توماس هابز

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
توماس هابز
توماس هابز
توماس هابز

د شخص معلومات
پيدايښت
مړینه
عملي ژوند
کار/مسلک
کاروونکي ژبه(ي)
د کړنې څانګه فلسفه ،  پېښليک ،  اخلاق ،  مېچپوهنه   د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر اپلاتون ،  ارستو ،  فرانسېس بیکن   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تحریک سياسي فلسفه ،  سیاسي علوم   د (P135) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
توماس هابز
توماس هابز

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

توماس هوبس (ځینې وختونه د مالمزبېري توماس هابز په نوم یادیږي؛ د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل ۵/۱۵ – د ۱۶۷۹ ز کال د ډسمبر ۴/۱۴) یو انګلیسی فیلسوف ؤ او د عصري سیاسي فلسفې له بنسټګرو څخه ګڼل کیږي. هابز د خپل ۱۶۵۱ ز کال کتاب لویاثان (Leviathan) لپاره زیات مشهور دی، چې په هغه کې د ټولنیز تړون تیوري یو اغېزمن جوړښت تشریح کوي. هابز د سیاسي فلسفې سربېره په نورو مختلفو ساحو کې لکه په تاریخ، فقه، هندسه، دین پوهنه او اخلاقو، همدارنګه عموماً په فلسفه  کې یې مرسته وکړه.    [۲][۳][۴]

ژوندلیک   [سمول]

لومړنی ژوند   [سمول]

توماس هابز د ۱۵۸۸ ز کال د اپریل په ۵ (زوړ سټایل) په ویسټپورټ کې زیږېدلی، چې اوس د انګلستان په ویلټشایر کې د مالمزبېري برخه ده. کله چې د هابز مور د هسپانوي آرماډا د راتلونکي یرغل په اړه واورېدل، له وخت څخه مخکې وزېږېد، هابز وروسته وویل چې:"زما مور غبرګوني ماشومان وزیږول: زه او ډار." هابز د اډمونډ په نوم یو ورور، چې له ده څخه تقریباً دوه کاله مشر ؤ او د اني په نوم یوه خور درلوده.       [۵][۶]

که څه هم د توماس هابز ماشومتوب تر ډېره حده نامعلوم دی، د مور نوم یې هم نامعلوم دی، خو دا معلومه ده چې د هابز پلار، توماس سینیر، د چارلټون او ویسټپورټ دواړو ویکر ؤ. د هابز د ژوندلیک لیکونکي جان اوبري په وینا، د هابز پلار بېسواد ؤ او "زده کړو ته یې ارزښت نه ورکاوه." توماس سینیر د خپلې کلیسا څخه بهر د ځایی کشیشانو سره په جګړه کې ښکېل شو، هغه یې اړ کړ چې لندن خوشی کړي. په پایله کې کورنۍ د توماس سینیر مشر ورور، فرانسیس، چې د دستکش یو بډایه تولیدوونکی ؤ او خپله کورنۍ يې نه درلوده، تر پامرنه لاندې پاتې شوه .   [۷][۸]

تعلیم[سمول]

هابز جونیر له څلور کلنۍ په ویسټپورټ کلیسا کې زده کړې وکړې، د مالمزبېري ښوونځۍ ته ولاړ او بیا خصوصي ښوونځۍ ته لاړ چې د رابرټ لاتیمر په نوم یو ځوان کس چې د آکسفورډ پوهنتون فارغ الحصیل ؤ، اداره کېده. هابز یو ښه زده کونکی ؤ او د ۱۶۰۱ ز کال او ۱۶۰۲ ز کال ترمنځ مګډالن هال ته، چې د آکسفورډ د هرټفورډ کالج مخکینی نوم ؤ، لاړ چې هلته تحصیلي منطق او فزیک زده کړې ورکړل شوې. رئیس جان ولکنسن یو پاک دین یا پیوریتن ؤ او په هابز باندې یې یو څه نفوذ درلود. هابز مخکې له دې چې آکسفورډ ته لاړ شي، د یوریپیډس مډیا یې له یوناني څخه لاتین نظم ته وژباړه.   [۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

داسې ښکاري چې توماس هابز په پوهنتون کې خپل درسي پروګرام تعقیب کړی دی، ځکه چې مکتبي زده کړو ته یې لږ پام ؤ. هابز د آکسفورډ په پرېښودو سره په ۱۶۰۸ ز کال کې د کمبرج په سنټ جان کالج کې د شمولیت له لارې  خپل لیسانس سند ترلاسه کړ. هغه په ​​​​مګډالن کې د خپل استاد سر جېمز هسي له لوري ویلیم، د ویلیم کاوینډیش زوی، د هارډویک بارون (او وروسته د ډیونشایر ارل) ته د ښوونکي په توګه وړاندیز شو او د دې کورنۍ سره یې مادام العمره اړیکه پیل کړه. ویلیم کاوینډیش په ۱۶۲۶ ز کال کې د خپل پلار په مړینې سره د اشرافي مقام ته ترفیع وکړه، دوه کاله یې تر خپلې مړینې پورې په ۱۶۲۸ ز کال کې وساته. زوی یې، ویلیم هم د ډیونشایر دریم ارل شو. هابز دواړو نارینه وو ته د ښوونکي او منشي په توګه خدمت وکړ. د لومړي ارل کوچنی ورور، چارلز کاوینډیش دوه زامن درلودل چې د هابز پلویان وو. مشر زوی یې، ویلیم کاوینډیش چې وروسته د نیوکسل لومړی ډوک شو، د کورنۍ جګړې په جریان کې د لومړي چارلز مخکښ ملاتړی ؤ، چې د پاچا لپاره یې شخصاً اردو تمویل کوه او د ویلز شهزاده، چارلز جیمز، د کارنوال ډوک، والي ؤ. همدا ویلیم کاوینډیش ؤ چې هابز خپل د قانون عناصرو کتاب ورته ډالۍ کړ.   [۱۳][۱۴]

هابز د ځوان ویلیم کاوینډیش ملګری شو او دوی دواړو د ۱۶۱۰ز  او ۱۶۱۵ز کلونو ترمنځ د اروپا په لوی سفر کې کډون وکړ. هابز د سفر په اوږدو کې، د خپلې مکتبي فلسفې برعکس چې په آکسفورډ کې یې زده کړې وه، د اروپا ساینسي او بحراني میتودونو سره آشنا شو. هابز په ونیز کې د فولګینزیو میکانزیو سره چې د پائولو سارپي همکار او ونیزي څېړونکی او سیاستوال ؤ، آشنا شو.   [۱۵]

په هغه وخت کې یې د علمي هڅو موخه د یونان او لاتین کلاسیک لیکوالانو دقیقه څېړنه وه، چې پایله یې په ۱۶۲۸ ز کال کې د توسیدید د پیلوپونیسوس د جګړې تاریخ (Thucydides' History of the Peloponnesian War) غوره ژباړه وه، چې له یوناني نسخې څخه انګلیسي ژبې ته د دې اثر لومړۍ ژباړه ده. داسې استدلال شوی چې د ۱۶۲۰ ز کال په خپرونو کې له خبرو اترو څخه درې چې د Horae Subsecivae په نوم پېژندل کیږي: مشاهدې او خبرې اترې هم په دې دوره کې د هابز اثر څرګندوي.     [۱۶][۱۳]

که څه هم هغه د بېن جانسن په څېر ادبي شخصیتونو سره همکار ؤ او د لنډې مودې لپاره یې د فرانسیس بیکن د محرر په توګه کار وکړ او ګڼ شمېر مقالې یې لاتین ته وژباړلې، خو د فلسفې په برخه کې يې خپلې هڅې تر ۱۶۲۹ ز کال وروسته ونه غځولې. د ۱۶۲۸ ز کال په جون کې یې کارګمارونکی کاوینډیش، چې د هغه وخت د ډیونشایر ارل ؤ، د طاعون له امله مړ شو او کونډې یې، کنټس کریشن، هابز له دندې ګوښه کړ.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118551698  — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. Williams, Garrath. "Thomas Hobbes: Moral and Political Philosophy." Internet Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
  3. Sheldon, Dr. Garrett Ward (2003). The History of Political Theory: Ancient Greece to Modern America. Peter Lang. د کتاب پاڼې 253. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8204-2300-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Lloyd, Sharon A., and Susanne Sreedhar. [2002] 2018. "Hobbes's Moral and Political Philosophy." Stanford Encyclopedia of Philosophy. Retrieved 20 June 2020.
  5. Hobbes, Thomas (1679). "Opera Latina". In Molesworth, William (سمونګر). Vita carmine expressa. I. London. د کتاب پاڼې 86. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. "Thomas Hobbes Biography." Encyclopedia of World Biography. Advameg, Inc. 2020. Retrieved 20 June 2020.
  7. Jacobson, Norman; Rogow, Arnold A. (1986). "Thomas Hobbes: Radical in the Service of Reaction". Political Psychology. W.W. Norton. 8 (3): 469. doi:10.2307/3791051. ISSN 0162-895X. JSTOR 3791051. LCCN 79644318. OCLC 44544062. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-393-02288-9. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  9. "Philosophy at Hertford College". Oxford: Hertford College. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ جولای ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Helden, Al Van (1995). "Hobbes, Thomas". The Galileo Project. Rice University. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. King, Preston T. (1993). Thomas Hobbes: Politics and law. Routledge. د کتاب پاڼې 89. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-415-08083-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ ۱۳٫۲ Robertson 1911، م. 545.
  14. کينډۍ:Cite ODNB
  15. Sommerville, J.P. (1992). Thomas Hobbes: Political Ideas in Historical Context. MacMillan. د کتاب پاڼي 256–324. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-333-49599-5. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  16. Hobbes, Thomas (1995). Reynolds, Noel B.; Saxonhouse, Arlene W. (سمونګران). Three Discourses: A Critical Modern Edition of Newly Identified Work of the Young Hobbes. University of Chicago Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-226-34545-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  17. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  18. Robertson 1911، م. 546.