جکوب بورکهارټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
جکوب بورکهارټ
جکوب بورکهارټ
جکوب بورکهارټ

د شخص معلومات
زیږون نوم
پيدايښت
مړینه
تابعیت
عملي ژوند
تخصص تعلیم
تعلیمی اسناد
نامتو زده کونکي فرېدرېک وېلهېلم نېتشي   د (P802) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار/مسلک
مورنۍ ژبه
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه د هنر تاریخ   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کارل جکوب کریسټوف بورکهارټ (د ۱۸۱۸ کال د مې ۲۵ – ۱۸۹۷ کال د اګسټ ۸) د هنر او کلتور سويسي تاریخ پوه او د دواړو ساحو په تاریخ پېژندنه کې یوه اغېزمنه څېره وه. دی د کلتوري تاریخ یو له مهمو بنسټګرو څخه پېژندل کېږي. زیګفریډ ګیډیون د بورکهارت لاسته راوړنې په لاندې ډول بیانوي: " هغه چې د رنسانس دوران لوی کاشف ؤ، لومړی يې وښوده چې د یوې دورې سره د هغې د انځورګرۍ، مجسمې او د معمارۍ او همدارانګه د هغې د ورځني ژوند ټولنیز بنسټونو په پام کې ونیول سره باید په بشپړ ډول څنګه چلند وشي."   [۵][۶]

د هغه ترټولو مشهور اثر په اېټالیه کې د رنیسانس تمدن (The Civilization of the Renaissance in Italy) (۱۸۶۰) دی.  

ژوند  [سمول]

بورکهارټ چې د یوه پروتستانت پادري زوی ؤ، په بازل ښار کې وزیږېد او مړ شو، په بازل کې یې د سپېڅلو رتبو د ترلاسه کولو په هیله د الهیات زده کړې وکړې؛ خو د ویلیام مارتین لبرېشټ ډي وېټ تر اغېز لاندې، هغه پرېکړه وکړه چې پادری نه شي. هغه د بورکهارت اشرافي کورنۍ غړی ؤ.  

هغه خپله تحصیلي درجه په ۱۸۳۹ کال کې پای ته ورسوله او برلین پوهنتون ته لاړ ترڅو په تاریخ، په ځانګړې توګه د هنر په تاریخ کې چې هغه وخت نوې رشته وه، زده کړې وکړي. هغه په برلین کې د لیوپولډ ون رانکه ویناوو کې برخه اخیسته، رانکه د شخصي نظرونو نه بلکې سرچینو او ضوابطو پر بنسټ د درناوي وړ یوې علمي رشتې په توګه د تاریخ بنسټګر ؤ. هغه د ۱۸۴۱ کال یوه برخه په بون پوهنتون کې تېره کړه او د هنر تاریخ پوه، فرانز تیوډور کوګلر تر نظر لاندې چې د Die Kunstwerke der belgischen Städte په نوم خپل لومړی کتاب یې ورته ډالۍ کړ، زده کړې وکړې.   [۷]

هغه د ۱۸۴۳ کال څخه تر ۱۸۵۵ کال پورې په بازل پوهنتون او بیا په فدرال پولی تخنیک مکتب کې درس وکړ. په ۱۸۵۸ کال کې بازل ته راستون شو ترڅو په ۱۸۹۳ کال کې تر خپلې تقاعدۍ پورې د استادۍ دنده ترسره کړي. هغه په ۱۸۸۶ کال کې یوازې د هنر تاریخ تدریس پیل کړ. نوموړي دوه ځله په آلماني پوهنتونونو کې د استادۍ څوکۍ وړاندیزونه رد کړل، په ۱۸۶۷ کال کې یې په توبینګن پوهنتون او په ۱۸۷۲ کال کې یې په برلین پوهنتون کې د رانکه څوکۍ وړاندیر رد کړ.   [۸][۹]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ https://d-nb.info/gnd/11851752X/about/lds — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ — سمونګر: جرمن ملي کتابتون
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/11851752X — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  3. RKDartists ID: https://rkd.nl/artists/365224 — subject named as: Jacob Burckhardt — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱
  4. subject named as: Jacob Burckhardt — Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/burckhardt-jacob — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۱
  5. Jakob Burckhardt Renaissance Cultural History
  6. In Space, Time and Architecture (6th ed.), p 3.
  7. The Letters of Jacob Burckhardt, Translated by Alexander Dru, London: Routledge and Kegan Paul, 1955; Liberty Fund Inc., 2001, xxviii-xxxii.
  8. John Lukacs, Remembered Past: John Lukacs on History, Historians, and Historical Knowledge, ed. Mark G Malvasi and Jeffrey O. Nelson, Wilmington, DE: ISI Books, 2004, 215.
  9. (په 1996-09-08 باندې). Before Huizinga. The New York Times.