغه سروې کې د ګډون والو ورته شمېر خلکو بیا ویلي چې هغوی پر «خپل امریکايي توب باندې ویاړي».[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ارزونه[سمول]

د امریکا د سیاسي فعال، نوام چاسکي د خبرو له مخې، د دې هېواد زوال له دویمې نړیوالې جګړې را وروسته او «چین ته په بایللو» (د دې هېواد د کمونیست ګوند له خوا د چین د اصلي خاورې په نیولو) او د هند او چین له جګړو وروسته پیل شو. په ۱۹۷۰ ز کال کې په نړیوالې پانګه کې د امریکا ونډه شاوخوا ۲۵ سلنه را ټیټه شوه، چې په هغه وخت کې ډېر زیاتو خو په چټکۍ سره یې کمښت وموند. چامسکي «په ۱۹۹۰ یمه لسیزه کې د څو کلونو د بریاوو د پام وړ بیانیې» نه مني او هغه «زیاتره ځان غولونه» بولي. که څه هم چامسکي په ۲۰۱۱ کې ویلي وي چې «واک به هند او چین ته و نه لیږدول شي، ځکه چې دا هېوادونه بېوزله دي او شدید داخلي ننګوونې او ستونزې لري. له همدې کبله، په نږدې راتلونکې کې به د نړۍ په کچه د امریکا پر وړاندې هېڅ داسې سیال موجود نه وي».[۲۴]

جیټ هیر وايي چې پر نړۍ باندې د امریکا واکمني تل پر دریو ستنو باندې ولاړه ده: «اقتصادي ځواک، پوځي ځواک او د نرم ځواک کلتوري واکمنۍ». د امریکايي ډپلومات اریک ایس، اډلمن په وینا، زوال پالونکي یا هغه چې د امریکا پر زوال باندې عقیده لري، «پخوا هم تل په تېروتنه» کې و. خو بیا هم، د امریکا د سیاسي علومو یو عالم، ارون فریډبرګ بیا په دې اړه خبرداری ورکړ چې په تېر وخت کې د زوال پالونکو د «وړاندوینې د کولو تېروتنه» یوازې په دې معنی نه ده چې هغوی به په خپلو راتلونکو اټکلونو او وړاندوینو کې هم تېروتنه وکړي. له همدې کبله، د زوال پالونکو ځینې ادعاګانې باید په جدي توګه په پام کې ونیول شي.[۲۵][۲۶][۲۷]

د امریکا د سیاسي علومو عالم، مټیو کرونیګ ادعا کوي چې واشنګټن «له ۱۹۴۵ ز کال راهیسې دری جیوپولیټيکي پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي. لومړی دا چې د امریکا متحده ایالاتو نړیوال نوی نظم رامنځته کړ، دویم دا چې هر هغه هېواد چې په دې نظم کې دننه شو ورته ښه راغلاست وویل شو، هان پخوانیو دښمنانو ته یې او درېیم دا چې د امریکا متحده ایالاتو له خپلو متحدینو سره په ګډه له دې نړیوال نظم څخه د مخالفو هېوادونو یا ډلو له مخالفت سره د مبارزې هڅه وکړه.[۲۸]

پوځي[سمول]

د ملي دفاعي ستراتيژۍ د کمېسیون د ۹۸ مخیز رپوټ له مخې، «د امریکا پخوانۍ پوځي ګټې کمې شوي دي» او «د دې هېواد د ستراتیژیکو خطاوو څنډه په ناراحتوونکې بڼې سره کمښت موندلی. د ګواښ، د اړتیا په صورت کې د مخالفینو د ځپلو او له نړیوالو ژمنو څخه د امریکا د ژمنو په برخه کې د امریکا د وړتیا په اړه شکونه ډېر شوي دي. په دغه رپوټ کې «سیاسي ناکارنده توب» او «د بودیجې سقف»  د هغو عواملو په توګه یاد شوي دي چې د امریکا حکومت له هغو ګواښونو سره چې په دې رپوټ کې ترې د «ملي امنیت د کړکېچ» په توګه یادونه شوې ده، منع کوي.[۲۹]

په دې رپوټ کې همداشان راغلي دي چې د امریکا د ځواک د له منځه وړلو لپاره، چین او روسیه هڅه کوي تر څو یوې [۳۰]

«سیمه ایزې واکمني» ته لاسرسی ولري او د «پوځي تېري تدریجي پروګرامونو» ته پراختیا ورکړي. په ۲۰۱۸ ز کال کې، د امریکا د هوايي ځواکونو څلور ستوریز جنرال، فرانک ګورنک وویل چې د امریکا د متحده ایالاتو د هوايي ځواکونو ګټې د روسیې او چین په پرتله د کمېدو په حال کې ده. د لورین ټامپسون په خبره،  د امریکا پوځي زوال هغه مهال پیل شو چې د دې هېواد د دفاع وزیر ډیک چیني ۲۵ کاله وړاندې د پخواني شوروي اتحاد له پاشل کېدو وروسته د سل ستر تسلیحاتي پروګرامونه وځنډول. [۳۱]

د بودیجې کسر[سمول]

پاول کېنیډي وايي چې د بودیجې د کسر دوام، په تېره بیا د پوځي پیاوړتیا په برخه کې، د هر ستر ځواکمن د زوال مهم دلیل ګڼل کېدای شي. د عراق او افغانستان د جګړو لګښتونه اوس مهال ۴.۴ ټریلیون ډالر اټکل شوی دی، چې د کېنيډي په وینا دا د اسامه بن لادن لپاره ستره بریا ده. ځکه چې د اسامه یوه اعلان شوې موخه دا وه تر څو یوه دام ته د امریکا په ور کشولو سره هغه له ماتې سره مخ کړي. په ۲۰۱۱ ز کال کې، د امریکا د متحده ایالاتو پوځي بودیجه، نږدې د ټولو هېوادونو له پوځي بودیجې سره برابر و، چې له نړیوالې دویمې جګړې وروسته د دې هېواد تر ټولو ستره پوځي بودیجه ګڼل کېږي. [۳۲]

کلتور[سمول]

د الن بلوم، اې، ډي هرش او روسل جاکوبي په څېر رپورټران او لیکونکي ادعا لري، چې امریکايي کلتور مخ په ځوړندیدو دی. سامویل پی. هانټینګون د ۱۹۵۰ لسیزې له وروستیو را پدیخوا د امریکايي کلتور او سیاست د بدلون د بهیر په اړه په انتقادي ډول سره نظر څرګند کړی. هغه وايي چې دا زوال پالنه په څو څپو سره رامنځته شو؛ په مشخصه توګه د پخواني شوروي له خوا د سپوټنیک په نوم د خبري شبکې په جوړولو، وېتنام جګړې، په ۱۹۷۳ ز کال کې د تیلو د بیې د کړکېچ، په ۱۹۷۰ وروستۍ لسیزه کې د شوروي جمهوریتونو شخړې او عمومي نارامۍ یا د ولسونو بغاوت چې د سړې جګړې له پا ته رسیدو سره مل و. د امریکايي تاریخ لیکونکي جاکوبي د خبرو له مخې، د مارکسیزم رامنځته کېدل، راډیکال سیاسي اقتصاد، ادبي نقد او کلتوري څېړنې هغه عوامل و چې د دویمې نړیوالې جګړې له وخت څخه را وروسته یې د امریکايي کلتور زوال ته لاره هواره کړه. [۳۳][۳۴]

سرچينې[سمول]

  1. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  2. (په 24 May 2018 باندې). The Hidden Meaning Of American Decline. Huffington Post.
  3. ROSENBERG, MARK; MARBER, PETER (January 22, 2021). "Biden's opportunity to flip the script on U.S. decline". Newsweek. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. (په 7 October 2010 باندې). America's Perpetual Decline. The Atlantic.
  5. Edelman, Eric S. (2010). "Understanding America's Contested Primacy" (PDF). Center for Strategic and Budgetary Assessments. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 21 June 2018 باندې). Is America Choosing Decline?. The New Republic.
  7. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).[مړه لينکونه]
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  10. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  11. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  12. (په 21 June 2018 باندې). Is America Choosing Decline?. The New Republic.
  13. Ward, Alex (14 September 2018). "America's declining power, in one quote". Vox. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 7 December 2016 باندې). Nobel prize nominee who predicted 9/11 and the fall of the Berlin wall has a terrifying message about Trump. The Independent.
  15. "The Hidden Meaning Of American Decline". Huffington Post. 24 May 2018. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Opinion - Trump Fast-Forwards American Decline". The New York Times. 28 June 2019. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Switzer, Tom (4 August 2017). "The decline in America leadership predates Donald Trump". The Sydney Morning Herald. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  19. (په 2010-10-07 باندې). Political Columnists Think America Is In Decline. Big Surprise.. The New Republic.
  20. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  21. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  22. "Majority of Americans now support removing Trump from office". Ipsos. 13 January 2021. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Castronuovo, Celine (January 14, 2021). "4 in 5 say US is falling apart: survey". The Hill. د لاسرسي‌نېټه February 2, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Chomsky, Noam. "American Decline: Causes and Consequences". chomsky.info. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Jeet, Heer (7 March 2018). "Are We Witnessing the Fall of the American Empire?". The New Republic. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Edelman, Eric S. (2010). "Understanding America's Contested Primacy" (PDF). Center for Strategic and Budgetary Assessments. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ اپرېل ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. FRIEDBERG, AARON L. (November 1, 2009). "Same Old Songs". The American Interest. د لاسرسي‌نېټه April 23, 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. (په 14 November 2018 باندې). U.S. Military's Global Edge Has Diminished, Strategy Review Finds.
  30. Farley, Robert (5 July 2018). "Yes, the U.S. Military Is In Decline. And There Is No Need to Panic". National Interest. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Thompson, Loren (24 April 2017). "Five Reasons Trump Won't Reverse The U.S. Military's Long Decline". Forbes. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Kennedy, Paul (2017-01-26). The Rise And Fall of British Naval Mastery. Penguin Books. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780141983837. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  34. Johnson, Chalmers (2007-02-06). Nemesis: The Last Days of the American Republic. Henry Holt and Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 9781429904681. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)