حقوقو مانا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
د حقوقو علم د علومو له جملې يو مهم علم دی چې تر اوسه يو واحد او ځانګړی ټولمنلی تعريف نه لري، هر چا ورته د بېلابېل ليدلوري له مخې بېلابېل تعريفونه کړي دي، چې له ځينو يې دلته يادونه کوو:

مايوس مګ دوګان وايي: حقوق د قدرت لرونکي مقام هغه احکام دي چې د اغېزمن ځواک او قوي کنترول سره يوځای وي. [۱]

کانت وايي: حقوق د هغه ټولو شرايطو مجموعه ده چې د هغې په اساس د يو شخص اراده د ازادۍ له اصل سره سم د نورو د ګډې ارادې او ګټو سره سم دوام مومي. حقوق هغه مقررات دي چې د ټولنيز نظم د تنظيم لپاره رامنځته شوي وي.[۲] حقوق عبارت له هغه اختصاص څخه دی چې اسلامي شريعت هر فرد ته د هغه تسلط او قدرت ورکړې وي. حقوق هغه مقررات دي چې دولت په رسميت پېژندلي وي او په عدلي محکمو کې تطبيق کيږي. يا په بل عبارت حقوق يو امتياز دی چې شخص يې په ټولنيز ژوند کې د نورو په مقابل کې پيدا کوي او مقررات يې تضمين ورکوي. د پورته توضيحاتو له مخې ويلی شو چې حقوق يا حق کلمه چې په ټولنيز ژوند کې ډېره زياته استعماليږي يو ځانګړی تعريف نه لري چې د حقوقو مانا د ژوند په ټولو برخو کې افاده کړي، همدغه علت دی چې علماء حقوق په دوه برخو ويشي او هر يو ته بېلابېل تعريف وړاندې کوي چې په لاندې ډول دي:

د حقوقو لغوي مانا:[سمول]

حقوق يوه عربي کليمه ده چې د حق جمع ده او په پښتو ژبه کې هم په ورته ډول کاريږي، زياتې ماناګانې لري چې ځينې يې په لاندې ډول دي:

  1. حق د الله ج د نومونو څخه يو نوم دی.
  2. حق د باطل د ضد په مانا دی لکه چې الله ج فرمايي وَلَا تَلْبِسُواْ ٱلْحَقَّ بِٱلْبَٰاطِلِ[۳]
  3. حق د ملکيت په مانا مثلا محمود وايي دا کتاب زما حق دی يانې دا کتاب زما ملکيت دی.
  4. حق د برخې او حصې په مانا، مثلا عرفان په کور کې د عدنان په څېر حق لري.
  5. حق د رېښتيا په مانا، کله چې يو څوک رېښتيا خبره وکړي، مونږ وايو حق دې وويل.
  6. حق د واقعيت او حقيقت په مانا
  7. حق د وړتيا په مانا
  8. حق د نېکۍ په مانا
  9. حق د عوض او بدلې په مانا
  10. حق د انصاف او عدالت په مانا
  11. حق د ماليې په مانا
  12. حق د سلطې، امتياز او صلاحيت په مانا
  13. حق د يقين په مانا
  14. حق د حکمت په مانا لکه الله ج فرمايي کَما أَخْرَجَکَ رَبُّکَ مِنْ بَیْتِکَ بِالْحَقِّ [۴][۵] ژباړه : ځکه چې وېستلی يې رب ستا د کور ستانه په حکمت سره
  15. حق د جنګ په مانا يُجادِلُونَكَ فِي الْحَقِّClosing </ref> missing for <ref> tag ژباړه: بحث کوي دوی اسره په باره د جنک کې
  16. حق په مانا د ثبوت او ظهر سره هم راځي، لکه د الله جل جلاله دا کلام وَيُرِيدُ اللَّهُ أَن يُحِقَّ الحَقَّ Closing </ref> missing for <ref> tag ژباړه: او غښته الله جل جلاله چې ښکاره ( ثابت ) کړي حق
  17. حق په مانا د غالب هم راځي لکه الله جل جلاله فرمايي: لِيُحِقَّ الْحَقَّ وَيُبْطِلَ الْبَاطِلَClosing </ref> missing for <ref> tag ژباړه: د دې لپاره چې غالب کړي حق
  18. حق د لازم په مانا لکه كَذَٰلِكَ حَقًّا عَلَيْنَا نُنجِ ٱلْمُؤْمِنِينَ Closing </ref> missing for <ref> tag ژباړه: دغسې لازم دي پرمونږ چې بچ کوو به مومنان

د حقوقو اصطلاحي مانا:[سمول]

لکه دمخه مو چې وويل حقوقو د ټولنيزو علومو له جمل يو علم دی چې تراوسه پورې پوهان په دې نه دي توانېدلي چې ورته يو واحد، ځانګړی او ټولمنلی تعريف وړاندي کړي، ځکه حقوق هم د فرد او هم د ټولنې لپاره د سلطې، امتياز او صلاحيت ورکولو ترڅنګ د ټولو روابطو ترتيب او تنظيم هم کوي، نو په همدې اساس علماوو لومړی حقوق په دوه برخو (عندي او افاقي حقوقو ) وېشلي او بيا يې هر يو ته بېلابېل تعريف وړاندې کړی دی:[۶]

افاقي حقوق:[سمول]

افاقي حقوقو کلمه د عربي ژبې له افاق څخه اخيستل شو ېچې د اطراف، چاپېريال، ماحول او ټولنې مانا ورکوي چې دلته ترې هدف ټولنه ده، افاقي حقوق د هغه اجباري قواعدو او مقرراتو له مجموعې نه عبارت دي چې په ټولنه کې موجود دي او د ټولنې ټولې برخې ترتيب او تنظيموي.[۷]

عندي حقوق:[سمول]

عندي حقوقو کلمه د عربي ژبې له عندي کلمې څخه اخيستل شوې چې د ذاتي، نفسي او ځاني مانا لري ، عندي حقوق عبارت له هغه صلاحيت ، قدرت او امتياز څخه دي چې يو شخص يې د بل شخص يا يو شخص يې د يو شي يا جنس په مقابل کې لري.[۸]

  1. سبحاني, ګلاب شاه (1391). د حقوقو مبادي. ګودر خپرندويه ټولنه. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. سبحاني, ګلاب شاه (1391). د حقوقو مبادي. ګودر خپرندويه ټولنه. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  3. القران الکريم. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. القران الکريم، سورت انفال. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. احسن الکلام. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. دورانی, احمدګل واثق (2014). حقوقو بنسټونه. ځمکتل، اسحاقزی مارکېټ، جلال اباد ښار: مازيګر کتاب پلورنځی (خپورشوی 2013–2014). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  7. دورانی, احمدګل واثق (2014). حقوقو بنسټونه. ځمکتل، اسحاقزی مارکېټ، جلال اباد ښار: مازيګر کتاب پلورنځی (خپورشوی 2013–2014). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)
  8. دورانی, احمدګل واثق (2014). حقوقو بنسټونه. ځمکتل، اسحاقزی مارکېټ، جلال اباد ښار: مازيګر کتاب پلورنځی (خپورشوی 2013–2014). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)صيانة CS1: تنسيق التاريخ (link)