د افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

په افغانستان کې جګړه هغه ټکر و چې په مرکزي اسيايي هېواد افغانستان کې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې رامنځ ته شو. دا جګړه هغه مهال پيل شوه کله چې متحده ايالاتو او د هغې ايتلافيانو پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو له خوا اداره کېدونکی اسلامي امارت يې رانسکور کړ. هغه مهال پای ته ورسېده کله چې طالبانو د ناټو ايتلاف او افغان وسله والو ځواکونو په وړاندې له نولس کاله او لس مياشتې بغاوت وروسته بيا واک په لاس کې واخست. دا د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، د ويتنام له جګړې (۱۹۵۵ -۱۹۷۵) څخه يې نږدې پنځه مياشتې زيات وخت ونيو. 

په ۲۰۰۱ز کال کې د سپتمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، د متحده ايالاتو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو. بوش له طالبانو، چې هغه مهال يې پر افغانستان بالفعل واکمني کوله، وغوښتل چې دوی ته اسامه بن لادن وسپاري، څوک چې د يادو بريدونو متفکر مغز و او تر هغه وخته يې په افغانستان کې په ازادانه ډول فعاليت کاوه. دې غوښتنې ته د طالبانو له خوا د رد ځواب ورکولو پر هېواد يرغل ته لاره هواره کړه؛ طالبان او دهغوی ايتلافي ډله القاعده تر ډېره بريده مات شول او له سترو ګڼ مېشتو مرکزونو څخه د امريکا په مشرۍ او د شمالي ايتلاف د ځواکونو له خوا و ايستل شول. که څه هم پاکستان ته د تېښتې له امله دوی ونه توانیدل چې بن لادن ومومي، متحده ايالات او له څلويښتو څخه د زياتو هېوادونو ايتلاف (د ناټو د ټولو غړو په ګډون) په افغانستان کې پاتې شو، د ملګرو ملتونو څخه تاييد شوی امنيتي ماموريت يې رامنځ ته کړ چې د نړيوال امنيتي ملاتړ ځواک (ايساف) په نوم پېژندل کېده، تر څو په هېواد کې نوې ديموکراتيکه واکمني پياوړې کړي او واک ته د طالبانو او القاعده د بيا راګرځېدو مخه ونيسي. د بن په کنفرانس کې نوي افغان لنډ مهالو چارواکو (چې ډېری يې له شمالي ټلوالې څخه و) حامد کرزی د نوې لنډمهالې ادارې د مشرتابه لپاره وټاکه. د طالبانو له ايستلو وروسته په ټول هېواد کې د بيا رغونې هڅې هم پيل شوې.[۷]

طالبان د ملا عمر په مشری بيا منظم شول او په ۲۰۰۳ز کال کې يې د نوي افغان حکومت پر ضد د بغاوت اعلان وکړ. د طالبانو او نورو ډلو باغيانو يوه نا برابره جګړه پیل کړه، په دې توګه چې په کليوالو سيمو کې يې چريکي بريدونه کول او کمينونه يې نيول، په ښاري اهدافو يې ځانمرګي بريدونه کول، د ايتلافي ځواکونو پر لور تلونکي کسان يې وژل او د هغوی له مرستندويانو يې غچ اخيست. تاوتريخوالی تر دې بريده چټک شو چې په ۲۰۰۷ز کال کې طالبانو د افغانستان ډېرې سيمې بېرته نيولې وې. ايساف د باغيانو پر ضد د عملياتو په موخه د سرتېرو په زياتولو سره غبرګون وښود تر څو کلي «تصفيه او بېرته ونيسي»، د سرتېرو د زياتوالي وضعيت په ۲۰۱۱ز کال کې خپل اوج ته ورسېد په داسې حال کې چې نږدې ۱۴۰،۰۰۰ بهرنيو سرتېرو د ايساف او متحده ايالاتو تر قوماندانۍ لاندې په افغانستان کې عمليات کول. [۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته (څوک چې د جګړې اصلي لامل و)، د ناټو اتحاد مشرانو د ځواکونو د ايستلو لپاره د انخلاء تګلاره پيل کړه. د ۲۰۱۴ز کال د ديسمبر په اته ويشتمه نېټه، ناټو په رسمي ډول په افغانستان کې د ايساف جګړه یيز ماموريت پای ته ورساوه او په رسمي ډول يې افغان دولت ته امنيتي مسئوليتونه وسپارل. په داسې حال کې چې له پوځي لارو د طالبانو په له منځه وړلو نه و توانيدلي، ايتلافي ځواکونو او په جلا ډول د ولسمشر اشرف غني حکومت ديپلوماسۍ ته مخه کړه، تر څو دا جګړه پای ته ورسوي. دا هڅې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې هغه مهال پای ته ورسېدې کله چې متحده ايالاتو او طالبانو په دوحه کې د سولې يوه مشروطه معامله لاسليک کړه، په کوم تړون کې چې غوښتنه کېده چې د متحده ايالاتو سرتېري به د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په مياشت کې له افغانستانه وځي. په مقابل کې طالبانو ژمنه وکړه چې د هرې هغې ډلې مخه به نيسي چې په راتلونکي کې د افغانستان له خاورې څخه پر متحده ايالاتو يا د هغې په ايتلافيانو بريد کوي. افغان دولت د دې معاملې برخه نه و او د بنديانو د خوشې کولو په برخه کې يې د دې تړون شرايط رد کړل.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

د متحده ايالاتو د انخلاء ټاکل شوې نېټه د اګست تر يودېرشمې وغځول شوه. د لومړي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته او په داسې حال کې چې د سرتېرو انخلاء روانه وه، طالبانو د دوبي په اوږدو کې پراخ بريدونه وکړل او له دې لارې يې د افغانستان ډېره برخه ونيوله، په پايله کې يې د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه کابل هم ونیو. په همدې ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد؛ طالبانو د بريا او جګړې د پای ته رسېدو اعلان وکړ. د طالبانو د واکمنۍ بيا پر ځای کېدل د متحده ايالاتو له خوا تاييد شو او د اګست په دېرشمه نېټه وروستۍ امريکايي پوځي الوتکې افغانستان تر شا پرېښود، په دې توګه په افغانستان کې د لویدیځ نږدې شل کلن پوځي شتون پای ته ورسېد.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د «جګړې پروژې د لګښت» په وينا دې جګړې افغانستان کې ۱۷۶،۰۰۰ خلک ووژل؛ د دوی په منځ کې ۴۶۳۱۹ ملکيان دي، ۶۹۰۹۵ پوځيان او پوليس دي او لږ تر لږه ۵۲،۸۹۳ د مخالفينو جنګيالي دي. د ملګرو ملتونو په وينا په ۲۰۰۱ز کال کې تر بريد وروسته له پنځه اعشاريه اوه ميليونه پخوانيو کډوالو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي. په هر حال، په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له خوا د جګړې د بيا تازه کولو له امله دوه اعشاريه شپږ ميليونه افغانان يا په کډوالۍ کې پاتې شول او يا هم وتښتېدل، ډيری يې پاکستان او ايران ته او نور څلور ميليونه افغانان د هېواد په داخل کې په کور دننه بې ځايه شوي خلک دي.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

نومونه[سمول]

دې جګړې ته له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې د افغانستان د جګړې نوم ورکړل شوی دی، تر څو يې له نورو جګړو څخه توپير وشي، په ځانګړي ډول د شوروي-افغان جګړې څخه. د لویدیځ له انده دا جګړه وېشل شوې ده، له ۲۰۰۱ز څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې (د ايساف ماموريت) و، دا هغه مهال و کله چې ډېر جګړه ايز عمليات د ايتلافي ځواکونو له خوا تر سره کېدل، دوهمه برخه يې له ۲۰۱۵ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې ده، کله چې افغان وسله والو ځواکونو د جګړې ډېره برخه په غاړه واخسته. له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۱۴ز کال پورې دې جګړې ته د متحده ايالاتو له خوا د «د دايمي ازادۍ عمليات» شفري نوم ورکړل شوی و،  او له ۲۰۱۵ز څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې دې ماموريت ته د ازادۍ ساتلو عمليات نوم ورکړل شو. په ځينو هېوادونو کې دې جګړې ته په افغانستان کې د متحده ايالاتو د جګړې نوم ورکول کيږي. په افغانستان کې ورته په ډېرو ساده ټکو «افغانستان کې جګړه» (په دري ژبه کې جنگ در افغانستان او په پښتو کې د افغانستان جګړه) ويل کېږي.

د جګړې له پيل مخکې[سمول]

د افغانستان د کورنۍ جګړې منشأ[سمول]

په اسيا کې د افغانستان ستراتيژيک موقعيت ته په کتنې سره دا هېواد بيا بيا د ناکامو بريدونو موخه ګرځېدلی، دومره ډېر ځله تر برېدونو لاندې راغلی چې اوس ورته «د سترواکيو هدېره» ويل کېږي (خو دا په تېروتنې سره، ځکه چې تر اوسه پورې هيڅ کومه سترواکي د مستقیم يا اټکلي بريد په پايله کې نه ده نړېدلې). برتانيې يوه پېړۍ ولګوله چې دا هېواد ونيسي، له ۱۸۳۸ز کال يې پيل کړی و، خو ډېرې ناوړه پايلې يې درلودلې. په پايله کې برتانويان پوه شول چې دوی په مستقيم ډول دا هېواد نه شي نيولای او په ۱۸۷۹ز کال کې يې نيمه ګوډاګی حکومت هلته نصب کړ. افغانستان په ۱۹۱۹ز کال کې بيا خپلواکي تر لاسه کړه او له دې وروسته د يو سلطنت تر واکمنۍ لاندې و.[۲۵][۲۶]

په ۱۹۷۰ز کلونو کې د افغانستان سياسي نظم ړنګېدل پيل شول. لومړی محمد داود خان د ۱۹۷۳ز کال په جولای مياشت کې د يوې کودتا په پايله کې واک ونيو، په داسې حال کې چې سلطنت د استازي جمهوريت په پلوۍ راوپرزول شو. داود خان بيا د ۱۹۷۸ز کال په اپريل مياشت کې د غويي د انقلاب پر مهال ووژل شو، دا هغه کودتا وه چې په پايله کې يې کمونست «د افغانستان د خلکو ديموکراتيک ګوند» (PDPA) د حکومت واک په لاس کې واخيست او په دې توګه د څلوېښتو کلونو جګړه رامنځ ته شوه. خلق ګوند د سوسيال لور ته د تبديلۍ هڅه پيل کړه په دې ډول چې د کورنۍ په خوښه ودونه يې له منځه يوړل، د عوامو زده کړې ته يې وده ورکړه او د ځمکې د ملکيت قوانينو کې يې سمون راوست. دې چارې دوديز قبايلي نظم له منځه يوړ او په ټولو کليوالو سيمو کې يې مخالفتونه راوپارول. د خلق ګوند محدوديتونو او د زرګونو سياسي بنديانو اعدام له پرانيستي بغاوت سره مخ شو چې يو يې هم د ۱۹۷۹ز کال د هرات پاڅون و. خلق ګوند د ګوند په داخل کې د مشرتابه اختلافاتو له کبله هم وځپل شو او د ۱۹۷۹ز کال د سپتمبر په يوولسمه نېټه د داخلي کودتا له لارې په دې ډول اغېزمن شو، کله چې حفيظ الله امين نور محمد ترکی له څوکۍ لرې کړ. شوروي اتحاد د خلق ګوند کمزوري محسوس کړه، درې مياشتې وروسته يې بريد وکړ تر څو امين له څوکۍ راښکته کړي.[۲۷][۲۸]

د امریکا د راتګ وجه[سمول]

کله چې پر امریکا د سپتامبر د یولسمې نېټې برید وشو، نو د امریکا د هغه مهال ولسمشر “جورج بش” طالبانو ته د ۲۰۰۱ کال د سپتامبر په ۲۰مه لاندې وړاندیزونه وکړل کوم چی په لاندی شکل وو: )۱( طالبان دې امریکا ته د القاعدې ټول غړي وسپاري. )۲( له طالبانو سره چې څومره بهرنیان بندیان دي، خوشې دی یی کړي. )۳( طالبان دې ژر تر ژره د وسله والو جنګياليو د روزنې مرکزونه وتړي، ټول “ترهګر” او د دوی ملاتړي باید مناسبو چارواکو ته وسپاري امریکا ته بايد د “ترهګرو” د ټرېنېنګ مرکزونو ته لاره ورکړي، څو دوی هلته خپل تحقیقات وکړي. خو طالبانو طالبانو بیا سملاسي د سپتامبر پر ۲۱مې دا وړاندیزونه رد کړل او د دليل په دود يې امريکا ته وویل، چې د سپتامبر د يولسمې په پېښه کې د اسامه د ښکېلتيا هېڅ ډول ثبوت نشته دی؛ ځکه نو دوی نه شي کولی، چې اسامه امريکا ته وسپاري. وروسته بيا د اکتوبر پر څلورمه طالبانو امریکا ته وړاندیز وکړ، چې دوی چمتو دي، څو اسامه پاکستان ته وسپاري او هلته د اسلامي شریعت تر چتر لاندې په یوه نړیواله محکمه کې پرېکړه وشي؛ خو دا وړاندیز د مشرف له خوا رد کړای شو. د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر پر ۷مه طالبانو يو ځل بیا وړانديز وکړ، چې دوی چمتو دي په افغانستان کې دننه په يوه محکمه کې پر اسامه پرېکړه وکړي، خو په همدې ورځ امریکایانو بیا د طالبانو دا وړاندیز د افغانستان پر خاوره په هوايي بریدونو بدرګه کړ. د اکتوبر پر ۱۴مه طالبانو يو ځل بیا بل وړاندیز وکړ، چې که امریکا دوی ته ثبوتونه وړاندې کړي، دوی حتی دې ته هم چمتو دي، چې اسامه کوم بل دریم هېواد ته وسپاري. خو د امريکا ولسمشر دا ټول وړاندیزونه رد کړل او ویې ویل، چې که طالبان اسامه بن لادن امريکا ته ونه سپاري، نو له طالبانو وخت تېرېدونکی دی. په دې توګه د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو اترو ټولې دروازې بندې شوې او امريکايانو پر افغانستان يرغل وکړ. په نړيوالو قوانينو کې د امريکا د يرغل حيثيت: د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د سپتامبر د ۱۱مې پر پېښه دوه غبرګونونه د ۱۳۶۸ او د ۱۳۷۳ قراردادونو په بڼه کې راڅرګند شول. په دغو دواړو قراردادونو کې يوه قرارداد هم پر افغانستان د یرغل اجازه نه ورکوله او نه هم دغو قراردادونو کومه تعرضي ژبه درلوده؛ بلکې په عمومي توګه يې يوازې په اصطلاح “ترهګريزې پېښې” او “ترهګر” غندلي وو. وروسته بيا په يوه بل ۱۳۸۶ قرارداد کې د ایساف ځواکونو رامنځته کېدل هم شامل وو، چې دا به په کابل او شاوخوا سیمو کې د امنیت او سولې لپاره میشت وي، خو دا قرارداد بیا د ۲۰۰۱ کال دسامبر پر ۲۰مه شوی و او پر افغانستان د امریکايي یرغل څو اوونۍ تېرې شوې وې. په نړيوالو قوانينو کې هم دا يو منل شوی اصل دی، چې هر فرد د خپلې کړنې مسؤول دی، چې د اسلام مقدس دين هم همدا راښيي. د ملګرو ملتونو د نړيوال قانون د ۱۴مې مادې له مخې که يو خوځښت يا ارګان چې په کوم هېواد کې دننه وي او يا د يوه هېواد تر ولکې لاندې سيمو کې کومه کړنه ترسره کوي، دا به د دولت د کړنو مترادف نه وي. دا چې د ستامبر په پېښه کې نه کوم افغان شامل و؛ نه امریکایانو د هغو کسانو په اړه کوم جامع ثبوتونه وړاندې کړای شول، چې د دوی پر اند د ستامبر په پيښو کې ښکېل وو، ان تر ننه پورې هغه ثبوتونه چې کولن پاول يې ژمنه کړې وه، خپاره نه شول؛ نو امریکا څرنګه پر یوه داسې هېواد برید وکړ، چې دې ته چمتو و، چې پر اسامه د شواهدو د وړاندې کولو په صورت کې، نه یوازې دا چې په خپل هېواد کې بلکې په کوم بل درېیم هېواد کې هم د هغه د محاکمې لپاره تیار و؟ د دې ترڅنګ د ملګرو ملتونو د قانون په ۳۳مه ماده کې راغلي، چې د قضیو لوري باید تر ټولو لومړی د قضیې حل د خبرو اترو، پلټنو، د درېیم لوري په مرسته، په محکمه کې… او د نورو لارو پر مټ ولټوي، نه د زور له لارې. خو امریکا په بل اړخ کې د ۲۰۰۱ کال د ۱۱ سپتامبره رانیولې تر ۱۵ اکتوبر پورې د خبرو اترو لارې له بندو دروازو سره مخ کړې او یوازې یې د زور خبره کوله. همدا راز امریکایانو د ملګرو ملتونو د ۵۱ مادې له مخې، چې یوه هېواد ته د دفاع حق ورکوي، پر افغانستان یرغل وکړ. دا چې په دې بریدونو کې نه کوم افغان ښکېل و او نه د طالبانو اسلامي امارت، بلکې د اسامه د سپارلو په اړه طالبانو یوازې د شواهدو په اړه ټینګار کاوه، دا په هېڅ ډول هم د دې خبرې معنا نه لري، چې امریکا د هغه مهال د افغان دولت له خوا تر ګواښ لاندې وه. که څه هم امریکا مستقيماً د طالبانو تر ګواښ لاندې نه وه او نه هم طالبانو پر امریکا کوم برید ترسره کړی و؛ خو له دغو ټولو سره سره امریکا د غچ اخېستلو په دود، د ملګرو ملتونو د قانون له ماتولو سره د بې ګناه افغانانو د وينو پر بهولو پيل وکړ.

د افغانستان د جګړې موخې او پايلې[سمول]

ظاهراً پر افغانستان د امریکايي يرغل تر شا د اسامه بن لادن قضیه وه او همدا راز په دې جګړه کې د امریکایانو نورې موخې، د طالبانو د اسلامي امارت ړنګول، بلکې خپله د طالبانو ختمول، د افغان اردو جوړونه او دغه راز د طالبانو د اسلامي امارت پرځای د یوه دېموکراتيک نظام رامنځته کول وو، چې هېواد ته سوله او ثبات راوړي. که چېرې امريکا ته د اسامه ورسپارل له طالبانو څخه د امریکا يوازېنۍ تقاضا وه؛ نو په کار وه، چې د هغه له وژل کېدو سره امریکا نور له دې سیمې وتلې وای؛ خو خبره هومره هم ساده نه ده، بلکې امریکایان دلته نورې ډېرې پټې او ښکاره ګټې لري، البته په يوه توپير سره، چې دوی لا پر دې نه دي توانېدلي چې په کافي توګه خپلې څرګندې موخې خوندي یا ترلاسه کړي. په دغو څرګندو موخو کې د طالبانو او القاعدې ختمول وو، چې له یوې خوا طالبان ورځ تر بلې پياوړي کېږي او امریکایان ورسره ان له ۲۰۱۰ کال راهیسې په خبرو اترو مصروف دي او له بلې خوا القاعده شبکه هم د پخوا په څېر خپل فعاليت لري، بلکې د دوی انشعابي ډلې “داعش” په [[[عراق]] او سوريهکې تر پخوانيو ډلو زياته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. د ځينې شنونکو په اند د دوی نورې موخې د چین، ایران او روسیې حصارول و، چې په دې موخو کې هم تر ډېره نه دي بريالي شوي او دوی دلته د منځنۍ اسیا بډايه منابعو راوستلي وو؛ خو د مغرورانه پاليسۍ له امله يې دا منابع یې هم نه دي ترلاسه کړي. اوس چې د امریکا پر جګړې ۱۳ کلونه تېرېږي، د امريکا د دفاع وزارت د شمېرو له مخې، يوازې ۲۳۸۶ امریکايي سرتېري په دې جګړه کې وژل شوي او لسګونه زره نور ټپيان شوي او د امریکا لخوا پرې تقریباً یو تریلیون ډالره مصارف هم راغلي دي؛ خو نه د دوی په اصطلاح “تروریزم” ختم شو، نه طالبان! نه يې هم افغانستان ته سوله راوړه او نه يې هم د یوه باثباته نظام بنسټ کېښودلای شوی؛ بلکې دلته پر دې نظام د نړۍ تر ټولو د فاسد هېواد نښان لګېدلی، په مخدره موادو کې د نړۍ ۹۰ سلنه تقاضا پوره کوي، او ورځ تر بلې پکښی امنيت او ثبات خپل ځای ناامنيو او بې ثباتۍ ته پرېږدي. په دې جګړه کې لسګونه زره افغانان شهيدان شول. که څه هم د نړيوالو ځواکونو په بريدونو او بمباريو کې د ملکي وګړو د تلفاتو شمېرل سخت برېښي؛ خو ترڅنګ یې دا چې د دغو ملکي تلفاتو کچه معلومول ولې سخت دي؟ خپله د يوه امریکايي جنرال له دې مشهورې جملې، چې: “تاسو پوهیږئ موږ مړي نه شمېرو“ څخه هم جوتیږي. که دوی د مړو شمېرو ته پاملرنه نه کوي، نو د ملکي کسانو تلفات هم ورته د اندېښنې وړ نه دي. ستونزمنه ده، چې د امریکایانو د بریدونو له کبله د ملکي تلفاتو په اړه دقیق ارقام جوت شي، البته په دې اړه ډېرو مرکزونو او ادارو څېړنې کړې دي لکه: یوناما، هیومن رایټس واچ، د افغانستان د بشري حقونو کمیسون، د یو شمېر پوهنتونو او نړیوالو ورځپاڼو ارقام او … خو دا څېړنې هم کاملاً يو طرفه او په يوه څېړنيزه ليکنه کې يې راوړل له انصافه لرې برېښي.

سرچینۍ[سمول]

سر چینی[سمول]

  1. Stated in: United States executive order.
  2. Reference URL: https://www.federalregister.gov/documents/2004/12/02/04-26685/establishing-the-afghanistan-and-iraq-campaign-medals.
  3. Retrieved: ۱۴ مې ۲۰۲۰.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Stated in: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 4997894-9. د اثر ژبه يا نوم: آلماني ژبه. Retrieved: ۸ مې ۲۰۲۳. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  5. Reference URL: https://watson.brown.edu/costsofwar/files/cow/imce/figures/2021/Human%20and%20Budgetary%20Costs%20of%20Afghan%20War%2C%202001-2021.pdf. Retrieved: ۲۳ اگسټ ۲۰۲۱.
  6. Reference URL: https://thediplomat.com/2014/08/why-the-us-spent-more-on-afghanistan-than-on-the-marshall-plan/. Retrieved: ۱۸ اگسټ ۲۰۲۱.
  7. Xu, Ruike (5 January 2017). Alliance Persistence within the Anglo-American Special Relationship: The Post-Cold War Era. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783319496191. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Afghanistan 'falling into hands of Taliban'". the Guardian. 22 November 2007. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Ten Stories the world should know more about, 2007". un.org. مؤرشف من الأصل في ۱۸ جنوري ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ جون ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "International Security Assistance Force (ISAF): Key Facts and Figures" (PDF). nato.int. 4 March 2011. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۷. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ جولای ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "NATO to endorse Afghan exit plan, seeks routes out". Reuters. 21 May 2012. مؤرشف من الأصل في ۲۷ مارچ ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. DeYoung, Karen (27 May 2014). "Obama to leave 9,800 US troops in Afghanistan". The Washington Post. مؤرشف من الأصل في ۲۸ مې ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Afghan Taliban Cool To Ghani Peace Offer While UN, 20 Countries Support It". RadioFreeEurope/RadioLiberty. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Dadouch, Sarah; George, Susannah; Lamothe, Dan (29 February 2020). "U.S. signs peace deal with Taliban agreeing to full withdrawal of American troops from Afghanistan". Washington Post. مؤرشف من الأصل في ۰۱ مارچ ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Schuknecht, Cat (1 March 2020). "Afghan President Rejects Timeline For Prisoner Swap Proposed In US-Taliban Peace Deal". NPR. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Miller, Zeke; Madhani, Aamer (8 July 2021). "'Overdue': Biden sets Aug. 31 for US exit from Afghanistan". AP NEWS. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. AGENCIES, DAILY SABAH WITH (30 August 2021). "Afghan President Ghani relinquishes power, Taliban form interim gov't". Daily Sabah. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. "Remarks by President Biden on Afghanistan". The White House. 16 August 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Gibbons-Neff, Thomas; Katzenberg, Lauren (2021-08-30). "The U.S. military finishes its evacuation, and an era ends in Afghanistan". The New York Times. ISSN 0362-4331. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Human and Budgetary Costs to Date of the U.S. War in Afghanistan, 2001-2022 | Figures | Costs of War". The Costs of War. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Afghan Refugees, Costs of War, "Archived copy". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link), 2012
  22. "In numbers: Life in Afghanistan after America leaves". BBC News. 13 July 2021. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جولای ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. * "US War in Afghanistan: 1999–2021". Council on Foreign Relations. 2021. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. David P. Auerswald; Stephen M. Saideman (5 January 2014). NATO in Afghanistan: Fighting Together, Fighting Alone. Princeton University Press. د کتاب پاڼي 87–88. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-4008-4867-6. مؤرشف من الأصل في ۲۵ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Caryl, Christian (2010-07-26). "Bury the Graveyard". Foreign Policy. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ مې ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Malkasian, Carter (2021). The American war in Afghanistan : a history. New York: Oxford University Press. OCLC 1240264784. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-755077-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "Mohammad Daud Khan". Afghanland.com. 2000. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۷ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۱ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Kepel, Gilles (2002). Jihad: The Trail of Political Islam. Harvard University Press. OCLC 685132509. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01090-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)